تبلیغات

کېداى شي چې تاسې د ((شرى راماكرشنا)) د ښكاركېدو پركيسه باور و نه كړئ؛ خو داسې بېلګې هم شته چې اروا د بدن په بڼه خپلو خپلوانو او دوستانو ته راښكاره شوي . ((فلاماريون)) يوفرانسوي ستوری پوه و او سترنابغه و، چې مانیزې- معنوي او روحاني ځانګړنې يې هم درلودې، د مړينې پرمهال اتيا كلن […]

کېداى شي چې تاسې د ((شرى راماكرشنا)) د ښكاركېدو پركيسه باور و نه كړئ؛ خو داسې بېلګې هم شته چې اروا د بدن په بڼه خپلو خپلوانو او دوستانو ته راښكاره شوي . ((فلاماريون)) يوفرانسوي ستوری پوه و او سترنابغه و، چې مانیزې- معنوي او روحاني ځانګړنې يې هم درلودې، د مړينې پرمهال اتيا كلن و په دې ګروهمن و، چې ډېر كار بايد وكړو، هره ورځ يې لس ساعته كار كاوه؛ خو بيا يې هم په څېره كې د ستړيا نښې نښې نه لېدل كېدې او كله هم نه په غوسه كېده . يو ورځ وپوښتل شو : ستا د ژوند او تلپاتې ارامتيا خواله – راز په څه كې ده؟ و يې ويل : زه هېڅ وخت ځانمنى نه وم . ترلږ ځنډه وروسته يې وويل: څرنګه كړاى شم چې ستورو ته وګورم بيا هم ځانمنى اوسم؟

دا يو سترانسان و او غوښتل يې، چې له بېوزلو سره مرسته وكړي، په خپل كتاب “يورانيا” كې يې د يو انډېوال ((سپرو)) د مړينې په باب ليكلي: يوه شپه په ذينه کوټې ته ختلم ؛ نو((اسپرو)) مې مخې ته ودرېد، زه ډېر ورخطا شوم راته يې وويل : آيا ته مې و وېرولې؟ خندل يې او مخ يې سپين پړکېده. ورته مې وويل: ((اسپرو)) ! ته يې!؟ پرېږده چې ودې ګورم او لمس دې كړم، لاسونه مې بدن او مخ ته ورنږدې كړل، د مخكې په څېر و، داسې ښكارېده چې ګنې ژوندى موجود دى . ورته مې وويل: ته تر اوسه ژوندى يې؟ ورسره په خوا کې نږدې كېناستم او اوږدې خبرې اترې مو پيل كړې . ((اسپرو)) دهغې نړۍ په اړه وويل: (( کوم ارواح چې په خپل هويت پوه دي، د فضا او زمان په چاپېريال كې نه دي او تر مړينې وروسته هېڅ ځاې نه نيسي.))

انسان خپل تقدير پخپله جوړوي د اروا تقدير په دې مانا دى، چې له مادي نړۍ يې ځان ژغورلې او ازاد كړى وي . هېر مو نشي ! موږ نړۍ ته ددې لپاره راغلې يو، چې ځان له وېرې او ناپاكۍ ازاد كړو؛ خو موږ څه كوو؟ راځئ ځان وپوښتو : موږ نړۍ ته راغلي يو چې په پراخه کچه له وېرې او ناپاكيو ازاد شو او چې ازاد شو؛ نو د(( اسپرو)) په وينا: روح مانیز ژوند ته داخلېږي . د ټولو موجوداتو سپېڅلې موخه له خداى سره د تلپاتې پيوند نښلول دي .

د يو بل اروا بېلګه چې دې نړۍ ته راغلې ؤ، په بمبیي كې د سترګو د ډاكتر ((اجانګائونكار)) د مېرمنې اروا ده . د ډاكتر مېرمن پر كال 1952 ز (١٣٣١ل) كې د(( سزارين )) له امله مړه شوه. د هندوانو له دود سره سم يې بدن وسېځه . يوه شپه وروسته په پخواني انساني قالب كې خپل ورور ((سامانت)) ته[چې د بمبيي په ښار كې وكيل دى] راښكاره شوه . ((سامانت)) يواځې د خپلې خور په كور كې ناست و او ناڅاپه يې د خپلې وفات شوې خو ر اواز تر غوږ شو، ((سامانت)) چې خپله خور ولېده؛ نو ډېر وارخطا شو؛ پر ځان يې سكونډارې ولږولې، ګنې چې خوب خو نه ګوري، كله چې ډاډه شو، د خپلې خور لاس يې ونيو او له ځان سره يې كېنوله .

د (( اجانګائونكار)) مېرمنې به هر كال پر معلومه سپېڅلې ورځ روژه نيوه او د مړينې پر مهال هم روژه وه او روژه يې نه وه ماته كړې، د خپل ورور مخې ته چې راښكاره شوه، ترې يې وغوښتل چې د شيدو يوه پياله چاى ورته تيار كړي . ورور يې په شيدو پسې ګرځېده؛ نو د ((اجانګائونكار)) مېرمنې يې ورته ځاې وښود، چاې چې تيار شو؛ نو خور ته يې وړاندې كړ چې روژه پرې ماته كړي، خور يې ورته وويل : لومړى ته دا چاى وڅكه بيا به پرې زه روژه ماته كړم اوتردې وروسته سملاسي له سترګو پناه شوه.

د ((سامانت)) اولاد نه و؛ يوه شپه ورته خپله خور په خوب كې راغله، و يې ويل: زما دعاګانې قبولې شوې او ژر به دې ښځه ((دوه ځانې )) شي .

((ډاكتر كاراند)) چې څو څو ځلې يې د ((سامانت)) مېرمنه معاينه كړې وه، د دې حالت په لېدو ډېره هک پک شوه.

د ارواحو نورې داسې بېلګې هم شته، چې په انساني قالب كې خپلو دوستانو او خپلوانو ته راښكاره شوي او ويلي يې دي : موږ مړه نه يو او يواځې د انسان فزيكې بدن مري ، مادي قالب يا بدن يواځې پوښ دى، چې موږ اغوستې، پردې سربېره موږ نور پوښونه او جامې هم لرو.

فزيكي بدن يا قالب يواځې يو كور دى، چې لنډې مودې ته پكې اوسېږو، كور ورانېږي، راغورځېږي او اوسېدونكې يې بل ځاى ته کډه كوي. مادي بدن؛ لكه د پنجرې په شان دى او تاسې پكې د بندېوانې مرغۍ مثال لرئ؛ پنجره چې ماته شي؛ نو مرغۍ الوزي.

بدن هم وسيله ده؛ نو په ساتنه ، پاكوالي ، روغتيا او مضبوط ساتلوكې يې ټينګه پاملرنه وكړئ . د لذتونو، خوندونو او غوښتنو په ډنډ كې په اچولو ورسره دا ستر خيانت و نه كړئ او ټينګه پاملرنه او ساتنه يې وكړئ . بدن يو ډول وسيله ده؛ كه وسيله په مناسبو شرايطو كې وي، كړاې شي چې خپل كار په ښه توګه ترسره کړي . بدن يو ډول بېړۍ ده، چې موږ کڅ – ساحل ته رسوي؛ نو ساتنه يې وكړئ؛ خو كله هم ورسره خپل ځان يو ونه ګڼئ، تاسې نه مرئ او تلپاتې ياست . “مړينه” پر تاڅو هېڅ اغيز نشي كړاى، يواځې پر مادي قالب يا بدن اغېز لري .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست