تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ    حسيني پاڅون ليکوال : احمد علي شيخ زاده «مدرس» د ژباړن خبرې څه چې لولئ د امام حسين رضی الله عنه د پاڅون په باب لنډ معلومات دي، چې د هېواد نوي کهول او ځوان نسل ته د ښاغلي احمد علي شيخ زاده «مدرس» «پرسمان حسيني» کتاب ژباړل شوی […]

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

 حسيني پاڅون

ليکوال : احمد علي شيخ زاده «مدرس»

د ژباړن خبرې

څه چې لولئ د امام حسين رضی الله عنه د پاڅون په باب لنډ معلومات دي، چې د هېواد نوي کهول او ځوان نسل ته د ښاغلي احمد علي شيخ زاده «مدرس» «پرسمان حسيني» کتاب ژباړل شوی دی.  له کتاب لوستو پوهېدل کېږي، چې امام ولې پاڅون وکړ؟ د پاڅون پايلې څه وې؟ اوس چې په هېواد کې «اسلامي جمهوري دولت» رامنځته شوی؛ نو پر ګردو هېوادوالو په تېره ځوانانو لازم ده، چې د ديني ارزښتونو او هغوی چې د دې ارزښتونو پلي کولو ته خپل سرونه، کورنۍ او ياران قرباني کړي، ښه وپېژني؛ نو په همدې موخه مو د فرهنګي کچې د لوړاوي لپاره دا کتاب وژباړه، ښايي درته ګټور وي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مام يعنې څه؟

امام په لغت کې مشر او لارښود او څوک چې په ديني چارو کې خلک لاروي ترې کوي، امام ورته وايي. د جماعت امام؛ هغه چې خلک په جماعت نمانځه کې چې يوه ديني مسئله ده ـ لاروي ترې کوي. د مذاهبو خاوندانو ته هم امام ويل کېږي؛ لکه امام صادق، امام بوحنيفه، امام مالک رحمة الله عليهم او…

نو امام که څه په لغت کې د مشر پر مانا ده ؛ خو ديني او مذهبي مشرانو ته ويل کېږي؛ نو ځکه سياسي، ټولنېز او ګوندي مشر ته امام نه ويل کېږي.

د دولس ګونو امامانو لارويان چاته امام وايي؟

که څه هر ديني مشر ته امام ويل کېږي؛ خو چې کله د اهل بيتو لارويان امام وایي، مراد يې دولس ګوني امامان يعنې حضرت علي (ک) او نور يولس  تنه امامان دي، چې دا يولس تنه د علي (ک) او فاطمې (رض) اولاده ده، او حضرت مهدي عليه السلام دولسم او روستی امام دی، چې ورپسې بل امام نشته، نوموړی غايب دی او انشاء الله يوه ورځ راښکاره کېږي.

امامان د خدای په حکم د پېغمبر اکرم (ص) له لوري ټاکل شوي چې د مسلمانانو امامان، ديني مشران او لارښودونکي وي او پېغمبر (ص) يې په ځلونو ځلونه نامې يادې کړي او سپارښتنه يې کړې چې لاروي ترې وکړئ؛ لکه چې حضرت علي (رض) يې خلکو ته د غدیر په ورځ معرفي کړ.

که څه پېغمبر د امامانو نامې اخستې او معرفي کړې دي؛ خو هر امام چې له نړۍ تله، په ځان پسې امام يې معرفي کاوه. لکه حضرت علي (رض) تر ځان روسته امام حسن (رض) امامت او مشرۍ ته معرفي کړ، امام حسن (رض) تر ځان روسته امام حسين معرفي کړ او ده امام سجاد (رض) او ده امام باقر (رح) او ده امام صادق (رح) او ده امام کاظم (رح) او ده امام رضا (رح) او ده امام جواد (رح) او ده امام هادی (رح) او ده امام حسن عسکري (رح) او ده امام مهدي (عليه السلام) معرفي کړل. امام مهدي په اوسني وخت کې غايب دی؛ يعنې خلک يې ويني؛ خو نه يې پېژني؛ لکه چې د يوسف پېغمبر روڼو، يوسف ليده، خواړه يې ورسره خوړل؛ خو نه يې پېژانده، پېغمبر (ص) او نورو امامانو د امام مهدي له غيبته خبر کړي يوو.

امام حسين (ع) څوک دی؟

حسين د علي (ک) او فاطمة الزهرا (رض) دويم زوی او د نبی اکرم (ص) دويم نمسی دی؛ نو ځکه د اهل بيتو لارويانو درېيم امام دی.

زوکړه يې، پر هجري څلورم کال د شعبان پر درېيمه ليکل شوې؛ يعنې پېغمبر (ص) چې مدينې ته راغی؛ نو حسين څلور کاله روسته په مدينه کې وزېږېد. پر هغه مهال د علي او فاطمې کور له نبوي جومات سره نښتی، د پېغمبر (ص) د کور ترڅنګ و او د کور ور جومات ته پرانستل کېده. امام حسين شپږ کاله له خپل نيکه سره و او شپږکلن و، چې نيکه او مور يې له نړۍ ولاړل. دېرش کاله له خپل پلار او ۴۰ کاله يې له خپل ورور امام حسن سره و او په کربلا کې پر ۶۱ هجري کال د محرم پر لسمه د عاشورا پر ورځ په ۵۷ کلنۍ کې شهيد شو.

امام حسين (ع) تر زوکړې وړاندې:

وايي: مخکې تردې چې حسين وزېږېږي ام يمن چې يوه درنه او پرهيزګاره ښځه او د نبوي کورنۍ خادمه وه، يو خوب يې وليد، چې وحشتناک يې باله او ژړل يې. پېغمبر (ص) خبر شو او د ژړا لامل يې ترې وپوښت.

ويې ويل: يا رسول الله (ص) يو وحشتناک خوب مې ليدلی، چې خپه کوي مې، خوب مې وليد، چې له مبارکې تنې دې د بدن يوه برخه جلا کېږي او زما په څنګ يا کور کې مې لوېږي پېغمبر (ص) په موسکا ورته ويل: ” فاطمه زوی زيږوي، ته به يې پالې او هغه مې د تن يوه برخه ستا په کور کې يا ترڅنګ به دې وي. ” (خوارزمي مقتل)

له نوزيږي سره د پېغمبر (ص) چلن:

پر پېغمبر (ص) يې زېری وکړ، چې نمسی دې شوی، کور ته يې په خوشحالۍ ورغی. ام يمن نوزيږی د پېغمبر (ص) په غېږ کې ورکېښود. پېغمبر (ص) په غوږ کې اذان او اقامه ورته وويله؛ د الله تعالی په ستريا او وحدانيت ګواهي او د محمد عليه السلام پر رسالت شاهدي. اذان او اقامه د هغه دين اساس دی، چې خدای د انسانانو نېکمرغۍ ته رالېږلی دی.  دا خبرې د اسلام پېغمبر (ص) له پاک زړه راووتې او د ماشوم پر پاک زړه کېناستې.

دا چې کوچني ته ړومبی خبرې توحيد، نبوت، دين او نمونځ و؛ نو ده هم تر وژنځي پاسوالي ترې وکړه.

هو! خبره چې له زړه راووځي، پر زړه کېني.

د نوزيږي ړومبي خواړه:

وايي: د حسين تر زوکړې وړاندې، پېغمبر (ص) خپلې لور ته ويلي و، چې ماشوم دې وزيږيد او لا درغلی نه وم؛ نو څه به نه ورکوې؛ فاطمې (رض)  همدغسې وکړل.

پېغمبر (ص) تر اذان، اقامې او دعا روسته، خپله ژبه د ماشوم په خوله کې کېښووه او ماشوم په شوق د مور د تي په څېر رووله (خوارزمي مقتل).

د ژوند پر لومړۍ ورځ د ماشوم ړومبي خواړه، د پېغمبر له تنې و،  پېغمبر له اسلامي تنې مستقيم خواړه د ماشوم پر اروا (او روح) کېناستل؛ نو په همدې پار يې وويل: حسين له ما څخه دی او زه له حسين څخه يم. بيا يې ماشوم ام يمن ته ورکړ، ويې ويل: دا دې د خوب تعبير دی.

پر اوومه ورځ د نامې ايښوونې مراسم:

پېغمبر (ص) پر اوومه ورځ، کور ته ورغی، چې د بني هاشمو ښځې او ام ايمن پکې وې. ام ايمن د حسين دايه، نوزيږی د پېغمبر په غېږ کې کېښود، ښکل يې کړ او ويې ژړل، کوچني ته يې وويل:

زويکه! خدای دې هغه خلک لعنت کړي، چې تا وژني. او دا جمله يې درې ځل وويله. په کور کې ناستو دا خبره واورېده او په اندېښمنۍ يې يو بل ته کتل؛ خو څه يې ونه ويل.

پر هغه ورځ پېغمبر (ص) ماشوم ته دوه پسونه عقيقه کړل، د سر ويښتان يې وروخریل او د وزن هومره يې سپين زر صدقه ورکړه. پېغمبر (ص) د حسين قابلې او دايې ته مناسبې ډالۍ ورکړې او په شکرانه کې يې يو شمېر وږي ماړه کړل.

علي، فاطمه او په کور کې ناستي سترګې په لار وو، چې پېغمبر (ص) هم وحې ته غوږ په اواز و. وايي: جبرئيل راغی، ويې ويل:  يا رسول الله! دا چې علي دې ورور دی او موسی ته د هارون په څېر درته دی؛ يعنې ستا ځايناستی دی، د دې ماشوم نامه د هارون د دويم زوی نامه کېده، لکه چې د دې د مشر ورور نامه دې د هارون د مشر زوي نامه ايښې وه، نامه يې شبير کېده، چې ژباړه يې حسين دی.

دا دواړه ړومبي کسان دي، چې په دې نامو نومول شوي، دواړه بېساري وول او تر دوی روسته د حسن وحسين په څېر رانغلل، که څه ډېرې نامې ايښوول شوې دي.

د جبرئيل مبارکي:

د زوکړې پر ړومبۍ ورځ جبرئيل راغی او ډلې ډلې پرښتې راتلې او پېغمبر (ص) ته يې مبارکي ويله؛ خو نه يوازې مبارکي، چې تسليت او ډاډيينه هم ورکوله، پېغمبر (ص) په خوشحالۍ کې ژړل؛ ځکه د ماشوم له شهادته يې خبر کړی و؛ نو ځکه شهادت او زوکړې؛ خندا او ژړا سره يو ځای کړه.

له هماغو لومړيو ورځو سوکه سوکه اهل بيت او روسته ټول خلک پوهېدل، دا کوچنی چې اوس حسين دی، يوه ورځ وژل کېږي، پر کومه ورځ چې حسين له مدينې څخه د مکې خواته روان و، خلکو لږ لږ احساس کړی وه، چې دا به له مدينې د حسين روستی سفر وي؛ نو ځکه يو شمېر لکه عبدالله بن عباس، عبدالله بن عمر او … رضی الله عنهم له تلو منع کاوه، چې کله د پېغمبر اکرم (ص) مېرمنې ام المؤمنين ام سلمې رضی الله عنها کره د خدای پامانۍ لپاره ورغی، ام سلمې په خپګان ورته وويل: له دې سفره تېره شه، هسې نه ستر ګواښ او خطر درته وي؛ ځکه ستا له نيکه مې ستا په باب څه اورېدلي دي. حسين وويل: مورې! پر ټولو پوهېږم.

ام ايمن دا ګردې پېښې حضرت زينب (رضی الله عنها) ته ويلې وې. د عاشورا پر شپه زينب کبرا … خپل ورور ته وويل: وروره! ام ايمن د دې سفر په باب څه څېزونه ويلي دي. حضرت امام حسين وويل: څه چې ام ايمن ويل هماغه به وشي.

د ام سلمې په کور کې د کربلا خاوره:

وايي: حسين لا خاپوړې کولې، چې ام سلمې کره يې راوست، د پېغمبر (ص) يوه پرښته مېلمنه وه. ام سلمې کوچنی پرېنښود چې نيکه ته يې ورشي، کوچنی په ژړا شو، پېغمبر (ص) يې ژړا واورېده، راويې غوښت، پېغمبر (ص) په خورا مينه غېږ کې کېناوه. پرښتې چې دا حالت وليد، ويې ويل:

يا رسول الله! ډېر درته ګران دی؟  ويې ويال: هو! ويې ويل: په کربلا نامې ځای کې ستا امت يې شهيدوي، که غواړې د وژنځي خاوره يې درښکاره کړم؟ روسته يې لاس وغځاوه او پېغمبر (ص) ته يې سره خاوره ورکړه، ويې ويل: دا يې د وژنځي خاوره ده.

پېغمبر (ص) خاوره واخېسته، بوی او موچي يې کړه، ويې ژړل، بيا له حسين سره جومات ته ولاړ، يوه وينا يې واوروله، خاوره يې اصحابو کرامو ته وروښووله او ټوله پېښه يې ورته وويله، بيا يې خاوره ام سلمې ته ورکړه، ويې ويل: دا وساته چې د حسين د وژنځي خاوره ده، تر ما، علي او حسن روسته، کله سر ورښکاره کوه، چې کله دې وليده په وينو اوړېدلې؛ نو پوه شه چې پر هماغه شېبه وژل شوی دی.

امام سلمه رضی الله عنهما وايي: چې کله حسين له يزيد سره تر بيعت نه کولو روسته مکې ته ولاړ؛ نو هره ورځ اندېښمندم چې کله کوفې ته ولاړ، اندېښمني مې ډېرېده. د محرم پر لسمه مې ځانګړی حالت درلود. د ماسپښين او مازيګر تر نمونځونو روسته، خاورې ته مې سر ورښکاره کړ؟ په وينو ککړه مې ولیده، نو پوه شوم چې وژل شوی دی. د ام سلمې په ژړا او چغو د بني هاشمو نر و ښځې او مدينوال حسين له پېښې خبر شول.

حمزه بابا وايي :

ولي داد نبي ځان وو بياله ځانه ورته ګران وو
دا يوه كړى وه پاتي په زنځير د شهادت كې
امامت كړه ور پوره په سلسله د رسالت كې
چى كوم سوال د پاك نبي د شهادت و هغه حل شو
د حسين له شهادته شهادت يې مكمل شو
دا چراغ زمونږ د پاره د قيامته پورى بل شو
هر منكر ته د حمزه په مخكې دا دليل اول شو
شهادت د حسنينو ځكه و د نبي عين
پورته تن يې د حسن و، ښكته تن يې د حسين

د امام حسين روزنتون:

پوهان وايي، مور و پلار، کور او چاپېريال د کوچني په ښې يا بدې روزنې کې ډېره اوچته برخه لري، اوس هغه چاپېرل څېړو چې حسين پکې لويی شوی دی.

حسين د داسې مينناک نارينه په غېږ کې لويی شو، چې د زړونو او تنو لارښود دی او طبيعي ده چې په دغسې چاپېريال کې روزل شوی هرومرو پاک وي، تل پېغمبر (ص) علي (رض) او فاطمې (رض) موچي کاوه او په داسې چاپېريال کې لويی شو، چې د جبرئيل د وزرونو غږ پکې اورېدل کېده او د هغه نجوا يې اورېده، داسې کور چې د تطهير، مودت، مباهلې او… آيتونه يې په باب نازل شوي دي.

پېغمبر (ص) د مينې او عاطفې مرکز دی،چې حسين په دغسې مرکز کې وسېده. حسين د مينې ښکارندوی دی؛ ځکه د مينې په غېږ کې لويی شوی دی، دا چې پېغمبر (ص) د سخاوت، مېړانې، استقامت، سرښندنې او فداکارۍ ښکارندوی دی؛ نو دې ماشوم يې ژبه رولې، دا چې پېغمبر د الهي پوهې، خدايي پاکلمنۍ او اسماني پاکۍ ښکارندوی دی؛ نو حسين چې له ده دی، څرګنده برخمني ترې لري.

تر رسول الله (ص) به کوم اوچت نيکه وي او تر خديجې رضی الله عنها به کومه اوچته ادې وي، تر علي (ک) به کوم پلار وي او تر فاطمې رضی الله عنها به کومه اوچته مور وي، چې اولادونه به يې تر يوه دغسې کور او چاپېرياله اوچت وي او تر حسن و حسين رضی الله عنهما به اوچت وي.

حمزه بابا وايي :

چې هر څوك د پنجتن نه لري ياري
مرګ  د روح يې دى له دغې بيماري
د كور خلق برابر د پردو نه وي
زه اول يم تنج تني بيا جار ياري
چې احمد علي زهرا حسين واړه
اولى نه ګڼي عبث كوي خواري
پس د دوى نه مې پسند واړه اصحاب دي
چې لري په تابعينو سرداري

زه حمزه د بو تراب د در تراب ىم
چې يې قيض تر قيامته دى جاري

د  امام حسين مېرمنې او اولادونه:

د امام درې مېرمنې وې او څو اولادونه يې ترې درلودل چې ټول د زمانې بلې ډېوې وې او دي.

۱- يوه د فارس شهزادګۍ يې مېرمن وه.

د دويم خليفه (رض) پر مهال، په قادسيه کې د اسلام لښکر د فارس پاچا پر لښکر لاسبری شو، پاچا وتښتېد، تخت و تجاج يې خوشې کړ او زامن يې چين ته ولاړل او خويندې يې بې سرپنا پاتې او مسلمانانو اسيرانې او بنديانې کړې. اسيران او جنګي غنايم يې نبوي جومات ته راوستل. د سخت وضعيت، د سفر له کړاو، اسارت او بې پناهۍ له لامله، شهزادګۍ په خبرو راغله او خپل نيکه يې، چې د پېغمبر (ص) ليک يې څېرې کړی وکنځه. خليفه غوسه شو، ځکه په ګومان يې چې دا يې وکنځه، غوښتل يې چې ویې وهي، علي (ک) خليفه ته د شهزادګۍ خبره وژباړله، خليفه آرام شو، بيا يې امر وکړ، چې شهزادګۍ او ورسره فارس د پاچا ټبر وپلوري، د علي (ک) وويل: پېغمبر (ص) سپارښتنه کړې، چې د هر قوم د مشرانو درناوی دې وشي، کوم مشر چې خوار او ذليل شوی، پرې ولورېږئ، خليفه ترې حل لار وغوښته، علي (ک) ورته وويل: شهزادګۍ پرېږدئ، چې په مسلمانانو ځوانانو کې د خپلې خوښې مېړه وکړي. په پايله کې يې اتلس کلن ځوان حسين انتخاب کړ. نوموړې د حسين په کور کې له ديني اوچت مقامه برخمنه شوه او د علي بن الحسين (امام سجاد) په نامې يو اولاد ترې وزېږيد، چې تر پلار روسته د امامت او مشرۍ د ونې مېوه شوه، د امويانو په سرغړانده زمانه کې د عاشورا بېرغچي شو او د کربلا د توپان ماته بېړۍ يې د امن ساحل ته راوايستای شوه، که نه يزيديانو زغملای نشو او واژه يې. وايي: شهزادګۍ د لومړي اولاد تر زوکړې روسته ومړه.

۲- ليلا:

ليلا د امام حسين (رض) دويمه مېرمن وه، د ليلا نيکه عروة بن مسعود ثقفي د ثقيف د ستر ټبر يو مشر و، دې ستر صحابي چې اسلام راووړ، وظيفه ورکړای شوه، چې خپل قوم توحيد ته راوبلي؛ چې قوم ته ورغی، قوم يې بلنه ونه منله او چې ګهيځ نمانځه ته راپاڅېد، ويې واژه.

علي اکبر او يوه نجلۍ د ليلا اولادونه دي. علي اکبر په څېره او ښکلا کې رسول الله (ص) ته ورته و، چې چا به غوښتل د رسول الله زړه راښکونې ښکلا وويني؛ نو علي اکبر ته به يې ليدل. وايي: د عاشورا پر ورځ چې دا ځوان د جګړې ډګر ته ورتله، پلار يې وويل: دې قوم ته داسې يو ځوان ورغی چې په صورت او سيرت، څېره او خوي کې رسول الله (ص) ته ورته دی.

۳- رباب

رباب د امام حسين درېيمه مېرمن؛ د امرء القيس کلبي لور وه، د سکينې او بل تي خور ماشوم مور، چې تي خور ماشوم د کربلا په وروستيو شېبو کې د پلار په غېږ کې په غشي شهيد شو.

ليلا يې د عاشورا تر پېښې روسته له نورو بنديانو سره کوفي او شام ته بېوله، وايي: د ابن زياد په ناسته کې؛ له دوه درې ورځو روسته يې د لومړي ځل لپاره په لګن کې د حسين پرې شوی سر وليد، چې عبيدالله په لکړې په شونډو او غاښونو واهه، وار يې ونشو، پاڅېده او سر يې په څنګ کې ونيو، عبيدالله په لکړه ووهله.

چې مدينې ته راغله، د حسين په وير غونډه کې يې ژړا ونه درېده، د خپل مېړه او تي خور ماشوم تر شهادت روسته يو کال ژوندۍ وه او په دې موده کې شپه و ورځ، په تودوخه او سړو کې، خونې ته وردننه نشوه؛ ځکه په کربلا کې يې حسين بربنډ ليدلی و.

د امام حسين (رض) انساني او اخلاقي ځانګړنې:

د اخلاقو علم انساني فضايل او کرامتونه رازده کوي او دا ډېر دي لکه: تواضع، عاجزي، د سرغړاندو او کبرجنو پر وړاندې کبر، مېړانه، ايثار، سرښندنه، کرم، سخاوت، حيا، عفت، زغم، د مظلوم لاسنيوی، کمزوري ته ډاډيينه، له بېوزلو سره مرسته او… پېغمبران عليهم السلام راغلي، چې خلکو ته انساني فضايل ورزده کړي او پېغمبر (ص) راغی چې د اخلاقي فضايلو خورا اوچت او عالي خلکو ته ور وښيي او دين يې همدا اخلاق او اداب دي.

پېغمبر (ص) راغی چې انسان د ظلم، ناپوهۍ، جهل، خرافاتو … له لومو څخه ازاد کړي او ور زده کړي چې انسان د الله تعالی مخلوق دی او نه ښايي چې مخلوق پر بل مخلوق زور زياتی وکړي، ښکېل يې کړي، ملنډې پرې ووهي او ظلم پرې وکړي.

پېغمبر (ص) ټول قومي، ژبني، خېلي، نژادي، سيمه ييز، ټبريز او… امتيازات له منځه يوړل، عزت او ګرانښت يې په تقوا درلودو او له خدايه په ډار پورې اړوند وګڼل، ويې ويل:” د چا ظلم مه زغمه؛ خو د مظلوم ملاتړ کوه، له بېوزلۍ سره مبارزه وکړه؛ خو د نېستمن لاسنيوی هم وکړه، له فقر سره جګړه وکړه؛ خو د فقير مرسته وکړه، د چا زړه مه رنځوه، خو رنځېدلی خوشحال کړه” او دا ټول د حسين شعارونه وو، که په مدينه کې و، که په مکه کې، که په کربلا کې و او ان تر ننه.  

يوه ورځ امام حسين د يو باغ له څنګه تېرېده، تور مريی يې وليد، چې تر ونې لاندې ناست دی، يوه ټيکله روټۍ ورسره ده، يوه مړۍ په خپله خوري او بله سپي ته ورکوي. امام ورته وويل: هر ورځ څو ټيکلي ډوډۍ ورکوي؟ ويې ويل: يو ټيکلی، ويې ويل: ولې يې سپي ته ورکوي؟

ويې ويل: د رسول الله (ص) زويه، له پېغمبر راته ويل شوې: څوک چې کوم زړه ښاد کړي، خدای يې زړه ښادوي، زه غمجن يم، زړه مې خپه دی، غواړم د دې سپي زړه ښاد کړم، چې ښايي خدای مې غمجن زړه ښاد کړي. امام وويل: غم دې څه دی؟

ويې ويل: د دې بڼ خاوند مې ارباب او يهودي دی، زه يې پېرل شوی مريی يم، کار مې د دې بڼ بڼوالي ده، زړه مې غواړي ازاد شم؛ خو وزله او چاره يې راسره نشته.

امام وويل: بيه دې څومره ده؟

ويې ويل: دوه سوه ديناره سره.

امام له مريی سره د يهودي کور ته ورغی چې ويې پېري د بڼ خاوند ترې وپوښتل څه ته راغلی يې، امام وويل: د دې مريي پېرلو ته.

سړي وويل: مری درځار، در ومې باښه او دا بڼ دې هم ستا وي. حسين وويل: دا دوه سوه ديناره دې ستا وي، سړي ومنله او بېرته يې حسين ته ورکړل، حسين مری ازاد کړی، باغ او پيسې يې هم ورکړې.

وايي: د سړي مېرمن د وره شاته وه، د دې ځوانمردۍ او مېړانې په پار يې خپله مهر خپل مېړه ته وباښه او مسلمانه شوه، سړي هم خپل کور خپلې مېرمنې ته وروباښه او اسلام يې راووړ.

وايي؛ حسين وويل: څه برکتي روايت؟ يو زړه ښاد شو، يو مری ازاد شو، يو اړمن مړه خوا شو، مېرمن او مېړه مسلمانان شول او مېرمن د کور خاونده شوه.

وايي: په يو اختر کې د حسين يوې مينزې، د کشهاليو يوه لښته ور ډالۍ کړه، حسين وويل: ازاده مې کړه؛ يعنې د حسين ډالۍ د مينرې ازادي وه. حسين ته وويل شول:

دا لښته يو درهم ارزي او د ميزې بيه له لسو زرو درهمو ډېره ده، ويې ويل: داسې ادب يې راښوولی که چا څه در ډالۍ کړل، ته ترې غوره ورډالۍ کړه، نو ځکه ترې غوره د مينزې ازادي وه.

امام حسين (رض) خبر شو، چې ستر صحابي؛ اسامة بن زيد (رض) ناروغ دی، د نوموړي له حسين او پلار سره يې ښه نه لګېده، حسين يې ليدو ته ورغی، د مرګ په درشل کې يې سخت خپه وموند، د خپګان علت يې ترې وپوښت، ويې ويل: ۶۰ زره درهمه پور راباندې دی، چې د ورکولو وس يې نه لرم، ډارېږم ومرم او پوروړی پاتې شم.

حسين وويل: تر مرګ وړاندې دې پور ورکوم، ژمنه يې پوره کړه او اسامة بن زيد (رض) په ارامۍ سا ورکړه.

يو بانډيڅي د پور او بېوزلۍ له لامله کډوال شو، نبوي جومات ته راغی، ويې پوښتل چې څوک خورا ځوانمرد او سخي دی، چې په پت مې له پوره خلاص کړي؟ خلکو حسين وروښود، چې د جومات په څنډه کې يې نمونځ کاوه، بانډيڅي يو شعر ورته ووايه:

«هغه نه نهيلېږي، چې درته هيلمن وي.

او هغه چې دې ور ټک ټک کړي

ته بښوونکی، کريم او د پناه دروړوونکيو پناه ځی يې

او پلار دې د فاسقانو وژونکی و.»

حسين له بانډيڅي سره کور ته راغی، کور ته ورننووت او څلور زره ديناره سره يې په ټوټه کې تاو کړي، دورهٔ تر شا ورکړل، چې د اخستو پر وخت يې پر حسين سترګې ونه لګي او خجالت نشي.

وايي: بانډيڅي وژړل، ويې ويل: افسوس چې د دې سخي او ځوانمرد لاس خاورې شي. د حسين تر شهادت روسته، پر شا  او د وليو په منځ کې يې غوټې او ټپونه وو، چې د تورې او نېزې له لامله نه وو، امام سجاد (رض) وپوښتل شو. ويې ويل: دا د هغو پېټو نښې او اغېزې دي، چې د شپې به يې پر اوږو کول او بېوزليو او فقيرانو ته يې وروړل. د شپې شپې تله، چې دوی يې ونه پېژني او خجالت نشي.

امام حسين يوه ورځ د فقيرانو پر يوې ډلې تېرېده چې وچې ډوډۍ يې راټولې کړې وې او په خوړو يې لګيا وو دوی حسين خوړو ته وباله، له آسه راکوز شو، ترڅنګ يې کېناست؛ خو د دوی ډوډۍ يې ونه خوړه؛ ځکه دا خيرات (او صدقه) و او صدقه پر اهلبيتو حرامه ده.

روسته يې وويل: تاسې وبللم او بلنه مې ومنله اوس تاسې بلم چې کور ته مې راشئ، فقيرانو بلنه ومنله، کور ته يې ورغلل، حسين خورا ښه مېلمستيا ورکړه او هم يې ډالۍ ورکړې. يو شامي سړی چې په شام کې د معاويه بن ابو سفيان په واکمنۍ کې اوسېدلی و، مدينې ته راغی، ويې ويل: حسين مې پر آس سپور وليد او له ښکلا او دبدبې يې ورته په رخه کې شوم، له ده او پلار سره يې کينه مې ورته راوپارېده، ورغلم ورته مې وويل: د ابوتراب زوی يې؟

ويې ويل: هو!

ده او پلار ته يې په کنځا شوم، ډېری کنځاوې مې وکړې؛ خو حسين په زړه سوي او مينه راته کتل، ويې ويل: آرام شه، له الله تعالی ځان او تاته بښنه غواړم، که مرسته رانه غواړې، لاسنيوی دې کوم، که مې مېلمه کېږې، ميلمستيا درته کوم او… چې حسين وليدل زه پښېمانه يم، ويې ويل: ته د شام يې؟

ومې ويل: هو!

ويې ويل: ناوړه تبليغاتو او دنډورو دغسې کړي يې، پړ نه يې، خدای دې ستا نننۍ ګناه وبښي. که څه اړتيا لرې ووايه، چې درپوره يې کړم، سړي وويل: داسې شوم چې ومې غوښتل په ځمکه کې ورډوب شم او داسې ترې ولاړم چې ومې نه ويني.

نافع ازرق د خوارجو مشر او د علي (ک) او زامنو يې يو سر سخت غليم و، يوه ورځ حسين ته ورغی، ويې ويل: خدای راته (توصيف او) معرفي کړه. امام په خورا ښه توګه ځواب ورکړ. نافع وويل: څومره ښې خبرې دې وکړې.

امام وويل: اورېدلي مې دي، چې ته ما، ورور او پلار مې کافر بولې ويې ويل: هو؛ همدغسې ده؛ خو تاسې د دين مشران ياست. پېغمبر (ص) چې د اخلاقو ښوونکی و، د رسالت په پيلامه کې الله تعالی ورته وويل: تر هر څه وړاندې نژدې خپلوان دې انذار کړه. (شعرأ – ۲۱۴).

نو ځکه پېغمبر (ص) بلنه لومړی له خپل قوم او خپلوانو پيل کړه. نو ځکه اهل بيت يې (علي، فاطمې، حسن او حسين) له اخلاقو، ښوونو او ځانګړنو بې برخې نشول. حسين چې د پېغمبر په غېږ کې روزل شوی؛ نو بې شکه دا فضايل يې د شيدو په څېر ترې رودلي، او له مور وپلار يې هم په ميراث يووړل.

له مستکبرينو، سرغړاندو او ظالمو سره د امام حسين چلن:

امام حسين له نوموړي غوليدلي شامي سړي سره هاغسې چلن وکړ، د نافع ازرق پوښتنه يې په زغم ځواب کړه، سره له دې چې پېژانده يې؛ خو پوښتنه يې پوره ورته ځواب کړه، تردې چې غليم تواضع او عاجزۍ ته اړ شو، له بېوزليو سره په خاورو کېناست؛ خو د سرغړاندو، مستکبرينو او ظالمانو پر وړاندې دومره په قوت درېده چې دوی يې پر وړاندې حرکت او خبره نشوه کړای.

پر هغې شپې چې د مدينې والي (د یزيد د تره زوی) امام حسين د معاويه بن ابوسفيان له مرګه خبراوه او غوښتل يې بيعت ترې واخلي؛ نو د مروان په مشوره يې د شپې د ولايت ماڼۍ ته راوغوښت، حسين له څو تنو سره ورغی او دوی ته يې وويل چې له ماڼۍ بهر انتظار باسئ، که مې وغوښتئ راننوځئ.

وليد د مرګ خبره او د بيعت موضوع ورياده کړه، حسين له بيعته ډډه وکړه، غوښتل يې چې له ماڼۍ ووځي، مروان والي ته وويل: حسين وتو ته مه پرېږده، يا بايد بيعت وکړي او يا يې سر ورپرې کړه.

حسين د والي، مروان او د حکومت د وسلوالو پاسولانو په مقابل کې يوازې و. پر والي او مروان يې دومره هيبت ورواچو، چې دواړه پر ځای يخ پخ پاتې شول او د کور لار يې ونيوه، چې راووت والي ته يې وويل:

اميره! موږ نبوي کورنۍ (اهل بيت)، د رسالت کان او د پرښتو د راکېوتو او تلو ځای يوو. خدای پر موږ پيل کړې او پر موږ يې پای ته رسوي. يزيد يو فاسق، شرابخور او قاتل دی او په ډاګه فسق وفجور کوي؛ نو زما په څېر به د يزيد په څېر سره بيعت ونه کړي.

چې کله له مدينې ځنې مکې ته روانېده، له عمومي لارې يې حرکت وکړ، ورته وويل شول: شونې ده واکمن دې تعقيب او وڅاري، ښه ده چې په ګوښې لارې ولاړ شې، قسم يې وخوړ، چې پر عمومي لار او د خلکو پر وړاندې به په بله لار ولاړ نشي، والي او ګرد دولتي چارواکي يې له خوځېدو خبر شول؛ خو د ده د څارنې جرئت يې نه درلود.

معاويه بن ابوسفيان په خپلې واکمنۍ کې امام ته ليک ولېږه، چې پکې يې د علي (ک) زوی د حکومت له زوره ډارولی و؛ خو حسين بن علي ډېر توند ليک ور ولېږه، چې ډېرې لږې برخې ته يې اشاره کوو:

«… آيا هغه نه يې چې الهي ژمنه دې ماته او ناڅيزه دې وګڼله، له قسمونو روسته دې حجر بن عدی وواژه… آيا زياد خبر نه کړې چې دوی (هغوی چې زياد ووژل) د علي پر لارې روان دي او تا حکم ورته وکړ: څوک چې د علي پر لار روان وي، ويې وژنئ. د علي لار او دين یې د تره زوی؛ رسول الله (ص) لار او دين و، چې له برکته يې پر دې مقام ناست يې… پردې امت دې واکمني ستره فتنه او اړو دوړ دی او درسره جګړه غوره فضيلت او غوراوی دی. افسوس درباندې… همدغسې د خپلې ناپوهۍ او جهل پر سپرلۍ سپور يې او ديني ژمنماتۍ ته حريص يې… ای معاويه! وفات ته دې په شمېر شمېرلې ورځې پاتې دي… خپل شرابخور زوی ته دې بيعت واخست… په دې ناروا کړنې دې ځان ته زيان وپېره او دين دې له لاسه ورکړ او خلک دې اړ دوړ ته راوايستل.»

د حُر د وسلوال پوځ پر وړاندې يې وينا، د عاشورا پر ورځ يې د عمر سعد، لښکر پر وړاندې خبرې او په عرفات کې يې وينا، دا ټول راښيي چې دا مېړه نارينه د ظالمانو او مستکبرينو پر وړاندې دومره په قوت درېده چې ته وا دوی هيڅ نه دي.

د غزل بابا وايي :

اووى ورته دوى مونږه خبر يو هر چې ته وايې
ښه وايې كه بد وايې خو اووايه چې څه وايې
ته چې د يزيد په خوښه نه وايې ښه نه وايې 
هر څو كه سم سم وايې خو مونږ وايو كاږه وايې
يا خو د يزيد د بيعت جغ وته ګردن نيسه
يا زمونږه غشو نېزو تورو ته دې تن نيسه
پوهه شو امام چې دوي به نرم په حجت نه شي
توره چې كوم كار كوي هغه په نصيحت نه شي
كار چې شي په زهرو هغه چرې په شربت نه شي
جوړ به په دې وخت کې بې د جنګه څه صورت نه شي
لا خو وه په فكر کې امام په لر او بر د جنګ
راوړو د لښكر نه د دشمن غشو خبر د جنګ
وې امام په جوش کې چې زه غشى زه دماح يمه
زه د ذوالجلال والاكرام يوه سلاح يمه
ځوان يم د جنت د جنتي ګلونو راح يمه
بچ مې له ګذاره شئ زه سور د ذوالجناح يمه
زه نبي نيكه په اوږه باندې ګرزولى يم
زه يم چې حورانو په سندرو کې ستائېلى يم
څوك به وي په تاسو کې چې اوزغمي ګزار زما
تندر د اسمان دى كه په لاس کې ذوالفقار زما
رادې شي په مخکې چې د سر وي طلبكار زما
سر قلمولو ته دى ستاسو انتظار زما
زه د بوتراب شاه مردان علي ولد يمه
زه له ماشومتوبه لا د جنګ سره بلد يمه

امام حسين د اسامه (رض) په مرګوني حال کې د ده پور ورکوي او بانډيڅي ته د وره له شا څلور زره دینار سره ورکوي او مينزه د يوې لښتې ډالۍ په بدل کې ازادوي؛ خو يوه ورځ يې په نبوي جومات کې له يوه اموي چارواکي سره د څه شتمنۍ پر سر اړپېچ وکړ. اموي څه بدماشي وکړه؛ خو امام حسين له چنغړک ونيو، سترګې يې ټېغې راووتې او نژدې و، چې نبوي جومات چټل کړي.

افسوس چې دا لنډه ليکنه اجازه نه راکوي، چې د معاويه او يزيد د نخچو پر وړاندې د نارينه حسين خوځښتونه او له مدينې څخه د مکې او له دې ځايه د کربلا پر لور يې تل پاتېدونی خبرې يادې کړم.

د خپل مشر ورور؛ امام حسن (رض) پر وړاندې د امام حسين (رض) دريځ:

د اهلبيتو د لارويانو له نظره امامت او مشري يو الهي مقام دی، چې الله تعالی امام ټاکي او پېغمبر يې منصوبوي، امام هم پر الهي علم پوهېږي او هم پاکلمنی او معصوم دی. معصوم هغه ته وايي چې نه ګناه کوي، نه تېر وځي او نه يې په فکر کې ګناه ګرځي او دا دواړه ځانګړنې امام د امامت مقام وړ کوي.

امامت يو خدای ورکړی مقام دی، علی ابن جعفر د امام صادق زوی، ډېر عزتمن عالم و؛ خو د امامت عالي مقام ته ونه رسېد خدای دا مقام نهه کلن هلک يعنی امام جواد ته ورکړ. علی بن جعفر به راتله او د امام جواد لاسونه به يې موچي کول، نيوکه پرې کېده چې ولي هلک ته دومره تواضع کوې؛ خو ده به پر خپله سپينه ږيره لاس راښکوده ويل يې: خدای دا سپين ږيری د دې مقام وړ نه ليده؛ خو دې کوچني ته يې امامت ورکړ.

جعفر د امام هادي زوی تر خپل ورور (امام عسکري) روسته امامت ته ونه رسېد، خو خدای دا مقام پينځه کلن هلک يعنی حضرت مهدي ته ور پېرزو کړ.

محمد حنفيه د علي (ک) زوی د امام حسين تر شهادت روسته امامت ته ونه رسېد؛ خو خدای دا مقام د امام حسين له ځوځاته يو ځوان ته ور ډالۍ کړ.

نو دا چې امامت يو الهي مقام او د خدای له لوري منصوب دی؛ نو هر متدين او خدای پېژاندی انسان دی د امام خبرې ته غوږ ږدي او لاروي دې ترې کوي او د ده اوامر دې د خدای اوامر وبولي او دا بحث دې د امامت په بحث کې وڅېړل شي.

نو ځکه امام حسين بايد د خپل ورور پر وړاندې مطيع او له سياستونو يې دفاع وکړي او تل ورسره مل وي. نو ناپوهي به وي چې د دې دواړو سياسي چلندود د عقل او خپل درک له مخې وڅېړو او تردې لا ناپوهي ده چې ووايو: حسين د خپل ورور چلن نه خوښاوه او ترې خپه و، کله يې ترمنځ درز پېښېده.

له امام باقر (رح) روايت شوی: «حسين دومره د خپل ورور درناوی کاوه چې په مخکې يې خبرې نه کولې.» نو انګېرلای شو، چې له خپل ورور سره يې مخالفت درلود. يو اړمن امام حسين (رض) ته ورغی، امام ورته وويل: ورور مې څومره درکړې؟ ويې ويل: سل ديناره، امام ورته (۹۹) ديناره ورکړل؛ ځکه له ورور سره يې برابري نه غوښته، ان په ورکړه کې.

امام حسن مجتبی (رض) د ځينو شرايطو له لامله (چې دلته يې د يادونې ځای نه دی) له معاويه بن ابو سفيان سره سوله وکړه او امام حسين پر دې سوله ليک پابند و.

د امام حسن مجتبی (رض) تر شهادت روسته، يو شمېر کوفيانو له امام حسين ځنې وغوښتل چې راشي او دوی به يې د معاويه پر ضد پاڅون کې ملګرتوب وکړي. امام وويل: له معاويه سره همژمنی يم، چې ژوندی وي، نه يې ماتوم. دا ژمنه هماغه ژمنليک و، چې ورور يې له معاويه سره ليکلی و او امام دا ژمنه خپله ژمنه ګڼله.

امام حسين له معاویه سره بيعت ونه کړ او امام حسن مجتبي هم همدا لار خپله کړه او ان له معاويه يې وغوښتل، چې له حسين څخه بيعت وانخلي؛ ځکه بيعت به درسره ونه کړي.

غزل بابا وايي:

شان د خلافت او د عصمت او د عفت لري
ځكه خو دستار په سر د شاه رسالت لري
روح هغه څلور دي خو پنځم يې دا بدن ګڼه
بس خو سر تر پايه يو پېكر يې د پنجتن ګڼه
اس يې مطىن په لار ځي په جست و خېزنه دى
پوهه د خپل سور په زړه چې نېت يې د جنګرېز نه دى
امن په دنيا کې مدعا لري چې تيز نه دى
زوى د محمد اخر زمان دى څه چنګېز نه دى
امن امن صلح صلح غږ د اس قدم قدم
غږ د حق اوهو اوهو اوهو او حق چې اخلي دم
سترګو د دښمن په حيرانۍ ورته نظر اوكه
زړونو پرېشانو پْه درزا ترېنه خطر اوكه
راغى مخامخ مېدان ته غږ زوى د حيدر اوكه
راغله خاموشي شوه پورته ښكته شور سفر اوكه
  حسين د ژوند چينه د كل انسان دپاره دى
نعره د رسالت په كور نسيم كړه د اجل
نه دا چې بوي فقط د ګلستان دپاره دى
مېدان د كربلا نه تر مېدانه د محشر
اولاد د مرتضى خو د مېدان دپاره دى
باران د اوښكو وكړه كه پرې زړه جمع كوې
حاجت د جمعيت د پرېشان دپاره دى
يوه اوښكه لرم، شي دې په مزكه ولې توى
دا ستورى مقدس خو د اسمان دپاره دى
هر كال د قربانۍ نه نوى كيږي د مسلم
مثال د حسين ژوند د مسلمان دپاره دى
ارمان د شهادت وګڼه پلار د هر ارمان
زړګى چې پيدا شوى د ارمان دپاره دى
اكمال د نبوت وي نابينا بې شهادت
وركوټى كسى ژوند د هر چشمان دپاره دى
مسلم د حسين ژوند كه كړي مشعل د خپل عمل
په خداى چې كل جهان د مسلمان دپاره دى
دليل دغه قرآن دى په اولاد د محمد
اولاد د محمد هم، د قرآن دپاره دى
ايثار به د هغوى كړمه يو روح د افسانې
حمزه نوم د حسين يې د عنوان دپاره دى
نبي كه محمد د كل جهان دپاره دى       
د شفق سرخي د وينو دى نشان د حسين
نن معلوميږي رزمخداىخداىګاه هر بيابان د حسين
باد د سبا ځي په دو دو نن د يثرب په طرف
غم د اصغر چې كړې د زلفانې پرېشان د حسين
نخښه دجوش او اشتياق د شهادت ده كه وي
نه منافي دي د رضا چشمې ګريان د حسين
ولې به نه وي په هيبت عرش او كرسي او قلم
چې دي نهر د دريو ورځو ماشومان د حسين
سخته ګرمي محاصره، لوږه، او تنده اله
زين العباد اكبر اصغر او قاسم جان د حسين
چرته زېنب چې نمر سپوږمې يې كړه پرده له مخه
چرته كربل ډك له بلا او خاندان د حسين
د قاسم ناوې له يې جوړ څه په شانه كړو وربل
ګويا چې خور يې په خزان كړو ګلستان د حسين
چرته خنجر د شمر چرته بوسه ګاه د نبي
چرته خزران، چرته ښائسته در دندان د حسين
د آسمان سترګو به دا هم ليدلي نه وو حمزه
په كربلا چې شو ښكاره ورته جولان د حسين

د حسيني سياست ستنې:

چې کله د انقلاب خبره کېږي؛ نو ذهن ته دا خبره راځي چې په ګردو ټولنېزو، سياسي، اقتصادي، فرهنګي او … چارو کې ادلون بدلون.

هو! د نړۍ انقلابونه پرهمدې بنسټ دي، که کيڼ اړخي کمونیستي ملحد انقلابونه وي او يا ښي اړخي شيطاني ښکېلاکي. دوی انقلابونه کوي؛ په هره بيه چې تمامېږي، په هر چل ول چې مخکې ځي، وینې بهېږي، بې ناموسي رامخې ته کېږي، خو دوی ته مهم نه دي. د دين او الهي سياستونو له مخې انقلابونه د دنيوی سياستونو له مخې انقلابونو سره توپير لري. په الهي انقلابونو کې هم دنيا شته او هم آخرت، هم دين هم اقتصاد او سوکالي، انقلاب د خلکو پر ګټه دی نه د انقلابيونو، انقلاب د خدای لپاره دی، نه ځان، ګوند او ښوونځي ته.

د پېغمبر (ص) په انقلاب کې له دنيوي انقلاب سره د يوه ديني انقلاب څرګند توپير وينئ، ټولنه يې هر اړخېزه واړوله؛ خو خپله يې څه درلودل او څه يې پرېښوول؟ چې کله له نړۍ ولاړ، علی (ک) يې پورونه ورکړل. مسلم بن عقيل (رض) د حسين (رض) په ليکه کې لومړی انقلابي و، چې شهيد شو، (۷۰۰) درهمه پوروړی و، وصيت يې وکړ، چې زرې يې وپلوري او پور يې ورکړي.

انقلابي حسين هغه ديندار دی، چې انقلابي سياست يې پر دين او تقوا ولاړ دی او د پاڅون له وخته؛ له مدينې څخه مکې ته او له مکې نه کربلا ته له دې ليکې ونه ووت. په دې انقلاب کې تقوا، الله په پام کې نيونه، انساني اخلاق، وفا، رښتينولي، عفت، حيا، مينه، ګذشت، سرښندنه او … ښه تر ليدل کېږي. په لنډو په ديني انقلاب کې، انقلابي ته، خلک د الله لپاره ګران وي، په ځان، دنيا او بريا پورې کار نه لري، شونې ده په دې لار کې شهيد شي او خپل مطلوب ادلون بدلون ونه ويني؛ خو کوم تخم چې کري، د تاريخ په اوږدو کې د انسانانو په زړونو کې راټوکېږي، ميوه نيسي او ميوه يې د الهي انقلابي انسان غوښتنه ده.

حسين رضی الله عنه په ظاهره ماتې وکړه، په خپله شهيد شو، ان شپږ مياشتې تي خور ماشوم يې هم په غشي شهيد شو، کوچنيان او ښځې يې بنديانې شوې؛ خو څه موده روسته يې انقلاب مېوه ونيوه او نن چې د نړۍ په بېلابېلو سيمو او هېوادونو کې په ميليونونو انسانان راټولېږي، د حسين خاطرات او د غليم جنايات څېړي او له حسين دفاع کوي، پرې ژاړي او د خدای او انسانيت لپاره يې درناوی کوي او پر دښمنانو يې د خدای او انسانيت لعنت وايي، د هماغه انقلاب اغېز دی، چې څه له پاسه يو زر او درې سوه کلونه مخکې يې د دين بياژواکۍ، احیاء او انساني فضايلو په لار کې وکړ. خلک يې له ليکې سره يو ځای او خپله ديني او دنيوي نېکمرغي ترلاسه کړه. حسين ووژل شو؛ خو دين يې چې په اموي سياستونو دمنځه وړو په درشل کې و، بيا ژواکی او احیاء کړ.

حمزه بابا وايي:

د غزل بابا وايي :

وركړى شوى د اسلام اونې ته نوې وينه
نن د اولاد د محمد ده تويې شوې وينه
نن به دا وينه تر محشره ګلستان جوړوي
د حق ثنا لره به نوي بلبلان جوړوي
د عمر سعد دا اصرار ؤه چې بېعت اوكړه
حسينه راشه د يزيد متابعت اوكړه
بغېر له دې دې خبردار شه بل مفر نشته
او ګنې پوه شه په تن باندې دي سر نشته
امام ويل ورته يزيد لره به ورشمه زه
چې مخامخ يې په منشا باندې خبر شمه زه
او كه دا نه وي چې په لور د هندوستان ولاړ شم
چې د جهان په سلسله کې خرامان ولاړ شم
د عمر سعد په كړه وړه کې څه نرمي شوه پېدا
خو د بد بخت شمر په وينه کې ګرمي پېدا شوه
وې عمر سعد دا خو هيچرې كېدلى نه شي
نه هندوستان ته او نه شام ته رانه تللى نه شي
اوګني پوى شه د لښكر سپه سالار به زه ىم
ابن زياد كړى فرمان دى چې سردار به زه يم
د عمر سعد ؤ د رتبې د حكومت لالچ
ابن زياد چې ؤ وركړى په حكمت لالچ
وې چې حسينه نه دې هند او نه دې شام ته پرېدو
اوكړه بېعت په دې ساعت نه دې ماښام ته پرېدو
داسې د ژوند نه راته وايه چې بيزار يې ولې
د خپل انجام نه بې خبره په انكار يې ولې
امام ويل ورته چې ژوند خو امانت دى د رب
د هيچا خپل نه دى فقط يو عنايت دى د رب
عمره پوهه شه فرزند د مرتضى يمه زه
د سترګو تور د محمد خېرالورى يمه زه
د فاطمې بي بي په غيږ کې لوبېدلى يمه
زه يې د دين د تحفظ لره پاللى يمه
لولې قرآن خو لږ ايت هم د تطهير اولوله
زمونږ په شان کې نازل شوى بې نظير اولوله
دين به د ژوند په بها هيچرې ورنه كړمه زه
لاس د بېعت به تر قيامته هم درنه كړمه زه
زما بېعت به وي جواز د ګمراهۍ د يزيد
دا چې اوس شوى دى اغاز د ګمراهۍ د يزيد

حسين (رض) چې د آدم (ع)، نوح (ع)، ابراهيم (ع)، موسی (ع)، عيسی (ع)، محمد (ص) او علي (رض) وارث او پاتوړی دی، په ا نسان ژغورنه کې د همدوی پر لیکه روان دی او موخه يې د همدوی موخه ده او په دې لار او موخه کې بريالی هم شو.

پوهېږو چې انقلاب يا د دنيوي غوښتنو له مخې رامنځ ته کېږي او يا د الهي قانون له مخې، دنيوي انقلاب ځان، ګوند، قوم، ژبې او ښوونځي ته وي؛ خو د الهي قانون له مخې انقلاب د خدای لپاره د انسان ژغورنې ته وي.

دا دواړه انقلابونه هر يو، ځانته ځانګړنې لري، چې څو ته يې اشاره کوو:

۱- الهي انقلابونه د دين له مخې خدای او دين ته يې کېږي او په ناالهي انقلابونو کې ښوونځی، ګوند، قوم، ځواک او … او په پايله کې ځان مطرح کېږي، ځان کله وګړی وي، کله خپل قوم، کله خپله ګوند او ګله خپل ښوونځی او …

۲- په ديني انقلاب کې، انقلاب خدای ته د ور رسېدو او د خدای مخلوق ته د ګټې ور رسولو لپاره يوه وزله ده او په ناديني انقلابونو کې خلک د دنيوي انقلاب يعنې ځان، ګوند او … لپاره وزله وي.

۳- په ديني انقلاب کې، انقلابي ځان او خپلې ګټې نه ويني، الله تعالی او دين يې په پام کې وي او د خدای مخلوق ژغوري. د ځان لپاره څه نه غواړي؛ يعنې ايثار، فداکاري او سرښندنه کوي. انقلاب د يوې دندې او وظيفې په توګه کوي او ان په پايلې پسې يې نه دی، پايله له الله تعالی بولي؛ خو په ناديني انقلابونو کې تل ځان؛ وګړنۍ، ګوندي او … غوښتنې مطرح وي.

۴ – په ديني انقلاب کې وروستۍ موخه د دښمن ارشاد او سمې لارې ته ورسېخول دی. پر نېکيو د امر او له بديو د منع له لارې، چې د الله تعالی يو امر دی او که ارشاد اغېزمن نه وي؛ نو په ډېر لږ زيان خپله موخه ترلاسه کړي؛ خو په ناديني انقلابونو کې موخه بريا او د انقلابيونو مرام دی، که خلک يې وغواړي يا ونه غواړي، خلک يې ومني یا نه، دوی د خلکو او د خلکو د مصلحت پابند نه دي.

۵- په ديني انقلاب کې ټول اخلاقي فضايل او الهي دستورات مراعاتېږي؛ ځکه موخه د انسان روزنه؛ او د انسان مادي او معنوي لوړاوی دی؛ نو ځکه بايد انساني کچې او فضايل مراعات او په پام کې ونيول شي؛ د ناديني انقلابونو پر خلاف چې موخه، له هرې شونې لارې بريا ده، که څه د ټولو او د هر څه دمنځه تلو په بيه وي.

۶- په ديني انقلاب کې دا چې موخه الله تعالی او د انسان نېکمرغي ده؛ نو شخصي او عمومي مالونو او اقتصادي او فرهنګي بېخبناوو ته د زيان لاس نه ورغځوي. څاروي، ونې، کرنه او چاپېريال له منځه نه وړي، اوبه نه خرابوي، په کوچنيانو، ښځو، بوډاګانو او بزګرانو پورې کار نه لري، دوی له خوراک څښاک نه بې برخې کوي؛ ځکه موخه د انسان ژغورنه او ساتنه ده، نه يې هلاکول او له منځه وړل، خو په ناديني انقلابونو کې په هرې شونې لار د ځان بريا ده.

چې کله به د اسلام ستر پېغمبر (ص) کوم لښکر لېږه، دا سپارښتنې يې ورته کولې؛ لومړی خلک سمې لارې ته راوبولئ، که يې ونه منله د اسلام تر بيرغ لاندې راوستو ته يې راوبولئ، چې د اسلامي هېواد قوانين مراعات کړي او بې له شرکه په خپل دين او عقيده کې ازاد وي.

۷- په ديني انقلاب کې، انقلابي چلي او ټګمار نه دی، خلکو ته موخې ته د رسېدو لپاره بې پاره د بريا زېری نه ورکوي، خلکو ته حقايق څرګندوي او له مسايلو يې خبروي، خو په ناديني انقلابونو کې، چل وهل، پټونې، ځانمني او… لومړني ګامونه دي. په صدر اسلام او د انبياوو په تاريخ کې د ديني او الهي انقلابونو کچې او د ناديني انقلابونو په تاريخ کې، د دې انقلابونو نښې ليدای شو.

د خبرې نچوړ: په اسلامي او ديني فکري (انديز) نظام (غونډال) کې، الله تعالی اصل (آر) او چورليز (محور) دی او د انسان بايد هر څه پردې چورليز وچورلي، نمونځ، د خلکو خدمت، انقلاب، دوستي او دښمني، واده، کسب و کار او … ټول بايد د الله تعالی لپاره وي.

چې کله په انقلاب کې چورلیز (محور) الله تعالی وي؛ نو هرومر ګردې خوبيانې، ښه توب او فضايل همدلته دي؛ ځکه انقلابي د الله تعالی له دستوره سرغړاوی نه کوې، ترې نه بېليږي، له فضايلو ځنې نه جلا کېږي او د بديو پر لور نه ور درومي.

د حسيني ديني انقلاب د څرګندو کچو څو بېلګې:

ومو ويل: د انبياوو علیهم السلام، صدر اسلام او کربلا په تاريخ کې له څېړنې د ديني انقلابونو څرګندنې نښې رامعلوميږي، چې دلته يې په حسيني انقلاب کې څو کچو ته اشاره کوو:

۱- په حج کې يې د اصحابو کرامو او تابعينو سترې غونډې ته يوه وينا وکړه، چې د خپل انقلاب کړنلار يې پکې جوته کړې ده، «… په خپلو سترګو يې وينئ، چې الهي ژمنې ماتوي او له الهي قوانينو سره مخالفت کوي، خو په پوټۍ قدرې هم نه ډارېږي… په اسلامي هېواد کې ړانده، ګونګ او بېوزله پراته دي، چارسنبالنه يې نه کېږي او نه لورنه پرې کېږي… الله تعالی خلکو ته حکم کړی، چې د منکراتو او بديو منع به کوئ؛ هخو ترې غافل ياست…

پالونکيه! دا خوځښت مو د حکومت د سيالۍ لپاره نه دی او نه د دنيوي شتمنۍ لاس ته راوړو لپاره؛ بلکې په دې پار دی، چې خلکو ته ستا د دين نښې وروښيوو او په اسلامي هېواد کې سمونې وکړو، چې مظلوم بندګان دې د ظالمانو له منګولو خوندي او بچ وي او ستا فرايض، احکام او سنن پلي شي.  (وګورئ: سيره پيشوايان: ۱۵۹ مخ)

۲- تاريخ په ډاګه راښيي چې امام حسين د عاشورا پر شپه د دښمن له لښکره اجازه واخسته، چې نمونځ وکړي او قرآن ولولي او د عاشورا پر ورځ يې په توده جګړه کې په جماعت نمونځ وکړ.

۳- کربلا ته د تلو په لار کې، د حسين قافله تم شوه، امر يې وکړ، چې ډېری اوبه زېرمه کړئ، سره له دې چې کافي اوبه يې درلودې، تر لږه مزله روسته د «حُرّ» له زر تنيزه پوځ چې د حسين مخه يې نيوه ـ سره مخ شول. امام حسین ته وړاندیز وشو چې د حُرّ له پوځيانو سره دې جګړه وشي؛ ځکه دوی ستړي او تږي دي او د مقابلې وس نه لري او ژر له منځه ځي، خو حسين دا کار له ديني او انساني فضايلو لرې ګاڼه، امر يې وکړ چې پوځيانو او ان آسونو ته يې هم اوبه ورکړئ.

يو تن وايي چې له سختې تندې پر لار تلای نه شوم او په ځنډ راورسېدم او د خيګ له خولې په اوبو څښلو بلد نه وم، حسين راغی، د خيګ خوله يې ونيوه او اوبه مې وڅښلې.

طبيعي ده چې بې دينه انقلابي له دې موقعيته ګټنه کوله او د حُرّ لښکر يې ځپه؛ ځکه موخه يې الله تعالی نه و او يوازې د بريا سوچ ورسره و.

۴-  امام خپل ورور محمد حنيفه ته په وصيت کې وليکل: «… په رښتوني د ځانمنۍ، سرغړاندۍ، هوس پالۍ، د فساد او ظلم رادبره کولو لپاره نه راپاڅيږم، بلکې له دې خوځښته موخه مې، د هغو مفاسدو سمونه ده، چې زما د نيکه په امت کې پيدا شوې او منظور مې «پر نېکيو د امر کولو او له بديو د منع کولو» سپارښتنه وه او غواړم د خپل نيکه پېغمبر (ص) او پلار مې علي ( ک) سيرت، خوی او دود خپل کړم.» (ادب الحسين: ۱۱۰ مخ).

۵- تاريخ په ډاګه راښيي چې حسين پر کربلا کې د مخالف لښکر هدايت او ارشاد ته له هرې وزلې کار اخسته، څو وارې وينا يې ورته وکړه، تر جګړې مخکې يې څو ځل د دښمن لښکر مشر عمر سعد (د ستر صحابي سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه زوی) سره خبرې وکړې، غاړه يې پرې خلاصه کړه، چې په قيامت کې د عمر سعد خدای ته څه پلمه پاتې نشي او حق يې ورته بربنډ کړ چې په دې حال کې يا د بدمرغۍ لار خپلوي يا نېکمرغۍ.

ان د جګړې په ډګر کې يې يارانو خپله وظيفه ګڼله مخکې تردې چې جګړه ورسره وکړي، دوی له مخالف لوري جګړه نه کوله، ټپيان يې نه وژل، فراري او تښتېدلي يې نه څارل. حسين د عاشورا پر ورځ څو ځل په بېلابېلو بڼو غافلانو ته نصيحت وکړ، چې لوستنی دی.

 حمزه بابا وايي :

امام اتمام ته د حجت ورته بهر راغى
ګويا په سر د كفرستان د تيرو نمر راغى
سترګې حيرانې وې حسين ؤ ، كه سرور راغى
اوبه شو تريخي د كوفيانو چې حيدر راغى
حسين ويل ورته زه څوك يمْ پېژندلى مو يمْ ؟
كه مو ليدلى پخوا نه يمْ اورېدلى مو ىم ؟
هغو ويل ورته چې مونږه همه تا پيژنو
حسينه مونږه دې نيكه هم دې بابا پېژنو
ړانده خو نه يو ښه سبا اوښه بېګا پېژنو
بس خو بېعت د يزيد اوكړه مونږه دا پېژنو
بې د بېعت نه د يزيد دى بل مفر نشته
كه دې انكار وي په دې پوى شه چې دې سر نشته
پوهه امام شو چې اوس وخت مې مقرر راغى
د قربانۍ دپاره وار زما د سر راغى
د خداى په در کې حاضرۍ لره خبر راغى
هغه ساعت د شهادت مې منتظر راغى
هاتف اواز كړو لا په ژوند درته يو غم پاتې دى
امامه! لا خو د يزيد حد د ستم پاتې دى
پس د اتمام نه د حجت يې ذوالفقار اونيو
د سامعې محل كوكار او شرنګهار اونيو
كوم پهلوان به د كند پوش فقير ګذار اونيو
اخر له لرې يې د غشو ورته وار اونيو
سورى سورى چې شو د اس نه ناتوان پرېوت
جګ يې اسلام كړكه پخپله پهلوان پرېوت
 

د همدې لارښوونو له لامله، يو شمېر له مخالف لوري جلا او له حسين سره يو ځای شول، دښمن چې د حسين خطبې او ويناوې کارسازې ولېدې، امر يې وکړ، چې ډهولونه په زور وهئ، چې خلک يې ويناوې وانه وري، حسين چې د دښمن دا نامردي او بې غيرتي وليده ويې ويل: « … دې حرموني د حرموني زوی د دوو کارونو پر سر ودرولم: يا بايد بيعت وکړم او ذلت ته غاړه کېدم، يا دا چې ووژل شم، ذلت مې له شانه لرې دی، پاکې لمنې او سپېڅلې غېږې يې نه مني.»

۶- د عاشورا پر ورځ يو تميمي ټبری د حسين جګړې ته ورغی، لږ روسته يې حسين پښه ورپرې کړه، پر ځمکه راولوېد، حسين وليد چې اندېښمن او پښېمانه دی، سرته يې ودريد، ويې ويل: څه کومک درسره وکړم؟ تميمي وويل: قوم مې راوبله چې بومې ځي. حسين يې قوم ته ورغږ کړ، راغلل او دا يې بوت.

۷- پوهېږو چې امام د عاشورا پر شپه يوه وينا وکړه او د عاشورا ورځې جريان يې شرح کړ او له ټولو اصحابو او ان له هاشمي ځوانانو يې وغوښتل چې د شپې له تيارې په ګټنې د کربلا سيمه پرېږدئ.

۸- د عاشورا پر ورځ په توده جګړه کې د حسين يو يار يې خبر کړ چې زوی يې له روميانو سره په جګړه کې بندي شوی دی. حسين څو جوړې ګرانبيه جامې ورکړې، ورته وويل ورشه او په دې جامو دې د زوی په ژغورنه کې هڅه وکړه.

۹ – حسين چې کربلا ته ورغی نو شپږ په شپږ فرسخو کې يې يوه ځمکه وپېرله، چې قبر يې په خپله ځمکه کې وي، نه د خلکو.

۱۰- د عاشورا پر ورځ د حسين يارانو د دښمن وژل شويو جامو، تورې، نېزې او … ته سترګې نيولې نه وې، تنې يې وربربنډې نه کړې، مثله يې نه کړل؛ يعنې پزه، غوږ او شونډې يې ورپرې نه کړې.

حمزه بابا وايي :

وركه بلا د خوار امت كړله بلا د حسين
ځكه د هر مسلمان زړه دى جلوه ګاه د حسين
د تن ويښته د حال په ژبه كړي ثنا د حسين
سخ د هغو سر کې د چا چې وي سودا د حسين
جوړ شو قاصد يثرب ته ځي باد د سبا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
په ملكوت کې ځاى پځاى دا هسې شور دى ولې
ستم ايجاد فلك د غمه نه نسكور دى ولې
د فرښتو په سر د غم ابر راخور دى ولې
چا كړو ستم مخ د افق داسې تك تور دى ولې
زلفې خورې دې مضطرب ولې بابا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
د مظلومۍ وايې نوحه وس كربلا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا دحسين
راغله دمشق ته قافله چې بنديوان دي همه
پټ په وريځ کې د بلا د برق پشان دي همه
څه سرتور سرې كنډې رنډې يتيمان دي همه
خبر يې دا د محمد د خاندان دي همه
مير د كاروان بسته په اوښ زين العباد حسين
شفق په وينو كړي ژا په ابتلا د حسين  

۱۱- حسين په مکې کې په لومړۍ وينا (خطبې) کې د مرګ او وژنې خبرې وکړې: «… څوک چې زموږ په لار کې د زړه وينې تويوي، راسره دې ولاړ شي او سبا ګهيځ روانېږم.» هيڅکله يې د بريا خبره ونه کړه او خلک يې ونه غولول.

۱۲- چې کله له مدينې راوخوځيد، بني هاشمو ته يې په يو ليک کې وليکل: د لوراند او لورين الله په نامه.

له حسين بن علي؛ بني هاشمو ته:

اما بعد؛ نو څوک چې راسره ولاړ شي؛ شهيدېږي او څوک چې کېني (او د بريا پر تمه وي) نه برېمنېږي. والسلام (وګورئ: ادب الحسين: ۱۱۱ مخ)

۱۳- کربلا ته د تلو په لار کې په يوه منزل کې  د مسلم او هاني (رحمة الله عليهما) له شهادت او د کوفې له وضع څخه خبر شو، خلکو ته يې وينا وکړه: خلکو د بريا په لټه کې مه وسئ، څوک چې مې ملګرتوب نه غواړي، تلای شي او يو شمېر هم ولاړل.

حمزه بابا وايي :

اى فلكه! نه ماتيږي ولې ستا د انصاف تله
 د پرې وونو جرګه ژاړي غريو نيولى كهكشان دى
 په خولو د مظلومانو هم خړوبه نه شوه تنده
 د كوثر په خاوندانو څنګه نوى امتحان دى
 د اسلام د تكميل نخښه شوه ښكاره په كربلا کې
 دا ايثار چې د حسين و د اسلام  د شان نښان دى
 زه حېران يم ورته څنګه د امام قتل اسان و
 چې هر يو ته وه معلومه چې دا ځوان په نبي ګران دى
 يو تصوير د قربانۍ دى شهادت د حسنينو
 كه هرڅو ښكاري خاموشه چې راوايې خلې ګويان دى
 حمزه مينه د امام دې كور ښه كړه كه پوهېږې
 هم په دغې مېلمنه دې ويران كور د زړه ودان دى

۱۴- په لار کې، حسين رضی الله عنه پر آس سپور سرسري خوب يووړ، چې راويښ شو «انا لله وانا اليه راجعون» يې وويل. علي اکبر ترې د استرجاع کلمې د ويلو علت وپوښت، ويې ويل: يو هاتف (يو وياند) راغږ کړ، چې دا ډله د مرګ هرکلي ته ورځي؛ نو ځکه مې د استرجاع کلمه وويله. د خبرې نچوړ؛د دې لږو بېلګو په لوستو عقلمن او منصف لوستونکی دې پايلې ته رسي، چې په حسيني انقلاب کې بې له الله تعالی، تقوا، انسان ژغورنه، اخلاقي فضايل او… بل څه نه ليدل کيږي په همدې پار انقلاب يې تل ځلېږي او ان نامسلمانان درناوی ورته لري، چې د بېلګې له راوړو يې تېرېږو.

حمزه بابا وايي :

غزل بابا وايي :

شهادت د حسنينو كوي دا اشارتونه
پکې  پټ دي د نبي د شهادت حقيقتونه
شهادت د خپل نمسي يې د نيكه اوګڼه عين
دى حديث حسين منى وانا من الحسين
سپور په اس د تصور شه چى دى بوځم كربلا ته
دى راغلي د جفا لښكرى زوى د مرتضى ته
نمر د تندر پرده وكړه هيڅ نظر نه كړي دنياته
چى تيرو هم دجنګريز حوصله كړي ده رڼا ته
څه خيمي دي د ساداتو د رضا پکې جپيا ده
څه خيمي ديزيد يانو د ستم پکې غوغا ده
دا حسين دى چىتسليم يې اس نيولي له جلبه
د ژوندون نبضونه تيزدي په امكان راغلي تبه
خو له وركه له هيبته ، ده ګرمى راو يستي ژبه
چى جلوي در سالت پرى قربانيږي له يثربه
د هر څيز د قربانى نه پس په خپله راوتلى
د حجت اتمام په هغو كاندي چا چى دى بللى
چى صورت دامن صلحي په امكان کې پاتى نه شو
چى هيڅ شك يې د جګړى په طوفان کې پاتى نه شو
چه يودوست يې ګير چاپيره په چشمان کې پاتى نه شو
كه يو حر و هغه هم په دى جهان کې پاتى نه شو
ده به پيش ورته قرآن كړو هغو توري بريښولي
چا به غشي ګرتول او چا نيزى به نيغولي

ایا د امام حسين په پاڅون کې بنسټيز عامل واکمني ترلاسه کول و؟

د حسين انقلاب ديني و، چې بنسټيز لامل يې له هرې شونې لارې د دين بيا ژواکي وه، که څه د وينې توييدو په بيه وي؛ خو که څوک وايي  د پاڅون اصلي لامل يې حکومت ترلاسه کول و؛ نو لومړی دې نيوکې ته ځواب ورکوو. هغوی چې د يزيد واکمني له دې جناياتو سپېنوي، وايي: يزيد د خليفه په توګه له امام حسين څخه بيعت وغوښت او فشار یې چې پرې وروړ، نو امام حسین مکې ته ولاړ او د کوفيانو بلنې ته يې زړه ښه کړی و او له مکې نه کوفې ته ورغی، کوفيانو يې له ملاتړه اوږې سپکې کړې، حکومت د ښورښ لرې کولو او دفع ته رامخې ته شو او د کربلا په سيمه کې يې محاصره کړ او په پايله کې ووژل شو.

په ځواب کې وايو: عقل، انصاف او وجدان حکم کوي: که وغواړو د يوه تن خوځښت وڅېړو، بايد ټولې خبرې او ويناوې يې بې عرضه مطالعه کړو، ورپسې يې روش، دود، کړچار او استراتېژي وڅېړو او بيا يې د خوځښت په شننه لګيا شو. د څو دلايلو له مخې د حسين هوډ د حکومت نيول او واکمنۍ ته جګړه نه؛ بلکې موخه يې دين ژواکي (احیاء) وه.

۱- په خپلو ويناوو کې يې په ځلونو ځلونو ويلي، چې موخه يې دين ژواکي او د خپل نيکه د امت په چارو کې سمونه او منظور يې د خپل نيکه او پلار پر دود تلل دي.

۲- که د حکومت هوډ يې درلودای، بايد د لښکر په راټولو کې هڅاند وای او په هره خطبه کې به يې د مرګ او شهادت خبرې نه کولې.

۳- بني هاشمو ته يې له ليکه پوهېدل کېږي، چې وژل کېږي.

۴- ټول مدينه ميشتي او اصحاب يې له شهادته خبر وو، ځکه پېغمبر(ص) يې د شهادت وړاندوينه کړې وه او طبيعي ده چې پخپله هم پوهېده؛ نو حکومت درلودو ته يې هوډ څخه مانا نه درلوده.

۵- که قدرت ترلاسه کولو لپاره يې له حکومت سره د مقابلې هوډ درلودای؛ نو له عقل لرې ده چې ښځې او بچيان له ځان سره بوځي، په داسې حال کې چې ګڼو خلکو له تګه منع کاوه، چې ولې دوی له ځان سره بوځې؟ ورته يې ويل: « يوه دنده راترغاړې ده، چې بايد پای ته ورسي» او د علامه محمد اقبال لاهوري (رح) په وينا: در هوای سلطنت بودی اګر ـ خود نکردی با چنين سامان سفر. «که د واکمنۍ فکر درسره وای؛ نو په دغسې وضعيت يې سفر نه کاوه.»

۶- تر هر څه وړاندې په لار کې يې فرزدق وليد، د کوفي حالات يې ترې وپوښتل، ويې ويل: د کوفيانو زړونه له تا سره دي؛ خو تورې يې له امويانو سره.

۷- د مسلم او هانی ( رضی الله عنهما) له شهادته چې خبر شو؛ نو عقل حکم کوي چې له سفر راګرځېدلی وای؛ خو خپلې لارې ته يې دوام ورکړ.

۸- که د پاڅون لامل يې له يزيد سره بيعت نه کول و، نو د ابن زبير (رض) په څېر په مکه کې وسېدای شو، که د مکې چاپېريال پرې تنګېده؛ نو د محمد حنيفه د وصيت له مخې نورو سيمو ته تلای شو.

۹- چې کله له مکې وته؛ نو د مدينې والي امان ليک ورته ولېږه؛  خو امام ونه مانه.

۱۰- امام د کوفيانو ليکونو ته زړه خوشحاله کړی نه و؛ ځکه دا ليکونه په مکه او رمضان مياشت کې ورورسېدل او امام په رجب مياشت کې مکې ته رسېدلی و. په همدې څو لنډو دلايلو بسياينه کوو او له ډېرو ځوابونو تېرېږو.

امام د کوفيانو ليکونه ځوابوي:

 امام حسين (رض) چې له مدينې راووت؛ نو نژدې دوه مياشتې وروسته د کوفيانو ليکونه ورورسېدل او ليکونو درې اړخونه درلودل:

۱- يو شمېر خلکو حکومت د علي (ک) په کورنۍ پورې اړوند ګاڼه او امويان يې غاصب بلل. ښه يې ایسېدل چې واکمني د علي (ک) په کورنۍ کې وي.

۲- يو شمېر پردې ګروهه او عقيده نه وو؛ خو ليدل يې چې اموي واکمني په تېره يزيد ورځ تر ورځې د اسلام او نبوي سنتو له لارې اوړي او په دې وخت کې امام د خلافت لپاره ورته غوره ټاکنه وه، يقيني وو، چې بايد يزيد له خلافته عزل او لرې کړای شي؛ لکه چې يو شمېر خلکو په مديني کې د عبدالله بن حنظله رضی الله عنه په مشرۍ يزيد له خلافته عزل کړی و، د مدينې والي او ان امويان يې له مدينې شړلي وو.

۳- ګڼ شمېر چې ډېر کوفيان پکې وو، داسې کسان وو چې نه يې په اسلام پورې زړه تړلی و، نه په حسين او نه يې د يزيد څه پروا درلوده او نه د بل چا؛ بلکې خپلې ګټې يې پام کې وې؛ نو دغسې ټولنې ته په پامنيوي چې يو ګڼ شمېر د اهلبيتو لارويان او نالارويان د دمشق واکمنۍ مخالفين وو او حسين ته سترګې پر لار وو، د حسين پر بريا يې يقين درلود؛ نو ځکه ليکونه يې ورولېږل، چې د بريا له کاروانه څټ ته پاتې نشي او که سبا حسين بريالی شي، وايي: موږ هم ستا په بلونکيو کې وو او دوی هماغه کسان وو، چې کله يې د حکومت تله درنه وليده، ټول د حسين په مقابل کې د جګړې لپاره کربلا ته ورغلل او ځينې چې د مختار له غچ اخستنې بچ شوي وو، د خپلو ګټو لپاره د مصعب بن زبير (رض) په انقلاب کې د اموي دولت پر ضد وجنګېدل.

خو امام ولې د کوفيانو ليکونه مثبت ځواب کړل؟

امام د پنډ پنډ رالېږل شويو ليکونو پر وړاندې وظيفه احساس کړه او خپل تره زوی مسلم (رض) يې ورولېږه، چې پر خلکو غاړه خلاصه کړي او ونه وايي: حسين مو د حق حکومت جوړولو ته وبله؛ خو بلنه يې ونه منله، که نه موږ يې د عدل راوستو لپاره لاسنيوی کاوه.  البته دا په دې مانا نه ده، که کوفيانو يې ملاتړ کاوه او حکومت يې نيوای شو، بیا هم يې حکومت نه غوښت، موخه يې دين ژواکي (احیاء) وه، له هرې شونې لارې که څه په وژنه يا د حکومت د ترلاسه کولو له لارې؛ خو موخه حکومت نه و، موخه دين ژواکي وه…

که امام د کوفيانو په بلنه زړه تړلی وای، نو بايد د فرزدق تر وينا او يا لږ تر لږه د مسلم د شهادت تر خبرېدو روسته يې په خپل سفر کې له سره کتنه کړی وای.

نو له یزید سره بيعت نه کول يې د پاڅون علت نه و؛ ځکه ټول پوهېدل، چې کله يې له معاويه سره بيعت ونه کړ؛ نو له يزيد سره خو به يې بيخي ونه کړي، لکه چې د مدينې والي ته يې هم ويلي و، پردې سربېره معاویه هم پوهېده چې له يزيد سره به بيعت ونه کړي؛ نو ځکه يزيد ته يې سپارښتنه کړې وه چې له حسين سره به ګوذاره کوې، که څه پر وړاندې دې وسلوال پاڅون وکړي.

ځينې انګېري چې د امام پاڅون د بني هاشمو او امويانو له کورني اختلاف راولاړ شوی و.

هو! مخکې مو وويل چې د يوې تاريخي پېښې په شننه کې بايد د پېښې ټول اړخونه وڅېړو او بيا قضاوت وکړو.

۱- د امام حسين په يوې وينا کې هم نه وينئ، چې کورنئ دښمنۍ ته يې اشاره کړې وي.

۲- پردې سربېره، د مکې تر فتحې او سوبې روسته پيغمبر اکرم (ص) نه يوازې ابوسفيان او ښځه يې هغه وبښل؛ بلکې ويې ويل: څوک چې د ابوسفيان کره ورغی، خوندي دی، نو ځکه کورنۍ دښمني له منځه ولاړه.

۳- د تاريخ له لوستو معلومېږي چې د بني هاشمو او امويانو ترمنځ شخړه له معنويت او نامعنويته راولاړه شوې وه، لکه چې له پيغمبر (ص)، علي (ک)، امام حسن (رض)، امام حسين (رض) او ان راوروسته امامانو سره د امويانو شخړه د همدې موضوع له مخې وه.

۴- هيڅ تاريخ او هيڅ منصف ليکوال ان نامسلمان دې ټکي ته اشاره نه لري، چې حسين (رض) له يزيد سره د کورنۍ دښمني په پار جنګېدلی دی.

د اختصار لپاره د نورو دلايلو له راوړو تېرېږو.

د امام حسين (رض) د پاڅون آريز لامل:

که څه د دې پاڼو د لوستو په ترڅ کې به د پاڅون اصلي (آريز) لامل درڅرګند شوی وي؛ خو بيا يې هم توضيح کوو.

امام حسين وليدل چې د دين نښې له منځه ځي، نبوي سنن اوړېدلي، د خلکو وينه، مال او پت ارزښت نه لري، مؤمنان له حقه د دفاع په پار وژل، مثله او يا کډوالېږي، حرموني پر مسلمانانو واکمن شوي، نبوي روايات يا تحريف او اړول کېږي او يا په دروغو يوې ځانګړې طبقې ته جوړېږي، علي (ک) ته چې ړومبی مسلمان او لومړی مجاهد و، د يو سنت او دود په توګه د جمعې ورځې او جماعت نمونځونو پر منابرو کنځل کېږي، لارويان ځاني او مالي امنيت نه لري، د مسلمانانو خليفه، يو بې بندوباره ځوان دی، چې شراب څښي ، جواري کوي، شپه و ورځ پر ګناه بوخت دي؛ نو حسين (رض) ويني چې شرعي وظيفه يې ده، د دين ژغورنې لپاره پاڅي، که څه د وينې په بيه يې وي؛ نو په لنډو د پاڅون آريز لامل يې له هرې شونې لارې دين ژواکي (احیاء) وه.

دين بايد د وژنې، د ښځو او اولادونو د بنديانېدو په بيه وساتل شي:

هو، دين ساتنه فرض ده، مخکې مو له تاريخي او عقلي پلوه پر مسايلو رڼا واچوله؛ خو  دلته مساله «عقيدتي ـ ګروهيزه» ده.

څوک چې پر الله تعالی، نبوت او قيامت ايمان لري، که پر اسلام عقيده لري يا يهوديت او مسيحيت؛ نو دوی د انسان وينه، مال او پت محترم بولي؛ دوی ټول ګروهن (معتقد) دي، چې تر وينې، مال او پته خورا محترم، الله تعالی، دين او قانون يې دی؛ يعنې که په ټولنې کې داسې څوک راغی، چې د مسلمانانو په ټولنې کې دين له منځه يوسي، پر انسان لازم او واجب دي چې جهاد ته پاڅي او دين وژغوري؛ نو ځکه زموږ د ګران هېواد افغانستان دفاعي جهاد، هېواد ته بياځلې د دين نښې راستنې کړې او اساسي قانون د اسلام له مخې جوړ او د هېواد دولتي نظام اسلامي شو (يعنې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت) اجرايي او تقنيني مسوولين پر قرآن قسم خوري، چې د اسلام د مبين دين او مسلمان ملت ساتندويان به وي.

ومو ليدل چې په دې کړېدلي هېواد کې په کودتا کمونست ګوند واک ترلاسه کړ، خلکو د ديني وظيفې له مخې په پاڅون لاس پورې کړ، په دې لار کې له ځان، مال او… تېر شول، تردې چې دا ظالم ګوند يې له منځه يووړ، چې په پای کې د شوروي ملحد او استکباري رژيم هم دړې وړې شو.

او طبيعي ده چې د مسلمانانو خلکو پاڅون يو «دفاعي جهاد» و؛ يعنې د دين او اسلامي هېواد دفاع ته پاڅېدل، لکه چې د نبی اکرم (ص) ګردې جګړې دفاعي وې. ټول پېغمبران عليهم السلام د دين ژواکۍ او توحيدي دين د ټينګښت لپاره له دښمنانو سره مخ شول، که څه ووژل شول؛ خو په پای کې بريا د توحيد ټينګښت او استقرار و.

نو د امام حسين (رض) پاڅون، لکه چې تاريخي شواهد خطبې، ويناوې او خبرې يې راښيي، د سيد المرسلين عليه وآله صلوات المصلين د دين ژواکۍ لپاره و.

ستر سمونپال آيت الله کاشف الغطا رحمه الله د مصر په ازهر پوهنتون کې ويلي و: «الاسلام محمدية الحدوث وحسینة البقاء: اسلام، محمد صلوات الله عليه و آله رادبره او د حسين په پاڅون وغځېد.»

د امام پاڅون ناڅاپي نه؛ بلکې د سنجول شوې کړلارې له مخې و.

ومول ويل: دين د يوه ديني انقلابي، کړلار ټاکي، په لومړي پړاو کې يې موخه ارشاد، هدايت، ښيون او د سمې سيخې لارې ښودنه وه او تر شوني بريده په دې لار کې هڅه کوي، په ټولنه کې د اړو دوړ، ګډوډۍ، ناامنۍ او شر وفساد رابره کوونکی نه دی؛ خو که دغسې سوله ييز خوځښت پايله نه درلوده، د دين دفاع ته پاڅون کوي، که څه ووژل شي.

امام حسين (رض) معاويه بن ابوسفيان ته ليکونه ولېږل، يادونې يې پکې کړې وې، په حج کې يې په ستره غونډه خلکو ته له شور و ځوږ وينا واوروله؛ پر حق عمل نه کېږي او له منکر او بديو ډډه نه کېږي په اعتراض له مدينې څخه مکې ته راغی او ورپسې عراق ته ولاړ او له مکې نه د حرکت پر مهال يې په يوې وينا کې د خپل مرګ په باب وويل: «… يو شپغالی لرم چې ورځم او بنيادم ته مرګ لکه د پېغلې پر غاړه غاړکۍ ده او وينم چې د «نواویس»  او «کربلا» ترمنځ د بېديا لېوان مې داړي او په غوښو مې خپلې ګېډې ډکوي.»

له مدينې نه د راوتو پر وخت يې، بني هاشمو ته وصيت وکښه  او له «وليد» سره يې خبرې اترې وکړې او … نو پورته ویناوو ته په پامنيوي ويلای نشو چې: د امام خوځښت بې حسابه، ناسنجول شوی او بې کړلارې و. کړلار يې دين ژواکي وه، په لومړي پړاو کې «په نېکيو د امر او د بديو د منع له لارې» که داسې ونه شوه؛ نو په هرې شونې لارې بايد دين بياژواکی (احیاء) شي، که څه په دې لار کې ووژل شي.

بې کړلارې او ناسنجول انقلاب څه موخه نه لري؛ بلکې د غوسو او کينو چاودنه ده؛ خو امام کينه کښ نه و او غوسه يې هم د خدای لپاره وه.

امام حسين د خپل کار له پايلې (شهادت) خبر و:

ښايي ځينې وانګېري، چې امام سرګردان او لالهانده عراق ته ولاړ؛ خو په پای کې د دولتي سختو تدابيرو له لامله محاصره او شهيد شو او د خپل کار له پايلې ناخبره و، چې څه به کېږي؟ خو د امام له ويناوو او چلنده دغسې شننه نه استنباطېږي، په لنډو وايو: امام آګاهانه او د پوهې له مخې دا لار نېولې وه، ځکه د امام لار، د دين بيا ژواکي وه، که د ارشاد، واکمنېدو يا شهادت له لارې وي، خو پوهېده چې په دې لار کې واکمني ترلاسه کولای نشي او کوفيان به يې هم ملاتړي نشي؛ نو هرومرو شهيدېږي. او پردې او عامو دليل دا دی: پېغمبر اکرم صلوات الله عليه واله په ځلونو د خپل زوي د شهادت خبر ورکړی و، داسې چې ټول اهلبيت او خلک پوهېدل او په دې باب مو څرګندونې وکړې، ان چې کله پېغمبر(ص) ته پرښتې خاوره راوړه، پېغمبر (ص) جومات ته ورغی او حسين (رض) هم ورسره و، خاوره يې وښوده او د شهادت پېښه يې بيان کړه؛ نو ناشونې ده چې خپله حسين پوه شوی نه وي، په دې باب «ابن اعثم کوفي» په خپل تاريخ کې له ابن عباس (رض) روايتوي:

له علي (ک) سره له صفين څخه په راستنېدو کې کربلا ته راورسېدو، امام (ک) د سيمې ځای ځای راوښود، ويې ويل: دلته خيمه وهي، دلته وژل کېږي… او ابن عباس (رض) وايي: په اهلبيتو کې داسې څوک نه و، چې له شهادت يې ناخبره و.

په همدې باب په صفين کې د علي (ک) په مشرۍ يو ګډونوال وايي: کربلا ته ورسېدو او علي (ک) د کربلا پېښه شرح کړه، په اورېدو مې په زړه کې وخندل، موضوع مې په کوفه کې خپلې مېرمنې ـ چې علي پلوۍ وه ـ ته وويل. ويې غندلم، چې نبايد د علي (ک) د وينا په باب شکمن شې. څه موده روسته د عبيد الله زياد له لوري کربلا ته واستول شوم، چې ورسېدم، د علي (ک) وينا مې راياده شوه او ژر له دې سيمې ولاړم او ځان مې د حسين د وينې له تويولو بچ کړ. (تېره سرچينه)

امام حسين رضی الله عنه تل د خپل شهادت خبره کوله، په دې باب يې خبره نه پټوله او تقيه يې نه کوله، د حُر لښکر ته يې وويل: پېغمبر اکرم (ص) ويلي: هر مسلمان چې له يوه داسې ظالم واکمن سره مخ شي، چې د خدای حرام حلال بولي، الهي ژمنې لتاړوي، له الهي قوانينو، سنتو او د پېغمبر له خبرو سره مخالفت کوي او د الله تعالی په بندګانو کې د ګناه او له بندګانو سره يې د دښمنۍ لار خپلوي، خو د دغسې واکمن پر ضد په وينا او کړنو، خپل مخالفت نه ښکاره کوي؛ نو پر خدای ده، چې د همدې ظالم سزا ورکړي، خلکو باخبر وسئ، دوی (امويان) د خدای اطاعت پرېښی او د شيطان لاروي يې خپله کړې. فساد دودوي او الهي حدود يې ځنډولي دي؛ خو زه د دې فساد او مفسدينو پر ضد پاڅون کې ـ چې د الله تعالی دين او زما د نيکه شريعت يې اړولی ـ د مسلمانې ټولنې مشرۍ ته وړ يم.

د اختصار لپاره د نورو دلايلو له راوړو تېرېږو او د تېرو څرګندنو له مخې بيخي ويلای نه شو چې امام د خپلې ګاندې او راتلونکې په اړه ناخبره و، لالهانده وخوځېد او په پايله کې شهيد شو.

په مسلمانانو کې د امام حسين مقام:

امام حسين رضی الله عنه له څو اړخونو د خلکو د احترام وړ و:

۱- د نبي اکرم (ص) عزتمنو اصحابو هره ورځ ليدل، چې رسول الله (ص) له حسنينو سره مينه کوي، نازوي يې او په اړه يې  د  پېغمبر (ص) له ډ‌ېرو رواياتو خبر وو.  

۲- امام حسين (رض) يو له هغوی دی، چې په سپېڅلتيا تطهير آيت کې ستايل شوی او په المودة فی القربی آيت کې يې دوستي فرض او واجب شوې ده او په مباهلې آيت کې په پنځو تنو کې د نجران له نصاراوو سره په ښېرا او مباهله کې له خپل نيکه سره و، امام حسين د اهلبيتو په شمېر کې دی؛ نو ځکه خلک يې مينه او محبت لازم بولي او نن اهلسنت او اهل تشيع مينه يې د ايمان برخه ګڼي.

۳- امام حسين د نبي اکرم (ص) له عزتمنو اصحابو ځنی دی او ټول موظف دی چې د اصحابو درناوی وکړي. ښه ده پوه شوو، چې د امام حسين رضی الله عنه د شهادت وير په باب په فارسي کې لومړی کتاب ارواښاد ملا حسين کاشفي حنفي، چې د هرات د شين ډنډ (پخوانی سبزوار) دی، ليکلی دی، ملا حسين به روضه لوسته او اهلسنتو به پکې ګډون کاوه.

خطيب خوارزمي د اهلسنتو له سترو عالمانو، د «مقتل الحسين» په نامې يو کتاب لري، چې د عاشورا د پېښو په هکله يوه تاريخي سرچينه ده، فضل بن روزبهان خنجي حنفي د «وسيلة الخادم الی المخدوم» په نامې کتاب لري، چې پر څوارلسو معصومینو دورود (صلوات) دی.

[د ژباړن يادونه: ارواښاد علامه امير حمزه خان شينواري (په غزل بابا مشهور) د امام حسين په باب اوچته شاعري کړې، چې په دې باب وګورئ:

اجرالدين اقبال، غزل بابا، د آل محمد په وير کې، دغسې خوشال بابا هم د نبوي کورنۍ په باب د عقيدت پېرزوينې کړي او د امام حسين د شهادت په باب وايي.

[پر يزيد باندې لعنت شه او په اعوانو يې ـ چې په تېغ يې د بني نمسی مظلوم دی.]

۴- په کابل او د هېواد په نورو سيمو کې اهلسنت وروڼه د عاشورا پر ورځ د سيد الشهدأ روح ته د ثواب وربښلو په نيت نذرونه کوي، که څه ځينو پکې ټکې اچونې پيل کړي؛ خو ځای يې نيولی نه دی.

په کربلا کې څه تېر شول؟

دلته د تنکيو ځوانانو د ښه پوهېدو لپاره په لنډو د (۶۱) هجري کال د محرم میاشتې د هرې ورځې ګزارش يادوو:

۱- د محرم لومړۍ ورځ، د امام حسين د وير او ماتم د پيل ورځ ده او د اهل بيتو د لارويانو په مذهب کې حسين (ابا عبدالله) ته د وير بولنه او  ماتم کونه مستحب ده او پرېمانه ټينګار پرې شوی او امامانو دا کار کاوه.

امام صادق (رح) وپوښتل شو، خلک مړي يا وژل شوي  ته څو ورځې ماتم کوي او بس؛ خو  تاسې لارويان مو هر کال د محرم له لومړۍ په وير او ماتم بوختېږئ؟

امام صادق وويل: محرم مياشت چې راښکاره شي، پرښتې د امام حسين شلېدلې او په وينو ککړې جامې پرانځي، موږ او لارويان مو د بصيرت په سترګو «د زړه په سترګو، نه د سر په سترګو» دا کميس وينو، نو ځکه اوښکې بهېږي.

امام رضا (رح) ويلي: د محرم لومړۍ ورځ زما د پلار د غم ورځ ده او هره ورځ چې تېرېده غم يې ورزياتېده او د عاشورا ورځ ورته  د غم، خپګان او ژړا ورځ وه.

[د ژباړن يادونه: سيد زين العابدين هاشمي، د ننګرهار د هسکې مينې او د هجرت پر وخت د هنګو په کوټکي کمپ کې وسېده، د خپل ارواښاد پلار له خولې راته وويل: «زويکه! د محرم مياشت زموږ د ساداتو د غم و خپګان مياشت ده، امويانو پر موږ ډېری نادودې کړې دي.» هاشمي زياتوي: پلار مې په محرم مياشت کې ډېر ژړل او ډېرې دعاګانې يې کولې. کوم سادات چې د اهلسنتو په سيمو کې وسي، هيله ده چې د خپله نيکه امام حسين پر ژوند ليک ځان وپوهوئ او نورو ته يې هم ورزده کړي او د خپل نيکه امام جعفر صادق په سپارښتنه عمل وکړي.]

۲- پردې ورځ د امام حسين کاروان، د بني مقاتل ماڼۍ ته ورسېد او د کوفې په باب يې پيکه او بې خونده خبرې واورېدې، او له دې ځايه «نينوا» سيمې ته ورغی.

۳- د محرم پر دويمه ورځ، امام حسين د  «حُر بن يزيد» له زر تنېز لښکر سره مخ شو، تردې چې له «حُر» سره د کربلا سيمې ته راغی.

۴- د محرم پر درېيمه عمر سعد له څلور زره تنېز لښکر سره کربلا ته راغی.

۵- د محرم پر څلورمه عبيدالله د کوفې پر منبر خلکو ته امر وکړ، چې ټول له حسين سره جګړې ته ورشئ، او «قاضي شريح» د جګړې فتوا ورکړه.

۶- د محرم پر پينځمه حسين بن نمير له څلور زره تنيز لښکر سره کربلا ته راغی.

۷- د محرم پر شپږمه حبيب بن مظاهر اسدي، د بني اسد ټبر خواته چې نژدې پروت و ـ ورغی او دوی يې د امام حسين لاسنيوي ته وبلل، دوی راغلل؛ خو د عمر سعد لښکر يې مخه ونيوه، يو شمېر يې ووژل شول او يو شمېر يې ټپيان شول او د عمر سعد لښکر، کربلا ته له څلورو خواوو ورتلونکې لارې ټينګې بندې کړې وې.

۸- پر همدې ورځ د عبيدالله دېرش زره تنيز لښکر په کربلا کې د حسين وژنې لپاره راټول شول.

۹- د محرم پر اوومه شپه، امام حسين له عمر سعد سره وليدل، نصيحت يې ورته وکړ، خو ګټه يې ونه کړه.

۱۰- د محرم پر اوومه يې د حسين رضی الله عنه پر خيمو اوبه بندې کړې.

۱۱- د محرم پر اتمه ورځ په خيمو کې اوبه کمې شوې.

۱۲- د محرم پر نهمه (تاسوعا) د  دښمن له خوا د امام خېمه محاصره شوه، او کربلا ته ورتلونکې لارې سختې څارل کېدې.

۱۳- پر دې ورځ شمر عمر سعد ته يو ليک راوړ، چې بايد حسين تر دباو لاندې راوړې.

۱۴- پردې ورځ شمر ابوالفضل او مورني روڼو ته يې امان ليک راووړ په دې خيال چې له حسينه لاس واخلي.

۱۵- د همدې ورځ په مازيګر، عمر سعد لښکر ته امر وکړ، چې خېمتون ته د جګړې لپاره ورشي او خپله يې پر خيمو لومړی غشی ورګوذار کړ.

۱۶- د همدې ورځې په مازيګر امام حسين د ابوالفضل له لارې، عبادت او قرآن لوستو ته يوه شپه مهلت وغوښت.

۱۷- د عاشورا پر شپه امام خپل ياران راټول کړل او تاريخي وينا يې وکړه او له ټولو ان خپلوانو يې وغوښتل چې په دې شپه کې ولاړ شي او دا دې پرېږدي؛ ځکه دښمن يوازې له همده سره کار لري، ان د خيمو ډيوې يې مړې کړې، چې که څوک ځي خجالت نشي، خو هر يو يار يې خپله وفاداري څرګنده کړه.

۱۸- پردې شپه تر وينا روسته، امام خپلو يارانو ته په جنت کې خپل خپل ځای او مقام وروښود.

۱۹- پردې شپه ياران پر نمانځه، قرآن او دعا بوخت وو.

۲۰- پردې شپه امام د عاشورا جريان خپلې خور حضرت زينب بي بي ته ووايه، صبر او زغم ته يې وبلله.

۲۱- د عاشورا پر ګهيځ د جماعت تر نمانځه روسته، امام خپل لښکر «تيار سئ» کړ، خپله يې په منځ کې، ښي لوری يې زهير بن قين او کيڼ لوری يې حبيب بن مظاهر ته ورکړ او بيرغ يې عباس ته.

۲۲- پر همدې ورځ «حُر» د حسين له لښکر سره يوځای شو او تر ده روسته يو شمېر نورهم.

۲۳- پر دې ورځ تر ماسپښينه د امام يو زيات شمېر لښکر شهيدان شول.

 حمزه بابا وايي :

ښكلي ګلونه ترمې ترمې د سپرلي پراته دي
د محمد د خاندان ښكلي زلمي پراته دي
چې زړه د كفر يې نعرونه د تكبير لړزيدو
د اصحاب دي د حسين لكه زمري پراته دي
ليك يې سند د تل ژوندون شو په كتاب د عالم
دا هسې مړه دي چې تر حشره هم ژوندي پراته دي
چې ابراهيم او اسماعيل به هم پرې فخر كوي
نن بې كفنه ښكلي ميړني پراته دي
چى هر څه څه يې قرباني كړه په نامه د اسلام
په بې كسۍ کې دلته هغه لېوني پراته دي
چې استقلال ته ملائك يې هم حيرت وړي دي
هغه غښتلي ننګيالي هغه سړي پراته دي

۲۴- د عاشورا پر ماسپښين امام له لږ شمېر سره جماعت نمونځ وکړ او دا يې روستی نمونځ و.

۲۵- د همدې ورځې پر ماسپښين د حسين تي خور ماشوم شهيد شو.

حمزه بابا وايي :

يه اصغره زويه اوس به خود څيرې ګرېوان كړمه
اوښكې شته نه وينې چې په تا يې زه قربان كړمه
وې بانو بچيه مرور له كوره چرته ځې
جار دې شه موركه دا خفه له موره چرته ځې
اودرېږه په مخکې چې لوګى درته چشمان كړمه
يه اصغره زوىه اوس به خود څيرې ګرېوان كړمه
اودرېږه نبي نيكه بابا ته مې سلام يوسه
هم يې مرتضى او مجتبى ته نام په نام يوسه
وايه ستا بې پته امتيانو په دا شان كړمه
يه اصغر زويه ………………….
چغې كړې كبرى چې دې چينې اوښكو ته نه ګورې
يه روره كه ته د سكينى اوښكو ته نه ګورې
مه ځه درته روى به د علي شاه مردان كړمه
يه اصغره زويه …………………………..
اووې زينبې بي بي، د دو سترګو رڼا زما
غم د تا دعون او محمد نه دى سوا زما
ترور درنه قربان شه زړه به څنګه در عيان كړمه
يه اصغره زويه …………………………
يه زوىه خاتونې د جنت ته سلام ووايه
بيا مې مرتضى او پاك حضرت ته سلام ووايه
اوس به بې د تانه په دنيا کې څه ګزران كړمه
يه اصغر زويه

۲۶- او د همدې ورځې پر ماسپښين امام هم شهيد شو.

حمزه بابا وايي :

هغه سردار چې د جنت د شاه زلمو دى حسين
كله لائق د تورو غشو دنېزو دى حسين
سر يې خپل وركړ لاس يې ورنه كړو په لاس د يزيد
خدايګو بنا د لا اله الا هو دى حسين
اى د دنيا تاريخه اوس خو لافاني شوې ته هم
ستا اننګو کې چې تل تل په ځلېدو دى حسين
چې عقلمند د جهان ټول ګوته په خوله دي ورته
هغه سالار خو د اسلام د لېونو دى حسين
چى يې سپرلى كړلو په ټكندو غرمو د ضمير
پروت بې كفنه كربلا کې په غرمو دى حسين
انسانيت به ورته سر د نياز خم لري تل
روح په قالب کې د راتلونكو زمانو د خداى حسين                                                            

۲۷- د همدې ورځې پر ماسپښين د امام آس (ذوالجناح) په وينو ککړ يال (يال: د آس پر غاړه پرتو ويښتو ته وايي) خيمو ته راغی او ښځې له شهادته خبرې شوې.

 حمزه بابا وايي :

وركه بلا د خوار امت كړله بلا د حسين
ځكه د هر مسلمان زړه دى جلوه ګاه د حسين
د تن ويښته د حال په ژبه كړي ثنا د حسين
سخ د هغو سر کې د چا چې وي سودا د حسين
جوړ شو قاصد يثرب ته ځي باد د سبا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
په ملكوت کې ځاى پځاى دا هسې شور دى ولې
ستم ايجاد فلك د غمه نه نسكور دى ولې
د فرښتو په سر د غم ابر راخور دى ولې
چا كړو ستم مخ د افق داسې تك تور دى ولې
زلفې خورې دې مضطرب ولې بابا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
عرش ښكلولو ته د مزكې نن تكل كړي ولې
نن عليين ته د ختلو نېت اسفل كړي ولې
نن ستمونه د فلك ښكته مزل كړي ولې
نن عوارض بغېر دجسم نه غوبل كړي ولې
چشم حېرت كړي تماشا ارض و سما د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
نن په خپل مېنځ کې ملائك كړي په حيرت خبرې
حورې غلمان وايې د سوز او د حسرت بدلې
دې نظارې ته قدرت هم پردې له مخ كړې لرې
راځي په جوش کې د تسليم اورضا لښکرې
جنګ ته تيار چې شول اصحاب باصفا د حسين
شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسين
نن د ګرمۍ چې له وحشته ساه ډوبيږي ولې
يخې خولې د پشه كال په مخ  بهېږي ولې
د كربلا خشكه صحرا ګلستانيږي ولې
وړي په ژړا خيرالورى ته ماجرا د حسين
شفق د وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
سبب يې څه دى بې قرار چې شهيدان شو دوبار
تللي روحونه يې قالب ته په رفتار شو دوبار
د كائنات  د نياز سرونه نكونسار شو دوبار
بعثنا سيدي للحرب په ګفتار شو دوبار
د روح په غوږ د من ناصرې شوه صدا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
څوك وه چې وس يې د مركب ورته ركاب اونيو
لاس د قدرت و، په پنجه کې يې مهتاب اونيو
د جلالت نه چې په لاس کې يې نقاب اونيو
نمر په اسمان کې د خسوف مخ ته حجاب اونيو
په رخصتۍ کې زېنب واختى بلا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
منم چې داغ يې د اكبر د شهادت ؤ په زړه
بار دواده دشه قاسم يې هم حسرت ؤ په زړه
د علمدار غوڅ مړوندونه يې قيامت ؤ په زړه
خو يو جوش د شهادت چې يې راحت ؤ په زړه
قضا ته سر اېښى په مخکې ؤ رضا د حسين
شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسين
نعرې د چا په كائناتو مسلط كړو سكوت
جلوې په چا قربانېدو ته رالېږي مكلوت
د انبياؤ په نظرونو شو كربل جبروت
په ايېنه کې منعكس شولو ناسوت د لاهوت
پورته اتمام ته د حجت چې شوه ندا د حسين
شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسين
دښمن ويل مونږه منو چې يې فرزند د رسول (ص)
د زړه ټوټه د مرتضى يې جګر ګوش د بتول
كه د اجل چرې پېرزو دې په ځان نه وي نزول
راشه بېعت زمونږ په مخکې د يزيد كړه قبول
ورته جواب کې ذوالفقار وكړه برېښنا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
لرې پرده شوه اصلي رنګ کې نمايان شو اسرار
چې د امام په قتلولو باندې سرشو اشرار
بيا چې شبير نه شو علي ته امامت په رفتار
كه چا كتى شولى پخپله بې حجاب ؤ ستار
د پاك وجود نه چې جدا شوله ردا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين
شاتورى راغلى ذوالجناح زخمي په حال زبون
د دين پټى دادى خړوبه كړو امام په خون
كښت و جنت د ذوالجناح هره ادا د جنون
وكرامت د امام بې اوبو ژوندى چې و نون
د مظلومۍ وايې نوحه وس كربلا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا دحسين
راغله دمشق ته قافله چې بنديوان دي همه
پټ په وريځ کې د بلا د برق پشان دي همه
څه سرتور سرې كونډې رنډې يتيمان دي همه
خبر يې دا د محمد د خاندان دي همه
مير د كاروان بسته په اوښ زين العباد حسين
شفق په وينو كړي ژا په ابتلا د حسين
زبح عظيم شو مكمل پاتې نور حال نه شو
زير د منت وس دا كمال پاتې اجمال نه شو
يار د هندى د زوى د زوى سره اقبال نه شو
ځاى د عبرت دى آل يې پاتې په دنبال نه شو
حمزه شاهان دي ځاى په ځاى آل صفا د حسين
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسين 

۲۸- د همدې ورځې پر ماسپښين د امام حسن رضی الله عنه شپږ کلن زوی د امام حسين پر سينه شهيد شو.

۲۹- پر همدې ساعت يې خېمې لوټ کړې او ويې سوځولې.

۳۰ – د همدې ورځ په مازيګر خيمو ته نژدې څو کوچنۍ نجونې د آسونو تر پښو لاندې ووژل شوې.

 حمزه بابا وايي :

يو خوا بل خوا د بيبيانو اسويلي وو
څه سلګۍ د ماشومانو څه زبيرګي وو
څه له اوره پاتې نه شوې په خېمو کې
د چا كوښي پاتې نه شوې په پښو کې
څه پړوني يې ټومبلي په نېزو کې
څه اوچت د كربلا په بړبوكو کې
بې حجابه خاندان د محمد شو
د جفا او د ستم د ظلم حد شو

۳۱- د همدې ورځ په مازيګر يې د عمر سعد په امر د حسين رضی الله عنه مبارک سر کوفې ته بوت.

۳۲- د محرم پر (۱۱) مه شپه يې د حسين سر د «خولي» په تنور کې کېښود،  او دا په کربلا کې اهلبيتو ته خورا وحشت ناکه شپه وه.

 حمزه بابا وايي :

اى فلكه! نه ماتيږي ولې ستا د انصاف تله
 د پرې وونو جرګه ژاړي غريو نيولى كهكشان دى
 په خولو د مظلومانو هم خړوبه نه شوه تنده
 د كوثر په خاوندانو څنګه نوى امتحان دى
 د اسلام د تكميل نخښه شوه ښكاره په كربلا کې
 دا ايثار چې د حسين و د اسلام  د شان نښان دى
 زه حېران يم ورته څنګه د امام قتل اسان و
 چې هر يو ته وه معلومه چې دا ځوان په نبي ګران دى
 يو تصوير د قربانۍ دى شهادت د حسنينو
 كه هرڅو ښكاري خاموشه چې راوايې خلې ګويان دى
 حمزه مينه د امام دې كور ښه كړه كه پوهېږې
 هم په دغې مېلمنه دې ويران كور د زړه ودان دى

۳۳- پردې شپه اهلبيت په نيمو سوځېدلو خيمو کې راټول شول، وايي: زينب د شپې نمونځ همدلته وکړ.

حمزه بابا وايي :

شهادت د حسنينو كوي دا اشارتونه
پکې پټ دي د نبي د شهادت حقيقتونه
شهادت د خپل نمسي يې د نيكه او ګڼه عين
دى حديث حسين منى وانا من الحسين
سپور په اس د تصور شه چى دى بوځم كربلا ته
دى راغلي دجفا لښكرى زوى د مرتضى ته
نمر د تندر پرده وكړه هيڅ نظر نه كړي دنياته
چى تيرو هم دجنګريز حوصله كړي ده رڼا ته
څه خيمي دي د ساداتو د رضا پکې جپيا ده
څه خيمي ديزيد يانو د ستم پکې غوغا ده
دا حسين دى چىتسليم يې اس نيولي له جلبه
د ژوندون نبضونه تيزدي په امكان راغلي تبه
خو له وركه له هيبته ، ده ګرمى راو يستي ژبه
چى جلوي در سالت پرى قربانيږي له يثربه
د هر څيز د قربانى نه پس په خپله راوتلى
د حجت اتمام په هغو كاندي چا چى دى بللى
چى صورت دامن صلحي په امكان کې پاتى نه شو
چى هيڅ شك يې د جګړى په طوفان کې پاتى نه شو
چه يودوست يې ګير چاپيره په چشمان کې پاتى نه شو
كه يو حر و هغه هم په دى جهان کې پاتى نه شو
ده به پيش ورته قرآن كړو هغو توري بريښولي
چا به غشي ګرتول او چا نيزى به نيغولي

۳۴- وايي: پردې شپه زينب يو دمي د خپلو ورور ليدو لپاره وژنځي ته ورغله؛ خو د حسين سر نه و.

حمزه بابا وايي :

دا څنګه وخت د پاك نبي په خاندان راغلى
 چې د جفا ورته لښكر لكه طوفان راغلى
 دا بړبوكۍ دي كه فطرت په اسوېلو سر دى
 چې د اسمان په لوري زغلي په سلګو سر دى
 د كربلا هره ذره لكه بلا ښكاري
 دى عافبت ورنه په تېښته وارخطا ښكاري
 دعلمدار مټې پرې شوې، سر د تن نه جدا
 په ډاګه پروت دى د امام شاه زمن نه جدا
 مشك يې غلبيل سورى سورى په بيابان پاتې دى
 د اوبو ګوت د سكينې د زړه ارمان پاتې دى
 علي اكبر چې وه زلمى د زړه رڼا د حسين
 په شهادت باندې يې ماته شوله ملا د حسين
 چې په كړه وړه کې سراسر د پېغمبر غوندې وه
 چې په يرغل او په ګوزار کې د حېدر غوندې وه
حورې غلمان يې چې ښائست وته اوبه اوبه وو
 راغلو مېدان لره قاسم چې نن يې څه په زړه وو
 د نيم پرانستي ګل پشان يې د ځوانۍ وخت وه
 د دې غنچې نه د نكهت د روانۍ وخت وه
 ښكلى پېكري د شقي په يو ګوزار اورژېد
 جوړې يو ګل د نبوت دلاله زار اورژېد

 ۳۵- د محرم پر ۱۱ مه، ګهيځ مهال عمر سعد امر وکړ، چې د خپل لښکر جنازې دې ښخې شي.

۳۶- تر ماسپښين روسته يې اهلبيت په کجاوو کې سپاره کړل او د وژنځي له لارې يې کوفې ته بوتلل.

۳۷- د محرم پر ۱۲ مه شپه، اهلبيت د کوفې د وره شاته ورسېدل او تر ګهيځه د وره تر شا پاتې شول.

۳۸- د محرم پر ۱۲ مه، ګهيځ وختي، اهلبيت کوفې ته ورننوتل.

۳۹- پر هماغه ورځ په کوفه کې پوځي حکومت اعلان شو او لسو زرو تنو  وسلوالو لارې کوڅې څارلې.

۴۰- پر همدې ورځ امام سجاد رضی الله عنه په کربلا کې د شهيدانو جنازې خاورو ته وسپارلې.

۴۱- د محرم پر ۱۳ مه يې اهلبيت د عبيد الله بن زياد مجلس ته وربوتلل او له همدې ځايه يې بند (زندان) ته ورولېږل.

۴۲- پر همدې ورځ ابن زياد شام او مدينې ته د حسين د وژنې (شهادت) خبر ولېږه.

۴۳- د محرم پر ۱۴ مه عبدالله عفيف کندي ـ په سترګو ړوند له علي او حسين نه په دفاع کې شهيد شو.

۴۴- د محرم په ۱۵ مه عبيدالله بن زياد د شهيدانو سرونه شام ته ولېږل.

۴۵- د محرم پر ۱۹ مه اهلبيت يې شام ته ولېږل.

۴۶- د محرم پر ۲۹ مه اهلبيت شام ته ورسېدل.

۴۷- د صفرې پر لومړۍ اهلبيت د شام ښار ته ورننوتل.

۴۸- د صفرې پر دويمه ورځ د يزيد غونډې ته وربوتلل شول.

۴۹- د صفرې پر پينځمه د يوه روايت له مخې، حضرت رقيه بي بي د شام په کنډواله کې ومړه.

۵۰- د صفرې شلمه د امام حسين اربعين دی، چې حضرت جابر انصاري رضی الله عنه کربلا ته د زيارت لپاره ورغی.

۵۱- وايي: پر همدې ورځ اهلبيت هم کربلا ته ورسېدل.

۵۲- د صفرې پر ۲۸ مه د يوه روايت له مخې اهلبيت مدينې ته ورسېدل.

د کربلا د شهيدانو شمېر:

د مشهور روايت له مخې، که په کوفه کې مسلم بن عقيل (رض) ورسره وشمېره، شمېر يې (۱۲۵) تنو شهيدانو ته وررسي، چې له دوی (۳۱) تنه بني هاشم دي، يعنې د امام حسين ورونه، ورېرونه، زامن، تره زامن  او خورين يې دي.

حمزه بابا وايي :

څه پوښتې چې دا د چا سرونه په نيزو دي
دا خو په معنى کې قرآنونه په نيزو دي
ځوان كه ماشومان دي كه نيم زالي بوډاګان دي
اوګوره سوري سوري يې زړونه په نيزو دي
تن دى د امام په ډېرو غشو غلبيل شوى
هم پرې باندې شوي ګوذارونه په نېزو دي
حيف دى چې پامال يې په اسونو شهېدان كړل
څيرې د خېمو يې دامامانونه په نېزو دي
دا يې د نبي او د زهرا په زړونو ايښي
كوم چې د سرو وينو يې داغونه په نېزو دي
څه به كړي جواب هلته چې نمر يوه نېزه شي
دو يې چې څومره كړي ستمونه په نېزو دي
سر د پاك امام په نېزه څه وايې پوهېږىْ
چرې قتل شوي ايمانونه په نېزو دي؟

د کربلا په شهيدانو کې د پېغمبر اکرم (ص) اصحاب او نامې وګړي لکه حبيب بن مظاهر، مسلم بن عوسجه، زهير بن قين، بریر او حر بن يزيد رياحي هم وو(رضی الله عنهم) او  دا چې د شهيدانو شمېر يې (۷۲) تنه ښوولی، وايي: بني هاشم يې د کوفې له نامي کسانو سره شمېرلي او کوفې ته يې د همدې (۷۲) تنو سرونه بوتلل.

حمزه بابا وايي :

دا ستمونه چې په ال د مصطفى شوي دي
په ويړ جهان کې راته وايه چې په چا شوي دي
هغه ناشوني چې شيطان هم ترې امان غواړي
هغه په ال د محمد په كربلا شوي دي
تل به روانه وي د حق او د باطل جګړه
لكه جنګونه د تيرې او د رڼا شوي دي
چې پاك نبي په پاكو لبو ښكلولو مدام
ډېر ګوزارونه د هغه په مخ او شا شوي دي
د اولادونو خاوندانو تصور خو اوكړىْ
په ماشومانو چې ظلمونه د زهرا شوي دي
عجيبه دا چې دا روا مسلمانانو ګڼل
خو كافرانو دا ويل چې ناروا شوي دي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!