تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي يَوْمِ نَحْسٍ مُّسْتَمِرٍّ ( القمر/‍۹۱) = په رښتینه کې په يوه پرله پسې شومه ورځ کې مو ډېر سوړ توپاني باد پرې راوالوځاوه.   بختورتوب او سپېره توب په خلكو كې دود دى، چې ځينې ورځې بختورې او ځينې سپېرې بولي؛ كه څه په ټاكنو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي يَوْمِ نَحْسٍ مُّسْتَمِرٍّ ( القمر/‍۹۱) = په رښتینه کې په يوه پرله پسې شومه ورځ کې مو ډېر سوړ توپاني باد پرې راوالوځاوه.

 

بختورتوب او سپېره توب

په خلكو كې دود دى، چې ځينې ورځې بختورې او ځينې سپېرې بولي؛ كه څه په ټاكنو كې يې ډېر اختلاف دى. پوښتنه دا ده، چې اسلام تر كومه بريده دا ټولیزه ګروهه منلې ده. ځواب ته يې څو ټكي په پام كې ونيسئ: لومړى ددې باور آر له عقل سره مخالف نه دى؛ كه څه په عقلي استدلال يې ثبوت يا رد ته څه لار نه لرو. نو ځكه كه په وحې دې مانا ته يو شرعي دليل ولرو؛ نو منل يې لازم دي. دويم، په قرآني آيتونو كې، په ځينو ځايونو كې د ورځو بختورتوپ او سپېره توب ته اشاره شوې ده. په دې هكله په احاديثو كې هم معتبر روايات شته. په رواياتو كې لولو، چې د مياشتې لومړۍ ورځ، بختوره وي؛ ځكه آدم پكې پيدا شوى دى. له دې ډول رواياتو ګټنه كېږي، چې كله په ځينو ورځو كې پټې اغېزې وي، چې خبر ترې نه يو. درېيم، د ورځو بختورتوب او سپېره توب ته په پامنيوي، پردې سربېره، چې غالباً انسان يو لړ عبرتناكو تاريخي پېښو ته ورسيخوي، خداى ته د توسل او پاملرنې لامل هم دى؛ نو ځكه په ګڼ شمېر رواياتو كې لولو، چې كومې ورځې سپېرې نومول شوي؛ نو د صدقې په وركړې، دعا، د قرآن د ځينو آيتونو په لوست او پر خداى توكل، پر خپلو چارو پسې وتلاى شئ او بريمن به شي[1]. له امام صادق (رح) نه په يو روآيت كې لولو: ((صدقه وركړه او هره ورځ (سفر، روزۍ او چار… ته) وتى شې))[2] چې څه وويل شو، نه ښايي، چې په اړه یې افراط او زياتون وكړو او ډنډور او کږنو انګېرنو – خرافاتو ته غوږ شو؛ بلكې كه په دې باب په ډاډمن او معتبر حديث كې څه جوت شي، بايد ويې منو؛ كه نه د يو او بل په خبره غوږ ونه ګروو او پر خداى د توكل له مخې په هڅو خپل ژوند وغځوو[3].

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

[1] نمونه تفسیر، 23: 41 مخ

[2] كافي، 4: 283 مخ

[3] نمونه تفسیر، 23: 44 مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!