تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ بدفال قَالُوا إِنَّا تَطَيَّرْنَا بِكُمْ لَئِنْ لَمْ تَنْتَهُوا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَيَمَسَّنَّكُمْ مِنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿یس/۱۸﴾ = ویې ويل : ((په رښتینه كې سپېره مو ګڼو او كه (له دې خبرو) لاس وانخلئ؛ نو هرومرو به مو په کاڼو وولو او زموږ له لوري به ستر کړاو درورسي!)) ټکي : ١ _ د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

بدفال

قَالُوا إِنَّا تَطَيَّرْنَا بِكُمْ لَئِنْ لَمْ تَنْتَهُوا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَيَمَسَّنَّكُمْ مِنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿یس/۱۸﴾ = ویې ويل : ((په رښتینه كې سپېره مو ګڼو او كه (له دې خبرو) لاس وانخلئ؛ نو هرومرو به مو په کاڼو وولو او زموږ له لوري به ستر کړاو درورسي!))

ټکي :

١ _ د هرې کږې او بې ځايه خبرې ځواب په مړانه او روښانه ورکول پکار دي. (قَالُوا إِنَّا تَطَيَّرْنَا بِكُمْ، قَالُوا طَائِرُكُمْ مَعَكُمْ)  

٢ _ دروغ ګڼل(فَكَذَّبُوهُمَا)،سپکاوى(تَطَيَّرْنَابِكُمْ)او ګواښ (لَنَرْجُمَنَّكُمْ) د کفارو د جګړې  اوزار دي.

٣ _ بدفال جاهلي ادب او دود ‏ دى. (تَطَيَّرْنَابِكُمْ)

٤ _څوک چې سول – منطق نه لري،نو کږنو او انګېرنو – خرافاتو ته مخه کوي. (تَطَيَّرْنَابِكُمْ)

٥ _ اندیز- فکري کوږوالی ‏د عملي کوږوالي ‏سرېزه ده. (تَطَيَّرْنَابِكُمْلَنَرْجُمَنَّكُمْ)

٦ _ کفر د زړه سختۍ او پېغمبرانو د دروغ ګڼلو لامل دى. (لَنَرْجُمَنَّكُمْ)

٧ _ کفارو د پېغمبرانو د  سول – منطق پر وړاندې ‏منطق نه درلود؛ نو تر دروغجنولو وروسته يې پر ګواښ لاس پورې کړ. (لَنَرْجُمَنَّكُمْ و …)

٨ _ د انبياوو دنده د غفلتونو ځپل او فطرت ته رابلل دي . (ذُكِّرْتُم)

٩ _  د اسراف يوه څېره سرغړونه او ګناه ده. (بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ)

١٠ _ د بدمرغيو جرړه په ګناه او اسراف کې ده؛نه پر خداى او پېغمبرانو باندې په ايمان کې . (بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ)

بدفال

*”طيره”؛يعني بدفال نيول،چې يو ډول کږنې او انګېرنې – خرافات دي .

*بدفال بدګوماني ده،چې هېڅ ډول عقلي بنسټ نه لري او په حديثونو کې يو ډول شرک او کفر بلل شوى دى . (میزان الحکمة)

*د خداى د رسول (ص) وينا ده : څوک چې په داسې فالونو کې ککړ دي، له موږ ځنې نه دي. (میزان الحکمة)

*بدفال د خپګان لامل دى. هغوى چې پر بدفال ککړ دي،ډارن او کمزوري انسانان دي،چې پر خداى توکل نه لري.

 *په حديث کې راغلي : بدفال پرخداى باندې په توکل جبران  کړئ او چې کله پرې ککړ شوئ؛نو خپل کار ته په زياته مينه ملا وتړئ. (میزان الحکمة)

*د بدفال پر وړاندې ښه فال دى،چې انسان ته روحيه ورکوي او د پېغمبر اکرم هم ډېر خوښ و .(بحار ۷۷/ ۱۵۳)

*بدفال له پخوا د خلکو په منځ په خرافي بڼه و؛نو څو ټکيو ته مو خرافاتو ته پام را اړوم.

د کږنو او انګېرنو – خرافاتو خطر

*خرافات د انسان پر توحيد او ګروهه اغېز کوي.[إِنَّ اللّهَ فَقِيرٌ (ال عمران/۱۸۱)]؛يعنې څوک دى،چې خداى ته پور ورکړي، چې اجر يې څو ګرایه ورکړي، چې کله دا آيت نازل شو؛ نو ځينو ( د دې پر ځاى،چې ووايي، مراد ترې انفاق ته بلنه او هڅول دي) ویې ويل : خداى نشتمن دى او زموږ پور ته اړتيا لري .

*د پرښتو په هکله هم خرافي ګروهنې وې؛ځکه د جاهليت د وخت خلکو هغوى د خداى لوڼې بللې.

*عبادت هم له خرافاتو سره يو ځاى شوى و او د دې پر ځاى،چې د کعبې ترڅنګ لمونځ وکړي؛نو  لاسونه يې پړکول او شپېلي يې وهل .

 *بشر د تاريخ په اوږدو کې د خرافاتو له لامله ډېر تاوانونه ليدلي دي؛په يو وخت کې يې خپلې بې ګناه لوڼې ژوندۍ ښخولې،چې له لامله يې څومره کورونه وران شول .

 *خرافات د انسانانو د ناپوهۍ، تلقين، غلطو دودونو، د نيکونو بې ځايه ګروهو، دروغجنو تبليغاتو، د  استعمار توطئو ، د خلکو د سادګۍ او له رښتیني عالمانو څخه د لرېتوب او د قوي ګروهې د نه درلودلو له امله رامنځ ته کېږي.

* د انبياوو يوه دنده هم د خرافاتو له مينځ وړل دي، چې د خلکو پر ذهنونو واکمن دي.

* که خرافات د دين په نامه وي؛نو بدعت دى .په حديث کې راغلي : د بدعت ايښوونکي درناوى د اسلام له منځه وړو ته د لېچو رانغاړل دي. (بحار ۷۲/ ۲۶۵)

زموږ دنده څه ده ؟

چې کله له يوې مسئلې، فکر، شعار، وړانديز، رواج يا دود سره مخ شو؛ نو ‏هغه د متقي او بې هوسه عالم له لارې ‏له قرآن، حديث،عقل ،علم او تجربې سره وسنجوئ .

په حديثونو کې راغلي : له هغه ځايه،چې ډېر غلط روايتونه يې پر موږ راتپلي؛نو څه چې مو له موږه د حديث په نوم واورېدل؛نو که له قرآن سره يې سمون خوړ؛و يې منئ؛که نه يې درلود؛نو  مه يې منئ. (بحار ۲/ ۲۳۵)

قرآن کريم حکم راکوي :

 ((وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ(مؤمنون/۳) = او چې له بې ګټې (ويناوو او كړنو) مخ اړوي. ))

د خداى رسول د خپل دوه کلن زوى ابراهيم تر مړينې وروسته پر منبر کېناست، ويې ويل : اورېدلي مي دي،چې وايئ د نن لمر نيول زما د زوى د مړينې له لامله و؛ نو  غوږونه خلاص کړئ،چې لمر او سپوږمۍ د خداى د قدرت نښې دي،چې په هغه مدار کې،چې خداى ورته ټاکلي دي، حرکت کوي او د چا د مړينې او يا ژوند په پار خپل مسير نه بدلوي . (کافي ۳/ ٦٠)

نن هم خلک ډېر خرافات لري او د ديارلس ١٣عدد ښه نه ګڼي او په دې ورځ کار نه وي، ‏حال دا چې حضرت علي د رجب پر ١٣ زيږېدلى دى. که خرافاتو ته ځير شو؛نو وبه ګورئ،چې څومره پيسې او وختونه دې خرافاتو  له منځه يووړل،څومره يې سره لاس و ګرېوان کړل، څومره کورنۍ يې ورانې کړې،تاسې پخپله پام وکړئ،چې څومره خرافات ستاسې په شاوخوا کې دي .

سرچینه : تفسیر نور، مولف شیخ محسن قرآیتی

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!