تبلیغات

بسم الله الرحمن الرحيم د لوراند او لورين څښتن په نامه د حجرات سورت انځور دا سورت په مدينه کې نازل شوى دى، ١٨ آيتونه لري او نوم پرې “حجرات” يا “د اخلاقو او ادب” سورت ايښوول شوى دى . “حجرات” د حجرې جمع ده او دا چې په دې سورت کې د پېغمبراکرم(ص) د […]

بسم الله الرحمن الرحيم

د لوراند او لورين څښتن په نامه

د حجرات سورت انځور

دا سورت په مدينه کې نازل شوى دى، ١٨ آيتونه لري او نوم پرې “حجرات” يا “د اخلاقو او ادب” سورت ايښوول شوى دى . “حجرات” د حجرې جمع ده او دا چې په دې سورت کې د پېغمبراکرم(ص) د حجرو ( خونو) نوم ( چې ډېرې ساده وې او له خټو او د کجورو له لرګي او پاڼو جوړې شوې وې )اخستل شوى؛نو ځکه دا نوم پرې ايښوول شوى دى .

د قرآن دا سورتونه (مائده،حجرات ، ممتحنه) د ټولنيز او حکومتي چارو په اړه دي ،چې د ( ياايها الذين آمنو ) په غونډلې-جملې پيل شوي دي . ( ١)

( ١) د مائدې د سورت په پيل کې وايو :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَوْفُواْ بِالْعُقُودِ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الأَنْعَامِ إِلاَّ مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ إِنَّ اللّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ.

[مؤمنانو ! پر ژمنو ( او تړونو مو) وفا وكړئ . تاسې ته د څارويو ( غوښه او جنين ) حلا ل شوي دي؛خو هغه چې تردې وروسته به درته ولوستل شي ( او استثناء شي) او د احرام په حال كې ښكاركو ل روا مه بولئ،په رښتيا، خداى چې څه غواړي ( او مصلحت وي ) حكم كو ي . ]

د ممتحنه په سورت کې وايو : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاء :

(( اى هغوى چې ايمان مو راوړى دى ، زما او له خپل دښمن سره دوستي مه کوئ .))

او په حجرات سورت کې وايو :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

په دې سورت کې پرله پسې د “ياايهاالذين آمنو” غونډله راغلې؛نو ځکه د اسلامي ټولنې څېره ترې راڅرګندېږي .

په دې سورت کې يو لړ مسايل نوموتي دي،چې په نور سورتونه کې نه دي راغلي ؛لکه :

١-له پېغمبر اکرمه نه مخکې کېدل او ورسره د ناستې پاستې اداب او بې ادبو ته اخطار ورکول .

٢_ په يوه ايماني ټولنه کې ملنډې وهل ،بد نوم ايښوول ، بدګوماني،ځيرنه او پلټنه او غيبت حرام دي،چې په دې سورت کې ترې منع شوي يو .

٣_ په يوه ايماني ټولنه کې،چې ورورولي، د چارو د سمونې په اړه لارښوونې، د یاغيانو پرخلاف عمومي مبارزه ، د خلکو ترمنځ په انصاف منځګړتوب ،له مشکوکو کسانو د رارسېدلو خبرونو په اړه څېړنه او د غوراوي کچې پکار دي؛ نو په دې سورت کې راغلي دي .

٤_ په دې سورت کې د يوې ايماني ټولنې د مسلمان او مؤمن درجې ټاکل شوي دي . د ارزښتونو کچه تقوا ښوول شوې، ايمان ستايل شوى،کفر او ګناه رټل شوى او د ټولنې چورليځ او محور قسط او عدل ښوول شوى دى .

٥_ په دې سورت کې ايماني ټولنه داسې انځور شوې ،چې د خداى پوروړې او د پېغمبر اکرم مينواله ده ، چې د هغه له لارې يې سمه لاره موندلې ده او کله هم د خپل ايمان راوړو منت پر خداى او رسول نه ږدي .

٦_ په دې سورت کې ايماني ټولنه داسې انځورشوې،چې ټول بايد پېغمبر اکرم ته لاس پر سينه ولاړ وي او دا تمه و نه لري ، چې ګنې پېغمبر اکرم به په خلکو پسې ځي .

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين څښتن په نامه

 ټکي :

دا سورت هم د نورو سورتونو په څېر د خداى په نامه پيل شوى دى؛ځکه په يوه حديث کې وايو: (( هرکار،چې د خداى په نامه پيل نشي نيمګړى دى ( ١) – ( ٢) (بحار١٦ /٥٨ )

هو! انسان د خپلو چارو په پيل کې پراخه رحمت او مرستې ته اړ دى،چې دا اړتيا د ((بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ )) په ويلو پوره کېږي .

د هرکار په پيل کې د ((بِسْمِ اللَّهِ)) ويل،پر خداى د ايمان ، له خداى سره د مينې،پر خداى د توکل او خپلو چارو ته د الهي رنګ او اړخ ورکولو نښه ده.

 

﴿۱﴾ ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ= مؤمنانو! د خداى او د هغه د استازي په مخكې (څه شى) ړومبى مه ګڼئ (او پر هغوى مه ور مخكې كېږئ) او (خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ، چې خداى اورېدونكى (او) پوه دى . ))

 ټکي :

* دا آيت د ډېرو تېروتنو مخه نيسي ؛ځکه کله د ډېرى خلکو غوښتنې،ظاهري او توکیز- مادي اړخونه لري، له اټکل او ګومان ‏لاروي کوي،نوون ته لېوال وي ، په بيړه ورمند- قضاوت کوي او خيال پالي وي ، چې دا ټولې چارې انسان داسى ليکونو، خبرو او هوډونو ته اړ باسي،چې په ناخبري توګه له خداى او رسوله مخکې شي؛لکه څنګه چې عبادت،پرېکنده توب،اوختون- انقلاب،زهد او د ساده ژوند اند- فکر،انسان دې ته اړ باسي،چې له خداى او رسوله مخکې شي او د هغه دري متل مصداق کېږي،چې وايي : (( کاسه داغترازآش باشد )) .

*دا آيت غواړي انسان د پرښتې په څېر وروزي ؛ځکه قرآن د پرښتو په اړه وايي ‏: (( لَا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُم بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ (انبیاء/۲۷)=چې په خبرو كې پر هغه نه ورمخكې كېږي او(تل) په امر يې عمل كوي .))

* قرآن د مخکې کېدنې – تقدم هغه ځايونه نه دي بیان کړي ‏ ، چې په وینا او چلن کې د ډول ډول عقيدتي، علمي، سياسي، اقتصادي او نورې مخکې کېدنې پکې راونغاړل شي.

*د حضرت محمد ( ص) ځينو اصحابو له هغه وغوښتل،چې اجازه ورکړي ‏ځانونه خسيان کړي ،چې تر دې ‏وروسته يې خپلو مېرمنو ته زړه ونشي او تل د اسلام په چوپړ کې وي،چې د خداى رسول هغوى له دې کاره په سخته منع کړل .

*هغوى چې له خداى او پېغمبره مخکې کېږي،د نظام په سنبالنه ‏او ټولنه کې ګډوډى راولي ‏او په حقيقت کې د خپلو ځاني غوښتنو له مخې قوانين جوړوي .

پيغامونه :

١_ د يو حکم پلي کېدو ته لومړى بايد په مخاطب کې د منلو او زغملو اروایيزه ‏روحيه پيدا شي . د (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا) غونډله مخاطب ته شخصيت ورکوي او د کار د سرته رسولو په برخه کې خداى ته يې اړينتوب څرګندوي .

٣_ ځينې شخصي سليقې ، ټولنيزعادتونه او دودونه او بشري قوانين ،چې پر قرآن،حديث عقل او فطرت ولاړ نه وي، په واقع کې يو ډول له خداى او رسوله مخکې تلل دي .( لَا تُقَدِّمُوا ….)

٤_ د خداى حرام حلالول اوحلال یي حرامول ، له خداى او رسوله يې مخکې تلل دي . (لَا تُقَدِّمُوا …)

٥_ هر ډول بدعت، ښنده- مبالغه،بېځايه ستاينه او رټنه، مخکې تلل دي . (لَا تُقَدِّمُوا….)

٦_ زموږ د فقهې او چلن سرچينه بايد قرآن او نبوي سنت وي . (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ)

٧_ له خداى او رسوله يې مخکې والى بې تقوايي ده (؛ځکه چې په دې آيت کې وايي : مخکې مه ځئ او تقوى ولرئ )( لَا تُقَدِّمُوا …. وَاتَّقُوا)

٨_ هره آزادي ، پرمختيا او پرمختګ ارزښت نه لري (لَا تُقَدِّمُوا …)

٩_ د دندو د سرته رسولو لپاره ايمان او تقوى په کار ده . ( په آيت کې هم د ((آمَنُوا)) ټکى اوهم د((اتَّقُوا)) ټکى نوموتى دى (آمَنُوا …. اتَّقُوا )

١٠_ له هغه څيزونو،چې جملې ته ښکلا ورکوي دادي،چې امر او مانا ‏دواړه تر څنګ راغلي دي ( په آيت کې هم مانا کول؛(( لَا تُقَدِّمُوا )) راغلي اوهم کول ((وَاتَّقُوا)) راغلي دي .

١١_ د رسول حکم د خداى حکم دى ، د رسول د حکم سپکاوى د خداى سپکاوى دى او له رسوله مخکې کېدل له خدایه مخکې کېدل دي . (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ)

١٢_ عملي التزام بايد له دنننۍ تقوا سره وي (لَا تُقَدِّمُوا …. وَاتَّقُوا اللَّهَ ) .

١٣_ هغوى چې د سليقو اونورو مسلو له کبله ‏له خداى او رسوله يې مخکې کېږي ؛نو نه ايمان لري او نه تقوا . (لَا تُقَدِّمُوا …. وَاتَّقُوا اللَّهَ )

١٤_ د خپلو ناسمو چارو لپاره پلمې مه راوړئ ؛ځکه ( إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ) .

د مخکې کېدو څو بېلګې

١—د غټ اختر پر ورځ ځينو د خداى له رسوله مخکې قرباني وکړه،چې ورته وويل شول : (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ) (کشاف ۴/ ٣٥٠ ) .

٢_ يوه ډله روژه شوه، مخکې تر دې ،چې د روژې د میاشتې راختل ثابت شوي وي،ورته وويل شول : (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ)

٣_ د اسلام پېغمبر کفارو ته څو تنه د تبليغ لپاره ولېږل، کفارو د خداى د رسول مبلغان ووژل ؛خو درې تنه ترې راوتښتېدل . دې درې تنو ‏په راستنېدو کې د “بني عامر” د ټبر دوه تنه کفار د خپلو دوستانو په غچ کې ووژل ( ‏حال دا چې هغه دوه تنه بې ګناه ول) قرآن هم هغوى ددې خپلسري عمل په پار ورټل،چې دا کار مو ولې ‏د پېغمبر له اجازې پرته‏ ‏وکړ؟ (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ) ( کشاف۴/٣٥٠ ) .

٤_ حضرت ‏على (ک) يو تن ته وويل : دا دعا ووايه : يامقلب القلوب، هغه سړي داسې وويل : يا مقلب القلوب والابصار‏.

حضرت علي ورته ‏وويل : ما؛خو د “ابصار)) ټکى نه و ويلى . قرآن وايي : له خداى او رسوله يې مه مخکې کېږئ . (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ) (کمال الدين صدوق ، ٢٠١مخ ).

٥_ د “بني تميم” ټبر د خداى له رسوله امير وغوښت . لومړي او دويم خليفه (رضي الله عنهم) هر يو د بېل بېل تن وړانديز وکړ او دې دواړو ‏يو له بل سره د خپل وړانديز شوي تن په باب شخړه وکړه،چې آيت راغى :(( لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ ………. لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ)( صيحح بخارى ۳/١٢٣مخ )

٦_ حضرت على ( ک) يو تن ته د دعا په ورزده کولو کې وويل : دا دعا ووايه : لا اله اله الله ….تردې چې ورته يې وويل : (( يحيى ويميت )) اورېدونکي بيا له ځانه يوه غونډله ور زياته کړه و يې ويل : ((ويميت و يحيى )) حضرت علي ورته وويل : غونډله دې سمه ده ؛خو هماغسې ووايه ، چې زه یې درته وايم او بيا يې ورته د (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ) آيت تلاوت کړ. ( خصال صدوق ۲/٦٢‏)

٧_ د پېغمبراکرم(ص) ځينو اصحابو خوب، خواړه او له خپلو مېرمنوو سره کوروالى پرځان حرام کړى و،آنحضرت (ص) ‏خپه او غوسه شو،پر منبر کېناست،و يې ويل : زه پخپله خواړه خورم ،ويده کېږم ‏او له خپلې مېرمن سره هم ژوند کوم او زما څرګنده لار داده ؛نو چا چې ‏ترې‏ لاروي ونه کړه ؛نو له ما ځنې نه دي . (فمَن رَغِب عن سنّتى فليس منّى) (وسايل ‏ ٢٣/٢٤٤)

٨_ سره له دې چې لنډ مهالى واده خداى او رسول يې قانوني اعلام کړى و؛خو دويم خليفه (رض) وويل،چې زه يې حرام اعلانوم . (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ )

٩_ په اتم هجرى کال کې،چې د خداى رسول له خلکو سره د مکې سوبې ته له مدينې ‏ ووت؛نو په دې سفرکې ځينو خپله روژه ماته نه کړه ( سره له دې چې خبر ول، ‏د مسافر روژه ماته ده او په خپله پېغمبراکرم هم روژه ماته کړې وه ) دوى هغه کسان دي،چې له آنحضرت‏(ص) څخه مخکې کېدل .( لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ)

١٠_ تراسلامه په مخکې ‏اديانو‏ کې هم داسې مخکې تګ وينو؛ د بېلګې په توګه : سره له دې چې حضرت عیسی علیه السلام د حضرت مريم اولاد او د خداى بنده و ؛خو ځينو د خدايي تر پولې يوووړ، چې قرآن هم په دين کې له غلو څخه منع کړي يو.

د سرغړونې او شاته پاتې کېدو بېلګې

له خداى او رسوله مخکې تګ منع دى،له فرمانه یې سرغړواى او ترې وروسته پاتې کېدل هم منع دي ،هغه مهال،چې خداى،رسول او د رسول پرحقه ځايناستي خلک يوې مسئلې ته راوبلي؛نو په بيړه،مينه او لاس پر سينه یې بايد امر بدرګه شي . قرآن هغوي رټلي،چې له عمومي دندو او بلنو پښې باسي.(اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الأَرْضِ) ( توبه / ٣٨ ) په دې اړه څو بېلګې دا دي :

الف : پېغمبراکرم ( ص) تر رحلت ‏مخکې يو لښکرراټول کړ، چې حضرت”اسامه” یې بولندوى ‏وټاکه او ټولو ته يې سپارښتنه وکړه،چې په دې لښکر کې شامل شئ، و يې ويل : لعنت دې پر هغوى باندې وي ،چې د “اسامه” له لښکره سرغړونه کوي؛خو ځينو سرغړونه وکړه .

ب : قرآن هغوى سخت رټلي،چې د پېغمبراکرم (ص) له فرمانه یې سرغړونه کړې او جګړې ته نه وو تللي او پر خپل دې کار خوشحاله هم ول . (فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلاَفَ رَسُولِ اللّهِ ) ( توبه / ٨١)

ج : سره له دې‏ چې د احد په جګړه کې په لومړي بريد کې مسلمانان بريالي شول ؛خوهغو ٥٠ تنو،چې پېغمبراکرم(ص) په غره کې د کنډو ساتنې ته پر څارنې ګومارلي ول، د آنحضرت ‏(ص) له فرمانه يې سر غړونه،چې ورته يې ويلي ول: که موږ وګټله که و بايلله ؛تاسې حق نه لرئ له خپلو مورچو ‏راکوز شئ ؛خو هغوى د غنيمت راټولولو په موخه ‏‏د پېغمبراکرم(ص) خبره ولتاړله،چې د مسلمانانو برى د همدوى په راکوزېدو خاورې ايرې شو،مسلمانانو ماتې وخوړه ،د آنحضرت (ص) ډېر ښکلي ياران ؛لکه حضرت حمزه سيدالشهداء شهيد شو، قرآن د احد د جګړې ماتې په درې ټکيو کې رانغاړلې ده : ناغېړي ،اړپیچ- اختلاف ، سرغړونه (حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَعَصَيْتُم ) (آل عمران/۱۵۲)

حضرت علي هم په نهج البلاغه کې پر ډارنو،ناغېړو او ‏سخت زړیو ‏سختې نيوکې کړي او داسې یې انځورکړي ‏: هسې تشې بې روحه ډانچې يئ، اوس‏ مو ‏څېرې د سړیو دي ؛خو مړانه درکې نشته‏! ( نهج البلاغه ، ٢٧ خطبه ) .

څه چې خداى له موږ غواړي، نه مخکې تګ او نه وروسته پاتې کېدل دي ؛بلکې ملګرتوب،ګډ اندي – هم فکري اوګډ کاري ده . (والّذين معهم)

تقوى

په دې آيت کې د ((َاتَّقُوا اللَّهَ )) غونډله راغلې ده ؛نو ښه به وي،چې پر تقوا څه رڼا واچوو:

١_ د الهي لارښوونو موخه دا ده،چې په انسان کې د تقوى روحيه راپيدا کړي؛د ساري په ډول ‏قرآن وايي :

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ=(بقره/۲۱)= [خلكو! خپل هغه پالونكي ولمانځئ،چې تاسې او له تاسې مخكېني يي پيدا كړي دي، ښايي ځان ساتي شئ.))

او همداراز په بل ځاى کې وايي :

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ(بقر‏ه/۱۸۳)= [مؤمنانو! روژه پر تاسې فرض شوې ده؛لكه چې تر تاسې پر وړومبنيو فرض شوې وه، ښايي ځان ساتي شئ.))

٢_ تقوى د سمې لارې د منلو بنسټ دى .( هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ) (بقره/٢) .

٣— خداى متقيانو ته پوهه ورکوي (وَاتَّقُواْ اللّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ اللّهُ) ( بقره / ٢٨٢) .

٤—تقوى الهي رحمت راوروي . (وَاتَّقُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ) (انعام / ١٥٥ )

٥_ تقوى د عمل د منل کېدو لامل دى . (إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ)( مائده / ٢٧)

٦_ تقوى له داسې لارو روزي رسوي،چې انسان ترې خبر هم نه وي . (وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ)( طلاق/ ٣)

٧_ خداى د تقوى له خاوندانو سره ژمنه ‏کړې،چې کار‏ به یې ناشونى پاتې نشي . (وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا) (طلاق/ ٢)

٨_ خداى له متقيانو سره غيبي مرستې کوي. (وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ) ( توبه /٣٦/١٢٣)

٩_ تقوى د قيامت له خطره د خلاصون لار ده.

((ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوا وَّنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا(مريم/۷۲) =بيا ځان ساتي (پرهېزګاران) ترې ژغورو او ظالمان به په (دوزخ) كې په ګونډو پراته پرېږدو. ))

تقوی ‏ د ښه عاقبت او نېکمرغۍ لامل دى . (وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ)( اعراف/ ١٢٨)

په متقي کېدو کې اغېزمن لاملونه

١_ پر مبداء او معاد ايمان انسان له ګناهونو ساتي او څومره،چې ‏ايمان پياوړى وي،هومره تقوى هم ډېره وي .

٢_ عمومى څارنه (پر نېکیو امر او له بدیو منع ‏) په ټولنه کې د تقوى د ودې لامل ګرځي .

٣_ کورنۍ روزنه . ٤_ حلال زرق . ٥_ د واکمنانو کړنلار . ٦_ انډيوالان (مېرمنو،مېړه،ګاونډى،هم صنفي ) . ٧— له پرهېزګارانو سره دوستي .

ايا تقوى محدوديت دى ؟

ځينې ګومان کوي،چې تقوى محدوديت او زندان دى؛خو تقوى يوه کلکه کلا ده. د زندان او کلا توپير په دې کې دى،چې زندان ته له بهره قلف وراچول کېږى او يو تپل شوی محدوديت دى، چې د بشر له آزادۍ سره اړخ نه لګوي؛خو کلا انسان په خپله ټاکي ‏او په خپله پکې ځان قلفوي،چې ځان له ډول ډول پېښو‏ وساتي.

رښتيا ! بوټان،چې په پښوکوو؛نو ايا ځان مو محدود کړی؟

نو هر محدوديت بد نه دى اوهره آزادى ارزښت نه دى؛بلکې هماغسې،چې هر پرمختګ ارزښت نه دى؛ځکه ‏ميکروب هم په بدن کې پرمختګ کوي او هر پر شاتګ هم بد نه دى . ناروغ،چې طبيب ته ځي ؛نوغواړي د پخواپه څېر روغ شي، چې دا پر شاتګ ارزښت لري اوتقوى هم ؛يعنې ځان ساتل .

هغه ښځې او نجونې، چې د آزادۍ په نامه ‏هر ډول ځان نورو ته ښکاره کوي ، که څو دقيقو ته (يوازې ‏څو دقيقو ته ) سر په ګرېوان کې ښکته کړي‏ان که مسلمانانې هم نه وي ؛نو عقل او پوهه ‏به يې پاکۍ ،پاکلمنۍ ‏او حجاب ته راوبلي؛ځکه بدحجابى يابې حجابي :

١_ هغوى ته پر بده سترګه د کتو. ٢— دهغوى د تښتولو لپاره د هڅونې .٣—د کورني نظام د ړنګېدو‏ . ٤_ د بې ځايه راپارونې او د روحي تعادل د له منځه تللو . ٥—ځان ښوونې اوپړک اوپړوک ته د هڅونې . ٦_ د محصلينو علمي بنسټ ته تیلی ورته کول ‏او فکر یې له مطالعې د ګرځولو . ٧—د نشتمنو ‏اوبېوزليو ‏ د خېجلتيا لامل ګرځي؛ځکه ‏هغوى د دوى په څېر جامې نشي پېرلاى . ٨_ د اقتصادي ضربې لامل ګرځي؛ځکه د کار پر ځاى پر ټولنه ځاني غوښتنې واکمنېږى. ٩_ هغوى له ژونده نهيلي کوي،چې د دوى په څېر څيرې نه لري . ١٠_ موروپلارته د خپګان د پيدا کېدو . ١١_ د عیاشانو راضي کېدو . ١٢— د منفي سيالى د رامنځ ته کېدو . ١٣—له کوره د تېښتې . ١٤_ د حوصونو د زوکړې . ١٥_ د مقاربتي ناروغيو د منځ ته راتلو . ١٦—د روحي او اروايي ناروغيو د منځ ته راتلو . ١٧_ د ماشوم د غورځېدو ،ځان وژنې او پريوبل د يرغل لامل دى .

نوځکه قرآن پر تقوى دومره سپارښتنه کړې ده . او امام جمعه بايد په هره خطبه کې د تقوى په اړه ‏خبرې وکړي .

قرآن وايې : (فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ) ( التغابن/۱۶) څومره مو چې له لاسه کېږي ،تقوى وکړئ او په يو بل ځاى کې وايې : (اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ) ( آل عمران / ١٠٢ ) تقوى هماغسې پرځاى کړئ؛لکه څنګه يې،چې حق دى . ))

البته نهيلي په کار نه ده ؛ځکه که ګناه مو وکړه ؛نو پر لمانځه توبې او له خداى نه د مرستې په غوښتو د ګناه له ککړتيا ځان پاکولاى شو .

 

﴿۲﴾ ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ= مؤمنانو! خپل غږ د پېغمبر له غږه مه لوړوئ او لکه څنګه چې پخپلو کې يو له بل سره خبرې کوئ،له هغه سره په لوړ غږ خبرې مه کوئ،هسې نه چې په ناخبرۍ کې مو كړه وړه تويې ولاړ شي.))

 ټکي :

*په تېر آيت کې په عمل کې د خداى له رسوله له مخکې والي منع شوي يو.دا آيت له رسول الله سره د خبرو اترو طريقه راښيي، وايي: د خداى د رسول درناوى وکړئ .

د نور د سورت په ( ٦٣) آيت کې هم سپارښتنه شوې،چې د پېغمبراکرم نوم د خپلو نومونو په څېر مه اخلئ ؛بلکې په درناوي يې واخلئ .

تر عمله د عمل ساتنه او دوام مهم دى. زموږ کړنې کله له هماغه پيله خرابې وي؛ځکه‏ په ريا او ځان ښوونې يې پيلوو،کله د چارو په منځ کې د غرور له امله له منځه ځي او کله ځينې کړنې د نورو کړنو له امله له منځه ځي ؛نو ځکه قرآن وايي : چا چې تر قيامته ‏خپلې کړنې روغې رمټې راوړې؛نو ثواب به يې لس ګرایه ‏ وي ، (مَن جاء بالحسنة…) او نه وايي : چا چې عمل وکړ ؛ نو ثواب به يې لس ګرایه ‏وي؛ځکه په دنيا کې د يو عمل د ‏سر ته رسولواو د قيامت پر ورځ يې د وړاندې کولو په منځ کې ډېر واټن ‏ دی .

د خداى رسول وويل : “په جنت کې هر ذکر ته يوه ونه کرل کېږي .” ورته وويل شول : که داسې وي؛نو زموږ جنت به ډېرې ونې ولري !؟ پېغمبراکرم (ص) وويل :”خوکله تاسې داسې کارونه کوئ ،چې دې ونو ته اور وراچوئ .” ‏بيا د خداى رسول ورته همدا آيت تلاوت کړ. ( بحار۸/٨٦ )

*قرآن په يو ځاى کې د عمل د منځه تلو لامل کفر او شرک راوړي او په بل ځاى کې يې د پېغمبراکرم سپکاوى او ورسره بى ادبي راوړې ده؛نو دا ښيي، چې د آنحضرت(ص) ‏سپکاوى او ورته د بې ادبۍ وزن له کفراوشرک سره مساوي دی ؛ځکه ‏د دواړو پای د کړنو له منځه تلل دي .

* د پېغمبراکرم(ص) ځينو يارانو به د بې پامۍ له ‏امله د آنحضرت ‏(ص) په مخ کې په جګ غږ خبرې کولې؛نو دا چې دا کار يې د کړنو له منځه تللو لامل نشي ؛نو آنحضرت به له دوی سره پر لا ‏ لوړ غږ خبرې کولې . ( بحار۸۹/٢٣٢‏) .

*د پېغمبر اکرم(ص) يو يار، چې د هغه په مخ کې يې پر لوړ غږ خبرې کولې؛نو همدا چې خبر شو دا کاريې د کړنوله منځه تللو لامل دى؛نو خورا زيات خواشينى شو.پېغمبراکرم(ص) ورته وويل : ستا لوړغږ د خطاب لپاره و،چې په دې باب ستا حساب له نورو سره توپيرلري . ( تفسير مجمع البيان ) .

*د پېغمبراکرم(ص) په مخ کې چغې وهل ، د مؤمنو انسانانو د کړنو د پوپناه کېدو لامل ګرځي؛خوهغوى چې آنحضرت (ص) ‏نه پېژني او دا کار وکړي؛نو حساب يې له نورو سره توپير لري. ځکه په سپکاوي کې‏ پوهه ‏، پېژندګلوي او د سپکاوۍ نیت ‏شرط دى .

نوکه موږ خبرنه وو، چې په يوه ورځپاڼه کې د خداى نوم دى او تر يو څيز لاندې مو هوار کړ ؛نو سپکاوى نه شمېرل کېږي .

* د (أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ) په غونډله کې وايې: تاسې به خبرهم نه ياست؛خو کړنې به موله منځه ولاړې شي .

هو! که انسان شراب وڅښي اومست شي ،که څه خيال وکړي ، چې اوبه وې .که ‏د برق لوڅ سيم ته لاس وروړو ،بې له دې چې خبر يو،چې سيم لغړ دى؛خو‏برق به مو ونيسي.

*ګناهګانې د سوکړې،زلزلې،د عمر د لنډېدو،ذلت او خوارۍ لامل ګرځي . که څه انسان ترې خبرنه وي ؛نو د پېغمبراکرم سپکاوى او بې ادبي د کړنو د له منځه تګ لامل ګرځي؛که څه کوونکى يې دا کار يو رټلى چار و نه ګڼي .

پيغامونه :

١- خلکو ته د ادب د ښوونې لپاره،موږ په خپله هم بايد ورته په ادب ‏ غږ وکړو.په دې آيت کې هم خداى د ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ )) په غونډلې‏ پرخپل بنده غږ کړى دى .

٢_ د اسلامي امت مشر له زياتو مانیزو- معنوى حقوقو اوخوندونو برخمن دى،چې خلک ورته باید پاملرنه وکړي،ان که خبرې کوي؛نو بايد تر غږه يې بل غږ لوړ نشي او که غلى وي او زموږ خبرې ته غوږ وي ؛نو بايد په ټيټ غږ ورسره خبرې وکړو . (لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ)

٣_ د نورو له خولې د مشرانو د درناوي سپارښتنه خورا خوند کوي .(په دې آيت کې پېغمبر اکرم نه وايي : غږ مو تر ما مه اوچتوئ ؛بلکې دا د خداى سپارښتنه ده،چې وايي،غږ مو د خداى د رسول تر غږه مه اوچتوئ ). (لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ)

٤_ د انسان مقام او موقيعت يې پر عمل اغېز لري . (د مؤمن له خوا د پېغمبر اکرم سپکاوى ځانګړى حساب لري ) (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواأَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ)

٥-کله انسان خبر هم نه وي ؛خوخپل بېخ يې راايستى وي . (أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ)

*بېلګې

*الف : د اسلام پېغمبر د ځلکدن پرمهال قلم او کاغذ وغوښت و يې ويل: تاسې ته پرې څه وليکم،چې ترما وروسته خپله لاره ورکه نه کړئ ! دويم خليفه (رض) وويل : د پېغمبر رنځ سخت شوى! تاسې قرآن لرئ او ليکلنې ته يې اړتيا نشته!

شور زوږ شو،چې د خداى رسول هغوى له خپلې خونې ‏ وايستل و يې ويل : ((‏دلته چغې مه وهئ ! ))

وګورئ : صحيح مسلم ۳/١٢٥٩.

*ب : د پېغمبر اکرم لمسى ‏امام حسن،چې ‏شهيد شو؛ نو غوښتل يې ‏ د خپل نيکه د قبر ترڅنګ یې خاورو ته وسپاري؛ خو ام المؤمنين عايشې بي بي ددې کارمخه ونیوه،چې د خلکو غږونه راپورته شول .‏امام حسين د (لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ) آيت په لوستو خلک غلي کړل، و يې ويل : د پېغمبر درناوى يې تر مړينې ‏ وروسته هم د ژوند په څېر په کاردى . (تفسير نمونه )

په اسلام کې مقدسات

په ټوله نړۍ ‏او بېلابېلو ګروهو ‏کې يې د مشرانو ځانګړى درناوى کېږي . پر ښارونو، واټونو‏، پوهنتونونو،هوايي ډګرونو، ښوونځيو او موسسو يې نومونه ږدي . په اسلام کې هم خلک،وختونه،ځايونه او ان ځينې بوټي او جمادات سپېڅلتيا او قداست لري او په اسلام کې ددې سپېڅلتيا جرړه د خداى په سپېڅلي ذات کې ده او څومره ،چې له خداى سره د يو څيز تړاو زيات وي؛نو هومره سپېڅلى وي او موږ يې بايد درناوى وکړو .

١_ خداى د سپېڅلتيا سرچينه ده او مشرکان اوهغوى چې نور له خداى سره يو شان ګڼي؛نو د قيامت پر ورځ به پرخپلې بې لارۍ منښته -اعتراف ‏کوي اوخپلو خيالى معبودانوته به ووايي :

 ((إِذْ نُسَوِّيكُم بِرَبِّ الْعَالَمِينَ(شعراء/۹۸) =چې موږ تاسې له نړۍ پال سره برابر ګڼلئ. ))

په قرآن کى د خداى پر تسبيح ډېر ټينګار شوى دى؛يعنې موږ بايد د خداى لپاره داسې درناوى او سپېڅلتيا ومنو،چې پکې هيڅ ډول نيمګړتيا نه وي؛ نه يوازې د هغه ذات؛بلکې نوم يې هم سپېڅلى دى . ((سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى (الاعلی/۱) = د خپل لوړ پالونکي نوم وستایه.

٢_ د خداى کتاب هم ځانګړى درناوى او سپڅلتيا لري ؛ځکه قرآن،چې ځان ته “عظيم” وايي ( حجر/ ٨٧ ) ؛نو موږ هم بايد ورته په درنه وګورو . قرآن ځان ته “کريم” وايي؛( واقعه/٧٧ ) او کله ځان ته “مجيد” وايي ( ق/ ١) ؛نوموږ یې بايد ‏درناوى وکړو.

٣_ الهي مشران،ټول انبياء او ځايناستي يې، په تېره بيا حضرت محمد (ص) او اهل بيت یې ځانګړى مقام لري،چې په دې سورت ( حجرات ) کې له حضرت محمد(ص) سره د ناستې پاستې آداب بيان شوي دي،چې ورڅخه مخکې نشو او د خبرو پر مهال خپل غږ دهغوى تر غږه پورته نه کړو‏.

په قرآن کې مؤمن انسان ته پر پېغمبراکرم د درود ويلو حکم ورکړ شوى دى ( حزاب / ٥٦) .

په حديث کې راغلي : که چا د عادل فقيه خبره و نه منله؛نو داسې به وي،چې د پېغمبر اکرم د اهل بيتو خبره يې نه وي منلې او څوک چې يې خبره و نه مني؛نو داسې به وي ؛لکه د خداى خبره يې ،چې نه وي منلې . ( بحار۲۷/ ٢٣٨‏)

نه يوازې پېغمبراکرم؛بلکې څه چې ورپورې اړه لري،هم عزت لري . په قرآن کې وايو: هغه صندوق ،چې په ماشومتوب کې حضرت موسى پکې ايښوول شوى و او په سيند کې اچول شوى و؛بيا د موسى او آل موسى يادګارونه پکې ايښوول کېدل او دومره سپېڅلى و،چې د بني اسرائيلو د زړه ټکور و او پرښتو به پورته کاوه. ( بقره/٢٤٨)

٤_ په اسلام کې موروپلار‏ ځانګړې سپېڅلتيا اوعزت لري،په قرآن کې پينځه ځلې د الله تر عبادت ‏وروسته له موروپلارسره احسان راغلى دى . ( بقره/٨٣ نساء /٣٨ ،انعام /١٥١، اسراء /٢٣، احقاف/١٥)

او له مورو پلاره مننه له خداىه د مننې تر څنګ راغلې ده (لقمان /١٤ )

دموروپلار پر درناوي دومره ټينګارشوى،چې په مينه ورته کتل عبادت ګڼل شوى اوسپارښتنه شوې،چې غږ مو د هغوى تر غږه پورته نه کړو. پر هغه سفر وتل حرام دي،چې موروپلار پرې خوښ نه وي او لمونځ پکې نه نيمېږي . له مورو پلارسره حمام ته تګ نه دى پکار .له خپلې مېرنۍ مور سره واده مه کوئ،چې په يو وخت کې مو د پلارښځه وه.

٥_ په اسلام کې ځينې وختونه؛لکه د قدر شپه،ځينې ځايونه؛ لکه جومات ، ځينې تيږي ؛لکه حجرالاسود، ځينې اوبه لکه د زمزم اوبه ،ځينې خاورې ؛لکه د امام حسين د شهادت د ځاى خاوره،ځينې ونې؛لکه زيتون،ځينې سفرونه؛لکه معراج، علمي،عبادي،مرستندوی او د جهاد سفرونه،ځينې جامې ؛ لکه د احرام جامې سپېڅلى دي او بايد ځانګړى درناوی یې وشي .

د ساري په ډول په قرآن کې وايو:

((فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى(‌‌طور/۱۲) =نو پڼې دې وباسه،چې ته د ” طوى ” په سپېڅلې ناو كې يې .))

مشرک مسجدالحرام ته د ننووتو حق نه لري .((إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلاَ يَقْرَبُواْ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ )) ( توبه / ٢٨)

سپارښته شوې،چې جومات ته دتګ پرمهال ځان سينګارکړئ ((خُذُواْ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ)) ( اعراف /٣١)

جنب انسان جومات ته د تګ حق نه لري، چې د ابراهيم ، اسماعيل ، زکريا (علیهما السلام)، او حضرت مريم په څېر کسان يې د پاکوالي لپاره لاس پر سينه ول .( بقره /١٢٥)

د حضرت مريم مور،چې دوه ځانې وه‏؛نو ګومان يې کاوه،چې ماشوم به يې هلک وي؛نو نذر يې وکړ،چې تر غټېدو وروسته به يې د مسجد الاقصى خادم کړي . (إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا) ( الا عمران/ ٣٥ )

٦_ د ايمان خاونده هم سپېڅلتيا او کرامت لري ، تر دې چې د مؤمن عزت تر کعبې ‏زيات دى، آزار او غيبت يې حرام دى او له حقه يې دفاع فرض ده .

٧_ اسلام ان د ځينونامسلمانانو هم درناوى کوي . د اسلام د پېغمبر په وخت کې چې کله به د کوم ټبر مشراسلام ومانه؛نو د هغه به يې درناوى کاوه او هغه به يې هماغسې د هماغه ټبر مشر ګوماره. ان د هغه بنديانو حساب به له نورو‏ بېل و، چې له درنو او محترمو کورنيو‏ به ول ؛لکه د شهربانو( د فارس د پاچا لور) او د “حاتم طايي” حساب له نوروسره توپيردرلود؛ لکه څنګه چې مو وويل : د ټولوملتونو په فرهنګونو کې يو لړ مقدسات شته؛لکه اساسي قانون،ملي بېرغ،علمي، انقلابي او هنري شخصيتونه ورته محترم وي؛البته بايد له انحرافي سپېڅلتيا وو ځان وساتو؛ځکه د تاريخ په اوږدو کې د “سامري” په څېر غولونکي کسان ول،چې يو خوسی يې جوړ کړ او ورته پر جعلي سپېڅلتيا قايل شول او ډېر وو داسې پاچايان، چې پوهان اوشاعران يې په پيسو پېرل او دهغوى به يې صفتونه کول او د ولس په اذهانو کې به يې دسپېڅليو په توګه تبليغول .

د الهي اولياوو درناوى

الهي اولياوو تر ټولو زيات پر کرامت او سپېڅلتيا ايمان درلود،څو بېلګو ته پام وکړئ :

الف : داسلام پېغمبر،چې ژوندى و؛نو حضرت علي يې درناوي ته يوځل هم خطبه ونه ويله .

ب : د خداى رسول پر لمانځه ولاړ و،‏مخامخ یې دېوال ته پام شو،چې پرې د توکاڼو نښه وه ؛نوخپل کلام يې پرېښود څو ګامه ورمخکې شو (بې له دې چې له قبلې ‏مخ واړوي ) او د هغه ونې په لښته،چې ورسره وه،هغه يې پاکې کړې او بيا ورو ورو خپل ځاى ته راپر شا شو او لمونځ يې پيل کړ.

ج: امام حسين‏ وليدل،چې مشر ورور يې امام حسن ‏ نشتمن ‏ته سل درهمه ورکړل؛نو داچې د خپل مشر ورور درناوی يې پرځاى کړى وي؛نو هغه له نشتمن ‏سره نهه نوي درهمه مرسته وکړه .

د : امام مهدي لا نه و زيږيدلى؛خو چې امام رضا به يې نوم واورېد؛نوله خپل ځایه به د درناوي لپاره پاڅېده .

د کړنو پوپناه کېدل او له منځه تلل

د حجرات د سورت دويم آيت د پېغمبراکرم په مخ کې لوړغږ د کړنو د له منځه تلو لامل ګڼي،وايي : د ټولو ښه کارونو ثواب به مو له منځه ولاړ شي،بې له دې چې خبر شئ ؛نو ښه به وي،چې د کړنو د له منځه تګ په باب څه خبرې وکړو :

“حبط” په لغت کې ورستنېدو او له منځه تلو ته وايي؛لکه څنګه چې خواړه او درمل،ساړه او تاوده ، اور او اوبه ‏يو پر بل اغېز کوي، د انسان کړه وړه هم ‏يو پر بل اغېز کوي . دوو لاندې مثالونو ته پام وکړئ :

الف : که يو کارمند تر شل کاله ګټورخدمت ‏وروسته د خپل کار د خاوند اولاد ووژني ؛نو دا وژنه به یې شل کلن خدمت پر سيند لاهو کړي،چې ددې تېرو کړنو منځه تلو ته “حبط” وايي .

ب : که يو کارګر شل کاله خپل مالک کړولى وي ؛خو که يوه ورځ د مالک زوى د ډوبېدو په حال کې وي او و يې ژغوري؛نو دا خدمت به يې د مالک پرشل کلنې غوسې د نرمۍ اومهربانۍ يخې اوبه واړوي .هغه خدمت،چې بدۍ له منځه وړي ورته “تکفير” يا “کفاره” وايي .

د پورته مثالونو په رڼا کې ويلاى شو،چې د انسان چلن او مانیز – معنوي مسائل هم يو پر بل اغېزکوي . څو قرآني بېلګو ته پام وکړئ :

١_ کفر، ارتداد ، پر خلکو د خداى لار تړل او د خداى له رسول سره جګړه د کړنو د تس نسېدو لامل دى . ((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ مَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ (محمد/٣٤) = په حقيقت كې هغوى چې كافران شول او (خلك يې) د خداى له لارې واړول بيا دكفر په حال كې ومري؛نو خداى به يې هيڅکله ونه بښي. ))

٢_ کوم کسان ، چې داسې چارې کوي ،چې خداى غوسه کوي او هغه چارې نه کوي ، چې خداى پرې خوشحالېږي؛نو دا دواړه د کړنو د تس نسېدو لامل ‏دي . (( ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ ( محمد/٢٨ ) = دا ځكه چې د هغه څه لاروي يې وكړه،چې خداې پرې غوسه كېږي او د هغه (خداى) خوښي يې نه خوښوله؛نو (خداى) د هغوى كړه وړه تس نس كړل . ))

٣_ شرک ، نفاق ،دنيا غوښتنه ، د انبياوو او عدالت غواړيو وژنه، د کړنو د د تس نسېدو لامل دي . (زمر/ ٦٥- توبه/ ٦٨ ؛ هود /١٦-آل عمران /٢٤ )

٤_ پر هغه چا منت کول ، چې مرسته مو ورسره کړې وي، د کړنو د د تس نسېدو لامل دى .((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُبْطِلُواْ صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالأذَى كَالَّذِي يُنفِقُ مَالَهُ رِئَاء النَّاسِ وَلاَ يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا لاَّ يَقْدِرُونَ عَلَى شَيْءٍ مِّمَّا كَسَبُواْ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ( بقره /٢٦٤ )= مؤمنانو! خپل خيراتونه مو په منت (ايښوولو) او ازار (رسولو) د هغه په څېر مه باطلوئ،چې خپل مال خلكو ته د ځانښوونې لپاره لګوي او نه يې پر خداى ايمان وي او نه پر اخرت،د لګښت مثال يې داسې دى؛لكه يوه ښويه تيږه،چې (نرۍ) دوړه پرې پرته وي ( او تخم پرې شيندل شوى وي) چې كله د تيز باران شېبه پرې وشي (؛نو دوړه او تخم ترې وړي) او تيږه ښويه پاتې شي،هغوى له خپلو کړنو څه ګټه نشي تر لاسه کولاى او الله خداى ناپېژاندو ته سمه لار نه ښيي .))

٥_ ريا دانسان عبادت له منځه وړي .

د روايتونو په رڼا کې د کړنو له منځه تګ

اوس به څوهغه روايتونه راوسپړو،چې د نېکو چارو د پوپناه کېدو لامل ګرځي . دلته هم ګروهیز- اعتقادي،عبادي ، کورني، ټولنيز، سياسي او اروايي چارې د کړنو د ورکېدو لاملونه ښوول شوي دي،چې موږ به ورته اشاره وکړو :

١_ ګروهیزه : له دولس ګونو امامانواو د پېغمبراکرم له اهل بيتو سره کينه ( بحار٢٨ / ١٩٨)

٢_ عبادي : هغوى چې بې له کوم عذره لمونځ نه کوي . ( کافى ٢/ ٣٨٤‏)

امام وپوښتل شو: ولې دې د لمانځه پرېښوول په کبيره ګناهونوکې ونه شمېره؛خو د يتيم د مال خوړل دې په کبير ګناهونه کې وشمېره ؟ امام وويل : کفرکبيره ګناه ده او د لمانځه پرېښوول عملي کفر دى . ( کافى ‏٢/٢٧٨‏ )

٣-کورني : امام صادق وويل : که يوې ښځې خپل مېړه ته وويل،چې له تا مې خير نه دى ليدلى او له تا ‏ناخوښه يم ؛نو کړنې به يې پوپناه وي . ( من لايخضر ٣/٤٤)

٤- ټولنيزه : رسول اکرم (ص) وويل : که چا يومړي ته د امانت په ساتلو غسل ورکړ؛نو د مړي ويښتوهومره د مريانو د آزادولو اجر به ورکړ شي او سل ځلې به پرې ورحمېږي .

وپوښتل شو : د مړي په وينځلوکې امانت ساتنه څه ته وايې ؟ آنحضرت (ص) ‏ وويل : عورت او بدۍ يې پټې کړي . که بې له دې ‏يې وکړل ؛نو په دنيا او آخرت کې به بې پته شي او کړنې به يې تس نس شي. ( وسايل الشيعه ٢/ ٢٤٧‏)

هو! دا خو لا د مړي د پت ساتل دي ؛نو د ژوندي د پت ساتل به څومره ثواب ولري!)

٥- سياسي : امام باقر د (وَمَن يَكْفُرْ بِالإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ )( مائده/۵) ‏ په اړه وويل : د ايمان زړه له علي بن ابي طالب سره دى او څوک چې يې له ولايته منکر شو؛نو کړنې به يې تس نس وي . ‏( بحار٣٥/٣٤٨)

(ژباړن : خوشحال بابا وايي : د علي د آل دوستي د ایمان زړه دی – څوک دا شک په دا په زړه نه راولي.)

٦_ اروايي : امام صادق وويل : که چا د شک او خيال له مخې ( بې له پوهې يا شرعي حجته) کوم کار وکړ؛نواعمال يې پوپناه دي . ( وسايل الشيعه ٢٧ / ٤٠)

اوس مو چې د ځينو کړنو د منفي او بدو اغېزو په باب خبرې وکړې ؛نو اوس به د ځينو کړنو پر مثبتو اغېزو هم خبرې وکړو،چې انسان څنګه کړای شي په نورو کړنو خپلو بدو کړنو ته لېو ورکړي او پر ښو يې واړوي .

په قرآن کې ايمان،نېکچاري،تقوا،له بېوزليو سره په پټه مرسته، توبه،له کبيره ګناهونو ‏ځان ساتل ،لمونځ ، زکات ، قرض الحسنه ، هجرت او جهاد د ګناهونو د بښل کېدو او د تېروتنو د له منځه تلو لامل ښوول شوي دي .

وګورئ 🙁 بقره/٢١٤؛ طلاق /٥ ؛ تغابن/ ٩ ؛تحريم/ ٨ ؛ نساء/٣١؛هود /١١٤؛ مائده/١٢؛آل عمران/١٩٥؛ فرقان/٧٠ )

قرآن وايي :

((إِلاَّ الَّذِينَ صَبَرُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ(هود/۱۱) =خو هغوى چې (د رښتوني ايمان په رڼا كې يې) صبر او زغم وكړ او ښه كارونه يې وكړل،چې هغوى ته بښنه او ستر اجر دى.))

ښکاره خبره ده،چې د پېغمبر اکرم سپکاوى يې د لوړ مقام له امله د انسان د کړنو د پوپناه کېدو لامل دى؛خو قرآن له ټولو خلکو سره په ټيټ غږ د خبرو کولو سپارښتنه کړې ده؛لکه څنګه چې “لقمان” خپل زوى ته وويل :

((وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ إِنَّ أَنكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ(لقمان/۱۹)=(يه زويکه!) او په تګ كې دې منځلارى وسه او غږ دې ورو كړه (او كله هم چغې مه وهه) [ځكه] چې تر ټولو بد غږ د خرو غږ دى! ))

لوړغږ (غږيزه ککړتيا ) نن د بشري ټولنى ستره ستونزه ‏ده .

موږ کله د واده په پلمه،کله د وير په پلمه،کله په جومات کې، کله د ورزش په ميدان کې د خلکو د هوساينې د له منځه تلو لامل ګرځوو، ‏حال دا چې اسلام يوازې په څو ځايونو کې د لوړ غږ اجازه راکړې ده؛ لکه : اذان،هغه هم په ښکلي غږ او يا د حج پرمهال،چې حاجيان ((لبيک الهم لبيک)) وايي.

ګورو،چې بې له دې دوو چارو حق نه لرو له چا سره لوړې خبرې وکړو،دا خو لا څه کوې،چې که لوړ غږ د ګواښنې بڼه ولري ، چې په دې توګه پر بې ادبۍ سربېره،د مؤمن ډارول هم ځان ته ځانګړې سزا لري .

 

﴿۳﴾ ((إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِندَ رَسُولِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ=په حقيقت كې کوم کسان، چې د خداى د استازي پر وړاندې خپل غږونه ټيټوي،هغوى هماغه كسان دي،چې خداى يې زړونه پرهېزګارۍ (او ځان ساتنې) لپاره (ازمېيلي او) نږه كړي دي (او) هغوى ته بښنه او ستره بدله ده.))

 ټکي :

“غض” له لوړې نه کوزې ته د راکېووتو په مانا دی او ورو خبرې کول د ادب ، تواضع ، وقار او ميني ښکارندوى دی .

قرآن په دې آيت کې وايي : خداى د با ادبو وګړيو زړونه ازمايي او بايد ووايو،چې دا ازمېينه د پېژندنې لپاره نه ده؛ځکه‏ هغه له هرڅه خبر دى؛بلکې له ازمېينې ‏يې مراد دا دى، چې انسان ددې چارو پر وړاندې ‏له ځانه وړتيا، استعداد ‏او غبرګون وښيي،چې د الهي بدلو او اجرونو د تر لاسه کولو وړ شي ؛ ځکه د خداى سزا او ثواب يې د علم له مخې نه؛بلکې د انسان د کړنو له مخې دى؛يعنې که خداى علم لري،چې پلانى انسان به په راتلونکې کې مجرمېږي ؛نو ورته سزا نه ورکوي؛بلکې هغه بايد جرم وکړي ،چې سزا ورکړي .

په زړه پورې خو دا ده،چې انسان هم د خپلې پوهې له مخې چا ته اجر يا مزدوري نه ورکوي؛يعنې ‏پوهېږي،چې دا درزي زما جامې ګنډي؛نو ورته مزدوري نه ورکوي؛بلکې جامې يې چې وګنډلې؛نومزدوري ورکوي ؛نو په آيتونو او روايتونو کې له الهي ازمېينې ‏مراد د انسان د يوه عمل ترسره کول دي،چې تر هغې ‏وروسته ورته سزا يا ثواب ورکړي،چې البته دلته دا ازمېينه په زړه پورې تړاو لري؛ځکه ډېر وګړي په ريا ځان باادبه او ټیټ مخى – متواضع ښيي؛خوپه زړه کې کبرجن وي . الهي ثوابونه تل د ((کريم )) ، (( عظيم )) ، (( کبير)) او له ((غيرممنون )) ( پرله پسې) ، (( نعم اجر)) ( ښه ) له صفتونو سره مطرح شوي؛ځکه د خداى ثوابونه يې له رحمت او پیرزوینې ‏سرچينه اخلي .

پیغامونه :

١_ هم مجرم بايد ورټل شي اوهم نېک عمله بايد وهڅول شي . په تېر آيت کې هغه کسان ورټل شول،چې د پېغمبراکرم په مخ کې به يې خپل غږ اوچتاوه،دا آيت او ورپسې آيتونو مودب کسان هڅولي دي . (إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ…. لَهُم مَّغْفِرَةٌ) هو! رټنه اوهڅونه بايد دواړه يو د بل ترڅنګ وي .

٢_ ظاهر ي ادب د باطني تقوا ښکارندوى دى .( الَّذِينَ يَغُضُّونَ…. امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى) (؛يعنې هغوى چې ورو ګړېږي متقي زړونه لري) .

٣_ اوس چې پېغمبر اکرم نشته او ومړ؛نو د زيارت پرمهال يې او د ځايناستيو درناوى يې اوس هم پرخپل ځاى پاتې دى.

٤_ لنډمهاله ادب د ژورې تقوى په مانا نه دى . (يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ)( مضارغ فعل دى او د يو کار استمرار او ژوروالى راښيي) .

٥_ په قرآن کې ، چې په هرځاى کې د(( مغفرت )) او((اجر)) ټکي راغلي ؛نو لومړى د مغفرت او بښنې خبره راغلې؛ځکه څو له ګناه پاک نشو ؛نو الهي اجرونه نشو ترلاسه کولاى . ‏ (لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ)

په خبرو اترو کې ادب

اوس چې دې آيت له رسول الله (ص) سره د خبرو پرمهال پرادب ټینګار وکړ؛نو موږ به هم څو لارښوونو ته اشاره وکړو،چې اسلام د خبرو اترو پرمهال د ادب په هکله راکړي دي :

١_ هغه ويناوې رټل شوي،چې عمل ورسره نه وي . ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ(صف/۲)= مؤمنانو! ولې هغه څه وايئ،چې نه يې كوئ؟! ))

٢_ خبرې بايد د څېړنې له مخې وي .( ملاچرګک حضرت سليمان عليه السلام ته وويل : پرېکنده اوڅېړل شول خبر مې راوړى ) (بِنَبَإٍ يَقِينٍ) ( نمل / ٢٢)

٣_ خبره بايد په زړه پورې وي (الطَّيِّبِ مِنَ الْقَوْلِ) ( حج/ ٢٤)

٤_ خبره بايد غوڅه ،نږه ‏او رڼه وي . (قَوْلًا بَلِيغًا) ( نساء/ ٦٣)

٥_ خبره بايد نرمه او پسته وى . (قَوْلًا لَّيِّنًا)( طه /٤٤)

٦_ خبره بايد د مهربانۍ اوعزت له مخې وي . (قَوْلًا كَرِيمًا) (اسراء/ ٢٣)

٧_ خبره بايد د عملي کېدو وړ وي . (قَوْلًا مَّيْسُورًا ) ( اسراء/ ٢٨)

٨_ له هرچا سره بايد ښه خبره وشي؛ نه له ځانګړو وګړيواو ډلوسره. (وَقُولُواْ لِلنَّاسِ حُسْنًا) ( بقره /٩٣)

٩_ د خبرو لپاره ترټولو غوره چلن غوره کړئ . (يَقُولُواْ الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ)( اسرارء /٥٣)

١٠_ بېځايه ، باطلې او چټي خبرې مه کوئ. (َاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ) ( حج /٣٠ ) (عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ) ( مؤمنون/ ٣)

*بېلګې

داچې په دې آيت کې د ادب هغه خاوندان ستايل شوي،چې د پېغمبراکرم په مخ کې یې په ټيټ غږ خبرې کولې؛نو دوى ته يې بښنه او اجر په برخه کړى دى . موږ دلته د ادب او بې ادبۍ هغه بېلګې راوړي،چې په قرآن کې راغلي :

*سره له دې چې خداى د هغې ونې د مېوې له خوړو ‏منع کړي ول؛ خو آدم علیه السلام اومېرمن يې هغه مېوه وخوړه؛نو ورټل شول،هغوى وشرمېدل ،توبه يې وايسته او بښنه يې وغوښته ،خداى يې هم توبه ومنله، دا بښنه غوښتنه يو ادب و، چې هغوى دواړه یې وژغورل .

*په کربلا کې “حُر” د امام حسين درناوى وکړ،سره له دې چې په پيل کې د يزيد له پلويانو ځنې و؛خو لمونځ يې په امام حسين پسې وکړ،ورته يې وويل : داچې مور دې زهرا ده ؛نو درناوى دې کوم،ښايي همدا ادب يې د ښه پاى لامل شوې وي .

٢_ ابليس حضرت آدم ته سجده و نه کړه ؛نوځکه ورټل شواو د بښنې غوښتنې پرځاى يې بې ادبي وکړه، و يې ويل : “څنګه ورته سجده وکړم،زه ترې غوره يم ،هغه له خاورې او زه له اوره يم .” په حقيقت کې هغه د خداى له فرمانه سرغړونه وکړه او د همدې بې ادبۍ له امله پرې د تل لپاره لعنت ويل کېږي .

د الهي اجرونو ځانګړنې

د خلکو بدلې لنډ مهالې،وړوې،رغۍ او له منت او نورو بلاوو سره يو ځاى وي . له دې به تېرشو،چې بې له خدایه (ښځه يا مېړه،اولاد، شريک ، ملګرى،حکومت او نور) زموږ له ډېرو چارو خبرهم نه وي،چې اجر يې ورکړي، چې کله ترې خبرېږي يا یې خبروي؛خو د کيني له امله يې ناليدى ګڼي،کله د کنجوسۍ له امله بدله نه ورکوي او کله هم د ورکړې لپاره څه نه لري،بې له خداىه هر څوک چې وي، د انسان وړې او نيمګړې چارې نه قبلوي ؛خو خداى لږ کار هم قبلوي (فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ ) اوهم نيمګړى ؛لکه څنګه چې په ځينې دعاګانوکې وايو: خدايه ! که د لمانځه رکوع يا سجدې مې نيمګړې وي ؛نو لمونځ مې له هماغې نيمګړتيا سره قبول کړه . خداى پر غيبونو پرده اچوي او د انسانانو ښېګڼې ښکاره کوي.(يا مَن اَظهر الجَميل و سَتر القبيح) خداى زموږ د کارونو په بدله کې تلپاتې جنتونه راکوي او نور موږ پر لنډمهالو ننګېرنو- احساساتو بدرګه کوي .

 

﴿۴﴾ ((إِنَّ الَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِن وَرَاء الْحُجُرَاتِ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ= په واقع كې هغوى چې تا ته (ستا د هستوګنې) له خونو دباندې نارې وهي، ډېرى يې نه پوهېږي . ))

﴿۵﴾ ((وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا حَتَّى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ= او كه په رښتيا هغوى ستا تر راوتو پورې صبركړى واى؛نو هرومرو دا ورته غوره وه او خداى ښه بښونكى (او) لورين دى.))

ټکي :

* که څه نن پېغمبراکرم ته د خونو له شا نه غږ کول نوموتي نه دي؛ خو په دې پېښه کې راته ستره ښوونه ‏اوقانون دى . د “روح المعاني” په تفسير کې لولو: حضرت ابن عباس به چې د خپل استاد کور ته تله؛نو د هغه د کور ور به يې نه واهه او صبر به يې کاوه، چې په خپله استاد راووځي، ددې کار د لامل په اړه وپوښتل شو؛نو په ځواب کې یې وويل : (وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا حَتَّى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًا).

ګورو،چې حضرت ابن عباس له دې آيته،چې د پېغمبراکرم (ص) په شان کې نازل شوى،ټول تاريخ ته ترې زده کړه اخلي .

*هو! څوک دې نه وايي : نن خو “ابولهب” نشته ؛نو د ( تبت يدا ابى لهب …. ) غونډله څه مانا لري؟؛ځکه آيت د يو سړي نوم راوړى ؛خو موخه ترې دلته دهغه کس اندنې- تفکرات او کړنې دي . ابولهب‏کافر او کارماتى انسان و اوکه نن وايو،چې : ( تبت يد ابى لهب ) ؛يعنې دهغوخلکو لاسونه دې پرې شي، چې مسلمانانو ته يې زړه خيرن وي او دالهي مشرانو پر وړاندې خنډونه پيدا کوي .

د پېغمبراکرم د خونو شمېره نهه وه،چې د کجورو له ښاخونو جوړې شوې وې او پر ورونو يې د اوزې د ويښتانو پردې راځوړندې وې،چې د هرې خونې اوږدوالى لس ذراع ( تقريباً پينځه متره ) او لوړوالى يې له اوو څخه تر اتو ذراعو (تقريبا ً څلورمتره ) و . دا خونې د “وليد بن عبدالملک” پر مهال ويجاړې شوې او د جومات برخه شوه . د ويجاړولو پر ورځ د ژړا غږونه راپورته شول او حضرت “سعيد بن مسيب” وويل : داسې مې ښه ايسېدل ‏،چې دا خونې ‏همداسې پرخپل حال پرېښوول شوې واى،چې نړيوالو دا سادګي ليدلې واى اوعبرت يې ترې اخستى واى .

وګورئ : د روح ‏ المعاني تفسير، چې هغه هم له طبقات ابن سعد راخستى دى .

 پيغامونه :

١_ د خلکو شان ته پام په کار دى ( له کوڅې نه پېغمبر اکرم ته غږ کول، د آنحضرت (ص) ‏له شانه لرې خبره ده .) ( يُنَادُونَكَ مِن وَرَاء الْحُجُرَاتِ)

٢_ چا ته پر يوې بې ادبه کړنې،بې عقله مه وياست، هغې ډلې،چې د پېغمبراکرم (ص) له خونې ‏ بهر يې تل آنحضرت ‏ته غږ کاوه،بې عقله دي ((يُنَادُونَكَ)) (دمضارع فعل د استمرارنښه ده )

٣_ د هغو وګړيو حساب،چې د عادت له مخې پرلوړغږ خبرې کوي ( چې موخه يې سپکاوى نه دى ) له بې ادبه وګړيو سره توپيرلري (أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ ) ( د بېلګې په توګه : کله موروپلار خپل اولاد ته ساده نوم اخلي ،چې مطلب يې سپکاوى نه دى ، د دوى حساب له هغوى چې دسپکاوى لپاره ساده نوم اخلي ، توپيرلري )

٤_ په کوڅه کې چغې وهل او د الهي مشر سپکاوى د بې عقلۍ نښه ده . (يُنَادُونَكَ…….. لَا يَعْقِلُونَ)

٥_   د چا چې څومره عقل وي،هومره به يې ادب وي . (الَّذِينَ يُنَادُونَكَ…. أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ) حضرت على وايي : څوک چې ادب نه لري؛نو په واقع کې عقل نه لري . ( غررالحکم ) .

٦_ د سمونې او روزنې يوه لاره نيوکه او رټنه ده . (الَّذِينَ يُنَادُونَكَ…. أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ)

٧_ رټنه په هغه ځاى کې پکار ده،چې بده کړنه ‏بیا ځلې ‏ وشي (يُنَادُونَكَ. ……… لَا يَعْقِلُونَ)

٨_ د خلکو د ژوند کړلار او د فراغت وخت ته په درنښت وګورﺉ ‏. د اسلام پېغمبر هم ارام،دمې ‏او د کور د چارو سمبالولو ته اړتيا لري او نه ښايي خلک یې هر وخت ‏مزاحم شي . (وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا…) ( مزاحمت ، بې ځايه تمې ‏او د دباو رامنځ ته کول ‏منع دي ) .

٩_ صبر د ادب نښه ده.( صَبَرُوا حَتَّى تَخْرُجَ)

١٠_ له مشرسره د خلکو د کتنې د وخت ټاکل د مشرپه لاس کې دي . (حَتَّى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ)

١١_ پېغمبراکرم(ص) له خلکو سره د ليدو لپاره وخت ټاکلى و؛نو له کوڅې چغو ته اړتيا نه وه. (حَتَّى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ)

١٢_ له بې ادبو سره په پسته او لورنې چلن وکړئ اوهغوى مه نهيلوئ . هغوى چې پېغمبراکرم ته به يې غږ کاوه، سره له دې چې خداى رټلي ؛خو په ترڅ کې يې زغم ‏اوخپل مغفرت او رحمت هم ویلی،چې خلک نهيلي نشي او ځان سم کړي . (وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا…… وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ)

 

﴿۶﴾ ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ= مؤمنانو! كه كوم فاسق سړي درته يو ستر خبر راوړو؛ نو(په اړه يې) څېړنه وكړئ، هسې نه چې په ناپوهۍ كې كومې ډلې ته زيان ورسوئ او (بيا) پر خپلو كړنو پښېمانه شئ . ))

ټکي :

پوښتنه : په دې آيت کې د څېړنې او پلټنې حکم راغلی؛خو د همدې سورت په ١٢ آيت کې د خلکو په چارو کې پلټنه ‏‏حرامه شوې؛نو ايا کېداى شي هم پلټنه ‏حرامه وي او هم څېړنه فرض؟

ځواب : د خلکو په شخصي چارو کې څېړنه حرامه ده،چې دا په ټولنيز ژوند پورې اړه نه لري ؛خوڅېړنه په هغو چارو کې روا ده، چې په ټولنې پورې اړه ولري او که د وګړي درناوي ته ‏څېړنه و نه کړو؛نوشوني ده،چې په ټولنه کې فتنې راولاړې شي .

پيغامونه :

له دې آیته مهم عبرتونه اخستای شو،‏چې ځينې يې دا دي :

١_ چا ته چې امر کوئ ؛نو نوم يې په درناوي واخلئ. (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ)

٢_ د پېغمبراکرم په شاو خوا کې ټول ‏عادل نه ول؛بلکې ‏فاسقان او منافقان هم پکې وو. (إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ)

٣_ د هغوى رسوا کېدل او رابرسېرنه ‏روا ده، چې کار يې فتنه وي . (إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ )( دلته له فاسقه مراد وليد بن عقبه دى )

٤_ په اسلام کې د ژوند آر ‏پر خلکو اعتماد دى؛خوهغوى چې فسق يې ټولو ته جوت ‏وي؛نوحساب يې له نورو ‏جلا دى . (إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ)

٥_ پېښو ته ‏دوه څيزونه لار هواروي ‏: د فاسق هلې ځلې او د مؤمن ژرباوري ‏. (آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ) .

٦_ که څه خبر اخستنې ته باید ‏فاسق ته ولاړ نشو؛خوهغوى په دې هڅه کې دي،چې موږ ته راشي او ناسم خبرونه ووايي : (جَاءكُمْ)

٧_ هر خبرڅېړنې ته اړتیا نه لري ( ځکه ((بِنَبَأٍ)) هغه مهم او ګټورخبر ته ويل کېږي،چې څېړنې ته اړتيا لري) .

٨_ ايمان له خوش باورۍ سره اړخ نه لګوي (آمَنُوا……… فَتَبَيَّنُوا ) .

٩_ په څېړنه او پلټه کې ځنډ مه کوئ (فَتَبَيَّنُوا ) ( د ( ف) ټکى د چټک اقدام نښه ده ) .

١٠_ هر ډول خبري يرغل اسلامي ټولنه ګواښوي؛نوخلک بايد هوښيار او څېړونکي وي (إِن جَاءكُمْ…….. فَتَبَيَّنُوا)

١١_ کېداى شي فاسق هم رښتيا ووايي؛نوپه هر وخت کې يې خبره دروغ ګڼل نه دي په کار؛بلکې څېړنه په کارده .( فَتَبَيَّنُوا )

١٢_ د ټولنې د مفاسدو درمل د اسلامي امت هوښيارتوب دى. (فَتَبَيَّنُوا)

١٣_ په څېړنه اوهوښيارتوب بايد په اسلامي ټولنه کې پر فاسقانو ژوند راتنګ کړو . (فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا)

١٤_ په سنبالنه – مدیریت کې تر راپښېدو ‏مخکې یې د پېښې علاج وي ، لومړى څېړنه وکړو او بيا ګام اوچت کړو. (فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا)

١٥_ که خلکو ته د الهي احکاموراز او فلسفه وويل شي ؛نو په مينه به يې ومني ( دالهي احکامو پرفلسفې او راز پوهېدل، ټولنه له فتنې لرې ساتي)( فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا)

١٦_ د فاسقو خبري اژانسونو موخه په ټولنه کې د امنيت له منځه وړل دي . (أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ) .

١٧_ په ناڅېړل شوي خبرعمل کول ټولنه تباه کوي . (أَن تُصِيبُوا قَوْمًا)

١٨_ د راوړل شوي خبرپه باب په بېړه ګام اوچتول يوډول ناپوهي ده. (تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ)

١٩_ د الهي حکمونو پلي کول د پښېمانۍ مخه نيسي ؛نو لومړى څېړنه وکړئ؛ هسې نه چې پښېمانه شو. (فَتَبَيَّنُوا .. نَادِمِينَ)

٢٠_ د ناسنجول شوي کارپايله پېښېماني وي. (نَادِمِينَ )

فسق څه دى او فاسق څوک دى ؟

په دې آيت ( د حجرات ٦ آيت ) کې سپارښتنه شوې،چې که يو فاسق درته مهم خبر راوړي؛نو څېړنه او پلټنه وکړئ؛نو دلته بايد ځان پوه کړو،چې فاسق څوک دى او له کومې لارې د يو خبر په رښتيا او دروغو پوهېداى شو؟

“فسق” په لغت کې بېلېدو ته وايي او د قرآن په څرګندنه – اصطلاح کې له نېغې لارې بېلېدو او وتو ته ويل کېږي . دا ټکى د عدالت پر وړاندې کارول شوى او “فاسق” هغه ته ويل کېږي،چې کبيره ګناه وکړي؛خو توبه ونه باسي .

“فسق” په بېلابېلو بڼو او ځايونو کې ٥٤ ځله په قرآن کې راغلى لکه : ١_ کله د فکري او عقيدتي کږلارۍ لپاره کارول شوى؛لکه څنګه چې فرعون اوقوم ته يې ويل شوي (إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ) ( نمل /١٢)

٢_ کله څومخو اومنافقو ته فاسق ويل شوي (إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ) ( توبه / ٦٧)

٣_ کله د پېغمبرانو د زورونکيو ‏او له هغوى څخه سرغړاندو ته ‏کارول شوى (قَالُواْ يَا مُوسَى إِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا…. الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ) ( مائده/ ٢٤-٢٦)

٤_ کله هغوى ته هم ويل شوى ،چې د الهي احکامو او قانون په رڼا کې ورمند – قضاوت نه کوي .( وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ) . ( مائده/ ٤٧)

٥_ کله ټګي جنو ‏ته هم ويل کېږي .‏( …… بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ) ( اعراف/ ١٦٣ )

٦_ کله هغوى ته هم فاسق ويل شوى،چې پر نېکیو د امر او له بدیو د منع ‏مهمه دنده پرېږدي . (أَنجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُواْ بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُواْ يَفْسُقُونَ) ( اعراف/ ١٦٥ )

٧_ هغوى ته هم فاسق ويل شوى،چې کور، سوداګرۍ، کورنۍ او مادیاتو ته ‏د خداى په لار کې تر جهاده غوراوی ورکوي.( إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ……. أَحَبَّ …… وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ)( توبه/٢٣)

٨_ کله جنسي کږلاريو او ناروا شهوت پالۍ ته هم ويل کېږي . ( قرآن د لوط قوم ته ځکه فاسق ووايه،چې ښکاره يې د لواط ګناه کوله ) (رِجْزًا مِّنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ )( عنکبوت /٣٤)

٩_ د حرامو خوړلو ته هم فسق ويل شوى دى . (حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالْدَّمُ….. ذَلِكُمْ فِسْقٌ) ( مائده/ ٣)

١٠_ پر پاک لمنو ښځو تور لګولو ته هم ويل شو دى . (يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ…. وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ) ( نور/ ٤)

له فاسق سره څه کول په کار دي؟

آيتونو او روايتونو له فاسق سره له ملګرتيا منع کړي يو. امام صادق له امام باقر او هغه هم له امام سجاد څخه روايت کړي : له فاسق سره له ملګرتيا ځان وساته؛ځکه ‏پر يوه کپ ډوډۍ به دې وپلوري. ( وفا نه لري) (کافي ۲/٣٧٦)

٢_ حضرت علي وايي : د فاسق لېینه- شاهدي نه منل کېږي . (وسايل    ٢٧/٣٩٤)

٣-د خداى رسول (ص) وايي : هغه فاسق،چې ښکاره ګناه کوي،غيبت نه لري . ( مستدرک الوسائل ۱/١٣٨)

٤_ پېغمبر اکرم(ص) وايي : د فاسق د مېلمستيا بلنه مه منئ. ( من لايخضر، ۴/ ۳ )

څېړنه ؛د ټولنې د دردنو درمل دى

د تاريخ په اږدو ‏کې الهي انبياء له داسې خلکو او ټولنوسره مخ ول،چې ډول ډول ټولنيزې او اخلاقي ناروغۍ يې درلودې ‏او ‏نن ان له دې ټولوعلمي،اقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو سره سره دا ناروغۍ پرخپل ځاى پاتې دي ‏،چې ‏دا دي :

١_ له خپلو پلرونو،نيکونو او دودونو په پټوسترګو لاروي .

٢_ د خيالونو،ډنډ‏ورو،وړاندوينو، خوبونو او شننو لاروي .

٣—بې علمه ورمند- قضاوت ، دريځ ، ستاينه ، نيوکه ، لکينه او وينا .

په دې آيت کې ددې ټولو ناروغيو درمل څېړنه راښوول شوې ده . که ټولنه مو د څېړنې اوعقل خاونده وي ؛نو دا ناروغۍ يومخې ټولې له منځه ځي .

يوه ترخه پېښه

د خيبر تر جګړې وروسته پېغمبراکرم (ص) د حضرت “اسامه بن زيد” په مشرۍ يو ډله مسلمانان په هغو يهودانو پسې ولېږل،چې د “فدک” په کلي کې ول،چې هغوى اسلام ته راوبلي یا ‏د مالياتو شرایط ومني ‏‏. يوله دې يهودانو ځنې ‏،چې نوم يې “مرداس” و، ددې خبر په اورېدو خپل مال او کډه يوه غره ته یووړه او د ((لا اله ‏الا الله محمد رسول الله)) په ويلو ‏د مسلمانانو هرکلي ته راغى . حضرت اسامه هم په دې ګومان چې هغه له وېرې اسلام راوړى او اسلام يې واقعي اسلام نه دى؛نو ويې واژه .د خداى رسول د دې خبرى په اورېدو خوشينى شو،چې دا آيت نازل شو:

((أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَتَبَيَّنُواْ وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلاَمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُواْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا= [ مؤمنانو! چې كله د خداى په لار كې سفر كوئ (او جهاد ته ځئ )؛ نوسمه پلټنه وكړئ او داچې د دنيا ناپايښته پانګه (او غنايم) ترلاسه كړئ؛ نو څوك چې د سولې او اسلام ا ظهار وكړي، ورته مه وياست:(( چې مومن نه يي.)) ځكه كه د دنيا ګټه غواړئ؛نو له خداى سره (تاسې ته) ډېر پرېمانه غنيمتونه دي،تاسې ( هم) مخكې همداسې وئ؛ خو بيا خداى پر تاسې ولورېد (او پرسمه لار شوئ )؛نو ( د دې ستر نعمت په شكرانه كې سمه) څېړنه وكړئ، په رښتيا څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى. ))

ځيرتيا

اسلام په ټولو چارو کې ځېرتيا ‏ پر آر خورا سپارښتنه کوي لکه :

١—د ګروهو- عقايدو په اصولوکې يې تقليد منع کړى،وايي : هرڅوک دې د خپل عقل له مخې فکر او لار وټاکي .

٢_ په مشر‏ۍ کې يې د عصمت اوعدالت شرط د نورو شرطونو تر څنګ راوړى دى .

٢_ تقليد هم بايد له هغو مراجعو ونشي ،چې پر علم ،عدالت او له ځاني ‏غوښتونو پر لرې والي سربېره پر ورځني مسايلو پوه وي .

٤_ په ورمندون کې د قاضى پرعلم اوعدالت سربېره دهغه د ژوند تامين ته هم پام وکړئ،چې فقر او اړتياوې قاضي بډې ‏اخستنې ‏ته اړ نه کړي .

٥_ د سوداګریزو اسنادو تنظیمول . د سوداګرۍ او راکړې ورکړې د سندونو د تنظيمولو په اړه د بقرې په سورت کې د قرآن تر ټولو لوی آیتونه راغلي دي ‏. اسلام ان د مړي په ښخولو کې هم پر خورا ځيرتيا ‏‏ ټينګار کړى دى . پېغمبر اکرم(ص) د يومسلمان قبر ډېر کلک او په ځير جوړاوه خلکو وويل : هغه خو ومړ؛نو د قبرپه جوړولو کې دا دومره ځيرتيا او احتياط د څه لپاره دى ؟ پېغمبراکرم (ص) ورته وويل : (( د خداى خوښېږي،چې مسلمان هر کارښه په بشپړه توګه ترسره کړي)) .

قرآن د خبرو په باب وايي : سمه او روغه ‏خبره وکړئ . (وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا) ( احزاب/٧٠ )

په اسلام کې خبر

اسلام د خبر په باب خورا ټنګارکړى دى لکه :

*الف : په قرآن کې راته حکم شوی‏،په څه چې نه پوهېږئ؛نو ورپسې مه ځه؛ځکه په قيامت کې ‏مو سترګې ،غوږونه او زړونه پوښتېدوني دي ‏.

((وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولًا(اسراء/۳۶)= او په هغه څه پسې مه ځئ،چې پرې پوه نه ياست؛ځكه غوږ او سترګه او زړه ټول پوښتېدوني دي.))

*ب : قرآن هغوى سخت رټلي،چې هر خبر‏ واوري؛نو ناسنجول شوى يې خپروي، وايي :

((وَإِذَا جَاءهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُواْ بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لاَتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلاَّ قَلِيلًا (نساء/۸۳) = او چې كله ورته د ډاډ يا ډار خبر ورسي؛( بې له څېړنې) يې خپروي، حال دا چې كه هغه ( د خداى) استازي او مشرانو ته- چې د تشخيصولو پوره ځواک لري- ورسوي؛نو د مسايلو له تله به خبر شي او كه پر تاسې د خداى فضل او رحمت نه واى؛ نو بې له لږ شمېره نور ټول په شيطان پسې تلئ (اوبېلارې كېدئ ).))

*ج : قرآن هغوى ته ډېرسخت عذاب ټاکلى،چې په ټولنه کې د دروغو خبرونه خپروي .

((لَئِن لَّمْ يَنتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا(احزاب/۶۰) = قسم دى كه منافقان او هغوى چې په زړه كې يې (يو ډول) ناروغي ده او هغوى چې په مدينه كې د دروغو خبرونه او بې بنسټه اوازې خپروي؛له خپل كاره لاس وانخلي (؛نو) موږ به هرومرو تا پرې مسلط كړو(چې) بيا به په دې (ښار) كې له ډېر لږ وخت پرته ستا په ګاونډكې پاتې نشي. ))

* د : پېغمبراکرم (ص) د خپل عمرپه وروستي کال په حج کې وويل : ډېر وي داسې کسان،چې له ما څخه به درته د دروغو خبرونه وايي او نور به هم زيات شي او چا چې آګاهانه په ما پورې دروغ وتړل ؛نو ځاى به يې په دوزخ کې وي او له ما يې،چې هر څه دروړل ؛نو له قرآن او سنتو سره يې پرتله کړئ،که له هغو دواړو سره یې سمون درلود؛نو ويې منئ او که نه، مه يې منئ .)) (بحار۲/٢٢٥)

*هه : امام صادق پرهغه لعنت وايه،چې د دروغوخبر يې دهغه په پلار امام باقر پورې وتاړه، و يې ويل: څه يې چې له موږه درته وويل؛له قرآن او زموږ له نورو خبرو سره یې وسنجوئ که ورسره يې اړخ لګاوه،ويې منئ ؛ګنې مه يې منئ . (بحار۲۲/٢٥٠ ‏)

*د: امام رضا: زموږ د خبرو سند قرآن او د پېغمبراکرم سنت دي. (هماغه سرچينه)

*ز: په اسلامى علومو کې يومهم علم “د رجالوعلم” دى،چې دا علم د هغوى په باب دى،چې حديثونه روايتوي،چې سم حديث له ناسمه وپېژندل شي.

څېړندود

اسلام ځکه پرڅېړنه،پلټنه او د علم پر زده کړه ټينګار کوي،چې څوک په ناپوهۍ کې کوم کار و نه کړي او داچې اسلام هراړخيز دين دى ؛نو د سم اوناسم د پېژندو لپاره يې لارې ښوولي دي؛ لکه :

١_ د معتبرو او د منلو وړکتابونو کتل : د اسلام پېغمبر د خپل ځان د لېینې – شاهدۍ لپاره د تورات اوانجيل کتابونه راوړل، ويې ویل : زما نوم په تورات اوانجيل کې ولټوئ . (مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ) (اعراف / ۱۵۷)

٢_ متقي پوهان و پوښتئ (فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ) ( نمل/ ٤٣ – انبياء / ٧)

٣_ د دووعادلو شاهدانو لېینه – ګواهى ورکول . (ذَوَا عَدْلٍ مِّنكُمْ) ( مايده /٩٥)

٤_ شخصي څېړنه،چې انسان پخپله د يو خبر د سموالي څېړنه وکړي؛لکه د نجاشي څېړنه،چې هبشې ته يې د مهاجرو مسلمانانو په باب وکړه .

٥_ د لاسوندونو راټولول : کله انسان د قرآئنو او آثارو له ټولګي،خبرو، ملګرو، وخت،ځاى او د کار له طريقې د خبر پر حقانيت پوهېږي؛د بېلګې په توګه : د اسلام د پېغمبر د حقانيت پېژندو ته لاسوندونه دا دي : ‏نالوستى و او د بوت لمانځنې په مرکز کې ‏د بوت لمانځنې پرخلاف راپاڅېد او دوست او دښمن دواړو ورته امين وايه، اخلاق يې ښه وو،ياران يې پالیال ‏وو،چلن يې ان د مکې د سوبې پر ووځ بښنه وه، لارښونې يې نړيوالې او کاردود‏ يې د حق پربنسټ و ……چې دا ټول لاسوندونه وايي،چې ‏حضرت محمد (ص) پرحقه و.

٦_ له پخوانیو خبرو سره یې همغږي او په خبرو کې دټکر نشتوالی .

٧_ د نورو له ويناوو سره يې د ‏ويناوو همغږي . د ساري په ډول: لکه ‏څوک چې د پېغمبراکرم له حديثه همدا پوه شي،چې پر پوهېدلي مطلب نورهم همداسې پوه شوي وي؛نو په خپلو پوهېدنو ډاډه کېږي .

٨_ د څارنوال په استونه د سمومعلوماتو راټولول؛ لکه چې حضرت على وايي:((عينى بالمغرب)) ؛يعنې هغه چې په مغرب کې زما ځانګړى څارونکى دى،هغه راته دا خبرراکړى دى .

٩_ د خلکو معلومات ‏هم د ډاډ وړ‏ دي .حضرت على وويل : ((بلغنى انک )) خلکو راته داسې ويلي دي .

١٠_ د نورو ډاډ : د ساري په ډول : که عالمانو پر يوه حديث ډاډ وکړاو د هغه له مخې يې فتوى ورکړه اويا دینپالو ‏په لمانځه کې په يو چا پسې اقتدا وکړه؛نو دا ډول ډاډونه هم زموږ د پلټنې بنسټېداى شي.

١١_ د کار مخينه هم د څېړنې يوه لار ده : د خداى رسول (ص) وويل : ولې پرماشک کوئ ؟ زه خو کلونه کلونه په تاسې کې اوسيدلى يم او تاسې ټول مې پېژنى . (فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا) ( يونس / ١٦)

دروغ

داچې د حجرات په شپږم آيت کې د خبر په باب د څېړنې حکم راکړ شوى ؛نو ښه به وي،چې په دروغوهم څه رڼا واچوو:

*دروغ يو ډول نفاق دى؛ځکه انسان هغه څه په خوله وايي ، چې په زړه کې پرې باورنه لري . (يَقُولُونَ بِأَلْسِنَتِهِم مَّا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ) (فتح / ١١)

*دروغ کله د تور په بڼه وي،چې په ناحقه پر يوه پاک انسان لګول کېږي. (أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوَءًا) ( يوسف/ ٢٥)

*دروغ کله د قسم په بڼه وي؛يعنې پر دروغو قسم خوري. (يَحْلِفُونَ بِاللّهِ) ( توبه/٧٤)

*دروغ کله د ژړاپه بڼه وي، د يوسف علیه السلام ورورنه،چې په ژړا خپل پلار ته راغلل،چې يوسف لېوه وداړه . (وَجَاؤُواْ أَبَاهُمْ عِشَاء يَبْكُونَ)( يوسف /١٦)

*دروغ تش په خوله نه؛بلکې کله له عمل سره هم وي .ورونو یې د يوسف علیه السلام کميس په وينو ولاړه او په عملي دروغو يې خپل مطلب په ډاګه کړ.( بِدَمٍ كَذِبٍ) ( يوسف /١٨)

اسلام ان په ټوکو کې هم خلک له دروغو منع کړي دي . ( کافى ۲/ ٣٣٨)

*دروغ د ډېرو ګناهونو پيل دى . ( کافى ۲/٣٣٨)

*دروغ انسان د ايمان له خونده بې برخې کوي . ( کافى ۲/٣٤٠) او د ايمان د خرابۍ لامل کېږي. ( کافى۲/٣٣٩)

امام باقروايې : تر دروغو نور څه ناوړه نشته .

حضرت على وايي : له دروغجن سره له ملګرتيا ډډه وکړئ ، چې هغه د شرابو په څېردى .

﴿۷﴾ ((وَاعْلَمُوا أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ لَوْ يُطِيعُكُمْ فِي كَثِيرٍ مِّنَ الْأَمْرِ لَعَنِتُّمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ أُوْلَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ=حجرات/۷)=او پوه شئ، چې د خداى استازى ستاسې په منځ كې دى، كه هغه په ډېرو چاروكې ستاسې ومني؛نو هرومرو به تاسې له ستونزو سره مخ شئ؛خو خداى تاسې ته د ايمان مينه دركړې او هغه يې ستاسې په زړونو کې ښکلې برېښولې ده او (پرعكس) له كفر، سرغړونې او ګناه يې كركجن كړئ،يوازې هغوى(چې دغسې ځانګړنې ولري) وده ميندونکي دي. ))

﴿۸﴾ ((فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَنِعْمَةً وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ (حجرات/۸)= (او دا تاسې ته) د خداى له لوري فضل اولورنه ده (او) خداى پوه حکيم دى . ))

ټکي :

*په تېرو آيتونو کې مو ولوستل،چې يو سړى ( وليد بن عقبه ) په دروغو پېغمبراکرم او خلکو ته له اسلام سره د يو ټبر مخالفت خبر راوړ .

د خلکو د غوسې احساسات راوپارېدل او بريد ته چمتوشول او تمه يې درلوده،چې پېغمبر(ص) به يې هم ملاتړ وکړي . آيت راغى،چې که کوم فاسق خبرراوړ؛نولومړى څېړنه وکړئ او دويم داچې خلک بايد د پېغمبراکرم تابع وي،نه دا چې الهي مشر د خلکو د خامو احساساتو تابع وي، چې سرچينه يې د فاسقانو غلط خبرونه وي .

*په روايتونوکې راغلي : د خپلې پېژندګلو کونجي له مؤمنانوسره په مينه کې ولوټوئ ، که د ايمان خاوندان درباندې ګران ول؛نو پر سمه او خير روان ياست ؛خوکه ګناهکار درباندې ګران ول؛نو خيرمه نشته . ( کافي ۲/ ١٢٦)

*په روايتونو کې راغلي،چې په(حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ) کې له ايمان څخه مراد د حضرت علي مينه ده او له کفر، فسوق او عصيان څخه مراد هغه کسان دي ، چې د اهل بيتو پر ضد ‏راپاڅېدل . ( کافي۱/٤٢٦)

*امام صادق له آنحضرت (ص) ‏روايتوي : څوک چې د خداى نعمتونه يوازې په خوراک څښاک او……… کې بولي ؛نوعمل يې لنډ اوعذاب يې هم رالنډوي .

*په يوحديث کې راغلي : څوک چې له معنوياتوسره مينه او له ګناه څخه کينه نعمت و نه ګڼي ؛نو د خداى د نعمتونو ناشکري يې کړې،چې د داسې خلکو عملونه لږ او هلې ځلې يې بېځايه دي . ( بخار۷۴/ ١٥٨)

*وده د الله له لوري انبياوو ته ډالۍ ده . (آتَيْنَا إِبْرَاهِيمَ رُشْدَهُ) (انبيا/ ٥١) او دهغوى دنده هم انسانانوته وده ورکول ول . (يَا قَوْمِ اتَّبِعُونِ أَهْدِكُمْ سَبِيلَ الرَّشَادِ) ( غافر/ ٣٨) هغوى په خپله هم په ودې پسې ول؛لکه څنګه چې موسى علیه السلام په بېدياوو کې په حضرت خضرپسې و،چې وده وکړي؛( هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلَى أَن تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا ) (کهف /٦٦ ) او ايمان د ودې زمينه ده (وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ)( بقره /١٨٦) او آسماني کتابونه د انسان د ودې وسيله دي (يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ) (جن/٢) په قرآن کې هم له ودې مراد مانیزه- معنوي وده ده ( او دا د انسان لنډ فکري ده،چې تش ‏ په دنيوي چاروکې پرمختګ ته وده ووايي .)

*د ټولنې مدير که عادل سپین لمنی – معصوم نه وي ؛نو هر څه به د استبداد پر لوري روان شي،چې پکې وده ناشونې ده.( وَمَا أَمْرُ فِرْعَوْنَ بِرَشِيدٍ)( هود/ ٩٧) ؛خوکه مدير متقي او عادل وي ؛نو ودې ته لارې چارې برابرېږي . ( اولئک هم الراشیدون )

 پيغامونه :

١_ که وغواړوپښېمانه نشو؛نو بايد د انبياوو په لارښوونو پسې ولاړ شو. ( د مخکي آيت په پاى کې د پښېمانۍ خبره راغله،په دې آيت کې وايي : تاسوخوپېغمبر لرئ ،په هغه پسې ولاړشئ ،چې کله هم پېښمانه نشئ .) (نَادِمِينَ . وَاعْلَمُوا أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ) .

٢_ ټولنو ته د پېغمبرانو او الهي مشرانو شتون ځانګړى امتياز دى .[(( فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ)) راغلى نه ((رَسُولَ اللَّهِ فِيكُمْ))]

٣_ مشر بايد له خلکو سره اوپه خلکوکې وي او خلک دې هم دهغه شتون جدي ويني . (أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ)

٤—په دې کې باک نشته،چې خلک تمه ولري،چې پېغمبراکرم ورسره سلا مشوره وکړي؛خو داچې پېغمبرورپسې ولاړشي؛ نو دا يوه بې ځايه تمه ده . (لَوْ يُطِيعُكُمْ….. لَعَنِتُّمْ ….. )

٥_ خلک ځکه په ستونزو کې ‏‏راګېر دي ،چې د انبياوو پر خبرو عمل نه کوي او په خپلو سليقواو ځاني غوښتنو پسې ځي. (لَوْ يُطِيعُكُمْ….. لَعَنِتُّمْ ….. )

٦-مشربايد خپلواک اندی وي .[ که د فتنو، سليقو،غوښتنو او بېلابېلو اندونو ‏څپې یې سست کړي ؛نو په ټولنه کې ستونزې راولاړېږي .] (لَوْ يُطِيعُكُمْ….. لَعَنِتُّمْ ….. ) دښمن هم راته همدغسې ستونزې غواړي،چې د مشر له سستې ارادې راولاړېږي؛ لکه چې د آل عمران په ١١٨ آيت کې راغلي : (ودّوا ما عَنِتّم…)

٧_ په ځينو چارو کې نرموالی په کاردى . (فِي كَثِيرٍ مِّنَ الْأَمْرِ)

٨_ دهغه څه په باب،چې د خداى او رسول له لوري یې حکم نه وي راغلى او د ‏سلامشورې ځای وي ؛نو له خلکو پلوي او ‏له سلیقې سره یو شان کېدنه کوم باک نه لري . (فِي كَثِيرٍ مِّنَ الْأَمْرِ)

٩_ دين ته لېوالتيا د انسان په خټه ‏کې ده. (حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ) ( په روايتونو کى راغلي:له حق،الهي اولياوو او مؤمنانو سره مينه د خداى ځانګړې پېرزوېنه ده .)

١٠_ ايمان د زړه له غوښتو،میني اومحبت سره مل دى؛خو جبر او تپنه ایمان نه دی . (حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ)

١١—ايمان د زړونو ښکلا ده. (وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ)؛ لکه څنګه چې غرونه ، سيندونه،کانونه،ګلونه،چينې او څه چې پر ځمکه دي، د ځمکى ښکلا ده. (إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَّهَا) (کهف/۷)

(هو! د انسان ښکلا يې مانیز- معنوي کمالونه دي،ماديات د ځمکي ښکلا ده )

١٢_ تولی او تبری ‏يو د بل ترڅنګ راغلي،که له ايمان سره مينه لرې؛نوبايد له کفر، فسق اوسرغړاندۍ څخه بېزاره ووسو. (حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ….. َكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ……)

١٣_ د زړه نټه- انکار او فاسد نيت د انسان د سرغړونې سریزه ده . لومړى يې وويل : ((الْكُفْرَ)) او بيا يې وويل : ((وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ)) .

١٤_ کفر د انسان د خټې بدلون او اوړېدل دي. (حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ….. َكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ……)

١٥_ کفر، فسق او سرغړاندي ‏د ايمان آفت دى .(حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ….. َكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ……)

١٦_ له بديو کرکه فطري چار ‏دى (وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ) او دا کرکه ‏د انسان د ودې لامل ده. (أُوْلَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ)

١٧_ هغوى چې له کفر،فسق او ګناه کرکه نه لري؛نو وده يې نه ده کړې . (كَرَّهَ….. أُوْلَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ)

١٨_ نعمت يوازې ماديات نه دي،د خداى ستر نعمتونه،له ايمان سره مينه او له کفر، فسق او ګناه کرکه ده . (حَبَّبَ كَرَّهَ…. فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَنِعْمَةً)

١٩_ ايمان ته د زړه نږد ېوالى الهي پېرزوېنه ده.( حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ…. فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَنِعْمَةً)

د ايمان او پوهې ‏اړيکه

*پوهه او ايمان سره ‏بېل دى،تر پوهې، ایمان غوره دى ؛ ځکه مینه ‏د ايمان سره چينه ده؛لکه څنګه چې د خداى د ولي حساب له رئيس ، واکمن ، پاچا او سلطان سره توپير لري؛ لکه څنګه چې خمس ، زکات او ماليات سره توپير لري. مؤمن په ډېرو څيزونو پوهېږي؛خو ورسره مينه نه لري؛لکه د غرونو اوچتوالى . دهېوادونو جغرافيا،رياضي او داسې نور….؛خو ورسره مينه نه لري؛خوچې د خداى د ګروهې ‏او ايمان خبره راشي ؛نو ورسره مينه کوي،چې دا مينه د خداى له لوري انسان ته ډالۍ ، ‏ورکړه شوې ده ؛نو په حقيقت کې کفارو په خپل کفر او ځېل پخپل فطرت کې بدلون راوړى دى (حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ….) ؛لکه څنګه چې په زکات او خمس ورکولو کې سپېڅلتيا ، ډاډ ‏،ټاکنه ‏او خداى ته ورنږدېدل دي،چې په مالياتو کې نه دي،د دنيا خلک ماليات ورکوي؛خو د مالياتو له اخستونکي سره مينه نه لري؛خو هغوى چې زکات ورکوي ؛نو له زکات اخستونکي سره مينه لري .

﴿۹﴾ ((وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ= او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جنګ شي؛نو ترمنځ يې سوله وكړئ؛ نو كه له هغو يوه ډله پر بلې تېرى وكړي؛ نو له تېري كوونكې سره تر هغو وجنګېږئ،چې د خداى حكم ته راوګرځي؛ نو که راوګرځېد(او د سولې او پخلاينې لار يې ونيوه)؛نو په منځ كې يې په عدل سوله وكړئ او انصاف وكړئ؛ (ځكه) چې خداى انصاف كوونكي خوښوي . ))

ټکي :

*ددې سورت له پیله ډول ډول چلن او دریځونه اوڅار- مطرح شوي :

الف : د خداى او له رسول سره یې چلن [ترې نه مخکې کېدل … ((لَا تُقَدِّمُوا)) ].

ب : د خداى له رسول سره چلن ( په ادب او تيټ غږ ورسره خبرې کول).

ج : له فاسق سره چلن (د راوړيو خبرونو په باب څېړنه )

هه : له ورور او يا مؤمن سره په مينه چلن (راتلونکي آيتونه )

*په حديث کې راغلي : له ديني ورورسره دې مرسته وکړه ، ظالم وي که مظلوم .که مظلوم و؛نو د حق په لاس ته راوړو کې ورسره مرسته وکړه که ظالم و؛نو له ظلمه په مخنيوي کې ورسره مرسته وکړه .) ( وسايل ۱۲/ ٢١٢)

*مسلمانان بايد پياوړى واکمني ، واک، نظام ، تشکيلات او تبلیغات ولري،ګنې نن پر دې آيت عمل ‏کول ناشوني دي؛‏ يعنې له دې ټولو امکاناتو او ټکنالوژۍ سره سره د اوسنيو نړيوالو ياغيانو ځپنه ناشونې ده (هو! که د ياغي ځپل فرض دي؛نو ددې فرض سریزه ،‏د اسلامي حکومت جوړول ‏هم فرض دي . )

پیغامونه :

له دې آيته په لسګونو زده کړې اخستاى شو،چې ځينې يې دا دي :

١_ که څه ايمان د لاس و ګرېوان يا د نښتو د مخنيوي لامل نه دى؛خو د مؤمنانو ترمنځ نښته يو څرک دى؛ نه يو بهیر او لنډمهالى چار دى نه تلپاتې؛ځکه ((اقْتَتَلُوا)) د نښتې د رامنځ ته کېدو نښه ده؛نه د دوام او تلپاتې کېدو،که تلپاتې وي ؛نوويلي به يې ول: ((يَقتَتلون ))

٢_ ادب راته وايي،چې خپل مخاطب ته بد او منفي ټکي مه وياست ( په دې آيت کې يې ونه ويل : که له تاسې دوه ډلې؛بلکې ويې ويل : له مؤمنانو؛يعنې دا چې تاسې داسې نه ياست ) (اقْتَتَلُوا)

٣_ د جګړې طبيعت دا دى،چې ټول رانغاړي او يوازې پر ښکېلو خواوو نه قانع کېږي . ((اقْتَتَلُوا)) جمع راغلى ؛ګنى ويلي به يې ول : ((اقتتلا))

٤_ مسلمانان بايد دخپلمنځي جګړو مخه ونیسي (فَأَصْلِحُوا) او په دې اړه بې توپيره نه وي .

٥—د مسلمانانو ترمنځ په سوله کې ځنډ مه کوئ .[ په ((فَأَصْلِحُوا )) کې د (فاء) ټکى د بېړې نښه ده ]

٦_ که له جګړه مارو ډلو یوې یې سرغړونه وکړه ؛نو ټول مسلمانان بايد ورپسې راپاڅي . (فَإِن بَغَتْ…. فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي)

٧_ په ټولنه کې د امنيت او عدالت راوستنې ته که ياغي مسلمان ووژل هم شي؛نو پروا نه لري؛ځکه د ياغي وينه ارزښت نه لري .( فَإِن بَغَتْفَقَاتِلُوا …)

٨_ د ګوزارځواب ګوزاردى .( فَإِن بَغَتْفَقَاتِلُوا …) ( په اسلامي ټولنه کې بايد ياغي ته مهلت ور نه کړ شي.)

٩_ د ياغي په وژنه کې ځنډ په کار نه دى . [ په ((فَقَاتِلُوا)) کې د (فاء) ټکى د بيړې نښنه ده .]

١٠_ د ياغي ځپنې پرمهال بايد مېرمن او ماشومان یې خوندي وي او يوازې په خپله ياغي وځپل شي . (فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي)

١١_ ياغي خپل وي که پردى،بايد وځپل شي . (فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي )

١٢_ د مسلمانانو پاڅون بايد سپېڅلې موخه ولري . (حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ)

١٣—مبارزه بايد موخې ته تر رسېدو پورې وي . (حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ) او ساعت،مياشت او ټاکلې نېټه نه لري ؛لکه څنګه چې ناروغ تر هغه درمل خورى او ډاکټر ته ځي،چې روغ شوى نه وي .

١٤_ په ياغي ځپنه کې بايد شخصي،قومي،ګوندي،غچ او ځان ښوونه اوڅار – مطرح نه وي؛بلکې موخه بايد د خداى لارې ته د ياغي راوستل وي . (حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ)

١٥_ د اوربند لپاره د خداى لارې ته د ياغي د راستنېدو پيلامه بس ده، همداچې هغه د خداى لارې ته راستنېدل پيل کړل؛نو تاسې ترې لاس واخلئ ؛ځکه له هغه څخه د لاس اخستوشرط دهغه سل په سلو کې راستنېدل نه دي .( حَتَّى تَفِيءَ)

١٦-د جګړې پرمهال،چې يرغلګر معلوم نه وي ؛بايد د فتنې د مړه کولو او د سولې راوستو ته هلې ځلې وشي (فَأَصْلِحُوا) ؛خو په بل پړاو کې ،چې يرغلګر او ياغي وپېژندل شو؛نو دلته ټول بايد له مظلومه دفاع وکړي او له ظالمه يې حق واخلي . (فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ)

١٧_ په بېلابېلو شرايطوکې د مسلمانانو دنده توپير لري ؛ کله سوله وي او کله جګړه. ( په دې آيت کې هم (( اصلحوا )) اوهم (( قاتلوا )) دوه ځلې راغلي دي . )

١٨_ د دوو ډلو ترمنځ د سولې پرمهال بايد له یرغلګر ه د جګړې تاوان واخستل شي . (ِالْعَدْلِ )

حضرت علي وايې : هغه امت ارزښت نه لري،چې له زوروره د بېوزلي حق وانخلي. (کافي ۵/٥٦)

١٩_ چې چېرته هم د غرایزو د توپان،غوسې او تېروتنې شونتیا وي ؛نو پرله پسې سپارښتنو ته اړتیا ده. (ِالْعَدْل ، أَقْسِطُويُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ)

٢٠ _ هغه سوله ارزښت لري،چې حقوال خپل حق ته ورسي . (اصلحوا… أَقْسِطُوا )

٢١_ چې چېرته هم د ستونزو د زغم خبره وي ؛نو بايد له مينې ګټنه واخلئ . (إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ)

٢٢_ پرخداى هغوى ګران دي،چې حرکت يې د عدل پر بنسټ وي ؛ګنې د دوو ډلو چوپ کول،چې ترمنځ یې عدالت ‏ پلى نشي کوم ارزښت نه لري . (يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ)

بېلګې :

*هغه آيت،چې لوستو ته يې دوه لاسونه پرې شول .

د جمل په جګړه کې،چې کار مخ پرسختېدو شو او حضرت علي (ک) مقابل لور د جګړې له پیلېدو منع کول؛خو د ام المؤمنين عايشې بي بي پلويانو ورته غوږ کېنښود؛نو حضرت علي خداى ته ګیله‏ وکړه،چې خلک سرغړونه کوي او امر نه مني ؛نو قرآن يې په لاس کې راواخست،ویې پوښتل : څوک به دا آيت (وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ) خلکو ته ووايي؟ “مسلم مجاشعي” ‏راغى، و يې ويل : زه به دا آيت ولولم . حضرت علي ورته وويل : دواړه لاسونه به دې پرې ‏کړي او شهيد به شې؛خو هغه ورته وويل : د خداى په لار کې زما شهادت ناڅيزه دى . قرآن يې راواخست او د ام المؤمنين ‏عايشې بي بي لښکرمخې ته ‏‏ودرېد، چې هغوى خداى ته راوبلي،چې د جګړې مخه ونيسي او وينه توىې نشي،مقابل لوري یې ښى لاس پرې کړ؛نو قرآن يې پرکيڼ لاس ونیو،هغه يې هم ترې پرې کړ،قرآن يې په غاښونو وينو،چې په پای ‏ کې یې شهيد کړ. حضرت علي هم دهغه تر شهادت ‏وروسته د بريد حکم ‏ وکړ .(بحار۳۲/١٧٥)

هو! لومړى بايد پر قرآن د اډانې ‏له لارې ورباندې غاړه خلاصه شي ، چې ويې نه منله ؛نو بيا بايد په مړانه تر وروستى سلګۍ پورې وجنګېږو.

عدالت

* دا چې په دې آيت کې د عدالت په اړه درې ځل خبره رامنځ ته شوه ؛نو ښه به وي،چې څه رڼا پرې واچوو: (فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ )

١_ دپيداېښت بنسټ پرعدل او حق دى. (بحار۳۳/ ٤٩٣ )

٢_ د انبياوو د بعثت موخه دا ده ،چې خلک د عدالت پلي کولو ته راپاڅي .

((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ(حديد/۲۵) = [په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او له هغو سره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل،چې خلك پر انصاف ودرېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه،چې په هغې كې ډېر زور او د خلكو لپاره ګټې دي، چې خداى ته معلومه شي، چې څوك په پټه د هغه (د دين) او له استازيو سره يې مرسته كوي؛په رښتيا خداى غښتلى ناماتى دى .))

٣_ عدالت ژوند او ظلم مرګ دى . ( آثارالصادقين ۱۲/٣٥ )

٤_ یو ساعت پر عدالت ‏چلن تر اويا کاله هغه عبادته غوره دى،چې د ورځې روژه وي او شپه په ويښه تېروي . ( جامع السعادات ۲/٢٢٣)

٥_ دعادل مشر دعا قبلېږي . ( وسايل ۷/١٠٨)

٦_ که په خلکو کې پرعدالت چلن وشي ؛نو د خداى پرحکم به آسمان روزي او ځمکه خپل برکتونه راولېږي .( کافى ۳/ ٥٦٦‏)

٧_ امام کاظم (رح) وويل : که په خلکو کې عدالت پلى شي ؛ نو خلک به بې اړې ‏ شي . ( کافى۱/٥٤١) او بيا يې وويل : عدالت تر شاتوهم خوږ دى .

٨_ امام کاظم (رح) د(يحيى الارض بعد موتها) ؛يعنې خداى مړه ځمکه راژوندۍ کوي، په تفسيرکې ويل : خداى داسې سړى معبوثوي،چې عدل پلى کړي اوځمکه د عدالت په پلي کولو ژوندۍ کيږي . ( کافى ۷/٢٧٤ )

٩_ فاطمې بي بي وويل : عدالت د زړه ټکور دى . (من لايحضر۳/ ٥٦٧‏)

( هو! خلک بېوزلي زغملاى شي ؛خو بې عدالتي نه)

عدالت ؛دانبیاوو په ښوونځي کې

*عدالت معمولا د قانون له ویی – ټکي او ‏د بې عدالتۍ ویی له بې قانونۍ سره مل دى؛نو که انسانانو ته پخپله قانون ارزښت ونه لري ؛نوڅنګه به يې پلى کړي؟

هغه قانون، چې د بشر په لاس جوړ شوى وي، د بدلون په حال کې وي .

هغه قانون،چې پکې د ډلو ټپلو او وګړیو ګټې خوندي وي . هغه قانون،چې د محدود و،ناڅيزه معلوماتو،د غريزو، توکم – نژاد پالۍ ،ملت پالۍ، ګواښنې،تطميع او ځاني غوښتنو تراغېز لاندې جوړ شوى وي .

‏هغه قانون،چې په هره سيمه کې په بېلابېلو بڼه وي او هر وخت پکې بدلون راځي او هر زور ځواکی یې د وتو کولو حق لري .

هغه قانون،چې ليکونکى يې پر ګناهونو ککړ وي او په خپله قانون ليکونکى هم پرې عمل نه کوي ؛نو تاسې په خپله ووياست،چې دا ډول قانون انسان ته کرامت او سپېڅلتيا درلودای ‏شي ؟ او يا به ټولنې ته د عزت ، مړانې ‏او ودې لارې چارې چمتو کړي ؟ اوايا له دې ډول قانونونه سرغړونه ظلم او بې عدالتي ده؟!

خو د انبياوو قانون،چې د انسان د خالق له لوري دى او سرچينه يې د خداى ناپايه پوهه‏،حکمت او پېرزوېنه ده او راوړنکى يې يو سپن لمنی- معصوم دى،چې په خپله يې لومړى پرځان پلى کړى . هغه قانون ، چې له هېڅ واک ،ګوند او ټيره اغېزمن شوى نه دى او داچې انسان دې ډول قانون ‏ته په کرامت اوسپېڅلتيا ګوري‏؛نوپلي کول يې هم ورته خوندور دي اوسرغړونه ترې ظلم او بې عدالتي ده .

دعدالت ګروهیزې‏ اوفطري لارې چارې

*عدل په الهي نړۍ ليد کې مانا پیدا کوي؛ځکه انسان په الهي ليد خداى عادل،هستي حساب شوې اوهر څه د خداى تر څارنې لاندې ګڼي . په الهي ليد د ټول بشرلومړنۍ ماده خاوره او پاى يې د قيامت پر ورځ د الهي عدل نياوتون-محکمه ګڼي.

او په الهي ليد انسان د انبياوو د بعثت موخه د عدل پلي کول بولي او د ‏امام مهدي په راښکارېدو ‏به د ځمکى پرمخ عدالت پلى شي . پر داسې قيامت ګروهمن دی‏،چې واړه او غټ کارونه يې ټول ثبت شوي او په مخ کې به ورته کېښوول شي او په الهى ليد ‏ټول پېغمبران عادل پلى کوونکي بلي . هو! دا ډول ګروهې دي،چې په انسان کې د عدل د پلي کولو لپاره انګېزه پيدا کوي؛خوڅوک چې هستي بې خاونده او بى حسابه ګڼي،پيداېښت بې نقشې اوبې کړلارې ګڼي،راتلونکې يوازې نيستي او نابودي بولي او هستۍ ته په موخه قايل نه وي ؛نو عادلېدو ته دليل نه لري .

د عدل پراختيا

*عدالت داسلام له اصلي چورليځونو ځنې دى،چې د خداى په صفتونو کې تر توحيد ‏وروسته اوڅار – مطرح شوى دى . په اسلام کې باید د ديني مرجعيت خاوند، د ُجمعې د ورځې ‏او د نورو جمو ‏امام ، شاهد، قاضي او د بيت المال مسوول بايد دعدالت درلودو ‏شرط ولري .

که د عدالت مسلې ته ‏پراخه کتنه وشي ؛نو پوه به شو،چې په ټولواسلامي کړلارو کې د عدالت پر مسئلې او له افراط او تفريطه پرلرېوالي او پرمنځلارۍ ټينګارشوى دى؛ لکه :

١—په عبادت کې عدالت ، تردې چې د روايتونو په کتابونو کې د ((باب الااقتصاد فى العباد ، ترعنوان لاندې يو باب هم راغلى دى .

٢—په کار او ساتېرۍ کې عدالت .

٣_ په مينه اوغوسه کې عدالت .

٤_ دوست او دښمن ته عدالت .

٥_ په توليد او مصرف ‏کې عدالت .

٦_ په ستاينه او رټنه کې عدالت .

٧_ د بيت المال په ويش اود شخصي مال د وصيت پرمهال عدالت .

٨_ په ښځو، اولاد او ملګرو کې عدالت .

٩_ په ورمند- قضاوت کې عدالت .

١٠_ په قصاص کې عدالت .

١١_ په جګړه کې عدالت .

١٢_ له څارويو سره په چلن کې عدالت .

حضرت على د زکات د راټولولو مسؤل ته وويل،چې بايد پر لار د هغو څارويو خيال وساتې،چې په زکات کې درکړل شوي ( نهج البلاغه ، ٢٥خط )؛مثلاً که څلور اوښان وي او يو ساعت لار وهي ؛نو پر هر يو د پنځلس دقيقو لپاره سپورشه .

په بل ځاى کې وايو : که حاجي مکې ته د ژر سېدو لپاره ‏خپل څاروي له معموله زيات ستړى کړي ؛نو په حقوقي مسئلو کې يې لېینه – ګواهي د منلو وړ نه ده؛ځکه پر خپل څاروي یې ظلم کړی دی .( وسائل الشيعه ، کتاب الحج )

په اسلام کې د هرڅه په باب پر عدالت ټينګارشوى ان که يو ماشوم په جومات کې ناست وي او موږ يې له هغه ځايه پاڅوو او هلته لمونځ وکړو؛نو لمونځ مو ټکنى شو. (توضيح المسايل)

بېلګې

*د حجاز ځينوخلکو به د حج د مراسمو په ترسره کولو کې ځان تر نورو غوره ګاڼه او لار يې له نورو بېلوله،چې قرآن ورته حکم وکړ؛ لکه څنګه چې نور خلک حج کوي، تاسې هماغسې حج وکړئ .( ثُمَّ أَفِيضُواْ مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ ) (بقره /١٩٩ )او چې کله به شتنمو له انبياووغوښتل،چې موږ به دې هله لارويان شو،چې دا بېوزله او خوار له ځانه وشړې ؛خو پېغمبرانو ورته ويل،چې کله به هم دا کار ونه کړو. (وَمَآ أَنَاْ بِطَارِدِ الَّذِينَ آمَنُواْ) ( هود. ٢٩)

*پېغمبر اکرم(ص) په خپل وروستي سفر کې وويل : خلک له هر ټبر او توکم،چې وي يو له بل سره برابردي . (سفينة البحار۲/ ٣٤٨ )

*ځينو سياستوالو او مصلحت اندو حضرت علي ته وړانديز ورکړ، چې د بېوزليو او سترو شخصيتونو او د ټولنې د مخورو د تنخواوو په اړه توپير وکړه،چې هغوى راسره ودرېږي او حکومت به غښتلى شي، بغاوت به نه کوي او له معاويه بن ابي سفيان سره به نه يو ځاى کېږي .

حضرت علي ورته وويل: غواړې باج ورکړم ؟!! که څوک غواړى پاتې دې شي او که نه ځي دې . (وسايل الشيعه ۱۵/ – ١٠٧)

حضرت علي د خپل حکومت په پيل کې وويل : تر ما مخکې،چې څومره هم بې ځايه لګښت شوى دى، بېرته به يې واخلم او بيت المال ته به یې ورکړم ان که د ښځوپه مهر کې يې پيسې لګولي وي او یا يې پرې مريان ازاد کړي وي .

*د خداى رسول (ص) وويل : هغه واکمن په لومړى دوزخ ته ځي،چې پر عدالت نه وي چلېدلاى . (ميزان الحکم )

*په بل حديث کې وايو : که څوک د لسو تنو مشر وي ؛ خو که ترمنځ يې پر عدالت چلن و نه کړي ؛نو د قيامت پر ورځ به پښې او لاس تړلى راپاڅي . ( ميزان الحکمه )

 

﴿۱۰﴾ ((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ=په حقيقت كې مؤمنان يو د بل وروڼه دي؛نو د خپلو وروڼو ترمنځ (چې كله اختلاف پيدا كړي) روغ وكړئ او(خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ، ښايي پر تاسې رحم وکړاى شي. ))

ټکي :

دا آيت د مؤمنانو ترمنځ اړيکې د دوو ورونو په څېر ګڼي ، چې په دې تعبيرکې لاندې ټکي پراته دي .

الف : ورونه د پرديو پر وړاندې يو موټى او د يو بل مټ وي .

ب : د ورونو ملګرتيا ژوره وي .

ج : نن د مينې د ښکاره کولو لپاره د ملګري ، دوست ، هېوادوال او …. څرګندنې- اصطاحات کارول کېږي ؛خو اسلام د ورور څرګندنه- اصطلاح کارولې ، چې ډېره پخه مانا لري.

د: د ورونو ملګرتيا دوه اړخيزه وي .

هه : په حديث کې دوه ديني ورونه له دوو لاسونوسره ورته ښوول شوي ، چې يو بل وينځي . ( محجة البيضاء )

*په دې آيت او تېر آيت کې درې ځلې (( اصلحوا )) راغلى، چې ښيي اسلام سولې ته زياته پاملرنه لري .

*دا چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه ترخې پاپلې لري لکه : غوسه، ناوړه ګومان ، ناوړه تبليغات ، غچ او تر جګړې وروسته فتنې ( له جګړې مراد د تېرو آيتونو پېښې دي)؛نو کله قرآن په دې دوو آيتونو کې د (( اصلحوا، َأَقْسِطُوا، يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ، إِخْوَةٌ ، أَخَوَيْكُمْ، اتَّقُوا ، تُرْحَمُونَ )) د غونډلو – جملو په راوړاو له جګړې پر پاتو ټپونو ملحم ايښي دي .

پيغامونه :

١_ د ورورلۍ راز يوازې په ايمان کې دى . (اقتصادي،سياسي، نژادي ، جغرافيايي او تاريخي مسايل په انسان کې د ورورلۍ روح نشي اچولاى) (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ)

٢_ د ايمان له مخې په دوستۍ کې د وخت،عمر کار او ځاى شرط نه وي . (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ)

٣_ څوک دې ځان تر نورغوره نه ګڼي .( إِخْوَةٌ )

٤_ سولې او روغې ته له مينې ډک اوپه زړه پورې ټکي وکاروئ . (إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا)

٥—سوله او روغه راوړل پر ټولو مسلمانانو فرض ده. (فَأَصْلِحُوا)

٦_ روغه راوستونکى هم د دواړو ښکېلو ډلو وروردى . (بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ)

٧_ روغه او سوله راوړل هم خپل آفتونو لري؛نو پام مو وي . (فَأَصْلِحُوا…. اتَّقُوا ) ( چې ځينې آفتونه يې دا دي : ځان ښوونه ، تمه ، په سوله کې عدالت ته نه پاملرنه،منت ايښوول او…)

٨_ جګړه ماره ټولنه د خداى له رحمتونو بې برخې ده. (فَأَصْلِحُوا…. اتَّقُوا …. تُرْحَمُونَ )

٩_ سوله او مينه د الهي پېرزوینو د ورېدو سریزه ده . (فَأَصْلِحُوا تُرْحَمُونَ )

ورورولي

*د اسلام يوغوراوى دا دى،چې سمونې له بېخه پيلوي ؛ د ساري په ډول، وايي : (إِنَّ الْعِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) (يونس/ ٦٥)؛يعنې ټول عزت د خداى لپاره دى ،بيا سپارښتنه کوي ،چې ولې د عزت لاس ته راوړو ته په ده اوهغه پسې ځئ يا وايي : (أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) ( ټول ځواک د هغه دى)( بقره/ ١٦٥) بيا پايله اخلي،چې ولې هره ورځ د يوه له شاو خوا تاوېږې راتاويږئ ؟! دغسې په دې آيت کې وايي : ټول مؤمنان يو د بل وروڼه دي،بيا وايي : اوس نوچې ټول سره وروڼه ياست ؛نو څه ته شخړې کوئ !؟ ټول د يو بل دوستان اوسئ .

نوځکه د يو وګړي او ټولنې سمونې ته بايد لومړى د هغوى اندیز- فکري اوګروهیز- اعتقادي بنسټ سم شي اوبيا د انسان چلن .

*د ورورلۍ طرحه او د ورور د څرګندنې- اصطلاح کارول د اسلام نوون – ابتکار دى . پېغمبر اکرم(ص) له اوو سوو تنو سره په “نخيله” کې و،چې جبراييل راغى،ويې ويل : خداى د پرښتوپه منځ کې ورورلي راوستې. حضرت پېغمبراکرم هم د خپلو اصحابو په منځ کې ورورلي راوسته او څوک چې د چا هم اندى – همفکر و، دهماغه ورورشو؛ لکه : حضرت ابوبکر له حضرت عمر سره ، حضرت عثمان له حضرت عبدالرحمن سره ، حضرت سلمان له حضرت ابوذر سره ، حضرت طلحه له حضرت زبير سره ، حضرت مصعب له حضرت ابوايوب انصاري سره حضرت حمزه له حضرت زيد بن حارثه سره ، حضرت ابودردا له حضرت بلال سره ، حضرت طيارله حضرت معاذبن جبل سره،حضرت مقداد له حضرت عمارسره ، ام المؤمنين عايشه بي بي له ام المؤمنين حفصې بي بي سره ،حضرت ام سلمه له حضرت صفيې سره او په خپله آنحضرت (ص) له حضرت علي سره ورورنه شول . ( بحار۳۸/٣٣٥)

د احد په عزا کې پېغمبر ااکرم (ص) حکم وکړ، دوه تنه شهيدان ( حضرت عبدالله بن عمر او حضرت عمربن جموع ) چې سره ورورنه شوي ول ، په يو قبرکې ښخ کړئ . ( شرح ابن ابی الحدید ١٤/٢١٤ – بحار۲۰/١٢١)

*د نسبي ورورلۍ پړى يوه ورځ شلېږي ، (فَلَا أَنسَابَ بَيْنَهُمْ) (مومنون /١٠١) ؛خو د ديني ورولۍ پړى ان د قيامت پر ورځ هم تړلى وي .( إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ )(مجر/ ٤٧)

خورلڼې د مؤمنو مېرمنوو ترمنځ هم شته؛ لکه څنګه چې د اخوت تعبير د ښځوپه هکله په يو بل ځاى کې هم کارول شوى (وَإِن كَانُواْ إِخْوَةً رِّجَالًا وَنِسَاء)( نساء/ ١٧٦)

*ورورولي بايد يوازې د خداى لپاره وي ، که څوک له چاسره د دنيا لپاره ورور شي؛نوخپل مطلب ته به ونه رسى او داسې ورونه به د قيامت پر ورځ يو د بل دښمنان وي . ( بحار۷۴/ ١٦٧)

قرآن وايي :

((الْأَخِلَّاء يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ(زخرف/۶۷) =پر هغه ورځ به بې له پرهېزګارانو (نور ټول) دوستان د يو بل دښمنان وي.))

*تر ورور موندنې ‏د ورورلۍ پالنه مهمه ده . ډېرو روايتونو هغه کسان رټلي ،چې خپل ديني وروڼه يې پرېښي دي،ان سپارښتنه شوې،چې که وروڼه دې له تا ‏لرې شول ؛نوته ترې ځان مه لرې کوه . ‏( بحار۷۸/ ٧١ )

*روايتونه وايي : په ديني وروڼو کې مو ‏هغوى ته ډېر پام وسه،چې پخواني دي او که خطا ترې وشوه ؛نو خير دى،ته ورته څه مه وايه او که غواړې بې عېبه دينې ورور ‏پيدا کړئ ؛ نو بې وروره به پاتې شې. ( ميزان الحکمة )

*روايتونو د هغو کسانو د ثواب په هکله ډېر څه ويلي ،چې د يو ديني ورورستونزه هواره کړي،ان ويلي يې دي،چې که چا د يو ديني ورور ستونزه هواره کړه ؛نوخداى به یې د قيامت پر ورځ زر ستونزې هوارې ‏ کړي. ( ميزان الحکمه )

*امام صادق وايي : مؤمن د مؤمن وروردى؛لکه د يو بدن په څېر،چې که غړي يې پر درد شي؛نو ټول بدن دردوي .

(ژباړن : رحمان بابا وايي :

آدم زاد په مانا واړه یو صورت دی

هــــر چــې بـل ازاروي هغه ازار شي

د ورورولۍ حقوق

*د خداى رسول (ص) وويل : مسلمان پرخپل مسلمان ورور دېرش حقه لري ، چې بايد پرځاى یې کړي لکه :

١_ بښنه او لورنه ‏.٢ د راز ساتنه .٣—د تېروتنوجبران . ٤_ د عذر منل .٥_ د بدانو پر وړاندې ‏يې دفاع .٦_ خيرغوښتنه . ٧_ پر وعده عمل . ٨_ د ناروغۍ پر یې مهال پوښتنه .٩—د جنازې لمونځ . ١٠_ د بلنې او ډالۍ منل . ١١—ورته ډالۍ ورکول . ١٢—د ښه چارو پر وړاندې ترې مننه .١٣—ورسره مرسته . ١٤—‏ د حيا او ناموس يې ساتنه . ١٥—د اړتيا په وخت کې يې په کار راتلل . ١٦_ د ستونزو هواري ته ‏يې واسطه کېدل . ١٧—که ورک وي ورته لار وښيي .١٨—پرشي ته يې یرحمکم الله ويل . ١٩—د سلام ځواب ورکول . ٢٠—د خبرې درناوى . ١٢—له دوست سره يې دوست او له دښمن سره يې دښمن وي . ٢٤—په غم او ناوړه پېښو کې یې ځان ته نه پرېښوول . ٢٥— څه چې ځان ته خوښوي هغه ته دې هم خوښ کړي او ….. ( بحار۷۴/ ٢٣٦)

*په حديث کې راغلي : پېغمبر(ص) چې د (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ) آيت ولوست ؛نو ويې ويل : (( د مسلمانانو وينه يو له بل سره برابره ده . که له مسلمانانو يو ساده تن هم وعده وکړه ؛ نو بايد ټول پرې ولاړ اوسئ، د ساري په ډول : ‏که يوعادي مسلمان هم چا ته پناه يا امان ورکړ؛نو ټول بايد پردې تړون ودرېږي او د شريک دښمن پر وړاندې ‏سره يولاس شي (تفسيرقمي۱/٧٣)

*حضرت علي، کميل ته وويل : هغه ورور دې ورور نه دى ، چې ورسره مينه نه لرې . (تحف العقول ، ١٧١مخ )

*انسان په بشپړايمان کړاى شي د خداى د اولياوو په ليکه کې ودرېږي . (سَلمان مِنّا اهل البيت) .( سلمان زما له کورنۍ څخه دى ) ( بحار۱۰/١٢٣مخ )؛لکه څنګه چې په کفر، انسان له کړۍ ‏ووځي؛لکه خداى،چې ‏نوح علیه السلام ته يې د زوى په هکله وويل : (إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ) . ( هود/ ٤٦)( هغه له تا څخه نه دى . )

غوره او ښه ورور

روايتونه غوره او ښه ورور داسې ښيي : غوره او ښه ورور‏ دې هغه دى،چې خير دې غواړي او زړه يې درباندې سوځي او ان پر تريو تندي دې د خداى لاروۍ ته اړ کړي،ستونزې دې هوارې ‏کړي او د خداى لپاره درسره ملګرى وي،کړه وړه يې ستا د ودې لامل شي،خبره يې ستا پوهه زياته کړي،په تيروتنو پسې دې ولاړ نشي او که نيمګړتیا يې درکې وليده درته يې ووايي ، پرناسمه له تلو دې وساتي، مات مخى – حياناکه ، امين ، رښتين او لمونځ ته د پام اړولو خوى ولري او په تنګسه او پراخۍ کې دې هېر نه کړي .( ميزان الحکمه )

په قرآن کې سوله

په دې آيت کې مو ولوستل،چې مؤمنان سره ورونه دي ؛نو د هغوى ترمنځ سوله او روغه وکړئ؛نو ځکه ښه به وي،چې پر روغه او سوله رڼا واچوو: په قرآن مجيد کې د سولې (وَالصُّلْحُ خَيْرٌ) ( نساء/ ١٢٨ ) ،سمونې(وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ)( انفال /١)، د زړونو لاس ته راوړل (فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ)( آل عمران / ١٠٣) ،( إِن يُرِيدَا إِصْلاَحًا يُوَفِّقِ اللّهُ بَيْنَهُمَا) ( نساء/ ٣٥) (ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً) ( بقره /٢٠٨) څرګندنې کارول شوي ‏ او دا ښيي،چې اسلام څومره په سوله کې ژوند ته ارزښت ورکوي.

د پخلاينې ارزښت

*د مسلمانانو د زړونو ترمنځ خوږلنی له الهي نعمتونو ځنې دی،چې خداى په قرآن کې ویلي دي : ‏( كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ) ( آل عمران /١٠٣ ) ياد کړئ،چې تاسې تر اسلام مخکې يو له بل سره دښمنان وﺉ؛لکه د “اوس” او د “خزرج” د ټبرونو ترمنځ ،چې ١٢٠ کلنه دښمني وه ، چې د هغوى په منځ کې یې روغه اوسوله وکړه .

په سوله او پخلاینه خداى خوښېږي . ((وَإِن تُصْلِحُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا)( نساء /١٢٩) =او د روغې لار ونيسئ او پرهېزګاري وكړئ؛ نو بېشكه ،چې خداى ډېر بښونكى (او) مهربان دى . ))

څوک چې د مسلمانانو ترمنځ منځګړتوب کوي؛نو ثواب به يې ډېر وي . (وَمَن يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُ كِفْلٌ مِّنْهَا )( نساء /٨٥ )

*اسلام په خلکو کې د سولې لپاره ځانګړي احکام لري لکه :

١_ دروغ چې کبيره ګناه ده ،که د سولې او روغى لپاره وويل شي ؛نو ګناه نه لري ((لا كِذبَ على المُصلِح)) ( بحار۶۹/ ٢٤٢ )

٢_ په غوږ کې پسپسکى شيطاني چار دی،چې د ليد ونکيو په زړه کې شبهه اچوي،چې ترې منع شوي يو( مجادله /١٠) ؛ خو که د سولې او روغې لپاره وي؛نو پروا نه لري . (لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ )( نساء / ١١٤)

٣_ سره له دې چې پر‏ قسم عمل کول فرض او ماتول يې حرام دي؛خو که چا قسم خوړلی وي،چې نور به د چا په منځ کې سوله او روغه نه کوي؛نو اسلام د داسې قسم ماتول جایز ګڼلي دي.(وَلاَ تَجْعَلُواْ اللّهَ عُرْضَةً لِّأَيْمَانِكُمْ أَن تَبَرُّواْ وَتَتَّقُواْ وَتُصْلِحُواْ بَيْنَ النَّاسِ )( بقره/ ٢٢٤)

٤_ سره له دې چې پر وصيت عمل فرض اوپرېښوول يې حرام دي ؛خو که پر وصيت عمل کول په خلکو کې فتنه اچوي او ترمنځ يې اوبه خړوي ؛نو اسلام سولې ساتنې ته اجازه ورکوي،چې وصيت پرېښوول شي . (فَمَنْ خَافَ مِن مُّوصٍ جَنَفًا أَوْ إِثْمًا فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلاَ إِثْمَ) ( بقره / ١٨٢ )

٥_ سره له دې چې د مسلمان وينه محترمه ده ؛خو که ځينې مسلمانان سرغړونه اوجفا وکړي ؛نو د سولې راوستو ته یې وژنه په کار ده. (فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي)( حجرات/ ٩)

د سولې او روغې د راوستو د لارې خنډونه

دا خنډونه قرآن او روايتونو راښوولي دي .

١—شيطان :

قرآن وايي : (( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (بقره/۲۰۸) =مؤمنانو ! ټول د ايمان او اطاعت [اسلام] په وره ننوځئ او د شيطان پر ليكو مه ځئ ، چې هغه مو ښكاره دښمن دى .))

((إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء(مائده/۹۱)= شيطان درسره د کيني او دښمنۍ اراده لري . ))

٢— کنجوسي :

قرآن کريم وايي : ((وَالصُّلْحُ خَيْرٌ وَأُحْضِرَتِ الأَنفُسُ الشُّحَّ( نساء/ ١٢٨ )= سوله غوره ده،که څه ځينې حرص او کنجوسي کوي ))

٣_ ځانمني او پېسمني – غرور هم کله دسولې اوپخلاينې مخه نيسي .

د الهي رحمت د لاملونو يوه څنډه

*که قرآن ته وکتل شي او يوازې د ((لعلکم ترحمون )) غونډله تر ځیر لاندې ونیول شي؛نو هغه لاملونه ‏راښي،چې د خداى رحمت راوروي ؛لکه :

١—د خداى،رسول او آسماني کتاب لاروي . (أَطِيعُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ) ( آل عمران/ ١٢٣) (وَهَذَا كِتَابٌ…. فَاتَّبِعُوهُ…. لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ) ( انعام/ ١٥٥ )

٢_ لمونځ او زکات ورکول . (وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ …. لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ )( نور/ ٥٦)

٣_ د مسلمانانو په منځ کې سوله اوروغه کول. (فَأَصْلِحُوا … لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ) (حجرات/۱۰)

٤_ توبه ايستل. (لَوْلَا تَسْتَغْفِرُونَ اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ)( نمل/ ٤٦)

٥_ د قرآن تلاوت ته غوږ ايښوول : (وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ…. لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ)( اعراف / ٢٠٤)

په روايتونو کې د الهي رحمت سرچينې

١_ د مؤمن ناروغ پوښتنه : څوک چې د ناروغۍ پوښتې ته ولاړ؛نو تر الهي رحمت لاندې به وي ‏.( وسايل ا۲/٤١٥)

٢_ له بېوزليوسره مرسته کول : له بېوزلي سره مرسته وکړئ اوله دې لارې له خدايه رحمت وغواړئ . ( مستدرک۹/ ٥٤ )

٣_ له اولادوالو کورنيو سره مرسته : په روايتونوکې ډېره سپارښتنه شوې هغوى چې ډېرې لوڼې لري ورسره په رحم چلن وکړئ .

٤—دعا ،لمونځ، پسته خبره،مسلمان ته غاړه او لاس ورکول . ( وسائل ۷/٣١‏)

٥_ د خلکو د ستونزو هوارول : که څوک د ستونزې هواري ته په تاسې پسې راغى؛نو مه یې ‏نهيلوﺉ ‏؛ځکه د خداى رحمت دى . ( کافي ۲/ ٢٠٦‏)

﴿۱۱﴾ ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ= مؤمنانو! د نارينه وو کومه ډله دې پر بله ډله ملنډې نه وهي، ښايي [هغوى] تردې غوره وي او ښځې دې [پرنورو] ښځو (ملنډې نه وهي) ښايي [هغوى] تردې غوره وي او (تاسې) پخپلو كې د يو بل عيبونه مه لټوئ او يو بل په (ناوړه) نومونو مه يادوئ، تر ايمان راوړو وروسته (پر چا) د فاسق نوم (ايښوول) بد چار دى! او څوک چې توبه و نه باسي؛نو همدوى ظالمان دي . ))

ټکي :

*د ((تمز)) څرګندنه – اصطلاح مخامخ بد رد ويلو او ((هتز)) پشي شا خبرو او بد ويلو ته وايي . ( لسان العرب )

او (( تنابز)) نورو ته پر بد نوم يا لقب غږ کولو ته وايي . (لسان العرب) .

*په تېر آيت کې د ورورولۍ مساله اوڅار- مطرح شوه او په دې آيت کې هغه څه اوڅار شوي،چې ورورولي له منځه وړي او همداسې په تېر آيت کې د جګړې او روغې خبرې او په دې آيت کې د فتنې ‏او شخړو لاملونو ته اشاره شوې ؛لکه ملنډې وهل او بدنوم اخستل .

هو! د اسلام د احکامو د پلي کولو يو برکت د ټولنيز چاپېريال رغونه او له ملنډو او له بد نوم اخستو مخنيوى دى .

پيغامونه :

١_ پرخداى ايمان د خداى پر بندګانوله ملنډو وهلو سره اړخ نه لګوي . (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ)

٢_ څوک چې نور د خلکو له سپکاوۍ منع کوي؛نو د منع کولو چار دود یې باید ‏د سپکاوۍ له مخې نه وي ‏. (لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ) او يې نه ويل : (لاتسخروا) ،چې مانا یې دا ده : ‏‏تاسې ملنډې وهوونکي ياست .

٣—ملنډې وهل د فتنې ،کينې او دښمنۍ کونجي ده .( لَا يَسْخَرْ قَومٌ …)(له ورورولۍ،سولې او روغې تر ويلو وروسته له ملنډو منع شوې ده )

٤_ که يوه مساله مهمه وي يا د مبلغ مخاطبان بېلابېلې ډلې وي؛ نو پوهېدو ته یې باید مطلبونه بېل بېل بیان شي ‏. (قَومٌ مِّن قَوْمٍ…. وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء)

٥_ د خلکو د روزنې او ودې لپاره بايد د فساد جرړې راونړول شي (عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا) ( پر نورو د ملنډو وهلو جرړه په ځان غوره ګڼلو کې ده،چې قرآن دا جړه رانړولې او وايې : ځان له نورو غوره مه ګڼئ ، کېداى شي تر تاسې غوره وي )

٦_ موږ د خلکو له باطنه خبرنه يو؛نو ځکه ورمند- قضاوت مو بايد پر ظاهره کتو ولاړ نه وي. (عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا…)

٧_   ټول خلک له يوې خټې دي،پر نورو ملنډې وهل پرځان ملنډې وهل دي. (وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ)

٨_ د نوروعيب ويل به يې دغچ په فکر کې کړي؛نوهغوى به هم ستا عيب ووايي ؛نو د نورو عيب ويل د خپل عيب راسپړل دي. (وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ )

٩_ ملنډه يو اړخيزه نه پاتې کېږي،ډېرژر دوه اړخيزېږي . (وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ) (دواړو اړخونو ته راغلى دى)

١٠_ د ملنډې وهلو او بد نوم اخستو لپاره توبه ايستل په کار دي . وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ)؛البته توبه يوازې په خوله نه؛بلکې بايد د هغه درناوى وکړئ، چې سپکاوى يې مو کړى دى او د هغو ‏توبه ځان سمونه ده، چې فساد يې کړى وي (تَابُواْ وَأَصْلَحُواْ وَبَيَّنُواْ) ( بقره/ ١٦٠)

١١_ ملنډې وهل د نورو پرحريم او چاپېريال تېرى دى ؛نو که ملنډې وهونکى توبه ونه کړي؛نو ظالم دى .( فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ)

پرنورو ملنډې وهل

*ملنډې وهل خوخلکو ته يوازې يوه ګناه ښکاري ؛خو په حقيقت کې څو ګناهګانې دي ؛لکه : په ملنډو وهلو کې د بل سپکاوى، د نورو د عيب رابرسېرول، درز اوچول، غيبت ، کینې، فتنې راپارونې او د غچ اخستو ګناوې پکې وي.

د ملنډو جرړې په څه کې دي ؟

١_ کله ملنډې له شتمنۍ راولاړېږي،چې په دې باب قرآن وايي:

 ((وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ. الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ( همزه/ ۱،۲)= افسوس دې وې پر هر بد ژبي عيب لټوونكي (پېغور ورکوونکي)! هماغه چې ډېره شتمني يې راغونډه كړې او شمېرلې ده (بې له دې چې د روا او ناروا حساب يې كړى وي).

٢_ کله يې جرړه پوهه ‏او علمي رتبې دي :

 ((فَرِحُوا بِمَا عِندَهُم مِّنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون(غافر/۸۳) = نو پخپله پوهه يې وياړل (او بې له هغه يې نور) هېڅ ګڼل)؛خو په هماغه څه (عذاب) كې راګېر شول،چې دوى ورپورې ټوكې كولې . ))

٣_ کله يې جرړه په جسمي واک ‏کې وي . کفارو به ويل : څوک دي،چې واک ‏ به يې تر موږ زيات وي . (مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً)( فصلت /١٥)

٤_ کله پر نور د ملنډو وهلو جرړه ټولنيز موقعيت دى . کفارو به پر هغو بېوزليو ملنډې وهلې،چې د انبياوو لارويان ول او ويل يې : (( وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلاَّ الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا) ) (هود/۲۷)

٥_ کله تفريح او ساتيري د ملنډو وهلو جرړه شي .

٦_ مال او مقام ته تمه درلودل،پر بل انسان نيوکه د ملنډې پر بڼه اړوي ؛ د ساري په ډول : ‏ځينو به پر پېغمبراکرم د زکات لپاره ملنډې وهلې .

قرآن وايي : (( وَمِنْهُم مَّن يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُواْ مِنْهَا رَضُواْ وَإِن لَّمْ يُعْطَوْاْ مِنهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ(توبه/۵۸) =[ او له دوى ځينې د صدقاتو ( او د غنيمتونو) په وېش كې پر تا نيوكې كوي،كه دوى ته له دې (غنېمتونو څه برخه) وركړه شي؛ نو خوښېږي او كه ور نه كړاى شي،غوسه كېږي (حق يې وي که نه وي ) ))

٧_ د ملنډو يوه جرړه ناپوهي ده . همدا چې موسى علیه السلام د غوا د حلالو حکم ورکړ (؛نو) بني اسرائيلو وويل : ايا پر موږ ملنډې وهې؟ موسى (علیه السلام) وويل : ((أَعُوذُ بِاللّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ (بقره/ ۶۷) = زه له دې خپل خداى ته پناه وړم، چې [هسې نه] له ناپوهانو وسم . ))

يعنې دملنډو جرړه په ناپوهۍ کې ده او زه ناپوهه نه يم .

بې واکه سپکاوى

*امام صادق خپل يو يار وپوښت : څرنګه د خپل مال زکات ورکوې؟ ويې ويل : ماته چې بېوزله راځي او زه زکات ورکوم .

امام : پوه شه ، چې په دې کار دې د هغوى سپکاوى وکړ، کله هم بيا داسې و نه کړې؛ځکه خداى وايي : څوک چې مې دوست سپک کړي؛نو ما ته د جګړې لپاره په کمين کې ناست دى . (مستدرک ۹/ ١٠٥‏)

د ملنډو درجې

*پر هغوى چې ملنډې وهل کېږي،چې څومره سپېڅلي وي ؛ نو هومره پرې ملنډې وهل خطرناک وي .

قرآن وايي : (( أَبِاللّهِ وَاياتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ ( توبه/۶۵) = [ووايه”ايا له خداى او د هغه له آيتونو او پېغمبر سره مو ټوكې كولې ؟!” ))

*پېغمبراکرم(ص) د مکې د سوبې پر ورځ ټول وبښل؛ خو ملنډې وهونکي يې و نه بښل .

*په حديث کې راغلي : د خداى د مؤمن بنده سپکاوى له خداى سره د جګړې اعلان دى . ( وسايل الشيعه ۱۲/ ٢٧٠)

د ملنډو وهلو پايلې

آيتونه او روايتونه وايي،چې د ملنډې وهوونکيو پاى اوعاقبت ډېر خراب دى .

الف : د مطففين په سورت کې راغلي : هغوى چې په مؤمنانو پورې خاندي او سپکاوى يې کوي؛نو د قيامت پر ورځ به يې جنتيان سپکاوى وکړي او ورپورې به خاندي .

((فَالْيَوْمَ الَّذِينَ آمَنُواْ مِنَ الْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ)(مطففین/۳۴) = نو نن مؤمنان په كفارو پورې خاندي .))

ب : کله پرملنډې وهوونکيو په همدې دنيا کې ملنډې وهل کېږي .

((إِن تَسْخَرُواْ مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنكُمْ كَمَا تَسْخَرُونَ)(هود/۳۴)

ج : د قيامت ورځ د ملنډې وهوونکيو لپاره د حسرت ستره ورځ ده.

((يَا حَسْرَةً عَلَى الْعِبَادِ مَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلاَّ كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون) ( یس/۳۰) =او پر(دې) بندګانو افسوس،چې (لارښوونې ته) يې هر استازى راغلى(؛نو) ټوکې او ملنډې يې ورپورې پرې کړي دي . ))

د: په حديث کې راغلي : له ملنډه وهونکي څخه به په ډېره سخته او سخته بڼه ساه اوځي .(( ماتَ بِشَرّ مَيتَة)) ( بحار۷۲/ ١٤٥)

هه : امام صادق : هغوى چې پر مؤمنانو ملنډې وهي او يا یې په خبروکې رادانګي،په حقيقت کې پرخداى يې ملنډې وهلي دي. (وسايل ۱۲/٢٧٠)

کيسه

*د پېغمبر اکرم(ص) يو کار دا و،چې د هغو کسانو يا سیمو نومونه يې بدلول،چې نومونه يې بد و؛ځکه پر بد نوم ملنډې وهل کېږي او سپکاوى يې کېږي .( اسدالغابه ۳/٧٦ – ۴/ ٣٦٢)

* حضرت عقيل د حضرت علي ورور معاويه بن ابي سفيان ته ورغى، معاويه بن ابي سفيان ورته په ملنډو ‏وويل : درود دې پر هغه وي،چې تره يې ابو لهب په قرآن کې لعنت شوى دى . عقيل هم ژر ځواب ورکړ: پرهغه دې درود وي ، چې ترور يې ((حمالة الحطب )) وي . (؛يعنى د ابولهب ښځه د معاويه ترور وه ) ( بحار۴۲/ ١١٢۰ – الغارات ۲/٣٨٠‏)

﴿۱۲﴾ ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ=[مؤمنانو! له ډېرو ګومانو ځانونه وساتئ؛(ځكه) ځينې ګومان ګناه ده او (د نورو په ځاني چارو كې) پلټنه مه كوئ او تاسې هېڅوك د يو بل غيبت مه كوئ،ايا تاسې به خوښ کړئ،چې د خپل مړه ورور غوښه وخورئ؟! نو بد يې ګڼئ؛(همداراز د مسلمان ورور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ) او (خپل ځانونه) د خداى له (عذابه) وساتئ،چې هغه توبه قبلوونكى (او) لورين دى. ))

ټکي :

قرآن پر ښه ګومان ‏ټينګارکړى دى او مسلمانان یې له بدګومانۍ منع کړي دي . د ساري په ډول : ‏د نور په سورت کې وايو : (( لَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنفُسِهِمْ خَيْرًا وَقَالُوا هَذَا إِفْكٌ مُّبِينٌ(نور/۱۲)=چې كله يې دا(تور) واورېد؛نو ولې ايمانوالو نارينه وو او ښځو پر خپلو ځانونو ښه ګومان و نه كړ او ويې نه ويل چې: “دا ښكاره دروغ دي؟!” ))

*لکه څنګه چې ددې سورت په نهم آيت کې د امنيت او د خلکو د ځان د ساتنې لپاره یې ټول مسلمانان ياغي ځپنې ته راوبلل . دا آيت هم د امنيت او خلکو پت ساتنې ته،خلک له بد ګومانۍ،ځيرنې اوغيبت منع کوي .

*نن د نړۍ حقوق پوهان د بشر د حقوقو په هکله خبرې کوي ؛ خو اسلام زر نورو مسلو ته پام لري،چې حقوق پوهان ترې خبر هم نه دي؛لکه غيبت کول د بشر پر حقوقو تېرى ګڼي .

*هیڅ ګناه د غيبت په څېر له بې رحمه داړنې سره نه ده تشبيه شوې .

هو! لېوه هم لېوه نه داړي .

*پوښتنه : ولې د يوې شېبې غيبت په پار د انسان د څو کالو عبادت له منځه ځي ؟ ايا دا ډول سزا ورکول له عدالت سره اړخ لګوي ؟

ځواب : لکه څنګه چې غيبت کوونکى په يوه شېبه کې په خپل غيبت د بل انسان هغه پت له منځه وړي،چې کلونه کلونه يې ورته زحمتونه ګاللى،خداى هم دهغه د کلونو کلونو عبادت له منځه وړي؛نو د څو کلونو عبادت له منځه وړل يوه عادلانه سزا ده .

پيغامونه :

١_ ايمان له ژمني سره مل وي او څوک چې ايمان لري بايد ځان له يو لړ کړنو لرې وساتي .( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا…) (ايمان له بدګومانۍ،غيبت او د خلکو په کار کې له څېړنې سره اړخ نه لګوي )

٢_ له حتمي ګناهونو د لرې والي په موخه ځان باید هرومرو‏ له ګناه لرې وساتو ( داچې ګومانونه ګناه ده؛نو بايد له ټولو بدو ګومانونو ځان لرې وساتو . (اجْتَنِبُواإِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ)

٣_ پرانسان ډاډ او د هغه کرامت،روغتيا او برائت يو آر ‏دى . (إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ)

٤— باید په ‏اسلامي ټولنه کې ‏پر يو انسان له فکري اړخه ‏بدګوماني ونشي ، هم يې په کار کې پلټنه ‏ونشي اوهم يې په ناستوکې پت وساتل شي . (إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ…. وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب)

٥_ له غيبته د منع لپاره بايد د غيبت سوړې ټپې شي .( غيبت ته د ورننووتو لومړى سوړه بدګوماني،بيا پلټنه ‏او ورپسي غيبت وي؛نوقرآن هم په همدې بڼه ‏منع کړي يو ) ( اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ….. وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب)

٦—ګناه خو په ظاهره ځينو ته خوږه ښکاري؛خو په حقيقت کې په باطني او ملکوتي ليد کې ډېره رټل شوې ده (يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ) ( دغيبت باطن د مړي د غوښې خوړل دي او د بلې يوې ګناه په باب هم داسې تعبير نه دی کارول شوى) .

٧_ له بدیو د منع پرمهال عاطفي تعبيرات وکاروئ . (وَلَا يَغْتَبأَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ )

٨_ د روزنې يوه لار د بېلګو کارول دي .( أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ….)

٩_ انسان خوهغوى ته حيرانېږي،چې د نورو غيبت کوي او يا ورته غوږ ږدي . (أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ…)

١٠_   د هرچا غيبت حرام دى [ په ((أَحَدُكُمْ)) کې کوچنى ، ستر، مشهور ، نامشهور،عالم ، ناپوه ، ښځه او سړى ټول راځي .)

١١_ د ايمان خاوندان يو د بل ورونه دي. (لَحْمَ أَخِيهِ)

١٢_ د انسان پت دهغه د بدن د غوښې په څېر دى او د پایښت وسیله یې ده ‏.( لَحْمَ أَخِيهِ)

١٣—کافر غيبت نه لري (؛ځکه کافر د مسلمان ورور نه دى ) (لَحْمَ أَخِيهِ).

١٤_ لکه څنګه چې مړى له ځانه دفاع نشي کړاى ؛نو په هغه چا پسې هم ، چې غيبت کېږي او دا چې د غيبت پرمهال حاضر نه وي ؛نو له ځانه د دفاع وس نه لري . (مَيْتًا )

١٥—که له ژوندي بدنه يو ټوټه غوښه راوشلول شي ؛نو د راشلول شوي ځای بېرته ټپېږي؛خو که له مړي ‏يوه ټوټه غوښه راوشلول ‏شي ؛نو ځای یې نه ټپېږي . هو! غيبت د خلکو بې پته کول دي او انسان چې بې پته شي؛نوبيا نه جبرانېږي . (لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا)

١٦_ غيبت کول داړل دي . (يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا)

١٧—غيبت کول له تقوى سره اړخ نه لګوي . (َلَا يَغْتَبوَاتَّقُوا اللَّهَ )

١٨_ اسلام پرهغه چا لار نه ده تړلې ،چې په توبې ‏خپلې تېروتنې جبران کړي . (َلَا يَغْتَب…….. إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ )

١٩_ خداى بښاند لوراند ‏دى . ( تواب رحيم )

د بدګومانۍ ډولونه

بدګوماني څو ډوله ده، چې له ځينو يې منع شوي يو :

١_ پرخداى بدګوماني :

په حديث کې وايو : څوک چې د ژوند د لګښت له امله واده نه کوي،په حقيقت کې پرخداى بدګومانه دى؛يعنې انګېري ‏، چې که ځان ته وي؛نوخداى يې رزق ورکولاى شي ؛خو که مېرمن يې ورسره وي ؛نو خداى يې د روزۍ ورکولو وس نه لري،چې پر خداى له دې ډول بدګومانۍ منع شوي يو.

٢_ پرخلکو بدګوماني :

چې په دې آيت کې ‏ترې منع‏ شوى يو .

٣_ پرځان بدګوماني :

چې دا ځانګړنه ستايل شوې ده .هو! انسان نه ښايي له خپل ځانه خوښ وي او خپلې ټولې چارې بې عيبه وګڼي .حضرت علي د متقينو د ځانګړنو په باب ( د همام خطبه ) وايي : د متقيانو يو کمال دا دى،چې پرځان بدګومانه وي .

هغوى چې خپل ځان بې عيبه ګڼي؛نو په حقيقت کې يې د پوهې او ايمان رڼا لږه ده او په لږې رڼا انسان څه نشي ليدلاى؛ لکه که تاسې له يوه وړوکي څراغ سره ستر تورتم ‏ته ورننوځئ؛نو يوازې ستر څيزونه به وينئ ؛خو که له يوې رڼا سره ورننوځئ، ان د تيلي هومره څيزونه به هم درته ښکاري . د هغوى چې د ايمان رڼا لږه وي؛نو له سترو ګناهونو پرته ورته نورې ګناهونه ‏نه ښکاري؛نوکله وايي : موږ خو څوک نه دي وژلي، د چا له کوره مو غلا نه ده کړې او ګناه يوازې دې ډول چارو ته وايي ؛ خو که د ايمان رڼا يې زياته وي ؛نوخپلې ټولې تيروتنې ورته ښکاري او له امله يې تل له خدايه بښنه غواړي .

هو! که څوک له ځانه خوښ ‏او ځان ته ښوینی- خوش بين وي (او پرخپلو اندونو ‏اوکړنوهيڅ بدګوماني ونه لري )؛نو ‏کله به هم پرمختګ و نه کړي، داسى انسان شا ته ګوري او وهل شوې لارې ته ګوري اوپېسمنېږي – مغرورېږي ؛خوکه يوځل مخې او پاتې لارې ته وګوري؛نو پوه به شي،چې تر وهلې لار ورته لا ډېره لار پاتې ده !

*قرآن کریم ‏ پېغمبر اکرم ته ‏وايي :

((وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا (طه/۱۱۴)=ووایه : پالونكيه! پوهه مې زياته كړې .))

((وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ( آل عمران/۱۵۹)=له خلکو سره مشوره وکړه.))

((فَإِذَا فَرَغْتَ فَانصَبْ(الشرح/۷) = (نو چې كله (له مهم كاره) وزګار شوې؛نو [په عبادت کې] هڅې وکړه، ))

نو ايا سمه ده،چې زموږ ‏له ځانه خوښ شو،موږ بايد پرخپلو اندونو او کړنو بدګومانه وسو؛خو پرخلکو او د خداى پر رحمتونو او نعمتونو د بدګومانۍ حق نه لرو .

*دا خبره هم هېرول نه دي په کار، چې ، د حسن ظن يا بدګومانۍ نه کولو مانا سادګي،ژرباوري ،رغۍ کتنې او د دښمن له دسيسو غفلت نه دى . اسلامي امت نه ښايي د خپل ښه ګومان له امله د خلکو او دښمن په لومه ‏کې راګېر شي .

غیبت څه ته وايي؟

*غيبت دې ته وايي،چې که د يو چا په نه شتون کې يې په باب داسې څه ووايې،چې خلک ترې خبر نه وي او هغه انسان يې په اورېدو خپه شي . ( وسائل ۸/٦٠٠- ٦٠٤)

نو مخامخ نيوکه يا هغه نیمګړتیا،چې خلک ترې خبر وي او اورېدونکى پرې خپه نشي،غيبت نه دى .

د مړي ، ژوندي ، سړي ، ښځې ، وړوکي ، ستر، خپل ، پردي ، ښوونکي ، زده کوونکي او پلار د ټولو غيبت حرام دى او ګناه يې يو له بل سره توپير نه لري .

*د خداى رسول (ص) وويل : له مړيو لاس واخلئ، څوک چې ومړ؛نو ورپسې بد مه وياست .( نهج الفصاحه ، ٢٦٤ حديث )

غيبت د روايتونو په رڼا کې

امام صادق وويل : غيبت کوونکى که توبه وکړي؛نو وروستى تن به وي،چې جنت ته ننوځي او که توبه و نه کړي؛نو لومړى تن به وي،چې دوزخ ته ننوځي .( مستدرک ۹/١١٧‏)

امام رضا له امام سجاد څخه روايت کړى دى : يوعالم وايي: که چا د مسلمان له غيبته ځان وساته ؛نوخداى به يې د قيامت پر ورځ له ګناهونو تېرشي . ( بحار۷۲/ ٢٥٦)

پېغمبر اکرم (ص) : ترڅلوېښت ورځو پورې د غيبت کوونکي لمونځ او روژه نه قبلېږي . ( بحار۷۳/ ٢٥٨‏)

پېغمبر اکرم (ص) وايي : د قيامت پرورځ ،چې ځينو ته کړنلکيونه ورکړ شي؛نو وبه وايي : ولې پکې زموږ ښه کړه نه دي ‏کښل شوي؛نو ورته به وويل شي : خداى نه څه کم کړي او نه هېر کړي؛بلکې ستاسى ښه چارې د غيبت له امله له منځه تللي دي او په مقابل کې داسې کسان هم شته، چې کله خپل کړنليک وويني،چې پکې ډېرزياتې ښې چارې ليکل شوي ؛نو خيال به وکړي،چې دا يې کړنليک نه دى؛نو ورته به وويل شي: چا چې دې غيبت کړى و،ښه کړنې يې ستاپه کړنليک کې ليکل شوي دي . ( بحار۷۲/ ٢٥٩)

د خداى رسول (ص) مکې ته په خپل وروستي سفرکى وويل : ستاسې وينه ، مال او پت محترم دى؛لکه څنګه چې دا د “ذي الحجې” میاشت ده او دا د حج ورځې محترمې ‏دي . ( شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد ۹/٦٢‏)

په روايتونوکې د غيبت کوونکي نوم د هغه چا تر څنګ راغلى،چې تل شراب څښي. ( بحار۷۲/٢٦٠)

په روايتونو کې راغلي : هغوى چې د نوروغيبت راسپړي ؛نو خداى به يې عيبونه ښکاره کړي .(محجته البيضا ، ٥مخ)

پېغمبر اکرم (ص) وايي : دغيبت کوونکي روژه باطله ده . (معجة البيضاء۵/٢٥٤)

پېغمبراکرم (ص) وايي : يو درهمه ربا تر ٣٦ زناګانو ‏بده ده او تر ټولو بده اوستره ربا د مسلمان له پت سره معامله ده. (بحار۷۲/ ٢٢٣‏) .

په حديث کې راغلي : په جومات کې د لمانځه لپاره د ناستې انتظار عبادت دى ؛خو چې غيبت پکې ونشي . ( کافي ۲/٣٥٧مخ )

د غيبت سکېنده – جبرانول

*که په چا پسې مو‏غيبت کړى وي او مړشوى وي ؛نو بايد له خداىه بښنه وغواړو،چې البته خداى توبه منونکى دى؛خو که په هغه پسې چې غيبت مو کړى که ورته ووایو،چې ستا غیبت مو کړی ؛نو خپه به شي . ځينې عالمان وايي،چې بايد ورته و نه ويل شي،چې ‏غيبت مو درپسې کړى ؛بلکې خداى ته بايد توبه وايستل شي او که د غيبت اورېدونکى پېژنئ ؛نو په چا پسې،چې موغيبت کړى؛نو د هغه د سپکاوي د جبران لپاره يې ښه ووايو او که داسې ول،چې که پوهېدئ،چې درڅخه نه خپه کېږي ؛په خپله ترې بښنه وغواړئ .

شيخ طوسي د تجرید په شرح کې د پېغمبراکرم د يو حديث په رڼا کې وايي : که په هغه پسې،چې غيبت کېږي،خپل غيبت واوري ؛نو د جبران لپاره بايد ورشو او ترې رسماً بښنه وغواړو؛خو که يې خپل غيبت نه وي اورېدلى؛نو چې کله هغه رايادېږى بايد ورته استغفار وشي. ( وسايل ۸/٦٠٥‏)

غيبت په کوموځايونو کې جايز دى

١_ د مشورې په مقام ‏کې؛يعنې که چا د يو بل کس په اړه ‏مشوره وغوښته ؛نو موږ کړاى شو مشوره غوښتونکي ته د هغه کس نېمګړتیاوې ووایو،چې په اړه یې مشوره کېږي‏ .

٢_ د باطلې ګروهې ‏د لارويانو غيبونه ويلاى شو، چې خلک ورپسې ولاړ ‏ نشي .

٣—په نياوتون-محکمه کې د يو مجرم پر خلاف د لېینې – ګواهى پر مهال که غيبت وشي؛لکه څنګه چې د باطلې ګروهې ‏ د رد لپاره خلکو ته بايد حقيقت وويل شي .

٤_ د داسې لېينې د رد لپاره،چې د ډاډ ‏ وړنه وي .

٥_ د ظالم د ظلم بيانول،چې د چا مظلوميت پکې جوتېږي .

٦—څوک چې ښکاره ګناه کوي؛نوغيبت نه لري .

٧_ څوک چې د دروغو ادعا کوي؛د ساري په ډول وايي : زه عالم يم، ډاکتر يم او موږ پوهېږو ،چې هغه ددې ځانګړنو وړ نه دی ؛نو خلک پوه کړ، چې هغه ددې ځانګړنو وړ نه دی .

دغيبت خطرونه

په غيبت کولو نورې ګناوې هم پټې دي لکه :

١—د فحشاء خپرول ؛د خلکو د بديو خپرول دومره خطرناک دي،چې نه يوازې خپرول يې؛بلکې له خپرولو سره یې مينه هم ډېر دردونکى عذاب لري .

((إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ(نور/۱۹)=په حقيقت کې هغوى چې په مؤمنانو کې د بدنامۍ خپرول خوښوي (؛نو) ورته په دنيا او اخرت كې دردناك عذاب دى او خداى پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ. ))

٢_ د مؤمن سپکاوى او خوارول .

٣ خبره خوله په خوله کول .

٤—جنګ اوفتنه اچونه .

٥—ظلم او نورې ګناهګانې …

دغيبت ډولونه

غيبت کله په ژبه،اشاره ،ليکنه ، عکس ،شکل ، انځور او د چوپتيا په بڼه وي ؛مثلاً وايي : افسوس،چې دين مې ژبه ‏نيولې او په دې ټکي ټولو ته وايي،چې پلانی څومره عيبونه لري او يا د الحمدالله په ويلو ،چې ښه ده موږ پکې راګېر نشو؛نو ښايي پلانى راګېرشوى دى . کله د خپل عيب په ويلو د بل عيب بيانوي، د ساري په ډول وايي : انسان کمزوری ‏دى ، موږ ټول بې صبره يو ؛يعنې هغه کمزورى او بې صبره دى . کله د غيبت په اورېدو ‏وايي : سبحان الله ، الله اکبر! اوپه دې سپېڅليو ټکيوغيبت کوونکى غيبت ته راهڅوي اوکله په ژبه وايي : غيبت مه کوئ ؛خو زړه يې غواړي،چې غيبت واوري،چې دا نفاق دى .

د غيبت اغېزې

*الف : ټولنيزې اواخلاقي اغېزې .

١_ د کينې راپيدا کېدل،د ډاډ ‏له منځه تلل او په خلکو کې د فتنې او اړپېچ رامنځ ته کېدل او له ټولنې د ګټورو وګړيو ګوښه کول .

٢—د ګناه لپاره نوره زړورتیا ‏پيدا کېدل ؛ځکه همداچې انسان پوه شو خلک يې له ګناه اوعيبه خبر شول،بې عزته شو ؛ نو‏‏سترګې يې نورې هم شلېږي او ګناه کولو ته لا ډاډه کېږي او توبه ‏يې له ذهنه وځي .

٣_ د خلکو دعيب خپرول ټولنه نوره هم ککړوي او ګناه ته د خلکو زړورتیا ‏نوره هم زياتوي .

٤_ د غچ اخستنې ننګېرنه – احساس راپاروي؛ځکه همدا چې يو چا واورېدل پلاني يې غيبت کړى ؛نو دى يې ‏هم ‏غيبت ته ملا تړي .

په بله وينا : ‏نننى غيبت مو ددې لاملېږي،چې خلک زموږ غيبت وکړي . ((لاتغتب فتغتب)) او څوک چې بل ته څاه کني خپله به پکې لوېږي . (بحار۷۲/٢٤٩) .

( ژباړن : رحمان بابا وايي:

کوهـــــى مــــه کــــنه د بـــل چــا پـه لار کې

که نه ستا به د کوهې په لار کې لار شــي )

*ب : اخروي اغېزې :

١—غيبت کول د انسان ښه کړنې له منځه وړي . (بحار۷۵/٢٥٧)

٢_   غيبت کول د عبادتونو د قبلېدو مخه نيسي .

٣_ غيبت کول انسان د الهي ولايت له کړۍ باسي او د نورو په کړيو کې يې دروي .( کافي ۲/٣٥٨‏ )

دغيبت ريښې

١_ کله غيبت له غوسې راولاړېږي،په ځينوآسماني کتابونو کې راغلي : که د غوسې پرمهال دې زه یاد کړم؛نو زه به دې هم د غوسې پر مهال یاد کړم او ‏ درباندې به غوسه نشم . (محجة البیضا۵/ ٢٦٥ )

٢_ کله له نورو سره د همغږۍ لپاره غيبت کوو،ګورو چې نورهم د چا غيبت کوي؛نو داچې ځان ورسره همغږى کړو،په غيبت لاس پورې کوو؛خو خبر نه يو،چې د خداى پر عذاب ککړ شوي يو،د خلکو خوښۍ ته خداى له ځانه خپه کوو،چې دا خورا ستر تاوان دى .

٣_ کله ځينې ځکه غيبت کوي ،چې ځان ستر او غوره وښيي؛ يعنې نور خرابوي،چې ځان ستر کړي،چې دې انسان هم ډېر ستر تاوان کړى دى .

٤_ کله پر نورو د ملنډو لپاره غيبت کېږي . خبر نه دي،چې په هغه پسې،چې غيبت کوي، ددې خلکو په سترګوکې به يې سپک کړي ؛خو له خداى سره يې درون کړى دى .

٥—کله دحيرانتيا په ښکاره کولو غيبت کوي؛ لکه وايي : زه ؛ خو دې ته حيران يم،چې پلانى له دې ټولې پوهې ‏سره څنګه داسې شو،حال داچې هغه دى حيران شي ،چې څنګه يې په دې ټکيوخپل ټول کړه وړه تس نس ‏کړل .

٦_ کله غيبت له کينې راولاړېږي .

٧_ کله د ساتېرۍ لپاره د نوروغيبت کوي .

٨_ کله د زړه سوي له مخې غيبت کوي،وايي : پر پلاني مې ډېر زړه ‏سوځي،چې په پلانۍ معامله کې راګېرشوى دى .

٩_ کله له خپلې نيمګړتيا د خلاصون لپاره خپله نيمګړتيا پر نورو اچوي اوغيبت کوي .

البته نور عوامل هم دغيبت لامل ګرځي؛خوموږ پورته لاملونه ‏بېلګې ته راوړل .

دغيبت اورېدل

*د اورېدونکي دنده ده،چې غيبت ته ‏غوږ کېنږدي او له مؤمنه دفاع وکړي . په حديث کې وايو : څوک چې غيبت واوري او چوپ پاتې شي؛نو له غيبت کوونکي سره په جرم کې شريک دى . ( غررالحکم )

*پېغمبر اکرم(ص) وويل : چا چې غيبت واورېد اوهغه يې رد کړ؛ نو خداى به ورته د دنيا اوآخرت زر د شر ورونه وتړي ؛خو که وايې ورېد او غلى پاتې شو؛نوله ويونکي سره په جرم کې شريک دى . (وسايل ۸/٦٠٧ ‏)

*په هغه پسې،چې غيبت يې کېږي،که ترې دفاع کړاى شئ او دفاع يې و نه کړه؛نو خداى به يې په دنيا اواخرت کې ذليل کړي ؛ځکه داسې چوپتيا به ددې لامل شي،چې په ټولنه کې ګټورخلک ګوښه‏ شي اوڅوک ترې دفاع و نه کړي .

*پېغمبر اکرم (ص) : که په يوه ناسته ‏کې غيبت کېږي؛نو بايد هغوى له دې عمله منع کړﺉ ‏او له ناستې ‏ووځئ . ( کنزالمعال ۲/٨٠‏)

*د اسراء دسورت په ٣٦آيت کې راغلي : د قيامت پر وروځ به غوږونه سترګې او زړه وپوښتل شي؛نوموږ د هر ډول خبرې د اورېدوحق نه لرو.

*په يو روايت کې غيبت کول کفر او اورېدل او پرې خوښېدل شرک ګڼل شوى دى . ( بحار۷۲/ ٢٢٦)

د غيبت د نه کولو لارې

١_ د غيبت منفي اغېزو او خطرونو ته پام ( چې په تېرو مخونو کې وويل شو )

٢_ د خپل عيب رايادول . حضرت علي وايي : څنګه د خلکو عيب وايئ حال داچې په خپله هم هماغه عيب لرئ . ( نهج البلاغه ،۱۴۰ خطبه)

په روايتونو کې راغلي : ‏ ‏نېکمرغه انسان هغه دى،چې پرخپل عيب بوخت وي ( د ‏ځان سمونې په فکر کې و ي او د خلکو په عيب پورې کار و نه لري .( بحار۱/ ١٩١‏)

يادونې

١_ غيبت يوازې د قرآن په دې سورت کې نه دى اوڅار- مطرح شوى ؛بلکې په نوروآيتونو کې هم راغلی دی .

((وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ(همزه/۱)=افسوس دې وې پر هر بد ژبي عيب لټوونكى ( پېغور ورکوونکى)! ))

((لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ(نساء/۱۴۸)= خداى دا نه خوښوي، چې څوك په ښكاره بد ويلو خوله پرانځي. ))

٢_ په غيبت کې قصد او نيت بايد عيب رابرسېرول وي؛خوکه د نورو عيب رابرسېرول د نورو د سمونې لپاره وي ؛نو باک ‏نه لري که څه د هغه چاعيب چې وويل کېږي که خوښ هم نه وي ؛ نو باک نه لري ؛لکه که ډاکتر ته د يو نارو غ ځانګړنې وويل شي؛نو پروا نه لري،ان که ناورغ خوښ هم نه وي .

٣_ په غيبت کې بايد شخص معلوم ‏وي ؛ د ساري په ډول : که ووايې : ځينې داسې دي او هغسې دي،که څوک د(( ځينې )) له مصداقه خبرنه وي؛نو پروا نه لري .

٤—کله ورته غيبت نه ويل کېږي؛خو د سپکاوي او فحشا د خپرونې په بڼه‏ خبرې منع دي .

﴿۱۳﴾ ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ=خلكو! په واقع كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ،چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ډېر عزتمن مو ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا چې خداى پوه (او له هر څه) خبر دى . ))

ټکي :

*ځينو دا آيت په تېرو آيتونو پورې اړوند ګڼلى دى او وايي : دا چې ملنډې وهل اوغيبت کول پر نورو باندې د ځان د لوړ ګڼلو او د نورو له سپکاوي راولاړ شوى دى؛نوځکه دا آيت وايي : تقوا د غوراوي او عزت کچه ده .

په دې آيت کې درې مهمو آرونو ‏ته اشاره شوې ده :د مساواتو آر، یوله بل سره د اسلامي ټولنود پېژندګلوۍ آر او بل داچې ‏تقوى د غوراوي کچه ده؛ البته د قرآن په نورو آيتونو کې هم د غوراوي نورې کچې؛لکه ،پوهه ، مخينه، امانت، هجرت او وسمني هم راغلې دي .

پيغامونه :

١- نر يا ښځوالى يا په پلاني ټبر او قوم پورې تړاو د ویاړنې کچې نه دي‏ او دا د خداى کار دى . (جَعَلْنَا،خَلَقْنَا)

٢-په مخلوقاتوکې توپيرد حکمت له مخې او يو د بل پېژندګلوۍ لپاره دى،نه د وياړنې لپاره . (لِتَعَارَفُوا)

٣_ د خلکو پر وړاندې ‏کرامت ژر تېرېدونکی ‏دى؛خو خداى ته کرامت مهم دی .( أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ)

٤-متقيان بايد پرخلکو ونه ویاړي ؛ځکه مقام یې د خداى پر وړاندې، يو مانیز- معنوى مقام دى. (عِندَ اللَّهِ )

٥—قرآن توکیز،ګوندي ، قومي، ټبریز، وټیز ، اندیز ، فرهنګي ،ټولنیز او پوځي ‏تبليغات نه مني او د غوراي کچه يې يوازې تقوا ښوولې ده. (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ)

٦_ پراختيا غوښتنه او ځان غوروای ‏د انسان په فطرت کې دي، چې دې فطري غوښتنې ته د رسېدو لپاره اسلام انسان ته تقوا ‏ښوولې ده . (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ)

٧_ چا چې پيدا کړي يو ښه پوهېږي،چې توکم ‏او ټبر د غوراوي کچې نه دي او خلک چې د ځان لوړواي ته کومې کچې ټاکي،داټولې ناسمې دي‏ ‏. (أَتْقَاكُمْ…. عَلِيمٌ خَبِيرٌ)

٨_ ځان متقي ښوول په کار نه دي ؛ځکه خداى ټول ښه پېژني . (عَلِيمٌ خَبِيرٌ)

﴿۱۴﴾ ((قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِن قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ وَإِن تُطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَا يَلِتْكُم مِّنْ أَعْمَالِكُمْ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ= (بېدياني) عربان وايي: ((چې موږ ايمان راوړى دى))،(پېغمبره) ووايه: (( ايمان مو نه دى راوړى؛ خو(غوره ده چې) ووايئ : اسلام مو راووړ”او ايمان لا تر اوسه ستاسې په زړونو كې نه دى ننووتى او كه تاسې د خداى او د هغه استازي اطاعت وكړئ (؛نو) خداى هېڅ څيز ستاسې د كړنو له (بدلې) نه كموي؛(ځكه) چې خداى ډېر بښونكى (او) لورين دى . ))

ټکي :

*له “اعرابو” مطلب “بېديا ميشتي” دي،چې ځينې يې مؤمنان وو؛لکه څنګه چې په توبه سورت کې راغلي دي :

((وَمِنَ الأَعْرَابِ مَن يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ(توبه/۹۹) =او له دې بانډيڅيانو ځينې داسې هم دي، چې پر خداى او د اخرت پر ورځې ايمان لري . ))

خو په دوی کې ځينو څه چې ول،تر هغې یې ځان لوړ ګاڼه او د ايمان لاپې شاپې يې کولې ،حال دا چې ساده مسلمانان ول .

پيغامونه :

١_ پر هره ادعا اوشعار باور نه دى په کار.( قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا)

٢-د بې ځايه ادعا ګانومخه ونيسئ. (قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا) .

٣_ هرڅوک بايد خپل ځان وپېژني او څه چې دى،ځان تر هغې لوړ ونه ګڼي . (قُولُوا أَسْلَمْنَا)

٤-اسلام ظاهري پړاو دی ؛خوايمان په زړه پورې اړه لري . (فِي قُلُوبِكُمْ)

٥_ هغوى چې د کمال ادعا کوي بايد ورسره داسې چلن وشي،چې زړه يې تور نشي . (وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ)

٦_ کما ل ته د رسېدو لار پرانستې ده . (وَإِن تُطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ…)

٧_ د پېغمبر اکرم (ص) لاروي ،د خداى د لاروۍ تر څنګ راغلې ده، چې دا د پېغمبراکرم (ص) عصمت راښيي ؛نو بايد هرومرو یې لاروي وشي .( وَإِن تُطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ)

٨—خداى عادل دى او د انسان له ښو کړنو يو بڅرکى هم نه کموي . (لَا يَلِتْكُم مِّنْ أَعْمَالِكُمْ شَيْئًا)

د اسلام او ايمان توپير.

١—په ژوره کې توپير :

اسلام ظاهري رنګ دى؛خو ايمان د زړه باور دى .

امام صادق د(وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ صِبْغَةً)( بقره/١٣٨) په اړه وويل : الهي رنګ اسلام دى او د(فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىَ)( بقره / ٢٥٦) ) په تفسيرکې يې وويل: په الهي رسۍ پورې نښتل،هماغه ايمان دى. ( کافي۲/١٤ )

٢—په انګېزه کې توپير :

ځينې مادي ګټو ته د رسېدو لپاره ایمان راوړي ؛خوايمان يوازې مانیزه انګېزه لري . د ايمان انګېزه يوازې معنويات وي. امام صادق وويل : د اسلام په منلو د انسان وينه ساتل کېږي او واده يې حلالېږي ؛خو د آخرت ثواب د ايمان له مخې ورکول کېږي .( کافي ۲/ ٢٤ )

٣_ په عمل کې توپير :

اسلام بې له عمله هم شونې دی‏؛خو ايمان بايد له عمل سره وي؛لکه په حديث کې چې راغلى: ((الايمانُ اِقرارٌ وعَمَل و الاسلام اِقرارٌ بلاعَمَل )) ( کافى۲/٢٤‏)؛نوځکه په ايمان کې اسلام نغښتى دى ؛خو په اسلام کې ايمان نغښتى نه دى .

په يو حديث کې اسلام او ايمان له مسجدالحرام اوکعبې سره تشبيه شوى دى ( کافي۲/٥٢)

هو! کعبه په مسجدالحرام کې ده ؛خو مسجدالحرام په کعبه کې نه دى .

٤_ په ټولنيزو اوسياسي چارو کې توپير :

امام صادق وپوښتل شو : د ايمان او اسلام ترمنځ توپيرڅه دى؟ امام : اسلام د شهادت ويل او پرظواهرو؛ لکه لمونځ ، زکات او ….. عمل کول دي؛خو ايمان هغه شهادت اوعمل دى،چې د الهي مشرد پېژندګلو پربنسټ وي . (کافى ۲/٢٤‏)

٥_ په رتبه کې توپير :

په حديث کې راغلي : ايمان تر اسلامه يوه درجه پورته دى او تقوى تر ايمانه يوه درجه پورته ده او يقين تر تقوا يوه درجه پورته دى،چې په خلکو کې ډېرکم پيدا کېږي . (کافي ۲/٥١ )

﴿۱۵﴾ ((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ = واقعي مؤمنان يوازې هغوى دي،چې پر خداى او استازي يې ايمان راوړى دى،بيا شكمن شوي نه دي او پخپلو مالونو او سرونو يې د خداى په لار كې جهاد كړى؛ همدوى رښتوني دي . ))

پیغامونه :

١_ قرآن هم د تکامل او بشپړتيا کچې راښيي (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ) اوهم يې بېلګې . (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ….)

٢_ پر پېغمبر باندې ايمان پر خداى باندې له ايمان سره راغلى دى. (آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ)

٣—د واقعي ايمان نښه ټینګ ودرېدل اوشک نه کول دي . (ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا)

٤_ ايمان يو باطني چار دى،چې ‏له نښو یې پېژندل کېږي. (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ …. جَاهَدُوا)

٥_ بې عمله ایمان ارزښت نه لري. (وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ)

٦_ د اسلام په فرهنګ کې باید جهاد د خداى په لار كې پخپلو مالونو او سرونو وي . (وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ)

د واقعي مؤمن انځور

*د قرآن کريم څلور آيتونه د ((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ )) په غونډلې پيل شوي دي، چې واقعي مؤمن انځوروي .

۱- ((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ اياتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ(انفال/۲)=مؤمنان؛يوازې هغه دي،چې كله د الله نوم واخستل شي؛ نو زړونه يې (د خداى له عظمت او سزا) لړزېږي او چې كله پرې د هغه آيتونه لوستل كېږي؛نو ايمان يې زياتېږي او يوازې پرخپل پالونكي توكل لري؛))

۲- (( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ(نور/۶۲) =مؤمنان يوازې هغوى دي،چې پر خداى او استازي يې ايمان راوړى او چې كله په يوه ټولنيز كار كې ورسره وي؛نو بې له اجازې يې چېرته نه ځي،هغوى چې له تا اجازه اخلي (؛نو) په رښتيا يې پر خداى او استازى يې ايمان راوړى دى؛ نو چې كله هغوى د خپل كوم كار لپاره له تا اجازه وغواړي؛ نو چا ته چې دې خوښه شي (او مصلحت يې ګڼې) اجازه وركړه او له خدايه ورته بښنه وغواړه، بېشكه چې خداى بښونكى (او) مهربان دى . ))

۳- ۴ = دهمدې سورت په لسم او ١٥ آيت کې داخبره نوموتې ده؛نو که دا څلور آيتونه يو د بل تر څنګ کېږدو؛نو واقعي مؤمن به وپېژنو،چې قرآن کريم يې په باب ويلي دي :

((أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا (انفال/ ۴، ۷۴) (أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ) ؛نوو اقعي مؤمنان هغوي دي چې :

١_ زړونه يې خداى يادوي ( نه شتمنى ، مقام او …) (إِذَا ذُكِرَ اللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ )

٢_ تل د حرکت اوپرمختګ په حال کې وي او نه تمېږي او د هر الهي پيغام پر وړاندې ژمن و عاشق وي اوعمل پرې کوي . (وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ اياتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا).

٣_ يوازېنى ملاتړ یې پر خداى ايمان دى. (وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ)

٤_ په ټولنيز نظام کې الهي مشر غوره کوي او بې له فرمانه یې‏ حرکت نه کوي . (وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ)

٥_ ځان تر نورو غوره نه ګڼي او ټول خپل وروڼه ګڼي .( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ ) .

٦_ ايمان يې ټينګ دی . ( ایمان یې د پوهې،عقل او فطرت پربنسټ وي او پرڅه چې پوهېږي؛ورباندې په عمل کولو د یقین درجې ته رسېدلي وي او ډنډورې او ترخې پېښې یې پښې نه سستوي او نه شکمنېږي.) (ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا)

٧_ چې هر وخت لازم وي ؛نو په خپل ځان اومال له خپل دینه دفاع کوي . (وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ )

په ايمان کې ټينګ پاتې کېدل

تر ايمانه د ايمان ساتل او پکې ټينګ پاتې کېدل خورا ارزښت لري،قرآن کريم وايي :

١_ هغوى چې ايمان لري استقامت لري .( قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا) ( فصلت /٣٠ )

٢_ حضرت يعقوب علیه السلام خپلو زامنوته وويل : يوازې خداى ته د تسلېمدو په لار کې‏ مړه شئ . ( فَلاَ تَمُوتُنَّ إَلاَّ وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ) ( بقره /۱۳۲)

٣_ ((اهدِنَا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ= موږ ته سمه لار راوښيه. ))

٤_ خدايه ! هغه مهال مې چې ساه اخلي ؛نو چې له نېکانوځنې يم . (وَتَوَفَّنَا مَعَ الأبْرَارِ) ( آل عمران / ١٩٣) .

٥— ساه مې په داسې حال کې واخله،چې درته تسلیم یم . (تَوَفَّنِي مُسْلِمًا) (یوسف/۱۰۱)

٦_ (فَمُسْتَقَرٌّ وَمُسْتَوْدَعٌ) ( انعام/ ٩۸)

امام صادق وايی : په دې آيت کې له “مستقر” څخه مراد د ايمان ټينګښت دى‏ او له “مستودع” څخه مراد بې ثمره ‏ايمان دى ).( ميزان الحکمه )

د ایمان د ټینګښت وسیلې

١_ تقوا:

امام صادق وويل : ورع ( ځان ساتي) په زړه کې ايمان ټينګوي او تمه له زړه باسي . ( ميزان الحکمه ) .

٢_ له خدایه مرسته غوښتل :

خداى پرښتو ته حکم ورکوي،چې له مؤمنانو سره يې د ايمان په ټينګېدو کې مرسته وکړئ .( إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلآئِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُواْ الَّذِينَ آمَنُواْ) ( انفال/ ١٢)

او په بل ځاى کې وايي: موږ یې زړونه وساتل.( وَ رَبَطْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ) ( کهف/ ١٤)

٣_   د تاريخ مطالعه :

له تاريخه عبرت اخستل د ايمان د ټينګښت لامل دى .

((وَكُلاًّ نَّقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنبَاء الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِ فُؤَادَكَ وَجَاءكَ فِي هَذِهِ الْحَقُّ وَمَوْعِظَةٌ وَذِكْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ=او د (خپلو) پېغمبرانو هره کيسه،چې درته لولو چې زړه دې پرې ډاډه( او اراده دې غښتلې) شي او په دې (کيسو) كې تا ته، د مؤمنانو لپاره حق او نصيحت او يادونه راغلې ده . ))

﴿۱۶﴾ ((قُلْ أَتُعَلِّمُونَ اللَّهَ بِدِينِكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ= ووايه : ((ايا خداى له خپل دين او ايمانه خبروئ؟! حال داچې، څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، خداى پرې پوهېږي او خداى په هر څيز پوه دى .))

ټکى :

ځينو پېغمبراکرم (ص) ته قسم وکړ،چې ايمان مو د زړه له کومې دى ؛نو دا آيت راغى،چې قسم ته اړتيا نشته،خداى له هر څه خبر دى .

پيغامونه :

١-د پېغمبر اکرم پر وړاندې تظاهر په حقيقت کې د خداى پر وړاندې تظاهر دى،سره له دې چې دې خلکو رسول الله (ص) ته قسم وخوړ؛خو قرآن وايي : (أَتُعَلِّمُونَ) .

٢_ د خداى پر وړاندې تظاهر نه دی پکار؛ځکه له ‏هر څه خبر دى .( أَتُعَلِّمُونَ …. وَاللَّهُ يَعْلَمُ) .

٣-خداى له هر څه خبر دى او د ټولو څيزونو پر ځانګړنو پوهېږي . (يَعْلَمُ …. وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ)

﴿۱۷﴾ ((يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا قُل لَّا تَمُنُّوا عَلَيَّ إِسْلَامَكُم بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ=هغوى پر تا د اسلام راوړو درانه تلي؛ووايه: ((پر ما د خپل اسلام راوړو احسان مه كوئ؛ بلكې خداى پر تاسې احسان كوي،چې تاسې ته يې د ايمان پر لور لارښوونه وكړه كه (پخپل ايمان كې) رښتوني ياست؛))

ټکي :

*ځينو مسلمانانو ( لکه د “بني اسد” ټبر) د خپل ايمان له امله پر پېغمبراکرم منت ايښووه او و يل يې : مونږ بې له جګړې او وينې تويېدو ايمان راووړاو موږ ته په درنښت وګورئ،چې په دې آيت کې هغوى له دې کاره منع شول .

*خداى په دې آيت کې د ايمان نعمت او دآل عمران په ١٦٤ آيت کې دانبيا وو رالېږل او د قصص په ٥ آيت کې د بېوزليو وارثان کول پر خلکو د ځان منت ګنلى او راښيي،چې تر ټولو مهم نعمتونه دا دي : د الهي ښیون- هدايت نعمت، د معصوم د مشرۍ درلودو نعمت او د حق حکومت نعمت .

پيغامونه :

١_ د اسلام منل د خداى له لوري يو ستر نعمت او منت دى . (بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ)

٢_ خداى زموږ اسلام ، ايمان اوعبادت ته اړ نه دى . (لَّا تَمُنُّوا عَلَيَّ ) .

٣_ د رښتتيني ايمان نښه پر خداى منت ‏ايښوول نه دي؛بلکې د هغه منت منل دي .( إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ…. لَّا تَمُنُّوا ….. بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ)

٤_ پر پېغمبر اکرم منت ايښوول په حقيقت کې پر خداى منت ايښوول دي . (يَمُنُّونَ عَلَيْكَ بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ)

٥_ تاسې د اسلام د راوړو د پړاو احسان مه کوﺉ ‏( يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا) ‏حال دا چې خداى غوره پړاو‏ ته هدايت کړي یاست .( هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ) ( دې ‏ته په پامنيوي،چې ايمان تر اسلامه لوړ پړاو دی ).

٦_ د انسان نهايي تکامل واقعى ايمان دى. (أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ) نه يوازې په اسلام تظاهر کول ؛ځکه په ظاهره خومنافقان هم همداسې دي .

﴿۱۸﴾ ((إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ= په رښتيا چې خداى د اسمانونو او ځمكې په پټو پوهېږي او څه چې كوئ،خداى يې ليدونکى دى . ))

پيغامونه :

١-په توحيدي ليد کې د ارزښتونو بنسټ تظاهراومنت نه ؛ بلکې بنسټ يې د زړه اخلاص دى . (إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) ( هو! خداى د هستۍ له ښکاره اوپټو‏ خبر دى؛نو ‏له زړه ‏به مو خبر نه وي ؟!)

٢_ د خداى پر پوهې ‏اولیدانې- بصيرت ايمان درلودل د تقوا ضامن دى ( که پوه شو،چې له ېوې دريمثې ‏مو‏ له کړنو فلم اخستل ‏کېږي او خبرې موثبتېږي ؛نو پخپلوکړ نو اوخبرو کې به له خورا ځيرتيا کار واخلو .

٣_ د خداى پوهه له لیدانې سره ده‏؛يعنې پوهه ‏يې اجمالي ، رغۍ،يواړخيز، لنډمهالې او د شک وړنه ده .( إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ….. وَاللَّهُ بَصِيرٌ)

 

[ سرچینه : تفسیر نور، مفسر شیخ محسن قرآیتی]

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!