تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   خُلِقَ الْإِنسَانُ مِنْ عَجَلٍ سَأُرِيكُمْ آيَاتِي فَلَا تَسْتَعْجِلُونِ (الانبیاء/۳۷)   ژباړه : (هو!) انسان تلواري پنځول شوى دى؛ ژر به خپلې نښې دروښيم؛ نو (په) بيړه (عذاب) را نه مه غواړئ .   د بيړې غندنه دا آيت دومره د انسان د بيړې خبره كوي، چې ته وا له […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

خُلِقَ الْإِنسَانُ مِنْ عَجَلٍ سَأُرِيكُمْ آيَاتِي فَلَا تَسْتَعْجِلُونِ (الانبیاء/۳۷)

 

ژباړه : (هو!) انسان تلواري پنځول شوى دى؛ ژر به خپلې نښې دروښيم؛ نو (په) بيړه (عذاب) را نه مه غواړئ .

 

د بيړې غندنه

دا آيت دومره د انسان د بيړې خبره كوي، چې ته وا له بيړې پیدا شوى او بې له دې څه نه پېژني؛ لكه دا، چې وايي پلانى يو مخې ښه دى يا پلانى يو مخې بد دى؛ يعنې له ښو پيدا شوى يا له بدۍ پنځول شوى دى.(الميزان تفسیر، 14: 290 مخ) بېړه له غندل شويو ځانګړنو ځنې ده او د دين او اخلاقو مشرانو يې په رټنه كې ډېرې خبرې كړې. البته بېړه دې له چټكۍ سره يو شان او ورته ونه ګڼل شي. چټكي دا ده، چې كړنلار پوره اوډون شوې وي او ټولې چارې حساب او سنجول شوي وي؛ نو بايد بې د وخت له تېرېدو پلې شي؛ خو بېړه دا ده، چې لا تر اوسه كړنلار پوره چمتو نه وي او پوره كېدو او څېړنې ته اړتيا ولري؛ نو سرعت او چټكي، مطلوبه ده او عجله او بېړه نامطلوب ده. (نمونه تفسیر، 13: 313 مخ.) علي (ك) وايي: (( په چارو كې له بېړې تر هغې ډډه وكړه، چې وخت يې راورسي او همدا راز، چې د كار وخت راورسېد؛ نو په كولو كې يې ناغيړي مه كوه… نو هر څيز پر خپل ځاى كېده او هر كار پر خپل وخت وكړه)) (نهج البلاغه، 53 ليك)

عذاب راكېوتو ته بېړه!

مشركانو د پيغمبر (ص) له بلنې سره د مخالفت په پار، چې كله يې انحضرت (ص) ليده؛ نو ملنډې يې پرې وهلې او په دې كړنې يې خپله سرغړونه او كفر لا ورزياتوله. البته خداى يې په څېر چلن ورسره ونه كړ.

مشرکانو د پيغمبر بلنه ټوكه ګڼله؛ نو ځكه يې ملنډې ورباندې وهلې او دوی په دې کړنې يو ځل بيا ځانونه د الهي عذاب خولې ته ورنژدې كول او ته وا په دې كار يې ځانونه ډېر ژر په عذاب كې رانغاړل. كافرانو د سلامتۍ پر مهال، د خداى له نښو سبق وانه خست او د خپل عذاب په نښو پسې وه. نو ځكه خداى په دې آيت كې، تر كفر وروسته يې د ملنډو دليل، د عذاب د نښو په بېړه ليدو كې ګڼلى او باخبر كړي يې دي، چې ډېر ژر به خپلې (د عذاب) نښې وروښيي. (الميزان تفسیر، 14: 290 مخ)

 

سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!