تبلیغات

بداء د عربي مغرب د پوهانو له نظره مراكشي عالم؛ادريس حسيني په خپل كتاب ” الانتقال الصعب في المذهب و الګروهمن “كى د بداً په باب د كتاب په وروستۍ برخه كې يو لړ مطالب كښلي،چې موږ له فارسي (راه دشوار از مذهب به مذهب 523 مخ ) ژباړلي : پر “بداء” باندې په ګروهمنو […]

بداء

د عربي مغرب د پوهانو له نظره

مراكشي عالم؛ادريس حسيني په خپل كتاب ” الانتقال الصعب في المذهب و الګروهمن “كى د بداً په باب د كتاب په وروستۍ برخه كې يو لړ مطالب كښلي،چې موږ له فارسي (راه دشوار از مذهب به مذهب 523 مخ ) ژباړلي :

پر “بداء” باندې په ګروهمنو پسې ناوړه تبليغات شوي او دليل يې دا دى،چې ” بدا ” په ظاهر كې د پالونکې له مطلق علم سره اړخ نه لګوي .

د بداء لنډيز او نچوړ دا دى : خداى تعالى لومړى د يو كار په باب رايه او نظر لري؛خو وروسته يې نظر اوړي او په مشهوره اصطلاح عقيده يې تغيير مومي .

كه يوازې د بدا پر ظاهري مفهوم بسيا وكړو او حقيقي او واقعي مفهوم ته يې ځير نه شو ؛نو طبيعي ده چې دا ډول ګروهې نه منو .

د شيعه و په ګروهو كې “بدا ” له مهمو مسايلو ګڼل كېږي او اهل سنت پر بدا ګروهه “كفر” بولي او وايي،چې ددې عقيدې له امله شيعه له اسلامه وتلي دي .

نه پوهېږم چې ولې اهل سنتو (چې په كلامي علومو كې د اشاعره و لارويان دي ) بدا ته شا كړې،بايد ووايو چې اشاعره وايي:خداى چې هر كار( كه څه ناوړه او بد وي) وغواړي،كړاې يې شي چې دا عين ” عدالت ” دي .

كه د اهل سنتو له نظره ” بدا ” ناوړه كار وي؛خو که پر نص ثابته شى چې خداى تعالى به سرته رسولى وي (ځكه د خداى له لوري د ناوړه كار تر سره كول روا بولي ) بايد ومني يې او كه ويې نه مني ؛نو د خپلو كلامي علومو ښسټونه به يې نړولي وي؛دا ځكه د كلامي علومو بنسټ يې دى،چې خداى هر كار کړاى شي كه څه ناوړه او قبيح وي،چې دغسې كړنه عين عدالت دی.

پوښتنه دا ده ، چې ” بدا ” څه ته وايي او په دې باب د اماميه شيعه و ګروهه څه ده ؟

د لغاتو د كتابو له مخې “بدا” د ښكاره كېدو پر مانا ده ،چې کله وايو “بداء الشئ”؛ يعنې يو څيز راښكاره شو.قرآن مجيد وائې :(( وَبَدَا لَهُم مِنَ اللَّهِ)) (زمر/۴۷)

اهل سنتو د دې مفهوم له مخې ” بدا” رد كړې او د خداى په باب يې ناروا ګڼلې؛خو په عمل کې د شيعه و په څېر د هغه اصطلاحي مفهموم منلى دى.

شيعه هم د دې تعريف له مخې ” بدا ” نه مني؛ځكه د خداى علم پراخه،بى قيد او شرطه او ظاهر او باطن ورته يو دى،څه ورته پټ نه دي ، چې راښكاره شي.

((وَمَا يَخْفَى‏ عَلَى اللَّهِ مِن شَيْ‏ءٍ؛په ځمكه او اسمان كې څه له خداى څخه پټ نه دي)) (ابراهیم/۳۸)

حضرت علي (ك) وايي:هر راز خداى تعالى ته ښكاره دى او هر عيب او پټ ورته پيدا او په ډاګه دى.

شيعه د “بداء” په باب ډېرې ويناوې لري،چې بېلابېل اړخونه لري، چې ټول يې پر عقلي او شرعي دلايلو ولاړ دي چې دلته يوه برخه يې را اخلو :

په مقدراتو كې له بدا مطلب دا دى،چې د اطاعت،سر اېښوونې او نېكو چارو له مخې، د انسان په مقدراتوكې بدلون او تغيير رامنځ ته كېږي.

مقدرات په دوه ډوله دي:

(الف)_بې قيد او شرطه مقدرات:دا ډول مقدرات بدلون نه مومي، ځكه خداى مقدر كړي،چې كه انسان ته اكسيجن ونه رسېږي؛نو مري او يا كه انسان له الوتكې راولوېد؛نو مړينه يې حتمي ده.

(ب)_په قيد او شرط مقدرات: دا په دې مفهوم دي،چې د شرط په عملي كېدو به مقدر كېږي،لكه صله رحم يا زړه سوی او پر نورو مهرباني عمر زياتوي،كه څوك زنا وكړي عمر يې لنډېږي،د دې ډول مقدراتو بنسټ بدا ده،چې د بندګانو د كړنو له مخې بدلون يې موندلى دى .

((إِنَّ اللَّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ ان‏ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ؛…. خداى د هېڅ قوم او ملت برخليك نه اړوي ، خو دا چې هغوى خپله په خپلو ځانو كې بدلون را نه ولي.)) (رعد/۱۱)

څو په ځان كې دې بدلون نه وي راوړى؛ نو دا اغېزمن مقدر لا پاتې وي ؛خو كه په ځان كې دې بدلون راوړ،خداى به ستا په باب بله پرېكړه وكړي هغه مقدره پريكړه،چې شرط ورباندې اېښوول شوى و،چې فلانى عمل به سرته رسوې.

ښايي د “بدا” دا ډول له عدل او اختيار سره اړخ ولګوي او د الهي عدل هم دا غوښتنه ده،چې انسان به يو مقدر مجبور نه وي،ان كه خپل حالات يې هم اړولي وي بايد ووايو،چې توبه او استغفار د دې ډول “بدا” يو بل تعبير دى.

د اهل سنتو په رواياتو كې دي،چې دعا مقدرات بدلوي او څه چې خداى ته په دغو ځانګړنو ښكاره كېږي د خداى په مطلق علم كې شامل دي او دا يو مقدر دى،چې بل مقدر له منځه وړي.

يوه ورځ حضرت علي كرم الله وجهه د يو خراب دېوال له څنګه را پورته شو او په بل ځاى کې كېناست،يو سړي ورته وويل:له الهي مقدراتو تښتې؟ورته يې وويل:هو له يو الهي مقدره بل الهي مقدر ته.

دا پېښه يو څرګند او ټينګ دليل دى،چې انسان د خپل ژوند د بهير د بدلون لپاره (صالح عمل او د خداى د اطاعت له لارې) اختيار،ازادي او قدرت لري،چې دا مسله د عدل له ګروهې سره بشپړ تړاو او همغږي لري.

ځکه كه بدا د الهي عدالت نښه او د بشر په اختيار پورې تړلې وي؛ نو دا خو يوه سمه ګروهه ده؛نو امامانو ويلي: خداى،چې څومره په بدا لمانځل شوى په بل څيز نه دى لمانځل شوى او په دې توګه شيعه و “بدا” داسې تعريف كړى ده :

خداى مختار او ازاد دى،چې د لزوم په وخت كې مقدرات واړوي.

شيخ مفيد (رح) وايي:ټول مسلمانان چې د نسخ او په څېر مسايلو(له شتمنۍ وروسته نيستي،له سلامتيا وروسته ناروغي،له ژوند وروسته مړينه) په باب يې څه وايي زه هم همدا وايم .

زياتوي:”عدليه ډله چې په کړنو د عمر د اوږدوالي او لنډوالي،رزق او روزي په باب څه وايي،زه هغه د بدا په باب وايم. “

بايد وويل شي چې:”نسخ “دغسې حالت لري . قرآن مجيد وايي :

مَا نَنَسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنْسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِنْهَا أَوْ مِثْلِهَا أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللّهَ عَلَى‏ كُلِّ شَي‏ءٍ قَدِيرٌ؛ هر حكم چې منسوخوو او يا يې (نسخ) ځنډو، ترهغه ښه او يا هماغسې راوړو ايا نه پوهېږې،چې الله پرهر څه قادر دى ؟(بقره/۱۰۶)

ځکه نسخ كول،هغه “بدا” ده چې له الهي مطلق علم سره تناقض نه لري؛بلكې اړخ لګوي،هغه يو حكم په بل حكم نه نسخوي. البته په داسې حال كې چې منسوخ حكم مصلحت ونه ګڼل شي او د زمانې عامل په دې نسخې پورې تړاو لري،چې په پايله كې دغسې نسخ له زماني اړخ د حكم اطلاق قيد وي او نسخ د قانون جوړونې په محدوده كې نه ايسارېږي؛ بلكې په تكويني اړخ كې هم تطبېقېږي؛ځكه انسان چې كله د خداى خوښې او ” بدا ” ته تسليم دى،پايله دا چې،مقدره وه،چې لنډ عمرى وي؛خو عمر يې اوږدېږي او يا مقدره وه،چې عمر يې اوږد وي؛خو لنډېږي چې البته دا چارې،د هغه بداء د شرطونو په پوره كولو پورې تړاو لري؛ نو ” بدا ” هماغه “الهي تقدير” دى،چې پر انسان د حكم د بدلون لپاره وي او الهي مشروطو مقدراتو ته د انسان غاړه اېښوونه ده.

نو دا هغه بدا ده چې خداى تعالى د خپل قدرت په واک كې پيدا كړې او له واكمنۍ يې بهر نه ده او له ارادې سره يې اړخ لګوي،چې متعال خداى له لارې يې،پر انسان منت او احسان اېښى،چې د خپلو كړو وړو پر وړاندې مسوول وي.

د ” بداء ” په باب نور عقلي دلايل نه اوږدوم او همدو مره بس دي اوس په دې باب راغلي آيتونه او روايتونه،را اخلم:

په دې باب چې كوم آيتونه شته ظاهر او باطن يې پر بدا تطبېقېږي او د اهل سنت او جماعت له لارې راغلي روايتونه هم له “بدا” سره اړخ لګوي: (( كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ؛يعنې هغه هره ورځ په شان اوكار كې دى.))

زمخشري (رح) ليكي:عبدالله بن طاهر حسين بن فضل راوغوښت او ورته يې وويل:زه د قرآن مجيد په درې آيتونو كې ستونزه لرم دا راسره اواره كړه :

(الف) _ په قرآن كې راغلي : ” كل يوم هو في شان،هغه هره ورځ په شان او كار كې دى ” حال دا چې ثابته شوې ده،چې د موجوداتو په باب تر قيامته د قلم رنګ وچ شوى دى.

حسين ورته په ځواب كى وويل:مطلب دا دى،چې خداى تعالى چارې را ښكاره كوي،نه دا چې پيلوي يې .

( ب ) _ يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِندَهُ أُمُّ الْكِتَابِ- چې خداى څه وغواړي، له منځه يې وړي، يايې تثبيت او ټينګوي او اصلي ليکنه (= الهي علم) يوازې له هغه سره ده.(رعد/۳۹)

( ج ) _ وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى‏ آمَنُوا وَاتَّقَوا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّماءِ وَالْأَرْضِ وَلكِن كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ – او كه د ښارونو او اباديو خلكو ايمان راوړى واى او تقوى يې غوره كړې واى؛نو پر هغوى مو داسمان او ځمكې د بركتونو ورونه پرانستل؛ خو( هغوى حق ) دروغجن وګاڼه؛ نو موږ هم هغوى د خپلو كړو په سزا كې مجازات كړل. (اعراف/ ۹۶)

پوهېږو چې يونس عليه السلام خپل قوم خبر كړ،چې عذاب به پرې راشي؛خو خداى ته “بدا” وشوه او عذاب يې پرې نازل نه كړ.

خداى تعالى په قرآن مجيد كې وايي:ولې د يو ښار او ابادۍ اوسېدونکيو ايمان را نه وړ،چې ورته ګټور شوى واى؛ خو د يونس ( عليه السلام ) قوم چې کله ايمان راوړ په دنيا كې مې ترې رسوا كوونكى عذاب لرې كړ او تر يو ټاكلي وخته مې برخمن وګرځول.

دا پر قضا او قدر مشروطه” بدا” ده او دلته شرط يې “ايمان” دى.

د “بدا” په باب روايتونه ډېر دي:

حاكم نيشاپوري په خپل كتاب مستدرك كې راوړي :

ثوبان رضي الله عنه (د پېغمبر اكرم خدمتګار ) ويلي : له رسول اكرم ( ص ) مى واورېدل چې ويې ويل: “دعا مقدرات بدلوي،نيكي د انسان عمر زياتوي او ممكن انسان د ګناه له امله له تنګسې او د رزق او روزۍ له كمښت سره مخ شي. “

د اهل سنتو په كتابو كې راغلي،چې دويم خليفه (رض) به تل دا دعا كوله:” خدايه!كه ما ته دې بد مرغي مقدره كړې وي؛نو رانه يې لرې كړه او پر ځاى يې نيكمرغي را ته مقدره كړه.”

رسول اكرم د احد په غزا كې وويل:”خداى تعالى نه دي غوښتي چې د حمزه (رض) لړمون د داسې چا په ګېډه كې وي،چې دوزخ ته ولاړ شي.”

هندې د ابو سفيان ښځې د حمزه رضى الله عنه لړمون خوړلى و، اهل سنت وايي،هندې وروسته ايمان راوړ او جنت ته به ځي.بايد وويل شي چې دا پېښه کټ مټ “بدا” ده.اهل سنت دلته بايد دوه څيزونه غوره كړي :

(الف)_پر “بدا ” ګروهمن شي،چې البته په عمل كې ورباندې ايمان لري .

(ب)_يوه صحابي ښځه تكفير كړي .

ځکه ويلاى شو،چې د “بدا” په باب د اهل سنتو عقيده د شيعه و د ګروهې په څېر ده،په دومره توپير چې شيعه له وخته پر مسله پوه شوي او د يوې اعتقادي مسلې په توګه يې مطرح كړې؛خو اهل سنتو درك كړې نه ده؛خو په ناخبرۍ كې يې منلې ده.

لنډه خبره دا چې مقدرات په دوه ډوله دي:

(الف)_مطلق مقدرات،چې هېڅ بهرني بدلونونه پرې اغېزمن نه دي.

(ب)_مقيد مقدرات،چې د خلكو په كړو وړو پورې اړه لري او بدلون مومي ، البته دا بدلون د خداى تعالى په علم او ارادې كې نه دى،څه چې د دې بدلون لامل شوي،هغه مقدرات دي،چې د خلكو په چارو پورې مشروط ګڼل شوي او د خلكو كړه وړه د دې باعث ګرځي چې يو مقدر بدلون ومومي او البته دا ټول په يوه مدار كې دي او هغه د خداى تعالى مقدرات دي چې د انسان اراده د يو كار په سرته رسولو يا پرېښودو كې ناليدلې نه ګڼي او بايد وويل شي چې دلته،عدل او اختيار په سترګو كېداى شي؟

(پوښتنه)_كه له “بدا” مطلب په (صالح او ناصالح) کړنو د مخكېني برخليك بدلون وي؛نو ولې دا ګروهنه د “بداء” پر لفظ تعبيروي؟

ځواب: په عربي كې مجاز او استعاره ډېره په كارېږي،ولې خداى تعالى د مشركانو د چل ول د خنثى كولو لپاره د “مكر” لفظ راوړى: ” … وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ”(انفال/۳۰ )، د منافقينو د خبرو د نقد او كره كتنې لپاره وايي :

إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ(بقره/۱۴) د ” استهزاء ” لفظ په كاروى او وايي :

اللّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ (بقره/۱۵) حال دا چې “استهزا،يو ناروا كار دى او د پالونکي له شانه لرې ده؟

د دې ټولو پو ښتنو ځواب په يوه كلمه كې راټولوو :محاكات او ورته خبري كول ، او د مخاطب په تعبير د خپل فكر تعبيرول د بلاغت له اصولو ګڼل كېږي .

شاعر وايي :

         قالوا افترح شياْ نجدلك طبخه

         قلت اطبخو الى جبه و قميصاْ

دوستانو وويل:څه غواړې چې درته يې پاخه كړو؟ورته يې وويل : ماته جبه (ارتې او پراخې جامې) او كميس پاخه كړه. دلته شاعر ګنډل پر پخولو تعبيروي دا ولې؟ دا ځكه د مخاطب په خبره كې د خياطت (ګنډلو ) اصطلاح راغلې ده

دلته هم دا ډول بدلون د بشر له اړخ،يو ډول بداء ده؛نو د خداى په باب هم له دې اصطلاح كار اخستل شوى او په واقع كې د “بدالله” د جملې واقعي مانا دا ده : ” ابداء من الله لنا ” .

پردې سربېره د اسلام ستر پېغمبر(ص) په نېكو او بدو کړنو د برخليك بدلون ته همدا اصطلاح راوړې،چې په صحيح بخاري كې روايت شوې ده او داستان يې داسې دى:

درې تنه بني اسرائيل ول،يو”پي”،بل “ګنج” او درېم يې “ړوند” و.

الهي پرېښته ورته راغله او و يې ويل:څه غواړئ؟هر يو ورته له خپلې ناروغې شفا او د اوښ،غوا او پسه په څېرڅارويو غوښتنه هم وكړه.خداى تعالى غوښتنه يې ومنله،لومړي ته يې د بدن ښكلى پوټكى ، دويمې ته يې ښكلي ويښتان او درېم يې بينا كړ او كوم مالونه چې يې غوښتي ول،هم وركړل.

بيا همدا پرېښته د يو فقير سړي په بڼه هر يوه ته ورغله او ورته يى وويل:بېوسې او نيستمن يم،څه راكړئ،لومړنۍ او دويمې څه ورنه كړل، خو درېمني ورسره مرسته وكړه،په دې ځاى كې خداى تعالى ته “بدا” پېښه شوه،دوه لومړي كسان يې د بدو کړنو له امله پخواني حالت ته واړول او درېم يې د نيكو کړنو له کبله هماغسې پرېښود .

پېغمبر اكرم (ص) دلته د ” بدالله ” جمله راولي او وايي:

“بدالله ان يبتليهم فبعث الله اليه ملكا من الارض فقال اي شي احب اليك …

صحيح بخاري:1/27 ،كتاب علم.4 ټوك:دويم باب لومړى حديث، برص،اعمى،و اقرع بني اسرائيل .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست