تبلیغات

توبه او پاک سازي توبه او قبلېدل يې د خداى د پراخه نعمت، رحمت او لوريېنې نښه ده .ګناه ته شا کول،خداى ته بېرته مخه کول او ترې بښنې او عذر غوښتلو ته توبه وايي . عذر غوښتنه په درې ډوله ده؛کله عذرکوونکى وايي : ما هيڅ کله هم دا کار نه دى کړى. کله […]

توبه او پاک سازي

توبه او قبلېدل يې د خداى د پراخه نعمت، رحمت او لوريېنې نښه ده .ګناه ته شا کول،خداى ته بېرته مخه کول او ترې بښنې او عذر غوښتلو ته توبه وايي .

عذر غوښتنه په درې ډوله ده؛کله عذرکوونکى وايي : ما هيڅ کله هم دا کار نه دى کړى. کله وايي : ما له دې کبله دا کار وکړاو کله وايي: دا کار مې وکړ، بد مې وکړل ، تېر وتم، اوس پښېمانه يم او دا همغه توبه ده .

  توبه په اسلام کې شرطونه لري:

١- ګناه ته شا کول.٢- له ګناه پښېماني.٣- هوډ وکړي چې بيا دا ګناه و نه کړي .[1]

٤- د ګناه سکېنده – جبرانول .

توبه داسې ده؛لکه څوک چې له تنه خيرنې جامې اوباسي او پاکې واغوندي. توبه د خيرن او چټل بدن وينځل او عطر پرې اچول دي .

قرآن وايي:

وَأَنِ اسْتَغْفِرُواْ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُم مَّتَاعًا حَسَنًا إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ وَإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ كَبِيرٍ  [2]= او دا چې : له خپل پالونكي بښنه وغواړئ ، بيا هغه ته توبه وباسئ (تردې چې) تاسې تر يوې ټاكلې مودې پورې (ددې دنيا له نعمتونو ) ښه برخمن كړي او د هر فضل خاوند ته د هغه فضل هومره وركړي او كه ( لدې فرمانه ) مو مخ واړاوه؛ نو بېشكه زه پرتاسې د يوې سترې ورځې له عذابه وېرېږم.

 

په يو آيت کې “استغفار” او “توبه” يو ځاى راوړل ښيي، چې دا دواړه سره توپير لري. لومړنى د وينځلو او دويم د کمالونو د لاس ته راوړو په مانا دي .

انسان بايد لومړى ځان له ګناهونو پاک او بيا پر الهي صفتونو سينګار کړي.لومړى له زړه هر ډول ((باطل معبودان)) وڅنډي او بيا دې پکې حق معبود (= الله ) ځاى کړي .

په قرآن کې توبه او استغفار

وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُواْ أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُواْ اللّهَ فَاسْتَغْفَرُواْ لِذُنُوبِهِمْ وَمَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ اللّهُ وَلَمْ يُصِرُّواْ عَلَى مَا فَعَلُواْ وَهُمْ يَعْلَمُونَ [3] = او هغوى چې كله كوم ناوړه چار وكړي يا پرځان تېرى وكړي (؛نو) خداى وريادېږي او د خپلو ګناهونو بښنه غواړي او له الله پرته لا بل څوك دى، چې ګناهونه وبښي ؟ او پر خپلې ګناه ټينګار نكوي؛ځكه پوهېږي (چې بديې كړي دي).

وَمَن يَعْمَلْ سُوءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ اللّهَ يَجِدِ اللّهَ غَفُورًا رَّحِيمًا [4]= او څوك چې بد (كار) وكړي يا پر خپل ځان تېرى وكړي او بيا له خدايه بښنه وغواړي؛ نو خداى به ډېر بښونكى (او) مهربان ومومي

وَعَدَ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ [5]= خداى له هغو سره د بښنې او ستر اجر ژمنه کړې، چې ايمان يې راوړى او (نېکې) چارې يې کړي وي.

قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ [6] = ووايه: (( زما هغو بندګانو،چې تاسې د خپلو ځانونو په اړه له پولې اوښتي ياست ! د خداى له رحمته مۀ نهيلي كېږئ؛(ځكه) چې خداى [د توبې په شرط] د ټولو(ګناهونو) آثار بښي، چې يواځې هغه ډېر بښونكى (او) مهربان دى.

 

په دې آيتونه کې دا تعبيرونه راغلي دي : زما بندګانو! مه نهيلې کېږئ،د خداى رحمت د ټولوګناهونو د بښنې لامل او خداى غفور(او) رحيم دى؛نو له دې جوتېږي چې د خداى د استغفار، رحمت او د توبې د منلو لمن څومره پراخه ده.په تېره بيا د((عبادى- زما بندګانو))، له تعبيره دا څرګندېږي، چې ټول ښه او بد بندګان خو زما دي او خداى پرې دومره مهربان دى،چې ټول يې خپل بندګان ګڼلي دي؛ نو ځکه د بښنې د هيلو لمن خورا پراخه ده.

وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ  [7]= او چې کله دې زما بندګان زما په باب وپوښتي،(نوووايه:) په حقيقت کې زه نژدې يم او بلونكى چې ما وبلي؛نو دعا يې قبلوم؛نو بايد زما بلنه ومني او پر ما ايمان راوړي،چې ښايي سمه لار ومومي (او مقصد ته ورسېږي ) .

خداى له انسان سره ډېر نږدې دى او په پورتني آيت کې خداى (٧) اووه ځل خپل ځان له وسيلې او واسطې پرته ياد کړى؛لکه زما بندګانو! زما په هکله، زه نږدې يم، ما يادوئ ،زه يې ځواب وايم، پرما ايمان راوړئ ، ما وبلئ .

و تُوبُوا اِلى اللّهِ جَمعياً اَيُّها المُؤمِنون [8] = مؤمنانو! ټول (نر و ښځې) خداى ته توبه وباسئ.

هُو الّذى يَقبِلُ التَّوبَة مِن عِبادِه [9] = او الله هغه (مهربان ذات) دى،چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي.

اِنَّ اللّه يُحِبُّ التَّوّابِين [10] = بېشکه د الله توبه ګاران خوښېږي.

يا ايّها الَّذينَ آمَنوا تُوبُوا اِلَى اللّهِ تَوبَةً نَصُوحاً [11]= مومنانو! خداى ته (ټينګ په اخلاص او) د زړه له کومې توبه وكاږئ.

و هُو الَّذى يَقبلُ التَّوبَة عَن عِبادِه و يَعفُوا عَنِ السّيّئات [12] = او(الله) هغه (ذات) دى، چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي او له ګناهونو يې تيرېږي.

اَفَلا يَتُوبُونَ اِلَى اللّه و يَستَغفِروُنَه و اللّهُ غَفُورٌ رَحيم [13] = نو ولې خداى ته توبه ونه باسئ او بښنه ترې نه غواړئ ؟(حال دا چې ) خداى بښونكى (او) مهربان دى .))

خداى په دې آيت کې انسانان توبې او استعفار ته رابللي او د “غفور”او “رحيم” د صفتونو په ويلو غواړي، د انسانانوعواطف وهڅوي، ښائي له دې لارې انسانان خداى ته مخه کړي، توبه وکړي چې ګناهونه يې پاک شي او د توبې له لارې خپل کمالونه او فضليتونه لاپسې ډېرکړي .

په روايتونو کې توبه

د روايتونو تر څېړنې وروسته د توبې او استغفار په هکله په زړه پورې او پراخ معلومات لاس ته راځي چې دادي :

١- ريښتينې توبه :

ريښتينې توبه پينځه څانګې لري :١- ګناه ته شا کول.٢- له پخوانۍ ګناه پښېمانې .٣- د ګناه د پرېښوولو هوډ.٤- دهغو ګناهونو جبرانول چې د((حق الله)) او((حق الناس)) پر ادا کولو د جبران وړ وي. ٥- پر ژبه استغفارويل .

د نصوح توبه څه ته وايي؟

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا [14] = [مومنانو! خداى ته (ټينګ په اخلاص او) د زړه له کومې توبه وكاږئ،]

رسول الله (ص) وايي : أن يَتُوب التائِب ثمّ لايَرجع فى ذَنبٍ كما لايَعود اللَبن الى الضَّرعلکه څرنګه چې شيدې بېرته سينې ته نشي تلاى؛ نو دغسي دا توبه ګار هم بېرته ګناه ته نه مخه کوي.[15]

امام صادق د”نصوح” د کلمې په تفسيرکې وايي: ((هو الذَّنبُ الّذى لا يَعودُ فيه اَبداً نصوح هغه توبه ده چې هېڅکله بيا هغه ګناه ونه کړې[16].))

په یو روایت کې راغلي : ان يكونَ الباطِنُ كالظاهِر و افضِل من ذلك د نصوح توبه هغه ده چې د انسان باطن تر ظاهر؛بلکې تر دې هم غوره شي.[17]

حضرت علي (ک) د نصوح په هکله وايي : (( نَدمٌ بِالقَلب و استِغفار باللّسان و القَصد على ان لا يَعود نصوح دې ته وايي چې : انسان په زړه کې پښېمانه وي، پر ژبه عذر وغواړي او د ګناه د همېشه پرېښوولو لپاره ټينګ هوډ وکړي.[18]))

د سمې توبې شرطونه

چا د ځان ښوونې لپاره د حضرت علي (ک) په مخ کې وويل: استغفرالله .حضرت علي (ک) ورته وويل : (( مور دې سر ته کېنه ! آيا پوهېږې چې استغفار(يوازې په ژبه نه؛بلکې ) لوړې مړتبې لري (چې بايد عملي يې کړې )؟ حضرت علي ( ک ) زياته کړه : استغفار او توبه شپږ څانګې لري :له پخوانيو ګناهونو پښېماني. دګناه د پرېښوولو هوډ. د خلکو د حق ادا کول . د خداى د حق ادا کول . په غمونو د بدن د هغو غوښو ويلي کېدل چې په حرامو خوړو منځ ته راغلي وي. بدن يې؛ لکه چې د ګناه خواږه څکلي،دغسې بايد د خداى د اطاعت سختي هم وڅکي.او په دې وخت کې استغفارالله ووايه.[19]))

امام زین العابدین وايي:(( انّما تَوبَة، اَلعَمل و الرُّجوع عن الاَمر و ليستِ التَّوبة بِالكَلامتوبه تش په خوله ويلو ته نه؛ بلکې له بې لارۍ راستېندو او د غوره کار کولو ته وايي.[20]))

د توبې بل شرط د هغې د ضايعاتو جبرانول دي .

قرآن وايي : إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِن بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ [21] = خو هغوى چې تردې (تور) وروسته توبه وباسي او ځانونه سم كړي (؛نو خداى يې بښي)؛(ځكه) ډېر خداى بښونكى (او) مهربان دى.

((واصلحوا)) دا څرګندوي چې د توبې مهم شرط د ګناه د ضايعاتو جبرانول او ځان سمونه ده. پر توبې منښته- اقرار کول د همغې د کمال له شرطونو ځنې ده .

امام باقر وايي : ((و اللّه ما ينجو من الذّنب الاّ من اقربه [22] په خداى قسم ! چا چې پرګناه اعتراف نه وي کړى، له ګناه نه ژغورل کېږي . ))

حضرت علي (ک) وايي: ((المُقرّ بالذَّنبِ تائِبپرګناه اعتراف کوونکى توبه ګار دى.[23]))

 

د توبې ډولونه او پړاوونه

امام صادق وايي : ((و كل فرقة من العباد لهم توبة….و توبة الخاص، من الاشتغال بغير الله تعالى و توبة العام من الذنوب[24] = هره ډله ځان ته يوه توبه لري؛ د خداى د ځانګړو بندګانو توبه داده چې په هغو شېبو کې، چې له خدايه غافل وي او “غېرالله” ته يې پام وي ( له داسې حالاتو څخه دې د پښېمانۍ لپاره توبه وباسي) او د عامو وګړيو توبه دا ده چې له ګناهونو توبه وباسي.))

پرتېرو کړنو پښېماني او ګناه ته د شا کولو هوډ د توبې لومړى پړاو دى . نور پړاوونه يې دادي چې : توبه ګار له هر پلوه داسې روحاني او سپېڅلى حالت پيدا کړي؛لکه دګناه تر مخه چې و. مثال يې د يو ناروغ په شان دى،چې د درملو په خوړو يې تبه له منځه ځي؛ خو تردې وروسته “تقويتي درمل” ته اړتيا لري ،چې بدن يې تر ناروغۍ د مخه غوندې شي. امام باقر په دې هکله وايي : ((التائِبُ من الذَّنب كَمَن لا ذَنبَ له و المُقيم على الذّنب و هو مستغفِرٌ منه كالمُستَهز[25] له ګناه څخه توبه ګار د بېګناه په شان دى او څوک، چې په ګناه کې پاتې شي او استغفارهم کوي؛نو د ملنډې وهونکي په شان به وي .))

 

د توبې قبلېدو د لمنې پراخوالى

خداى په قرآن کې وايي: قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ [26] = ووايه: (( زما هغو بندګانو،چې تاسې د خپلو ځانونو په اړه له پولې اوښتي ياست ! د خداى له رحمته مۀ نهيلي كېږئ؛(ځكه) چې خداى [د توبې په شرط] د ټولو(ګناهونو) آثار بښي، چې يواځې هغه ډېر بښونكى (او) مهربان دى.

له دې آيته جوتېږي چې هر چاته د توبې ورونه پرانېستې دي. ويل کېږي: چا چې حضرت حمزه شهيد کړى و، ددې آيت په اورېدو پېغمبراکرم ته راغى او توبه يې وکړه.پېغمبراکرم يې توبه ومنله؛ خو ورته يې وويل: (( له مخې مې ورک شه؛ځکه زه نشم کولاى، چې تا ته وګورم.)) ځينو،پېغمبراکرم وپوښت: آيا دا آيت د هغه وحشي په هکله دى يا د ټولو مسلمانانو لپاره راغلى دى ؟ پېغمبر اکرم وويل : د ټولو لپاره دى.[27]

د توبې د قبلېدو لمن ډېره پراخه ده . يو تن امام رضا ته راغى او و يې ويل : خداى دې هغوى لعنت کړي چې له حضرت علي (ک) سره يې جګړه کړې وه. امام رضا ورته وويل :(( قل الاّ مَن تاب و اَصلح [28] ووايه خو چا چې توبه وکړه او ځان يې سم کړ. ))

اودا له ګناه کوونکيو سره د خداى لورينه راښيي. اسلام خداى ته د بېرته ستنېدو لار ده او تل ټولو ته پرانېستې ده .

هغوى چې خلک کړوي،خداى يې په هکله وايي: إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ[29] = په حقيقت كې هغوى چې مؤمن سړي او مؤمنې ښځې وربړوي؛خو بيا يې توبه نۀ وي اېستلي؛نو ورته د دوزخ عذاب دى او (همداراز) سو ځنده عذاب دى!

له توبه ګارانو سره د خداى ځانګړې مينه

په قرآن کې راغلي: إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ [30] = بېشکه د الله توبه ګاران خوښېږي.))

پېغمبراکرم وايي: (( خداى ته له توبه ګارې ښځې او سړي پرته بل محبوب نشته.[31]))

رسول الله وايي : ((التائبُ حَبيب اللّه توبه ګار د خداى محبوب او دوست دى.[32] ))

امام باقروايي:(( انسان چې د سفر پرمهال په تپه تياره کې خپل اوښ او نور سامان ورک کړي او بېرته يې پيدا کړي؛نو څومره به خوشحاله شي؛نو همداراز که انسان توبه وکړي؛ نو د خداى خوشحالي به تر هغه ډېره وي، چې په تپه تياره کې يې خپل سامان بېرته موندلې وي.[33]))

په بل ځای کې وايي : ((الله افرح بتوبة عبده من العقيم الوالد، و من الضال الواجد، و من الظمان الوارد [34] که د شنډ سړي اولاد وشي او که د چا ورک شوى راپيداشي او که تږى او جل وهلي ته اوبه پيداشي؛ نو خداى به د خپل بنده په توبه تر دې ټولو زيات خوشحاله وي.))

د توبې ځنډول غندل شوي دي

انسان هره شېبه پازوال – مسؤول دى چې توبه وکړي (( توبوا= توبه اوباسئ ))؛يعنې انسان ته وايي: بيړه وکړه او توبه اوباسه.څوک چې د توبې په ايستو کې ځند وکړي؛نو د الهي حکم په پلي کېدو کې به يې ځنډ کړى وي،چې هره ګړۍ به د خداى د حکم سرغړاندی بلل کېږي .))

روايت دى: ((تَاخير التُّوبَة اِغتِرار، و طُول التَسويف حَيرَة [35] د توبې ځنډېدل يو ډول غرور او بې خبري ده او اوږدول يې سرګرداني او حيرت دى.))

يوتن له حضرت علي (ک) پند او نصيحت وغوښت؛ورته يې وويل : ((لا تَكُن ممّن يَرجوا الآخِرة بِغَير العَمَل و يُرَجِّى التَّوبَة بِطُول الاَمَل [36] له هغوى مه واست چې بې عمله د آخرت د نيکمرغۍ په هيله وي او د خپلو اوږدو هيلو له کبله توبه ځنډوي .))

همداراز وايي : ((لا دينَ لِمُسَوّف بِتَوبته [37] هغه به دين نلري چې توبه راتلونکې ته پرېږدي.))(٣٣)

امام باقروايي:(( ايّاكَ و التَّسويف فَانَّه بَحرٌ يُغرَقُ فيه الهَلْكى‏ [38] په (توبه) کې ځنډ مه راوله؛ ځکه ځنډوالى (داسې) سمندر دى ، چې پاتې پکې ډوبېږي . )) (٣٤)

پام مو وي چې د مړيني پر مهال توبه ايستل ارزښت نه لري د مړينې پر مهال د فرعون ايمان او توبه ونه منل شوه؛ دا مطلب د نساء سورت په ١٨آيت کې راغلى دى چې وايي:

وَلَيْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ حَتَّى إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ إِنِّي تُبْتُ الآنَ وَلاَ الَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ أُوْلَئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا = او د هغو كسانو توبه، نه منل كېږي چې بدې چارې ترسره كوي او د مرګ پر وخت وايي: (( اوس مې توبه وكړه .)) او نه د هغوى قبلېږي، چې د كفر په حال كې مړه كېږي،دوى ته موږ دردناك عذاب چمتو كړى دى.

“محمد همداني” وايي : حضرت رضا مې وپوښت: په دې چې فرعون ايمان راووړ او پر”توحيد” يې منښته – اعتراف وکړه؛نو خداى ولې غرق کړ؟ حضرت رضا ورته وويل : ((لانَّه آمَنَ عند رُؤيَة البَأس، و الايمانُ عِند رؤيَةِ البَأسِ غَير مَقبُول [39] دا ځکه چې فرعون د عذاب په ليدلو ايمان راووړ او په داسې وخت کې ايمان نه قبلېږي.)) (٣٥)

په ځينو روايتونوکې راغلي : که مومن ګناه وکړي؛ نو اووه ساعته ورته مهلت ورکول کېږي؛نوکه په دې اوو ساعتوکې يې توبه وکړه؛ نو ګناه يې په “کړنليک” کې نه ليکل کېږي . په ځينو روايتونوکې د اوو ساعتو پرځاى له شپې څخه تر سهاره پورې وخت راغلي دي .

امام صادق وايي:(( إنّ العبد اذا أذنب ذنباً اُجِّل من غَدوَةٍ الى الليل فانْ استغفر الله لم يكتب عليه که مومن ګناه وکړي؛نو له سهاره تر شپې پورې وخت لري؛نوکه په دې موده کې يې له خدايه بښنه وغوښتنه؛ نو ګناه ورپسې نه ليکل کېږي.[40]))

د توبې ځلانده پايلې

توبه او قبلېدل يې د خداى بې سارى نعمت دى او ځلانده اغېزي او پايلي لري .حقيقي توبه، ګناهګار داسې بدلوي؛لکه بيخي يې چې ګناه نه وي کړي.

امام باقروايي :(( التائب من الذنب كمن لا ذنب له [41] له ګناه توبه ګار داسې دى؛ لکه چې ګناه يې نه وي کړي.))

حقيقي توبه د ګناه اغېزې له منځه وړي او پردې پرې اچوي . امام صادق وايي : (( چې کله بنده حقيقي توبه کوي؛نو خداى يې خوښوي،په دنيا او آخرت کې د بنده ګناهونه پټوي،څومره ګناهونه چې د انسان پر اوږو ناستو پرېښتو ليکلي وي،خداى يې له منځه وړي او د بنده د بدن غړيو ته وحې کوي، چې ګناهونه يې پټ کړه او د ځمکې پر مخ يې چې په هر ځاى کې ګناهونه کړي وي، ورته حکم کوي چې ګناهونه يې پټ کړه؛ نو يو هم نه وي چې د خداى پر وړاندې ګواهي ورکړي چې ګناه يې کړې ده .)) (٣٨)

د تحريم سورت په ٨ آيت کې پر”نصوح” توبه امر شوى دى چې وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا=مومنانو! خداى ته (ټينګ په اخلاص او) د زړه له کومې توبه وكاږئ.

د حقيقي توبې پينځه ګټې

د ګناهونو بښل . له الهي نعمتونو ډک جنت ته ننوتل .په قيامت کې نه رسوا کېدل.د قيامت پر ورځ به د ايمان او عمل رڼا د توبه ګارانو مخکې روانه وي او دوى ته به د جنت لارښوونه کوي. [42]

له خداى سره یې پاملرنه ډېرېږي او ګناهګار به د خپلو ګناهونو بشپړه بښنه او له خدايه د خپلې رڼا بشپړېدل غواړي .

لنډه داچې حقيقي توبه انسان د خداى نازولى کوي.روايت دى:(( و اَحَبّ العِباد الى اللّه تعالى المُفَتَّنون التَّوابون[43] هغوى د خداى تر ټولو نازولي دي چې (ګناه ) فتنه وکړي او ډېره توبه وباسي.))

په روايت کې راغلي : (( خداى توبه ګار ته درې همته ورکړي؛ که له دې يې يو هم د آسمان او ځمکې اوسېدونکيو ته ورکړى واى ؛ نو ټول به ژغورل شوي واى چې دادي[44]:

١- پر هغوى کسانو دې زېرى وي،چې خداى يې خوښوي او د خداى چې څوک خوښ وي؛عذاب ورته نه ورکوي؛((إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ [45]= بېشکه د الله توبه ګاران او (هم ) پاكان خوښېږي .))

دعرش وړونکي او د خداى په عرش کې ميشت، توبه ګار ته بښنه غواړي او د سترو او عالي مقامونو هيله ورته کوي .

د توبه ګار ګناهونه پر حسناتو او اجرونو بدلېږي او خداى ورته د رحمت او خونديتوب زېرى ورکړى دى چې وايي:

وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا . يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا . إِلَّا مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا . وَمَن تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا [46] = او هغوى چې له الله سره (د لمانځنې لپاره) بل معبود نۀ بولي او هغه نفس په ناحقه نۀ وژني، چې(وژل يې) خداى حرام كړى وي او نۀ زنا كوي او څوك چې دغه چارې وكړي (؛نو) دخپلې ګناه (سزا) به وګوري.   په قيامت كې يې عذاب دوه (ياڅو) ګرايه زياتېږي او په دې عذاب كې به تل خوار پروت وي!   خو څوک چې توبه وكاږي او ايمان راوړي او ښه كارونه وكړي؛ نو خداى يې بدي پرنېكيو اړوي او خداى ډېربښونكى (او) مهربان دى. او څوك چې توبه وكاږي او نېكې چارې ترسره كړي؛ نو په حقيقت كې هغه د خداى لوري ته بشپړ ورګرځي (او خپله بدله ترې اخلي).

امام زين العابدين پخپلو دعاګانوکې وايي : ((الهى أنت فَتَحت لِعبادك باباً الى عَفوِك، سمّيتَه التّوبه، فقلت: توبوا الى اللّه توبة نصوحاً، فما عذر مَن أغفل دخول الباب بعد فتحه[47] =خدايه ! ته هغه يې چې بندګانو ته دې د بښنې ور پرانيستى پرېښى چې نوم يې توبه ده ( او په قرآن کې دې ) ويلي د خداى پرلوري راوګرځئ او په اخلاص ورته پام وکړئ، اوس د هغوکسانوعذر څه دى، چې له دې پرانيستې وره يې ځان ناخبره کړى دى . ))

د ګناه سکېنده – جبران

د ګناه جبرانول د توبې له مهمو څانګو دى او د ګناه اغېزې او رسوبات وينځي . دا جبران په اسلام کې د “کفاراتو”،”تکفير” او د پاکوالي او اغوستلو تر نامه لاندې ياد شوى دى، تکفير د “احباط” پر وړاندې راغلى دى . احباط؛يعنې دا چې انسان په ګناه کولو خپل ټول نيک کارونه پوچ او بې اغېزې کوي؛ خو “تکفير”؛يعنې دا چې انسان د نيکو کارونو له لارې له ځانه د ګناهونو نښې نښانې لرې کوي، په بله وينا: توبه دوه پړاونه لري :د ګناه پرېښوول او ورته شاکول ( پاک سازي) او د نيکو عملونو له لارې د ځان پياوړي کول

د ناروغ درملنه هم دوه اړخه لري: يوه دا چې رغوونکي درمل وخوري او بل دا چې د طاقت درمل هم وخوري چې د ناروغۍ ضايعات او اغېزې يې له منځه ولاړې شي .

د ګناهونو جبرانول کله داسې پړاو ته هم رسي،چې تېر ګناهونه پر نېکيو بدلوي؛ يعنې نه يوازې د انسان له زړه د ګناه اغېزې وينځل کېږي؛ بلکې پر زړه يې د نېکو کارونو ځلانده اغېزې هم کېني.د ساري په توګه : که چا خپل مور و پلار آزار کړي وي او بيايې توبه کړي وي ؛ نو يوازې د آزار ختمېدل کافي نه دي؛بلکې د مينې له لارې بايد د آزار تريخوالى له منځه يوسي.

د قرآن له نظر ه د ګناه جبرانېدل

١- وَيَدْرَؤُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ [48]= په نېكيو بدي له منځه وړي :

٢- إِلَّا مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا [49] = خو څوک چې توبه وكاږي او ايمان راوړي او ښه كارونه وكړي؛ نو خداى يې بدي پرنېكيو اړوي او خداى ډېربښونكى (او) مهربان دى.

٣- وَأَقِمِ الصَّلاَةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِّنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ [50] = او د ورځې په دواړو خواوو او د شپې په لومړيو كې لمونځ وكړه؛ ځكه چې نيكي،بدي (او اغېزې يې) له منځه وړي، دا پند اخستونكيو ته يو پند دى

٤- إِن تَجْتَنِبُواْ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلًا كَرِيمًا [51] = كه له هغو سترو ګناهونو ځان وژغورئ، چې ترې منع كېږئ؛ نو له وړو ګناهو به مو تېر شو او د عزت ځاى ته به مو ننباسو

٥- وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَحْسَنَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ [52] = او هغوى چې ايمان راوړى دى او ښې چارې يې کړي دي؛ نو هرومرو ګناهونه يې پټوو(او بښو يې) او ښو کړنو ته يې غوره بدله وركوو

٦ فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ فَالَّذِينَ هَاجَرُواْ وَأُخْرِجُواْ مِن دِيَارِهِمْ وَأُوذُواْ فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُواْ وَقُتِلُواْ لأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ ثَوَابًا مِّن عِندِ اللّهِ وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ [53] = نو پالونکي يې غوښتنې ومنلې ( اوويې ويل ) زه له تاسې د هېچا عمل نۀ لاهو كوم ، نارينه وي كه ښځېنه، ټول له يوه جنس ياست، هغوى چې زما په لار كې هجرت كړى او له خپلو كورونو شړل شوي او زما په لار كې ځورول شوي او جګړه يې كړې او وژل شوي دي؛ نو هرومرو يې ګناهونه بښم او هغو جنتي باغونو ته يې ننباسم چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، دا د خداى له لوري ثواب دى او له خداى سره تردې هم ښه ثواب شته .

 

له دې آيتونو څرګندېږي، چې توبه قبلېږي او که له ايمان ، صالح عمل، لمانځه، هجرت،جهاد او شهادت سره يوازې وي؛ نو د ګناهونو د پاکولو لامل هم ګرځي او که داسې نه وي؛نو د پخوانيو ګناهونو ضايعات له منځه نه وړي .

 

په روايتونوکې د ګناه جبرانول

له روايتونو جوتېږي ،چې يوازې توبه ،ګناه ته شاکول او پښېمانې بس نه ده او ګناهونو چې د انسان په ژوند کې کومې اغېزې رامنځ ته کړي وي،د نېکو کارونو له لارې بايد سمې او جبران شي او د اجبران په ځانګړو بڼو کېداى شي ،چې د انسان د روزنې او بشپړتيا لامل شي ،پر ویینې د پوهېدو لپاره لاندې روايتونو ته پام وکړئ :

پېغمبر اکرم وايي : ((اتَّقِ اللّه حيث كنت و خالط الناس بخلق حسن و اذا عملت سيئة فاعمل حسنة تمحوها [54] چېرې چې ياست له خدايه وېرېږه او له خلکوسره په ورين تندي چلن کوه؛ ګناه چې دې وکړه؛نو نېک کار وکړه چې ګناه له منځه وړي.))

امام صادق وايي: ((مَن عَمل سيّئة فى السّر فليعمل حسنة فى السّر و من عمل سيّئة فى العَلانية فَليَعمل حَسنة فى العلانية [55] – څوک چې په پټه ګناه کوي؛ بايد په پټه کې نېک کار هم وکړي او څوک چې په ښکاره ګناه کوي؛ بايد په ښکاره نيک کارهم وکړي.))

حضرت علي (ک) وايي:(( ثَمَرة التّوبة إستدراك فَوارط النّفس [56] د توبې اغېز د نفس د ضايعاتو جبرانول دي.))

امام باقر:(( ما أحسن الحَسنات بَعد السّيئات[57] – تر ګناه وروسته نيک کارونه څومره ښکلي اوغوره ښکاري. ))

روايت دى: ((من كفارات الذّنوب العِظام إغاثة المَلهوف و التّنفيس عن المَكروب[58] پرېشانه انسانانو ته پناه ورکول او له غمجنو د غم لرې کول د غټو ګناهونوکفارات دي.))

چا ،پېغمبراکرم وپوښت: د غيبت د ګناه کفاره څه ده ؟ورته يې وويل: ((تَستَغفر لِمَن إغتَبته د چاغيبت چې دې کړى وي، له خدايه ورته بښنه وغواړه .))

امام باقروايي: (( ثلاث كفّارات: إفشاء السّلام و إطعام الطّعام و التّهجُد باللّيل و النّاس نيام د ګناه درې کفارى دي: پر لوړ اواز سلام کول . خواړه ورکول او د شپې عبادت کول چې خلک وېده وي.[59])) (٥٧)

څوک پېغمبر اکرم ته راغى او و يې ويل : (ګناهونه مې ډېر او نېکې کړنې مې لږې دي.ورته يې وويل:((  «أكثر السّجود فانّه يحطّ الذّنوب كما تحطّ الرّيح وَرق الشجر [60] ډېرې سجدې کوه؛ ځکه سجدې ګناهونه؛ لکه د ونو د پاڼوغوندې څنډي .))

 

له ګناه سره د جبرانولو همغږي

د نېکو کارونو له لارې د ګناه جبرانول ممکن په ډول ډول بڼو وي؛ لکه مالي مرستې، د خداى په لار کې جهاد، د شپې لمونځ کول او…. له لارې تر سره شي؛ خو مناسبه به دا وي چې د ګناه جبرانول بايد له هماغې ګناه سره انډول وي.د ساري په توګه: بې حجابي او ناپاکي بايد له پاکلمنۍ او د بشپړعفت ساتنې له لارې جبران شي. د غيبت ګناه بايد د ژبې پر کابو کېدو جبران شي . د تيري او بې رحمۍ ګناه بايد له مظلومانو سره پر نېکۍ او د نشتمنو په لاسنيوي جبران شي .

 

د ګناه د کفارې په هکله څو داستانونه

 ١- د ” حضرت ابولبابه” وړانديز :

حضرت ابولبابه د پېغمبر اکرم صحابي و ؛خو د “بني قريظه و” يهودو ورسره خپلوي درلوده. د يهودانو د سرغړونو له کبله پېغمبر اکرم هوډ وکړ،چې يهود د مدينې له چاپېرياله وشړي او سرکښان يې مړه کړي. د بنې قريظه وو “يهود” پخپله کلا کې رايسار وو، ځينو مسلمانانو له پېغمبر اکرم څخه وغوښتل، چې ويې بښي،په ځواب کې يې ورته وويل: خوښه مو ده، چې په اړه يې له تاسو يو تن منځګړى کړم. د”اوس” ټبر دا خبره ومنله او پېغمبرا کرم، حضرت معاذ(رض) په دې کار وګوماره؛خو بني قريظه وو د حضرت سعد (رض) منځګړيتوب و نه مانه او خبر يې راولېږه چې ابولبابه دې راولېږي چې ورسره سلامشوره وکړو. پېغمبر اکرم ،حضرت ابولبابه ورلېږه . دوى تر حضرت ابولبابه راټول شول او خپله ناوسي يې ښکاره کړه او و يې ويل: ايا موږ د حضرت سعد بن معاذ واکمنۍ ته غاړه کېږدو؟ حضرت ابولبابه غاړې ته ګوته ونيوه؛يعنې د حضرت سعد واکمنۍ ته تسلمېدل او ستاسې د سرونو غوڅول يو شان دي. هغه پوځي راز ښکاره کړ؛خو ناڅاپه پرخپلې ګناه پوه شو، چې له پېغمبر اکرم او مسلمانانو سره يې خيانت وکړ، په همغه شېبه يې توبه وويسته . د”انفال” د سورت ٢٧او٢٨ آيتونه د خداى او له رسول سره يې د خيانت د منع په هکله نازل شول .

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَخُونُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُواْ أَمَانَاتِكُمْ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ . وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلاَدُكُمْ فِتْنَةٌ وَأَنَّ اللّهَ عِندَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ = مؤمنانو! له خداى او پېغمبرسره يې خيانت مۀ كوئ او (همداراز) په خپلو امانتونو كې هم خيانت مۀ كوئ، حال دا چې پوهېږئ ( دا كارستره ګناه ده). او پوه شئ چې ستاسې مالونه او اولادونه (ستاسې) د ازمېښت وسايل دي او (هغوى چې لدې ازمېښته په بري راووتل؛نو) له خداى سره ستره بدله ده .

 

حضرت ابولبابه له ډېر خجالته له پېغمبر اکرم سره مخ نشو او نېغ جومات ته ولاړ او تر پينځلسو ورځو پورې يې ځان د جومات په ستنې پورې وتاړه او دعاګانې او عبادتونه يې کول او له خدايه يې غوښتل،چې توبه يې قبوله کړي. حضرت ابولبابه د خپلې ګناه د کفارې لپاره پېغمبر اکرم ته وويل چې : د توبې د قبلېدو په شکرانه کې غواړم خپل ټول مالونه صدقه کړم. پېغمبر اکرم ورته وويل: د ټولواجازه نه درکوم.ويې ويل : په درېو کې د دويمې برخې اجازه راکړئ؟ پېغمبر اکرم وويل : دا هم ډېر دي. و يې ويل : په درېو کې د يوې برخې اجازه راکړئ . پېغمبر اکرم دا وړانديز ومانه او حضرت ابولبابه هم خپله ژمنه ترسره کړه.[61]

٢- د خپلوۍ د غوڅولو کفاره:

دوه وروڼه حج ته روان شول. د يو نوم “يعقوب مغربي” و . په لار کې يې شخړه راغله او یو له بله بېل شول او د خپلوۍ د غوڅولو پرګناه اخته شول؛ په دې سفر کې يعقوب مغربي په مدينه کې امام “موسى بن جعفر” ته ورغى او امام ورته وويل : (( تا په پلانکي ځاى کې له خپل ورور سره شخړه وکړه او يو بل ته مو بد رد وويل،چې دا چلن زما د پلرونو او زما د دين پرخلاف دى؛له خدايه وېرېږه اوپوه شه چې د خپلوۍ د اړيکو غوڅول به ستاسې ترمنځ د مړينې لامل شي. ورور به دې په همدې سفر کې تر رسېدلو مخکې مړ شي.)) يعقوب ډېر پرېشانه شو او و يې ويل : زما برخليک به څه وي؟ امام ورته وويل: (( د خپلوۍ د اړيکو د غوڅولو له کبله ستا اجل هم رارسېدلاى دى؛خو په لار کې ته د خپلې ترور پوښتنې ته ورغلې او “صله رحم” دې وکړ؛نو ستا عمر شل کاله نور هم ډېر شو.)) ؛نو څرنګه چې امام ويلي و هماغسې وشول.د يعقوب ورور په سفر کې مړ شو او يعقوب د صله رحمۍ له کبله شل کاله عمر وکړ[62].

 

٣- حقوال ته حق ورکول:

د”نخع” د ټبر يو مشر امام باقر ته راغى او و يې ويل : زه د “حجاج” ( په “کوفه” کې “عبدالملک” والي و ) له وخته د اموي حکومت قومندان يم؛ ايا د توبې لپاره مې کومه لار شته ؟ امام باقر چوپ شو. بيا يې وپوښتل.امام باقر ورته وويل : (( نه ! څو حقوالوته حق ورنه کړې[63]. ))

   ٤- د سترې ګناه کفاره:

“ابوخديجه” د امام صادق له قوله وايي: يو تن پېغمبر اکرم ته راغى او و يې ويل: د جاهليت په دوران کې مې لور وشوه؛ ومې روزله او سينګارمې کړه او په څاه کې مې واچوله؛وروستۍ خبره يې دا وه چې : (( پلارجانه!))؛خو اوس ډېر پېښمانه يم، تاسې راته ووايئ چې ددې ګناه کفاره څرنګه ورکړم؟پېغمبر اکرم ورته وويل: ((مور دې ژوندۍ ده.)) ويې ويل : نه. پېغمبر اکرم ورته وويل :(( ترور دې شته؟)) و يې ويل : هو. پېغمبر اکرم وويل:(( نيکي ورسره وکړه؛ ځکه ترور د مور په شان وي او له هغې سره نيکې به ستا د ګناه کفاره شي.)) ابوخديجه وايي : امام صادق مې وپوښت : دا پېښه څه وخت شوې ده ؟ امام صادق وويل: د جاهليت په وخت کې ،چې خلکو به نجونې ژوندۍ ښخولې،چې نور ټبرونه يې ترې یو نسي او اولاد يې پيدا نشي[64].

٥- د کفارې لپاره وزير ته د امام حکم:

“علي بن يقطين” د “هارون الرشيد” له وزيرانو ځنې و او د “نبوي کورنۍ” د امامانو دوست و او په پټه يې له امامه اجازه درلوده، چې له هارون الرشيد سره وزير وي او له دې لارې د مسلمانانو خدمت وکړي؛يوه ورځ يو شپون،چې “ابراهيم” نومېده،علي بن يقطين ته ورغى؛خو ده ورته پام ونه کړ او د ورننوتو اجازه يې هم ور نه کړه . ډېرکلونه وروسته علي بن يقطين حج ته ولاړ او مدينې ته هم ولاړ. د امام کاظم کور ته ورغى؛خو هغه ورته اجازه ور نه کړه.ډېر کوښښونه يې وکړل؛خو امام يې و نه ليد. اخر يې امام کاظم له کوره بهر وليد او ویې پوښت،چې ولې دې اجازه رانکړه .امام ورته وويل : (( په پلانکۍ ورځ دې له ابراهيم شپون سره بې پروايي وکړه او اجازه دې هم ور نکړه؛نو د همدې ګناه له کبله به دې خداى حج قبول نه کړي؛ خو دا چې ابراهيم پْخلاکړې )). علي بن يقطين په کوفه کې د شپون کور ته ورغى اوعلي بن يقطين يې وبښه.بېرته مدينې ته راستون شو .امام کاظم ته ورغى او ورته يې دننوتو اجازه ورکړه او امام کاظم يې دا عمل وستايه .[65] (٦٣)

  ٦- قيس ته دکفارې حکم :

“قيس بن عاصم” د خپل قوم مشر و. د جاهليت په وخت کې يې دولس لورګانې پرله پسې ژوندۍ ښخې کړې وې،ديارلسمه يې هم ډېره په بې رحمۍ ژوندۍ ښخه کړه.د اسلام تر راوړو وروسته پېغمبر اکرم ته راغى او ټول داستان يې ورته ووايه. د پېغمبر اکرم له سترګو اوښکې راغلى، ويې ژړل او قيس ته يې وويل : ((ډېره بده ورځ درباندې را روانه ده ! څوک چې رحم نه کوي د خداى تر رحمت لاندې نشي راتلاى.)) قيس وويل : د ګناهونو د کفارې لپاره څه وکړم ؟ پېغمبر اکرم وويل : (( هر يوه دې،چې ژوندۍ ښخه کړې،په بدل کې يې يو مريي آزاد کړه[66]. )).

 

[1] مفردات راغب، ‏76 مخ

[2] هود/۳

[3] آل عمران/۱۳۵

[4] نساء/۱۱۰

[5] مایده / ۹

[6] زمر/۵۳

[7] بقره/۱۸۶

[8] نور/۳۱

[9] شوری/ ۲۵

[10] بقره/۲۲۲

[11] تحریم/۸

[12] شوری/۲۵

[13] مایده/ ۷۴

[14] تحریم/ ۸

[15] مجمع البیان ۲/ ۳۱۸

[16] ګافي، ۲/ ۲۳۲

[17] بحار۶/ ۲۲

[18] تحق العقول / ۱۴۹

[19] نهج البلاغه/ ۴۱۷ حکمت

[20] کشف الغمه ۲/ ۳۱۳

[21] نور/۵

[22] وسایل ۱۱/ ۳۴۷

[23] مستدرک الوسایل ۲/ ۳۴۵

[24] مصباح الشریعه/ ۹۷

[25] کافي ۲/ ۴۳۵

[26] زمر/۵۳

[27] سفینة البحار ( وحشي)،فخر رازي تفسیر،۲۷/ ۴

[28] وسایل ۱۱/ ۲۶۶

[29] بروج/۱۰

[30] بقره/۲۲۲

[31] سفينة البحار، ‏1 /‏127، عيون اخبار الرضا، ‏2 /‏29

[32] جامع السعادات، ‏3 /‏51

[33] کافي ۲/ ۴۳۵

[34] میزان الحکمة ۱/ ۵۴۱

[35] بحار ۶/ ۳۰

[36] نهج البلاغه، ۱۵۰ حكمت‏

[37] غرر الحكم، ميزان الحكمة، ‏4 /‏589

[38] بحار، ‏78 /‏164

[39] بحار۶/ ۲۳

[40] کافی ۲/ ۴۳۷

[41] کافی ۲ / ۴۳۵

[42] نمونه ۲۴/ ۲۹۲

[43] کافي ۲/ ۴۳۲

[44] کافي ۲/ ۴۳۲

[45] بقره/۲۲۲

[46] فرقان/ ۶۸ – ۷۰

[47] بحار ۹۴/ ۱۴۲

[48] رعد/۲۲

[49] فرقان/۷۰

[50] هود/۱۱۴

[51] نساء/۳۱

[52] عنکبوت/۷

[53] آل عمران/ ۱۹۵

[54] بحار، ‏71 /‏242. وسائل ، ‏11 /‏384.

[55] وسایل ۱۱/ ۳۸۳

[56] مستدرک الوسایل ۲/ ۳۴۸

[57] وسایل ۱۱/ ۳۸۴

[58] د حدیدي د نهج البلاغې شرح ۱۸/ ۱۳۵

[59] بحار ۷۷/ ۵۲

[60] بحار، ‏85 /‏162، ميزان الحكمة، ‏3 /‏477

[61] مجمع البيان، ‏5 /‏67 د امام باقر په قول، اسدالغابه، ‏5 ټ

[62] سفينة البحار، ‏1 /‏516

[63] کافي ۲/ ۳۳۱

[64] کافي ۲/ ۱۶۲

[65] بحار، ‏48 ټ، منتهى الامال، ‏2 /‏165

[66] اسد الغابه، ‏4 /‏220

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!