تبلیغات
|

تقصير د صفا او مروه سعې چې پاى ته ورسېدې ؛نوبايد تقصير وکړو ؛يعنې د خپل سر او مخ لږ شان وېښتان پرې کړو او همداراز خپل نوکان هم پرې کړو . په ميقات کې احرام تړل،لبيک ويل ،طوافونه کول د طواف لمونځ کول،په صفا او مروه کې سعى کول او تقصير، دې پينځوکړنو ته […]

تقصير

د صفا او مروه سعې چې پاى ته ورسېدې ؛نوبايد تقصير وکړو ؛يعنې د خپل سر او مخ لږ شان وېښتان پرې کړو او همداراز خپل نوکان هم پرې کړو .

په ميقات کې احرام تړل،لبيک ويل ،طوافونه کول د طواف لمونځ کول،په صفا او مروه کې سعى کول او تقصير، دې پينځوکړنو ته عمره وايي .عمره د زيارت کولو پر معنا ده(د ابن اثيرنهايۀ) او کولاى شو د آبادۍ، جوړولو او ډېرولو په معنا يې هم ومنو؛ ځکه څوک چې د خداى کور ته ځي ؛نو دهغه ځاى د ابادۍ لامل هم ګرځي .کعبې ته ډېرى خلک زيارت ته ځي او همدا کار دهغې سيمې د آبادۍ ،پراخوالي او ځلېدو لامل ګرځېدلی دى .

تر دې کړنو وروسته عمره پاى ته رسېږي،حاجې احرام را وباسي کوم څيزونه چې پرې حرام، پرې بېرته پرې حلالېږي [خو د سرخرول،له مکې بهر وتل، ښکارکول ،د حرم د ونو بوټو نړول لا تراوسه پورې حرام دي ] .

تر نهمې شپې يا د عرفې د شپې پورې حاجې بل کوم ځانګړى فرضي عمل نه لري ، پرنهمه شپه دې بېرته احرام واغوندي اوځان دې د حج کړنو ته چمتوکړي .

د وزګارتيا وخت

انسان چې په حج کې د فرضو په کولوبوخت وي؛نوبل کار ته چمتو نه وي ؛خو چې عمره يې وکړه او احرام يې وايست؛نو د وزګارتيا وخت ورسره پيدا کېږي.

پردې مهال ځينې حاجيان له ډول ډول مليتونوسره ليدنې کتنې کوي او ځينې نورهم په بازارونو کې ګرځي.ځينې د خپلو خپلوانو کورو ته ځي ،ځينې په مسجدالحرام کې کېنې،ځينې لمونځونه کوي او ځينې هم قرآن لولي،ځينې نور د مکې شاوخوا جوماتونو،د ثور او د حرا د غارونو ليدو ته ځي.ځينې خپلو کورونو ته تيلفونونه کوي،ځينې نورډالۍ اخلي ،ځينې نور په خپلو مړيو پسې دعاګانې کوى.پر دې مهال هر څوک د خپل فکر له مخې ډول ډول کارونه کوي .

غوره کار

په روايتونوکې راغلي :د نړۍ له مسلمانانوسره اشنا کېدل د حج له رازونو ځنې دي. [ميزان الحکمة ٢\٢٦٦]

طواف،لمونځ،سعى او تقصيرد حج يو اړخ دى. د حج اصلي موخه وګړني عبادات نه دي،که داسې وي؛نو اړينه به نه وه،چې د نړۍ له ګوټ ګوټه مسلمانان په دې سپېڅلي سيمه کې راټول شوي واى . (من لايحضر ٢\ ٢٤٣) اړينه به نه وه چې خلک په هرې وسيلې که يو خوار اوښ هم وي دې ځاى ته راغلي واى. د خداى کور تر نورو کورونو توپير لري؛خو د خداى کور د خوارۍ،حرکت او پاڅون ځاى دى. (په دې ځاى کې خواري هم يو رحمت دى ) دا هغه کور دى چې حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل دواړو په ګډه پاک کړى. دا د ټولو کور دى ،تل به پکې امن وي او لومړى کور دى،چې عبادت ته جوړشوى دى .

په دي سيمه کې د نړۍ له ګوټ ګوټه د پياوړيو خلکو راټوليدنه بايد د پام وړ سياسي ،ټولنيزې موخې او عبرتونه ولري. بايد پوه شو،چې پېغمبر اکرم (ص) او مسلمانان مکې ته ننوتل؛نوټول بوتان يي مات کړل. نن چې موږ دې سپېڅلي ځاى ته ننوځوو ايا موږ بوتان مات کړي دي ايا د طاغوتانو د ځپنې په غم کې يو او که نه ؟

پر دې بايد پوه شو،چې د پېغمبراکرم(ص)حکومت داسې جوړښټ درلود،چې پکې د هرې ژبې او خېل مومنان راټول شوي ول،ايا ننني مسلمان حکومتونه داسې سپېڅلى جوړښت لري ؟

پر دې بايد پوه شو که پېغمبراکرم(ص)يواځې طواف او لمونځ کولاى ؛نو دومره دښمنان به يې نه درلودل.د پېغمبراکرم(ص) د بنسټيزو بدلونو ،سياستونو او لاسوهنو له کبله هجرتونه،دسيسې،نښتې او کړاوونه راپيدا شول.دا څرګنده ده چې د سترو قدمونو او موخو په لار کې سترې ستونزې او دسيسې هم مخې ته راځي. ايا پېغمبراکرم(ص) په حج کې ترځان وروسته په ((غديرخم)) کې خپل ځايناستې ونه ټاکه او په دې کار يې د مکې ټول کفار نهيلي نکړل ،چې غوښتل يې د پېغمبرله وفات سره سم د اسلامي ټولنې يووالى او د اسلام نوم له منځه يوسي ؟ ايا له کفارو د کرکې اعلان يوه سياسي مسئاله نه ده،چې د قرآن له مخې په حج کې بايد پرلوړغږ وويل شي؟ آيا حضرت علي حاجيانو ته د پېغمبراکرم(ص) په حکم د برائت سورت ونه لوست؟(تفسيرنمونه) ‏ايا موږ ته قرآن حکم نه دى کړى چې او څه مو چې له وسې پوره وي، د هغوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتوكړئ او (همداراز د جګړې ډګرته) تكړه اسونه(چمتوكړئ) چې پرې د خداى، خپل او هغه دښمنا ن ووېروئ، چې نۀ يې پېژنئ؛ خو خداى يې پېژني او د خداى په لار(او د اسلام د دفاعي بنسټ په غښتلتيا) كې چې هرڅه ولګوئ ؛نو بشپړ مكافات به يې دركړل شي او تېرى به درباندې ونشي . ( انفال\٦٠)

آيا نن له موږ د اسلام دښمنان وېرېږي اوکه په ارام ناست دي؟په رښتيا په کومه ځمکه کې چې حضرت ابراهيم چغې وهلې وي ،موږ ولې پکې چوپ يو؟ايا قرآن نه دي ويلي چې لمونځ د فساد او بديو مخه نيسي؟(( إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ)) ( عنکبوت \٤٥). ايا په مکه کې زموږ لمونځونه،چې مليونونه مسلمانان پکې ګډون کوي د زورواکو د بديو مخه نيولاى شي ؟

که غونډو او لمونځونو مو قرآني اغېز له لاسه ورکړي وي؛نو پر خپلو کړنو بايد له سره کتنه وکړو.آيا قرآن نه دي ويلي ،چې د پېغمبراکرم(ص) امت هغه رښتيني او واقعي امت دى،چې په خپلو کې زړه سواندي او دښمنانو ته په غوسه وي.(( أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ )) (فتح \ ٢٩)

ايا نن د مسلمانانوخپلمنځي اړيکې زياتې دي اوکه له کفارو سره؟ ايا قرآن نه دي ويلي ،چې د نېستمنو ژغورنې ته پاڅون وکړئ.

وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا(نساء/۷۵)=تاسې ولې د خداى په لار كې او د هغو نارينه وو او ښځو او ماشومانو( د ژغورنې لپاره) نۀ جګېږئ، چې ( د ظالمانو له لا سه ) بېوسې او كمزوري شوي دي؟ همدا ظلم ځپلي وايي: ((پالونكيه ! موږ له هغه ښاره (مكه ) وباسه،چې اوسېدونكې يې ظالمان دي او موږ ته له خپلې لوري پالندوى (او مشر) وټاكه او له خپل لوري راته مرستندوى پېدا كړه.))

زړه ډک دى چېرته بايد تش شي ؟ ايا دې کار ته له مکې پرته کوم ښه ځاى شته ؟ له عمرې چې خلاص شو او د حج کړنو ته څو ورځې پاتې وي. ايا له دې بل کوم ښه د وزګارتيا وخت شته؟ پر همدې مهال د نورو اسلامي هېوادونو له راغليو حاجيانو سره بايد خبرې اترې وشي،چې د سپکاوۍ احساس و نه کړي بايد ورسره کېنو او د هېوادونو له شرايطو او حالاتو ځان خبر کړو. دا ډېر مهم وخت دى چې له نورو سره د اړيکو د پيل په دود ځان پوه کړو. خپلې خبرې اترې بايد له ګډو ټکيو پيل کړو لکه، اسلام ،قرآن،معاد،نبوت،لمونځ، قبله ،روژه ،جهاد او… دا شان چلن به موږ یو له ‏بل سره لا نږدې کړي.

کوښښ وکړو،چې قرآن زموږ د خبرو اترو د منځ ټکى وي.که څوک پر دې مهال لمونځ کوي او يا هم دعاګانې کوي،هغه بايد پر خپل حال پرېږدو؛ځکه دا کار به موږ د رانږدې کېدو پرځاى یو له ‏بله لرې کړي. د اړيکو پېل بايد څو شېبو ته وي او که په خبرو اترو يې خوښه وه؛نو ورسره اوږدې يې کړو.په پيل کې زموږ چلن بايد له مينې ډک وي.د بېلګې په توګه بايد درناوي ته يې ودرېږو،ځاى ورکړو. که د خوراک،څښاک څه راسره وي ورته يې ورکړو. لنډه دا چې زموږ چلن بايد ورسره په ورين تندي وي. ‏دا اړيکې بايد د لارو په اوږدو کې وي؛ځکه چې حاجيان په لار کې پر لمانځه او طوافونو بوخت نه وي. امام صادق په دې هکله وايي : “که يوه ډله يواځې په خپلې سيمه ييزې ژبې یو له ‏بل سره پر خبرو بوخته وي او د نورو مسلمانانوله ستونزو بې خبره شي ؛نو هلاکه به شي او د خلکو له ګټورو خبرو به بې برخې پاتې شي “.( بحارالانور ٩٩ \ ٣٣)

پورتنې حديث د حج پرفلسفې او دليل رڼا اچوي.امام رضا د حج د فلسفې په هکله وايي:”د جهان د مسلمانانو د ستونزو په هکله خبرې اترې کول او ورته د اواري لار پېدا کول د حج له رازنو ځنې دي ” .

په قرآن کې هم ټينګارشوى چې حج ته ولاړشئ ، سترې ګټې لري ؛نو موخه يې همدا ده.امام باقر وصيت وکړ،چې په منې کې دې لسو کلنو ته زما د شهادت پر وير اوښکې توى شي،چې حاجيان يې وويني.(منتهى الامال ٢\ ١٢٢) ‏

په داسې ځاى کې د يو مشر پرمظلوميت او شهادت اوښکې تويول ډېره معنا لري ؛ځکه دلته به د خلکو پام د مظلوم کلمې ته راواوړي او ذهنونه به يې په ظالم پسې په لټه کې شي او دا له وخته د ګټنې ‏غوره لار ده د نبوي کورنۍ مشرانو به ترخپلې مړينې وروسته هم خپله لار او د دښمن جنايتونه په دې توګه خلکو ته ورپېژندل.د خواشېنۍ ځاى دى،چې په ميليونو لارويان يې ورباندې غوږ نه ګروي .

له نوروسره چلن دود ؟

له خلکوو سره د چلن په هکله د اسلام ځينې سپار‌‌ښتنې دا دي :

١- بايد د نورو د سپېڅلتياوو درناوى وشي .قرآن وايي :

((وَلاَ تَسُبُّواْ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ فَيَسُبُّواْ اللّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ كَذَلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِم مَّرْجِعُهُمْ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ (انعام\١٠٨)=او څوك چې له الله پرته د نورو معبودانو عبادت كوي؛ نو تاسې (دې معبودانو ته) كنځلې مكوئ، هسې نه چې هغوى (هم د ظلم) او ناپوهۍ له امله “الله” ته كنځلې وكړي، دغسې موږ هر امت ته د هغه كړه ښايسته كړي دي، بيا هغوى ټول د خپل پالونكي لوري ته ورګرځي او څه، چې يې كړي، ترې به يې خبركړي ( او بدله او سزا به وركړي ) .

٢- خلکو ته په درناوۍ غږ وشي قرآن وايي: ((وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ )) (حجرات \ ١١) .نور په سپکو نومونو مه يادوئ.

٣- په خبرو اتر او ویینو- بحثونو کې پر وګړيو ډډه او ټينګار مه کوئ ؛بلکې معيارونه په پام کې ونيسئ. د ساري په توګه داسې ووايئ قرآن وايي : له مسرف ( شعراء \ ١٥١) ، مفسد( اعراف \ ١٤٢) د ناوړې مخېنۍ د خاوند،( مايده \ ٧٧) او له ناپوهه (جاثيه \ ١٨ ) پلوي مه کوئ ؛نو آيا د اسلامي هېوادونو مشران له فساده ډک او په لاس کې ډېر خلاص نه دي؟

٤-   له طاغوتانو څخه د مسلمانانو د ژغورنې په هکله هم خبرې اترې وشي او له شخړو ډکو تاريخې ویینو ‏هم ترډېره حده ډډه وشي ؛ځکه انسان پرې غوڅې پايلې ته نه رسي .

٥- په فقهي کړنوکې هم داسې کوم عمل ترسره نشي،چې ګډوډي او بېلوالى رامنځ ته کړي.

 

[ سرچینه ؛ د شیخ محسن قرآیتی د حج کتاب]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!