تبلیغات

ومو ویل،چې اسلام د سړي او ښځې په کورني حقوقو او اړیکو کې ځانګړې فلسفه لري او له هغه څه سره مغایرت لري،چې څوارلس پېړۍ مخکې تېر شوي او څه چې په نننۍ نړۍ کې تېرېږي هم اړخ نه لګوي . ومو ویل : د اسلام له نظره دا مسئاله کله هم نوموتې- مطرح نه […]

ومو ویل،چې اسلام د سړي او ښځې په کورني حقوقو او اړیکو کې ځانګړې فلسفه لري او له هغه څه سره مغایرت لري،چې څوارلس پېړۍ مخکې تېر شوي او څه چې په نننۍ نړۍ کې تېرېږي هم اړخ نه لګوي .

ومو ویل : د اسلام له نظره دا مسئاله کله هم نوموتې- مطرح نه وه،چې ایا په انسانیت کې ښځه او سړی دوه متساوي انسانان دي که نه؟ ایا کورني حقوق یې باید يو له بل سره مساوي ارزښت ولري که نه؟ د اسلام له نظره ښځه او سړی دواړه انسانان دي او له متساوي انساني حقوقو برخمن دي .

څه چې د اسلام له نظره نوموتي- مطرح دي،دا دی،چې ښځه او سړی په دې دلیل،چې یو ښځه او بل سړی دی، په ډېرو ځایونو کې يو له بل سره مشابه نه دي،نړۍ ورته یو شان نه ده،خلقت او طبیعت هغوی یکنواخته- یو شان نه دي غوښتي او له همدې مخې ایجابوي،چې د ډېری حقوقو،دندو او سزاګانو له اړخه مشابه وضع و نه لري . په لویدیزه نړۍ کې اوسمهال هڅه کېږي،چې د ښځې او سړي ترمنځه د قوانینو، مقرراتو،حقوقو او وظایفو له مخې،مشابه – یو ډول او واحده وضع رامنځ ته کړي او د ښځې او سړي په طبیعي اوغریزي توپیرو سترګې پټې کړي . د اسلام د نظر او د لویدیځ د سیستمو ترمنځ توپیرونو په همدې ځای کې دي . په هېواد کې مو،چې اوس د اسلامي حقوقو د پلویانو او د لویدیځ د سیستم د لارویانو ترمنځ کومه مسئاله روانه ده،د ښځې او سړي د حقوقو تساوي نه؛بلکې د حقوقو د تشابه او وحدت مسئاله ده .

“د حقوقو تساوي” غولوونکی نښه ده،چې د لویدیځ پېښه مارو- مقلدینو د لویدیځ په دې لاس ته راوړنې لګولی ده .

په ټولو ویناوو او کنفرانسو کې مې ددې غولوونکې نښې له کارونې او یادونې ډډه کړې .

زه نه وایم،چې د نړۍ په هېڅ ځای کې د سړي او ښځې د حقوقو د تساوۍ ادعا مانا نه درلوده او نه یې لري او د نړۍ تېر او اوسني ټول قوانین د ښځې او سړي حقوق د مساوي ارزښت پر بنسټ وضع کړي او یوازې مشابهت یې له منځه وړی دی.

نه! داسې ادعا نه لرم.ترشلمې پېړۍ مخکې اروپا تر ټولو ښه شاهد ده . تر شلمې پېړۍ مخکې په اروپا کې ښځه په قانوني او عملي توګه له انساني حقوقو بې برخې وه، نه یې له سړي سره مساوي حقوق درلودل او نه مشابه . د هغه ګړندي خوځښت په پایله کې،چې په وروستۍ ‏یوې پېړۍ کې په لږه موده کې د ښځې په نامه ښځې ته په اروپا کې وشو،ښځې له سړي سره څه نا څه مشابه حقوق وموندل؛خو د ښځې طبیعي وضع او روحي او جسمي اړتیاوو ته په پاملرنې،کله یې هم له سړي سره مساوي حقوق ونه موندل؛ځکه که ښځه غواړي د سړي په څېر مساوي حقوق او نېکمرغي ولري،يوازېنۍ لار یې دا ده،چې حقوقي مشابهت له منځه یوسي،سړي ته دې د هغه وړ او ځان ته دې د ځان وړ حقوق په پام کې ونیسي. یوازې له همدې لارې د ښځې او سړي ترمنځ رښتینی یووالی او صمیمیت رامنځ ته کېږي او ښځه له سړي سره د انډول-مساوي نېکمرغۍ؛بلکې ‏تر هغه ‏لوړه نېکمرغۍ یې په برخه کېږي او سړي به د پېرزو او بې له ټګۍ برګۍ،ښځو ته انډول-مساوي حقوق او ان لا ډېر په پام کې ونیسي .

او زه ‏کله هم دا ادعا ‏نه کوم،چې تش په نامه ‏اسلامي ټولنه کې مو په عملي بڼه هغه حقوق،چې د ښځې په برخه شوي،د سړیو له حقوقو سره یې انډول-مساوي ارزښت درلود . څلو ځل مې ویلي،اړینه ده،چې د نننۍ ښځې وضع ته دې پوره پاملرنه وشي او پرېمانه حقوق،چې اسلام ورکړي او په تاریخ کې پرېښوول ‏شوي ول،ورته دې بېرته ورکړل شي،نه دا چې په پټو سترګو دې د لویديځوالو پېښې وشي، چې هغوی ته یې هم په زرګونو بدمرغۍ رامنځ ته کړي دي او په یوه غلطه فرضیې، ښکلی نوم کېږدو او په ختیځو بدمرغيو،لویدیځې بدمرغۍ ورزیاتې کړو.زموږ ادعا دا ده،چې د ښځې او سړي د حقوقو نه تشابه تر هغه ځایه،چې د ښځې او سړي طبیعت یې په نامشابه وضع کې ایښی دی؛نو دا هم له فطري عدالت او حقوقو سره په ښه توګه اړخ لګوي او هم په غوره توګه کورنۍ نېکمرغي خوندي کوي او هم ټولنه په ښه توګه پر مخ بیايي .

دې ته پوره پاملرنه وکړﺉ،موږ مدعي یو،چې د عدالت او د ښځې او سړي د فطري او انساني حقوقو لازمه،د حقوقو په ځینو برخو کې د ښځې او سړي نه تشابه ده .

نو ویينه مو سل په سلو کې فلسفي اړخ لري،د حقوقو په فلسفې پورې اړه لري، د “عدل” په آر پورې اړه لري،چې د کلام او اسلامي فقې له ارکانو دی .عدل هماغه آر دی،چې په اسلام کې یې د عقل او شرع د اړخ لګونې قانون رامنځ ته کړی دی؛یعنې د اسلامي فقې له نظره یا لږ تر لږه د جعفري فقې له اړخه،که ثابت شي،د عدل غوښتنه ده،چې پلانى قانون دې داسې وي،نه هاغسې او که داسې وي؛نو ظلم دی او د عدالت پر خلاف دی،باید ووایم،چې د شرع حکم هم دا دی؛ځکه د اسلام شرع،د هغه آر له مخې،چې پخپله یې ښوولې،کله هم د عدالت او طبیعي او فطري حقوقو له چورلیده نه وځي .

د اسلام علماوو د “عدل” د آر په وړاندې کولو او توضیح ورکونې،د حقوقو د فلسفې بنسټ کېښود؛لکه چې د تاریخي ناخوالو په رامنځ ته کېدو يې ونشو کړای،هغه لار یې چې پرانېستې وه،پر مخ بوځي . د بشر حقوق او د عدالت آر د لومړي ځل لپاره مسلمانانو مطرح کړل،چې دا دواړه ذاتي،تکویني او له قراردادي قوانینو بهر چارې دي او په دې توګه مسلمانانو د طبیعي او عقلي حقوقو سټه کېښوه .

خو تقدیر داسې و،چې هغوی خپل کار پر مخ بو نه ځي او له اتو پېړو وروسته اروپايي پوهان او فیلسوفانو دا کار پر مخ یوسي او په دې وویاړي،چې له یوې خوا یې ټولنیزې،سیاسې او اقتصادي فلسفې رامنځ ته کړې او بلخوا یې وګړي،ټولنې او ملتونه د ژوند له ارزښت او انساني حقوقو سره اشنا کړي او خوځښتوته،حرکتونه او پاڅونونه یې رامنځ ته کړل او د نړۍ څېره یې بدله کړه .

زما په اند،بې له تاریخي لاملو،یو ارویيز او سیمه ییز لامل هم په کې و،چې اسلامي خیتځ د عقلي حقوقو مسئاله،چې پخپله یې ددې سټه ایښې وه،پر مخ یو نه سي. د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د روحیې یو توپیر دا دی،چې ختیځ اخلاقو ته او لویدیځ حقوقو ته لېواله دی،ختیځ په اخلاقو پسې او لویدیځ په حقوقو پسې لېونی دی،شرقي د شرقي طبیعت په حکم خپل انسانیت په دې کې ګڼي،چې عاطفه او تېرېدنه وکړي، له خپلو سره مینه ولري، مړانه وکړي؛خو غربي خپل انسانیت په دې کې ویني،چې خپل حقوق وپېژني او ملاتړ یې وکړي او بل دې ته پرېنږدي،چې حقوق یې تر پښو لاندې کړي .

بشریت هم اخلاقو ته اړتیا لري اوهم حقوقو ته . انسانیت،هم په حقوقو پورې تړلی او هم په اخلاقو پورې،هر یو حقوق او اخلاق په یوازې ځان د انسانیت کچه نه دی .

د اسلام سپېڅلي دین دا شان ستر امتیاز درلود او لري یې،چې حقوق او اخلاقو دواړو ته یې پاملرنه کړې ده. په اسلام کې؛ لکه څرنګه،چې تېرېدنه،صمیمیت او نېکي د اخلاقي چارو په توګه “سپېڅلي” ګڼي، له حقوقو سره اشنايي او ملاتړ یې هم “سپېڅلي” او انساني ګڼلی او دا پوره کيسه لري،چې دلته یې د څېړلو وخت نشته.

خو د لویدیځې ځانګړې روحیې خپل کار وکړ.سره له دې،چې په پیل کې یې حقوق او اخلاق له اسلامه واخستل،د وخت په تېرېدو یې حقوقو ته شا او ټول پام یې اخلاقو ته واړاوه.

غرض دا دی : له کومې مسئلې سره،چې نن مخ یو،یوه حقوقي ، فلسفي،عقلي،استدلالي، او برهاني مسئله ده او د عدالت په حقیقت او حقوقو په طبیعت پورې اړه لري . تر دې مخکې،چې په نړۍ کې قانون وضع شي،عدالت او حقوق ول . د قانون په وضع کولو نشو کړای،چې د عدالت منځپانګه او د بشر انساني حقوق بدل کړو.

“منتسکیو” وايي : “ تردې مخکې،چې انسان قوانین وضع کړي،د ژویو ترمنځ د شته قوانینو پر بنسټ عادلانه اړیکې شونې وې،دا اړیکې د قانون د وضع کېدو لامل شوې . اوس که ووایو : بې له لومړنیو قوانینو،چې امر او منع کوي،بل هیڅ عادلانه او ظالمانه امر نشته؛نو مثال یې داسې دی؛لکه چې ووایو د دایرې تر رسمېدو مخکې ټولې شعاع ګانې یې مساوي نه دي .”

“هربارت سپنسر” وايي: “عدالت غیر له احساساتو،له بل څه سره اغږل شوی،چې د بشر د وګړیو طبیعي حقوق دي او دا چې عدالت بهرنى وجود ولري،باید د حقوقو او طبیعي امتیازاتو درناوی وکړي .”

ډېری اروپايي حکماوو دا شان ګروهه درلوده او لري یې . د بشر حقوق له همدې طبیعي حقوقو سرچینه اخستې ده؛یعنې د فطري او طبیعي حقوقو فرضیه وه،چې د بشر د حقوقو د اعلامیې په څېر راښکاره شوه .

او؛لکه څرنګه،چې پوهېږو،څه چې “منتسکیو”،”سپنسر” او نورو د عدالت په هکله وویل،عین هماغه څه دي،چې اسلامي متکلمینو د عقلي حسن و قبح او د عدالت د آر په اړه ویلي ول . په اسلامي علماوو کې داسې کسان ول،چې له ذاتي حقوقو منکر ول او عدالت یې قرادادي ګاڼه،همداراز په اروپایانو کې همدا شان ګروهه وه.انګلیسی “هوبز” له عدالته د واقعي چار په بڼه نمښتی- منکر دی .

 

د بشر د حقوقو اعلامیه قانون نه؛بلکې فلسفه ده

د بشر د حقوقو اعلامیې د انسانانو ذاتي،غیر قابل سلب او غیر قابل اسقاط حقوق تر ویینې لاندې نېولي دي،داسې حقوق یې اوڅار- مطرح کړي،چې ددې اعلامیې د ادعا له مخې،د انسانانو د انساني حیثیت لازمه ده او د پنځونې او خلقت وسمنو لاسونو د انسانانو لپاره ایښی دي؛یعنې هغه مبداء او ځواک،چې انسانانو ته یې عقل،اراده او انساني شرافت ورکړی؛نو د بشر د حقوقو د اعلامیې له مخې،دا حقوق یې انسانانو ته هم ورکړي دي .

په هر حال موږ د ښځې د انساني حقوقو مسئله په علمي،فلسفي او د بشر د ذاتي حقوقو پر بنسټ څېړو. غواړو ووینو، هماغه اصول،چې دا یې غوښتنه ده،انسانان دې په ټولیز ډول یو لړ طبیعي او خدای ورکړي حقوق ولري،ایا ایجابوي،چې ښځه او سړی دې له حقوقي اړخه مشابه وضع ولري که نه؟

ددې مطلب څېړنو ته لومړی اړین دي،چې د انساني حقوقو د جرړې او بنسټ په هکله ویینه ولرو او بیا د ښځې او سړي ځانګړي حقوق تر څېړنې لاندې ونیسو.

بده نه ده،چې د نوې پېړۍ حقوقي خوځښتو ته لنډه کتنه وکړو،چې د ښځې او سړي د حقوقو د تساوۍ نظریه ورکوي .

 

په اروپا کې د ښځې د حقوقو تاریخ ته کتنه

په اروپا کې تر ۱۷مې پېړۍ وروسته د بشر د حقوقو په نامه خبرې پیل شوې . د ۱۷مې او ۱۸مې پېړۍ اندیالو‏او پوهانو د بشر د طبیعي،فطري او نه نفي کېدونکیو حقوقو په اړه خپل اندونه په عجیبه هلو ځلو په خلکو کې خپاره کړل . “ژان ژاک روسو”، “ولتر” او “منتسکیو” له دې لیکوالانو او اندیالانو ځنې دي . د بشر د طبیعي حقوقو د پلویانو د افکارو د خپرېدنې عملي پایله دا وه،چې د ملت او واکمن پلاوي ترمنځ اوږدې ناندرۍ پيل شوې . ملت بریالی شو،چې پر کال ۱۶۸۸ ز د یوې اعلامپاڼې په ترڅ کې یې د خپلو سیاسي او ټولنیزو حقوقو یوه برخه وړاندیز او بیا ترلاسه کړه.

ددې فکرونو د خپرېدنې بله عملي پایله د انګلستان پر ضد د امریکا د خپلواکۍ جګړې وې . په شمالي امریکا کې د انګلستان په دیارلسو مستعمرو د زیات دباو له کبله، چې پر خلکو کېده،په پای کې یې خپله خپلواکي تر لاسه کړه.

پر کال ۱۷۷۶ز په “فېلادلفیا” کې یوه غونډه جوړه شوه او عمومي خپلواکي یې اعلان کړه او په دې اړه یې خبرپاڼه خپره کړه او په سريزه کې یې راغلي ول :

د بشر ټول وګړي په خلقت کې یو شان دي او خالق هر وګړي ته ثابت او نه بدلېدونکي حقوق ورکړي؛لکه د ژوند او ازادۍ حق او د حکومتو اصلی لامل هم د نوموړو حقونو ساتنه ده او د حکومت ځواک او نفوذ یې د ملت د رضایت په خوښه وي .

څه چې اوسمهال د “بشر د حقوقو د اعلامیې” په نامه په نړۍ کې مشهور دي،هغه څه دي، چې د فرانسې تر ستر انقلاب وروسته د “حقوقو د اعلان” په نامه خپره شوه. دا اعلامیه یو لړ ټولیز اصول دي،چې د فرانسې د اساسي قانون په پیل کې قید شوي او د فرانسې د اساسي قانون نه بېلېدونکې برخه ده. دا اعلامیه یوه سریزه او اوولس مادې لري .

لومړۍ ماده یې وايي : د بشر وګړي ازاد زېږېدلي او د عمر تر پایه ازاد پاتې شوي او په حقوقو کې مساوي دي .

په ۱۹مه پېړۍ کې په اقتصادي،ټولنیز او سیاسي مسئـلو کې د بشري حقوقو په هکله نوي افکار او بدلونونه پېښ شول،چې د سوسیالیسم د راښکاره کېدو او همداراز ددې لامل هم شو،چې زیار ایستونکیو پوړ ته دې ګټې په پام کې ونیول شي او له شتمنه دې د کارګر لاس ته حکومت ولېږدول شي .

د شلمې پېړۍ تر پیله د بشر د حقوقو په شاوخوا کې،چې څه ويينه شوې،د دولتو پر وړاندې د ملتو او د اربابانو پر وړاندې د خواري کښو د حقوقو په هکله ول . په شلمه پېړۍ کې په لومړي ځل د سړي پر وړاندې د “ښځې د حقوقو” مسئاله راپورته شوه. انګلستان،چې په ډیموکراسۍ کې تر ټولو زوړ هېواد دی،یوازې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یې د ښځې او سړي برابر حقوقو ومنل . د امریکا د متحده ایالتو دولتونو په دې،چې په اتلسمه پېړۍ کې یې عمومي بشر ته د خپلواکۍ اعلان کړی و؛خو پر ۱۹۲۰ز په سیاسي حقوقو کې د ښځې او سړي د برابرۍ قانون تصویب کړ او همداراز فرانسې هم په شلمې پېړۍ کې دې امر ته غاړه کېښووه .

په هر حال په شلمه پېړۍ کې په ګرده نړۍ کې ډېری ډلو د ښځې او سړي په اړیکو کې د د حقوقو او دندو له اړخه د ژور بدلون غوښتونکي ول . د دوی په ګروهه،څو د ښځې او سړي په اړیکو کې سمونې رانشي؛نو له دولتو سره د ملتو او له اربابانو او شتمنو سره د خواري کښو په اړیکو کې بدلون به د ټولنیز عدالت رامنځ ته کونې ته بسیا نه وي .

له دې مخې په لومړي ځل د بشر د حقوقو په اعلامیه کې،چې پر کال ۱۹۴۸ز تر دویمې نړيوالې جګړې وروسته د ملګرو ملتو له خوا خپره شوه، په سریزه کې یې راغلي ول :

“د ملګرو ملتونو خلکو یو ځل بیا په خپل منشور کې اعلان کړل،چې د بشر په حقوقو او د انساني وګړي په مقام او ارزښت او د ښځې او سړي پر مساوي حقوقو ایمان لري .”

د نولسمې او شلمې پېړۍ ماشیني کړکېچ او د کارګرو او په تېره بیا د ښځې د اسکېرنې او بدې ورځې له امله د ښځې د حقوقو موضوع ته نوره پاملرنه هم وشوه. د (البرماله تاریخ : ۳۲۸/۶) لیکي: “ تر هغه وخته چې دولتونو د کارګرانو احوال او د شتمنو چلن ته پاملرنه نه درلوده، شتمنو،چې څه یې زړه غوښتل،هماغسې یې کول،د کارخانو مالکانو به ښځې او سړي په لږه مزدورۍ ګومارل او دا چې ډېر کار یې کاوه؛نو په ډول ډول ناروغیو اخته کېدل او په ځوانۍ کې مړه کېدل .”

په اروپا کې د بشر د حقوقو د خوځښت د تاریخ په اړه لنډ معلومات مو وړاندې کړل؛لکه څرنګه چې پوهېږو د بشر د حقوقو د اعلامیې ټول مواد،چې اروپایانو ته نوي ول، څوارلس پېړۍ مخکې یې په اسلام کې وړاندوینه شوې وه او ځینو عربو او ایراني پوهانو له دې اعلامیو سره په پرتلنه کې هغه په خپلو کتابو کې راوړي دي . ددې اعلامیې ځینې برخې،له هغه څه سره اختلاف لري،چې اسلام راوړي او دا په زړه پورې ویینه ده،په دې کې یو د ښځې او سړي د حقوقو مسئاله ده،چې اسلام تساوي یې مني؛خو د ښځې او سړي د حقوقو په اړه تشابه،یووالی او یکنواختي نه مني .

 

سرچینه : نظام حقوقي زن در اسلام، لیکوال مرتضی مطهري

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!