تبلیغات

د ښځو حجاب پوښتل کېږي، چې د ښځو د حجاب فلسفه څه ده؟ که حجاب يو ښه څيز وي، نو ولې پر نارينه و لازم نه دى؟ ايا ستر په اسلام کې قرآني دليل لري يا له تېرو فرهنګونو راخستل شوى دى؟ انسان د ژوند له پيله جامې اغوندي او بې د يو انديز ښوونځي […]

د ښځو حجاب

پوښتل کېږي، چې د ښځو د حجاب فلسفه څه ده؟ که حجاب يو ښه څيز وي، نو ولې پر نارينه و لازم نه دى؟ ايا ستر په اسلام کې قرآني دليل لري يا له تېرو فرهنګونو راخستل شوى دى؟

انسان د ژوند له پيله جامې اغوندي او بې د يو انديز ښوونځي له لارويانو، چې د لوڅ لغړ ژوند پلويان دي)1(، نور ګرد سره وګړي يو ډول جامي اغوندي. دا ښکارنده د انسان د وګړيز او ټولنيزو بېلا بېلو ځانګړنو له اړيکو سره سره، لږ تر لږه درې اړتياوې يې ځوابوي: )الف( په سړو، تودوخې، واورې او باران کې ساتنه)2(.

)ب( د عفت او شرم ساتنه)3(. )ج( ښکلا او وقار )4(.

وګورئ: )1( نحل 16_ 80 آيت.                 )2( نور 24_ 30، 31 او 59 آيتونه.

)3( احزاب 33_ 59 او 60 آيتونه.               )4( اعراف 7_ 26 آيت.

¯¯¯

د حجاب او اسلامي پوښښ اړيکه

د ))حجاب(( اصطلاح د پردې، حجاب، اغوستن، پټولو او له وصول او تر لاسه کولو د منع پر مانا ده)1(. دا اصطلاح يوازې د ښځې د ظاهري پوښښ يا اغوستن پر مانا نه ده او په ار کې له پرديو د ښځې د پټولو پر مفهوم دي. په دې توګه، هر پوښښ حجاب نه دى. حجاب د پردې تر شا کېدو پوښښ ته وايي. د ))حجاب(()2( په ايت کې راغلي: احزاب_ 53 آيت: ))… إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانتَشِرُوا وَلاَ مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنكُمْ وَاللَّهُ لاَ يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ …((، ))او، چې د پيغمبر )ص( له مېرمنو مو څه غوښتل، د پردې تر شا يې وغواړئ((. د عام د انګېرو پر خلاف، دا ايت د حضرت پيغمبر )ص( د مېرمنو او ډېر د سياسي او ټولنيزو مسايلو په منظور را نازل شوى دى)3(، نه د نا محرم پر وړاندې د ښځې د پوښښ په اړه د ښځې د پوښښ په باب د ))حجاب(()4( کارول، په نسبي ډول يوه نوې اصطلاح ده او همدا سبب شوى، چې ډېرى و انګېري: اسلام غواړي، چې ښځه تل د پردې تر شا او په کور کې بندۍ وي او دباندې ونه وځئ!)5( او يو متل دى، چې ښځه يا پر کور ده او يا پر ګور!.

))ويل دورانت(( ويلي: ))دا امر په مسلمانانو کې د پردې اغوستو مبنا شمېرل کېږي(()6(. ځينې مدعي دي، چې حجاب له عجمو ځنې مسلمانانو او عربانو ته ورغلى!! په داسې حال کې، چې په حجاب )د نا محرمو پر وړاندې د ښځو اسلامي پوښښ( پورې اړوند آيتونه د عجمو تر اسلام راوړو مخکې نازل شوي. د ويل دورانت)7( او د سني او شيعه تفسيري کتابونو)8( په تاييد، عربي ښځو په جاهلي پېر کې دغسې اغوستن نه درلود او پر تبرج او ځانښوونې روږدي وي، چې اسلام منع کړ: ))ولا تبرجن تبرج الجاهلية الاولى(()9(.

له تېرو په تېره د فقهاو په نزد، د ))ستر(( او ))ساتر(( اصطلاح د نا محرمو پر وړاندې د ښځې د پوښښ او د پوښښ د وزلې پر مانا دود وه. نو ځکه، د ښځو د اسلامي پوښښ دنده، د ښځو د بنديانولو، د پردې تر شا کېنولو او په پايله کې دا ستره ډله په ټولنيزو فعاليتونو کې د نه ګډون پرمانا نه ده. دا دنده پر دې مانا ده، چې ښځه له نارينه و سره په معاشرت کې ځان وپوښي او پر ځانښوونې بوخته نشي او په فعاليتونو کې يې ګډون، پر انساني او اسلامي آرونو ولاړوي)10(.

وګورئ: )1( راغب اصفهاني، المغردات فى غرائب القرآن + سيد علي اکبر، قرشيو قاموس قرآن.

)2( د اسلامي تاريخ او حديث په اصطلاح، په هر ځاى کې، چې د ))حجاب آيت(( راغلى، مطب همدا آيت دى، نه د نور سورت آيتونه، چېد اسلامي پوښښ په باب دي.

)3( مرتضى، مطهري، مساله حجابو 74 مخ.                  )4( په قرآن کريم کې اوه ځل د حجاب اصطلاح کارول شوې ده، خو کله هم د اسلامي حجاب پر مانا مصطلح نه ده.

)5( مسئله حجاب، 73 مخ.                     )6( ويل دورانت، تاريخ تمدن 1/433_ 434 مخونه.

)7( مسئله حجاب، 22 مخ.                     )8( کشاف او مجمع البيان، د احزاب سورت تر 33 آيت او د نور سورت تر 60 آيت لاندې.                )9( احزاب )33(_ 33 آيت.

)10( مسئله حجابو 73 مخ + تفسير نمونه 17/401_ 403 مخونه.

په قرآن کې آسلامي پوښښ

اسلامي پوښښ د اسلام له ضروري احکامو)1( ځنې دى او يو مسلمان هم پکې شکمنېداى نشي، ځکه هم قران مجيد پرې څرګندنه کړې او هم ډېرى روايات يې پر وجود ګواهي ورکوي. له همدې امله سني او شيعه فقها وو،په يوه خوله په اړه يې فتوا ورکړې ده. لکه، چې لمونځ او روژه، په کوم ځانګړي پېر پورې ځانګړي نه ديو د پوښښ دستور هم دغسې دى او د عصري والي او د يو نوي درادبره شوي څيز ادعا يې بې دليله او ناکار پوهې ده.

خداى تعالى په آيت کې، ړومبى نارينه و او په ورپسې آيت کې مسلمانو ښځو ته حکم کوي، چې له سترګو ورټومبلو ډډه وکړئ او له نامحرمو دې د بدن په پټولو کې هڅه کوي:

نور )24(_ 30 آيت: )) قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ =((

خداى تعالى ددې ښوونې فلسفه، پاکوالى او د روح سپېڅلتيا بولي او وايي: دا پوښښ د بشري روح د پاکوالي په موخه دى. بيا په ورپسې آيت کې وايي:

نور_ 31 آيت: )) وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلاَ يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ =((

دا آيت، د ښځو د پوښښ په اړه، دوو ځايونو ته اشاره کوي: 1_ د سر او غاړې پټول. 2_ د ښکلاوو پټول.

))خُمُر(( د ))خِمار(( جمع او د ټکري)2( پر مانا ده. ))جيوب(( ]د ))جيب(( له اصطلاح[ او د سينې او ګرېوان پر مانا ده)3(. په مجمع البيان تفسير کې راغلي، چې: د مدينې ښځو، د خپلو ټکريو سرونه شاته اچول، چې سينې، غاړې او غوږونه يې ښکارېدل. ددې آيت له مخې، مؤظف شوې، چې خپل ټکري پر ګرېواننو راواچوي، چې دا ځايونه هم پټ وي)4(.

امام فخري رازي وايي: خداى تعالى د ))ضرب(( او ))على((، چې په القا کې مبالغه راښيي د اصطلاحاتو په کارونه راڅرګندوي، چې ددې برخو پوره پټول لازمي دي)5(. ابن عباس )رض( ددې غونډلې په تفسير کې وايي: ))يعنې، ښځه دې خپله ويښته، سينه، غاړه او تر ستوني لاندې پټ کړي)6(. ځينې ادعا کوي: حجاب له لغړتوب سره د مقابلې پر مانا منو، خو د قرآن په هيڅ ځاى کې د وېښتانو پټولو خبره راغلې نه ده! دا نا سمه خبره ده، ځکه مسلمانو ښځو ددې آيت تر نازلېدو لاوړاندې خپل وېښتان پټول او ستونزه يوازې د غاړې، غوږونو او تر ستونې لاندې پټول ول. په دې آيت کې د ټکري خبره شوې، بايد وپوښتل شي: ټکرى، چې پر سر اچوي اووېښتان پټوي، کومه بله مانا هم لري؟ پر دې سربېره، په ګڼو رواياتو کې د پوښښ د کچې او اندازې حکم راغلى دى)7(.

د ))ښکلا(( په باب هم دا پوښتنه او څار ده، چې ايا له بدنه جلا ښکلاوې )لکه ګاڼې( هم رانغاړي، يا په بدن پورې نښتي سينګارونه )لکه رانجه او نکريزې( هم رانغاړي؟)8(. په ځواب کې وايو: ټولنيز حکم دا دى، چې ځان سينګارول جايز او نا محرم ته ځانښوونه منع ده. سينګار يو فطري او طبيعي چار دى)9(. او د ښکلا خوښونې حس، په ژوند کې د ډول ډول هنرونو د پيدايښت سرچينه ګڼل کېږي. دا طبيعي لېوالتيا، په سينګار وګړي کې د ګراښيه اروايي اثارو په تحقق پاى مومي.

د ځان سينګارول او له پرېشانۍ ډډه کول، د انسان په انديز غونډال او سليم ذوق کې جرړه لري. کوم وګړى، چې مړاوى پړاوى او شاړ وي او ظاهري پاکوالى يې نه وي، نو خپله وګړه د نورو په کتو خوراوي او ځان ته د دښمن د پيغور او سپکاوي خوله راسپړي)10(. له همدې امله، د ښکلو جامو اغوستل، د مسواک، ګومنزې او عطور کارول، د وېښتانو غوړول، د ګوته په ګوته کول او د عبادت او له خلکو سره د ناستې پاستې پر وخت د ځان سينګارول د مسلمانانو له موکدو مستحباتو او ورځينۍ کړلارو ځنې دي)11(. امام حسن )رض( په لمانځه کې خپلې ښې جامې اغوستې او د نورو د پوښتنې په ځواب کې يې ويل: ))ان الله جميل و يحب الجمال فاتجمل لربي(()12( خداى ښکى دى او ښکلا يې خوښېږي، نو ځان خپل پالونکي ته ښکلوم، نو ځکه د خداى ښکلا او ځان سينګارول نه منع کوي، خوپه شرع کې په تولنيزو غونډو کې ځانښوونه او په خپلوښکلاوو د نورو راپارونه منع ده: ))ولا تبرن تبرج الجاهلية الاولى(()13( و ))ولا يفر بن… من زينتهن(()14(.

معمولاً عربي ښځو خلخال پر پښو کول او ددې لپاره، چې نور وپوهوي، چې ګرانبيه خلخال لري، پښې يې پر ځمکه وهلې! آيت يې له دې کاره منع کوي. شهيد مطهري وايي: ))له دې لارښوونې پوهېداى شو هرڅه، چې د نارينه و پام را اړوي، لکه تېز عطرونه او د مخ نظر را اړوونکي سينګارول، منع دي. په ټولنيز ډول ښځه نبايد په معاشرت او ناسته پاسته کې داسې چار وکړي، چې د نامحرمو نارينه و د راپارونې او پام را اړونې لامل شي(()15(. قرآن )نور_ 31 آيت( وايي: )) وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا =(( ښکلا وې په دوه ډوله دي:

1_ هغه ښکلا لکه جامې، رانجه، ګوته او بنګري يا وښي، چې ښکاره دي او پټول يې واجب نه دي.

2_ هغه ښکلا، چې پټه ده، خو دا، چې په لوى لاس يې ښکاره کړي )لکه غوږوالۍ او غاړکۍ( ددې ډول ښکلا پټول واجب دي.

قرآن کريم، په همدې کچه او معاير، د زړو او له کار لوېدلو ښځو، چې زناشويي ته هيلمنې نه وي، په باب اساني راوستې او اجازه يې ورکړې، چې ټکري لرې کړي)16(، خو په عين حال کې د ځانښونې او راپارونې اجازه نه لري:

نور: 60 آيت: )) وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اسْجُدُوا لِلرَّحْمَنِ قَالُوا وَمَا الرَّحْمَنُ أَنَسْجُدُ لِمَا تَأْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُورًا=(( بل آيت، چې په پوره خرګندنې د اسلامي پوښښ سپارښتنه او فلسفه بيانوي، دا دى:

احزاب_ 59 آيت: )) يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا =((، خو که بيا هم يو شمېر مفسدينو د مؤمنو ښځو سپکاوى کاوه، نو اسلامي حاکم دنده ده، چې له دې ناروغ زړيو سره سخت چلن وکړي. نو ځکه ستر کول او ښځې نه ځورول يوازې يوه اخلاقي سپارښتنه نه ده او اسلامي او حکومتي حکم ګڼل کېږي.

احزاب_ 60 او 61 آيتونه: )) لَئِن لَّمْ يَنتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لاَ يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلاَّ قَلِيلاً 60 مَلْعُونِينَ أَيْنَمَا ثُقِفُوا أُخِذُوا وَقُتِّلُوا تَقْتِيلاً =(( په دې آيتونو کې درې مهم مطالب د پام وړ دي: د ))جلباب(( مانا او نژدې کول يې، د اسلامي پوښښ ))فلسفه(( او د مزاحمو وګړيو مجازات)17(.

وګورئ: )1( د اسلامي حجاب د قانون آر، يوازې د فقې له ضرورياتو ځنې نه دى، بلکې د دين له ضرورياتو څخه دى، ځکه د قرآن څرګند نص پرې ګواهي ورکوي.

)2( المغردات فى غرائب القرآن، 159 مخ + مجمع البيان، 217 مخ.

)3( مجمع البيان، 217 مخ.                      )4( هماغه.          )5( التفسير الکبير 23/179 مخ.

)6( مجمع البيان، 217 مخ )قال ابن عباس )رض(: تعطى شعرها و صدرها و ترائبها و سوالفها(.

)7( محسن، فيض کاشاني، تفسير الصافي، تحقيق حسين الاعلمي 3/430 او 431 مخونه.

)8( مطهري، مساله حجاب، 131 مخ.

)9( علامه طباطبايي د ))اعراف_ 32 آيت(( په تفسير کې )الميزان: 8/79 مخ( ليکي: خداى تعالى په دې آيت کې هغه ښکلاوې معرفي کوي، چې بندګانو ته يې پيدا کړي او دوى يې فطرتاً ددې ښکلا و په شتون، کارونې او له ګټنې يې ملهم کړي دي. څرګنده ده، چې فطرت يوازې د هغو څيزونو الهام کوي، چې د انسان شتون او پايښت ورته اړين دى.

)10( احمد، صبور اردو بادي، آيين بهزيستي در اسلام: 1/57 مخ.

)11( محمد باقر، مجلسي، حلية المتقين: 3_ 5 او 10_ 12 او 91_ 107 مخونه.

)12( مجمع البيان، 3_ 4 ټوکونه، 673 مخ.

)13( احزاب )33(_ 33 آيت.                        )14( نور )24(_ 31 آيت.

)15( مرتضى، مطهري، مساله حجاب، 146_ 147 مخونه.

)16(  14_ 140 مخ.

)17( د اسلام له نظره ددې ډول وګړيو سزا ډېره سخته ده او که تر ارشاد، لارښوونې او امر باالمعروف او نهى عن المنکر وروسته يې له خپلو ناوړو کړنو لاس وانخست، نو بايد له اسلامي ټولنې وشړل شي: )مسئله حجاب، 164 مخ( او که همدغسې يې خپلو کړنو ته دوام ورکړ، نو له اسلامي حکومت سره د جګړه مارانو په کتار کې راځي او د قرآن په حکم اعدامېږي )الميزان فى تفسير القرآن 8: 361 او 362 مخونه(.

¯¯¯

مطلوب پوښښ

 د لغت)1( کتابونو ته په پامنيوي او د اهل سنتو )لکه قرطبي()2( او شيعه مفسرانو ]لکه طباطبايي)3( او فيض کاشاني)4( د ويناوو له مخې ))جلباب(( ملحضه، څادر ډولي پوښښ او ارت پڼونى دى، نه کوچنى تکرى، روسري او خمار. له ابن عباس او ابن مسعود )رضى الله عنهما( روايت شوى، چې: منظور عباده. نو ))جلباب(( پراخه جامه يا يوټوکر دى، چې ټول بدن راپوښي او موږ ورته ټکرى يا پڼونى وايو. لکه، چې سترو مفسرانو )لکه شيخ طوسي او طبرسي( ويلي، په تېرو کې په ښځو کې دوه ډوله ټکري دود ول: کوچني ټکري، چې ))خِمار(( يا ))مقنعه(( يې نومول او معمولاً په کور کې کارول او لوى ټکري، چې له کوره بهر يې اغوستل ښځو په دې سترو پڼونو، چې جلباب ورته ويل کېده اوتر ))مقنعې(( ستر او تر ))رداء(( کوچني ول او له اوسني ښځنې څادر يا د ښځو له پڼو سره يې ورته والى درلود، وېښتان او خپل ټول بدن پټاوه)5(.

د جلباب نژدې کول )يدنين عليهن من جلا بيبهن( په پڼوني د مخ، سر او غاړې پټولو ته کنايه ده)6( يعنې داسې نه وي، چې پڼونى يا مانتو يوازې تشريفاتي او رسمي اړخ ولري او بدن يې راونه نغاړي. ښځې حق نلري، داسې څادر يا پڼونى پر سر کړي، چې وښيي، چې له پرديو نارينه و سره له معاشرت او يا د نامحرمو له کتو ډډه نه کوي او د ))کاسيات عاريات(()7( له مصاديقو شمېرل کېږي! قرآن حکم کوي: ښځې دې په څارنې او مراقبت، په پڼونې کې ځان راتاو او خوشې دې يې نکړي، چې وښيي، چې عفافه، ستر منه او ځان ساتونکي ګڼل کېږي. د آيت له وروستي تعليل ځنې پوهېداى شو، چې مطلوب پوښښو هغه دى، چې خود په خوده، د ورباش او لرې وسد رادبره کړي او چټل زړي ناهيلي کړي)8(.

وګورئ: )1( مسله حجاب، 158 او 159 مخونه، قاموس قرآن 2/41 او 42 مخونه. )دې کتابونو د ژبپوهانو کليمې راوړي، لکه: ))الجلباب: القميص اوالثواب الواسع(( يا ))الجلباب ثواب اوسع من الخمار دون الوداء تغطمى به المراء راسها و صدرها((.

)2( الجامع الاحکام القرآن 14/156 مخ.

)3( الميزان فى تفسير القرآن 16/361 مخ )هوثوب تشتمل به المراة فيعطى جميع بدنها(.

)4( محسن، فيض کاشاني، تفسير الصافي 4/302 مخ.

)5( د جلباب په باب ويل شوي دي: يو ځانګړى پڼونى دى، چې ښځې يې له کوره دباندې اغوندي، سر او مخ پرې پټوي: ))الجلباب خمار المراة الذى يعظى راسها و وجهها اذا ضربت لحاجة((، التبيان فى تفسير القرآن 8/361 مخ، مجمع البيان 7- 8 ټوکونه، 578 مخ.

)6( مجمع البيان، 580 مخ، الميزان 16/361 مخ.

)7( هغه ښځې، چې په ظاهر کې پټې دي، خو په واقع کې لغړې دي! له رسول اکرم )ص( روايت شوى: ))صنفان من اهل النار لم ارهما، قوم معهم سياط کاذناب البقر يضربون بها الناس، و نساء کاسيات عاريات، مميلات مائلات، روسهن کاسنمة البخت المائلۀ لايدفلن الجنة ولايجدن ريحها…،… هغه ښځې، چې پوښښ لري، خو بربنډې دي، کږې روانې وي او نور هم کږۍ ته هڅوي، سرونه يې د اوښانو د کوهانو په څېر راوتلي دي، دوى جنت ته نه ځي او د جنت بوى، چې له هومره واټنه بوى کېږي، بويولاى نشي(( محمد، رى شهري، ميزان الحکمة 2/994 مخ، 3206 حديث.

)8( مساله حجاب 160 او 161 مخونه.

د پوښښ اړتيا:

خداى تعالى د اسلامي پوښښ د اړتيا په باب وايي: احزاب 59 آيت: ((ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ))   ځينې وايي، په اوسني وخت کې، چې مريتوب له منځه تللى دا حکم هم منتقي دى! ځواب يې دا دى، چې:)1( د سپنزو ځورول هم روانه دي. څه، چې مهم دي، ښځو د پيغمبر )ص( په پېر کې حجاب درلود او له ګټو يې دا ده، چې کله ښځه په حجاب او وقار کې له کوره راوځي او د پاکلمنۍ او عفاف لار خپله کړي، نو فاسدان او مزاحمان په ځان کې جرات نه ويني، چې حيثيت يې ټکنى کړي. کوم ناروغ زړي، چې په ښکار پسې ګرځيو نو حريمولا مناسب ښکار نه بولي. په رواياتو کې راغلي: ))المداة ريحانة(()2( ))ښځه د کشمالي په څېر ده(( بېشکه که بڼوال يې ونه ساتي، له ګل واڼو نکي به خوندي پاتې نشي. قرآن آرماني ښځې، چې جنتيانې دي، په سېپۍ کې لکه مرغلره ګنلې: واقعه )56(- 23 آيت: ))کامثال اللو لوالمکنون((.

پر دې سربېره، دوى له اصلي جواهرو لکه ياقوت او مرجان سره ورته کوي، چې جواهر پلوري يې ځانګړيو د بليو کې ږدي، چې د بدلو جواهراتو په څېر ددې او هغه لاس ته ورنشي او ارزښت او قدر يې راټيټ نشي)3(. الميزان تفسير مؤلف)4( همدا تفسير غوره کړى دى.

مطهري په دې باب وايي: ))کله د انسان حرکات او سکنات خو له ور وي. ځکه د ښځې د جامو وضع، پر لار تلل او خبرې کول يې مانا لرونکي وي او په بې خولې خوله وايي: زړه دې راکړه، په هيله کې مې وسه او څاره مې. کله رپوټه، بې بې خولې خوله وايي: له دې حريمه د بريد لاس در لنډ کړه(()5(.

البته ډېرې ليکنې د ښځو د پوښښ او حجاب په باب دي او ډېر لږ يې د نارينه و پوښښ ته پام ور اړولى دى! دا يو عادي او طبيعي چار دى، ځکه ښځې د جمال او ښکلا ښکارندوى او نارينه د شيفتګۍ ښکارندوى دى. البته د نارينه حجاب هم په بېلا بېلو فرهنګي او ټولنيزو اړخونو کې د اهميت وړ دى، نو ځکه قرآن د ټولنې د ټيکاو او پايښت لپاره د نارينه او ښځو حجاب ته ډېر پام کړى دى:

اعراف )7( – 26 آيت: )) يَا بَنِي آدَمَ قَدْ أَنزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَارِي سَوْءَاتِكُمْ وَرِيشًا((.

د نارينه و په باب وايي: نور )24(- 30 آيت: )) قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ((.

د ښځو په اړه وايي: نور – 31 آيت: )) وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ((.

وګورئ: )1( اسيب شناسي حجاب، 19 مخ.

)2( وسائل الشيعه 14/120 مخ.

)3( حميده، عامري، ګستره عفاف به ګستردګى زنده ګى، کتاب زنان، 12 ګڼه، 117 مخ.

)4( الميزان، 8/ 361 مخ.

)5( مطهري، مساله حجاب، 163 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!