تبلیغات

حضرت فاطمة الزهرا او د پېغمبر اکرم (ص) مړينه پېغمبراكرم د عمر په پاتې شپو ورځو كې پر ممبر كېناست او ويې وويل: (( د چا چې زه پوروړى يم، رادې شي او خپل پور دې واخلي.)) تر دې وروسته حضرت “بلال” (رض) د مدينې په كوڅو كې په لوړغږ وويل: ((خلكو! “محمد بن عبدالله”(ص) […]

حضرت فاطمة الزهرا او د پېغمبر اکرم (ص) مړينه

پېغمبراكرم د عمر په پاتې شپو ورځو كې پر ممبر كېناست او ويې وويل: (( د چا چې زه پوروړى يم، رادې شي او خپل پور دې واخلي.))

تر دې وروسته حضرت “بلال” (رض) د مدينې په كوڅو كې په لوړغږ وويل: ((خلكو! “محمد بن عبدالله”(ص) غواړي له قيامت مخكې قصاص شي. څوک چې پرې څه حق لري،رادې شي، ودې يې غواړي .))

يو سړى راپورته شو او ويې ويل : (( رسول الله! د بدر په غزا كې،چې تاسې د سر تېرو ليکې سمولې؛ نو زه مو په لوڅه خېټه په دورو ووهلم.))

پېغمبر اكرم وويل: (( راشه او قصاص مې كړه .))

سړي وويل: ((هماغه دوره راوړئ.))

پېغمبر اكرم ،حضرت بلال ته وويل: (( د فاطمې له كوره دې جنګي دوره راوړي؟))

حضرت فاطمې بي بي وويل: (( بلاله! پلار مې د جګړې په دوره څه كوي؟ اوس خو د جګړې ورځې هم نه دي.))

حضرت بلال ورته تېره کيسه وکړه،فاطمې بي بي چغه كړه او ويې ويل: (( واى پلاره! پر تا څرنګه غم راغى، بې له تا به بل څوك د بېوزليو او نشتمنو پر سر د مهربانۍ لاس را كاږي؟ د خداى دوسته! او د ټولو د زړونو دوسته! بلاله ! زما زامنو حسن او حسين ته ووايه، چې هغه سړي ته ورشي او ورته ووايي،چې موږ قصاص كړه؛خو چې پېغمبر اكرم (ص) ونه ځوروي.[1]))

پېغمبر اكرم د ژوند په وروستيو شېبو كې و او حضرت علي، امام حسن،امام حسين او فاطمه يي شاوخوا ته ناست ول . د پېغمبر اكرم اوښكې بهېدې،څه يې ويل غوښتل؛خو و يې نه ويلاى او بې سده شو. فاطمې بي بي چغې كړې،ويې ويل: ((رسول الله! ستا اوښكې،چې مې ولېدې؛نو زړه رانه ووت او ځيګر مې وسوز،وروستي ستر پېغمبره!د خداى نازوليه ! د خداى غوره پېغمبره! تر تا وروسته به زما پر اولادې څه پېښېږي؟ تر تا وروسته به پر موږ څرنګه كړاوونه راشي؟ تر تا وروسته به پر علي څه پېښ شي؟ هغه ستا ورور دى او د اسلام د دين ملاتړ به وي او تر تا وروسته به پر الهي وحې څه پېښ شي؟))

بيا فاطمه د پېغمبر اكرم پر سينه پرېوته او ژړل يې، خپل پلار يې ښكل كړ. په دې وخت كې پېغمبر اكرم د فاطمې بي بي لاس د حضرت علي په لاس كې كېښود او ويې ويل: ((علي! فاطمه وساته،چې درسره د خداى او زما امانت دى.[2]))

   پېغمبر اكرم ،چې خاورو ته وسپارل شو؛نو فاطمې بي بي حضرت انس (رض) ته وويل (( انسه! ايا زړه دې كېده،چې پر رسول الله مو خاورې اچولې واى .[3]))

 حضرت فاطمة الزهرا د پلار په وير کې

د پېغمبر اكرم تر وفات وروسته اسلامي امت ويرجن شو.فاطمه هم ويرجنه وه او ويل يې: (( پلاره! تر تا وروسته به د غونډو او ناستو تياره څومره ډېره وي،زه ځان ته پاتې شوم او زړه مې غواړي ژر درپسې درشم.ابالحسن ستا په غم كې ويرجن دى،ستا د دوو زامنو(حسن او حسين) پلار او ستا ورور،ملګرى او غوره كړاى شوى ،چې وړوكى دې رالوى كړ او بيا دې ورته ورور ووايه،پر وير دې اوښكې تويوي.هغه ستا له نږدې يارانو او غوره اصحابو و، تر ټولو مخكې اسلام يې راوړ،د دين ملاتړ شو او هجرت يې وكړ. پلاره! موږ ستا په وير كې اوښكې تويوو او ډېرې سختې شېبې راباندې راغلي دي،محمده!(ص) دوسته! پلاره! ابالقاسمه! احمده!ملګري او ملاتړ لږ دي ؛خو ستونزې او کړاوونه ډېر دي.[4]))

فاطمې بي بي د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته ډېر ژړل او ويل يي: ((خوږ پلاره!تر تا وروسته بايد د زړونو دردونه جبراييل ته وويل شي. پلاره!تر تا وروسته وحې بنده شوه. پلاره! نور نو د خداى وحې بنده شوه.[5]))

حضرت “ورقه بن عبدالله ازدي” له حضرت فضه روايتوي: ((پېغمبر اكرم،چې خاورو ته وسپارل شو؛فاطمه ډېره پرېشانه وه،په ژړا له كوره راووته او د تلو متره پكې نه وه، د پېغمبر اكرم قبر ته يې ځان ورساوه،سترګې يې ،چې پر محراب او د اذان كولو پر ځاى ولګېدې؛ نو بې سده پر ځمكه راوغورځېده،د مدينې ښځو يې پر مخ اوبه واچولې او په سد کې شوه، بيا د خپل پلار قبر ته ځير شوه او ويې ويل:” متره رانه تللې او د صبر كاسه مې نسكوره شوې او دنننى غم مې وژني. پلاره! زه يوازې پاتې شوم،حيرانه يم،مرۍ مې ټپه شوې. پلاره!تر تا وروسته د قرآن نازلیدل بند شول،د جبراييل د راښكته كېدو او د ميكائيل مكان له منځه ولاړ. پلاره! تر تا وروسته د انسانانو اړيكې بدلې شوې او ټول ورونه راباندې وتړل شول . تر تا وروسته مې له دنيا كركه كېږي اوچې ساه مې نه وي ختلي؛نو درپسې به ژاړم . پلاره! له تا سره مې مينه او تر تا وروسته ويرمې نه ختمېدونكى دى .[6]))

حضرت فاطمې بي بي په ژړغوني غږ وويل: (( پلاره! ته چې وې؛نو په دنيا كې رڼا وه،نن ستا په وير كې رڼاګانې نشته او ټول ګلونه مړاوي دي،چې د تورو شپو نښه ده.پلاره! زړه به مې هله ارام شي،چې درپسې درشم. پلاره! له كومې شېبې،چې بېلتون راغى؛نو له سترګو مې خوب وتښتېد.پلاره! ته چې وې؛نو موږ درسره ستر او غوره وو؛ خو تر تا وروسته خپاره شو،تر تا وروسته داسې څوك نشته،چې ويرجن نه وي او په سترګو كې يې اوښكې نه وي .ته د دين پسرلى وې او د پېغمبرانو د سترګو تور وې . پلاره! پر ستر مصيبت اخته شوم او دروند پېټى مې پر اوږو شو. پلاره! پرښتو ستا په غم كې اوښكې تويې كړې،منبر دې خالي شو او محراب دې هم تش تور دى .[7]“))

پېغمبر اکرم،چې خاورو ته وسپارل شو ؛نو فاطمې بي بي نړۍ داسې وښووه: (( پر اسمانو تپې تيارې خپرې شوې، د سهار او ماسپښين رڼا ولاړه ،د رسول الله (ص) پر مړينه ځمکه ويرجنه ده،د اسلام د پېغمبر په وير کې بايد ختيځ او لويديځ اوښکې تويې کړي او د “مضر” او “يمان” ټبرونو ته هم په کار دي،چې اوښکې تويې کړي،په کار دي،چې د “طورغره” او د کعبې اسمان يې په وير کې اوښکې تويې کړي . د پېغمبرانو خاتمه! رڼا دې سپېڅلې ده،د خداى درود دې درباندې وي .[8]))

د پېغمبر اکرم تر مړينې وروسته به فاطمې بي بي تل د شپې او ورځې ژړل .ځينې خلک حضرت علي ته راغلل او ورته يې وويل : (( د فاطمې ژړا کابو کړه.)) بله ډله راغله او ويې ويل: (( فاطمه دې يا د شپې ژاړي يا د ورځې.))

فاطمې بي بي ورته وويل: (( ابالحسنه! لږې مودې ته درسره يم او ډېر ژر به درنه ولاړه شم، پر خداى قسم،چې ژوندۍ يم، شپه او ورځ به ژاړم څو، له رسول الله سره يو ځاى شم.))

حضرت علي ورته وويل :(( څرنګه،چې دې خوښه وي؛هماغسې وکړه.))

فاطمې بي بي ته يې په “بقيع” کې د “بيت الاحزان” په نامه يوه خونه جوړه کړه،چې وير پکې وکړي .[9]

حضرت فاطمه د پېغمبر اکرم په وير کې وايي: (( چا چې د رسول الله د قبر د خاورې ښکلى بوى، بوى کړى وي؛نو که په ټول عمر کې بل ښه څيز بوى نه کړي؛نو څه به وشي. غم او وير راباندې ورېږي،که پر رڼا ورځو ورېدلى واى؛نو پر تپو تيارو به اوړېدلى واى، پلاره! زړه مې له غم او غوسې ډک دى،څومره به ښه وي،چې له هماغو غمونو سره زه هم تللې واى.پلاره! تر تا وروسته په ژوند کې خير او نېکي نشته؛ ځکه ډېره ژاړم،چې تر تا وروسته ډېر عمر ونه کړم،پر زړه مې چې راوورېږې؛نو د قبر خواته دې ژاړم،ګيلې کوم؛خو ته راته ځواب نه راکوې .اى هغه چې په خاورو کې ارام ويده يې!ژړا خو تا راښوولې او چې دې راياد کړم؛نو ټول غمونه رانه هېر شي،که څه په خاورو کې رانه پټ يې؛خو له ويرجن زړه مې پټ نه يې.ای سترګو! اوښکې توى کړه. د خداى رسوله! د يتيمانو او بېوزليو غږ اورېدونکيه! غرونه،څاروي،مرغان او تر ځمکې وروسته،اسمان هم په غم کې ژاړي .زما سروره! د مکې ښار،رکن،مشعر او د بطحها ځمکه هم ژاړي،اسمان،محراب او ستا د قرآن ښوونې ځاى سبا بېګا ستا په بېلتانه کې ژاړي . پلاره! که منبر ته دې وګورې؛نو تيارې پرې کېناستې . خدايه! ژر مرګ راکړې؛ځکه د دنيا ژوند راباندې تور او تياره شوى،غمونه راباندې ورېږي،که دا پر ورځو ورېدلى واى؛نو پر تپو تيارو به اوښتي واى . رسول الله،چې ژوندى و؛نو زه يې تر سيوري او ملاتړ لاندې وم او له هېڅ دښمن او کينې نه ډارېدم . هغه مې ښکلا وه؛خو نن وېرېږم،چې که تېرى راباندې وشي؛نو تېرى کوونکى به په خپله لوپټه له ځانه وشړم.که کوتره د شپې د ونې پر ښاخ ژاړي؛نو زه په سهار کې ژاړم،تر تا وروسته مې وېره او غم له ځان سره مله کړى او له اوښکو مې ځان ته وسله جوړه کړې،ستا بېلتون راته ډېر ګران دى،د هغه محبوب په غم کې به ژاړم،چې لار يې راوښووله او ولاړ. اى سترګو! لاسنيوى مې وکړئ،ځکه زړه مې ډک دى او د خپل محبوب په غم کې به تل اوښکې تويوم.[10]

حضرت “ورقه بن عبدالله ازدي” له حضرت “فضه” روايتوي،چې حضرت فاطمې يوه ورځ د خپل پلار د قبر تر څنګ وويل: ((ستا په وير کې مې غم تازه دى او پر خداى قسم، زړه مې سخت عاشق دى،غم دې راباندې هره ورځ ډېرېږي او له زړه دې نه شم ايستاى،ستا مړينه ډېره ستره ده او اوښکې مې هره شېبه تازه کېږي.کوم زړه،چې ستا په وير کې صابر وي؛نو ډېر ټينګ او زغمناک به وي .[11]))

   فاطمه له خپلو زامنو سره ناسته وه او د پېغمبر اكرم خوږې شېبې يي ورته يادولې : ((زما د دوو زامنو پلار چېرته دى،چې تاسې يې ډېر خوښ وئ او تل يې پر خپلو اوږو ګرځولئ او ځمكې ته به يې نه پرېښوولئ؟ ستاسې پلار چېرته دى،چې پر تاسې تر ټولو زيات زهير او مهربان و؟ بيا به يې په دې دنيا ونه وينو،چې ددې كور پر وره راننوځي اولكه د تل په شان مو په غېږ كې واخلي.[12]))

خوشال بابا وایي :

ترهلال اوتربلال يې صــــــــــدقه شم
لارانجه مې دپله خاورې دبوذر دي [13]

 حمزه بابا

سلمان و که بوذر و که مقداد و که عمار
هر يو زمونږه تاج و د دوى تاج د سر علي

د پېغمبر اكرم تر مړينې وروسته فاطمې بي بي د مدينې د ښځو په يوه ټولي كې وويل:[(( انالله وانا اليه راجعون)) پېغمبر اكرم وفات شو او وحې هم ورسره بنده شوه.[14]]

     حضرت “سلمان فارسي”(رض) وايي: (( د حضرت علي په بلنه د فاطمې بي بي کور ته ولاړم او راته يې وويل:” سلمانه! د پلار تر مړينې وروسته دې راسره جفا وکړه”، بيا يې راته وويل:” کېنه څه درته وايم،پرون دلته ناسته وم،چې ناڅاپه درې ښکلې نجونې راننووتې؛ ورپاڅېدم او ومې پوښتلې : د مکې ياست، که د مدينې؟” ويې ويل : “د محمد(ص) لورې! موږ د مکې او مدينې نه يو،جنتي حورې يو او د ليدو عاشقانې دې يو او موږ پالونکي رالېږلي يو” يوه پکې غټه وه او د نامه پوښتنه مې ترې وکړه ويې ويل:”مقدودي.” ومې ويل:”مقدودي ولې؟” ويې ويل:”ځکه زه “مقداد بن اسود” ته پيدا شوې يم.”بله مې وپوښتله: ويې ويل:”ذره.”ومې ويل : “ته راته درنه ښکارې، نوم دې ولې ذره دى؟”ويي ويل:”زه ابوذر غفاري ته پيدا شوې يم.”درېمه مې وپوښتله، ويې ويل:”سلمي.” ومې ويل : سلمي ولې؟ ويې ويل:” خداى زه سلمان فارسي ته پيدا کړې يم. “وروسته حورو راته خوږبويه کجورې راکړى.”حضرت سلمان زياتوي: له دې کجورو يې لږې راته راکړې، کجورې مې راواخستې، په لار کې مې، چې هر اصحابي ليده؛نو راته به يې ويل: څومره ښکلى بوى دى،مشک درسره دي؟ حضرت سلمان فارسى زياتوي : حضرت فاطمې له جنتي حورو سره تر ليدنې وروسته راته لږې کجورې راکړى،چې ډير ښه بوى يې کاوه،په لار کې راته اصحابو کرامو وويل: څومره ښه عطر درسره دي؟ دا پېښه مې حضرت فاطمې بي بي ته وويله،چې خوشحاله او مسکۍ ښکارېده او ويې وويل:” دا جنتي خوږبويه کجورې د هغې ونې دي،چې زما له يوې دعا پيداشوي دي اودا دعا راته رسول الله (ص) ښوولې وه،چې داده:

((بسم الله النور -بسم الله الذى يقول لشىء کن فيکون -بسم الله الذى يعلم خائن الاعين وما تخفى الصدور -بسم الله الذى خلق النور من النور -بسم الله الذى هو بالمعروف مذکور-بسم الله الذى انزل النور علي الطور بقدر فى کتاب مسطور، علي نبى محبور.[15]))

 د فاطمة الزهرا تاريخي وينا

حضرت فاطمة الزهرا په نبوي جومات کې يوه وينا کړې، چې ځينې برخې يې را اخلو :

د الله تعالى شكردى،چې نعمتونه او توفيقونه يې راكړي ،خداى پاك ستايو،چې پېروزېنې يې راباندې كړي،له پېله يې بې شمېره او پراخه لورېنې رالورولي او بې حسابه احسان يې كړى. تل يې له ډاليو برخمن كړي يو،بې شمېره نعمتونه يې راپېرزو کړي،چې پاى يې له انساني دركه وتلې ده او د زمانې بهير يې هم نشي حسابولاى او خپل بندګان يې د دې پېرزوېينو او نعمتونو زيادښت او د استمرار لپاره شكر ايستنې ته رابللي او مخلوقات يې د هغه پوره ستاينې ته رابللي او خپل بندګان يې ددې نعمتونو لاس ته راوړو ته هڅولي دي.

شهادت وركوم،چې بې الله بل معبود نشته،شريك،مثل او سارى نه لري او اخلاص د دې خبرې روح دى،چې د لېوالو په زړونو كې غوټه شوى او پر افكارو يې اغېزې پرېوتې دي.

خداى پاك په سترګو نه لیدل كېږي،په ژبه يې د صفاتو بيان ناشونى دى،علم او فكر يې سپېڅلى ذات درك کولاى نشي. هستي يې راټوکولې،ټول څېزونه يې پيدا كړل،چې مخكې ترې څه نه ول او نه ورته بېلګه وه دا ټول يې په خپل قدرت او اراده پيدا كړل،چې پيداېښت ته يې كومه اړه نه درلوده،چې ګنې سپېڅلي ذات ته يې څه ګټه ورسوي؛خو په دې توګه يې خپل حكمت وښود،چې خلك يې اطاعت وكړي او له دې وت اوستوه خپل قدرت وښيي،چې خلك عبادت ته راسيخ كړي اود خپلو استازيو بلنه د “تكوين” او “تشريع” په پيوستون كې پياوړې كړي. بيا يې اطاعت او سر اېښوونې ته اجرونه او سرغړونې ته سزاګانې وټاكلې،چې له دې لارې خپل بندګان له غوسې،غچ او عذابه وژغوري او د جنت باغونو او د رحمت سيورې ته يې راكاږي.

شاهدي وركوم،چې پلار مې “محمد”(ص) د الله تعالى بنده او استازى دى. له رسالت يې مخکې غوره كړ اوله پيدايښت له مخه يې دې مقام ته ونوماوه.

پر هغه ورځ بندګان د غيبو په پردو كې پټ ول،د نېستۍ په بوږنووړيو پردو كې نغښتي او د عدم وروستۍ پولې ته نږدې ول.

د بعثت لامل دا و،چې خداى له راتلونكې خبر و او د نړۍ پر پېښو يې احاطه درلوده،مقدرات يې ښه پېژندل؛مبعوث يې كړ،چې فرمان يې بشپړ شي،خپل حكم پر ځاى كړي او حتمي مقدرات يې ځاى ونيسي او چې مبعوث شو؛نو امتونو بېلابېلې لارې نيولې وې، يو “اور لمانځى” او بل “بوت لمانځي” ول،په فطرت كې يې خداى پېژندلى و؛خو اوس ترې منكر ول؛نو پاك خداى د محمد (ص) په رڼا تورتمونه رڼا كړل،له زړونو يې د تيارې پردې څېرې او له سترګو يې د بې لارۍ تورې لړۍ لرې كړې. د خلكو لارښوونې ته راپاڅېد او له بې لارۍ يې وژغورل او سترګې يې بينا كړې او د اسلام پر سمې سيخې لارې روان شول،چې ورته يې بللي ول، بيا حكيم خداى په خورا مينه ، اختيار او خپلې پېرزوېنې وفات كړ او د نړۍ له رنځونو سوکاله او هوسا شو، همدا اوس د پرښتو ترمنځ د “غفار” او “جبار” پالونکي تر څنګه پروت دى، پر پلار مې دې (چې پېغمبر او د وحې امين او له مخلوقاتو غوره شوى و) د متعال خداى اسلام او رحمتونه وي.

د خدای بندګانو! تاسې مسؤول ياست،چې په نېكيو امراو د بديو مخنيوى وكړئ، د خداى د دين او وحې پاسوال او حاملان،پر خپلو ځانو د خداى ځايناستي او امتونو ته يې مبلغان ياست .

له تاسې سره د الهي حق،پاسوال شته او د خداى د وعدو ساتونكى ستاسې د ټولو په واك كې دى او پېغمبر تر ځان وروسته امت ته “ناطق كتاب الله” رښتنى قرآن او “ځلېدونكې رڼا” پرېښوه او،چې دلايل يې څرګند دي،باطن يې په ډاګه دى،ظواهر يي روښانه او لارويان يې وياړن دي؛داسې كتاب دى،چې خپل لارويان جنت ته رابولي او اورېدونكي د ژغورنې ساحل ته راكاږي،په قرآن كې ښكاره الهي دلايل موندلاى شو او د فرايضو پر تفسير يې برلاسي كېداي شو،د محرماتو شرح په كې شته،دلايل يې په ډاګه او پوره څېړلي،اخلاقي لارښوونې او څه،چې مشروع دي،په كې كښل شوي دي.

په روژه اخلاق ټينګېږي،په “حج” د اسلام دين غښتلى كېږي،په “عدالت” د زړونو پيوستون راځي،په “اطاعت” او سر اېښوونې د اسلامي ملت نظام جوړېږي.”امامت او مشري” له بې اتفاقۍ امان او ډال دى.جهاد” د عزت لامل دى.صبر د حق د بدلې او ثواب خپلولو وسيله ده.پر نېكيو امر د ولسونو د سمون لاره چاره ده.صله رحم او زړه سوى وګړي زياتوي او ځواکمنۍ لاپسې پياوړې كوي.له مور و پلار سره نېكي،د خداى تعالى د غوسې مخه نيسي. په قصاص خلك ساتل كېږي.نذر ورکول د بښنې لامل ګرځي.د ډنډې وهلو مخنيوى له كموت سره د مبارزې لار ده. د شرابخورۍ مخنيوى،له چټلۍ د پاكۍ لامل دى.له تورونو ژغورل،د خداى تعالى د غوسې لپاره ډال دى . له غلا ځان ژغورنه،د خلكو د عفت ساتنې وسيله ده. شرك ته شا کول،د حق تعالى بندګۍ ته د اخلاص نښه ده.

اوس نو،چې داسې ده؛نو ځان په”الهي پوښ” کې راونغاړئ (الهي تقوى غوره كړئ)داسې،چې له لوړ مقام سره يې ښايي او له سرغړونې يې ځان وژغورئ او زيار وکاږئ،چې له نړۍ مسلمانان ولاړ شئ. خداى تعالئ چې د څه په باب “امر” يا “منع” كړې وي، پوره يې ومنئ او د پوهې او اګاهۍ لار غوره كړئ؛ځكه له بندګانو يوازې عالمان،پوهان اوباخبره له خدايه وېرېږي اومسئووليت احساسوي.

خلكو!پوه شئ،زه فاطمه يم،”محمد”(ص)مې پلار دى او د خداى درورد او سلام دې ورباندې وي او پر کورنۍ دې يې وي . څه چې وايم،رښتيا وايم او په خپلو كړو وړوكې تېروتنه نه وينم.

پېغمبر اكرم له تاسې راپاڅېد او پر لور مو راغى؛ځكه ستاسې كړاوونه پرې سخت تېرېدل او ستاسې د لارښوونې ډېر خوښمن و او پر مؤمنانو لورين و.كه ځېر شئ؛نو هغه ستاسې د ښځو پلار نه؛ بلکې زما پلار دى او ستاسې د سړو ورور نه؛بلكې زما د تره د زوى ورور دى او دا نسب څومره وياړمن دى . پر پلار او كورنۍ مې دې د خداى درود او سلام وي.

هو! هغه راغى او خپله دنده يې ښه ترسره كړه او خلك يې له تپو تيارو راواېستل او رڼا ته يې سم كړل، د مشركانو طريقو او دودونو ته يې شاکړه، د هغوی سټونه يې مات او خولې يې ورټپې كړې،چې له “شرك” څخه لاس واخلي او “توحيد” ته مخ كړي. تل يې خلک په دليل،برهان او ګټورو نصيحتونو،د خداى لارې ته رابلل. بوتان يې ماتول،د کبرجن ماغزه يې وشيندل او ټول دړې وړې شول،تورې تيارې ولاړې،روڼ سباوون راورسېد،حق ښكاره اوپر ډاګه شو،د دين استازي وينا پيل كړه،شيطانان چوپ شول،له ځمكې د نفاق ټغر ټول شو،د كفر او اختلاف غوټې پرانستل شوې،حال دا چې تاسې ډېر لږ او تشلاسي وئ،په ژبو مو د اخلاص كلمه “لا اله الا الله” وويله.

هو! تاسې پر هغه ورځ د دوزخ پر پوله ولاړ وئ او د لږ شمېر له كبله وږيو ته يو مناسبه مړۍ،اور لټوونكيو ته د اور لمبه وئ او تر پښو لاندې لتاړېدئ او په لاسونو مړوېدئ،مردارې اوبه مو څښلې او د ونو پاڼې مو خوارك وې ،خوار او ذليل وئ او تل په دې وېره كې وئ،چې زورور دښمان به مو لوټ کړي او ژوند به مو پاى ته وروسوي.

خو خداى د محمد(ص) له بركته له ذلت،خوارۍ او بې وسۍ وژغورلئ،هغه د عربو له لېوانواو د يهودانو او نصاراوو له سرکښو سره وجنګېد اوچې دښمنانو به اور ولګاوه؛نو خداى به مړ كړ. شيطان به،چې لښكرې راوايستې او د مشركانو فتنوبه خولې وازې کړې؛نو پلار مې په خپل ورور “علي” له منځه وړې. “علي” به تر هغه له دې خطرناکو جګړو نه راستنېده،چې د دښمن ككرې يې نه وې هوارې كړې او پوزې يې پر ځمكه نه وې راكښلې. علي د خداى په لار كې ځان په كړاوونو كې واچاوه،د خداى د امر په پلي كېدو كې غښتلى و،د خداى رسول ته نږدې و،د خداى د اولياو مشر و او تل ېې ملا تړلې وه،ناصح او زيار كښ و…….

پر خداى قسم ! د پېغمبر اکرم صلى الله عليه و آله وسلم مړينه يوه ستر پېښه،ناورين او نه جبرانېدونكې ضايعه ده؛ خو مه هېروئ،كه پېغمبر اكرم (ص) ولاړ؛خو قرآن يې مخكې خبر وركړى و،هغه قرآن،چې ستاسې په كورونو كې دى او سبا بېګا يې په ډول ډول غږونو لولئ،تر هغه مخكې هم پېغمبران راغلي او مړه شوي؛ځكه مرګ د خداى پلي كېدونكى حکم دى .

هو قرآن په څرګنده وايي:”محمد يوازې د خداى استازى و او مخكې ترې هم استازي راغلي وو،ايا كه مړ يا ووژل شي، تاسې به تېرو ته ګرځئ،د اسلام سپېڅلې لار به پرېږدئ او د جاهليت تپو تيارو او خرافاتو ته به مخه كوئ. څوک چې پر شا شي،خداى ته تاوان نشي رسولاى او خداى به ژر شكر كوونكيو ته اجر وركړي.”……[16]

 د حضرت فاطمة الزهرا مړينه

د حضرت فاطمې بي بي د ناروغۍ د لاملونو په باب بېلابېل روايتونه راغلي؛خو چې ناروغه شوه؛نو تر ټولو لومړۍ يې ام المؤمنين حضرت”ام سلمه” پوښتنې ته ورغله .[17]

 د ناروغۍ پوښتنې ته يې ورځي

   الف : د مهاجرينو او انصارو ښځې د  حضرت فاطمې پوښتنې ته راغلې او فاطمې ترې ځينې ګيلې وکړې،چې په اړه وګورئ[18] :

له فاطمة الزهرا سره د شيخينو رضي الله عنهما کتنه

ب : داکتر “سيد جعفر شهيدي[19]” ليکي:((علامه مجلسي[20] ليکي :” د ناروغۍ پر مهال حضرت ابوبکر او حضرت عمر غوښتل له فاطمې سره وګوري؛خو د پېغمبر اکرم لور ورته د کتو اجازه نه ورکوله.حضرت علي(ک) ورته وويل:”ما ورسره منلې،چې ته به ورته د کتو اجازه ورکوې.”فاطمې وويل:”چې داسې ده؛کور ستا دى.”

ابن سعد[21] ليکلي چې:حضرت ابوبکر له فاطمې سره داسې خبرې وکړې،چې خوشحاله يې کړه.

 د ژوند وروستۍ شېبې

يوه ورځ فاطمې بي بي حضرت علي ته وويل: ((ابالحسنه! رسول الله خبره کړې يم، زه لومړۍ هغه يم،چې ورسره به يو ځاى شم او له دې رغېدن نشته؛نو د خداى د حکم پر وړاندې صبرناک وسه.[22]))

   فاطمې د ژوند په وروستيو شېبو کې حضرت علي ته يو راز ووايه: ((اباالحسنه! اوس ويده وم او پېغمبر اکرم مې د مرغلينه په يوه سپينه ماڼۍ کې وليد،چې زه يي وليدم، ويي ويل:” لورې! راشه،چې ډېره مې يادېږې.”و مې ويل:پر خداى قسم ! زما هم ډېر يادېږې.”را ته يې وويل:”ته به نن شپه له موږ سره يې ؛نو د څه،چې رسول الله ژمنه وکړي،رښتيا وي.[23]“))

حضرت امام صادق روايتوي: ((فاطمې بي بي د ژوند په وروستيو شېبوکې وويل:”سلام دې وي پر رسول الله ! خدايه! له رسول الله سره يم .خدايه ! ستا تر رحمت لاندې ستا په کور “دار السلام” کې يم.”وروسته يې ناستو ته وويل:”څه،چې وينم تاسې يي هم وينئ؟”ځينو وويل:”د رسول الله لورې! څه وينې؟” و يي ويل:” دلته اسماني سپاره دي او رسول الله راته وايي : لورې! ماته راشه.” ))

حضرت علي وايي: ((د مړينې پر مهال، فاطمې بي بي خپل شاوخوا ته وليدل او ويي ويل:”سلام دې وي پر تاسې، د تره زويه! جبراييل راباندې سلام واچاوه رانږدې شو او ويې ويل:”خداى پر تا سلام وايي، د خداى د حبيب محبوبې! د رسول الله د زړه مېوې!نن به الهي ملکوت او جنت ته ورننوځې.”بيا فاطمې له موږ مخ واړو او د پرښتو پر بله ډله يي سلام واچاوه او ويي ويل:”د تره زويه! پر خداى قسم، دا حضرت ميکائيل دى او د جبراييل په شان يې راباندې سلام او زېرى وکړ.”بيا يي په بله ډله سلام واچاوه او ويې ويل:”د تره زويه! پر خداى قسم دا حق دى، دا عزرائيل دى،چې وزرو يې لر و بر نيولى. پلار مې را ته د هغه ځانګړنې ويلې وې او دا هماغه دى. سلام دې وي پر تا،د انسان د روح اخستونکيه! زما د روح په اخستو کې بيړه وکړه او و مې نه ځوروې.” په پا‌ى کې يې وويل:”خدايه! د اور پر لوري نه؛بلکې ستا پر لوري درځم.[24]“))

فاطمې بي بي د ژوند په وروستيو شېبو کې حضرت علي ته وويل: (( ابا الحسنه! زما د ژوند څو شېبې پاتې دي او د خداى پامانۍ وخت رارسېدلى ،خبرې مې واوره،نور به هېڅ کله د فاطمې غږ وانه ورې، درته وصيت کوم : ابا الحسنه! مه مې هېروه او تر مړينې وروسته مې هم زيارت ته راځه.[25]))

فاطمه حضرت علي ته وصيت کوي او وايي: (( چې مړه شوم؛ نو د غسل او کفن چارې مې ته پر غاړه واخله، پر ما لمونځ وکړه او په قبر کې مې کېږده او د قبر د سر خاورې مې هوارې کړه او بيا مې مخامخ سر ته کېنه او ډېر قرآن راته ووايه او دعا راته وکړه؛ځکه په داسې شېبو کې مړي د ژونديو ډاډګېرنې ته اړتيا لري،زه دې پر خداى سپارم او د اولاد په هکله درته سپارښتنه کوم،چې نېکيو ته يې اړ کړې.[26]))

په يو بل روايت کې فاطمه حضرت علي ته وصيت کوي: (( زه درته وصيت کوم،چې د غسل او کفن چارې مې ته پر غاړه واخلې ، چې مړه شوم؛نو د شپې مې ښخه کړه او څوک راباندې خبر نه کړې.)) همداراز په يو بل روايت کې راغلي چې: (( فاطمې بي بي،حضرت علي ته وويل:”چې که مړه شوم؛نو په ښځو کې “ام سلمه”،”ام يمن” او “فضه” او په نارينه وو کې “حسن”،”حسين”، “عباس”، “سلمان”، “عمار”،”مقداد”،”ابوذر” او “حذيفه” راباندې خبر کړئ او د قبر په باب مې چا ته څه و نه وياست.[27]))

حضرت اسماء وايي: ((د حضرت فاطمې بي بي د عمر په وروستيو شپو ورځو کې مې ورته ښه پام و،چې لومړى يې غسل وکړ او پاکې جامې يې واغوستې او خپل لاسونه يې د اسمان پر لوري پورته کړل او و يې وويل:”پالونکيه! د هغو پېغمبرانو په حق او د حسن او حسين د ژړاګانو په حق؛زموږ د دوستانو،لارويانو او زما د زامنو د لارويانو ګناهونه و بښې.[28]“))

     حضرت فاطمې د خپل ژوند په وروستيو شېبو کې حضرت اسماء بنت عميس ته وويل: (( اسماء! کوم عطر،چې ما تل کارول او هغه کميس،چې تل مې پرې لمونځ کاوه،دواړه مې په څنګ کې کېږده، د لمانځه وخت چې شو؛نو راويښه مې کړه،که راويښه شوم؛لمونځ به وکړم او که ويده وم؛نو څوک په حضرت علي پسې ولېږه،چې راشي.[29]))

   حضرت ام سلمه وايي: ((فاطمه بي بي مې وپوښتله،چې عطر دې ساتلي دي؟و يې ويل:”هو!” لږ څه يې زما په لاس کې واچول،چې داسې بوى مې هېڅ کله نه و بوی کړی. ومې ويل: دا دې له کومه کړي؟ ويې ويل:دا عطر د جبراييل له وزرو دي.[30]))

حضرت ام سلمه زياتوي: (( د مړينې پر مهال له فاطمې بي بي سره وم او راته يي وويل:”د پېغمبر اکرم د مړينې پر مهال جبراييل ورته لږ څه جنتي کافور راوړه .پېغمبر اکرم درې برخې کړل؛يوه يې ځان ته بېله کړه بله يې حضرت علي ته ورکړه او وروستۍ يې ماته راکړه،چې څلوېښت درهمه وزن يې درلود.اسماء! هغه کافور راوړم او راسره يې نږدې کېږده،تر لږ ځنډ وروسته راته غږ وکړه؛که ځواب دې وا نه ورېد؛نو پوه شه،چې زه له “رسول الله” سره يو ځاى شوې يم.اسماء وايي:لږ ځنډ مې وکړ او ورته مې غږ وکړ ؛خو ځواب يې را نه کړ ؛نو پوه شوم،چې په حق رسېدلې ده.))

حضرت ام سلمه په يو بل روايت کې وايي: ((د ژوند په وروستيو کې له فاطمې سره وم،غسل ته يې اوبه وغوښتې،سمدستي مې ورته راوړې،بيا يې راته وويل:”زما نوې جامې هم راوړه” وايې غوستې او خپلې خونې ته ننووته او مخ پر قبله سملاسته او راته يې وويل:” مورې! له ما پر همدې شېبه روح اخستل کېږي او د خپل پالونکيه پر لوري ځم،په رښتيا،چې له نفسه مې فارغ شوم، ما غسل وکړ ( او پاکې جامې چې مې واغوستې)؛نو څوک دې يې زما له تنه اوباسي.”بيا يې ښى لاس تر سر لاندې کېښود او مخ پر قبله سملاسته او په حق ورسېده.))

   حضرت “ابن عباس”(رض) روايتوي: ((حضرت فاطمه د ژوند په وروستيو شېبو کې امام حسن او امام حسين له لاسه ونيول او د پېغمبر اکرم قبر ته و لاړل،د قبر او د منبر تر منځ يې دوه رکعته لمونځ وکړ. وروسته يې امام حسن او امام حسين په غېږ کې کلک ونيول او ورسره يي (وداع او) خداى پاماني وکړه او ورته يې وويل:”پلار مو حضرت علي لمونځ کوي او ورسره همدلته ودرېږئ، وروسته کور ته ولاړه او حضرت اسماء ته يې غږ کړ:”اسماء! چېرته نه ځم، په دې خونه کې دمه کوم، که يو ساعت وروسته له خونې را و نه وتم؛نو غږ راپسې وکړه؛که ځواب مې درکړ،راننوځه او که نه ؛نو پوه شه، چې له رسول الله سره به يو ځاى شوې يم.”[31]))

 د حضرت فاطمة الزهرا وصيت

   ١- حضرت فاطمة الزهرا د شپې د شپې ښخه شوه.

2-(احمد البيهقي؛سنن الكبرى: 6/300، بيروت چاپ)

٣_ ګنجي الشافعي د كفاية الطالب په 225 مخ كې

٤_شېباني د تيسير الاصول الى جامع الاصول: لومړى ټوك : 209 مخ

٥_امام مسلم؛صحيح مسلم: 3/380،د مصر چاپ.

او د ابن سعد طبقات ٨/١٩ د روايت له مخې حضرت ابوبکر (رض) يې پر جنازې څلور تکبيره د جنازې لمونځ وکړ .

 خاورو ته تر سپارلو وروسته د حضرت علي وينا

شيخ کليني شيعه محدث او د کافي د حديثي ټولګې ليکوال وايي :

((چې حضرت علي،فاطمه خاورو ته وسپارله؛نو د پېغمبر اکرم روضې مخې ته ودرېد او ويې ويل: ((د خدای رسوله! په تا دې درود وي،زما له خوا او ستا د لور له خوا،چې اوس یې ستا نزدېکت نصيب شوې او ډېره ژر له تا سره يوځای شوه.د خدای رسوله! بې صبره او په بېلتانه يې کمزورى يم ؛خو صبر ته مې دا بس ده، چې ما ستا په بېلتون کې صبر کړی. ستا د وصيت پر وخت مې له صبر او زغمه کار واخست،په خپلو لاسو مې لحد ته ښکته کړې او هم پرسينې مې ستا پاک روح له تنه ووت “انا لله و انااليه راجعون.”( فاطمه) يوه ډالۍ وه،چې بېرته واخستل شوه،يوه نښه وه،چې پورته کړای شوه.عمر مې په درد او غم دى. د شپې خوب نشته،ان تر دې،چې عالم خدای دې ما ته د هغه مقام ( اخرت) اراده وکړي،چې تاسې پکې مېشت ياست،ژر به دې لور خبر کړي، ښه معلومات ترې واخله،زما حال وپوښته،حال داچې ستا له وفاته ډېره موده هم نه ده تېره او ستاسې يادونه مې هم لا نه ول هېر شوي او پر تا او پرلور دې زما سلام وي .[32]))

 د فاطمة الزهرا علمي ميراث

حضرت فاطمة الزهرا له خپل پلاره د احکامو،آدابو،اخلاقو او د اهلبيتو د ځانګړنو په هکله روايتونه کړي،چې ددې روايتونو ټولګه د”فاطمې د مصحف” په نامه يادېږي او د لومړي ځل لپاره ددې ټولګې چار “جلال الدين سيوطي” رحمة الله عليه (٩١١ س مړ) پيل کړ،چې لس روايتونه يې ترې نقل کړي. بيا”حسين شيخ الاسلامي تويسرکاني” له حضرت زهرا د رسول اکرم(٢٦٠) احاديث روايت کړي. په دې پسې “عزيز الله عطاري” او “احمد رحماني همداني” په “فاطمة الزهرا بهجة قلب المصطفى” کتاب کې د سني او شيعه کتابونو٢٨٤ روايتونه راټول کړي دي.همداراز “حافظ ميرزا محمد بدخشاني” اتلس احاديث ترې روايت کړي دي .[33]

(شيخ عزيز الله عطاري؛مسند فاطمة :٥٠٩ _٦٠٢) د (٢٩) تنو راويانو نومونه راوړي،چې له فاطمة الزهرا يې روايتونه راخستي دي ،چې دادي :

١_ابن ابي مليکه .٢_ابو ايوب انصاري .٣_ابو سعيد خدري .٤_ ابوهريره .٥_اسماء بنت عميس .٦_ام کلثوم .٧_بشير بن زيد .٨_جابر بن عبدالله انصاري .٩_حسن بن علي .١٠_حسين بن علي .١١_حکم بن ابو نعيم .١٢_ربعي بن خراش .١٣_زينب بنت ابورافع . ١٤_ زينب بنت علي .١٥_ سلمان فارسي .١٦_ سهل بن سعد انصاري .١٧_ شبيب بن ابورافع . ١٨_عباس بن عبدالمطلب.١٩_عبدالله بن حسن .٢٠_عبدالله بن عباس .٢١_عبدالله بن مسعود. ٢٢_ علي بن ابيطالب . ٢٣_ علي بن حسين . ٢٤_عوانة بن حکم .٢٥_فاطمة بنت امام حسين .٢٦_ قاسم بن ابو سعيد خدري . ٢٧_ هارون بن خارجه . ٢٨_هشام بن محمد .٢٩_ يزيد بن عبدالمالک .

 له مصحفه غورچاڼ

(١) څوک چې خپل ګاونډى ځوروي؛نو مؤمن نه دى.څوک،چې پر خداى او د قيامت پر ورځ ګروهن وي؛نو خپل ګاوڼدى نه ځوروي.څوک،چې پر خداى او د آخرت پر ورځ ايمان لري؛نو ښه خبره کوي يا چوپ کېني.د خداى ناصح،زغمناک او متقي انسان خوښېږي او کنځل مار،بد ژبى،کينه کښ او لانجه مار يې ښه نه ايسي .حياء د ايمان يو رکن دى او مؤمن په جنت کې دى . بې حياء انسان کنځل مار وي او د بې حياء ځاى په دوزخ کې دى [34].

(٢) په ما پسې به لارښوونکي د بني اسراييلو د نقيبانو هومره وي[35] .

(٣) څوک چې زما له يو اولاد سره احسان وکړي او د خپل احسان بدله يې نه وي اخستي؛نو زه يې د کړنو بدله ورکوم.[36]

(٤) تر ټولو هغه خورا نېکمرغه دى ،چې پر ژوند او مړينه مې د “علي” مينوال وي .

(٥) څوک چې خپل لمانځه ته ټيټ ګوري؛پر پينځلسو عذابو اخته کېږي،چې چې شپږ يې دنيوي دي،درې يې د مړينې پر مهال دي،درې په قبر کې او درې په قيامت کې له قبره د راپاڅېدو پر مهال دي[37].

دنيوي عذابونه: له عمره يې برکت لرې کېږي،د روزۍ برکتونه يې کمېږي،په تندي کې يې د نېکانو رڼا نه وي،د هر ښه چار بدله يې نه ورکوي،دعا يې نه قبلېږي او د نېکانو په دعا کې نه شمېرل کېږي.

د مړينې پر مهال :په خوارۍ او ذلت مري،د لوږې پر حال مري،له دنيا تږى مري او که د نړۍ ويالې هم وڅښي؛خو تنده يې نه ماتېږي .

په قبر کې: پرښته يې په قبر کې ځوروي،قبر پرې تنګېږي،قبر يې تياره کېږي، محشر ته پړمخ بيول کېږي،سخت حساب ورسره کېږي،خداى ورته د رحمت په سترګه نه ويني او نه يې پاکوي او دردناک عذاب ورته سترګې پر لار دى .[38]

(٦) د امت مې ډېر ناوړه هغه دي،چې ښه خوري،ښه اغوندي او پر نورو ملنډې وهي.[39]

(٧) لورې! له کنجوسۍ ډډه وکړه؛ځکه کنجوسي يو آفت دى،چې په لورين انسان کې نه وي.له کنجوسه ډډه وکړه؛ځکه کنجوسي يوه ونه ده،چې جرړې يې په دوزخ او څانګې يې په دنيا کې دي اوچې څوک يې په کومې څانګې ځان ونښلوي؛نو دوزخ ته يې ننباسي او د سخاوت او بخشش سپارښتنه کوم؛ځکه سخاوت يوه جنتي ونه ده،چې يې څانګې پر دنيا راپرېوتي دي او څوک،چې يو ښاخ يې هم ونيسي؛نو جنت ته يې ننباسي .[40]

(٨) د جمعې پر ورځ د لمر پرېوتو پر مهال دعا قبلېږي.[41]

(٩) لورې ! پلار راته وايه،چې پرې خوښېږم .[42]

(١٠) ډېر غوره مو هغه دى،چې له خلکو سره په عاجزۍ چلېږي او عزتمن مو هغه دى،چې د خپلو ښځو درناوى کوي .[43]

(١١) چې څلور چارې دې نه وي کړې؛مه ويده کېږه :

لومړى : ټول قرآن ولوله . دويم : پېغمبران خپل شفيع کړه . درېم :مؤمنان له ځانه خوشحاله کړه .څلورم : حج او عمره وکړه .

پلار ته مې وويل : زه خو د ويده کېدو پر مهال دا چارې نه شم کولاى!

پلار مې راته وويل : ((قل هو الله احد)) سورت دې،چې درې ځل ووايه؛لکه چې ټول قرآن دې لوستى وي . که پر ما او نورو پېغمبرانو درود ووايې؛نو موږ ټول به دې په قيامت کې شفيعان يو او مؤمنانو ته،چې د بښنې دعا وکړې؛نو ټول به درنه خوشحاله شي او،چې ((سبحان الله والحمدلله و لااله الا الله والله اکبر)) دې ووايه؛نو په حقيقت کې حج او عمره دې کړې.[44]

 د حضرت فاطمة الزهرا د دعا بېلګې

خدايه !ستا د عبادت وس،ستا پر کتاب د پوهېدو ليد او ستا پر احکامو پوهه راکړې .

خدايه ! ددې ورځ پيل په ژغورنې،پاى يې پر بري او منځومانه يې نېکمرغي کړې .

اللهم صل على محمد وآل محمد! له هغو مو وشمېرې،چې تاته يې مخ کړى او منلي دې هم دي او پر تا يې توکل کړى او تا ورته کفايت ورکړى او ستا درشل ته يې زاري کړې او د خپلې لورېنې په لمن کې دې نيولي .

پالونکيه ! له تا غواړم : لارښوونه،تقوا،پاکلمني،غنا او پر څه،چې خوښېږې .

پالونکيه!د خپلو کمزوريو پر وړاندې درنه وس غواړم،د خپلو اړتياوو پر وړاندې درنه غنا غواړم او د خپلو ناپوهيو پر وړاندې درنه پوهه او زغم غواړم.

اللهم صل على محمد وآل محمد! موږ ته د شکر ايستنې او ستا د ياد او عبادت وس راکړې يا ارحم الراحمين !

د رڼا د خداى په نامه ! د هغه خداى په نامه،چې په رڼا کې رڼا ده، د هغه خداى په نامه،چې پر رڼا رڼا ده،د هغه خداى په نامه،چې رڼا يې له رڼا پيدا کړه او هغه خداى د ستاېنې وړ دى،چې رڼا يې له رڼا پيدا کړه او پر ستر پېغمبر رڼا يې پر “طور غره” نازله کړه،چې په يوه کتاب کې کښل شوې او په يوه ليکنه کې منشور شوې ده.

د هغه خداى ستاينه،چې په عزت ياد شوى او په وياړنې مشهور دى او په خپګان او خوشحالۍ کې د مننې وړ دى، و صلى الله على سيدنا محمد و آله الطاهرين .[45]

د حضرت فاطمة الزهرا علمي او ادبي وګړه

په معتبرو سرچينو[46] کې راغلي دي :

له حضرت فاطمې دوې ويناوې روايت شوي،چې يوه يې د خپل پلار تر وفات وروسته په ښځو کې کړې او بله يې انصارو او مهاجرو ته کړې ده .پردې سربېره حضرت فاطمه الزهرا شاعره هم وه،چې په همدې کتاب او نورو کتابو کې يې شعرونه راټول شوي دي.[47]

[1] . (وګورئ :(١)امالي؛ صدوق : 6 حديث .(٢) بحار الانوار: 22/508.

[2] . وګورئ: بحار الانوار 22/484 – كتاب عوالم 11/399.

[3] . وګورئ :(١)صحيح بخاري 5/15 .(٢) سنن دارمي 5/40.

[4] . وګورئ :(١) رياحين الشريعه 1/249 .(٢)احقاق الحق 10/427-430 .

[5] . وګورئ : (١)بخاري؛صحيح 5/15 . (٢)احقاق الحق : 10.

[6] . وګورئ :(١) بحار الانوار 43/176 ، 7 باب .(٢)عوالم 11/487 – 2 باب .

[7] . وګورئ :(١)بحار الانوار 43/176 .(٢)عوالم 11/486 ، 12 باب .

[8] . وګورئ :(١)سيرة نبوي ٣/٣٦٤ .(٢)عوالم : ١١ مخ .

[9] . وګورئ :(١)بحارالانوار ٤٣/١٧٧ .(٢) کوکب الدرى ١/٢٤٢ )

[10] . وګورئ :(١)ابن شهر اشوب؛ مناقب ١/٢٤٢ .(٢)اعلام النسا‌ء ١/١٢٥.(٣)کتاب عوالم ١١/٤٥٤.(٤) احقاق الحق ١٠/٤٨٣

[11] . وګورئ :(١)بحارالانوار ٤٣/١٧٦ .(٢) کوکب الدري ،لومړى جز / ٢٤٠.

[12] . وګورئ : (١)ابن شهر اشوب؛ مناقب: 3/362 .(٢)اعيان الشيعه : 1/319 .

[13] . ٥٦٩مخ : د خوشال ارمغان

[14] . وګورئ : احقاق الحق 10/435 .

[15] . وګورئ :(١) بحار الانوار ٢٢/٣٥٢ – ٤٣/٦٦- ٩١/٣٢٦ .(٢) دلائل الامامة : ٨ مخ .

 [16] . وګورئ : (١)کنزالعمال : ٦/٢١٠.(٢) ابوالفضل احمد بن ابي طاهر بغدادي (٢٠٤_٢٨٠ مړ)؛بلاغات النساء : ٢٣مخ .(٣)حاکم؛ مستدرک٣/١٥٣.(٤)ميزان الاعتدال ٢/١٧٢. (٥) احمد حنبل؛ مسند ١/٦٠.(٦)سيرة حلبيه ٣/٣٩٠.(٧) اعلام النساء ٣/٢١٤.(٨) اسد الغابه ٢/٥٢٢.(٩) الامامة و السياسة ٢/١٤.(١٠) د نهج البلاغې شرح ٤/٧٨.١١_”احمد بن موسى بن مردويه اصفهاني” د اهلسنتو مشهور ديني عالم،چې سند يې حضرت عايشې بي بي ته رسي.١٢_”ابوبکر احمد بن عبدالعزيز جوهري”؛ السقيفه .

يادونه :موږ دا خطبه له “سيدرضي الدين موسى بن طاووس” (٦٦٤ مړ)؛طرايف : (٤٠٩_٤٢١ مخونه ژباړلې ده .)

[17] . وګورئ :(١)کنزالعمال۶/ ۲۱۹.(٢)بلاغات النساء :۲۳مخ.(٣)حاکم نيشاپوري؛ مستدرک ۳/ ۱۵۳. (٤)ميزان الاعتدال ۲/ ۱۷۲. (٥)احمد بن حنبل؛ مسند ۱/ ۶۰.(٦)سيرة حلبيه ۳/ ۳۹۰.(٧)اعلام النساء :۳/ ۲۱۴.(٨)اسدالغابه ۲/ ۵۲۲.(٩)الامامة والسياسة ۲/ ۲۴. (١٠)شرح نهج البلاغه ۴/ ۷۸.(١١)ابن شهر اشوب؛ مناقب. (١٢)ابوالفضل احمد بن طاهر(۲۰۴-۲۸۰ه).(١٣) شريف المرتضی(۳۵۵-۴۳۶ه). (١٤)ابن ابي الحديد(م۶۵۵ه). (١٥)ابوالحسن اربلي(م۶۹۳ه).(١٦)ابوبکر احمد بن عبدالعزيز جوهري(م ۳۲۳ه).(١٧)ابن اثير؛النهاية فی غريب الحديث ۴/ ۲۷۳.(١٨)مسعودي؛مروج الذهب ۲/۳۱۱.(١٩) ابن منظور؛لسان العرب ۱۲/۳۳۱.

[18] . (١)طبرسي؛احتجاج 2/109 د مشهد چاپ.(٢)بحارالانوار43/158-159. (٣) اربلي؛ كشف الغمة 147 مخ.(٤)عمررضا كحاله؛ اعلام النسا‌‌ء 4/ 122.(٥)ابن ابي الحديد؛ شرح نهج البلاغه 16/233-234 د ايران چاپ. (٦)بلاغات النساء:٣٢مخ.

[19] . (زندگاني فاطمه زهرا:155 مخ)

[20] . 43/170 له دلائل امامه

[21] . (طبقات17/8)

[22] . وګورئ:(١) صحيح ترمذي :١٣/٢٤٩ .(٢) صحيح بخاري : ٥/٢١ –٦/ ١٠.

[23] . وګورئ:(١)کتاب عوالم ١١/٤٩١ .(٢)بحار الانوار ٤٣/١٧٩ حديثونه.

[24] . وګورئ:(١)بحار الانوار ٤٣/٢٠٠ .(٢)کتاب عوالم ١١/٦١٠ .

[25] . وګورئ :(١) کتاب زهرة الرياض.(٢) کوکب الدري ١/.(٣) بحار ٤٣/٢٠٩.(٤)طبري؛ دلايل النبوة ٤٣ مخ .(٥) رياحين الشريعه   ٢/٧٥ .

[26] . وګورئ :(١)بحارالانوار ٧٩/٢٧ .(٢)مصباح الانوار.

[27] . وګورئ :(١)دلايل الامامة : ٤٤ مخ .(٢)بحار الانوار ٧٨/١٣١.(٣)صحيح بخاري ٥/١٣٩.

[28] . وګورئ : ذخاير العقبى:٥٣ مخ .

[29] . وګورئ : کشف الغمة٢/٦٢.

[30] . وګورئ :(١)بحارالانوار ٤٣/٩٠-١١٤ .(٢)امالي : ٤٢ مخ .

[31] . وګورئ :(١)کشف الغمة ٢/٦٢ .(٢)وسائل الشيعه ٢/ ٣١.

[32] . وګورئ :بحارالانوار : 34/193.

[33] . وګورئ:(١)سيرة الائمة الاثنى عشري :١/٩٦(٢) سيوطي؛الثغور الباسمه في حياة سيدتنا فاطمه : ٥٢ مخ.(٣) توفيق ابوعلم؛ اهلبيت:١٢٨_١٢٩ مخونه.

[34] . وګورئ : دلائل الامامة/١ .

[35] . وګورئ : کفاية الاثر ١٩٣_٢٠٠

[36] . وګورئ : بحار٩٦/٢٢٥.

[37] . وګورئ : شمس الدين جزري؛اسنى مطالب :٧٠ مخ.

[38] . وګورئ : سفينة البحار:٢/٤٣.

[39] . وګورئ : توفيق ابوعلم؛اهلبيت:١٣١ مخ.

[40] . (پورته سرچينه :١٣٠_١٣١ مخ)

[41] . وګورئ : دلائل الامامة : ٥ مخ .

[42] . وګورئ : ابن شهر آشوب؛مناقب ٣/٣٢٠.

[43] . وګورئ : فاطمة الزهرابهجة قلب المصطفى:١/٢٧٣.

[44] . وګورئ : خلاصة الاذکار : ٧٠ مخ .

[45] . وګورئ : بحار:٤٣/٦٦

[46] . تاريخ الادب العربي (فى ضو المنهج الاسلامي په٢٥٧ مخ

[47] . وګورئ :(١)کشف الغمه ٢/١١٥.(٢)اعيان الشيعه ١/٣١٨.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست