تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر بروج سورت تفسیر   دا سورت دوه ویشت آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې مراد یې ځلند ستوري دي، چې د دنګ برج په څېر په آسمان کې […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

بروج سورت تفسیر

 

دا سورت دوه ویشت آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.

د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې مراد یې ځلند ستوري دي، چې د دنګ برج په څېر په آسمان کې ځلېږي.

 آیت د یوې کړوونکې ډلې د جنایتونو په ویلو پیلېږي، چې یوه ستره کنده یې وکنله، اور یې پکې بلاوه او مؤمنان یې پکې په سوځولو ګواښل او څوک چې له ایمان ځنې نه لاس پر سرېده، په اور کې یې اچول.

الله هم د دزوخ د سخت اور ژمنه ورکوي، چې د دنیا له اور سره پرتلنوړ نه دی او په دې توګه، مؤمنانو ته ډاډ ورکوي او د ظالمانو پر وړاندې یې څوار – مقاومت ته رابلي.

د سورت دوام د فرعون او ثمود قوم کیسو ته اشاره کړې، چې څنګه له هومره ځواک سره سره، الهي ځواک مات او ورک کړل.

د سورت روستي آیتونه، د قرآن او الهي وحې د ځګي برمیالي وايي.

 

 بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

وَ السَّماءِ ذاتِ الْبُرُوجِ«1» وَ الْیَوْمِ الْمَوْعُودِ«2» وَ شاهِدٍ وَ مَشْهُودٍ«3» قُتِلَ أَصْحابُ الْأُخْدُودِ«4» اَلنّارِ ذاتِ الْوَقُودِ«5» إِذْ هُمْ عَلَیْها قُعُودٌ«6» وَ هُمْ عَلی ما یَفْعَلُونَ بِالْمُؤْمِنِینَ شُهُودٌ«7» وَ ما نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلاّ أَنْ یُؤْمِنُوا بِاللّهِ الْعَزِیزِ الْحَمِیدِ«8» اَلَّذِی لَهُ مُلْکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ اللّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ شَهِیدٌ«9»= پر برجونو والا اسمان قسم!  او قسم پر ژمنه كړاى شوې ورځ! او قسم پر شاهد او مشهود! [شاهد: پېغمبر او د كړنو شاهدان؛ او مشهود: د امت كړه وړه دي]! مرګ د كندې پر خاوندانو، (هماغه) اور چې (ډېر) سون يې درلود! چې دوى یې پر غاړه [نندارې ته] ناست ول. او چې پر مؤمنانو يې څه كول، پخپله پرې شاهد وو. او مؤمنان يې ځکه بد ګڼل، چې يوازې په ناماتي ستايل شوي الله يې ايمان راوړى و؛ (هماغه) الله چې د اسمانونو او ځمكې واكمن دى او الله پر هر څه شاهد دى.

 

ټکي:

* «بروج» د «برج» جمع او د ښکاره او څرګند چار په مانا دی؛ لکه څنګه چې «تبرج» ښکلا ښکاره کولو ته وايي. دنګو او لوړو ودانیو ته ځکه برج ویل کېږي، چې په نورو ودانیو کې له لرې څرګندې دي. په آیت کې له «بروج» مراد، د آسمان ستوري دي، چې د دنګ برج په څېر له لرې څرګند او ځلنده دي؛ لکه څنګه چې په یوه بل آیت کې وايي: «وَ لَقَدْ جَعَلْنا فِی السَّماءِ بُرُوجاً وَ زَیَّنّاها لِلنّاظِرِینَ(([1]

* د «شاهِدٍ وَ مَشْهُودٍ» آیت ته دېرش مصداقونه ویل شوي او له هغې ځنې دا : شاهد، الله او مشهود ماسوی الله دی؛ یعنې پر خالق او ټوله هستۍ سوګند.

امام حسن وايي[2]: له شاهد مراد پېغمبر دی او دلیل یې د(إِنّا أَرْسَلْناکَ شاهِداً …[3]) آیت دی او له مشهود مراد، قیامت دی او دلیل یې د «ذلِکَ یَوْمٌ مَجْمُوعٌ لَهُ النّاسُ وَ ذلِکَ یَوْمٌ مَشْهُودٌ[4]» آیت دی.

* «وقود» د اورلګيد او د سوځېدو د تومنې په مانا دی.

 * «اخدود» د ژورې کندې په مانا دی او له «اصحاب الاخدود» مراد هغه کسان دي، چې یوه ستره کنده یې وکنله، اور یې پکې بل کړل او مؤمنان یې پکې ژوندي وسوځول؛ لکه څنګه یې چې له ابراهیم (ع) سره داسې وکړل.

خو داچې دا ظالمان او هغه مؤمنان څوک دي، په اړه یې بېلابېل روایتونه رانقل شوي؛ خو په قرآن کې نه دي راغلي.

 

 پېغامونه:

1-الله ته ټوله هستي ارزښتمنه ده او سوګندوړ ده؛ لکه: آسمان او ستوري یې «وَ السَّماءِ ذاتِ الْبُرُوجِ»

2-له قیامته مه غافلېږئ، چې د ټولو ژمنځی دی. «الْیَوْمِ الْمَوْعُودِ»

3-تاسې او چارې مو تر څار لاندې دي، هغه هم د الله (ج) تر څارنې لاندې. «وَ شاهِدٍ وَ مَشْهُودٍ»

4- له ظالمانو برائت اعلانول او ترې کرکه څرګندول په کار دي. «قُتِلَ أَصْحابُ الْأُخْدُودِ»

5-د تاریخ په رانقلولو کې عبرتونه مهم دي؛ نه یې جزئیات. ( د اصحاب اخدود د وخت، ځای، نامو، د ظالمانو د شمېر، د شهیدانو د شمېر او… خبره نه ده شوې؛ ځکه په عبرت اخستنه کې اغېزمن نه دي.) «قُتِلَ أَصْحابُ الْأُخْدُودِ»

6-د ظلم ځپنې او ظالم چکونې اند ارزښت لري، که ظالم موجود هم نه وي. (نن اصحاب اخدود نشته؛ لکه څنګه چې نن ابولهب نشته؛ نو باید له هغوی نه د کرکې روحیه ژوندۍ وي. «تَبَّتْ یَدا أَبِی لَهَبٍ وَ تَبَّ»  «قُتِلَ أَصْحابُ الْأُخْدُودِ»)

7-سوځول، تر ټولو ناوړه عذاب دی او په ډولا ډول وژنو کې یې په اور کې د مؤمنانو د اچولو او سوځولو نامه راوړې ده. «النّارِ ذاتِ الْوَقُودِ»

8-د ظلمونو او مظلومیتونو رانقلول او د غمونو یادول او ویرنبولي، قرآني مخینه لري.(أَصْحابُ الْأُخْدُودِ اَلنّارِ ذاتِ الْوَقُودِ إِذْ هُمْ عَلَیْها قُعُودٌ …)

9-ګناه کول یوه مسله ده؛ خو سخت زړي، ننداره یې او پرې خوښي، بله مسله ده.«وَ هُمْ عَلی ما یَفْعَلُونَ بِالْمُؤْمِنِینَ شُهُودٌ»

10-هغه ظالمان، چې د مؤمنانو د کړېدو نندارچیان دي، پوه دې وي، چې الله (ج) یې پر چارو شاهد او څارن دی. «شاهِدٍ وَ مَشْهُودٍ – هُمْ عَلی ما یَفْعَلُونَ بِالْمُؤْمِنِینَ شُهُودٌ»

11-پر ایمان ولاړېدل، تاوان لري. «وَ ما نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلاّ أَنْ یُؤْمِنُوا» (د «یُؤْمِنُوا» غونډله – جمله د«آمنوا» پرځای ددې خواله ده، چې کفار د مؤمنانو پایښتۍ خپه کړي ول او که له ایمانه یې لاس اخستی وای؛ نو نه کړېدل[5].)

12-د کافر منطق، ګواښنه او غچ دی. «وَ ما نَقَمُوا مِنْهُمْ»

13- ایمان د کفارو په نزد ستر جرم دی او یوازې پردې خوښېږي، چې له ایمانه لاس واخلئ. (وَ ما نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلاّ أَنْ یُؤْمِنُوا …)

14- کافر دې پوه وي، چې د مؤمنانو ملاتړ، ناماتی او ځواکمن الله دی، چې د غچ اخستو ځواک لري. «یُؤْمِنُوا بِاللّهِ الْعَزِیزِ»

15-په وسمن او قادر الله پورې د نښلون جاذبه، د الله (ج) په لار کې د شهادت ستونزې زغموړوي.  «یُؤْمِنُوا بِاللّهِ الْعَزِیزِ الْحَمِیدِ»

16- الله (ج) رښتینی واکمن دی. «لَهُ مُلْکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»

17-الهي واکمني د پاک الله (ج) له پوهې او شتون سره ده. «وَ اللّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ شَهِیدٌ»

 

إِنَّ الَّذِینَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِناتِ ثُمَّ لَمْ یَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذابُ جَهَنَّمَ وَ لَهُمْ عَذابُ الْحَرِیقِ«10» إِنَّ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ لَهُمْ جَنّاتٌ تَجْرِی مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهارُ ذلِکَ الْفَوْزُ الْکَبِیرُ«11»=په حقيقت كې هغوى چې مؤمنان او مؤمنانې وربړولې؛ بيا يې توبه اېستلي نه وي؛ نو ورته د دوزخ عذاب دى او (همداراز) سو ځنده عذاب دى! په رښتینه كې هغوى چې ايمان راوړى او ښې چارې يې كړي (؛ نو) ورته (جنتي) باغونه دي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، دا ده ستره بريا.

 

 

ټکي:

* «فتنه» په آر کې، په اور کې د سرو زرو ایښودو ته وايي، چې د نږه توب، څومره والی یې وټاکل شي او په اصطلاح کې، عذاب، کړاو او ستونزمنو ازمېینو ته هم کارېږي؛ خو تر ویینې لاندې آیت کې یې مانا عذاب او کړاو دی؛ لکه څنګه چې په یوه بل ځای کې وايي: «یَوْمَ هُمْ عَلَی النّارِ یُفْتَنُونَ ذُوقُوا فِتْنَتَکُمْ هذَا الَّذِی کُنْتُمْ بِهِ تَسْتَعْجِلُونَ[6]»

*د تاریخ په ترخو او سختو پېښو کې، تل مؤمنان او مؤمنانې یو د بل ترڅنګ وو او په سمونپالو او پاڅونیزو چارو کې د مېرمنو ونډه نه هېرېدونې ده؛ نو ظالمو جنایتکارانو به مېرمنې هم د سړیو په څېر کړولې. «فَتَنُوا الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِناتِ»

 

پېغامونه:

1- اصحاب اخدود او د تاریخ پر ټولو کړوونکيو الهي پرغز – قهر دی. (اَلَّذِینَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِینَ …)

2- مؤمنو مېرمنو د مؤمنو نارینه و ترڅنګ کړاوونه ګالل. «فَتَنُوا الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِناتِ»

3-له مظلومه په دفاع کې د ښځې او سړي ترمنځ توپیر نشته.(فَتَنُوا الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِناتِ …)

4-د توبې لار پرانستې ده او د هېچا لار ډپ نه ده؛ نو د الله (ج) له لورنې نهیلي منع ده. (الله (ج) ان هغه کړوونکي هم توبې ته رابللي، چې مؤمنان یې سوځول.) (فَتَنُوا … ثُمَّ لَمْ یَتُوبُوا)

5-الله (ج) توبه مننونکی دی، که څه اوږدمهال یې تېر شوی وي. «ثُمَّ»

6-د سوځولو سزا، سوځېدل دي. «النّارِ ذاتِ الْوَقُودِ – عَذابُ الْحَرِیقِ»

7-زېری او ګواښنه دې یو د بل ترڅنګ وي.(عَذابُ الْحَرِیقِ … جَنّاتٌ تَجْرِی …)

8- غوره خوند، له طبیعته خوند اخستل دي.(جَنّاتٌ … اَلْأَنْهارُ)

9-کړوونکیو کفارو ته دوې سزاوې دي: د کفر عذاب او د کړولو عذاب.«فَلَهُمْ عَذابُ جَهَنَّمَ وَ لَهُمْ عَذابُ الْحَرِیقِ»

10- دنیا ژرتېرې ده، هم د ظالمانو بریاوې تېرېدونې دي او هم د مؤمنانو ستونزې، د آخرت په فکر کې وسئ، چې د دوزخیانو عذاب تلپاتې او د جنتیانو ثواب همېشنی دی. (فَتَنُوا الْمُؤْمِنِینَ … لَهُمْ عَذابُ الْحَرِیقِ – اَلَّذِینَ آمَنُوا … لَهُمْ جَنّاتٌ)

 

 

 

إِنَّ بَطْشَ رَبِّکَ لَشَدِیدٌ«12» إِنَّهُ هُوَ یُبْدِئُ وَ یُعِیدُ«13» وَ هُوَ الْغَفُورُ الْوَدُودُ«14» ذُو الْعَرْشِ الْمَجِیدُ«15» فَعّالٌ لِما یُرِیدُ«16»=بېشكه ستا د پالونكي نيونه ډېره سخته ده! [ځكه] چې هغه پخپله [پنځون] پيلوي او [تر منځه وړو روسته یې په قيامت كې] راګرځوي، او هغه ډېر بښونكى او (پرمؤمنانو) مينه ناک دى،د عرش عزتمن خاوند دى،څه چې غواړي كوي يې.

 

ټکي:

* «بَطْشَ» له پرغز- قهر او لاسبرۍ سره د نیولو په مانا دی.

 * «عرش» د واکمنۍ تخت ته وايي او له الهي تدبیره کنایه ده. عرش هغه ځګي ته هم ویل کېږي، چې ټوله هستي یې رانغاړلې وي؛ نو «ذُو الْعَرْشِ»؛ یعنې د ټولو هستۍ څښتن او د هستۍ سمبالنې مرکز.

 

پېغامونه:

1-الهي پرغز – قهر او لاسبري داسې ده، چې هېڅوک او هیڅ څیز یې خنډېدای نشي.«إِنَّ بَطْشَ رَبِّکَ لَشَدِیدٌ»

2- پرغز او سزا ورکول، د رسالت موخو، مخې وړو او رسول الله ته د ډاډ ورکولو لپاره د ربوبیت له چارو ځنې دي. «بَطْشَ رَبِّکَ»

3-پنځول او ورستنول، د الله (ج) همېشنی چار دی. «إِنَّهُ هُوَ یُبْدِئُ وَ یُعِیدُ»

4- په پنځولو او ورستنولو کې د الله (ج) ځواک یوشان دی. «یُبْدِئُ وَ یُعِیدُ»

5-الله (ج) هم پرغز او لاسبري لري او هم بښنه او مینه.(بَطْشَ رَبِّکَ لَشَدِیدٌ … وَ هُوَ الْغَفُورُ الْوَدُودُ)

6-پر پنځونې سربېره، د هر څه تدبیر او پرې واکمني، هغه ته ځانګړې ده. «ذُو الْعَرْشِ»

7-په غوسه او مینه کې یو څيز هم د الهي ارادې خنډ نه دی. «بَطْشَ رَبِّکَ لَشَدِیدٌ – هُوَ الْغَفُورُ الْوَدُودُ – فَعّالٌ لِما یُرِیدُ»

8-الهي چارې محدودیت نه لري. «لِما یُرِیدُ» (ناویلې څرګنده ده، چې الهي اراده له حکمت سره مل ده او د هغه چار د کولو اراده نه کوي، چې حکمت پکې نه وي.)

 

هَلْ أَتاکَ حَدِیثُ الْجُنُودِ«17» فِرْعَوْنَ وَ ثَمُودَ«18» بَلِ الَّذِینَ کَفَرُوا فِی تَکْذِیبٍ«19» وَ اللّهُ مِنْ وَرائِهِمْ مُحِیطٌ«20» بَلْ هُوَ قُرْآنٌ مَجِیدٌ«21» فِی لَوْحٍ مَحْفُوظٍ«22»= آيا د لښكرو خبر دررسېدلى دى؛د فرعون او ثمود (د لښكرو) ؟! بلکې کافر شوي (ستا او د قرآن) په دروغ ګڼلو (نټه) کې (ډوب) دي،او الله دوى له هر لوري رايسار کړي دي؛ بلکې دا (قرآن) لوستونى او پرتمين دى، (چې د الهي علم) په ساتل شوې پاڼه کې (خوندي) دى.

 

ټکي:

*د فرعون او ثمود قومونه په ځواک، تمدن او شونتیاوو کې لوړپوړي اقوام وو او د قرآن په نورو آیتونو کې یې هم ځواک ته اشاره شوې ده؛ نوځکه دلته ددې دوو قومونه نامې اخستل شوې دي. (شونتیاوې ډېرې= مسوولیت یې هم ډېر)

*د زبرځواکونو په شتون کې، د الله (ج) د وسمنۍ او ځواک اعلان، مؤمنانو ته یو ډول  ډاډ دی.

* د «قُرْآنٌ» کلیمه چې له الف او لام سره راشي، مراد ترې د قرآن کتاب دی؛ خو بې له الف او لام د «مقروء»؛ یعنې ویل شوي په مانا دی؛ لکه څنګه چې په دې آیت کې وايي: «بَلْ هُوَ قُرْآنٌ مَجِیدٌ»؛ یعنې د وحې الفاظ پېغمبر اکرم ته ویل شوي دي.

 

پېغامونه:

1-لومړی اورېدونکی رامات کړئ، بیا خپله خبره ورته وکړئ. «هَلْ أَتاکَ حَدِیثُ الْجُنُودِ»

2-د تېرو پر تاریخ ځان خبر کړئ او ورسره د الله (ج) له چلنه عبرت واخلئ. «هَلْ أَتاکَ حَدِیثُ الْجُنُودِ فِرْعَوْنَ وَ ثَمُودَ»

3-خورا سمبال لښکر هم الهي پرغز – قهر ته د ټینګې نه دی[7]. «الْجُنُودِ فِرْعَوْنَ وَ ثَمُودَ»

4- کافران د قرآن او د هغه د ژمنو پر دروغجنولو ټینګار لري. «بَلِ الَّذِینَ کَفَرُوا فِی تَکْذِیبٍ»

5-ظالمان د الهي ځواک له ولکې بهر نه دي، د تېښتې لار نه لري؛ خو پخپله نه پوهېږي. «وَ اللّهُ مِنْ وَرائِهِمْ مُحِیطٌ» (د «وَرائِهِمْ» کلیمه، له الهي علم او ځواکه د هغوی د غفلت نښه ده.)

6-هم الله (ج) د مجد او برم څښتن دی او هم یې قرآن. (ذُو الْعَرْشِ الْمَجِیدُ … بَلْ هُوَ قُرْآنٌ مَجِیدٌ)

7- هغه لوح (دړه)، چې قرآن پرې ثبت شوی، موږ ته ناپېژاندی دی، که څه له الله (ج) سره خوندي دی. «فِی لَوْحٍ مَحْفُوظٍ» 

8-قرآن له هر ډول ګواښنې او اړونې خوندي دی«قُرْآنٌ مَجِیدٌ فِی لَوْحٍ مَحْفُوظٍ»

«والحمد للّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

[1] – حجر،16.

[2] – نور الثقلین تفسیر.

[3] – .احزاب،45.

[4] .هود،103.

[5] . ژباړن: د پښتو متل: ((ګټه په تاوان کېږي)) آریز مفهوم خو دلته ویل شوی دی.

[6] نمونه تفسیر.

 

[7] . ژباړن: لکه پر کال ۱۳۹۹ل/۲۰۲۰ ز کال چې پر ټوله نړۍ د کرونا وبا خپره شوې او ټول زبرځواکونه یې په ګونډو کړي دي. کرونا داسې وایرس دی، چې یوازې په الکټرون مایکروسکوپ لیدل کېدای شي؛ یعنې خورا کوشنی دی؛ خو هغه ستر ستر زبرځواکونو، چې ځانونه یې د نړۍ باداران ګڼل او دومره غره ول، چې په پوځي، استخباراتي او ټېکنالوجيکي چارو کې یې مچ پر پوزه نه پرېښوده؛ خو دې وایرس، ټول په قوطۍ کې کړي دي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!