تبلیغات

له “يمامه” نه يو سړى مدينې ته راغى،اسلام يې راوړ او په اسلام کې ښه هم شو؛يعنې اسلامي ښوونې يې زده کړې او په اسلامي روزنه و روزل شو.ددې سړي نوم “جويبر” و؛تورمخى،لنډ،بېوزله او بدڅېره و او داچې په مدينه کې يې څوک نه درلودل،د شپې به په جومات کې ويدېده او په حقيقت کې […]

له “يمامه” نه يو سړى مدينې ته راغى،اسلام يې راوړ او په اسلام کې ښه هم شو؛يعنې اسلامي ښوونې يې زده کړې او په اسلامي روزنه و روزل شو.ددې سړي نوم “جويبر” و؛تورمخى،لنډ،بېوزله او بدڅېره و او داچې په مدينه کې يې څوک نه درلودل،د شپې به په جومات کې ويدېده او په حقيقت کې بې له جوماته يې کور نه درلود.د څه وخت لپاره په جومات کې و او په کرار کرار د خپل ځان په څېر ملګري يې پيدا کړل؛يعنې يوه ډله نور مسلمانان پيدا شول،چې د “جويبر” په څېر بېوزله او خوار ول او هغوى هم د رسول اکرم په حکم د “جويبر” په څېر په جومات کې ژوند کاوه.

ورو ورو يې ډله زياتېده،د خداى له لوري حکم وشو،چې جومات بايد پاک وي او د ويدېدو ځاى نه دى او ان د حضرت علي او فاطمة الزهرا د کور له وره پرته،د نورو ټولو هغو کورونه ورونه وتړل شول،چې جومات ته پرانستېدل،له کورونو نېغ په نېغه جومات راننوتل منع شول او يوازې د جومات ورونه خلاص پرېښوول شول، چې د جومات درناوى وساتل شي .

د خداى استازي حکم وکړ،چې دې بې کوره وګړيو ته دې په يو ګوټ کې سپرګى ووهل شي،چې دا کار وشو او هغوى هم تر دې سپرګي لاندې اوسېدل او دې ځاى ته “صفه=چوتره” ويل کېده او هغوى په “اصحاپ صفه” مشهور شول.

“جويبر”،چې چوتره ميشتى صحابي و،د خداى استازي او نورو مسلمانانو ورسره مينه درلوده او د دوى ژوند يې چلاوه. يوه ورځ رسول اکرم جويبر ته وويل : جويبره څومره به ښه وه،چې واده دې کړى واى ! هم به دې جنسي اړتيا پوره شوې واى او هم به ښځه درته د دنيا او آخرت مرستياله وه. و يې ويل: رسول الله ! څوک راته لور و خور نه راکوي،نه حسب لرم او نه نسب، نه شتمني لرم او نه څېره؛نو څوک به چمتو شي،چې زما مېرمن شي؟ رسول اکرم وويل: جويبره! خداى په اسلام په ارزښتونو کې بدلون راوست،د ډېرو هغو څيزونو بيه يې اوچته کړه،چې پخوا يې بيه ټيټه وه او ډېرو څيزونو بيه راټيټه کړه،چې پخوا يې اوچته وه،ډېر وګړي د جاهليت په ناسم نظام کې محترم ول؛خو اسلام هغه راوپرځول او له اعتباره يې وغورځول،ډېرى تر اسلام مخکې سپک او بې ارزښته ول،چې اسلام ورته مقام او درناوى ورکړ،نن خلک هغسې پېژندل کېږي،چې دي. اسلام تور، سپين، قريشي،ناقريشي او عرب او عجم ته په دې سترګه ګوري،چې ټول د آدم اولاده ده او له خاورې جوړ شوي دي. جويبره ! خداى ته نږدې هغه وګړي دي،چې تر ټولو د خداى د حکم مطيع وي او له مسلمانانو له مهاجرو او انصارو څوک،چې په خپلو کورونو کې ژوند کوي،پر تا غوراوى نه لري؛خو دا چې تقوا يې تر تا ډېره وي. د “زيادبن لبيد انصاري” کور ته ولاړ شه،ورته ووايه: د خداى استازي رالېږلى يم،چې پر لور دې “زلفا” ځان ته مارکه وکړم.

جويبر د رسول اکرم په حکم د “زيادبن لبيد انصاري” کور ته ولاړ. “زياد” د مدينې او انصارو له مخورو و.هغه مهال،چې “جويبر” يې کور ته ورننووت؛نو خپلوان او د ټبر خلک يې په کور کې ول.د ننوتو اجازه يې وغوښته او کېناست.”زياد” ته يې وويل: د رسول اکرم له اړخه مې پيغام رواړى،پټ يې ووايم که ښکاره؟ “زياد” وويل: د پېغمبر اکرم پيغام راته وياړ دى،ښکاره يې ووايه. د خداى استازي رالېږلى يم،چې پر لور دې “زلفا” ځان ته مارکه وکړم،اوس ته څه وايې؟ځواب راکړه،چې پېغمبر اکرم ته يې يوسم. “زياد” په حيرانۍ وويل: رسول اکرم ته په مارکه رالېږلى يې؟ ويې ويل: هو! پېغمبر رالېږلى يم.زه خو په پېغمبر اکرم دروغ نه تړم. و يې ويل: زموږ دود نه دى،چې بې له انصارو او خپلو انډولو چا ته خور ولور ورکړو،ته اوس ولاړ شه زه به په خپله رسول اکرم ووينم.

جويبر راووت.يو خوا د پېغمبر اکرم خبرو ته حيران و،چې ويل يې خداى په اسلام په ټبر،حسب او نسب وياړ له منځه وړى دى او بلخوا ددې سړي خبرو ته فکر وړى و،چې بې له انصارو او له خپلو انډولو چا ته خور و لور نه ورکوو.له ځان سره يې وويل: آيا ددې سړي خبرې د قرآن شريف د ښوونو له مخې وې. پر لار روان و،چې دا جمله ترې واورېدل شوه: پر خداى قسم،چې د قرآن شريف ښوونې دا نه دي،چې “زياد بن لبيد” يې وايي او پېغمبراکرم داسې خبرو ته رالېږل شوى نه دى.

پر لار،چې روان و او دا خبرې يې له ځان سره کولې؛نو خبرې يې “ذلفا” د وليد لور واورېدې . پلار يې وپوښت :کيسه څه وه؟ زياد هم کيسه ورته ټکى په ټکى وکړه.لور يې وويل: پر خداى قسم “جويبر” دروغ نه وايي،داسې کار و نه کړې،چې “جويبر” د خداى استازي ته نه نهيلى ستون شي . څوک ولېږه،چې “جويبر” راوګرځوي.دا کار يې وکړ او جويبر يې کور ته راوګرځاوه.

زياد په خپله پېغمبراکرم ته ولاړ،و يې ويل: مورو پلار مې درځار! جويبر له لوري مو داسې پيغام راوړى و؛خو موږ داسې دود نه لرو،چې بې له انصارو او خپل انډوله بل ته لور و خور ورکړو. پېغمبر اکرم وويل: جويبر مؤمن دى او مؤمن د مؤمنې انډول دى او مؤمنه د مؤمن انډول ده او په دې خيالونو دې د لور د واده مخه مه نيسه.

زياد ولاړ او کيسه يې لور ته وکړه. ذلفا وويل: زه بايد راضي ووسم؛ ځکه پېغمبراکرم رالېږلى دى او زه واده ته راضي يم.زياد د جويبر لاس ونيو او د رسول الله د سنتو له مخې يې خپله لور دې تور او خوار سړي ته واده کړه او داچې جويبر کور نه درلود؛نو زياد ورته د ژوند له ټولو وسايلو سره يو کور هم ورکړ او دوه جوړه جامې يې هم ورکړې. جويبر،چې د ناوې کوټې ته ننووت؛نو له خدايه يې ډېر شکرونه وکړل،چې اسلام ورته دومره مقام ورکړى دى؛يو ګوټ ته ولاړ او په عبادت بوخت شو او چې کله پوه شو؛نو سهار شوى و،پر هغه ورځ يې د شکر روژه ونيوه او په مانيزه خوشحالۍ کې و؛نو ورو ورو د ناوې کورنۍ اړنګ وکړ،چې هسې نه دا سړى مېرمن ته اړتيا نه لري. له کيسې يې رسول اکرم خبر کړ.د خداى استازي جويبر راوغوښت. جويبر وويل: رسول الله ! چې کله هغه ستر کور له هغه امکاناتو سره وګورم،چې دومره ښکلې مېرمن هم پکې زما ده؛نو په فکر کې شوم، چې زه په دې ښار کې غريب وم او خداى په اسلام دومره برخمن کړم؛نو و مې غوښتل ددې نعمتونو شکر وکړم؛نو د شپې به مې لمونځونه کول او د ورځې به روژه وم؛خو تر دې وروسته به خپلې مېرمن ته مخه کړم.

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!