تبلیغات

بسم الله الرحمن الرحیم  وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ(فلق / 5) او د (هر) كينه كښ له شره،چې کينه کوي   د کمالاتو لاس ته راوړنې ته هاندوهڅې یو ډول ارزښت دی؛ خو د نورو د کمالاتو د منځه وړنې هیله او ورته هڅې کول حسادت دی. حسادت د کم ظرفیتۍ او لنډ ګروهۍ – […]

بسم الله الرحمن الرحیم

 وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ(فلق / 5)

او د (هر) كينه كښ له شره،چې کينه کوي

 

د کمالاتو لاس ته راوړنې ته هاندوهڅې یو ډول ارزښت دی؛ خو د نورو د کمالاتو د منځه وړنې هیله او ورته هڅې کول حسادت دی. حسادت د کم ظرفیتۍ او لنډ ګروهۍ – تنګ نظرۍ نښه ده. په حدیث کې راغلي : حسادت، ایمان داسې سوزځي، لکه اور چې خس سوځي.(کافی۲/۳۰۶)

أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَى مَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ فَقَدْ آتَيْنَآ آلَ إِبْرَاهِيمَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُم مُّلْكًا عَظِيمًا (نساء/۵۴) = او يا دوى پر خلكو [= پېغمبر او كورنۍ يې] ځكه كينه كوي،چې خداى په خپله لورېنه ورکړي؟ ؛نو په يقين موږ خو آل ابراهيم (چې يهود له همدې ټبره دي) ته (هم) كتاب او حكمت وركړى و او هغوى[= د بني اسرائيلو پېغمبرانو] ته مو ستره واكمني وركړې وه .

حسادت په ټولو شرورو کې کې تر ټولو مخوتی – برجسته شر دی، ځکه حسود نقشې کاږي او ټالمټالي – حیلې کوي او پر ډول ډول شرورو ککړېږي، چې خپلې موخې ته ورسي.

حضرت على‏ (ک) وايي: «الحسد داء عیاء لایزال الا بهلك الحاسد او بموت المحسود»(نهج البلاغه ۴۹۳ حکمت) حسادت داسې خطرناک مرض دی، چې بې د حسود له مرګه یا هلاکته له منځه نه ځي.  حسود په رښتینه کې د خدای د ارادې او حکمت پر وړاندې دریځ نیسي ،چې ولې یې هغه بل ته ورکړې او ما ته یې نه ده راکړې.  حسود کله هم خیرغواړي نه وي او نصیحت نه کوي.  قرآن، د ډېرو ګناهونو جرړه «بغیاً» د حسادت په مانا ګڼلې او امام صادق (رح) وايي: «انّ الكفر اصله الحسد»(کافي۸/۷) د کفر جرړه حسادت دی ، لکه څرنګه چې د پېغمبرانو پر وړاندې به یې ویل: «أبشر یهدوننا»(تغابن/۶) آیا زموږ په څېر یو انسان لارښوونه راته کوي ؟  حسود، تواضع او شکر والا نه دی او کله هم د نورو پر کمالاتو لېینه – ګواهي نه ورکوي او په لوی لاس ګناه کوي او حق لتاړي.  حسود معمولاً منافق وي. حضرت على (ک) وايي: «الحاسد یظهر وُدّه فى اقواله و یخفى بُغضه فى افعاله»(غرر الحکم) په ښکاره د مینې خبرې کوي خو په باطن کې کینه کښ وي.

 

سرچینه : پرتوی از نور : شیح محسن قرآیتی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!