تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر تغابن سورت تفسیر تغابن سورت اتلس آیتونه لري او په مدینه کې نازل شوی دی. د سورت په نهم آیت کې د قیامت ورځ «تغابن» شمېرل شوې ده؛ نو ځکه یې نامه تغابن ده. تغابن د بل مغبون کولو او زیانمنولو په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

تغابن سورت تفسیر

تغابن سورت اتلس آیتونه لري او په مدینه کې نازل شوی دی.

د سورت په نهم آیت کې د قیامت ورځ «تغابن» شمېرل شوې ده؛ نو ځکه یې نامه تغابن ده.

تغابن د بل مغبون کولو او زیانمنولو په مانا او ګټه په خپله ګټه تمامولو ته وايي. په قیامت کې هر څوک په دې فکر کې دی، چې ځان خلاص او بل پړ وبولي.

ددې سورت آیتونه د نظم او سیاق له پلوه، د حدید سورت په څېر دي، ته وا د هغه سورت لنډیز دی.

سورت په توحید او د الله (ج) په ایکي یووالي پیل شوی او خلکو ته یې خبرداری ورکړی، چې کړنو ته مو پام وسه او قیامت ته په پاملرنې یې دوام موندلی او په پای کې یې خلکو ته د الله (ج) په لار کې انفاق او پر دنیا د زړه نه تړنې سپارښتنه کړې ده.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه.

یُسَبِّحُ لِلّهِ ما فِی السَّماواتِ وَ ما فِی الْأَرْضِ لَهُ الْمُلْکُ وَ لَهُ الْحَمْدُ وَ هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ«1»= څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، الله په پاکۍ يادوي، مالكيت او حكومت يوازې دده دى او ستاېنه يوازې ده ته ده او هغه پر هر څه وسمن دى.

 

ټکي:

*دنیوي واکمنان، ځواک لاس ته راوړنې او خپل ځواک ساتنې ته، خلاف چارې کوي؛ خو الله(ج)هغه واکمن دی، چې ټوله هستي یې سپېڅلی او پاک بولي او بیخي ظلم نه کوي.

* حمد او ستاینه د هغه حق ده، چې له هر ډول عیب او نقص لرې وي؛ نوځکه لومړی د الله(ج) تسبیح اوڅار شوې او ورپسې یې په لمانځه کې ستاینه او همدارز تسبیح او حمد یې په رکوع او سجدو کې یو د بل ترڅنګ راغلي دي.

پېغامونه:

1-د هستۍ ټول موجودات یو ډول شعور لري او د هماغه شعور له مخې، پر الهي تسبیح بوخت دي. «یُسَبِّحُ لِلّهِ ما فِی السَّماواتِ وَ ما فِی الْأَرْضِ»

2-د الله (ج) واکمني مطلق ده او هېڅ محدودیت نه لري. «لَهُ الْمُلْکُ» (الهي حکومت حقیقي دی؛ نه مجازي، نه امانتي، نه عاریه یي، نه اعتباري او نه لنډمهاله)

3-په دنیا کې ډېری هغه وګړي چې واکمني کوي، تر نیوکې لاندې دي؛ خو الله (ج) هم ځواک او هم واکمني لري او هم ستاینوړ دی. «لَهُ الْمُلْکُ وَ لَهُ الْحَمْدُ»

4-د ټولو کمالاتو سرچینه هغه دی؛ نو ټولې ستاینې د هغه دي. «لَهُ الْحَمْدُ»

5-په دنیا کې ډېری واکمنان، ستونزاواری او سمونې نشي کولای؛ خو الله (ج) هغه واکمن دی، چې پر کار وسمن دی. (لَهُ الْمُلْکُ … وَ هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ)

6-پر ټوله هستۍ د الله (ج) ځواک یوشان دی.(د ډبرې د یوې ټوټې او د غرونو د لړۍ پنځول ورته یوشان دی؛ لکه څنګه چې زموږ سترګې ته د یوه کوشني مېخ او د یوه غره لیدل یوشان دي). «وَ هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ»

 

هُوَ الَّذِی خَلَقَکُمْ فَمِنْکُمْ کافِرٌ وَ مِنْکُمْ مُؤْمِنٌ وَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ بَصِیرٌ«2»= (الله) هغه (ذات) دى،چې تاسې يې پيدا كړئ (او ازادي او اختيار يې دركړ)؛نو ځينې مو كافران او ځينې مو مؤمنان دي او څه چې كوئ، الله يې ليدونکى دى.

ټکي:

*که انسان پر واټ خاوره وویني، پوښتي: دا خاوره چا اچولې ده؟ که پر خاوره چوکاټ او نقشه جوړه شي؛ نو پوښتي چې دا نقشه د چا ده؟ که خاوره په نقشه، صنعت او حکمت د کاشي په بڼه شي؛ نو د طراح او هنر د ځانګړنو پوښتنه به کوي.

الله (ج) انسان وپنځاوه: «خَلَقَکُمْ»؛ خو خورا هېښنده پنځون، چې په پار یې ځان ته «فَتَبارَکَ اللّهُ أَحْسَنُ الْخالِقِینَ» ووایه؛ ځکه هر ډول هنر، ظرافت او نقشې پکې کارېدلي دي؛ لکه څنګه چې په بل آیت کې وايي: «لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسانَ فِی أَحْسَنِ تَقْوِیمٍ[1]»موږ انسان په خورا غوره چوکاټ کې وپنځاوه.

هو! پنځېدلی د پنځګر نښه ده او څومره چې هنر عالمانه او حکیمانه وي، د پنځګر د علم، حکمت او ځواک نښه یې ده.

*تېر آیت د ټولو موجوداتو تسبیح ته اشاره وکړه او دا آیت د ځینو انسانانو کفر او کفران ته اشاره کوي، چې کافران ګومان ونکړي، چې الله (ج) یې عبادت ته اړمن دی او یا یې کفر، الله (ج) ته تاوان ورسولای شي.

*تېر آیت د ټولو موجوداتو تسبیح ته اشاره وکړه، چې په یو ډول یې د شعور ښکارندوی ده او په دې آیت کې پر نورو موجوداتو د انسان امتیاز ته چې واک او اختیار درلودل دي اشاره کوي. انسان له دې دومره سترې الهي پېرزوینې سره کولای شي، هماغه لار وټاکي، چې نور موجودات پرې روان دي یا داچې پر خلاف لار یې ولاړ شي. ښايي دا آیت، پر انسان یو ډول نیوکه وي، چې سره له دې چې د الله (ج) درته ځانګړی پام دی او د مخلوقاتو مخور یې؛ خو بیا هم اپوټه روان یې او د نعمتونو کفران او د الله (ج) ناشکرۍ ته دې پښه ټینګه کړې ده. 

پېغامونه:

1-د انسان پنځون د الهي ځواک یوه پلوشه ده. «هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ – هُوَ الَّذِی خَلَقَکُمْ»

2- انسان یو مختار او ټاکونکی موجود دی؛ نه اړ. «فَمِنْکُمْ کافِرٌ وَ مِنْکُمْ مُؤْمِنٌ»

3-د انسان کړنه یې د ګروهې ښکارندوی ده.(ددې پر ځای چې ووايي: الله مو پر کفر او ایمان خبر دی، وايي: الله مو پر کړنو خبر دی.) «وَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ بَصِیرٌ»

خَلَقَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَ صَوَّرَکُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَکُمْ وَ إِلَیْهِ الْمَصِیرُ«3»=اسمانونه او ځمكه يې (د مصلحت له مخې او) په حقه پيدا كړي او تاسې يې (په جنيني نړۍ کې) په ښكلې او زړه پورې انځورنې سره انځور کړئ او د ده لور ته ورتګ دی.

ټکي:

* د څېرې له ښکلا «فَأَحْسَنَ صُوَرَکُمْ» مراد دادی، چې الله (ج) انسان پر هغه څیزونو سمبال کړ، چې موخې رسېدو ته ورسره مرسته کوي.

*د انسان د بدن غړي هر یو په خپل مناسب ځای کې ایښوول شوي او تړښت او انډولتیا  یې د انسان د غړیو په تېره، د څېرې د ښکلا لامل شوی دی. باڼه، سترغلي او وریزي، د سترګو ساتنه کوي او انسان ته ځانګړې ښکلا ورکوي. شونډې د خولې او غاښونو ساتندویانې دي، یوازې د خوړو یا خبرې کولو پر مهال پرانستل کېږي، هغه هم د اړتیا هومره او په ماشومتوب کې چې د انسان ژوند د مور په شیدو پورې تړلی، د روولو دنده لري او چې غټ شي؛ عاطفي احساسات په ښکلولو څرګندوي . 

*الله (ج) خپل تر ټولو غوره مخلوق؛ یعنې انسان له ناڅیزه اوبو وپنځاوه، «ماءٍ مَهِینٍ[2]» او په یوه تورتم او تیارې کارګاه کې «فِی الْأَرْحامِ[3]» یې پرې غوره رسامي وکړه. «فَأَحْسَنَ صُوَرَکُمْ»

*د الله (ج) د پنځولیو او د انسان جوړ کړیو توپیر:

1.د انسان تولیدات محدود او یوازې ځینې توکي جوړولای شي؛ خو الله (ج) هر څه پنځولای شي.«خَلَقَ کُلَّ شَیْءٍ[4]»

2.د انسان تولیدات کله چټي وي؛ خو د الله (ج) پنځونه تل موخه لري. «خَلَقَ اللّهُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ بِالْحَقِّ[5]»

3.د انسان په تولیداتو کې افراط و تفریط دی؛ خو د الله (ج) پنځونه په اندازه/په تول ده. «إِنّا کُلَّ شَیْءٍ خَلَقْناهُ بِقَدَرٍ[6]»  

  1. معمولا تولیدوونکی د توکي تر تولید روسته پر خپل تولید څارنه نه لري؛ خو الله (ج) یې کله هم له خپلو مخلوقاتو نه غافلېږي. «وَ ما کُنّا عَنِ الْخَلْقِ غافِلِینَ[7]»

5.انسان کله پر تولید ستړی او ستومانه شي؛ خو الله (ج) کله هم له پنځونې نه ستړی کېږي.«ما مَسَّنا مِنْ لُغُوبٍ[8]» 

6.الله (ج) د جوړې له لارې د موجوداتو بقا تضمین کړې ده. «وَ مِنْ کُلِّ شَیْءٍ خَلَقْنا زَوْجَیْنِ[9]»

  1. الله (ج) خپلو ټولو مخلوقاتو ته تکویني ښیون-هدایت کوي. «أَعْطی کُلَّ شَیْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدی[10]»

8.په پای کې ټول مخلوقات هغه ته ورستنېدوني دي.( خَلَقَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ … إِلَیْهِ الْمَصِیرُ(([11]

*د الله (ج) ټولې چارې تر ټولو غوره دي:

پنځونه یې تر ټولو غوره ده: «فَتَبارَکَ اللّهُ أَحْسَنُ الْخالِقِینَ[12]»

قرآن کتاب یې تر ټولو غوره دی: «نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِیثِ[13]»

کیسې یې تر ټولو غوره دي: «أَحْسَنَ الْقَصَصِ[14]»

نامې یې تر ټولو غوره دي: «وَ لِلّهِ الْأَسْماءُ الْحُسْنی[15]»

ثوابونه یې تر ټولو غوره دي: «فَلَهُ جَزاءً الْحُسْنی[16]»

ژمنې یې تر ټولو غوره دي: «وَعَدَ اللّهُ الْحُسْنی[17]»

حکم یې تر ټولو غوره دی: «وَ مَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُکْماً[18]»

الله (ج) له موږ هم غوښتي، چې په ټولو چارو کې تر ټولو غوره وټاکو. د بېلګې په توګه:

په وینا کې دې تر ټولو غوره خبره وکړو: «یَقُولُوا الَّتِی هِیَ أَحْسَنُ[19]»

په عمل کې دې تر ټولو غوره کړنې وکړو: «أَحْسَنُ عَمَلاً[20]»

په چلن کې دې تر ټولو غوره چلن ولرو: «ادْفَعْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ[21]»

په ویینه او خبرو اترو کې دې تر ټولو غوره بڼه وټاکو: «جادِلْهُمْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ[22]»

مننه دې په تر ټولو غوره بڼه وکړو: «فَحَیُّوا بِأَحْسَنَ[23]»

په اورېدو کې دې تر ټولو غوره یې وټاکو او عمل پرې وکړو: «یَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَیَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ[24]»

د پلامړي مال په تصرف کې دې غوره لار وټاکو: «لا تَقْرَبُوا مالَ الْیَتِیمِ إِلاّ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ[25]»

په انگیزه کې دې په خورا غوره نیت، چې اخلاص او خدای ته ورنژدې کېدل دي، خپلو کړنو ته الهي رنګ ورکړو: «وَ مَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ صِبْغَهً[26]»

پېغامونه:

1- آسمانونه او ځمکې، د کړلار له مخې، یوې موخې ته پنځول شوي دي. «خَلَقَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ بِالْحَقِّ»

2- الله (ج) د انسان انځورګري ځان ته ورمنسوبوي. «صَوَّرَکُمْ»

3- انسان د نورو موجوداتو په پرتله خورا ښکلی او بشپړ دی. «فَأَحْسَنَ صُوَرَکُمْ»

4- د پنځون غونډال – خلقت نظام د الهي موخې پر لوري په حرکت کې دی. «إِلَیْهِ الْمَصِیرُ»

5- الله د هستۍ مبدأ او معاد دی.( خَلَقَ … إِلَیْهِ الْمَصِیرُ)

6-په حق او د با موخه پنځون غوښتنه خو د معاد شتون، او سزا او ثواب لپاره الله (ج) ته د انسانانو ورستنېدا ده.( خَلَقَ … بِالْحَقِّ … وَ إِلَیْهِ الْمَصِیرُ)

یَعْلَمُ ما فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ یَعْلَمُ ما تُسِرُّونَ وَ ما تُعْلِنُونَ وَ اللّهُ عَلِیمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ«4»=څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، الله پرې خبر دى او څه چې پټوئ يا ښكاره كوئ، ورمعلوم دي او الله د سينو په پټو خوالو ښه پوه دى.

ټکي:

*په دې آیت کې درې ځل د الهي علم خبره شوې ده: د هستۍ پر ټولو موجوداتو علم «ما فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»، د انسان په پټو او ښکاره چارو د الله (ج) پوهه «ما تُسِرُّونَ وَ ما تُعْلِنُونَ»، پر افکارو او نیتونو پوهه «بِذاتِ الصُّدُورِ»؛ هغه هم همېشنۍ پوهه، چې د فعل مضارع له چوکاټه «یَعْلَمُ» ګټنه کېږي او ژوره پوهه، چې د «عَلِیمٌ» له چوکاټه ګټنه کېږي.

*پردې ایمان چې الله (ج) مو پر کړنو څارن او له هر څه خبر دی، له ګناهونو لرې والي او متقي کېدو ته غوره لار ده.

*ددې په پامنیوي، چې په تېر آیت کې یې وویل: «وَ إِلَیْهِ الْمَصِیرُ»، د ټولو ورستنېدا د هغه پر لوري ده، دا آیت د یوې مقدرې پوښتنې ځواب دی او هغه داچې: هغه انسانان، چې تر مرګ روسته وراسته او وشیندل شي؛ نو الله (ج) یې څنګه راستنوي؟! آیت ځواب ورکوي: الله (ج) له ټولو شیندل شویو ذرو خبر دی او د مړیو د ذراتو شیندل کېدل او ګډېدل یې د له منځه تلو نه لاملېږي. 

پېغامونه:

1-الهي پوهه په ځانګړي وخت، ځای، څیز او چارو پورې محدوده نه ده. هم له اسمانونو او هم له ځمکې خبر دی او هم پر هغه چارو چې په پټه او ښکاره کېږي.(یَعْلَمُ ما فِی السَّماواتِ … یَعْلَمُ ما تُسِرُّونَ …)

2- انسان سرایله نه؛ بلکې د الله (ج) تر څارنې لاندې دی. «یَعْلَمُ ما تُسِرُّونَ وَ ما تُعْلِنُونَ»

3- الله (ج) ته پټ او ښکاره یو شان دي.( تُسِرُّونَ … تُعْلِنُونَ) 

4-الله (ج) هم د انسان له پټو چارو خبرو دی او هم یې په ټټر کې له پټو خوالو، انګېزو او افکارو.( تُسِرُّونَ … بِذاتِ الصُّدُورِ)

أَ لَمْ یَأْتِکُمْ نَبَأُ الَّذِینَ کَفَرُوا مِنْ قَبْلُ فَذاقُوا وَبالَ أَمْرِهِمْ وَ لَهُمْ عَذابٌ أَلِیمٌ«5»=ايا د هغو کسانو خبر دررسېدلى نه دى، چې تر دې مخكې كافران شوي ول؟! (هو!) د خپلو سترو ګناهونو د سزا خوند يې وڅاكه او ورته دردناك عذاب دى!

ټکي:

* «وَبالَ» د دروندوالي په مانا دی؛ هغه خواړه چې معده درنوي «وبیل» ورته وايي او درون ورښت ته «وابل» وايي او هغه درون چار چې د انسان د تاوان تومنه شي،«وبال» ورته ویل شوی.دا کلیمه څلور ځل په قرآن کې راغلې او په ټولو ځایونو کې ترې مراد د دنیا سختي او کړاو دی.

*الهي سزاوې په قیامت پورې ځانګړې نه دي، په ځینې ځایونو کې الله (ج) هم په دنیا کې سزا ورکړې او هم په قیامت کې سزا ورکوي؛ لکه د نوح قوم چې ډوب او د هود قوم چې په باد او د صالح قوم، چې په وېرونکې کړیکه، د لوط قوم چې د ډبرو په باران او فیل اصحاب په پخو شویو ګيټکیو، په دنیا کې د خپل عذاب خوند وڅکه.

پېغامونه:

1-د اسلام د پېغمبر د پېر خلک، د هلاکو شویو قومونو له خبرونو خبر وو. «أَ لَمْ یَأْتِکُمْ»

2-د تېرو قومونو د تاریخ مطالعې ته اسلام سپارښتنه کوي او هغه رټنوړ دی، چې له تاریخه عبرت وانخلي. «أَ لَمْ یَأْتِکُمْ نَبَأُ الَّذِینَ کَفَرُوا»

3-څه چې پوهېدل پرې پکار دي، مهم او عبرتاناک خبرونه دي؛ نه هر بې ګټې اطلاعات. «نَبَأُ الَّذِینَ کَفَرُوا» ( «نَبَأُ» مهمو خبرونو ته ویل کېږي).

4- الله (ج) حلیم دی؛ خو ځینې چارې دومره ناروا دي، چې سملاسي عذاب یې مل وي. (د ((فاء)) حرف ددې څرګندوی دی، چې ډېر وخت پرې وا نه وړېد). فَذاقُوا …

5-د بدمرغیو لامل د انسان خپلې کړنې دي. «وَبالَ أَمْرِهِمْ»

6-په دنیا کې الهي سزاوې، یوازې د څکلو هومره وي او پوره سزا خو په قیامت پورې ځانګړې ده. «فَذاقُوا وَبالَ أَمْرِهِمْ – وَ لَهُمْ عَذابٌ أَلِیمٌ»

ذلِکَ بِأَنَّهُ کانَتْ تَأْتِیهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّناتِ فَقالُوا أَ بَشَرٌ یَهْدُونَنا فَکَفَرُوا وَ تَوَلَّوْا وَ اسْتَغْنَی اللّهُ وَ اللّهُ غَنِیٌّ حَمِیدٌ«6»=دا ځكه چې استازيو يې څرګند دلايل وروړل؛ نو (د كبر او غرور له مخې) يې ويل: (( ايا (زموږ په څېر) یو انسان لارښوونه راته کوي؟!)) نو (له همدې لامله) منكر شول او مخونه يې واړول او الله (یې له ايمان او اطاعته) بې پروا شو او الله مړه خوا ستايل شوى دى .

ټکي:

* تبلیغ ډولونه لري او غوره ډول یې عملي دی.الله (ج) خپل استازي د بشر له جنسه وټاکل، چې د خلکو په څېر د ژوند تراخه او کړاوونه وڅکي او په عمل کې یې لارښود ووسي؛ خو یو شمېر لنډاندو دا بشرتوب نیمګړتیا ګڼله او ویل يي: «أَ بَشَرٌ یَهْدُونَنا» آیا زموږ په څېر بشر به مو لارښود وي ؟!

* «اسْتَغْنَی» د «غنی» له جرړې او د مړه خواتوب په مانا دی. دا چار الله (ج) ته پر ځای او پرحقه دی. «وَ اسْتَغْنَی اللّهُ وَ اللّهُ غَنِیٌّ»؛ خو هغه انسان ته چې له سره تر پښو ټوله اړتیا ده، د مړه خواتوب ګومان کول ورته تر ټولو ناوړه ځانګړنه ده؛ لکه څنګه چې قرآن په درېیو ځایونو کې ورته اشاره کړې ده:

«أَمّا مَنِ اسْتَغْنی فَأَنْتَ لَهُ تَصَدّی[27]=» خو هغه چې [ستا له پنده] نااړتيا ښيي، نو مخ وراړوې،

«أَمّا مَنْ بَخِلَ وَ اسْتَغْنی وَ کَذَّبَ بِالْحُسْنی فَسَنُیَسِّرُهُ لِلْعُسْری[28]=» او چاچې کنجوسي او (له خپل پالونکي) بې پروايي وكړه،او (په قيامت) کې د نېكۍ (د بدلې ژمنه) دروغ وګڼله

 «إِنَّ الْإِنْسانَ لَیَطْغی أَنْ رَآهُ اسْتَغْنی[29]=» هېڅكله داسې نه ده (چې تاسې يې ګڼئ) بېشکه انسان (نامنندوی موجود دى او) سرغاړی کوي، (په تېره هغه وخت) چې ځان (د دنيا) له شتمنۍ برخمن (او وسمن) وويني.

*په مؤمنانو کې شبهې خپرول او شک رامنځ ته کول، د کبرجنو کافرانو کړنلار ده. په دې آیت کې وايي: آیا زموږ په څېر بشر به ښیونګر وي ؟ «أَ بَشَرٌ یَهْدُونَنا»؛په بل ځای کې وايي: له کومه خبر یاست، چې صالح (ع) د الله استازی دی؟! «أَ تَعْلَمُونَ أَنَّ صالِحاً مُرْسَلٌ مِنْ رَبِّهِ[30]»؛ په بل ځای کې یې وویل: څنګه دې بېوزله واکمن شي ؟! «أَنّی یَکُونُ لَهُ الْمُلْکُ[31]»

* کفار دلیل نه لري، یوازې استبعاد کوي. د نبوت په اړه وايي: څنګه یو بشر کولای شي د بشري ټولنې لارښود ووسي ؟ «أَ بَشَرٌ یَهْدُونَنا» د معاد په اړه هم وايي: روسته تر هغه چې جسم مو وروست او په ځمکه کې ورک شو، بیا به څنګه راژوندي کېږو؟ «أَ إِذا ضَلَلْنا فِی الْأَرْضِ أَ إِنّا لَفِی خَلْقٍ جَدِیدٍ[32]»

*الله د خلکو ایمان او پام ته اړتیا نه لري. «فَکَفَرُوا وَ تَوَلَّوْا وَ اسْتَغْنَی اللّهُ»؛ لکه څنګه چې په بل ځای کې وايي: «إِنْ تَکْفُرُوا أَنْتُمْ وَ مَنْ فِی الْأَرْضِ جَمِیعاً فَإِنَّ اللّهَ لَغَنِیٌّ حَمِیدٌ[33]»که تاسې او د ځمکې پرمخ ټول وګړي کافر شئ؛ نو په رښتینه کې چې الله مړه خوا او ستایل شوی دی. هو! که ټول مخ په لمر او شا په لمر کور جوړ کړي، پر لمر څه اغېز نه لري.

په بل آیت کې لولو: «وَ مَنْ کَفَرَ فَإِنَّ اللّهَ غَنِیٌّ عَنِ الْعالَمِینَ[34]» څوک چې کافر شي؛ نو پوه دې شي، چې الله له ټولې هستۍ مړه خوا دی.

پېغامونه:

1-د تېرو تاریخ وڅېړئ او وشنئ. (فَذاقُوا وَبالَ أَمْرِهِمْ – ذلِکَ بِأَنَّهُ کانَتْ …)

2-الهي پرغز- قهر تر غاړې خلاصونې روسته دی. «عَذابٌ أَلِیمٌ – ذلِکَ بِأَنَّهُ کانَتْ تَأْتِیهِمْ رُسُلُهُمْ»

3-الله (ج) د تاریخ په ترڅ کې د بشر ښیون – هدایت ته ډېر او پرله پسې استازي رالېږلي دي. «کانَتْ تَأْتِیهِمْ» ( «کانَتْ»، په تېر وخت کې د استمرار نښه ده).

4- ټولو انبیاوو، څرګند دلایل او معجزې درلودې. «تَأْتِیهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّناتِ»

5-کفارو به بې له دې چې د پېغمبرانو په دلایلو کې سوچ وکړي، په حقانیت کې به یې ورته شکونه رامنځ ته کول. فَقالُوا …(«فاء»د نه سوچ کولو څرګندوی دی.)

6-د کافرانو له لیدلوري، بشرتوب د پېغمبرانو د کمزورۍ یو ټکی دی. «فَقالُوا أَ بَشَرٌ یَهْدُونَنا»

7-الله (ج) په ذات کې مړه خوا او په کړنو کې حمید او ستاینوړ دی. «غَنِیٌّ حَمِیدٌ»

زَعَمَ الَّذِینَ کَفَرُوا أَنْ لَنْ یُبْعَثُوا قُلْ بَلی وَ رَبِّی لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِما عَمِلْتُمْ وَ ذلِکَ عَلَی اللّهِ یَسِیرٌ«7»=  كافرانو ګڼلې،چې (تر مرګ روسته به) هېڅكله راپانڅول شي، ووايه : ((هو! پر پالونكي مې قسم،چې تاسې ټول به (په قيامت كې) راپاڅول شئ او هرومرو به مو د خپلو كړنو (له حقيقته) خبر كړي .)) او دا (چار) الله ته اسان دى .

 

ټکي:

* «زَعَمَ» هغه ظن او ګومان ته ویل کېږي، چې بنسټ او دلیل ونلري او په قرآن کې چې په کوم ځای کې راغلی، یو ډول نیوکه ورسره ده.امام صادق (رح) وویل: د «زَعَمَ» کلیمه په ټول قرآن کې د ((دروغ)) په مانا ده.«اما علمت ان کل زعم فی القرآن کذب[35]»

*ددې سورت په دویم آیت کې ځینې له الله (ج) منکر شول. «خَلَقَکُمْ فَمِنْکُمْ کافِرٌ» په شپږم آیت کې له نبوته منکر شول. «أَ بَشَرٌ یَهْدُونَنا فَکَفَرُوا» او په دې آیت کې له معاده منکرېږي. «زَعَمَ الَّذِینَ کَفَرُوا أَنْ لَنْ یُبْعَثُوا»

*له معاده د کافرو د نټې – انکار په اړه،قرآن څو ځل یې پېښېدو ته سوګند یاد کړی؛ لکه څنګه چې په دې آیت کې وايي: «بَلی وَ رَبِّی لَتُبْعَثُنَّ»او په بل ځای کې وايي: «بَلی وَ رَبِّی لَتَأْتِیَنَّکُمْ[36]»او د هغوی د شکمنې پوښتنې په ځواب کې وايي: «إِی وَ رَبِّی إِنَّهُ لَحَقٌّ[37]»او په زړه پورې خو داده، چې قرآن د کفارو ځواب ته هماغه لغات کاروي، چې هغوی یې کاروي. هلته چې پوښتي:«ا حق» ورته وايي: «إِنَّهُ لَحَقٌّ» هلته چې وايي: «لا تَأْتِینَا السّاعَهُ» ورته وايي:«لَتَأْتِیَنَّکُمْ» او هلته چې وايي: «لَنْ یُبْعَثُوا» ورته وايي: «لَتُبْعَثُنَّ»

*ددې دلیل، چې الله (ج) ته د مړیو راژوندي کول او له کړنو یې خبرول اسان دي، «عَلَی اللّهِ یَسِیرٌ» هغه ځانګړنې دي، چې د سورت له پیله الله (ج) ته اوڅار شوي دي: «لَهُ الْمُلْکُ ، خَلَقَکُمْ ، خَلَقَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ ، صَوَّرَکُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَکُمْ ، یَعْلَمُ ما فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ – یَعْلَمُ ما تُسِرُّونَ وَ ما تُعْلِنُونَ – وَ اللّهُ عَلِیمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ»

لکه څو څو ځل چې په قرآن کې اوڅار شوي؛ لکه:

«هُوَ الَّذِی یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیدُهُ وَ هُوَ أَهْوَنُ عَلَیْهِ[38] ((= چې هستونه پيلوي، بيا يې (هم) راګرځوي او دا (كار) ورته اسان دى.

«کَما بَدَأَکُمْ تَعُودُونَ[39]»؛ لکه څنګه یې چې په پیل کې وپنځولئ، بیا به ورستانه شئ.

پېغامونه:

1-سره له دې چې کفار استدلال نه لري او پر خیال او ګومان خبرې کوي؛ خو کلک شعار ورکوي. (زَعَمَ … لَنْ یُبْعَثُوا)

2-په ښوونې او روزنې کې په کار دي، چې د نورو خبرې اوڅار او بیا ځواب ورکړل شي. (زَعَمَ … قُلْ)

3-په ګروهیزو چارو کې د نورو شک لرې کولو ته پر پالونکي سوګند یادول جایز دي. «قُلْ بَلی وَ رَبِّی لَتُبْعَثُنَّ»

4- شبهاتو او شکونو ته په ټینګار ځواب ورکړئ. (لَنْ یُبْعَثُوا … لَتُبْعَثُنَّ)

5- د قیامت دلیل، سزا او ثواب دی. «لَتُنَبَّؤُنَّ بِما عَمِلْتُمْ»

6-د کفارو د نټې – انکار او استبعاد جرړه، د انسان بیا راژوندي کېدو په ناشوني ګڼلو کې ده؛ خو قرآن وايي: څه چې درته ستونزمن ښکاري، الله (ج) ته اسان دي. «وَ ذلِکَ عَلَی اللّهِ یَسِیرٌ»

 

فَآمِنُوا بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ وَ النُّورِ الَّذِی أَنْزَلْنا وَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ خَبِیرٌ«8»=نو (اوس چې داسې ده) پر الله او استازي يې او پر هغې رڼا ايمان راوړئ، چې درلېږلې مو ده او خدای مو له کړنو ښه خبر دی.

ټکي:

*په دې آیت کې له نور (رڼا) ځنې مراد قرآن کریم دی؛ لکه څنګه چې په ابراهیم سورت کې لولو: «کِتابٌ أَنْزَلْناهُ إِلَیْکَ لِتُخْرِجَ النّاسَ مِنَ الظُّلُماتِ إِلَی النُّورِ» هغه کتاب چې ستا لوري ته مو درلېږلی، چې خلک پرې له تورتمونو(شرک، ناپوهۍ او درز) راوباسې او رڼا (توحید، پوهې او یووالي) ته یې ښیون کړې.

* په تېرو آیتونو کې د کفر او پر الله (ج)، استازي یې او معاد د ایمان نه راوړو خبره وه، چې امتونه یې پر عذاب اخته کړل. دا آیت وايي: نو تاسې د هغوی پر لار مه وردرومئ او ایمان راوړئ.

* په روایتونو کې لولو: نور هماغه معصوم امامان دي؛ ځکه هغوی مجسم او ناطق قرآن دي. امام باقر (رح) وايي: هغوی دي چې د ایمانوالو زړونه رڼوي.«هم الّذین ینوّرون قلوب المؤمنین[40]»

پېغامونه:

1-هر اړخیز ایمان ارزښتمن دی، پر الله (ج)، پېغمبر او اسماني کتابونو.«فَآمِنُوا بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ وَ النُّورِ الَّذِی أَنْزَلْنا»

2- الله (ج) نور دی: «اللّهُ نُورُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ[41]» او څه چې له لوري یې نازل شي، نور دي. «النُّورِ الَّذِی أَنْزَلْنا»

3- ایمان دې له عمل سره مل وي. (فَآمِنُوا … تَعْمَلُونَ)

یَوْمَ یَجْمَعُکُمْ لِیَوْمِ الْجَمْعِ ذلِکَ یَوْمُ التَّغابُنِ وَ مَنْ یُؤْمِنْ بِاللّهِ وَ یَعْمَلْ صالِحاً یُکَفِّرْ عَنْهُ سَیِّئاتِهِ وَ یُدْخِلْهُ جَنّاتٍ تَجْرِی مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهارُ خالِدِینَ فِیها أَبَداً ذلِکَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ«9»= (دا به) پر هغه ورځ وي،چې د غونډې پر ورځ (= د قيامت پر ورځ) مو راغونډ كړي،همدا د تغابن (زيان او پښېمانۍ ننګېرنې) ورځ ده او څوك چې پر الله ايمان راوړي او ښې چارې وكړي؛ نو ګناهونه يې وربښي او (جنتي) باغونو ته يې ورننباسي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، هلته به تل اوسي؛ دا ستره بريا ده .

وَ الَّذِینَ کَفَرُوا وَ کَذَّبُوا بِآیاتِنا أُولئِکَ أَصْحابُ النّارِ خالِدِینَ فِیها وَ بِئْسَ الْمَصِیرُ«10»=او کوم کسان چې كافران شوي او زموږ آيتونو يې دروغ ګڼلي؛ همدوى دوزخيان دي (او) تل به پكې اوسي او [دوزخ] د ورتلو څومره بد ځاى دى!

 

ټکي:

* «تغابن» د دې پر مانا دی، چې غبنونه راڅرګند شي؛ یعنې د قیامت پر ورځ، کافران یې د ایمان نه راوړو په پار او فاسقان یې د نېکچاریو نه درلودو په پار، او مومنین په دې پار چې ډېر عمل یې کولای شو، ټول یو ډول د تاوان، پښېمانۍ او غبن احساس لري او ښايي په دې مانا وي، چې پر هغه ورځ هر څوک په دې فکر کې دی، چې څنګه خپل بار د نورو پر اوږو واچوي؛ لکه څنګه چې په دې اړه په قرآن کې څو نندارې انځور شوي، چې شیطان وايي:«ما مه ملامتوئ، پړه مو پر خپله غاړه ده » یا مجرم خوښ دی، چې د ځان پر ځای یې اولاد او ټول خپلوان؛ بلکې ټول خلک یې پر ځای دوزخ ته ولاړ شي؛ خو چې دی خلاص شي.

ښايي تغابن په دې مانا وي، چې فاسدو مشرانو خپل لارویان مغبون کړي او لارویانو یې هم له دې مشرانو په پټو سترګو لاروۍ ډېر فرصت ورکړی او دوی یې مغبون کړي، چې که لاروي ترې نه وه شوې؛ نو فساد به یې دومره نه ډېرېده[42].

* «یوم الجمع» د قیامت یوه نامه ده؛ لکه څنګه چې په یوه بل آیت کې وايي: «وَ نُفِخَ فِی الصُّورِ فَجَمَعْناهُمْ جَمْعاً[43]» په شپېلۍ کې به وپوکل شي او ټول یوځای راغونډوو.

مغبون څوک دی؟

په روایتونو کې مغبون ته مصداقونه راغلي، چې ځینو ته یې اشاره کوو:

-د چا چې دوې ورځې یې یوشان وي، مغبون دی.«من استوی یوماه فهو مغبون[44]»

– تکبر او غرور په دنیا کې د بېوزلۍ او په آخرت کې د غبن لامل دی.«المغرور فی الدنیا مسکین و فی الآخره مغبون(([45]

-هغه چې د شپې له تهجدو بې برخې شي،مغبون دی.«فان المغبون من حرم قیام اللیل[46]»

-په قیامت کې د ژوند هرې ورځې ته ۲۴ زېرمې پرانستل کېږي او هغه ګړۍ چې انسان پکې خیر ښېګڼه نه وي کړي، د تشې خزانې په څېر یې ویني او ډېره ستره خواشیني خوري.«فیناله من الغبن و الاسف علی فواتها حیث کان متمکّناً من ان یملأها حسنات ما لا یوصف[47]»

-هغه مغبون دی چې د الله (ج) په لار کې جهاد پرېږدي.«من ترک الجهاد فی الله کان کالمغبون[48]»

* په قیامت کې دوې ډلې یو د بل پر وړاندې دي: مغبونه ډله، «یَوْمُ التَّغابُنِ» او بریالۍ ډله. «ذلِکَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ»

*په روزنه کې زېری او خبرداری یو د بل ترڅنګ پکار دي. نهم آیت د همېشني جنت زېری دی او ۱۰ آیت کافرانو ته د همېشني دوزخ خطر.

پېغامونه:

1- قیامت د رایادولو ورځ ده.[ د غونډلې – جملې په پیل کې د «إِذْ» ، «إِذا» او «یَوْمَ» په دې مانا دي: ((رایاده کړه هغه ورځ چې))] «یَوْمَ یَجْمَعُکُمْ»

2- له غبن نه د خلاصون لار ایمان او نېکچاري ده. «ذلِکَ یَوْمُ التَّغابُنِ وَ مَنْ یُؤْمِنْ بِاللّهِ وَ یَعْمَلْ صالِحاً»

3- ایمان له نېکچارۍ جلا نه دی.( یُؤْمِنْ … یَعْمَلْ صالِحاً)

4- صالح عمل د ناوړچاریو کفاره ده. «یُکَفِّرْ عَنْهُ سَیِّئاتِهِ»

5-څو پاک نشو، جنت ته نه ځو. لومړی دې ګناهونه پاک شي، بیا به جنت ته ننوځو.( یُکَفِّرْ … یُدْخِلْهُ)

6- جنتي بڼونه او ویالې هم ګڼ دي، هم همېشني او تلپاتې. (جَنّاتٍ … اَلْأَنْهارُ خالِدِینَ فِیها أَبَداً)

7-ستره بریا خو هغه ده، چې انسان په ایمان او نېکچاریو جنت ته ورننوځي[49].«ذلِکَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ»

 

ما أَصابَ مِنْ مُصِیبَهٍ إِلاّ بِإِذْنِ اللّهِ وَ مَنْ یُؤْمِنْ بِاللّهِ یَهْدِ قَلْبَهُ وَ اللّهُ بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیمٌ«11»= (هېچا ته) بې د الله له اجازې کوم مصيبت نه وررسي او څوك چې پر الله ايمان راوړي، الله يې زړه ته سمه لار ورښيي او الله پر هر څه پوه دى .

ټکي:

* داچې مؤمن انسان د الله (ج) پر علم، حکمت او لورنې ایمان لري، پوهېږي،چې بې دلیله چا ته کړاو نه وررسي او هر کړاو یې د خپلې کړنې پایله ده «ما أَصابَکُمْ مِنْ مُصِیبَهٍ فَبِما کَسَبَتْ أَیْدِیکُمْ[50]» او یا یې د ازمېینې اسباب او ودې او کمال ته یې ازمېینه ده. «فَأَخَذْناهُمْ بِالْبَأْساءِ وَ الضَّرّاءِ لَعَلَّهُمْ یَتَضَرَّعُونَ[51]»

*په قرآن کې «اذن» هم د الهي تکویني اذن په مانا راغلی؛ لکه په چمتو ځمکو کې د بوټیو راټوکېدل، چې په الهي اذن ترسره کېږي: «وَ الْبَلَدُ الطَّیِّبُ یَخْرُجُ نَباتُهُ بِإِذْنِ رَبِّهِ»[52]او هم د تشریعي اذن په مانا؛ لکه «أُذِنَ لِلَّذِینَ یُقاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا[53]»؛ یعنې مظلومانو ته د دفاع اجازه ورکول شوه. دلته له اذن ځنې مراد هماغه الهي تکویني اذن دی؛ یعنې ټول موجودات د هغه د علم او ارادې په ولکه کې دي او الله (ج) له هېڅ هم غافل نه دی، الله (ج) هر موجود ته، خیر او شر رسېدو ته اسباب چمتو کړي او هر موجود له هر یوه اسبابه ګټنه کوي او پایله به ترې اخلي.

*د زړه د ښیون – هدایت بېلګه، چې د کړېدلیو مؤمنانو د تسل لاملېږي، په بقره سورت کې راغلې ده:

«الَّذِینَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصِیبَهٌ قالُوا إِنّا لِلّهِ وَ إِنّا إِلَیْهِ راجِعُونَ أُولئِکَ عَلَیْهِمْ صَلَواتٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَ رَحْمَهٌ وَ أُولئِکَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ[54]= (او) هغو(صابرانو) ته زېرى ورکړه، چې د مصيبت په ورسېدو وايې: ((موږ د الله يو او لوري ته يې ورستنېدونکي يو))

* ایمان دنننی چار دی، چې که په انسان کې ځای ونیسي، د زړګني ښیون لامل به یې شي او که د انسان روح او زړه ښیون ومومي، کړنې او وینا به یې هم ښیون ومومي.( یَهْدِ قَلْبَهُ …)

پېغامونه:

1-کړاوونه د الهي اذن په ولکه کې دي، نه تصادفي او اتفاقي. الله (ج) د پېښو د اغېز مخه نه نیسي. «ما أَصابَ مِنْ مُصِیبَهٍ إِلاّ بِإِذْنِ اللّهِ»

2- ایمان د کړاوونو پر وړاندې د الهي لورنې او ځانګړي ښیون د لاس ته راوړو لامل دی.(ما أَصابَ مِنْ مُصِیبَهٍ … وَ مَنْ یُؤْمِنْ بِاللّهِ یَهْدِ قَلْبَهُ)

3-الله (ج) کړېدلیو مؤمنانو ته د کړاوونو درملنه، زغم او صبر ورالهاموي. «وَ مَنْ یُؤْمِنْ بِاللّهِ یَهْدِ قَلْبَهُ»

4- څوک چې په الهي علم او اراده ایمان لري، په پېښو کې صبر، توکل او هیله له لاسه نه ورکوي. «وَ مَنْ یُؤْمِنْ بِاللّهِ یَهْدِ قَلْبَهُ»

5-د الهي پېرزوینو لاس ته راوړل، د هغه ګام پر بنسټ دي، چې انسان یې اخلي. «مَنْ یُؤْمِنْ بِاللّهِ یَهْدِ قَلْبَهُ»

6-الله (ج) ښه پوهېږي، چې ایمان مو واقعي دی که منافقانه. (وَ مَنْ یُؤْمِنْ بِاللّهِ … وَ اللّهُ بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیمٌ)

7-کړاوونه په الهي اذن او علم دي او داسې خوالې پکې نغښتې، چې یوازې الله (ج) ترې خبر دی.( ما أَصابَ مِنْ مُصِیبَهٍ إِلاّ بِإِذْنِ اللّهِ … وَ اللّهُ بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیمٌ)

8-الهي علمي رانغاړنې ته د انسان پاملرنه، د ستونزو زغمل او پکې پایښتي ورته اسانوي.( ما أَصابَ مِنْ مُصِیبَهٍ … وَ اللّهُ بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیمٌ)

وَ أَطِیعُوا اللّهَ وَ أَطِیعُوا الرَّسُولَ فَإِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَإِنَّما عَلی رَسُولِنَا الْبَلاغُ الْمُبِینُ«12»=او د الله اطاعت وكړئ او د استازي يې اطاعت وكړئ؛ نو كه مخ واړوئ؛ نو زموږ پر استازي يوازې د څرګند (پېغام) رسونې پازوالي ده.

اَللّهُ لا إِلهَ إِلاّ هُوَ وَ عَلَی اللّهِ فَلْیَتَوَکَّلِ الْمُؤْمِنُونَ«13»=الله هغه دى چې؛ بې له ده لمانځوړ نشته او مؤمنان بايد يوازې پر الله بروسه وكړي.

ټکي:

* په دې آیت کې ددې پرځای چې ووايي:«اطیعوا الله و الرسول»، وايي: «أَطِیعُوا اللّهَ وَ أَطِیعُوا الرَّسُولَ»؛ یعنې د ((لاروۍ)) کلیمه تکرارېږي؛ ځکه په دې دوو لارویو کې توپیر دی. له الله (ج) لاروي، په ثابتو فرمانونو کې ده او له استازي یې لاروي په هغو چارو او حکمونو کې ده، چې د اسلامي واکمن په نامه یې ورکوي.

* پېغمبراکرم معصوم دی؛ ځکه له غیرمعصوم نه د بې قید و شرطه لاروۍ حکم، په حقیقت کې د ګناه کولو حکم ورکول دي.

*د «لا إِلهَ إِلاّ هُوَ» عبارت هم کولای شو، بې له الله (ج) د هر معبود نفې ته او بې له هغه د هر معبود د وړتیا نفې ته وګڼو.

پېغامونه:

1-له الله (ج) لاروي دې له آسماني مشرتابه سره له لاروۍ یوځای وي. «أَطِیعُوا اللّهَ وَ أَطِیعُوا الرَّسُولَ»

2- انسان،آزاد پنځول شوی، هم سرغړونه کولای شي او هم لاروي. (أَطِیعُوا اللّهَ … فَإِنْ تَوَلَّیْتُمْ)

3- مُبلغ دې په تمه نه وي، چې ټول خلک به ترې لاروي وکړي. (فَإِنْ تَوَلَّیْتُمْ …)  

4-که څه ځینې سرغړونه وکړي؛ خو پېغمبر په الله (ج) پورې تړاو لري او الله (ج) یې ملاتړ دی. «رَسُولِنَا»

5-الهي پېغمبران پر خلکو د اجبار حق نه لري، یوازې د ابلاغ دنده لري. «فَإِنَّما عَلی رَسُولِنَا الْبَلاغُ الْمُبِینُ»

6- که انسان پر خپله دنده عمل وکړي؛ نو د خلکو سرغړونه دې یې نه اندېښمنوي. «فَإِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَإِنَّما عَلی رَسُولِنَا الْبَلاغُ الْمُبِینُ»

7-د دین تبلیغ دې څرګند او روڼ وي. «الْبَلاغُ الْمُبِینُ»

8-یوازې حقیقي معبود د لاروۍ وړتیا لري.( أَطِیعُوا اللّهَ … اَللّهُ لا إِلهَ إِلاّ هُوَ)

9-یوپالۍ (توحید) ته پر الله (ج) توکل پکار دی.( اَللّهُ لا إِلهَ إِلاّ هُوَ وَ عَلَی اللّهِ فَلْیَتَوَکَّلِ …)

10-پر الله (ج)  توکل د واقعي ایمان نښه ده. «وَ عَلَی اللّهِ فَلْیَتَوَکَّلِ الْمُؤْمِنُونَ»

11-په ټولو چارو کې دې پر الله (ج) توکل وشي. «فَلْیَتَوَکَّلِ الْمُؤْمِنُونَ» په مطلقه بڼه راغلی دی.

یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْواجِکُمْ وَ أَوْلادِکُمْ عَدُوًّا لَکُمْ فَاحْذَرُوهُمْ وَ إِنْ تَعْفُوا وَ تَصْفَحُوا وَ تَغْفِرُوا فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَحِیمٌ«14»=مؤمنانو! په حقيقت کې ځينې مېرمنې او اولادونه مو ستاسې دښمنان دي؛ نو ځانونه ترې وساتئ او كه عفوه وکړئ او له گناهونو يې تېر شئ او بدي يې ناليدلې وگڼئ (؛ نو تاسې يو الهي چار کړى)؛ ځکه الله تعالى هم ډېر بښونکى (او) لورين دى.

ټکي:

* «عفو» د تېرېدو په مانا او«صفح» د رټنې پرېښوولو ته او «مغفرت» له یاده ایستو او هېرولو په مانا دي او دا درې چارې (عفو، صفح او مغفرت) له نورو او له دې ځنې د خپلې مېرمنې او اولاد د تېروتنو پر وړاندې د چلن درې ګامونه دي.

* امام باقر (رح) وویل: هغه مهال چې د مکې مسلمانان د هجرت په تکل کې شول، د ځینو یې مېرمنې او اولادونه مانع شول او سوګند یې ورکاوه، چې پر الله دې قسم وي،چې هجرت مه کوه، ځینو به یې منله او پاتېدل به[55]؛ نو دا آیت نازل شو او سړي یې د خپلو مېرمنو او اولادونو د غوښتنو له منلو منع کړل، چې د الله (ج) او رسول الله د حکم سرغړونه وه.

* هغه ښځې او اولاد دښمن ګڼل شوی، چې د دندې د ترسره کولو مخه دې ونیسي او له انسانه آخرت او جنت اخلي.

*د قرآن په یوه ځای کې هم د عفو، صفح او مغفرت کلیمې،پرله پسې نه دي راغلي؛ خو یوازې له ښځې او اولاد سره په کورنیو چارو کې راغلي؛ یعنې په هغو ځایونو کې چې هم اندي هم نه وي، باید کار ورسره ونلرو او بیا دې هم عفو، صفح او مغفرت ته پاملرنه وشي.

* د آیت د شأن نزول په پامنیوي، د دوست او دښمن پېژندو کچه، نېکیو ته رابلنه او یا د نېکچاریو پر وړاندې خنډونه جوړول دي. هغه دښمن دی، چې د خپلو ګټو په پار، بل پر خپله دنده له عمل کولو ژغوري.

* ځینو مهاجرانو به خپلو مېرمنو او اولادونو ته ویل: موږ هجرت کوو او که تاسې پښېمانه شوئ او هجرت مو وکړ؛ نو په مدینه کې به تندی درنکړم؛ نو آیت په دوام کې وايي:

که څه هغوی په مکه ستاسې د هجرت مخنیونکي وو؛ خو چې در یوځای شوي دي؛ نو تېر په هېر او رټئ یې مه[56].

*دې ته ورته آیت په نور سورت ۲۲ آیت کې لولو: «وَ لْیَعْفُوا وَ لْیَصْفَحُوا أَ لا تُحِبُّونَ أَنْ یَغْفِرَ اللّهُ لَکُمْ وَ اللّهُ غَفُورٌ رَحِیمٌ» خلک دې بښنه او ګذشت وکړي، آیا خوښ نه یاست، چې الله مو وبښي او الله لوراند او لورین دی. ( هو! که موږ نور وبښل؛ نو الله به موږ وبښي)

* که څه عفو کول «تَعْفُوا» او نه رټل «تَصْفَحُوا» مهم دي؛ خو په ټولیزه توګه تېروتنې نالیدي ګڼل«تَغْفِرُوا» خورا مهم دي؛ نو لومړی د «تَغْفِرُوا» کلیمه په هغو دوو پسې راغلې چې تر عفوې او صفح اوچت پړاو ښيي. دویم، د آیت په پای کې الله (ج) په «غَفُورٌ» ستایل شوی، سره له دې چې الله (ج) په دوو نورو ځانګړنو هم ستایل شوی دی: «کانَ اللّهُ عَفُوًّا غَفُوراً»[57] او یا په دعا کې لولو:«یا کریم الصفح».

د امت په مشرۍ کې قرآن خپل پېغمبر ته درې حکمونه ورکوي: «فَاعْفُ عَنْهُمْ وَ اسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَ شاوِرْهُمْ فِی الْأَمْرِ[58]»؛ یعنې پر ګذشت سربېره او په ټولیزه توګه نالیدي ګڼل او تر دې ټولو پورته له ټولو سره سلامشوره کول او شخصیت ورکول په کار دي.

* له پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم رانقل شوي: داسې وخت به راځي چې سړی به یې د ښځې او اولاد له لاسه هلاکېږي؛ ځکه سړی به د بېوزلۍ په پار رټل کېږي او هغه به یې غوښتنو منلو ته هر کار ته لاس وراچوي او هلاک به شي. «یسخرانه بالفقر فیرکب مراکب السوء فیهلک[59]»

پېغامونه:

1- د واقعي ایمان نښه، د مېرمن او اولاد د عاطفي او ناحقه غوښتنو پر وړاندې مقاومت دی، که څه پایله یې د هغوی دښمني وي. «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْواجِکُمْ وَ أَوْلادِکُمْ عَدُوًّا لَکُمْ»

2-یوازې ځینې مېرمنې او اولاد خنډونه جوړوي، نه ټول یې. «مِنْ أَزْواجِکُمْ»

3-پام مو وي، چې مېرمنې او نااهل اولاد مو دوکه نه کړي. «فَاحْذَرُوهُمْ»

4-که څه نباید د مېرمن او اولاد بې ځایه غوښتنو ته تسلیم شوو؛ خو د عفوې، ګذشت او بښنې اړیکې ته پاملرنه وکړئ. «فَاحْذَرُوهُمْ وَ إِنْ تَعْفُوا وَ تَصْفَحُوا وَ تَغْفِرُوا»

5-په خطاپوښنه کې تر روستي پړاوه مخکې ولاړ شئ؛ وبښئ، رټل مه کوئ او نالیدي وګڼئ. «تَعْفُوا وَ تَصْفَحُوا وَ تَغْفِرُوا»

6- په کورني ژوند کې د غریزې او دندې ترمنځ تعادل په کار دی، نه د عواطفو او غرایزو په پار، له دندې، هجرت او جهاده لاس واخلئ او نه د دندې په پار کورني عواطف نالیدي وګڼئ. «فَاحْذَرُوهُمْ وَ إِنْ تَعْفُوا وَ تَصْفَحُوا وَ تَغْفِرُوا»

7-ستاسې په عفوې او مغفرت پسې الهي عفوه او بښنه ده. «إِنْ تَعْفُوا وَ تَصْفَحُوا وَ تَغْفِرُوا فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَحِیمٌ»

8-الهي مغفرت له ځانګړیو پېرزوینو او لورنو سره دی. که نور مو وبښل، الله (ج) به مو وبښي او که پر نورو مو پېرزو وکړه، الله (ج) به درباندې پېرزو وکړي.«فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَحِیمٌ»

إِنَّما أَمْوالُکُمْ وَ أَوْلادُکُمْ فِتْنَهٌ وَ اللّهُ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِیمٌ«15»= په یقین مالونه او اولادونه مو يوازې [د] ازمېښت [وزلې] دي او دا الله دى،چې ستره بدله ورسره ده .

ټکي:

*دا آیت، د انفال سورت ۲۸ آیت په څېر دی. «وَ اعْلَمُوا أَنَّما أَمْوالُکُمْ وَ أَوْلادُکُمْ فِتْنَهٌ وَ أَنَّ اللّهَ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِیمٌ»

* «فتنه» هم د کړاوونو، ستونزو او غمونو او هغو چارو په مانا ده، چې انسان پکې ښکېلېږي او ازمېښتوزلې دي او هم د دښمن د دسیسې او فساد په مانا دی، چې قرآن یې مخنیوي ته وايي: «وَ قاتِلُوهُمْ حَتّی لا تَکُونَ فِتْنَهٌ»[60] تر هغه ورسره وجنګېږئ، چې نور فساد نه وي. په زړه پورې خو داده، چې همدا مال او اولاد چې ازمېښتوزلي دي، د دنیا ښکلا هم ده.«الْمالُ وَ الْبَنُونَ زِینَهُ الْحَیاهِ الدُّنْیا»[61]

* حضرت علي کرم الله وجهه وايي: پر فتنې له اخته کېدو الله ته پناه مه وړئ،چې حتمي ده؛ بلکې په فتنو کې له کږلارېدو او ورکلارېدو الله ته پناه یوسئ.لا یقولن احدکم اللهم انی اعوذ بک من الفتنه…فلیستعذ من مضلات الفتن،سپس حضرت این آیه را تلاوت کردند[62].

*که ایمان ولرو،چې شتمني او مال ازمېښتوزلي دي؛ نو د شتمنۍ او مال ډېروالی به مو خپه نه کړي؛ ځکه ازمېینه به یې اسانه وي.

* مال ځکه ازمېښتوزله ده، چې باید په حلاله لاس ته راشي، حلال ولګول شي او واجب حقوق یې ورکړل شي او شکر دې یې ادا شي.

* اولاد ازمېښتوزله ده، نو والدین دې د کورودانې په ټاکنې، کورودانې ته د حلال مهر په ورکولو، اولاد ته روغې خورونې – تغذیې، په مینې او ښوونې او روزنې کې څارنې، په واده، په دندې ګومارنې او د اولاد په بېلابېلو لېوالیتاوو کې پوره پام وي، چې له دې ټولو پړاوونو تېرېدل، یوه ستونزمنه ازمېینه ده؛ البته که والدین خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي او له ازمېینو بریالي راووځي، د خپل اولاد په ټولو نېکیو کې به شریکوال وي.

* که په تېر آیت کې د مېرمنې او اولاد دښمني یې په ځینو پورې اړوند وه؛ خو فتنه توب او ازمېښتوزلوتوب یې په ټولو پورې اړوند دی.

پېغامونه:

1- په مال او اولاد پورې زړه تړنه او ورپورې تړاو، د تېروتنو او کږلاریو لاره چاره ده. الله (ج) خبرداری ورکوي. «إِنَّما أَمْوالُکُمْ وَ أَوْلادُکُمْ فِتْنَهٌ»

2-الهي دندو ترسره کولو ته، د مال او اولاد له زړه تړنې لاس اخستل یو ستر چار دی؛ نو الله (ج) هم ورته ستر ثواب ټاکلی دی. «أَجْرٌ عَظِیمٌ»

3-څومره چې ازمېیونکی ستر وي، انعام به یې هم ستر وي. ستر الله (ج) ستر انعام ورکوي. «وَ اللّهُ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِیمٌ»

4-ستر الهي انعام ته پاملرنه، دنیوي مال او اولاد ته له زړه تړنې د خلاصون لامل دی.«وَ اللّهُ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِیمٌ»

فَاتَّقُوا اللّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَ اسْمَعُوا وَ أَطِیعُوا وَ أَنْفِقُوا خَیْراً لِأَنْفُسِکُمْ وَ مَنْ یُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولئِکَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ«16»=نو ترخپلې وسې [خپل ځانونه] د الله له [عذابه] وساتئ او واورئ، اطاعت وكړئ او [د الله په لار كې] لګښت کوئ،چې درته غوره ده او څوك چې د خپل ځان له کنجوسۍ او حرصه وساتل شول؛نو همدا دوى بريمن دي .

 

ټکي:

* «یُوقَ» د حفظ او ساتلو په مانا او «شُحَّ» کنجوسۍ او ځاني غوښتنې ته وايي.

* په یوه حدیث کې راغلي چې امام صادق (رح) به تل دعا کوله:« خدایه! د نفس له کنجوسۍ مې وساتې. وپوښتل شو: ولې تل دا دعا کوئ ؟ آنحضرت ورته د«وَ مَنْ یُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولئِکَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ»[63] آیت تلاوت کړ.

* امام صادق (رح) وویل: «من ادی الزکاه فقد و قی شح نفسه[64]»څوک چې د خپل مال زکات ورکړي، د خپل نفس له کنجوسۍ خوندي شوی دی.

* په آل عمران 102 آیت کې لولو: «اتَّقُوا اللّهَ حَقَّ تُقاتِهِ= له الله وډار شئ لکه څنګه چې له هغه د وېرېدو حق دی» او په دې آیت کې وايي: «فَاتَّقُوا اللّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ»؛ نو له دې دوو آیتونو مراد څه دی؟

ځواب: ښايي د «مَا اسْتَطَعْتُمْ» مانا دا وي، چې په ټولو وګړیزو، ټولنیزو، سیاسي، وټیزو او کورنیزو چارو کې تقوا رعایتوئ، چې کمیت/څومره والي او جامعیت (هراړخیزتوب) ته اشاره ده او له «حَقَّ تُقاتِهِ» مراد د تقوا کیفیت/ څرنګوالی وي؛ یعنې د تقوا لوړه درجه ولرئ، چې ورع ده.[65]

*په تېر آیت کې اموال د الهي ازمېښتوزلې په نامه وښوول شول او په دې آیت کې یې د مال په ازمېینه کې د بري لار، انفاق او له کنجوسۍ لرې والی ښوولی دی.

* هم دې له نفس او ځاني غوښتنو په مبارزه کې تر وسې هڅه وشي: «فَاتَّقُوا اللّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ»، هم دې له بهرني دښمن سره په مبارزه تر وسې پورې وسله او شونتیاوې چمتو شي. «وَ أَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ»[66]

پېغامونه:

1-په الهي ازمېینو کې بري ته، د تقوا له ځواکه ګټنه وکړئ.( إِنَّما أَمْوالُکُمْ وَ أَوْلادُکُمْ فِتْنَهٌ … فَاتَّقُوا اللّهَ)

2-په اسلام کې هر څوک تر خپلې وسې پړ دی. «مَا اسْتَطَعْتُمْ»

3-الهي تقوا؛ یعنې حق خبره اورېدل، پرې عمل کول او د بېوزلیو لاسنیوی.«فَاتَّقُوا ، اِسْمَعُوا ، أَطِیعُوا ، أَنْفِقُوا»

4-که خیر غواړئ؛ نو خنډونه لرې کړئ، د الله (ج) حکم ومنئ او په مال کې مو د بېوزلو برخه وکړئ «أَنْفِقُوا خَیْراً لِأَنْفُسِکُمْ»

5-له خطرونو یوازې د جسم ساتل بسیا نه دي، له ناوړکړنو او ځانګړنو د روح ساتنه هم پکار ده. «یُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ»

6-د الله (ج) په لار کې انفاق د بري لار ده. «وَ مَنْ یُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولئِکَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ»

7- مال دوستي او کنجوسي د انسان په نفس کې اغږل شوي دي. «شُحَّ نَفْسِهِ»

إِنْ تُقْرِضُوا اللّهَ قَرْضاً حَسَناً یُضاعِفْهُ لَکُمْ وَ یَغْفِرْ لَکُمْ وَ اللّهُ شَکُورٌ حَلِیمٌ«17» عالِمُ الْغَیْبِ وَ الشَّهادَهِ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ«18»=كه الله ته غوره پور (قرض الحسنه) وركړئ، درزيات به یې كړي او بښنه به درته وکړي او الله ډېر زغمناک منندوى دى. ( هغه) پر پټو او ښکاره پوه (او) ناماتى حکيم دى .

ټکي:

* د قرض الحسنه موضوع د قرآن په بېلابېلو آیتونو کې راغلې او په اړه یې ویینې شوې دي؛ نو له تکراره مخنیوي ته یې له بیا اوڅارلو ډډه کوو.

*هغه الله (ج) چې ټوله هستي یې وپنځوله، له هغه انسانه چې هستي او شتمني یې پخپله ورکړې، غواړي چې له نورو سره مرسته وکړي او ویلي یې دي، چې نورو ته پور ورکول، الله (ج) ته پور ورکول دي او د څو ګرایه ثواب ژمنه یې کړه ده؛ نو دا هر څه یې د انسان ودې، له دنیا یې زړه شلونې، د بېوزلیو لاسنیوي ، د خلکو چوپړ او ستونزاواري، او په مادیاتو پورې د زړه تړنې بوت ماتوونې او د الله (ج) پر لوري ورالوتنې او پکې د سخاوت او عاطفې روح زرغونېدا ته دي.

البته پور ورکول هغه مهال ارزښتمن دي، چې ښه وي، بې ځنډه وي، بې منته وي، له درناوي سره وي، پر حقه لګونې ته وي، څومره والی یې ستونزاوارۍ ته بسیا وي، الله (ج) ته وي، بې تمې وي او د پور ورکوونکي د کبر او غرور لامل نشي.

په قرآن کې د ګناهونو کفاره څو څیزه ویل شوي؛ لکه: توبه، لمونځ، جهاد او قرض الحسنه.

پېغامونه:

1- یا انفاق او بښنه وکړئ، ګنې لږ تر لږه قرض الحسنه خو ورکوئ.( أَنْفِقُوا … تُقْرِضُوا)

2-د الله (ج) بندګاتو ته پور ورکول یې پنځګر ته پور ورکول دي. «تُقْرِضُوا اللّهَ»

3-له کنجوسۍ د نفس ساتلو یوه لار، قرض الحسنه ورکول دي.( یُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ …تُقْرِضُوا اللّهَ)

4-پور اخستونکی مه سپکوئ؛ ځکه ستاسې معامله خو له الله (ج) سره ده، په رښتینه کې تاسې خو الله (ج)  ته پور ورکړی دی. «تُقْرِضُوا اللّهَ»

5-ښه پور، ښه ثواب لري. «قَرْضاً حَسَناً یُضاعِفْهُ لَکُمْ»

6-پور ورکول او د نورو ستونزاواری لاملېږي، چې الله (ج) مو ګناهونه نالیدي وګڼي. (تُقْرِضُوا اللّهَ … یَغْفِرْ لَکُمْ)

7-نېکیو ته انګېزې جوړولو ته یې ثوابونه او برکتونه وویاست. «یُضاعِفْهُ لَکُمْ وَ یَغْفِرْ لَکُمْ»

8-الله (ج) له هغوی مننه کوي، چې قرض الحسنه ورکوي؛ نو پور اخستونکي دې هم له پوروکوونکي مننه وکړي. «وَ اللّهُ شَکُورٌ»

9- الله (ج) حلیم دی؛ نو که موږ ته یې هم پور رانکړ؛ نو موږ دې هم حلیم او صبرکوونکي ووسو. «شَکُورٌ حَلِیمٌ»

10-پر پټو او ښکاره چارو الهي علم یو شان دي. «عالِمُ الْغَیْبِ وَ الشَّهادَهِ»

11- ګومان مه کوئ، چې الله (ج) مو پور ته اړتیا لري. «الْعَزِیزُ»

12-الهي احکام، هڅونې او ثوابونه حکیمانه دي. «الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

[1] تین/۴

[2] – مرسلات،20.

[3] – آل عمران،6.

[4] – انعام،101

[5] – جاثیه،22؛عنکبوت،44؛روم،8.

[6] – .قمر،49

[7] – مؤمنون،17.

[8] – ق،38.

[9] – ذاریات،49.

[10] – طه،50.

[11] – تغابن،3.

[12] – مؤمنون،14

[13] – زمر،23.

[14] – یوسف،3

[15] – اعراف،180.

[16] – کهف،88.

[17] – حدید،10.

[18] – مائده،50.

[19] – اسراء،53.

[20] – کهف،7.

[21] – فصلت،34.

[22] – نحل،125.

[23] – نساء،86.

[24] – زمر،18.

[25] – اسراء،34.

[26] – بقره،138.

[27] – عبس،5 و 6.

[28] – لیل،8-10

[29] – علق،6-7.

[30] – اعراف،75.

[31] – بقره،247.

[32] – سجده،10.

[33] – ابراهیم،8.

[34] – آل عمران،97.

[35] – نورالثقلین تفسیر.

[36] – سبأ،3.

[37] – یونس،53.

[38] – روم،27.

[39] – اعراف،29.

[40] – نورالثقلین تفسیر.

[41] – نور،35.

[42] – المیزان تفسیر.

[43] – کهف،99

[44] – بحارالانوار،ج 71،ص 173

[45] – بحارالانوار،ج 72،ص 173.

[46] – بحارالانوار،ج 83،ص 127.

[47] – بحارالانوار،ج7،ص 262.

[48] – بحارالانوار،ج 33،ص 573.

[49] .ژباړن : یو شاعر وايي:

زه به هغه جنت څه کړم، چې دوزخ یې دروازه وي

چې په اور راته مخ تور کړي، بیا مې ټیټې سترګې بیايي

[50] -شوری،30.

[51] – انعام،42

[52] -اعراف،58

[53] – حج،39.

[54] – بقره،156

[55] – نورالثقلین تفسیر.

[56] – نمونه تفسیر

[57] – نساء 99

[58] – آل عمران،159.

[59] – مراغي تفسیر

[60] – بقره،193.

[61] – کهف،46.

[62] – نهج البلاغه،حکمت: 93.

[63] – نورالثقلین تفسیر.

[64] – مجمع البیان تفسیر.

[65] – المیزان تفسیر

[66] – انفال،60.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!