تبلیغات

پېغمبراکرم(ص) وويل: څښتن (ج) داسې درد پېدا نه کړ، چې ورسره يې درمل نه وي پېدا کړى. ( نهج الفصاحه)  لنډه شرح : په کومه نړۍ کې، چې ژوند کوو د کړنو،غبرګونونو يوه ټولګه ده،چې د هر منفي قوت په څنګ کې يو مثبت قوت شته بايد پیدا شي او ګټنه ترې وشي، چې د […]

پېغمبراکرم(ص) وويل:

څښتن (ج) داسې درد پېدا نه کړ، چې ورسره يې درمل نه وي پېدا کړى. ( نهج الفصاحه)

 لنډه شرح : په کومه نړۍ کې، چې ژوند کوو د کړنو،غبرګونونو يوه ټولګه ده،چې د هر منفي قوت په څنګ کې يو مثبت قوت شته بايد پیدا شي او ګټنه ترې وشي، چې د ژوند دوام مو هم په همدې قوتونو پورې تړلى دى او نه يوازې دا، چې هيڅ داسې ناروغي او درد نشته،چې درمل يې نه وي؛بلکې هيڅ ډول داسې ټولنيزه ستونزه هم نشته ،چې هوارولو ته يې چاره نه وي.غر که څومره هم لوړ وي؛نو پر سر يې لار شته.هغوى،چې ستونزې نه هوارېدونکې او دردونه بې درمله ګڼي، له دې امله بې خبره دي،چې په حقيقت کې بې درمله درد ‏نشته؛ نو پکار ده چې په پراخه سینه مټې رابډ وهل شي او د ژوند د سختيو ډګر ته ور ودانګو او د ستونزو د لرې کولو چاره پېدا کړو.

د عربو ارزښتمنه خبره

پېغبمراکرم (ص) وويل : تر ټولو سمه او پر ځاى خبره، چې عربو کړى د شاعر((لبيد)) خبره ده، چې وايي: ((خبر اوسئ!چې له څښتن (ج) پرته نور هر څه باطل دي او هر نعمت په پای ‏کې له منځه ځي. ‏( سفینة البحار)

 لنډه شرح : د شتمنيو،مقامونو او نغمتونو له منځه تلل پوره خبردارى راکوي،چې هم يې په لاس ته راوړلو کې حق او عدالت تر پښو لاندې نه کړو او هم يې په تلولو کې اعتدال و نه لتاړو . تلپاتې او له منځه نه تلونکې يوازې د هغه ذات دى؛ د ژوند په هر ډګر کې مو بايد دې خبرې ته پام وي او مغرور نشو.

شهادت او پاکي

رسول اکرم (ص) وويل : څوک چې له دنيا پاک ولاړ شي؛نو د شهيدانو په صف کې به وي. (سفينة البحار۱/ ۷۲۰)

لنډه شرح : پورتنۍ خبره به تل پېغمبر(ص) خپل يار [انس (رض)] ته کوله او ورته به يې ويل:که وس دې کېږي،چې شپه او ورځ په اودس کې اوسې؛نو دا کار وکړه؛ځکه که په دې حال کې له دنيا لاړې؛نو شهيد به يې. که څه هم د حديث ظاهري مانا هماغه اودس دى؛خو په څنګ کې يو بل حقيقت ته هم اشاره کوي او هغه پاک اوسېدل او پاک تلل دي هغوى چې لمنې يې پاکې، زړونه يې پاک، پاک ژوند او فکر ولري او همداسې له دې دنيا ‏کډن شي؛ نو سمه ده، چې د شهيدانو په ليکه کې به وي؛ځکه ‏شهيدېدل يوازې د جګړې په ډګر کې نه وي.

په اولادونو کې عدالت

حضرت پېغمبر(ص) وويل : د خپلو اولادونو تر منځ عدالت وکړئ،هماغسې چې تاسې خوښ ياست،چې هغوى ستاسې په منځ کې عدالت وکړي . (بحارالانوار)

 لنډه شرح : په اولاد کې تبعيض ‏ستره تېروتنه ده. پر ځينو مشر او پر ځينو کشر اولاد تر ټولو ګران وي او کله په دې کار کې دومره مخکې ولاړ شي،چې خپله ټوله مينه يوه ته کړي او نور ترې بې برخې کړي،چې دا کار د هغه د نورو اولادونو په زړونو کې د کينې اور لګوي،چې په ګانده – راتلونکې کې به له يو بل، موروپلار‏ او ان له ټولنې ‏غچ اخستو ته مټې رابډ وهي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!