تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په قرآن کې د حکمت مانا حضرت علي (ک) وايي : « و نوره بالحكمه = تیاره زړه د حکمت په رڼا، رڼا کړه » نو ددې لپاره چې د علي (ک) په کلام کې له «حکمته» یې پر مانا او مراد پوه شو، باید قرآن ته مراجعه وکړو، چې له […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په قرآن کې د حکمت مانا

حضرت علي (ک) وايي : « و نوره بالحكمه = تیاره زړه د حکمت په رڼا، رڼا کړه »

نو ددې لپاره چې د علي (ک) په کلام کې له «حکمته» یې پر مانا او مراد پوه شو، باید قرآن ته مراجعه وکړو، چې له «حکمته» د خدای مراد څه و.

په قرآن کې «حکمت» او «حکیم» څو ځل راغلی دی. د «حکمت» ځانګړنه او مضمون یې په قرآن کې شرح شوی دی. خدای پاک په الاسرا سورت کې مسلمانانو ته پینځه ویشت سپارښتنې لري او ددې سپارښتنو د اړوند آیتونو په پای کې په ډاګه وایي، چې دا حکمت دی، چې در وحې مې کړل؛ نو ځکه دا آیتونه د «حکمت» د مانا په پوهېدو او مراد کې ډېر څرګند دي. دا حکمت ډولي او حکمت زده کوونکی آیتونه د الاسرا سورت له دوه وېشتم آیته پیلېږي:

په قرآن کې د حکمت مصادیق:

 (۱)

لاَّ تَجْعَل مَعَ اللّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُومًا مَّخْذُولًا (اسراء/۲۲) = (بنده!) هېڅكله له خداى سره بل معبود مه نيسه، چې پړ او بې مرستندويه به كېنې.

یعنې یو عقلمن هم روا نه ګڼي چې د یو الله په شتون کې، بلې قبلې او خدای ته ورمخ کړي.

(۲)

وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا (الاسراء/۲۳) = او پالونكي دې پرېكړه كړې ده : بې له هغه بل مه نمانځئ، له (خپل) موروپلار سره ښېګڼه وكړئ،كه له هغو يو يا دواړه زړښت ته درسره ورسي؛ نو ته ان “اوف”(هومره ورته) مه وايه (هېڅ ډول سپكاوى يې مه كوه) او مه يې رټه او په درناوي پستې (ادبناكې او په تول پوره) خبرې ورته وكړه.

وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا (اسراء/۲۴) = او له مهربانۍ د خپلې تواضع (او نرمې غاړې) وزرونه ورباندې ورښكته كړه او ووايه : (( پالونكيه! پر دوى ولورېږه؛ لكه څنګه چې [راباندې لورېدلي وو او] په ماشومتوب كې یې وروزلم . ))

رَّبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمْ إِن تَكُونُواْ صَالِحِينَ فَإِنَّهُ كَانَ لِلأَوَّابِينَ غَفُورًا (اسراء/۲۵) = پالونکى مو ډېر ښه پوهېږي، چې په زړونو کې مو څه دي (په دې اړه که څه ښويېدنه لرئ؛نو) که صالحان ياست (نيمګړتيا مو لرې کړئ؛) نو بېشکه خداى توبه ګارانو ته ښه بښونکى دى .

 (۵) د انفاق ادب رعایتول.

وَلاَ تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلاَ تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَّحْسُورًا (اسراء/۲۹) = او خپل لاس دې تر غاړې مه تړه (او ښندنه او بښنه مه پرېږده) او مه يې تر بریده زيات غځولى پرېږده، چې پړ او پښېمانه پاتې شې.

مفسرینو لیکلي چې ددې آیت د نزول علت دا و، چې یوې مور خپل زوی ته وویل، ورشه او له پېغمبر (ص) څه وغواړه. زوی پېغمبر(ص) ته ورغی او څه یې ترې وغوښتل. ورته یې وویل، څه نلرم. ویې ویل: نو دا کمیس دې راکړه. کمیس یې ورکړ. په دې پېښې پسې دا آیت نازل شو، چې لګښت او انفاقول یو برید لري. په کومو ځایونو کې، چې دا حکایت نقل شوی، ویلي یې دي چې خدای ددې آیت په ترڅ کې پېغمبر(ص) ته ادبونه وکړه؛ یعنې د انفاق او سخاوت ادب یې ورزده کړ.

إِنَّ رَبَّكَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا (اسراء/۳۰) = په حقيقت کې ستا پالونكى، چې چا ته وغواړي، روزي پراخوي، يا تنګوي(؛ځکه) چې هغه د بندګانو (له حاله) خبر دى (او) ويني يې.

 (۶) د تنګلاسۍ له ډاره د اولادونو له وژنې ډډه کول

وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم إنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْءًا كَبِيرًا (اسراء/۳۱) = او د تنګسې له وېرې خپل اولادونه مه وژنئ، موږ هغوى او تاسې ته روزي دركوو [ځکه] چې وژل يې ستره ګناه ده!

قرآن د اولادونو د وژنې په هکله په دوو ځایونو کې په بلاغت او ظرافت ویینه کړې ده: یو ځای یې همدا آیت دی، چې خدای وایي اولادونه مو د فقر له ډاره مه وژنئ، موږ روزي ورکوو او تاسې ته هم. په دې آیت کې ړومبی اولادونه یاد شوي او ورپسې پلرونه. په دې باب یو بل آیت هم شته، چې له دې آیت سره توپیر لري:

وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ (انعام/۱۵۱) = او خپل اولاد د تنګسې له (وېرې) مه وژنئ، موږ تاسې او هغو ته روزي وركوو.

دلته خدای د پلرونو په اړه ضمیر د اولادونو په اړه  تر ضمیره ړومبی راوړی دی. دا د مخاطب او مغایب ضمیر وړاندې روستوالی او همداراز په دوو آیتونو کې د علت توپیر (چې یو ځای وايي: د تنګلاسۍ له داړه او په بل ځای کې: د تنګلاسۍ له وجهې)، په ډاګه ښیي، چې عربانو په دوو دلایلو خپل اولادونه وژل: ړومبی دا چې ډارېدل، هسې نه دا ماشوم به ځوانۍ کې تنګلاسی او ژوند یې کړمن شي؛ نو ځکه خدای د الاسرأ سورت په آیت کې ړومبی د اولادونو د روزۍ متکفل او پالندوی شوی دی. دویم دا چې عربانو د فقر او تنګلاسۍ له امله اولادونه وژل، نو ځکه خدای د الانعام سورت په آیت کې پلرونو ته د روزۍ ورکول تضمین کړي دي.

(۷) له زنا ډډه کول.

وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلًا (اسراء/۳۲) = او زنا ته مه ورنژدې كېږئ (؛ ځکه) چې دا ډېر ناوړه چار دى او بده لار ده!

 (۸) له ناحقه وژنې ځان ساتنه.

وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالحَقِّ (اسراء/۳۳) = او هغه تن مه وژنئ، چې خداى يې وژل حرام كړي دي؛ خو په حق (يې وژلاى شئ).

(۹) عادلانه غچ

یعنې د الهي قانون له مخې کسات اخستنه.

وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلاَ يُسْرِف فِّي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا (اسراء/۳۳)= او څوك چې مظلوم وژل شوى وي، د هغه ولي (او پاتوړي) ته مو زور (او د غچ غوښتنې حق) وركړى دى؛خو په وژنه كې دې له پولې نه اوړي؛ځكه (د شرع له اړخ) يې ملاتړ شوى دى[1]

معلومه ده چې قرآن دلته په جاهلي عربانو کې یو روان دود تحدیدوي؛ یعنې په دې اړه نوی قانون نږدي؛ بلکې په دې چار کې د عربانو د افراط او اسراف مخنیوي کوي. د علي(ک) هم د مرګ په درشل کې یو وصیت یې دا و چې:

لا الفينك تحذون دماء المسلمين خوضا تقولون قتل اميرالمومنين. الا لا تقتلن بى الا قاتلى (نهج‏البلاغه، وصيت 47)

 (نهج البلاغه:۴۷ وصیت)

بني عبد المطلبوا ! هسې نه چې ومو وینم له خلکو راټول شئ او وواست و «قتل امیر المؤمنین» او په دې نامه توري راوباسئ، یوازې زما وژونکی به زما د وژونې په کسات ووژل شي.»

 په واقع کې قرآن، څه چې په خلکو کې دود و؛ خو او افراط او زیاتی پکې کېده، رامحدود یې کړ.

(۱۰) د پلار مړي د مال له خوړو ځان ساتنه او پر ژمنه وفا

وَلاَ تَقْرَبُواْ مَالَ الْيَتِيمِ إِلاَّ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُواْ بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْؤُولًا (اسراء/۳۴) = او د پلارمړي شتمنۍ ته په غوره طريقه تر هغه ورنژدې شئ، چې مړانې ته ورسي او پر(خپلو) ژمنو وفا وكړئ، چې د ژمنې پوښتنه كېږي.

په روایت کې دي، چې خدای په درېیو څېزونو کې انسان ته اجازه ورکړې نه ده یو یې وعده او ژمنه ده.

لا الفينك تحذون دماء المسلمين خوضا تقولون قتل اميرالمومنين. الا لا تقتلن بى الا قاتلى( بحار:۷۴ټ:۵۶مخ)

یعنې نباید په پلمه ژمنه ماته کړو.

(۱۱) سم تلل.

وَأَوْفُوا الْكَيْلَ إِذا كِلْتُمْ وَزِنُواْ بِالقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا (اسراء/۳۵) = او كه په پيمانه وركړه كوئ؛ نو پوره يې وركړئ او په تله سم تول كوئ، دا درته غوره او پاى يې ښه ده.

 په ځینو روایاتو کې راغلي چې له «قسطاس مستقیم» څخه منظور خوله ورې تلې دي. په ډاګه ده چې په دې ګردو مواردو کې قرآن هڅه کوي چې د جاهلیت پیر ناروغۍ درمل کړي او د دوی سرغړاندي او نا اصولیتوب تر ولکې لاندې راوړي.

(۱۳) د ناپوهۍ له مخې لاروي نه کول.

 وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولًا (اسراء/۳۶) = او په هغه څه پسې مه ځه، چې پرې پوه نه يې؛ ځكه غوږ او سترګه او زړه ټول پوښتېدوني دي.

 یعنې چې پوه شوی نه یې، چې څه ته وینې، مه یې وینه، چې پوه شوی نه یې، څه اورې یا ویاند څوک دی، او څه خبره ده، مه یې اوره. او تردې ورهاخوا، چې نه پوهېږې کوم فکر و خیال دې زړه ته ورننوځي، د ورننوتو اجازه مه ورکوه. د مولوی په وینا:

غير رويت هر چه بينم نور چشمم كم شود        هر كسى را ره مده‏اى پرده‏ى مژگان من‏

« وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ» په همدې مانا دی؛ یعنې باید د یو سختګیر ساتندوی په څېر د خپلو حواسو پر دریڅه کېنې. نباید هرڅه ووایې، نباید هر اورېدلي خپاره کړې. او تر دې ورهاخوا مخکې تردې چې څوک خبره وکړي، او مخکې تردې چې په سترګو کې دې کومه منظره درښکاره کړي، باید پوه شې چې څه ته وینې او چا ته غوږ ږدې. باید پوه شې چې زړه ته دې کوم فکر ورننباسې او خپل خاطر دې پرې بوخت کړې. پر څه چې نه پوهېږې، نه یې پېژنې او د ده لاندې باندې دې ښه سنجولی نه دی او له سموالي یې ډاډمن نه یې نباید د خپل وجود هېواد ته یې ورننباسې، که داسې دې وکړل پازوال به یې او خدای به دې وپوښتي. دا له حکمته ډکې خبرې دي. خلک نباید ناسنجول شوې خبره وکړي او نه یې واوري او تردې اوچت، څو یې پر خپلو اورېدو او پوهېدنو کافي ډاډ ترلاسه کړی نه وي، نه دې یې خپروي او نور دې نه اندېښمنوي. له پېغمبر(ص) نه روایت شوی چې د دروغو برید دادی چې انسان څه چې اورېدلي ووایي. دا چار د دروغو ډګر ته ورننوتل دي:

كفى بالمرء من الكذب ان يحدث بكل ما يسمع (كنز العمال، 8208 روایت)

ان که وګړی د خبرې او کلام په ویلو او نقل کې ټینګار وکړي، چې زه ددې خبرې سموالی نه تضمینوم؛ خو په عین حال کې یې ووایي یعنې د خبرې حامل او وړوونکی شي، د دروغو ډګر ته ورننوتی دی، دا خو لا څه چې په لوی لاس دروغ جوړ او نورو ته یې ووایي. فیض کاشاني تردې آیت لاندې له امام سجاد څخه یو روایت راوړی چې یې ویلي، حق نه لری، څه چې دې زړه غواړي ووایي؛ ځکه خدای وایي« وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ » او دا چې پېغمبر(ص) ویلي: رحم الله عبدا قال خيرا فغنم او صمت و سلم.

«خدای دې پر هغه ولورېږي، چې یا ښه خبره وکړي او ګټه یوسي او ګټه ورسوي یا که ښه خبره نلري، چوپ کېني او سلامت ولاړ شي»

د دې دوو پړاوونو تر منځ بل منلی پړاو نه لرو: یا ښه خبره لرې او وایی یې، یا یې نه لرې او چوپ کېنې او بیا یې وویل: و ليس لك ان تسمع ما شئت

« حق نلرې څه چې دې زړه غواړې، واورې»

یعنې نه یوازې څه چې غواړې نباید ووایي؛ بلکې څه چې دې زړه هم غواړي نباید واورې؛ یعنې باید غوږونه پر یو لړ ویناوو کاڼه کړې؛ ځکه غوږونه هم پوښتلېږي او نور غړي او اندامونه هم. ځکه خدای تعالی ویلي:

لان الله يقول: ان السمع و البصر و الفواد كل اولئك كان عنه مسولا

 (۱۴) به عجزۍ چلېدل،

وَلاَ تَمْشِ فِي الأَرْضِ مَرَحًا إِنَّكَ لَن تَخْرِقَ الأَرْضَ وَلَن تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولًا (اسراء/۳۷) = او پر ځمكه په نخرو مه ځه؛ ځکه ته نه ځمكه څيرولاى شې اونه د غرونو تر څوکو رسېداى شې.

یعنې د خپل خصلت په غوښتنه چلېږي؛ نه بې پاره مصنوعي عاجزي او تواضع کوي او نه بې پاره ځان نیسي.

وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا (فرقان/۶۳) = او د لوراند (خداى ځانګړي) بندګان هغوى دي، چې پر ځمكه بې كبره درومي او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي؛ نو روغې خبرې (چې له ذهن سره یې انډول او پر ګټه یې وي) ورته کوي.

نو خپل برید وپېژنه، او څنګه چې یې هماغسې په لار ولاړ شه، خبره وکړه او وچلېږه.

كُلُّ ذَلِكَ كَانَ سَيٍّئُهُ عِنْدَ رَبِّكَ مَكْرُوهًا (اسراء/۳۸) = دا ټولې چارې ناکاره دي او د پالونکي دې ښه نه ایسي.

ځکه دا چارې ښه اړخونه هم لري. انفاق، نکاح، پرځمکه تلل او… ښه اړخونه هم لري، خدای یې بد اړخونه مکروه کړي.

څه چې تېر شو، د هغو آیتونو ټولګه ده، چې له حکمت ډک خصلتونه یې شمېرلي، ورپسې خدای په راروسته آیت کې وایي:

ذَلِكَ مِمَّا أَوْحَى إِلَيْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ وَلاَ تَجْعَلْ مَعَ اللّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتُلْقَى فِي جَهَنَّمَ مَلُومًا مَّدْحُورًا (اسراء/۳۹) = دا (احكام = يوولس امرونه او دوولس نهې) له هغو حكمتونو دي، چې ستا پالونكي دې تاته وحې كړي دي او له خداى سره بل معبود مه نيسه،چې په دوزخ كې به پړ شوى او(د خداى له درشله) شړل شوى وغورځول شې.

په قرآني اصطلاح کې «حکمت»،«عملي حکمت» دی نه «نظري حکمت»

د فیلسوفانو په عملي حکمت کې، له تېرو ویل شویو ځنې یوه برخه یې راغلې. البته دا ټول جزئیات ویل شوي نه دي؛ خو اصول، آرونه، مورینې او ارکان یې په عملي حکمت یا په دودېزه اصطلاح د اخلاقو په علم کې شته. ان تر اسلام وړاندې د یونان داخلاقو د علم په کتابونو کې لیکل شوي؛ لکه پر ژمنه وفا راغلې او سپارښتنه یې شوې. البته په دې کتابونو کې د خدای نامه نشته؛ خو لږ تر لږه له انساني او ټولنیز پلوه پر ژمنه وفا یو ښه چار انګېرل شوی، څوک چې پر دې اخلاقي آرونو پوهېدل، اخلاقي حکیمان یادېدل. هغوی چې په فلسفه کې له عامه چارو او هم په ځانګړې مانا له الهیاتو څخه خبر ول حکیم ورته ویل کېده. خو په ټینګار باید ووایو چې په قرآن اصطلاح کې،«حکمت» تقریباً په عملي حکمت اطلاق شوی نه پر نظري حکمت. په دې ویینه کې عموم آیتونه عملي دستورات او سپارښتنې دي او تر عملي حکمت لاندې ځاییږي: پر ژمنه وفا، له زنا، کبر او… ځان بچول ان دا امر چې وایي، بې له «الله» بل خدای مه نیسئ او بوت مه نمانځئ، د سپارښتنې او عمل جنس دی.

 لقمان په حکمت ډېر مشهور و، خدای یې په اړه وایي:

وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ (لقمان/۱۲)

مفسرینو « أَنِ اشْكُرْ» دغسې مانا کړی، چې د لقمان شکر ایستل، خپله حکمت و. پردې کلماتو سربېره، چې له لقمانه په قرآن کې خپل زوی ته د موعظې په چوکاټ او څه په احادیثو کې ترې روایت شوي، ګرد سره عملي حکمتونه دي او راښیي، کوم حکمت چې لقمان ته ورکړای شوی و، مراد ترې څه و. البته دا حکمتونه د نظري حکمت ملاتړ هم لري؛ یعنې په دې سپارښتنو کې، د خدای وجود مفروض نیول شوی؛ نو ځکه ویل کېږي، چې بې له «الله» بل معبود مه نمانځئ. همداراز «معاد» مفروض دی؛ نو ځکه بیاځلي کېږي چې تاسې د خپلو چارو پازوال یاست او په یو ځای کې به له ګرېوانه ونیول شئ؛ نو ځکه د خدای او معاد شتون ددې حکمتونو نظري ملاتړ دی. په دې آیتونو کې هغه څه نه دي راغلی چې په اصطلاح «نظري حکمت» ورته ویل کېږي او څه چې دي د عملي حکمت له جنسه دي. عملي حکمت د پخوانیو د وېشنې له مخې پر درېیو برخو دی: وګړیز اخلاق، د کور سنباله، او هېوادوالي. د قرآن دا دستورات له دې درېیو برخو په یوه کې یې تړاو لري. البته د خدای په کلام کې دغسې کلاسیک او مدرسي جلا والی او تفکیک نشته.

هغه د «خیر کثیر» پاتوړی دی، چې په دې حکمتونو متحقق وي

 بل ټکی دا، حکمتونه، حکمتونه نه دي، چې حکیم تش ورباندې پوه وي؛ بلکې عملي انځور یې وي. د فیلسوفانو په عملي او نظري حکمت کې، یوازې پوهېدل، د یو چا حکیمېدو ته کافي دي. خو علی الظاهر له قرآني او دیني لید لوري «خیر کثیر» د هغو کسانو پر برخه کېږي، چې هم پردې ماناوو پوه شي او هم یې عملي کړي. په بله وینا، په قرانې حکمت کې یو ډول عبرت هم نغښتی، چې د فیلسوفانو په عملي حکمت کې نشته. نو ځکه د علي(ک) کلام چې «خپل تیاره زړه دې په حکمت رڼا کړه» په دې مانا دی چې ړومبی پردې حکمتونو پوه شه، بیا ورباندې عمل وکړه او عامل اوسه. په احادیثو کې څېړنه د «حکمت» همدې مانا ته مو ورسېخوي. ړومبی د حکمت په عظمت کې له رسول اکرم(ص) روایت شوی چې:

كاد الحكيم ان يكون نبيا (كنز العمال، 44123 روایت)

« نژدې ده چې حکیم د نبي درجې ته ورسي»

كلمه الحكمه يسمعها المومن خير من عباده سنه (بحار الانوار:۷۷ټ،۱۷۲مخ)

«مؤمن چې له حکمته ډکه خبره واوري، له یوه کال عبادته غوره ده»

حضرت علي وایي : حد الحكمه الاعراض عن دار الفناء و التوله بدار البقاء

« د حکمت برید له دار فنا مخ اړونه او پر دار البقا بوختېدنه ده»

حضرت علي وايي : من الحكمه ان لا تنازع من فوقك و لا تستذل من دونك و لا تتعاطى ما ليس فى قدرتك و لا يخالف لسانك قلبك و لا قولك فعلك و لا تتكلم فيما لا تعلم و لا تترك الامر عند الاقبال و تطلبه عند الادبار

« دا د حکمت له چارو دي: دا چې د خپل سر له پاسه سره شخړه ونکړې او تر خپل لاس لاندې خوار مه کړې او په هغه څه پسې ونه ګرځې چې په وس کې دې نه دي او زړه دې له خولې، او وینا دې له کړو وړو سره په ټکر کې نه وي او د څه په اړه چې نه پوهېږې، خبره مه کوه او له کوم چار سره په مخامخېدو کې، مه یې پرېږده او چې درشا یې شوه، مه یې غواړو.»

 

حضرت علي (ک) ویلي:

حفظ الدين ثمره المعرفه و راس الحكمه (غررالحکم) «د دین ساتنه د معرفت مېوه او د حکمت سر دی»

من ثبتت له الحكمه عرف العبر (غرر الحکم) «په چا کې چې حکمت ټینګ شي، عبرتونه پېژني»                                                                                                    

كل شى‏ء يمل الا طرايف الحكم (غرر الحکم) «بې له لطیفو حکمتونو، بل هر څه کړمن دي»

ارواښاد کلیني په «کفر او ایمان» کتاب کې له امام باقره روایتوي:

«رسول اکرم(ص) په یوه سفر کې له یوه کاروان سره مخ شو، کاروانیانو پر رسول اکرم(ص) سلام واچو.

حضرت(ص) ورته وویل: څوک یاست؟ ویې ویل: نحن مومنون یا رسول الله.

یا رسول الله! مومنان یو.

رسول اکرم(ص) وویل: د ایمان حقیقت مو څه دی؟ ویې ویل: د خدای پر قضا رضایت، چارې ورسپارل، او د خدای امر ته غاړه ایښوول.

رسول اکرم(ص) ورته وویل:

علماء حكماء كادوا ان يكونوا من الحكمه انبياء

«دا ځانګړنې مو چې وویلې، عالمان او حکیمان یاست، چې له ډېر حکمت پېغمبرانو ته ورنژدي شوی یاست.» (اصول کافي، کتاب الایمان والکفر باب حقیقة الایمان و الیقین)

[1] په « إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا »کې ضمیر یا «ولي دم» ته ورګرځي او مانا یې داده چې خدای تایید کړی او قصاص یې ورته جایز ګڼلی؛ نو نباید په وژنه کې زیاتی وکړي او له بریده واوړي یا مظلوم ته راجع کېږي؛ یعنې خدای له مظلوم سره مرسته کړې، په دې پار چې په وینه کې یې قصاص واجب کړی؛ او یا هغه ته چې ولي دم یې ناحقه او اسراف ته راکږي. خدای د مسرف قصاص واجب کړی او په دې توګه یې مرسته ورسره کړې ده

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!