تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر حاقه سورت  تفسیر   دا سورت دوه پنځوس آیتونه لري، په مکه نازل شوی، د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې او هرومره پېښېدوني چار ته وايي. ددې سورت د مطالبو چورلیځ، قیامت او ځانګړنې یې دي او د قیامت […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر حاقه سورت  تفسیر

 

دا سورت دوه پنځوس آیتونه لري، په مکه نازل شوی، د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې او هرومره پېښېدوني چار ته وايي. ددې سورت د مطالبو چورلیځ، قیامت او ځانګړنې یې دي او د قیامت له نامو ځنې درې: «الْحَاقَّهُ» ،«القارعه»، «الْواقِعَهُ»، په دې سورت کې راغلې دي.

د تېرو قومونو شوم برخلیک، د قرآن او پېغمبر اکرم ستریا، د دوزخ او جنت ځانګړنې هم ددې سورت منځپانګه ده.

 

بسم الله الرحمن الرحیم=د لوراند او لورین الله په نامه

۱-الْحَاقَّةُ مَا الْحَاقَّةُ ۳-وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحَاقَّةُ ۴-كَذَّبَتْ ثَمُودُ وَعَادٌ بِالْقَارِعَةِ ۵-فَأَمَّا ثَمُودُ فَأُهْلِكُوا بِالطَّاغِيَةِ = [د قيامت په رښتيا] پېښېدونې [ورځ] . څه ده هغه پېښېدونې (ورځ)؟ او ته څه پوهېږې، چې هغه پېښېدونې [ورځ] څه ده؟  د”ثمود” (قوم) او”عاد” [الهي] ځپونكى [عذاب] دروغ وګاڼه؛ خو د” ثمود” قوم د (خپلې) سركښۍ (په سزا كې په يوه تندري كړيكه) هلاك كړاى شول.

 

ټکي:

«الْحَاقَّهُ» کلیمه له «حق» اخستل شوې او ثابت او پلي کېدوني چار ته وايي. دا کلیمه د قیامت یوه نامه ده؛ ځکه قیامت هرومرو، حقیقي او ثابته پېښه ده.

«القارعه»له «قرع» اخستل شوې او د ځپنې په مانا ده؛ یعنې د قیامت پر ورځ به نړۍ له یوې ځپنده پېښې سره مخ شي.

په قرآن کې د ثمود قوم هلاکت ته درې وسیلې راغلي دي:

الف)زلزله. «فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَهُ[1]»

ب)کړیکه. «إِنّا أَرْسَلْنا عَلَیْهِمْ صَیْحَهً[2]»

ج)تالنده. «مِثْلَ صاعِقَهِ عادٍ وَ ثَمُودَ[3]»

ښايي درې واړه عذابه یو له بل سره او یو د بل ملازم وو؛ یعنې تالنده، برښنا او زلزله او ښايي هر عذاب یې یوه ډله له منځه وړې وي.

د مهمو مسایلو اورېدو ته د انګېزې او تندې راپارول پکار دي.د «الْحَاقَّهُ» کلیمې تکرار او د مخلوقاتو د اشرف؛ یعنې پېغمبر اکرم مخاطبېدل، حسیاسیت راپارولو ته دي.

 

پېغامونه:

1- قیامت،یوه ستره او وېرونکې ورځ ده.«الْحَاقَّهُ مَا الْحَاقَّهُ»

2- قیامت یوازې په وحې پېژندای شو. «ما أَدْراکَ مَا الْحَاقَّهُ»

3-قیامت دروغجنونکي په دنیا کې په الهي عذاب اخته کېږي. «کَذَّبَتْ ثَمُودُ وَ عادٌ بِالْقارِعَهِ … فَأُهْلِکُوا»

4- قیامت، ځپنده او وېرونکې پېښه ده. «بِالْقارِعَهِ»

5-ټولې سزاوې په قیامت کې نه دي، د ځینو قومونو سزا په همدې نړۍ کې ده. «فَأُهْلِکُوا بِالطّاغِیَهِ»

6-دروغجنول د سرغړونې او سرغړونه د ورکاوي سریزه ده.((کَذَّبَتْ … فَأُهْلِکُوا بِالطّاغِیَهِ))

7- ځانګړنې او کړنې د خیر یا شر د لاس ته راوړو کچې دي. «بِالطّاغِیَهِ»

 

وَ أَمّا عادٌ فَأُهْلِکُوا بِرِیحٍ صَرْصَرٍ عاتِیَهٍ«6» سَخَّرَها عَلَیْهِمْ سَبْعَ لَیالٍ وَ ثَمانِیَهَ أَیّامٍ حُسُوماً فَتَرَی الْقَوْمَ فِیها صَرْعی کَأَنَّهُمْ أَعْجازُ نَخْلٍ خاوِیَهٍ«7» فَهَلْ تَری لَهُمْ مِنْ باقِیَهٍ«8»= او د”عاد” قوم په ځوږنده، تېزې، سړې سيلۍ هلاك کړاى شول. [چې الله] دا سيلۍ پرله پسې اوه شپې او اته ورځې پرې را الوځولې وه (او كه هلته واى)؛ نو تا به پر هغه (وخت) خلك ليدلي واى، چې د کجورو [د ورستو او تشو] ډډونو په څېر پر ځمكه پراته دي! نو ايا څوك پاتې (شوني) ترې ګورې؟

 

ټکي:

«صَرْصَرٍ» سخت او سوړ باد ته وايي او «عاتِیَهٍ» له «عتو» اخستل شوی او د سرغړاندي په مانا ده.

«حسوم» د «حاسم» جمع ده؛ یعنې په پرله پسې او مکرره بڼه د یوه کار تر هغه پورې کول، چې پرې او په بشپړه توګه ورک شي.

«خاوِیَهٍ» هم د تش منځي په مانا او هم د هغه څه په مانا ده، چې پر ځمکه لوېدلی وي.

 * «صَرْعی» د «صریع» جمع او هغه څه ته ویل کېږي، چې پر ځمکه لوېدلی وي او «أَعْجازُ» د«عجز» جمع او د ونې تنې ته وايي.

په قمر سورت ۲۰ آیت کې لولو:«کَأَنَّهُمْ أَعْجازُ نَخْلٍ مُنْقَعِرٍ»،یعنې : خلك يې پورته کول، په داسې شان يې غورځول؛ لكه چې د رايستل شويو کجورو پراته ډډونه وي.

 

 

پېغامونه:

1- د الله (ج) لاس د عذاب په څرنګوالي کې خلاص دی، د ثمود قوم یې په تالنده او د عاد قوم یې په سوړ باد ورک کړ. «بِرِیحٍ صَرْصَرٍ»

2-د هستۍ د ښکارندو آثار د الله (ج) په لاس کې دي، باد یو ځل د بېړیو او وریځو د حرکت او د باران د ورښت لاملېږي او بل ځل د ورکاوي لامل. «بِرِیحٍ صَرْصَرٍ»

3- الهي عذابونه کله یودم وي او کله سوکه سوکه. «سَبْعَ لَیالٍ وَ ثَمانِیَهَ أَیّامٍ»

4-ډډ او سټه درلودل، د ورکاوي مخه نشي نیوای، که د انسان تنه او اوږدوالی د کجورې ونې هومره وي، د الهي پرغز – قهر پر وړاندې پر ځمکه رالوېږي. «أَعْجازُ نَخْلٍ خاوِیَهٍ»

5- سزاوې یو شان نه دي، کله بیخي ټغر راټولوي: «فَجَعَلَهُمْ کَعَصْفٍ مَأْکُولٍ»؛ خو کله جسم پاتېږي. «أَعْجازُ نَخْلٍ خاوِیَهٍ»

 

وَ جاءَ فِرْعَوْنُ وَ مَنْ قَبْلَهُ وَ الْمُؤْتَفِکاتُ بِالْخاطِئَهِ«9» فَعَصَوْا رَسُولَ رَبِّهِمْ فَأَخَذَهُمْ أَخْذَهً رابِیَهً«10» إِنّا لَمّا طَغَی الْماءُ حَمَلْناکُمْ فِی الْجارِیَهِ«11» لِنَجْعَلَها لَکُمْ تَذْکِرَهً وَ تَعِیَها أُذُنٌ واعِیَهٌ«12»=او فرعون او مخكېنیو یې او هم د نسکورو شويو ښارونو اوسېدونكيو [= د لوط قوم] ستر ګناهونه كړي وو؛ نو د خپل پالونكي د استازي له امره يې سرغړونه وکړه؛ نو سزا یې ورکړه. په حقيقت كې اوبه، چې توپاني شوې (؛ نو) په بېړۍ كې مو سپاره كړئ. چې دا (پېښه) یو پند دروګرځوو او اورېدونكي غوږونه يې واوري (او پرې پوه شي).

 

ټکي:

«مؤتفکات» د «مؤتفکه» جمع او له «ائتفاک» اخستل شوی او لاندې باندې کېدو ته وايي او مراد ترې د لوط قوم سیمې دي.«رابِیَهً» له ربا اخستل شوې او د ډېرېدونکې ودې په مانا ده او ((رابیه عذاب))؛ یعنې سخت عذاب.

«تَعِیَها» له «وعی» اخستل شوی او د حفظ کولو، پوهېدنې او منلو په مانا دي.

ارواښاد هر یو زمخشري، فخررازي، مراغي، قرطبي، اهل سنّت مفسّران او شیخ طبرسي، ابوالفتوح رازي او طباطبایي شیعه مفسّران دي، چې یو لړ روایتونه یې رانقل کړي، چې له مخې یې «أُذُنٌ واعِیَهٌ» پر حضرت علي کرم الله وجهه تطبیق شوی او د «أُذُنٌ» کلیمې مفردوالی د همدې ټکي تایید دی، هغه چې ټول حقایق یې حفظ کړي، یوازې یو غوږ و.

 

 

پېغامونه:

1- لوط قوم په څو سیمو کې و او ټول یې ورک شول. «مؤتفکات»

2- له پېغمبرانو لاروي واجبه او ورسره مخالفت د ورکاوي لامل دی. «فَعَصَوْا رَسُولَ رَبِّهِمْ فَأَخَذَهُمْ أَخْذَهً رابِیَهً»

3-له انبیاوو سرغړونه دنیوي عذاب لري. ((فَعَصَوْا … فَأَخَذَهُمْ))

4- الله (ج) غاړه خلاصوي، لومړی استازی رااستوي، که خلکو سرغړونه وکړه؛ بیا یې په خپل پرغز – قهر اخته کوي.(( فَعَصَوْا رَسُولَ … فَأَخَذَهُمْ أَخْذَهً رابِیَهً))

5- الهي عذاب سخت دی. «أَخْذَهً رابِیَهً»

6-الله (ج) د عذاب په ترڅ کې پر یوې ډلې لورېږي. «لَمّا طَغَی الْماءُ حَمَلْناکُمْ فِی الْجارِیَهِ»

7- د جزیره العرب (عربي ټاپووزمې) خلک د نوح علیه السلام له قوم راپاتې دي. «حَمَلْناکُمْ»

8-له ترخو پېښو عبرت اخستل پکار دي. «لِنَجْعَلَها لَکُمْ تَذْکِرَهً»

9-د آثارو، تاریخ او کلیمېو حفظ کول یو ارزښت دی. «تَعِیَها أُذُنٌ واعِیَهٌ»

10-هغه اورېدل ارښتمن دي، چې له پوهې او حفظ سره وي. «تَعِیَها أُذُنٌ واعِیَهٌ»

 

فَإِذا نُفِخَ فِی الصُّورِ نَفْخَهٌ واحِدَهٌ«13» وَ حُمِلَتِ الْأَرْضُ وَ الْجِبالُ فَدُکَّتا دَکَّهً واحِدَهً«14» فَیَوْمَئِذٍ وَقَعَتِ الْواقِعَهُ«15» وَ انْشَقَّتِ السَّماءُ فَهِیَ یَوْمَئِذٍ واهِیَهٌ«16» وَ الْمَلَکُ عَلی أَرْجائِها وَ یَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّکَ فَوْقَهُمْ یَوْمَئِذٍ ثَمانِیَهٌ«17» یَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لا تَخْفی مِنْکُمْ خافِیَهٌ«18»=نو چې (د قيامت د پېښو په درشل كې) په شپېلۍ كې يو ځل پوكى وشي،او ځمكه او غرونه (له خپلو ځايونو) پورته كړاى شي؛ نو دواړه به په يوه (ګوزار) درګړي درګړي شي! نو پر هغه ورځ به کېدونې پېښه راپېښه شي،او اسمان به وچوي؛ نو پر هغه ورځ یې نظم او ټينگښت ويجاړ شي. او پرښتې به یې (د اسمان) په څنډو كې وي (او د دندو د ترسره كولو لپاره چمتو كېږي) او پردې ورځ به اتو [پرښتو] ستا د پالونكي عرش پورته كړى وي. پردې ورځ به (داسې د الله حضور ته) وروړاندې كړای شی، چې هېڅ خواله به مو پټه پاتې نشي.

 

ټکي:

«دک» ټوټه ټوټه کولو او ویجاړولو ته وايي او نرم او هوار ډاګ ته هم ویل کېږي. «واهِیَهٌ» سست ته وايي او«أرجاء» شاوخوا ته وايي.

* په دې آیتونو کې د «یَوْمَئِذٍ» کلیمې تکرار، د قیامت ورځې د ارزښت نښه ده.

امام صادق (رح) وویل: هغه اته تنه چې عرش وړونکي دي، ځینې یې پېغمبران او ځینې یې امامان دي: «نوح، ابراهیم، موسی، عیسی، محمّد، علی، حسن او حسین» او له عرش مراد الهي علم دی؛ ځکه په قیامت کې تر پرښتو پورته «فَوَقاهُمُ» الهي اولیاء دي، چې د خلکو په کړنو پوه دي[4].

حضرت علي کرم الله وجهه وویل: الهي عرش تخت نه؛ بلکې یو محدود مخلوق او تر تدبیر لاندې موجود دی، چې پرښتې یې په الله ورکړي ځواک د لېږدولو دنده لري.[5]

 

پېغامونه:

1-په شپېلۍ کې پوکېدل یو هرومره چار دی. «فَإِذا نُفِخَ فِی الصُّورِ»

2-شته نظام به د تالندې په غږ دړي وړي شي.(( نُفِخَ فِی الصُّورِ …فَدُکَّتا))

3-ځمکه به له خپلې کړۍ ووځي، غرونه به له خپلو ځایونو راونړېږي او په یوه ټکر به یو له بل سره ووهل شي. «وَ حُمِلَتِ الْأَرْضُ وَ الْجِبالُ فَدُکَّتا»

4- غرونه به په شدت او ځغاسته دړي وړي شي. «دَکَّهً واحِدَهً»

5- قیامت مهمه پېښه ده او په پرتله یې هره پېښه ناڅیزه ده. «وَقَعَتِ الْواقِعَهُ»

6- د کلک آسمان پای، «سَبْعاً شِداداً» سستي ده. «فَهِیَ یَوْمَئِذٍ واهِیَهٌ»

7-که څه په قیامت کې شته نظام دړي وړي کېږي؛ خو بل نظام واکمنېږي؛ هغه نظام چې د پرښتو په شتون کې به ر اولاړ شي. «وَ الْمَلَکُ عَلی أَرْجائِها وَ یَحْمِلُ عَرْشَ

رَبِّکَ فَوْقَهُمْ یَوْمَئِذٍ ثَمانِیَهٌ»

8-د انسان د شخصیت ټول پټ اړخونه په قیامت کې رابربنډېږي او د انسان واقعي شخصیت، بدۍ، ښېګڼې ، کړنې، انګېزې، نیمګړتیاوې او کمالات یې رابرسېره او نندارې ته ایښوول کېږي. «لا تَخْفی مِنْکُمْ خافِیَهٌ»

 

فَأَمّا مَنْ أُوتِیَ کِتابَهُ بِیَمِینِهِ فَیَقُولُ هاؤُمُ اقْرَؤُا کِتابِیَهْ«19» إِنِّی ظَنَنْتُ أَنِّی مُلاقٍ حِسابِیَهْ«20» فَهُوَ فِی عِیشَهٍ راضِیَهٍ«21» فِی جَنَّهٍ عالِیَهٍ«22» قُطُوفُها دانِیَهٌ«23» کُلُوا وَ اشْرَبُوا هَنِیئاً بِما أَسْلَفْتُمْ فِی الْأَیّامِ الْخالِیَهِ«24»=نو چاته چې خپل كړنليك په ښي لاس وركړاى شو؛ نو (له ډېرې خوښۍ او وياړه به) وايي: (( (محشريانو!) راشئ كړنليك مې ولولئ! بېشكه یقين مې درلود (چې قيامت راتلونكى دى او د خپلو كړنو) له حساب سره (به) مخېږم.)) نو دی به په خوشحاله (او په زړه پورې) ژوندانه كې وي،په لوړ پوړي جنت كې، [چې] د مېوو واڼل به يې په واک کې وي. (ورته ويل كېږي:) په خوند خورئ څښئ ( دارو مو شه) ؛د هغه څه له لامله،چې په تېرو ورځو كې مو له مخكې رالېږلي ول!

 

ټکي:

«هاؤُمُ» هغه نامه ده، چې د امر مانا ورکوي؛ یعنې راشئ. «قطوف» د «قطف» جمع، راشلول شوې او یا راشلولو ته چمتو مېوې ته وايي.

«ظن» په دنیوي چارو کې له شک سره باور ته؛ خو په اخروي چارو کې د ډاډ په مانا دی. «أَسْلَفْتُمْ» له«اسلاف» اخستل شوی، د هغه څه تقدیم او وړاندې کول دي، چې یې د لا غوره راګرځېدو تمه وي.

* په قیامت کې هر انسان کړنلیک او دوسیه لري او د نېکانو کړنلیک یې په ښي لاس کې ورکول کېږي او ښايي د واقعه سورت اصحاب یمین همدا ډله وي.

ښايي په «فِی جَنَّهٍ عالِیَهٍ» غونډله – جمله کې له علوّ مراد، مقامي علوّ وي نه مکاني.

په قیامت کې نعمتونه هم توکیز دي او هم روحي،د انسان خوښي، روحي نعمت او جنت توکیز نعمت دی.

«هَنِیئاً» د الله (ج) له لوري، بریا ډېرې او خوندوروي. په قرآن کې څلور ځل د «هَنِیئاً» کلیمه کارېدلې، چې درې ځل یې جنتي نعمتونو ته ده.

 

پېغامونه:

1-په قیامت کې، هر چاته یې کړنلیک ورکول کېږي. «أُوتِیَ کِتابَهُ»

2-الله (ج) د قیامت پر ورځ هر چا ته یې د لیکلي کړنلیک له مخې، سزا او ثواب ورکوي. «أُوتِیَ کِتابَهُ»

3-د قیامت په پېښېدو ډاډ نه؛ بلکې ان ظنّ او گومان هم انسان راکابو کولای شي.«إِنِّی ظَنَنْتُ أَنِّی مُلاقٍ حِسابِیَهْ»

4- قیامت د هغو دانو د رېبلو ځای دی، چې دلته مو کرلي دي. «بِما أَسْلَفْتُمْ فِی الْأَیّامِ الْخالِیَهِ»

5- کمالات رابرسېرولو ته لېوالتیا یو فطري چار دی او تر قیامته به وي. «هاؤُمُ اقْرَؤُا کِتابِیَهْ»

6- که پر قیامت ایمان، د تقوا او د دنیا له حرامو نعمتونو د مخنیوي لاملېږي؛ نو په جنت کې به یې ژوند خورا په زړه پورې وي. «فِی عِیشَهٍ راضِیَهٍ فِی جَنَّهٍ عالِیَهٍ»

 

وَ أَمّا مَنْ أُوتِیَ کِتابَهُ بِشِمالِهِ فَیَقُولُ یا لَیْتَنِی لَمْ أُوتَ کِتابِیَهْ«25» وَ لَمْ أَدْرِ ما حِسابِیَهْ«26» یا لَیْتَها کانَتِ الْقاضِیَهَ«27» ما أَغْنی عَنِّی مالِیَهْ«28» هَلَکَ عَنِّی سُلْطانِیَهْ«29» خُذُوهُ فَغُلُّوهُ«30» ثُمَّ الْجَحِیمَ صَلُّوهُ«31» ثُمَّ فِی سِلْسِلَهٍ ذَرْعُها سَبْعُونَ ذِراعاً فَاسْلُکُوهُ«32» إِنَّهُ کانَ لا یُؤْمِنُ بِاللّهِ الْعَظِیمِ«33» وَ لا یَحُضُّ عَلی طَعامِ الْمِسْکِینِ«34»= او د چا كړنليك يې چې په كيڼ لاس كې وركړ شي؛ نو وايي (به): ((كاشكې زما (دا) كړنليك (خو) نه واى راكړ شوى. او له خپل حسابه خبر شوى نه واى! كاشكې هماغه مرګ واى او بس. شتمني مې راګټوره نشوه،واکمني مې (هم) له لاسه ولاړه!)) (و به ويل شي) ويې نيسئ او ويې تړئ! بيا يې دوزخ ته ورننباسئ (او ويې سوځوئ!) بيا یې په اويا ذراع (= پينځه دېرش متره) اوږده ځنځير (وتړئ) او (اور) ته يې ورننباسئ! (ځكه) پر ستر الله یې ايمان نه درلود،او (خلك يې) د مسكينانو خوړو وركولو ته نه هڅول.

 

ټکي:

«ذراع» له څنګلې د ګوتې تر سوکې پورې واټن ته وايي او پخوا به یې پرې اندازې اخستې او د «اویا» کلیمه یا په حقیقی مانا یا له اوږد زنځيره کنایه ده.

«جحیم» له«جحمة» اخستل شوی او بل اور ته وايي.

امام صادق (رح) وویل: که د هغه زنځیر یوه کړۍ، چې دوزخیان پرې تړل کېږي، په دنیا کې کېښوول شي؛ نو دنیا به له ډېرې تودوخې ویلې شي[6].

* په دې آیت کې کفر، کنجوسي او د بېوزلیو نه لاسنیوی، یو د بل ترڅنګ راغلي دي.((لا یُؤْمِنُ بِاللّهِ … لا یَحُضُّ))

*نیول، تړل او راکښودل او دوزخ ته وراچول، د دوزخیانو خورا ذلت او سپکاوی راښيي.(( خُذُوهُ فَغُلُّوهُ … صَلُّوهُ … فَاسْلُکُوهُ))

 

پېغامونه:

۱-حقایقو پېژندو ته د نېکانو او بدانو پرتلنه یوه قرآني کړنلار ده.(( أُوتِیَ کِتابَهُ بِیَمِینِهِ … أُوتِیَ کِتابَهُ بِشِمالِهِ))

2- په روزنه او ښیون- هدایت کې زېری او ګواښنه یو دبل ترڅنګ په کار دي.(( أُوتِیَ کِتابَهُ بِیَمِینِهِ … أُوتِیَ کِتابَهُ بِشِمالِهِ))

3-له راتلونکې خبرتیا، د نن سم هوډ نیونې ته اړین چار دی. «فَیَقُولُ یا لَیْتَنِی»

4-په آخرت کې سرغړاندو ته د هیلو دریڅه بندېږي، تر کړنلیک لیدو مخکې یې یو څه هیله درلوده؛ خو تر هغه روسته یوازې حسرت کوي.(( یا لَیْتَنِی … یا لَیْتَها))

5- شتمني او ځواک په قیامت کې په کار نه راځي. «ما أَغْنی عَنِّی مالِیَهْ هَلَکَ عَنِّی سُلْطانِیَهْ»

6-په دنیا کې شتمني راټولول، په قیامت کې د حسرت لامل دی. «ما أَغْنی عَنِّی مالِیَهْ»

7-په قیامت کې د هغو لاسونو سزا، زولنۍ او زنځیرونه دي، چې په دې دنیا کې یې هر ډول تېري ته پرانستي وو. «فَغُلُّوهُ»

8-هغه انسان چې په زړه کې یې د الله (ج) د معرفت رڼا او په کړنو کې یې د خلکو چوپړ نه وي؛ نو ښه ده، چې وسوځي.(( لا یُؤْمِنُ … وَ لا یَحُضُّ))

9-د بېوزلیو لاسنیوی، پر الله (ج) له ایمان سره اوڅار دی.(( لا یُؤْمِنُ … وَ لا یَحُضُّ))

10-که پخپله د نورو د لاسنیوي وس نلرئ؛ نو نور خلک د بېوزلیو لاسنیوي ته وهڅوئ. «وَ لا یَحُضُّ عَلی طَعامِ الْمِسْکِینِ»

11-د بېوزلیو لاسنیوی شرط نه لري، چې هرومرو دې مؤمن وي. «وَ لا یَحُضُّ عَلی طَعامِ الْمِسْکِینِ»

 

فَلَیْسَ لَهُ الْیَوْمَ هاهُنا حَمِیمٌ«35» وَ لا طَعامٌ إِلاّ مِنْ غِسْلِینٍ«36» لا یَأْکُلُهُ إِلاَّ الْخاطِؤُنَ«37» فَلا أُقْسِمُ بِما تُبْصِرُونَ«38» وَ ما لا تُبْصِرُونَ«39» إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ کَرِیمٍ«40» وَ ما هُوَ بِقَوْلِ شاعِرٍ قَلِیلاً ما تُؤْمِنُونَ«41» وَ لا بِقَوْلِ کاهِنٍ قَلِیلاً ما تَذَکَّرُونَ«42» تَنْزِیلٌ مِنْ رَبِّ الْعالَمِینَ«43»=نو نن یې دلته کوم غمخور نشته،او نه بې له زوو (نور) خواړه. چې بې له ګناهګارانو یې بل څوك نه خوري. قسم پر هغوڅيزونو، چې يې وينئ، او پر هغو څيزونو، چې نه يې وينئ،بېشكه دا [قرآن] د یو عزتمن استازي وينا ده؛ 41 او دا د كوم شاعر وينا نه ده؛ خو ډېر لږ [پرې] ايمان راوړئ! 42 او نه د کوم پالي وينا ده؛ خو ډېر لږ [خلك ترې] پند اخلئ! 43 (دا قرآن) د نړۍ پال له لوري رالېږل شوى دى.

 

ټکي:

«غِسْلِینٍ» هغه وینې او نو دی، چې د دوزخیانو له بدنه راوځي.

 * له «رَسُولٍ کَرِیمٍ» مراد د اسلام پېغمبر دی، نه جبرئیل امین؛ ځکه په راتلونکیو آیتونو کې لولو چې شاعر او کوډګر نه دی او د شاعر او کوډګر تور یې پر پېغمبر اکرم ورتړه، نه حضرت جبرائیل.

مشرکانو، قرآن د شعر کتاب او پېغمبر یې شاعر ګڼه، حال دا له پېغمبر اکرمه یو شعر هم نه دی رانقل شوی[7].

*د قیامت سزا له کړنو سره انډول ده، هغه چې په دنیا کې پر مسکین زړه سواند نه دی، په قیامت کې پرې زړه سوی نه کېږي. «فَلَیْسَ لَهُ الْیَوْمَ هاهُنا حَمِیمٌ» او هغه چې په دې دنیا کې چاته خواړه ورنکړل، په آخرت کې په خوړو کړېږي.

*تر ټولو ستر سوګند په دې سورت کې دی. «فَلا أُقْسِمُ بِما تُبْصِرُونَ وَ ما لا تُبْصِرُونَ»؛ یعنې ټوله هستي، لیدوني او نالیدوني، چې تر لیدونیو خورا ډېر دي، د غیبو او پرښتو او پېریانو نړۍ، چې لیدونې نه ده، آسمان لارې – کهکشانونه او د سمندرونو تل، چې په طبیعي توګه نه لیدل کېږي.

قرآن سوکه سوکه نازل شوی؛ ځکه تنزیل سوکه سوکه نزول ته وايي؛ البته ټول پر قدر شپه د پېغمبراکرم پر زړه نازل شو او بیا سوکه سوکه د ۲۳ کلونو په ترڅ کې، ته وا لکه چې ډېرې پیسې په بانک کې ږدي او بیا یې په حواله او چک لږې لږې راخلي.

پېغمبراکرم مطلق کرامت لري. «رَسُولٍ کَرِیمٍ» له مېرمن، دوست، دښمن، ګاونډي، بېوزله او په سختیو او خوشحالیو کې کرامت.

په غاشیه سورت شپږم آیت کې لولو: د دوزخیانو خواړه یوازې ضریع دي. «لَیْسَ لَهُمْ طَعامٌ إِلاّ مِنْ ضَرِیعٍ»

په دخان سورت کې لولو: «إِنَّ شَجَرَهَ الزَّقُّومِ طَعامُ الْأَثِیمِ»[8]

د همدې سورت په 36 آیت کې لولو: «وَ لا طَعامٌ إِلاّ مِنْ غِسْلِینٍ»

نو یا«زقّوم» او«ضریع» یو دي او «غسلین» یې څښاک دی؛ یعنې یو ډول خوراک او څښاک لري.

او شونې ده، د دوزخیانو هره ډله یې یو ډول خواړه ولري، یوه ډله یې ضریع، بله یې زقوم او بله یې غسلین.

 

پېغامونه:

1- دوزخیان نه له روحي پلوه هوسا دي «فَلَیْسَ لَهُ الْیَوْمَ هاهُنا حَمِیمٌ» او نه له بدني پلوه. «وَ لا طَعامٌ إِلاّ مِنْ غِسْلِینٍ»

2-پر ستر الله (ج) ایمان نه راوړل او د بېوزلیو نه لاسنیوی، نه بښل کېدونې تېروتنه ده. «لا یَأْکُلُهُ إِلاَّ الْخاطِؤُنَ»

3- په الهي لید کې د هستۍ هرڅه ارزښت لري؛ ځکه الله (ج) پرې سوګند یاد کړی دی. «فَلا أُقْسِمُ بِما تُبْصِرُونَ وَ ما لا تُبْصِرُونَ»

4- په مادیاتو کې ځان مه رانغاړئ، نالیدوني ډېر دي. «ما لا تُبْصِرُونَ»

5-په مدیریت او سنبالښت کې له خپلو روغوو ځواکونو دفاع وکړئ او پرخلاف شبهې یې لرې کړئ(( وَ ما هُوَ بِقَوْلِ شاعِرٍ … وَ لا بِقَوْلِ کاهِنٍ)).

6- الله (ج) غاړه خلاصوي. د وحې نزول د نړۍ پال له لوري او د وحې واسطه د الله (ج) کریم استازی دی.(( لَقَوْلُ رَسُولٍ کَرِیمٍ … تَنْزِیلٌ مِنْ رَبِّ الْعالَمِینَ))

7- مبلغ دې د ټولو یا ډېری وګړیو د ایمان تمه ونلري.«قَلِیلاً ما تُؤْمِنُونَ»

8-یوازې ایمان بسیا نه دی، ذکر هم پکار دی، شونې ده ایمان وي؛ خو انسان غافل وي.(( قَلِیلاً ما تُؤْمِنُونَ … قَلِیلاً ما تَذَکَّرُونَ))

9-د ډېری خلکو د نه منلو په پار له حق ویلو ډډه مه کوئ(( لَقَوْلُ رَسُولٍ کَرِیمٍ … قَلِیلاً ما تُؤْمِنُونَ.))

 

وَ لَوْ تَقَوَّلَ عَلَیْنا بَعْضَ الْأَقاوِیلِ«44» لَأَخَذْنا مِنْهُ بِالْیَمِینِ«45» ثُمَّ لَقَطَعْنا مِنْهُ الْوَتِینَ«46» فَما مِنْکُمْ مِنْ أَحَدٍ عَنْهُ حاجِزِینَ«47» وَ إِنَّهُ لَتَذْکِرَهٌ لِلْمُتَّقِینَ«48» وَ إِنّا لَنَعْلَمُ أَنَّ مِنْکُمْ مُکَذِّبِینَ«49» وَ إِنَّهُ لَحَسْرَهٌ عَلَی الْکافِرِینَ«50» وَ إِنَّهُ لَحَقُّ الْیَقِینِ«51» فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّکَ الْعَظِیمِ«52»= او كه له ځانه یې څه خبرې راپسې جوړې کړې وای، 45 هرومرو په زور مو نيوه،بيا به مو ښهرګ يې ترې پرې کړى واى! او تاسې يو هم یې (د مجازاتو) مخه نيواى نشوه. او په حقيقت كې (قرآن) متقیانو ته يو نصيحت دى. او بېشكه پوهېږو، چې ځينې مو دا (قرآن) دروغ ګڼي. او بېشكه دا (دروغ ګڼل) به كافرانو ته د افسوس لامل وي. او بېشكه دا (قرآن) جوت حقیقت (حق اليقين) دى؛ نو (چې داسې ده) د خپل ستر پالونكي نامه دې په پاکۍ ياد کړه.

 

ټکي:

«تَقَوَّلَ»؛ یعنې هغه ته د خبرې ورمنسوبول، چې نه یې وې کړي.

«وتین» هغه رګ دی، چې وینه زړه ته ورسوي او که پرې شي، انسان مري.

 * قرآن، په دنیا و آخرت کې د کفارو د حسرت لامل دی. په دنیا کې حسرت کوي چې ولې یې په څېر نشي راوړای او په آخرت کې یې حسرت خوري، چې ولې یې پرې ایمان نه و راوړی.

په «یمین» نیونه، د ځواک کنایه ده؛ ځکه د ښي لاس ځواک ډېر دی.

* الله (ج) خو له چا سره ست نه کوي، په کوم ځای کې چې الله (ج) له خپل استازي سره داسې خبرې کوي؛ نو نور دې پخپل حساب پوه شي.

قرآن یو لړ ځانګړنې لري؛ لکه: «تَنْزِیلٌ مِنْ رَبِّ الْعالَمِینَ» ، «لَتَذْکِرَهٌ لِلْمُتَّقِینَ» ، «لَحَقُّ الْیَقِینِ»

* پېغمبراکرم (ص) هېڅکله کوم څیز الله (ج) ته نه دی ورمنسوب کړی؛ ځکه د «لَوْ» کلیمه په هغو ځایونو کې کارېږي، چې چار نه کېدونی وي.

* په تېرو آیتونو کې الله (ج) له خپل استازي غوره دفاع وکړه؛ خو ورسره یې په دې آیت کې ګواښي هم، چې که په ناحق کومه خبره خدای ته ورمنسوب کړي، ښهرګ یې په زور پرې کېږي.

 

پېغامونه:

1-الله (ج) د وحې پاسوال دی او هېڅوک یې د کمولو یا ډېرولو ځواک نه لري. «وَ لَوْ تَقَوَّلَ عَلَیْنا بَعْضَ الْأَقاوِیلِ»

2-خپله پېغمبراکرم دې هم د نورو په څېر د وحې حریم وساتي. «وَ لَوْ تَقَوَّلَ»

3-ټول انسان، ان پېغمبران هم د الهي قوانینو پر وړاندې یو شان دي.(( وَ لَوْ تَقَوَّلَ … لَأَخَذْنا مِنْهُ بِالْیَمِینِ ثُمَّ لَقَطَعْنا مِنْهُ الْوَتِینَ))

4- قرآن، نه یوازې د شاعر او پالي وینا نه؛ بلکې خپله د رسول الله خبرې هم نه دي.((وَ لَوْ تَقَوَّلَ))

5- په الهي کلام او قانون کې تساهل او تسامح منع دی.(( وَ لَوْ تَقَوَّلَ …))

6-پرېکنده چلن، د نورو د لاسوهنې تمه پرې کوي. «لَأَخَذْنا مِنْهُ بِالْیَمِینِ»

7- قرآن له بشپړې خوندېینې برخمن دی. «وَ لَوْ تَقَوَّلَ»

8-له حقه دفاع، تر وګړي مهمه ده، د وحې خوندېینې ته، ان د خورا غوره وګړیو د ځان پروا هم نشته.(( لَوْ تَقَوَّلَ … لَأَخَذْنا …))

9-د قرآن حریم او بریدونو ساتلو ته په ځغرده خبرې کوئ. «لَأَخَذْنا مِنْهُ بِالْیَمِینِ»

10- سترې ګناوې، سترې سزاوې لري.(( لَأَخَذْنا مِنْهُ … ثُمَّ لَقَطَعْنا …

11- هر څیز چې ارزښت یې ډېر وي، ساتنه دې یې هم ټینګه وي.(( تَنْزِیلٌ مِنْ رَبِّ الْعالَمِینَ … لَوْ تَقَوَّلَ … لَأَخَذْنا … لَقَطَعْنا …))

12-الله (ج) هغوی په خپل پرغز – قهر هلاکوي، چې د وحې حریم مات کړي. «لَقَطَعْنا مِنْهُ الْوَتِینَ»

13- الهي پرغز ته هېڅوک د ټینګې نه دی. «فَما مِنْکُمْ مِنْ أَحَدٍ عَنْهُ حاجِزِینَ»

14-پر متقینو د قرآن اغېز، هرومرو او پرېکنده دی. «وَ إِنَّهُ لَتَذْکِرَهٌ لِلْمُتَّقِینَ»

15-نصیحت پر متقیانو اغېزمن وي. «لَتَذْکِرَهٌ لِلْمُتَّقِینَ»

16- د متّقینو پر وړاندې، مکذّبین دي.(( لِلْمُتَّقِینَ … مِنْکُمْ مُکَذِّبِینَ))

17- مبلّغ دې پر تمه نه وي، چې ټول خلک ورته غاړه کېږدي. «مِنْکُمْ مُکَذِّبِینَ»

18- دروغجن دې پوه وي، چې د الله (ج) تر څارنې لاندې دي. «لَنَعْلَمُ أَنَّ مِنْکُمْ مُکَذِّبِینَ»

19- د دروغجنو د دریځونو پر وړاندې، د الله (ج) د یاد تر سیوري لاندې، خپلې لارې ته دوام ورکړئ.((«فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّکَ الْعَظِیمِ»

20- د الله (ج) تسبیح د انسان روزنې په بهیر کې یو چار دی. «فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّکَ الْعَظِیمِ»

 

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال: شیخ محسن قرآئتی

 

[1] – اعراف،78.

[2] – .قمر،31.

[3] – .فصلت،13.

[4] – نورالثقلین تفسیر

 نورالثقلین تفسیر [5]

[6] – نورالثقلین تفسیر

[7] – المیزان تفسیر.

[8]  دخان/۴۴

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!