تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ توبه او توبه ګاران له دینه دباندې، د وګړې – شخصیت بدلون، د تګلارې او چلن بدلون لرو؛ خو د توبې په نامه څه نه لرو. دا مفهوم یوازې د دیني اندنې په بهیر کې راټوکېږي او ترسره کول یې یوازې دیندار انسان ته میسر دی. کوم زیری چې خدای توبه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

توبه او توبه ګاران

له دینه دباندې، د وګړې – شخصیت بدلون، د تګلارې او چلن بدلون لرو؛ خو د توبې په نامه څه نه لرو. دا مفهوم یوازې د دیني اندنې په بهیر کې راټوکېږي او ترسره کول یې یوازې دیندار انسان ته میسر دی. کوم زیری چې خدای توبه ګارانو ته ورکړی او کوم کرامت او بښنه چې ور پر برخه کوي او کومه پاکي او سپېڅلتیا چې تر توبې روسته تر لاسه کېږي، یوازې یو دیندار انسان ته درک کېدوني او حاصلېدونې ده. پېغمبرانو هم د خپل بعثت په پیل کې یو له مهمو بلنو ځنې یې، توبې ته بلنه وه او د «توبوا الی الله» غږ یې پورته کاوه.

دا توبه، هم خدای ته د زړه ورمخه کونه وه او له دروغجنو معبودانو لاس مینځه او هم له ګناهونو عذر غوښتنه او زړه د رذالت له دوړو او ګردونو پاکونه وه. عارفانو او سالکانو هم ویلي چې توبه د سلوک لومړی پړاو دی. په یو چا کې د تنبه تر پیدا کېدو روسته او د کوم صاحبدل په هڅونې او سپارښتنې چې د دیني او اخلاقي سلوک په لار کې پښه ږدي، باید په لومړي پړاو کې پر ځان او خپل تېر پښه کېدي او نو زیږي شي.

توبه پر خپلو تېرو پښه ایښوونه ده. لومړی له ګناه توبه ایستل دي او دا د توبې خورا ټیټه مرتبه ده، چې البته یوه فوق العاده مهمه مرتبه او پړاو دی او نه ښايي ټیټ یې وګڼو؛ ځکه چې پر منښتې یا اعتراف د شجاعت څرګندونکې او متضمنه او په عمل کې مېړانه ده.

ورپسې له خیاله توبه ده؛ یعنې د زړه پر وره کېناستل او پردیو ته د ورننوتو اجازه نه ورکول. او له دې دواړو یو هم بې د خدای له مرستې ناشونی دی. د توبې پر وخت پر خدای ډډه وهل د دیني اندنې له ځانګړتیاوو ځنې ده.  دا فضلیت له دینه بهر نه موندل کېږي.

که انسان له ځانه سره سیالي کړای او په یوازېتوب یې پر خپل نفس پښه ایښووای شوه او خپل تېر یې مینځلای شو او خپلې چټلې جامې یې را ایستای او پاکې جامې یې اغوستای شوای؛ نو د توبې پر وخت یې دومره عذرونه نه کول او نه دومره په غفلت کې راګېرېده.

 دا کار په یوازېتوب کېدونی نه دی؛ زموږ نفس؛ یعنې هماغه چې جفا یې راسره کړې، بې پاره نه راستنېږي او وفا نه کوي. باید یو بل څوک رامنځ ته کړو، باید له یو بل ځایه مرسته وغواړو. قرآن رازده کړي چې خدای تعالی توّاب دی، خدای هم د توبه ګارانو پر لوري څوبتیا لري او توبه یې مني.

د خدای توابېدل؛ یعنې په رښتینه کې توبه له همدې پیلېږي او لږ تر لږه کله چې څوک له دې خوا د توبې هوډ کوي، خدای یې له هغې لوري لاس نیسي. په دې دوه طرفه کشاکش اوراښکودنه کې وګړی له غربت او تنهایي، له کمزورۍ او خوارۍ دباندې راوځي او نوی ځواک مومي، خپل تېر چې پر ده باندې لاسبرې وه، اوس دې ورباندې برلاسېږي او له خپل مخکېني پوټکي دباندې راوځي.

د خدای پر وړاندې توبه کول یوازې مرسته غوښتل ترې نه دي، پر ګناه منښته – اعتراف هم دی؛ نو په توبه کې په ړومبي پړاو کې د ګناه مفهوم هم نغښتی دی. که څوک یا کسان د ګناه په نامې پر کوم چار ګروهن نه وي؛ نو توبه هم څرګنده مانا ورته نه لري. دا اندنه ادیانو راښودلې ده. په یو شمېر ادیانو کې، د انسان ګناه، یوه ذاتي ګناه ده او پاکېدوني نه ده. مازې دې نړی ته د انسان راتلل، ګناه یې ده. دا ګناه کله هم نه مینځل کېږي؛ خو دا چې انسان بلې نړۍ ته ولاړ شي. مسیحیان په دې باور دي او ددې اندنې اتل مسیحي سترعالم « آګوستین» دی. ده مسیحیانو ته ذاتي ګناه ورزده کړه او دانسان وجود یې ابدي ګناهګار موجود معرفي کړی، چې له ګناه جلا کېدای نشي.

په اسلامي اندنه کې، انسانان پاک زیږېږي او له نړی پاک هم تلای شي؛ خو په نړۍ کې پر ګناه، غفلت او له خدایه پر لرېوالي اخته کېږي، هم غفلت زیږي عادتونه انسانان قبضه کوي او هم یې بدې لارې او ناسم خویونه له نېغې لارې لرې کوي. په دواړو حالاتو کې لازم دي، چې بیاځلي ړومبۍ لار او مخکېنۍ پاکۍ ته ورستانه شي.

د ګناه مفهوم په همدې بهیر کې زیږېږي. د ګناه خورا ساده مانا د خدای له احکامو سرغاړي ده او البته اوچتې مرتبې هم لري. او لکه څنګه چې عادي انسانانو ته ګناه انګېرلېږي، د خدای عظیم الشانترینو او اوچتو ولیانو ته هم میسره ده. او دا له بندګانو ځنې د خدای انتظار ته ورګرځي.

ټول انسانان په دې پار چې انسانان دي، ښوییږي؛ خو له معمولي انسانانو د خدای انتظار ډېر لږ دی. منځنیو انسانانو ته ګناه ډېره د پالونکي له اطاعته د انحراف په بڼه کې ښکاره کېږي؛ یعنې د خدای امر و نهې ته نه پاملرنه او ترې سرغاړی؛ خو کله چې څوک په ړومبیو مراتبو کې ټینګښت مومي او اندامونه یې په خپله ولکه کې راځي او پر خپلو غړیو کافي تسلط مومي، داسې چې ژبه، لاس، سترګې، او غوږونه یې د ده بې اجازې نه خوځي او سمه خپله دنده ترسره کوي، تردې پړاو روسته باید د زړه پر وره کېني او خپلو خواطرو ته یې ورپام وي او پام یې وي چې په زړه کې یې څه خیال او اندنه تېرېږي؟  زړه کوم لوري ته وراوړېدلی؟ په ضمیر کې یې کوم هوس ژبغړاندی دی؟ په خاطر کې یې کوم ښه او بد خیالات تېرېږي؟ دوی باید تر خپلې ولکې لاندې راوړي او زړه داسې وروزي چې ان د خیال او هوس په نړۍ کې هم، څه چې غیرالله دي او د خدای نه خوښېږي، په زړه کې تېر نه کړي، دغسې وګړي د خدای ولیان دي.

دا هم یوه ګناه ده چې زړه، کافي استقامت ونه لري او هرې خوا ته کږېږي او له امله یې رورو د بدن اندامونه له ځان سره همغږي کړي. په روایاتو کې راغلي، ګناه هغه ده چې زړه وځوروي. «الاثم حزاز القلوب» [احیأ العلوم؛ لومړی ټوک.‍‍‍ کتاب العلم].

یو شمېر عارفانو ویلي چې د ګناه د ګناهوالي کچه همدا ده؛ ګناه یو څیز دی چې د انسان زړه او پاک فطرت یې نه مني او نه یې زغمي او د ګناه کولو پر وخت د ځورونې لاملېږي. دا چار د انحراف نښه ده او د استقامت له لارې دباندې پاتېدل دي. خو دا دهغو کسانو تشخیص دی، چې زړه یې ساتلی او د کږو وږېدو په باب یې حساس دي، که نه چا چې بې پروايي او بې بند و باري کړې او تر دننه یې دباندې ته ډېره پاملرنه کړې او هر پاک و ناپاک ته یې ورپرانستی او هر کس و ناکس سره یې اړیکه ټینګه کړې ده، ناچار د زړه تله یې دومره مشوشه ده چې د کړنو تولول ښووای نشي. وګړی په دې مرتبه کې د زړه فتوا ته رجوع نشي کړای. که دا کږېده وږېده نه وای؛ نو زړونه حساسې تلې وې او انسان یې روا چارو ته ورسیخاو.

خو افسوس کومې خړې پړې چې پر ضمیر مو لاسبرېږي، دا چارې څرګندې راښووای نشي. امام غزالي نقلوي چې نبي اکرم(ص) وابصة ته وویل د نظریاتو د اختلاف په شخړه کې زړه ته دې مراجعه وکړه او د زړه فتوا دې وغواړه: «استفت قلبک او ان افتوک و افتوک». مولانا بلخي وايي، نه له هر زړه؛ بلکې باید له پاک زړه فتوا وغواړو.

آنکه ګفت استفت قلبک مصطفی – ان دلی باشد که پر بود از صفا.

عالمانو له ګناه څخه د توبې لپاره دوه لارې راښوولې دي؛ لومړی په هغه زیان کې د تأمل او سوچ له لارې چې ګناه یې انسان ته وراړوي او دویم د هغه خجالت له لارې چې انسانان یې د خپل پالونکي پر وړاندې وباسي – په دې پورې اړه لري چې وګړیو ته کومه یوه لار مهمتره وي او له کومې لارې، استدلال اغېزمنېږي.

که انسان پر ځان الهي هیبتناکه څارنه وننګېري او ځان یې پر وړاندې وویني او حقیقتاً پر حضور یې ګروهن وي؛ نو ګناه به یو ډېر ستونزمن کاروي او هک اریان به نشي که وویني کوم مشران چې ترده څو څو ځلې مخکې دي، دغسې د خدای پر وړاندې خایف او ډارن دي. له خدایه ډار یو مقام او مرتبه ده؛ باید دا مرتبه ولرو او تجربه یې کړو. ډار باید د کلمې په دقېقې مانا تجربه شي. هېر مو نشي، که چا له خدایه ډار تجربه کړی نه وي؛ نو پر کمښت اخته دی. د پېغمبرانو یو له مهمترینو چارو په زړونو کې ډار اچونه وه. د خدای یو له پیغامونو ځنې دا و، چې باید خلک ترې وډار شي:

ذَلِكَ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِ عِبَادَهُ (الزمر/۱۶)

او دا څه ټوکې نه دي. البته خدای لورین، منعم، منندوی، با وفا، تواب او غفور هم دی؛ خو یو موجود دی چې په عین حال کې باید ترې وډارېږو. خدای داسې څوک نه دی چې د ناپاکیو او نارواوو پر وړاندې سکوت وکړي او بې توپیره او بې پرې کېني او حق په دواړو دنیاوو کې عملي نه کړي. له خدایه ډار یوه جدي مقوله ده؛ نباید وانګېرل شي چې خدای د بشري کلمې پر مانا مهربان دی او یا که ویلي یې دی، چې وډار شوو، یوازې د مصلحت په پار و. خدای واقعاً سختګیر دی او موږ د خدای بندګان باید خدای په دې صفت او ځانګړنه وپېژنو. باید پوه شو چې د خدای ژمنې او وعدې جدي دي؛ سزا ورکونه شته، زموږ د ښوییدنو پر وړاندې بې توپیره نه پاتېږي او غوسه یې هم د لورنې او رحمت له مراتبو ځنې ده؛ یعنې غوسه یې له مینې سره څه مزاحمت او ټکر نه لري. ډارول د پېغمبرانو د مهمو کارونو یوه برخه وه. کله چې خدای پېغبمر(ص) راولېږه، ورته یې وویل:

قُمْ فَأَنذِرْ (مدثر/۲) = پاڅېږه او (نړيوالو ته) خبردارى وركړه،

ډارول تر خبرونې ډېر یو څیز دی. خدای ویلای شو: قم فاخبر: پاڅه او خبر یې کړه.

ووایه چې یو پېغمبر راغلی او خدای او معاد شته. پېغمبر هم خلک له دې خبرو خبر کړل؛ خو ډارول (انذارول) تر خبرولو ور ډېر یو چار دی. خدای په توبې سورت کې، د دین د زده کړې په اړه وايي:

وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً (توبه/۱۲۲)

ټول په دین کې د تفقه او پوهېدنې وادۍ ته ورننوتای نشي.

په همدې پار یو شمېر باید ولاړ شي چې :

لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ (توبه/۱۲۲)

په دین کې تفقه وکړي، چې خپل قوم انذار کړي.

انذارول؛ یعنې ډارول. پېغمبرانو علیهم السلام دوه سترې او څرګندې ځانګړنې درلودې، لومړی مبشر ول او ورپسې منذر (مبشرین و منذرین)

وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى. فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى (نازعات/۴۰، ۴۱) = هغه چې واقعاً د خدای له مقامه ډارېږي (د خدای مقام یعنې هغه مقام چې خدای ولاړ دی او کوم تړاو چې راسره لري) او ځان له ناوړه هیلو ژغوري؛ نو جنت یې هستوګنځی دی.»

باید په زړه کې دا ډار کېنوو او همدا ډار د توبې یوه سریزه او مبادي ده. دا غوره، ستایل شوی او محمود ډار دی. که په چا کې دا عنصر نه وي، عبودیت او بندګي یې پر کمښت اخته ده او باید پوره یې کړي.

پېغمبر(ص) خدای ته له ټول قرب سره سره، له ډاره پرېمانه برخمن وی. په قرآن کې د حضرت عیسي(ع) له خولې نقل شوي دي:

إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (مایده/۱۱۸) = «که عذاب یې کړې [خپله ښه پوهېږې] ځکه دوی دې بندګان دي. که یې وبښې [بیا هم واک درسره دی] ځکه بریمن او د حکمت خاوند یې»

په روایاتو کې دي چې پېغمبر(ص) دا آیت یوه شپه تر ګهیځه لوسته. نه پوهېږو چې پردې مبارک(ص) څه تېرېدل؛ خو په دې پوهېږو، چې له خدای سره د خبرو اترو په مقام کې عذاب او مغفرت دواړو اهمیت او جدیت ورته درلود.

البته له عذابه ډار د خوف (ډار) له درجو یوه درجه ده. خو د خدای د قدرت درک او هم پر هستۍ او د انسان پر برخلیک د خدای احاطه انسان پر هیبت، لړزان او رعب اخته کوي چې دا د عذاب له ډاره توپیر لري. دلته د خدای د عظمت ننګېرنه او د ځان ټیټوالی او کوچنیتوب اوڅار دی.

خدای د «علوّي» په پار ډار پنځوونکی او رعب راولاړوونکی دی، لکه چې د « دنوّي» په پار محبت پنځوونکی دی. مولانا ویل:

«لا تخف» دان چونکه خوفت داد حق – نان فرستد چون فرستادت طبق  (مثنوي)

یعنې کله چې خوف (ډار) راغې د « لَا تَخَفْ» [قُلْنَا لَا تَخَفْ إِنَّكَ أَنتَ الْأَعْلَى (طه/۶۸) = ومو ویل: مه ډارېږه  بېشکه لاسبری یې] غږ به ورپسې راشي. خدای هغه ډاروي چې نه ډارېږي او چې ډارېږي ورته وايي: مه ډارېږه! په دې توګه یې د ده ډار ورلرې کوی او خوله یې ورخوږه کړې ده.

نو څوک چې د خدای له ډاره برخمن نه وي؛ نو له مینې یې هم برخمن نه دی. شونې نه ده چې څوک دهغه د عاشقۍ او مینې لاپې شاپې وکړي؛ خو دا چې همغومره او په هماغه وخت کې یې له ډاره هم برخمن وي. دا دواړه یو ځای ځي راځي، یو بې له بله پایښتی نه دی.

دا هېښنده دوه ګونې او پارادوکسیکال تجربه یوازې د خدای په هکله مصداق مومي. ښايي بل هیڅ موجود د انسان له وجود سره دغسې لوبه ونه کړي، چې له یوې خوا یې وډار کړي او دومره یې ټیټ او حقیر کړي، چې څه ترې پاتې نشي او بلخوا لاس یې ونیسي او هرڅه وروبښي، په خپل څنګ کې یې کېنوي او خوشحال یې کړي. په دیني او عارفانه تجربو کې دا دواړه سره یو ځای دي. څوک چې له یوې برخمن شوی؛ نو چورلټ له بلې هم برخمن دی.

د دغسې خدای په محضر کې ګناه یو ستونزمن کار دی [رسول الله(ص)وویل: یا اباذر لاتنظر الی صغر الخطئیه ولکن انظر الی من عصیت (بحار الانوار:۷۴/ ۷۷ او ۱۶۸مخونه)] او تر ګناه روسته توبه، څو ځلي ترې ستونزمنه ده؛ ځکه په هستۍ سوزي خجالت په دام کې لوېدل دي، او د توبې قبلېدل یو ستر نعمت دی چې په دې ګرد سره خجالتونو ارزي. او دلته دي چې باید وویل شي، څومره چې ګناه ستره وي او انسان له دې ګناه په توبې بریالی شي، د بښنې او غفران له امله به، ستر نعمت ته ورسېږي، یعنې ستره ګناه، که څه تر کوچنۍ ګناه بدتره ده؛ خو که چېرته په توبې پای ته ورسي؛ نو خورا خوش عاقبة ده؛ ځکه انسان ته یو ستر کرامت ورکوي، او همدا د « أُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ»مانا ده؛ یعنې د توبې په پار، سیئه (بد) پر حسنه(ښو) بدلېږي، او څومره چې سیئه ستره وه، حسنه به هم ستره وي.

 راز یې هم د توبې کیما ده؛ له سترې ګنه توبه، خورا سخته او خجالتېدل ترې وژوونکي دي؛ نو پایله یې هم ستره او خورا قیمتي ده. لکه خاورینه غونډۍ چې پر زرو واوړي؛ څومره چې خاورینه غونډۍ ستره وي زر به یې هم زیات وي. هر څه د هغه کیمیا او کیمیاګر تر سر لاندې دي، چې توبه ګار انسان او توَاب خدای دي.  لکه چې په قرآن کې راغلي، توبه هغو کسانو ته ځانګړې ده، چې په ناپوهۍ کې ناوړه کار کوي او روسته سملاسي توبه وباسي؛« إِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَى اللّهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السُّوَءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِن قَرِيبٍ». خو ددې لپاره چې توبه بې اغېزې نه وي، باید علت موندنه یې وشي؛ ځکه ګناهونه مو د تېر شخصیت، اړیکو او شرایطو زیږنده ده؛ نو د دروغو پرېښوو لپاره باید ووینو چې ولې مو دروغ  ویل؟ ولې د نورو د حقوقو په باب بې پروا وو. ښایي نا اهله دوستان یا بې ځایه هوسونه مو درلودل، او دې هیلو ته د وررسېدو لپاره، دروغو ته اړ شوي یو او یا د دوستانو په پار، څه حقوق مو رعایت کړي نه دي او په دې څېر نور څېزونه؛ نو توبه چې کاږو او ناروا چارې پرېږدو، باید دا اړیکې پرې کړو. دا واقعي توبه کېدای نشي، چې پخوانۍ دوستۍ او مخکېني هوسونه دې ولرو. عقلمن جرړې ویني او راسپړي او ناپوه مېوې ته ویني.

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!