تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر جن سورت تفسیر   بسم الله الرحمن الرحیم=د لوراند او لورين الله په نامه قُلْ أُوحِیَ إِلَیَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ فَقالُوا إِنّا سَمِعْنا قُرْآناً عَجَباً«1» یَهْدِی إِلَی الرُّشْدِ فَآمَنّا بِهِ وَ لَنْ نُشْرِکَ بِرَبِّنا أَحَداً«2»=ووايه : وحې راته شوې ده، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

جن سورت تفسیر

 

بسم الله الرحمن الرحیم=د لوراند او لورين الله په نامه

قُلْ أُوحِیَ إِلَیَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ فَقالُوا إِنّا سَمِعْنا قُرْآناً عَجَباً«1» یَهْدِی إِلَی الرُّشْدِ فَآمَنّا بِهِ وَ لَنْ نُشْرِکَ بِرَبِّنا أَحَداً«2»=ووايه : وحې راته شوې ده، چې څو تنه پېريان ورته غوږ شول؛ نو (خپل قوم ته) يې ويل : (( په رښتيا موږ هېښنده لوستونى (قرآن) واورېد، [چې] د روغې لارې ښوونه کوي؛ نو موږ هم ومانه او هېڅكله به له خپل پالونكي سره یو (څیز) هم شريك نه كړو،

 

ټکي:

* «نَفَرٌ»له درېیو تر اووه کسیزې یا لس کسیزې ډلې ته وايي.

 *په الهي نړۍ لید کې، هستي یوازې لیدوني نه دي او لیدوني هغه څه ته ځانګړي نه دي، چې موږ یې وینو.

*هغه انسان دې نه غره کېږي، چې آسمانلار- کهکشان یې رابرسېره کړی او په میلیاردونه ستوري پکې دي او واټنیزه کچه یې لمریز کال دی، چې له ټولې هستۍ سره به په بشپړه توګه آشنا وي.

نوځکه موږ ځانونه وحې ته ورسپارو او پر هغه ګروهنېږو، چې قرآن ویلي دي.

*قرآن د پېري په باب ډېر آیتونه لري، چې ځینو ته یې اشاره کوو:

د پېري پنځون تر انسان مخکې و. «وَ الْجَانَّ خَلَقْناهُ مِنْ قَبْلُ»[1]

پېری د انسان په څېر مقام لري؛ ځکه د انسان او پېري د پنځون موخه یوه ده. «وَ ما خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْإِنْسَ إِلاّ لِیَعْبُدُونِ=»[2]

امر، نهې، خطاب، ټپسورنه او عتاب ورته کېږي. «یا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ»[3]

د ټاکنې وړتیا لري؛ نوځکه یې څه کافر او څه مؤمن دي.

له اوره پنځول شوی او شیطان یې له جنسه دی. «کانَ مِنَ الْجِنِّ(([4]

که څه موږ یې نه وینو؛ خو هغه مو ویني. «إِنَّهُ یَراکُمْ هُوَ وَ قَبِیلُهُ مِنْ حَیْثُ لا تَرَوْنَهُمْ»[5]

د الهي اولیاوو چوپړیالانېدای شي. قرآن وايي: هغوی حضرت سلیمان ته کار کاوه. «یَعْمَلُونَ لَهُ» [6]

*ټولې هېښنده او نوونچارې تر څو ورځو روسته عادي کېږي؛ خو قرآن هېښنده کتاب دی، چې ابدي دی او هېڅکله نه عادي کېږي.حضرت علي کرم الله وجهه په نهج البلاغه وايي:«لا تفنی عجائبه»[7]

*ټولې هېښنده پېښې له یوه ګوټه هېښنده دي؛ خو قرآن له بې شمېره ګوټونو، داسې چې رسول الله صلی الله علیه و آله وویل:«لا تحصی عجائبه»[8] قرآن د لفظ، منځپانګې، جامعیت او له فطرت سره د همغږۍ او اړتیا له مخې بېساری دی.

* په حدیث کې لولو: څوک چې له قرآن سره ملګری شي، له یوه اړخ ښیون – هدایت او خورا وده کوي او له یوه اړخه ناپوهي او ورکلاري یې لرې کېږي. «ما جالس احد هذا القرآن الا قام عنه بزیاده او نقصان؛زیاده فی هدی او نقصان من عمی[9]»

* د قرآن پر وړاندې څو ډوله چلن لرو:

اورېدل او ایمان راوړل: ((سَمِعْنا قُرْآناً عَجَباً … فَآمَنّا))

اورېدل او د ایمان ډېرېدل: «إِذا تُلِیَتْ عَلَیْهِمْ آیاتُهُ زادَتْهُمْ إِیماناً»[10]

اورېدل او غوږ پرې نه ګرول: ((إِذا أُنْزِلَتْ سُورَهٌ … اِسْتَأْذَنَکَ أُولُوا الطَّوْلِ مِنْهُمْ))[11]، «فَإِذا أُنْزِلَتْ سُورَهٌ مُحْکَمَهٌ وَ ذُکِرَ فِیهَا الْقِتالُ رَأَیْتَ الَّذِینَ فِی قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ یَنْظُرُونَ إِلَیْکَ(([12]

ټاکنیز منل: «أَ فَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْکِتابِ وَ تَکْفُرُونَ بِبَعْضٍ»[13]

اورېدل او تورنول: «إِنْ هذا إِلاّ أَساطِیرُ الْأَوَّلِینَ(([14]، «بَلْ قالُوا أَضْغاثُ أَحْلامٍ»[15]

اورېدل او سپکاوی یې کول: «لَوْ نَشاءُ لَقُلْنا مِثْلَ هذا»[16]

د اورېدو پر خلاف یې تبلیغات کول: «لا تَسْمَعُوا لِهذَا الْقُرْآنِ وَ الْغَوْا فِیهِ»[17]

* پېری د قرآن پر امتیازاتو پوه شو او و یې ویل:: «قُرْآناً عَجَباً»؛ خو ځېلي عرب کفارو وویل: قرآن هېښنده نه دی او که وغواړو په څېر یې راوړای شو. «لَوْ نَشاءُ لَقُلْنا مِثْلَ هذا»[18]

د ودې لار هماغه د حق لار ده. «یَهْدِی إِلَی الرُّشْدِ» ، «یَهْدِی إِلَی الْحَقِّ (([19]او په زړه پورې داچې دا دوه تعبیرونه د پېري دي.

 

پېغامونه:

1- پېغمبر اکرم په خپله پېری و نه لید؛ بلکې په وحې یې له اورېدو خبر شو. «أُوحِیَ إِلَیَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ»

2-که څه پېری له خاورې نه دی؛ خو د انسان خبرې اوري. «اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ»

3-د قرآن تلاوت ته غوږ نیول، انسان اغېزمنولای شي.(( اِسْتَمَعَ … فَقالُوا …قُرْآناً عَجَباً))

 4- قرآن د الفاظو او منځپانګې له پلوه له ټولو کتابونو سره توپیر لري. «قُرْآناً عَجَباً»

5-هغه خبره اورئ، چې وده درکوي.(( سَمِعْنا قُرْآناً … یَهْدِی إِلَی الرُّشْدِ))

6- پېری د اورېدو «سَمِعْنا»، خبرې کولو «فَقالُوا» او شننې «یَهْدِی إِلَی الرُّشْدِ» ځواک لري.

7- د قرآن ښیون – هدایت دايمي دی. «یَهْدِی إِلَی الرُّشْدِ»

8-د انسان واقعي وده، مانیزه وده ده. «یَهْدِی إِلَی الرُّشْدِ»

9-د ودې د وسایلو درلودل بسیا نه دي؛ بلکې وده کول مهم دي. «قُرْآناً عَجَباً یَهْدِی إِلَی الرُّشْدِ فَآمَنّا بِهِ»

10-ایمان او اخلاص د ودې نښه ده. «یَهْدِی إِلَی الرُّشْدِ فَآمَنّا بِهِ وَ لَنْ نُشْرِکَ»

11-که چمتووالی وي؛ نو انسان د قرآن په څو آیتونو اورېدو، هم په حقیقت پوهېږي، هم نور وربلي او هم د کږلاريو پر وړاندې پرېکنده دریځ نیسي.((سَمِعْنا … یَهْدِی إِلَی الرُّشْدِ فَآمَنّا بِهِ وَ لَنْ نُشْرِکَ بِرَبِّنا أَحَداً))

12-بشپړ ایمان هغه دی، چې هېڅکله له شرک سره یوځای نشي. «فَآمَنّا بِهِ وَ لَنْ نُشْرِکَ بِرَبِّنا أَحَداً»

 

وَ أَنَّهُ تَعالی جَدُّ رَبِّنا مَا اتَّخَذَ صاحِبَهً وَ لا وَلَداً«3» وَ أَنَّهُ کانَ یَقُولُ سَفِیهُنا عَلَی اللّهِ شَطَطاً«4» وَ أَنّا ظَنَنّا أَنْ لَنْ تَقُولَ الْإِنْسُ وَ الْجِنُّ عَلَی اللّهِ کَذِباً«5»=او دا چې زموږ د پالونكي شان او پرتم ډېر لوړ دى [او] څوك يې مېرمن او اولاد نيولى نه دى،او داچې زموږ (د قوم) ناپوهه (ابليس) د الله په باب ناروا خبرې كولې. او داچې ګومان مو كاوه، چې انسان او پېرى هېڅكله پر الله دروغ نه تړي.

 

ټکي:

* د «جَدُّ» کلیمه د ستریا په مانا ده او که نیکه ته کارېږي؛ د هغه ستریا له لامله ده، چې په کورنۍ کې ورته پرې قایل دي.

* «شطط» ظالمانه او له حقه لرې خبرې ته وايي او له «سَفِیهُنا» مراد یا بې عقله ډله او یا پخپله ابلیس دی، چې پېری و او پر الله (ج) یې نیوکه وکړه او له حقه لرې شو.

 

پېغامونه:

1-ودې ته لومړی ګام الله پېژندنه ده.(( یَهْدِی إِلَی الرُّشْدِ – أَنَّهُ تَعالی جَدُّ رَبِّنا …))

2-پېری هم پوهېږي، چې الله (ج) مېرمن او اولاد نه لري. «مَا اتَّخَذَ صاحِبَهً وَ لا وَلَداً»

3-مېرمن او اولاد درلودل، د الله (ج) له ایکي یووالي، توحید او مړه خواتوب لرې خبره ده. «تَعالی جَدُّ رَبِّنا مَا اتَّخَذَ صاحِبَهً وَ لا وَلَداً»

4- ناحق خبره کول د سفاهت نښه ده. «یَقُولُ سَفِیهُنا عَلَی اللّهِ شَطَطاً»

5-پېری د انسان پر اندونو او ګروهو پوه دی. «وَ أَنّا ظَنَنّا أَنْ لَنْ تَقُولَ الْإِنْسُ وَ الْجِنُّ عَلَی اللّهِ کَذِباً»

 

وَ أَنَّهُ کانَ رِجالٌ مِنَ الْإِنْسِ یَعُوذُونَ بِرِجالٍ مِنَ الْجِنِّ فَزادُوهُمْ رَهَقاً«6» وَ أَنَّهُمْ ظَنُّوا کَما ظَنَنْتُمْ أَنْ لَنْ یَبْعَثَ اللّهُ أَحَداً«7» وَ أَنّا لَمَسْنَا السَّماءَ فَوَجَدْناها مُلِئَتْ حَرَساً شَدِیداً وَ شُهُباً«8»=او داچې د انسانانو ځينو وګړيو د پېريانو ځينو وګړيو ته پناه وروړه؛ نو د دوی سرغاړي یې لا ورزیاتوله،او هغوى (هم) لكه (تاسې) چې ګڼلې وه، چې الله به هېڅكله يو څوك [په حشر يا پېغمبرۍ] راپورته نه کړي. او داچې اسمان مو وپلټه؛ نو له غښتليو پاسوالو او د شهاب (= اور شينديو ستوريو) له غشيو مو ډك وموند،

 

ټکي:

* «رهق» هغه ناوړه او سرغړونکی فعل دی، چې ا نسان یې کوي.

 *د روایتونو له مخې، پېري ته له پناه وروړو مراد، هغو کسانو ته ورتګ دی، چې له پېریانو سره په اړیکه کې دي او شیطان ورته الهام کوي او ترې وغواړي چې ستونزاواری یې وکړي[20].

*هغه چې د قرآن په رڼا روڼ شو او وده یې وکړه؛ نو له ټولو اندیزو او عملي کږنو انګېرنو خلاصېږي. قرآن د «یَهْدِی إِلَی الرُّشْدِ» تر غونډلې – جملې روسته، د ګروهیزو کږنو څېره راښيي، چې الله (ج) ته مېرمن او اولاد نیسي «مَا اتَّخَذَ صاحِبَهً وَ لا وَلَداً» او ناحقه خبره کوي. «یَقُولُ سَفِیهُنا عَلَی اللّهِ شَطَطاً» او د الله پر ځای پېري ته پناه وړي. «یَعُوذُونَ بِرِجالٍ مِنَ الْجِنِّ» او خیال کوي، چې قیامت نشته. «لَنْ یَبْعَثَ اللّهُ أَحَداً»

 

پېغامونه:

1-پېري ته پناه وروړل، چټي او سفیهانه کار دی.((یَقُولُ سَفِیهُنا عَلَی اللّهِ شَطَطاً … یَعُوذُونَ بِرِجالٍ مِنَ الْجِنِّ))

2- پېریان د انسان په څېر ښځینه او نارینه لري. «بِرِجالٍ مِنَ الْجِنِّ»

3-له پېري سره د اړیکې پېغام، چې عموما ناسمو موخو ته د رسېدو لپاره دي، د دواړو لوریو ورکلاري زیاتوي.((یَعُوذُونَ … فَزادُوهُمْ رَهَقاً))

4-د قیامت منکران علمي دلیل او برهان نه لري؛ بلکې په ګومان او ظن کې راښکېل دي. «ظَنُّوا کَما ظَنَنْتُمْ»

5-پېری د انسانانو له ګروهې خبر دی. «ظَنُّوا کَما ظَنَنْتُمْ»

6-ځینې پېریان کافر دي او له قیامته نټه کوي. «لَنْ یَبْعَثَ اللّهُ أَحَداً»

7- پېری له اسمان سره د اړیکې وسه لري. «لَمَسْنَا السَّماءَ»

8-نااهلان په هر ځای کې مه پرېږدئ. «فَوَجَدْناها مُلِئَتْ حَرَساً شَدِیداً»

 

وَ أَنّا کُنّا نَقْعُدُ مِنْها مَقاعِدَ لِلسَّمْعِ فَمَنْ یَسْتَمِعِ الْآنَ یَجِدْ لَهُ شِهاباً رَصَداً«9» وَ أَنّا لا نَدْرِی أَ شَرٌّ أُرِیدَ بِمَنْ فِی الْأَرْضِ أَمْ أَرادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَداً«10» وَ أَنّا مِنَّا الصّالِحُونَ وَ مِنّا دُونَ ذلِکَ کُنّا طَرائِقَ قِدَداً«11» وَ أَنّا ظَنَنّا أَنْ لَنْ نُعْجِزَ اللّهَ فِی الْأَرْضِ وَ لَنْ نُعْجِزَهُ هَرَباً«12»=او داچې موږ (پخوا) په اسمان كې (د خوالو) اورېدو ته په پټنځاى كې كېناستو؛ (خو) اوس چې څوك غوږ ږدي، په خپل پټنځاى كې د شهاب یو غشی مومي،او داچې موږ (په دې اوضاع سم) نه پوهېږو، چې ايا د ځمكې اوسېدونكيو ته کوم شر غوښتل شوى يا یې پالونكي سمه لار ورغوښتې ده ؟!او داچې ځينې مو صالحان دي او ځينې مو بې له دې؛ او موږ د بېلابېلو تګلارو خاوندان يو. او داچې باور مو درلود، په ځمكه كې د الله بېوسوونكي نه يو او نه يې (په خپله) تېښته بېوسولاى شو،

 

ټکي:

* «رصد» د «راصد» اسم جمع او د ساتندوی په مانا دی. «قدد» د «قد» جمع د پرې شوي په مانا او «طَرائِقَ قِدَداً» د بېلابېلو مسلکونو په مانا دی.

*له دې آیتونو ګټنه کېږي، چې مؤمن پېریان، د قرآن پر پېژندو سربېره، پخپله کمزورۍ او الهي ستریا او ځواک او د خپلې ټاکنې او اختیار په واک پوه شوي دي.

 

پېغامونه:

1-د قرآن نزول اسمانونه هم اغېزمن کړل. پېري د قرآن تر نزول مخکې، آسماني خبرونه اورېدل او تر هغه روسته ترې منع شو.(( أَنّا کُنّا نَقْعُدُ مِنْها … فَمَنْ یَسْتَمِعِ الْآنَ))

2- پېری د بشر او نړۍ له ګاندې – راتلونکي خبر نه دی.(( وَ أَنّا لا نَدْرِی …))

3-د غلا اورېدو (استراق سمع) سزا ځپنده چلن دی. «شِهاباً رَصَداً»

4- په قرآن کې، خیر او نېکي الله (ج) ته ورمنسوب شوې؛ خو شر او بدي ورمنسوب شوې نه ده او د مجهول فعل په بڼه ده.(( أَ شَرٌّ أُرِیدَ … أَرادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَداً))

5-وده ورکول، د ربوبیت له چارو ځنې دی. «رَبُّهُمْ رَشَداً»

6-د پېري طبیعت او فطرت پر شیطنت نه دی، په هغوی کې هم صالح او ناصالح شته. «مِنَّا الصّالِحُونَ وَ مِنّا دُونَ ذلِکَ»

7- اختیار او آزادۍ ته ډله ډله کېدل په کار دي.«کُنّا طَرائِقَ قِدَداً»

8-نه په مقاومت الله (ج) بېوسولای شو او نه په تېښته.«لَنْ نُعْجِزَ اللّهَ فِی الْأَرْضِ وَ لَنْ نُعْجِزَهُ هَرَباً»

 

وَ أَنّا لَمّا سَمِعْنَا الْهُدی آمَنّا بِهِ فَمَنْ یُؤْمِنْ بِرَبِّهِ فَلا یَخافُ بَخْساً وَ لا رَهَقاً«13» وَ أَنّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَ مِنَّا الْقاسِطُونَ فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُولئِکَ تَحَرَّوْا رَشَداً«14» وَ أَمَّا الْقاسِطُونَ فَکانُوا لِجَهَنَّمَ حَطَباً«15»= او داچې د قرآن لارښوونه مو واورېده؛ ايمان مو پرې راووړ او څوك چې پر خپل پالونكي ايمان راوړي؛ نو په ظلم (د خپلې بدلې) له كمېدو او زيانه نه ډارېږي. او داچې ځينې مو مسلمانان او ځينې مو ظالمان دي؛ نو چا چې اسلام ومانه؛ نو سمه لار یې غوره کړې ده. او ظالمان (قاسطین) د دوزخ سون توکي دي.

 

ټکي:

* «بخس» ظالمانه نقصان ته وايي او «رهق» سفاهت، سرغړاندۍ، طغیان،گناه، دروغو، کذب او ظلم ته کارېږي.[21]

* «قسط» د ګټې او برخې په مانا دی او «قاسط» هغه ته ویل، چې د نورو برخه اخلي او «مقسط» هغه ته ویل کېږي، چې د نورو برخه ورکړي. په اصطلاح کې، که د افعال له بابه وي، د عدالت پلي کولو او که مجرد ثلاثي وي، پر نوور ظلم دی.

*د «تَحَرَّوْا» کلیمه هوډ کولو ته وايي.

* دا چې «قاسطون» د «مسلمون» پر وړاندې کارول شوی؛ نو اهل تسلیم (مسلمان) باید  نیاومن – عادل وي.

*داچې دا آیتونه تردې ځایه د هغو پېریانو په باب وو، چې قرآن یې واورېد او بیا یې نورو پېریانو ته خپل اندونه، ګروهې او څرګندونې وویلې؛ نو د هغوی د خبرو د دود او د مطالبو منځپانګې ته یې په پامنیوي، مبلغانو ته د دین په تبلیغ کې ګټورېدای شي، دلته یې ځینو ته په لنډه اشاره کېږي:

په توجه غوږ نیول «اسْتَمَعَ»

ډله ایز شتون. «نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ»

د حق پر وړاندې خوشحالېدل او احساسات ښوول. «سَمِعْنا قُرْآناً عَجَباً»

تبلیغات. فَقالُوا … یَهْدِی إِلَی الرُّشْدِ

د ګروهو او لېوالتیاوو څرګندونه. «فَآمَنّا بِهِ»

له کږنو لارو نه د کرکې ښکاره کول. «وَ لَنْ نُشْرِکَ بِرَبِّنا أَحَداً»

د باطلو ګروهو ردول. «مَا اتَّخَذَ صاحِبَهً وَ لا وَلَداً»

نااهلان سپکول. «یَقُولُ سَفِیهُنا عَلَی اللّهِ شَطَطاً»

د نورو پر کږلارۍ خواشیني. «ظَنَنّا أَنْ لَنْ تَقُولَ الْإِنْسُ وَ الْجِنُّ عَلَی اللّهِ کَذِباً»

د کږنو- خرافاتو او باطلو لېوالتیاوو نفې کول. «رِجالٌ مِنَ الْإِنْسِ یَعُوذُونَ بِرِجالٍ مِنَ الْجِنِّ»

د حق ستریا بیانول. «فَمَنْ یَسْتَمِعِ الْآنَ یَجِدْ لَهُ شِهاباً رَصَداً»

د حقو ویلو ځواک درلودل. «لَنْ نُعْجِزَ اللّهَ»

د انسان د کمزوریو ویل. «لَنْ نُعْجِزَهُ هَرَباً»

ایمانوال هیلمنول. «فَمَنْ یُؤْمِنْ بِرَبِّهِ فَلا یَخافُ بَخْساً وَ لا رَهَقاً»

د مسلمانانو او ظالمانو پرتلنه. «مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَ مِنَّا الْقاسِطُونَ»

په کړنو مو نور راوبلئ. سَمِعْنَا الْهُدی آمَنّا بِهِ فَمَنْ یُؤْمِنْ بِرَبِّهِ …

ښه او ښېګڼې وځلوئ. «مِنَّا الصّالِحُونَ وَ مِنّا دُونَ ذلِکَ»

په چورلیزو او آریزو چارو پیل وکړئ. «یُؤْمِنْ بِرَبِّهِ ، سَمِعْنا قُرْآناً ، لَنْ نُعْجِزَهُ ، لِجَهَنَّمَ حَطَباً»

 

پېغامونه:

1- قرآن ټول ښیون – هدایت دی. سَمِعْنا قُرْآناً … سَمِعْنَا الْهُدی

2- د خیر په چارو کې بیړه یې ارزښت ډېروي.((لَمّا سَمِعْنَا … آمَنّا بِهِ))

3- پر قرآن ایمان، پر نړیوال پالونکي ایمان دی.((سَمِعْنَا … آمَنّا بِهِ … یُؤْمِنْ بِرَبِّهِ

4- ایمان د نه کمېدوني ثواب تضمینونکی دی. «فَلا یَخافُ بَخْساً وَ لا رَهَقاً»

5-مسلمان عدالت غوښتونکی دی. «مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَ مِنَّا الْقاسِطُونَ»

6-سره له دې چې پېری لطیف موجود دی؛ خو سزا یې جسماني ده. «لِجَهَنَّمَ حَطَباً»

7- هم مجرم انسان دوزخي دی: «وَقُودُهَا النّاسُ وَ الْحِجارَهُ (([22]او هم کږلاری پېری د دوزخ خس دي. «فَکانُوا لِجَهَنَّمَ حَطَباً»

 

وَ أَنْ لَوِ اسْتَقامُوا عَلَی الطَّرِیقَهِ لَأَسْقَیْناهُمْ ماءً غَدَقاً«16» لِنَفْتِنَهُمْ فِیهِ وَ مَنْ یُعْرِضْ عَنْ ذِکْرِ رَبِّهِ یَسْلُکْهُ عَذاباً صَعَداً«17»=او داچې كه دوى [= پېريان او انسانان] د (ايمان) پر لار ټينګ ودرېږي؛ نو هرومرو به یې په پرېمانه اوبو (او توکیزو او مانیزو برکتونو) خړوب كړو! چې په دې (پراخ نعمت) يې ازمېيو او څوك چې د خپل پالونكي له يادونې مخ واړوي (؛نو) پر (سخت او) زياتېدوني عذاب يې اخته کوي!

 

ټکي:

* «غدق» د پرېمانۍ په مانا او «صعد» د ستونزمن په مانا دی.

* امام باقر (رح) وايي: له «اسْتَقامُوا عَلَی الطَّرِیقَهِ» نه مراد د اهل بیتو پر لار څوار- استقامت دی. او له امام صادق (رح) نه رانقل شوي، چې که خلک زموږ پر ولایت څوار ولري، په ډېر علم به بریالي شي.[23] «لَأَسْقَیْناهُمْ ماءً غَدَقاً»

*غوره روزنیزه کړنلار، پرتلیزه کړنلار ده. په یوه آیت کې وايي: څوار او باران او په راتلونکي آیت کې: مخ اړونه (اعراض) و عذاب. ددې دوو چارو په پرتله کولو، د حق او باطل چار روښانېږي.

*له الله (ج) مخ اړونه هم دنیوي ژوند ستونزمنوي. «وَ مَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِکْرِی فَإِنَّ لَهُ مَعِیشَهً ضَنْکاً»[24] او هم په آخرت کې انسان په ستونزو او پراخ اخته کوي. «وَ مَنْ یُعْرِضْ عَنْ ذِکْرِ رَبِّهِ یَسْلُکْهُ عَذاباً صَعَداً»

 

پېغامونه:

1-تر ایمان مهم یې، پرې پاینه او څوار دی. «وَ أَنْ لَوِ اسْتَقامُوا عَلَی الطَّرِیقَهِ»

2-په لارو کې یوازې حق لار د منلو ده.( طَرائِقَ قِدَداً … عَلَی الطَّرِیقَهِ))

3-د ایمان آثار او برکات بیانول، د تبلیغ او بلنې غوره کړنلار ده.(( لَوِ اسْتَقامُوا … لَأَسْقَیْناهُمْ))

4-د ایمان آثار یوازې په آخرت کې نه؛ بلکې په دنیا کې هم څرګند دي. «لَأَسْقَیْناهُمْ ماءً غَدَقاً»

5- پر حق لار څوار ارزښت دی او هر څوار ارزښتمن نه دی؛ ځکه ځینې استقامتونه ځيل وي. «اسْتَقامُوا عَلَی الطَّرِیقَهِ»

6- د رزق پراخوالی ازمېینوزله ده. «لَأَسْقَیْناهُمْ ماءً غَدَقاً لِنَفْتِنَهُمْ فِیهِ» (لکه څنګه چې حضرت سلیمان هم د خپل رزق پراخوالی د خپلې ازمېینې لامل ګڼلی دی.)«هذا مِنْ فَضْلِ رَبِّی لِیَبْلُوَنِی[25])

7- پر نېغه لار څوار، پر طبیعت اغېزمن دی. «ماءً غَدَقاً»

8-هوساینه د غفلت لاره چاره او زمینه ده. «ماءً غَدَقاً لِنَفْتِنَهُمْ فِیهِ»

9-په رزق پراخوالي مه غره کېږئ. «لِنَفْتِنَهُمْ فِیهِ»

10-ان پر حق لار تر څوار او ثواب لاس ته راوړو روسته هم خپل کار پای ته رسېدلی مه ګڼئ؛ ځکه ورپسې بله ازمېینه پیلېږي.((ماءً غَدَقاً لِنَفْتِنَهُمْ فِیهِ …))

11- الله (ج) هم لورنه لري هم غوسه.(( ماءً غَدَقاً … عَذاباً صَعَداً))

12-د دوزخي کېدو یو لامل د الله (ج) له ذکره مخ اړونه ده. «وَ مَنْ یُعْرِضْ عَنْ ذِکْرِ رَبِّهِ یَسْلُکْهُ عَذاباً صَعَداً»

13-کله ورښت ازمېینوزله ده او که له ناشکرۍ او کفر سره مل شي؛ نو پراخ پرغز – قهر ورپسې دی. «عَذاباً صَعَداً»

 

وَ أَنَّ الْمَساجِدَ لِلّهِ فَلا تَدْعُوا مَعَ اللّهِ أَحَداً«18» وَ أَنَّهُ لَمّا قامَ عَبْدُ اللّهِ یَدْعُوهُ کادُوا یَکُونُونَ عَلَیْهِ لِبَداً«19» قُلْ إِنَّما أَدْعُوا رَبِّی وَ لا أُشْرِکُ بِهِ أَحَداً«20» قُلْ إِنِّی لا أَمْلِکُ لَکُمْ ضَرًّا وَ لا رَشَداً«21»=او داچې جوماتونه يوازې د الله دي؛ نو (پكې) له الله سره بل څوك مه بلئ (او مه لمانځئ). او دا چې د الله بنده [= محمد صلی الله علیه و آله و سلم] راپورته شو، چې الله ولمانځي (؛ نو) څه نه وو پاتې، چې (پېریان د قرآني هېښنده آیتونو اورېدو لپاره) پرې راپنډ شي.)) ووايه : (( زه يوازې خپل پالونكى بلم (او لمانځم) او هېڅوك نه ورسره شريكوم .)) ووايه : ((په حقيقت كې څه زيان او يا څه لارښوونه زما په وس کې درته نه ده.))

 

ټکي:

* «مساجد» د «مسجد» جمع او د سجدې ځای ته وايي.

* امام صادق (رح) وویل: داچې یهودو او نصاراوو په خپلو عبادتځایونو کې له الله (ج) سره شرک کاوه؛ نو الله (ج) وویل: په اسلامي جوماتونو کې له الله سره بل مه بولئ او الله دې هغه لعنت کړي، چې د جومات درناوی نه کوي[26].

* «لِبَداً» ګڼې ګوڼې ته وايي.

* په «فَلا تَدْعُوا مَعَ اللّهِ أَحَداً» غونډله – جمله کې دعا د عبادت په مانا ده، د «ادْعُونِی أَسْتَجِبْ لَکُمْ إِنَّ الَّذِینَ یَسْتَکْبِرُونَ عَنْ عِبادَتِی» آیت په دلیل[27]؛ د عبادت په توګه د بل (غیرالله) بلل حرام دي؛ خو عادي بلل شرک نه دی.

*د پېغمبر اکرم د عبادت پر مهال د خلکو له ګڼې ګوڼې مراد، چې آیت وايي: «لَمّا قامَ عَبْدُ اللّهِ یَدْعُوهُ کادُوا یَکُونُونَ عَلَیْهِ لِبَداً»،یا ملنډو وهلو او ځورولو ته د مخالفانو ګڼه ګوڼه ده او یا هم زده کړې ته د عاشقو پېریانو او انسانانو ګڼه ګوڼه ده.

* اخلاص، هغه مهال لوړې څوکې ته رسي، چې انسان ځان و نه ویني او څه چې دي، له هغه یې وویني. په دې آیتونو کې لومړی وايي: زه یو هم له هغه سره شریک نه ګڼم، بیا وايي: ان ځان مې هم د کوم څیز څښتن نه ګڼم.(( لا أُشْرِکُ بِهِ أَحَداً … لا أَمْلِکُ لَکُمْ ضَرًّا وَ لا رَشَداً))

*د پېغمبر اکرم د بندګۍ څرک په دې کې دی، چې ځان ته پر ونډه قایل نه وي او څه چې دي، له هغه یې وګڼي او ووايي: «لا أَمْلِکُ لَکُمْ ضَرًّا وَ لا رَشَداً»

*د سورت له پیله تردې ځایه څلور ځل د ودې کلیمې کارول شوي، چې هر مهال د وحې موخه پاموړ وي. «یَهْدِی إِلَی الرُّشْدِ ، أَرادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَداً ، تَحَرَّوْا رَشَداً ، ضَرًّا وَ لا رَشَداً»

*د پېغمبر اکرم د تاوان او ګټې له نه څښتنوالي مراد دادی، چې آنحضرت د الله (ج) پر وړاندې خپلواک نه دی، ګنې په ډېری آیتونو کې د الله (ج) له لوري رسول الله ته خورا مهمې ونډې اوڅار شوي؛ لکه خلکو ته د بښنې غوښتو ونډه: «وَ اسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُوا اللّهَ تَوّاباً[28]»،«تَعالَوْا یَسْتَغْفِرْ لَکُمْ رَسُولُ اللّهِ[29]»

د جومات په اړه څو خبرې

1.پرځمکه لومړۍ ودانۍ جومات و. «إِنَّ أَوَّلَ بَیْتٍ وُضِعَ لِلنّاسِ لَلَّذِی بِبَکَّهَ مُبارَکاً[30]»

2.د جومات ځګی باید سپېڅلتیا ولري؛ لکه څنګه چې مؤمنانو وویل: د کهف اصحابو پر مزار جومات جوړ کړئ: «لَنَتَّخِذَنَّ عَلَیْهِمْ مَسْجِداً»[31]

3.په مدینه کې د پېغمبر اکرم لومړۍ دنده جومات جوړول و.«لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَی التَّقْوی مِنْ أَوَّلِ یَوْمٍ»[32]

  1. په قرآن کې تر لسو ځلو ډېر د مسجدالحرام نامه راغلې ده.

5.الله (ج) جومات خپل کور ګڼلی او خورا غوره وګړي؛ لکه حضرت ابراهیم او اسماعیل علیمها السلام یې د جومات چوپړیالان کړي دي. «طَهِّرا بَیْتِیَ(([33]

6.جومات ته د تګ پر مهال پر سینګار سپارښتنه شوې ده. «خُذُوا زِینَتَکُمْ عِنْدَ کُلِّ مَسْجِدٍ(([34]

7.که د جومات جوړولو بنسټ تقوا نه وي او جومات د درز جوړېدو لاملېږي؛ نو ړنګ دې شي.«مَسْجِداً ضِراراً(([35]

  1. جومات دومره سپېڅلی دی، چې هر څوک د جومات جوړولو او ودانولو حق نه لري«ما کانَ لِلْمُشْرِکِینَ أَنْ یَعْمُرُوا مَساجِدَ اللّهِ(([36] او دا چار متقي مؤمنانو ته ځانګړی دی.(( إِنَّما یَعْمُرُ مَساجِدَ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ … وَ لَمْ یَخْشَ إِلاَّ اللّهَ))[37]

9.جومات او د یهودو او نصاراوو عبادتځایونه (دیر، صومعه او معبد) دومره ارزښتمن دي، چې ساتنې ته دې یې وینه ورکړه شي.((…. لَهُدِّمَتْ صَوامِعُ وَ بِیَعٌ وَ صَلَواتٌ)) [38]

  1. جومات یو لړ آداب لري او یو یې داچې په لوړ غږ پکې خبرې ونشي، باطلې خبرې دې پکې ونشي، د پېرپلور خبره دې پکې نه کېږي او چټي خبره دې پکې نه کېږي.

11.د جومات پر لوري هر ګام اخستو ته ثواب دی.

 12.جومات کې لمانځه ته په تمه ناسته ثواب لري.

  1. هغه جومات به الله (ج) ته ګیله کوي، چې لمونځ پکې ونشي.

 14.د جومات ګاونډی که په جومات کې لمونځ ونکړي؛ نو ارزښت نه لري.

  1. الله (ج) د جوماتوالو په پار له نورو هم عذاب لرې کوي[39].

16.یو سړی له عباسي خلیفه؛ معتصم نه غمجن راستون شو او ویل یې: یو غل په خپله غلا منښته وکړه، خلیفه فقهاء راټول او حکم یې ترې وپوښت. یو یې وویل: د غل لاس له مړونده غوڅ کړئ؛ ځکه د تیمم په آیت کې لولو: «فَامْسَحُوا بِوُجُوهِکُمْ وَ أَیْدِیکُمْ»[40] بل یې وویل: لاس یې له څنګلې پرې کړئ؛ ځکه قرآن د اودس په آیت کې وايي: «وَ أَیْدِیَکُمْ إِلَی الْمَرافِقِ»

معتصم، چې مخکې له مخکې امام جواد (رح) رابللی و، د غلا د حکم په باب یې وپوښت.

امام جواد (رح) وویل: یوازې څلور ګوتې دې یې پرې شي؛ ځکه قرآن وايي: «وَ أَنَّ الْمَساجِدَ لِلّهِ» د سجدې ځای الله (ج) ته ځانګړی دی او هغه ځای نباید پرې شي، چې الله (ج) ته پرې سجده کېږي.

معتصم د امام جواد (رح) استدلال خوښ او د آنحضرت په نظر یې عمل وکړ[41].

 

 

پېغامونه:

1-عبادتځایونه د الله (ج) لپاره دي. «أَنَّ الْمَساجِدَ لِلّهِ»

2- اووه ځایونه چې په سجده کې پر ځمکه ايښوول کېږي، الله (ج) ته ځانګړي دي او غیرالله ته پرې سجده منع ده. «وَ أَنَّ الْمَساجِدَ لِلّهِ»

3- هغه ځای ځانګړي احکام پیدا کوي، چې د جومات په قصد جوړ شوي او لمونځ پکې کېږي. «وَ أَنَّ الْمَساجِدَ لِلّهِ فَلا تَدْعُوا مَعَ اللّهِ أَحَداً»

4-د قرآن له نظره، ځینې ځایونه ځانګړې سپېڅلتیا لري.(( أَنَّ الْمَساجِدَ لِلّهِ فَلا تَدْعُوا …))

5-څوک له الله (ج) سره سم او په یو کتار کې مه ګڼئ. «فَلا تَدْعُوا مَعَ اللّهِ أَحَداً»

6-د الله (ج) بندګي د ټولو کمالاتو او رسالتونو سریزه ده. «قامَ عَبْدُ اللّهِ» (د «عَبْدُ اللّهِ» نامه الله خپل استازي ته ورکړې ده.)

7-د الله (ج) عبادت، پاڅون، انګېزې، خوښۍ ، خوشحالۍ، نشاط او هوډ ته اړتیا لري. «قامَ عَبْدُ اللّهِ»

8-د باطلو اندونو پر وړاندې په زغرده دریځ ونیسئ. «قُلْ إِنَّما أَدْعُوا رَبِّی»

9- سوچه او خالصانه دعا ارزښتمنه ده. «أَدْعُوا رَبِّی وَ لا أُشْرِکُ بِهِ أَحَداً»

10- هغه دې خپله مخلص وي، چې نور اخلاص ته رابلي.((فَلا تَدْعُوا مَعَ اللّهِ أَحَداً … إِنَّما أَدْعُوا رَبِّی وَ لا أُشْرِکُ بِهِ أَحَداً))

11-د توحید ترڅنګ د شرک نفې پکار ده. «أَدْعُوا رَبِّی وَ لا أُشْرِکُ بِهِ أَحَداً»

12- واقعي ګټه په ښیون – هدایت کې ده او هغه تاوان کړی، چې د ودې لار ونه مني. هو! د ودې پر وړاندې، یوازې تاوان دی. «ضَرًّا وَ لا رَشَداً»

 

قُلْ إِنِّی لَنْ یُجِیرَنِی مِنَ اللّهِ أَحَدٌ وَ لَنْ أَجِدَ مِنْ دُونِهِ مُلْتَحَداً«22» إِلاّ بَلاغاً مِنَ اللّهِ وَ رِسالاتِهِ وَ مَنْ یَعْصِ اللّهَ وَ رَسُولَهُ فَإِنَّ لَهُ نارَ جَهَنَّمَ خالِدِینَ فِیها أَبَداً«23»=ووايه : (( (كه زه يې هم د فرمان پر خلاف ولاړ شم؛ نو) په رښتینه كې هېڅوك مې د هغه له نيونې ژغورلاى نشي او بې له ده پناه ځاى (هم) موندلاى نشم؛ [زما دنده] يوازې د الله له لوري پېغام رسونه ده او څوك چې د الله او د استازي حكم ته یې غاړه كېنږدي؛ نو په رښتینه كې هغه ته د دوزخ اور دى،چې تل تر تله به پكې اوسي!))

 

ټکي:

* د ((قل)) کلیمه تر درې سوو ځلو ډېره په قرآن کې راغلې ده، چې یا د اوڅار شویو پوښتنو ځواب دی او یا د هغو پوښتنو ځواب دی، چې شونې ده اوڅار شي او د بېځایه توهماتو، اندونو او تمو ځواب دی.

 *اخلاص ته د بلنې یوه لار داده، چې انسان فکر وکړي، څوک یې ستونزې هوارولای شي: «لَنْ یُجِیرَنِی مِنَ اللّهِ أَحَدٌ»

* الهي پېغمبرانو خلک د الله (ج) لوري ته رابلل او ځان ته پر کوم امتیاز قایل نه وو.

«قُلْ إِنَّما أَنَا بَشَرٌ مِثْلُکُمْ=»[42] په رښتینه، ستاسې په څېر بشر یم.

 «ما أَدْرِی ما یُفْعَلُ بِی»[43]نه پوهېږم، چې څه به راسره کېږي.

«لا أَقُولُ لَکُمْ عِنْدِی خَزائِنُ اللّهِ[44]»الهي خزانه له ما سره ده.

«لَنْ یُجِیرَنِی مِنَ اللّهِ أَحَدٌ» له الله نه مې څوک هم نشي بچ کولای.

 

 پېغامونه:

1-ټول د الهي قانون پر وړاندې یوشان دي او هېڅوک هم ځانګړې خوندېینه نه لري.(( «قُلْ إِنِّی لَنْ یُجِیرَنِی مِنَ اللّهِ أَحَدٌ»

2- نه یوازې ستاسې د ګټې او تاوان څښتن نه یم؛ بلکې د خطرمهال له ځانه هم د خطر لرې کولو څښتن نه یم. «لَنْ یُجِیرَنِی مِنَ اللّهِ أَحَدٌ»

3- پېغمبر هم که سرغړونه وکړي، له الهي عذابه خوندي نه دی. «لَنْ یُجِیرَنِی مِنَ اللّهِ أَحَدٌ»

4-له الهي قهره د خلاصون یوازېنۍ لار، خپله دنده او رسالت ترسره کول دي. ((إِلاّ بَلاغاً … وَ رِسالاتِهِ))

5-پېغمبر معصوم دی؛ ځکه سرغړونه ترې، له الله (ج) د سرغړونې په کتار کې راغلې. «وَ مَنْ یَعْصِ اللّهَ وَ رَسُولَهُ»

 

حَتّی إِذا رَأَوْا ما یُوعَدُونَ فَسَیَعْلَمُونَ مَنْ أَضْعَفُ ناصِراً وَ أَقَلُّ عَدَداً«24» قُلْ إِنْ أَدْرِی أَ قَرِیبٌ ما تُوعَدُونَ أَمْ یَجْعَلُ لَهُ رَبِّی أَمَداً«25»= (كافران به تر هغه له خپلو كړنو لاس وانخلي) چې هغه څه ونه ويني،چې ژمنه يې ورسره كېږي؛نو ژر به پوه شي، چې د چا ملاتړ كمزورى او شمېر يې ډېر لږ دى! ووايه: ((نه پوهېږم، د څه ژمنه، چې درسره شوې، نژدې ده، يا پالونكی مې [اوږده] موده ورټاكي؟!

 

 

 

ټکي:

*ځینې په دې ویاړي، چې ووايي: «نَحْنُ أَکْثَرُ أَمْوالاً وَ أَوْلاداً» مال او اولاد مو ډېر دی [45]؛ نو ځکه قرآن وايي: په قیامت کې به پوه شي، نه شتمني په کار راځي او نه مال.

*د قیامت د پېښېدو پر وخت د نه پوهېدو ګټې، یو خوا ورته چمتووالی او بلخوا اندېښنه نه درلودل دي.«قُلْ إِنْ أَدْرِی أَ قَرِیبٌ»

 

پېغامونه:

1-د وخت تېرېدل، هر څه روښانوي. «حَتّی إِذا رَأَوْا»

2-د کبر کاسه نسکوره ده. «حَتّی إِذا رَأَوْا ما یُوعَدُونَ»

3-د قیامت ورځ د انسان او د هغه د ټولو ملاتړونو کمزوري او بېوسي څرګندوي. «فَسَیَعْلَمُونَ مَنْ أَضْعَفُ ناصِراً وَ أَقَلُّ عَدَداً»

4- پېغمبر هم بې له الهي ارادې له خپلې ګاندې – راتلونکي خبر نه دی. «قُلْ إِنْ أَدْرِی»

5- ((نه پوهېږم)) ویل خو څه عیب نه دی. «قُلْ إِنْ أَدْرِی»

 

عالِمُ الْغَیْبِ فَلا یُظْهِرُ عَلی غَیْبِهِ أَحَداً«26» إِلاّ مَنِ ارْتَضی مِنْ رَسُولٍ فَإِنَّهُ یَسْلُکُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَ مِنْ خَلْفِهِ رَصَداً«27» لِیَعْلَمَ أَنْ قَدْ أَبْلَغُوا رِسالاتِ رَبِّهِمْ وَ أَحاطَ بِما لَدَیْهِمْ وَ أَحْصی کُلَّ شَیْءٍ عَدَداً«28»= پر پټو [خوالو] پوه پالونکی، هېڅوك پر خپلو خوالو نه خبروي؛خو هغه استازي (ترې خبروي) چې (دې کار ته يې) غوره كړي؛ نو په حقيقت كې مخكې او شاته يې څارونکي ورته ګومارلي دي، چې معلوم كړي، په رښتيا يې د خپل پالونكي پېغامونه رسولي دي او څه چې له دوى (استازيو) سره دي، [الله] پرې راچاپېر دى او هر څيز يې په شمېر شمېرلى دى .))

 

ټکي:

* په مدیریّت او سنبالښت کې هم باید پکار معلومات چارواکیو ته ورکړل شي. «عالِمُ الْغَیْبِ فَلا یُظْهِرُ عَلی غَیْبِهِ أَحَداً إِلاّ مَنِ ارْتَضی مِنْ رَسُولٍ» ،هم یې ساتنه وشي. ((فَإِنَّهُ یَسْلُکُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ …)) او هم یې کړنې دقیق او په ځیر وڅارل شي. «لِیَعْلَمَ أَنْ قَدْ أَبْلَغُوا رِسالاتِ رَبِّهِمْ»

د غیبو علم

دا چې بې له الله (ج) څوک د غیبو په علم پوهېږي که نه؟ که پوهېږي، څومره او څرنګه پوهېږي؟ څوک پرې پوهېږي؟ او آیا دا پوهه یې پخپله اراده ده که نه؟ لنډمهالې که تلپاتې ده؟ جزیي ده که کلي او ټولیزواله ؟ میراثي ده که ورکړه شوې ؟ په باب یې ډېرې خبرې دي؛ نو په ځوانۍ کې مې کړیو څېړونو ته ورستنېږم او دلته یې نچوړ راوړم.

 

لومړی آر

بې له الله (ج) یو هم په خپلواک ډول په غیبو نه پوهېږي؛ ځکه د غیبي علم، خزانه، کونجي او سرچینه یوازې له هغه سره ده: «وَ عِنْدَهُ مَفاتِحُ الْغَیْبِ لا یَعْلَمُها إِلاّ هُوَ[46]» او که نور ترې یو څه برخمن دي، د الله (ج) له لوري دي؛ نو پردې بنسټ هغه آیتونه، چې وايي: موږ یو څوک په غیبو پوه کړ؛ یعنې د غیبو په یوه برخه مو پوه کړ. «تِلْکَ مِنْ أَنْباءِ الْغَیْبِ نُوحِیها إِلَیْکَ»[47] 

په قرآن کې لولو، چې حضرت عیسی خلکو ته وویل: زه به مو له هغه څه خبر کړم، چې په خپلو کورونو کې مو زېرمه کړي او له هغه څه چې وبه یې خورئ. «وَ أُنَبِّئُکُمْ بِما تَأْکُلُونَ وَ ما تَدَّخِرُونَ فِی بُیُوتِکُمْ»[48]

هو! په غیبو د نورو پوهېدونه یوازې د الله (ج) په اراده او غوښتنه ده. «وَ لا یُحِیطُونَ بِشَیْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلاّ بِما شاءَ»[49]

 

دویم آر

په جن سورت 26 آیت کې وايي: «فَلا یُظْهِرُ عَلی غَیْبِهِ أَحَداً إِلاّ مَنِ ارْتَضی مِنْ رَسُولٍ= پر پټو [خوالو] پوه پالونکی، هېڅوك پر خپلو خوالو نه خبروي؛خو هغه استازي (ترې خبروي) چې (دې کار ته يې) غوره كړي؛ نو په حقيقت كې مخكې او شاته يې څارونکي ورته ګومارلي دي،))»؛ یعنې الله (ج) بې له خپل استازي، چې ترې خوښ دی، بل هېڅوک په غیبي علم نه خبروي او په آل عمران 174 آیت کې لولو: الله مو پر غیبو نه خبروي؛ خو له پېغمبرانو، چې یې چاته خوښه شي (او غیبي علوم ورکوي.) «وَ ما کانَ اللّهُ لِیُطْلِعَکُمْ عَلَی الْغَیْبِ وَ لکِنَّ اللّهَ یَجْتَبِی مِنْ رُسُلِهِ مَنْ یَشاءُ»[50]

ځکه د پالیانو،کوډګرو او لاس وینو وګړيو حساب له الهي اولیاوو بیخي بېل دی، چې له معنویاتو سره هېڅ تړاو نه لري او په چل ول د خلکو له سادګۍ په ناوړګټنه، د تخمینونو او اټکلونو او شننو پر بنسټ وړاندوینې کوي.

 

 

درېیم آر

له غیبي علمه د الهي اولیاوو برخمني، د الله (ج) په اجازه په ځانګړیو چارو کې ده، نه دا چې وګړیزو ستونزاواریو ته ګټنه ترې وشي؛ لکه څنګه چې پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله په مرافعو کې،په سوگند او شاهد او د کړنو په ظواهرو عمل کاوه او غیبي علمه یې ګټنه نه کوله.

له آره که الهي اولیاء خپل وګړیز ژوند ته له معجزې او غیبي علم ګټنه وکړي؛ نو نورو ته عملي بېلګه کېدای نشي، که امام حسین په معجزه او دعا، په کربلا بېدیا کې تنده ماتولای؛ نو څنګه به هغو خلکو ته بېلګه شوې وای، چې دا شونتیاوې نه لري؟

د دیني مشرانو د بریا یوه خواله یې په وګړیزو ستونزو، جګړو، بېوزلیو، رنځونو، غمونو او کړاوونو کې صبر و او د دوی صبر، قناعت، زغم ، تقوا او زهد په دې ډګرونو کې راڅرګندېده.

 

څلورم آر

غیب دوه ډوله دي: یو ډول یې یوازې الله (ج) ته ځانګړی دی او بل ډول یې انبیاوو، پرښتو او معصومو امامانو ته؛ لکه څنګه چې امام صادق (رح) وویل:«ان لله عز و جل علمین:علما عنده لم یطلع علیه احدا من خلقه و علما نبذه الی ملائکته و رسله فما نبذه الی ملائکته و رسله فقد انتهی الینا[51]» نو پردې بنسټ، له هغو آیتونو مراد چې وايي: غیبي علم الله (ج) ته ځانګړی دی، لومړی ډول یې او هغه آیتونه چې وايي: نور پر غیبي علم پوهېږي، دویم ډول یې دی. په دعا کې هم لولو: یا الله! پر هغه علم دې سوګند چې یوازې تاته درځانګړی دی. «وبحقّ علمک الذی استأثرت به لنفسک»

 

پینځم آر

د نړۍ د چارو په بدلون کې او د قرآن په تعبیر: د چارو په «محو او اثبات» کې د الله (ج) لاس پرانستی دی؛ نو پردې بنسټ، الهي اولیاء نشي کولای د ګاندې – راتلونکې په اړه پرېکنده پوهه ولري؛ لکه څنګه چې امام سجّاد وايي: که یو آیت په قرآن کې نه وای؛ نو تر قیامته له ټولو پېښو مې خبرولای شوای، وپوښتل شو: کوم آیت؟ آنحضرت وویل: «یَمْحُوا اللّهُ ما یَشاءُ وَ یُثْبِتُ وَ عِنْدَهُ أُمُّ الْکِتابِ[52]» الله چې څه وغواړي، محو کوي یې او څه چې وغواړي ثابتوي یې او ام الکتاب له هغه سره دی[53].

 

 

شپږم آر

کله د غیبو په پوهېدو کې کمال دی او کله یې په نه پوهېدو کې؛ د بېلګې په توګه، پر هغه شپه چې حضرت علي کرم الله وجهه، د پېغمبر اکرم پر ځای یې په بستره کې سملاست،کمال یې په دې کې و، چې پوه نشي دښمنان به یې وژني که نه؟؛ ځکه که پوهېده، چې نه یې وژني او پر ځای یې په بستر کې سملاستی وای؛ نو ډېره به مهمه نه وه.

دیني مشرانو ویلي دي: کله پرده لرې شي او په ځینو چارو پوه شو او کله وتړل شي او پوهېدای نشو.«یبسط لنا فنعلم و یقبض عنا فلا نعلم[54]» هو! د غیبي علم «قبض و بسط» (تنګي او پراخي) د الله (ج) په لاس کې دی؛ لکه څنګه چې په قرآن کې یې پېغمبر ته خطاب کوي: «لا تَعْلَمُهُمْ»[55]ته د مدینې منافقان نه پېژنې او د هغو خلکو په ځواب کې چې د قیامت پېښېدو د وخت په باب پوښتي، وايي: «قُلْ إِنْ أَدْرِی[56]»ووایه: نه پوهېږم.

 

پېغامونه:

1- هستي یوازې په سترګو لیدل کېدوني نه دي، ډېری چارې دي، چې له سترګو پټې دي او نه ښکاري. «عالِمُ الْغَیْبِ»

2- د لاس وینو او پالیانو په څېر وګړي، چې د غیبي پوهې ادعا کوي، دروغجن دي؛ ځکه الله (ج) یوازې پېغمبرانو ته غیبي پوهه ورکوي. «إِلاّ مَنِ ارْتَضی مِنْ رَسُولٍ»

3- هېڅوک له څارن مړه خوا نه دی.((فَإِنَّهُ یَسْلُکُ … رَصَداً))

4- الهي وحې په پرښتو ساتل کېږي. «فَإِنَّهُ یَسْلُکُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ»

5-پېغمبر اکرم د وحې په لاس ته راوړنه او ابلاغ کې مصونیت لري او خوندي دی. «رَصَداً لِیَعْلَمَ أَنْ قَدْ أَبْلَغُوا رِسالاتِ رَبِّهِمْ»

6-الهي ساتنه په جامع او هر اړخیزو پرښتو ده. «مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَ مِنْ خَلْفِهِ رَصَداً»

7-الهي علم اجمالی نه دی؛ بلکې بشپړ راچاپېر او هر څیز یې په شمېر شمېرلی دی.((لِیَعْلَمَ … أَحاطَ … أَحْصی کُلَّ شَیْءٍ عَدَداً))

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر 

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی 

[1] – حجر،27.

[2] – ذاریات 56

[3] – الرحمن 23

[4] – کهف 50

[5] – اعراف 27

[6] – سبأ 13

[7] – نهج البلاغه خطبه 75

[8] -کافي ج 2 ص 599

[9] غررالحکم

[10] – انفال 2

[11] – توبه،86.

[12] – محمّد،20.

[13] – بقره،85

[14] – .انعام،25.

[15] – انبیاء،5

[16] – انفال،31.

[17] – فصّلت،26

[18] – .انفال،31.

[19] – احقاف،30.

[20] – نورالثقلین تفسیر.

[21] – راهنما تفسیر.

[22] – .بقره،24.

[23] – مجمع البیان تفسیر.

[24] – .طه،124.

[25] – .نمل،40.

[26] – .بحار الانوار،ج72،ص 355.

[27] – .مؤمن،60.

[28] – منافقون،5.

[29] – منافقون،5.

[30] – آل عمران،96.

[31] – کهف،21

[32] – توبه،108.

[33] – بقره،125.

[34] – اعراف،31.

[35] – توبه،107.

[36] – توبه،17.

[37] – توبه،18.

[38] – حج،41.

[39] – .له 10 تر 15 پورې د هغو روایتونو له مخې دي، چې د میزان الحکمه په جومات باب کې راغلي دي.

[40] .نساء،43.

[41] – .وسائل ،کتاب حدود،حدّ سرقت.

[42] – کهف،110.

[43] – .احقاف،9.

[44] – انعام،50.

[45] – .سبأ،35.

[46] انعام،59.

 

[47] – هود،49.

[48] – آل عمران،49.

[49] – بقره،255.

[50] – .آل عمران،179.

[51] – .کافي،ج1،ص255.

[52] – .رعد،39.

[53] – المیزان تفسیر ،ج 11،ص420

[54] -کافي،ج1،ص 256.

[55] – توبه،101.

[56] – .جنّ،25.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!