تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ عَلَّمَهُ الْبَيَانَ ( الرحمن/۴) بیان ، خبرې كول او غږېدل؛ د انسان خورا پېچلې كړنه ((بيان))، د ژبې د مفهوم له پلوه، پراخ مانا لري او هرڅيز ته ويل كېږي، چې د بل څيز څرګندوونكى او ښكاره كوونكى وي. نو ځكه نه يوازې خبرې كول رانغاړي، چې ان ليكل، ليك، ډول […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

عَلَّمَهُ الْبَيَانَ ( الرحمن/۴)

بیان ، خبرې كول او غږېدل؛ د انسان خورا پېچلې كړنه

((بيان))، د ژبې د مفهوم له پلوه، پراخ مانا لري او هرڅيز ته ويل كېږي، چې د بل څيز څرګندوونكى او ښكاره كوونكى وي. نو ځكه نه يوازې خبرې كول رانغاړي، چې ان ليكل، ليك، ډول ډول عقلي او سولیز – منطًقي استدلالونه (چې د ډول ډول او پېچليو موضوعاتو څرګندوونكي دي) د بيان په مفهوم كې راځئ؛ كه څه ددې ټولګې شاخص خبرې كول دي، كه څه موږ د عادت له مخې، خبرې كول ساده موضوع ګڼو؛ خو دا يوه پېچلي انساني كړنه ده؛ بلكې په څېر يې بله پېچلې كړنه نشته؛ ځكه له يوې خوا غږيز غونډالونه د بېلا بېلو غږونو پيدا كولو ته یو له بل سره همكاري كوي: رګونه په ځان كې هوا راټولوي او سوكه سوكه يې له خنجرې اوباسي. غږيز تارونه غږار پيلوي او پوره بېلا بېل غږونه راپيدا كوي، چې ځينې د خوشحالۍ، ځينې د خپګان ځينې د مرستې او ځينې د مينې يا دښمنۍ دي. بيا دا غږونه د ژبې، شونډو، غاښونو او د خولې د تشې په مرسته په بيړه او ځانګړي ظرافت د الفبا ټكي رامنځته كوي. په بله وينا هغه غځېدلي او يو رنګ غږونه، چې له خنجرې راوځي په بېلا بېلو بڼو او كچو غوڅېږي او ټكي ترې را پيدا كېږي. بلخوا، د ژبې (لفت) د حالت موضوع رامخې ته كېږي. انسان د انديز پرمختګ له امله، د خپلو توکیزو او مانيزو اړتياوو لپاره ډول ډول ژبې او نعمتونه جوړوي او هېښنده خو دا، چې انسان ته د لفاتو او ژبو په وضع كولو كې هېڅ ډول محدوديت نشته او په نړۍ كې د شتو ژبو شمېر دومره ډېر دى، چې شمېرلاى یې نشو ان سوكه سوكه د وخت په تېرېدو ژبې رادبره كېږي. له دې، چې تېر شو، كه په تكامل کې د انسانانو په پرمختګ او د تمدنونو په پيدايښت كې د بيان او خبرو كولو ونډه په پام كې ونيسو؛ نو څرګندېږي كه دا ستر نعمت نه واى؛ نو انسان له يوه نسله بل نسل ته خپلې تجربې او علوم لېږدولاى نشول، چې د علم، تمدن، اخلاقو او دين د پرمختګ لامل شي. كه يوه ورځ له انسانه دا ستر نعمت واخستل شي، انساني ټولنه په بېړه د ځوړ لار خپلوي او كه بيان په پراخه مانا (چې ليك ليكاني- مکاتبه او ډول ډول هنرونه رانغاړي) تفسير كړو، د انسانانو په ژوند كې يې سرباندې مهمه ونډه څرګندېږي. نو دلته پوهېږو، چې ولې په دې سورت كې، چې د پالوونكي د نعمتونو ټولګه ده، د انسان تر پنځون وروسته [علمه البيان (خبرې كول يې ورښوولي دي)] راغلی دى.

سرچینه : شرح آیات منتخب قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي

 نمونه تفسیر 23/ 99

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!