تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ تقوا د انبیاوو د رالېږلو او د الهي شرایعو د نزول له آریزو موخو ځنې دا دي چې انسان د تقوا خاوند شي. په قرآن کې د تقوا دوه ماناوې :  قرآن تقوا په دوو مرتبو (ټېټه او اوچته) کې اوڅار کړې ده. ټېټه مرتبه یې فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ (تغابن،۱۶) […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

تقوا

د انبیاوو د رالېږلو او د الهي شرایعو د نزول له آریزو موخو ځنې دا دي چې انسان د تقوا خاوند شي.

په قرآن کې د تقوا دوه ماناوې :

 قرآن تقوا په دوو مرتبو (ټېټه او اوچته) کې اوڅار کړې ده. ټېټه مرتبه یې فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ (تغابن،۱۶) ده؛ یعنې هر څوک مکلف دی، چې له خپلې وسې هومره تقوا خپله کړي او له خدایه پروا ولري او له ډاره یې کوم امر پرېنږدي او پر کومه نهې یې اخته نشي. او د تقوا اوچته مرتبه داده، چې وایي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ (آل عمران/۱۰۲) «ایمانوالو! څنګه چې د خدای له مقام سره ښایي، تقوا خپله کړئ»

د ربوبي مقام وړ تقوا په اړه، ډېرې خبرې کړای شو، او ښایي په بله وینا هیڅ خبره ونشو کړای؛ ځکه هر څه چې وویل شي واقعي مانا به پوره نه کړي.

خو څه چې پر هر مؤمن فرض دي، تقوا خپلول دي؛ تقوا د وسې هومره او تقوا د وړتیا په اوچت برید کې.

 په شریعت کې د تقوا اهمیت

انسان د شریعت له ونې، د تقوا مېوه واڼي او دا یوه خوږه او خوندوره مېوه ده، چې له دې ونې یې واڼولای شو او د خدای پر وړاندې عزتمنېدل خو خورا خواږه او خوندور دي. د خدای پر وړاندې د انسان عزتمنېدل د تقوا په مرتبې پورې یې اړه لري:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ (حجرات،۱۳) «هغوی د خدای پر وړاندې خورا شریف او عزتمن دي،چې د تقوا اوچته مرتبه ولري».

او په دې چار کې نارینه او ښځینه کوم توپیر نه لري.

 أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى (آل عمران،۱۹۵) « خدای به د هر کړونکي کړنه ضایع (او بې ځایه) نه کړي، که نارینه وي یا ښځینه».

د اسلام په شریعت کې، چې د نر و ښځې، کوچني او غټ، ناروغ او روغ تر منځ په حقوقو یا مکلفیتونو کې چې کوم توپیر شته، د خدای پر وړاندې په عزتمېندو او ارزښتمنېدو کې د تبعیض پر مانا نه دی. کوم کړه وړه یې چې له ښځېنه غوښتي د ښځېنه د تقرب او ورنژدېوالي لامل او کومې کړنې یې چې له نارینه غوښتي د نارینه د ورنژدېوالي لامل دی.

څوک چې ډېره تقوا لري، خدای ته ښه ورګران دی او څوک چې ښه بې تقوا وي، ښه خوار دی.

د خدای پر وړاندې انسان، د تقوا په تله، تلل کېږي، نه په انساني جوړ کړای شویو کچوه.

* د انسان په ژوند کې د تقوا ونډه

تقوا، انسان ته بصیرت (لیدانه)، مړانه او همېشنۍ حقپالي ورکوي.

متقي، هغه دی چې هم د مصایبو او کړاوونو پر وړاندې ثابت او زغمناک دی او هم د اندېزو شکونو او شبهاتو پر وړاندې. ځان د ژوند په ستونزو کې نه بایلي او په پوره مړانه ورسره مخ کېږي. د باطلو د تپو تیارو د وسوسو پر وړاندې یې یوه رڼا، لارې ته ورسېخوي. دا دنیوي لیدانه یې په آخرت کې هم ورسره مل وي.

انسان چې څه له دنیا ځنې آخرت ته ور وړي، هلته ورسره وي او په دې دنیا کې یې چې د «ړنا» یا «تیارې» کومه پانګه ترلاسه کړې وي، یو ځانګړی برخلیک به ولري؛ یا به ړوند راپاڅي :

وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى (طه،۱۲۴)

او یا نوراني :

يَسْعَى نُورُهُم بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِم (الحدید،۱۲)

* تر ایمان وړاندې او روسته تقوا ترمنځ توپیر

تقوا دوه پړاوه لري: تر دیني ایمان وړاندې تقوا او تری راروسته. تر ایمان وړاندې تقوا، د ضمیر پاکي او صفايي ده؛ داسې چې انسان د حق پیغام منلو ته چمتو کوي او تر ایمان راروسته تقوا، پر الهي شرایعو د عمل یبره او محصول دی. د خدای او رسول د خبرو اغېزمنېدو ته، ړومبی باید حق پېژاندی او حق منونکی زړه ولرو.

او دا ددې آیت مفهوم دی چې وایي قرآن « هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ » دی؛ یعنې د متقیانو په کارېږي.

دا تقوا، پر ایمان ورړومبی ده، نه ترې راروسته؛ ځکه نامتقیانو د حق بلنه اورېده؛ خو رغنده ترې نه اغېزمنېدل او اپوټه یې کفر او سرغاړي ډېرېده:

وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا فَلاَ تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ (مايده/۶۸) = خو څه چې ستا د پالونكي له لوري درنازل شوي ( نه يوازې داچې د هغوى د راوېښولو لامل نه ګرځي؛ بلكې) د هغوى د ډېرو سرغړونه او كفر زياتوي؛ نو پر خداى ناپېژاندو مه غمجنېږه .

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ (بقره/۶) = په حقيقت کې څوك چې كافران شوي دي، هغوى ته بې توپېره ده،چې كه ( له الهي عذابه) يې ووېروې يا و نه وېروې؛ ايمان نه راوړي.

وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاء وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ وَلاَ يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إَلاَّ خَسَارًا (اسراء/۸۲) = او څه چې له قرآنه نازلوو،مؤمنانو ته (د زړه) درمل او(الهي) لورونه ده او ظالمانو ته بې له تاوانه (بل څه) نه ورزياتوي.

 کافران د حق خبرې اورېدو غوږونه نلري، او حق پکې اغېزمنېدای نشي او ان ظالمان له حق خبرې زیانمېږي او ګټه ترې نشی کړای. دا یو ډېر مهم ټکی دی او په دیني پوهاوي کې پاملرنه ورته شوې، چې کله د انبیاوو او صالحینو پیغام پر یو شمېر خلک اغېز نه کوي او بلکې اپوټه اغېز لري، نو پایله اخلو چې خلکو ته د دیني پوهاویو د رسولو لپاره ړومبی باید په دوی کې یې د ورمنلو لاره چاره برابره کړو؛ ځکه تل داسې نه ده، چې ته چاته د حق خبره کوې او دا به یې درسره مني، کله خبره اپوټېږي او سرغاړی یې زیاتېږي؛ نو تر ایمان وړاندې د تقوا چمتوکونه د تبلیغ یو شرط او د مبلغینو وظیفه ده.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!