تبلیغات

اهلبيت د امت امامان دي ترمهدي پورې يوولس دي يــا دولس چــې همه واړه د دنيا د دين ســرور دي[1] ( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٤٩ مخ ) په خپل سند د حضرت ابن عباس له خولې وايي : رسول اکرم (ص) وايي : (( ستوري ځمکمېشتي له ډوبېدو ژغوري؛زما اهلبيت هم د امت امامان دي؛نو […]

اهلبيت د امت امامان دي

ترمهدي پورې يوولس دي يــا دولس
چــې همه واړه د دنيا د دين ســرور دي[1]

( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٤٩ مخ ) په خپل سند د حضرت ابن عباس له خولې وايي : رسول اکرم (ص) وايي : (( ستوري ځمکمېشتي له ډوبېدو ژغوري؛زما اهلبيت هم د امت امامان دي؛نو که په عربو کې هر ټبر له اهلبيتو سره شخړه وکړه؛نو په اړپېچ ککړ شوى او د ابليس ګوند دى.))

دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١٤٠مخ کې راوړى او صحيح يې ګڼلى دى .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٤٥٨ مخ ) په خپل سند د محمد بن منکدر د پلار له خولې وايي : يوه شپه پېغمبر اکرم (ص) له کوره راوووت او د ماسخوتن لمونځ يې هم وځنډاوه،خلک ورته په تمه ول،چې جومات ته به راشي او لمونځ به وکړي،چې جومات، ته راننووت،ویې پوښتل : څه ته په تمه ياست ؟ ومو ويل : نمانځه ته. ويې ويل : ((چې نمانځه ته هم پر تمه يې ؛نو د نمونځ په حال ياست.)) (؛يعنې د نمونځ ثواب درته ليکل کېږي ) بيا يې وويل : (( دا هغه لمونځ دى،چې مخکې يو امت هم نه دى پر ځاى کړى.)) بيا يې سر اسمان ته کړ او ويې ويل : ستوري اسمانمېشتو ته امان دى او چې تپه تياره شي؛نو اسمانوالو ته وعده ورکړ شوې،چې عذاب به راورسي.)) تردې چې وايي : (( اهلبيت مې د امت امامان دي او چې ځمکه ترې خالي شوه؛نو امت ته وعده ورکړ شوې،چې عذاب به راشي . ))

دا روايت کنزالعمال د شپږم ټوک په ١١٦ مخ کې او همداراز د اووم ټوک په ٢١٧ مخ کې او صواعق المحرقه (١١١ مخ ) او د مجمع الزوايد د نهم ټوک په ١٧٤ مخ کې او مناوي د فيض القدير د شپږم ټوک په ٢٩٧ مخ کې او ذخاير العقبى په ١٧ مخ کې او علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په ٧١٠ مخ کې نقل کړى دى .

[1] . ( ارمغان ٥٦٩ مخ )

سرچینه :

د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړنه : اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست