تبلیغات

  بداء د اهل بيتو د امامانو په رواياتوکې په بحارالانوار[1] کې له حضرت امام صادق نه روايتوي،چې يې ويلي : ((خداى ،چې هر پېغمبر رالېږلى؛نو درې څيزونه يې ترې غوښتي: د خداى پر بندګى اقرار،هغه ته د هر ډول شريک اوسيال نفې کول او داچې خداى چې هر څه وغواړي،رامخې ته کوي يې او […]

 

بداء د اهل بيتو د امامانو په رواياتوکې

په بحارالانوار[1] کې له حضرت امام صادق نه روايتوي،چې يې ويلي : ((خداى ،چې هر پېغمبر رالېږلى؛نو درې څيزونه يې ترې غوښتي: د خداى پر بندګى اقرار،هغه ته د هر ډول شريک اوسيال نفې کول او داچې خداى چې هر څه وغواړي،رامخې ته کوي يې او چې هر څه وغواړي، پر شا کوي يې ))

اما صادق[2] همدا مانا په بله وينا د ((محو او اثبات )) په لفظ راوړې ده او ويلي يې دي : (( خداى چې هر پېغمبر رالېږلى؛نو درې څيزونه يې ترې غوښتي: د خداى پر عبوريت اقرار، له هغه نه د هر ډول شريک او سيال نفې کول او خداى ،چې هر څه وغواړي، له منځه وړي او چې څه وغواړي، ټنيګوي يې ))

او په درېمني روايت کې يې (( محواواثبات )) ته (( بداء )) ويلې ده،چې لنډيزيې دادى:

(( هرپېغمب،هله دپېغمبرۍ نثاراخلي، چې خداى ته په دې چارومنښته وکړي: … چې يو يې پر(( بداء )) منښته ده … [3]

له امام رضا روايتوي،چې يې ويلي: (( خداى په حق کې به پر(( بداء)) منښته کوي)) [4]

او په بل روايت کې امام صادق د(( محواوثبات )) له وخته هم خبر کړي يو:

((د قدر شپه،چې شي؛نو پرښتې،روح او ليکوال د دنيا اسمان ته راکېوځي او څه چې خداى په هغه کال کې مقررکړي وي، ليکي او که خداى وغواړي،چې يو څه رامخې ته کړي يا شا ته کړي يا يو څه کموي (؛نو) مؤظفى پرښتې ته حکم کوي،چې هغه عماغسې ، چې غوښتي يې دي ((محوه او نابود)) کړي يا يې ټينګ کړي.)) [5]

امام باقر (( د قدر په شپه پرښتې او ليکوال د دنيا اسمان ته راکېوځي او هغه څه ليکي،چې په هماغه کال کې کېدوني وي او څه چې بندګانو ته رسي. امام وويل : او داسې چارې دي،چې په الهي ارادې پورې اړوند دي،چې هر څه وغواړي رامخې ته کوي يې او چې هر څه وغواړي پر څټوي يې او دا د خداى ددې خبرې مانا ده ، چې وايي:

(( يمحو الله ما يشاء و يثبت و عنده ام الکتاب)) [6]

اما باقر د (( و لن يؤخر الله نفسا اذا جاء اجلها= د چاچې اجل پوره شي؛نو خداى يې مړينه نه ځنډوي))[7] آيت په باب وايي : (( اجل چې را کېوځي او د اسمان ليکوال يې وليکي؛نو خداى دا اجل نه ځنډوي .))

علامه مجلسي په بحارالانوار هماغه د ادم عليه اسلام داستان راوړي،چې خپل څلوېښت کاله عمر يې ((داوود)) عليه اسلام ته بښلى و. [8]

دا د اهل بيتو د امامانو په رواياتو کې د ((بداء)) مانا وه او د اهل بيتو د ښوونځي له ليده ،د بداء هغه مانا د منلو وړ نه ده،چې (( خداى ته په يوه چار کې نوې نظريه پيداشي ،چې مخکې پرې نه پوهېده )) او موږ له دې مانا خداى ته پناه وړو.

د((بداء)) په باب د اهل بيتو د امامانو ليد هماغه دى،چې علامه مجلسي يې له امام صادق نه روايتوي،چې يې ويلي دي :

((چې څوک ووايي،چې خداى ته په يوه څيزکې نوې رايه پيداکېږي، چې مخکې پرې نه پوهېده ؛نو له هغه دې بېزاري وشئ .)) [9]

 

[1] . بحارالانوار ( ٤ټ ، ١٠٨مخ )

[2] . ( بحار، ٤ټ، ١٠٨ مخ ) د صدوق له توحيد نه په نقل سره.

[3] . ( بحار،٤٧ټ،١٠٨مخ ) د صدوق له توحيده په نقل سره

[4] . (بحارالانوار،٤ټ،١٠٨مخ ) د صدوق له توحيده په نقل سره

[5] . (بحار،٤ټ،٩٩مخ ) د علي بن ابراهيم له تفسيره په نقل سره .

[6] . ( بحار:٤ټ،١٠٢مخ ) د شيخ مفيد له امالي نه په نقل .

[7] . ( بحارلانوار،٤ټ ،١٠٢مخ )

[8] . ( بحارلانوار،٤ټ ،١٠٢مخ )

[9] . بحار،٤ټ ، ١١١مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست