تبلیغات

پېغمبر اکرم(ص ) وويل : تر ټولو بد کسب هغه دى،چې له ربا سره يوځاى شوى وى تر ټولو ناوړه کسب سود خوړل دي، پر سود ککړ کسب تر ټولو کسبونو ناوړه کسب دی.‏( وسائل ١٢/٤٢٦ او٤٢٧ مخونه) امام صادق وويل : څښتن (ج) چې وغواړي يو ملت هلاک كړي؛نو سود خوړل پکې رابرسېروي ‏(یا […]

پېغمبر اکرم(ص ) وويل :

تر ټولو بد کسب هغه دى،چې له ربا سره يوځاى شوى وى تر ټولو ناوړه کسب سود خوړل دي، پر سود ککړ کسب تر ټولو کسبونو ناوړه کسب دی.‏( وسائل ١٢/٤٢٦ او٤٢٧ مخونه)

امام صادق وويل :

څښتن (ج) چې وغواړي يو ملت هلاک كړي؛نو سود خوړل پکې رابرسېروي ‏(یا دودوي).

لنډه شرح :

سره له دې چې نن سبا د سود خورو بازار خورا ګرم دى او د نړۍ اقتصاد په بېلابېلو بڼو کې په سود خورو پورې تړلى دى؛خو اړنګ – شک پکې نشته ،چې سود خوړل د هر وټیز غونډال – اقتصادي نظام ملاماتوي او ددې لامل ګرځي، چې شتمني په بوږنوړې توګه يوازې د يو څو تنو او موسسو په واک کې وي،چې د شتمنيو دا غېرعادلانه ويش پخپله د ډول ډول ټولنيزو بدمرغيو او اخلاقي فسادونو جرړه ده .

   امير او بنديوان

 حضرت علي(ک) وويل :

که غواړې چې د چا امير شئ؛ نو نيکي ورسره وکړه !

ځان له هر چا نه بې اړې کړه،چې دهمغې غوندې شې او که غواړى،چې د چا بنديوان شى؛نو اړين او احتياج يې شه.

لنډه شرح :

د خلکو او ملتونو په ټولنيزو اړيکو کې دا قانون په ټول ځواک ‏سره واکمن دى، چې حکومت مرستندوى لاس دى او مرسته اخيستونکى که وغواړي او که نه ؛نو تر لاس لاندې یې وي. اړين وګړي او ملتونه په رښتینه کې هغه مريان دي،چې خپل مرييتوب يې نورو ته د اړمنۍ ‏ د لاس په ورغځولو تثبيت کړى دى . رښتینی مسلمان هغه دى،چې هڅه وکړي ‏خلکو او ملتونو سره اړيکې او مرسته د دوه اړخیزو مرستو پر بنسټ ټينګې کړي،نه يوه اړخيزه او بلاعوضه مرستې اخيستل يوازې د معلولو او له کاره ولېدلو خلک کار دى .

[ سرچینه : یکصدو پنجاه درس زندګي، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!