تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ تاریخ د انسان د طبیعت او فطرت غوره نندارتون دی هو، د انسان تاریخ د طبیعت او فطرت یې ښه نندارتون دی. ځکه په دې نندارتون کې له بهره کوم غلیم لاسوهنه نه ده کړې. هیڅوک ادعا نشي کړای چې موږ انسانان بې له هغه وو، چې تر اوسه مو ځانونه […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

تاریخ د انسان د طبیعت او فطرت غوره نندارتون دی

هو، د انسان تاریخ د طبیعت او فطرت یې ښه نندارتون دی. ځکه په دې نندارتون کې له بهره کوم غلیم لاسوهنه نه ده کړې. هیڅوک ادعا نشي کړای چې موږ انسانان بې له هغه وو، چې تر اوسه مو ځانونه ښوولي دي: یعنې که اجازه یې راکولی، چې ځان راوړاندې کړو؛ نو هله مو ښوول چې څه کاره یو! له قضا انسانانو په تاریخ کې دا اجازه اخستې او په پېړیو پېړیو کې ځان وړاندې کولو ته کافي مجال درلودلی دی؛ چا هم له تاریخه دباندې کوم ممانعت یا تپنه نه ده کړې. ټول تاریخ، طبیعي ترین نیالګی دی، چې د زمانې په بهیر کې راټوکېدلی دی.

که دا ونه وچه ده یا لمده، که مېوه یې ترخه ده یا خوږه، یوازېنی دلیل یې د تخم جوړښت او هغه اوبه خاوره او هوا ده چې دا تخم پکې پالل شوی دی. بې له دې عواملو، بل هیڅ څیز نشته، چې دا نیکي یا بدي پرې لاسوند کړای شو. پېغمبرانو او شیاطینو هم یوازې غږ پورته کړی او پر چا یې جبر او زور راوړی نه دی،چې په لاسوند یې د تاریخ بهیر غیرطبیعي وګڼو. د شیطان زور یوازې پر هغو کسانو وررسي، چې دده ولایت مني:

إِنَّمَا سُلْطَانُهُ عَلَى الَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُ وَالَّذِينَ هُم بِهِ مُشْرِكُونَ (نحل/۱۰۰) = زور يې يوازې پر هغوی رسي، چې شيطان يې پالندوى وي او هغوى چې له خداى سره شرك پيدا كوي (او د خداى د فرمان پر ځاى د شيطان فرمان ته غاړه ږدي .) .

او پېغمبران یوازې منادیان او غږ کوونکي دي او پر هیچا تسلط نلري:

لَّسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ(غاشيه/۲۲) =  ته پرې زورور نه يې (چې ايمان راوړو ته يې اړ باسې)

په بله وینا، که واقعاً بشري تاریخ له دې بدیو دا شته یوه تباهي او بدي نه درلوده او سراسر رڼا، پاکي، رښتیا او ښکلا وه، ایا موږ انسانانو دا په ځان پورې نه تړله؟ ایا نه مو ویل چې د انسانانو خوبي او ښه والي لامل شوی چې تاریخ مو له نېکېو ډک دی؟ دا چار زموږ انسانانو له فطري خصایلو هم دی چې هیڅ ډول بدي په ځان پورې نه تړو او تر وسې وسې هڅه کوو چې خپلو بدیو ته یوه پلمه او عذر جوړ کړو یا کوم موهوم موجود وتوږو او دا بدۍ وروتړو.

په عوض کې لېوال یو، چې نېکۍ – په دلیل یا بې دلیله – ځان ته رامنسوب کړو. اوس چې په ټول کې بشري تاریخ دغسې دی چې دی، باید دا په ځان پورې منسوب کړو او باید ځان د تاریخ په کتاب کې ولولو او ووینو- کټ مټ لکه څنګه چې په قیامت کې خدای د بشر وجود د ده پر وړاندې ږدي .

وَكُلَّ إِنسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَآئِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنشُورًا (اسراء/۱۳) = او موږ د هر انسان برخلیک په خپله غاړه كې يې ورځوړند كړی دی او د قيامت پر ورځ به يو كتاب ورته راوباسو، چې (تیار) پرانستى يې ويني (دا يې هماغه کړنليک دى)

اقْرَأْ كَتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا (اسراء/۱۴) = (او ورته وايو:) كتاب دې ولوله! كافي ده نن خپله شمېرانه پخپله وكړې!

یعنې دا ستا هماغه وجود دی چې د لیکنې په بڼه راوتلی او دا لیکنه دومره څرګنده ده چې مانا کول یې ژباړن ته اړتیا نلري او پخپله یې لوستی او ځان پېژندای شې. دا نړۍ هم د قیامت له مرتبو یوه مرتبه ده او که موږ انسانان وغواړو ځانونه ولولو، باید له بهره ځان ته ووینو.

 انسان که وغواړي ځان د خپل ځان له مخې ولولي؛ نو د شته ډول ډول خنډونو او حجابونو له امله دومره په دې چار کې توفیق او بریا نه مومي. انسانانو ته خپل ځانونه ډېر ګران دي او د دوی او ځانونو ترمنځ یې ډول ډول حجابونه او پردې شته، چې لیدل ډېر ستونزمنوي. نو ځکه کله غوره ده چې انسان د ځان مشاهدې او پېژندو ته، دباندې ته وویني او خپله څېره د بل په هېنداره کې وګوري.

یوازې پاکان، بزرګان او له بنده ژغورل شوي ځانونه په خپله هېنداره کې لیدای شي. دا کار شونې؛ خو ډېر ستونزمن دی او یوازې د هغو کسانو له وسې پوره دی چې ډېرې ستونزاواری یې کړی وي؛ نو ځکه عامو او منځنیو خلکو ته غوره لار داده چې ځان د بل په هېنداره کې وویني او کومه هېنداره د وحې تر هېندارې او د تاریخ تر هېندارې غوره ده؟

تېر تاریخ مو، زموږ تېر دی نه د نورو تېر. علي (ک) وایي چې د تېرو عمر زموږ د عمر یوه برخه ده؛ یعنې موږ انسانانو یو اوږد تاریخي عمر تېر کړی دی. نباید ووایو چې تېر په نورو پورې تړاو درلود او زموږ دنیا په موږ پیلېږي او له ننه به عالم بله وضع ولري. سمه داده چې موږ نننی د تېرو یوه برخه یا یې دنباله یو. علي (ک) حارث همداني ته په یوه لیک کې په ډاګه دې چار ته اشاره کړې ده:

واعتبر بما مضى من الدنيا ما بقى منها، فان بعضها يشبه بعضا و آخرها لا حق باولها (نهج البلاغه،۶۹لیک)

« او ګاندې – راتلونکي ته له تېرو عبرت زده کړه، چې د دنیا ټوټې یو له بل سره ورته او روستی یې له لومړنیو سره نښتې دي».

نور هم زموږ برخه، عین موږ او زموږ د وجود یوه برخه ده. موږ ننني د تېرو په ترڅ کې اوسېږو. که دا واقعیت ومنو؛ نو وبه مومو، چې انسانپوهنې او ځان پېژندنې ته غوره دود او البته عبرت اخستل، د تاریخ ډګر ته کتل دي.

ان لكم فى القرون السالفه لعبره (نهج البلاغه،۱۸۲ مه خطبه)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!