تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۵مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة) حضرت ابوذرغفاري(رض) د دويم خليفه په زمانه كې حضرت ابوبكر(رض)ناروغ شو او تر وفات مخکې يې،حضرت عمر (رض) يې خپل ځايناستى وټاكه . حضرت ابوذر(رض)د حضرت ابوبكر (رض) د مرګ خبر واورېد،ډېر خپه شو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۵مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)

حضرت ابوذرغفاري(رض) د دويم خليفه په زمانه كې

حضرت ابوبكر(رض)ناروغ شو او تر وفات مخکې يې،حضرت عمر (رض) يې خپل ځايناستى وټاكه . حضرت ابوذر(رض)د حضرت ابوبكر (رض) د مرګ خبر واورېد،ډېر خپه شو او څو ورځې په مدينه كې پاتې شو او وروسته  له خپلې ښځې او لور سره شام ته ولاړ،په شام كې يوه ورځ په جومات كې ناست و او خلك ترې راټول شوي ول او پر بېلابېلو موضوعاتو يې خبرې اترې كولې، يو چا وپوښت: ابوذره! ته ولې حضرت ابوهريره(رض)په څېر(د بحرين امير) منصب نه اخلې؟

حضرت ابوذر(رض) :زه په منصب او مقام څه كوم ؟ زما همدا غنم، اوبه او يو جام شيدې بس دي،چې الحمدلله رارسي.

يو بل وويل : خبر نه يې،چې امير المؤمنين حضرت عمر(رض)له ابوهريره(رض) سره څه كړي دي؟

_ نه ! څه يې كړي دي؟

_حضرت عمر(رض)د حضرت ابوهريره(رض)مال او شتمنۍ وشمېرله،ورته يې وويل : هغه ورځ مې چې ته د بحرين امير وټاكلې؛ نو يوه جوړه پڼې دې هم نه لرلې اوس وينم،چې په 1600 ديناره دې اسونه اخستې دي.

حضرت ابوهريره(رض) ورته وويل:له پخوا مې څه اسپې لرلې،چې بچي يې وزېږول او يو شمېر هم خلكو راكړي دي .

حضرت عمر(رض): ما چې ستا حساب وكړ، دومره مال درته زيات دى،نور را كړه؟

حضرت ابوهريره(رض) : نه يې دركوم.

حضرت عمر(رض): پر خداى چې ملا دې ماته كړم .

او دومره يې وواهه،چې حضرت ابوهريره(رض) وويل : دركړى به مې واى؛ خو هغه ټول مې د خداى د رضا لپاره خلكو ته وربښلي دي.

حضرت عمر(رض): له كومه دې راووړي دي،مور خو دې درته د خره  له  څرولو پر ته بل څه نه و درښوولي،د بحرين له خلكو به دې ماليات اخستل او هغه دې په خپل جېب كې اچول،كه په خپله دې ګټلي واى بيا هم يوه خبره؟!!!

حضرت ابوذر(رض): حضرت عمر په دې كار خداى او رسول يې راضي كړ؛ځكه ولسمشر بايد د خلكو لپاره كار وكړي؛نه د ځان لپاره.

يو ځل بيا په خلكو كې خبرې اترې شوې،چې د شام د والي حضرت حبيب بن مسلمه(رض) استازي حضرت ابوذر(رض)ته وويل : والي صاحب دا 300 ديناره ستا د ژوند د اړتياوو د لرې كولو لپاره رالېږلي دي.

حضرت ابوذر(رض):بېرته يې وركړه! تر ما يې بل څوك خداى ته نږدې پېدا نه کړ؟ زما هماغه يوه كوټه،څو مېږې او يو خدمتګار(چې په تنخوا كې يې راكړى) بس دى .

* * *

حضرت ابوذر(رض) خپله تنخوا واخسته او له حضرت عبدالله صامت (رض) او يوې ښځې سره له كوره راووتل او بازار ته ولاړل؛ مينځې څه سامان واخست او پاتې پيسې يې حضرت ابوذر(رض) ته وركړې او هغه هم پر بېوزليو وايشلې.

عبدالله صامت(رض) : ته د كور خرڅ لرې،مړى ژوندى لرې،مېلمه ايزمه لرې…… دا پيسې به دې ساتلې واى؟

حضرت ابوذر(رض):حبيب مې راته ويلي : هر سره يا سپين،چې ساتل كېږي،د خاوند لپاره يې اور كېږي؛خو داچې د خداى په لار كې يې وبښي .

* * *

حضرت عمر(رض) د خلكو د ستونزو او اړتياوو د لرې كولو لپاره شام ته ولاړ . خلك د حضرت عمر(رض) په ليدو خوشحال او ترې راټول شول، حضرت عمر(رض) هلته حضرت ابوذر(رض)وليد او په ورين تندي يې غېږه وركړه او د هغه لاس يې په خپل لاس كې نيولى و،چې حضرت ابوذر(رض) په شوخۍ وويل : لاس مې پرېږده فتنې !

حضرت عمر(رض) : فتنه دې ولې راته وويله؟

حضرت ابوذر(رض): يوه ورځ موږ له پېغمبراکرم (ص) سره ناست وو،چې راغلې،خلك زيات ول او تا هم ونه غوښتل،چې د خلكو ترمنځ راتېر شي او موږ ته ځان راورسوې او هملته د وره څنګ ته كېناستي،پېغمبر اکرم(ص) تا ته په اشاره وويل : د فتنو لپاره مو همدا يو سړى بس دى .

حضرت ابوذر(رض) تل له حضرت عمر(رض) سره و؛يوه ورځ يې وليدل،چې حضرت عمر(رض)خپه ناست دى،حضرت ابوذر(رض) ورته وويل : ولې خپه يې؟

حضرت عمر(رض) : بشر(رض) مې د مالياتو مامور وټاكه؛خو هغه مې حكم ونه مانه . بله ورځ مې،چې وليد،ومې پوښت : ولې دې زما فرمان ونه مانه؟زه ستاسې امير نه يم؟ راته يې وويل : هو! ته زموږ امير يې؛ خو له رسول الله(ص) مې اورېدلي:څوك چې د مسلمانانو د چارو لپاره وټاكل شي،د قيامت پر ورځ به يې د دوزخ د پله له پاسه دروي،كه خدمت يې كړى وي؛نو تېر به شي او كه خيانت يې كړى وي،نو پُل به سورى شي او د اويا كالو لپاره به په دوزخ كې وي .

حضرت ابوذر(رض) : تا په خپله  له آنحضرت (ص) نه دا خبره نه وه اورېدلې؟

حضرت عمر (رض) : نه .

حضرت ابوذر(رض) : په خپلو غوږونو مې له رسول الله(ص) واورېدل،چې ويې ويل: “چاچې د يو تن چارې په لاس كې واخستې، د قيامت پر ورځ به يې د دوزخ  د پُل له پاسه ودروي، كه خدمت يې كړى وي؛ نو تېر به شي او كه خاين وي؛نو د اويا كالو لپاره به دوزخ ته ورګوزار شي” اوس ته ووايه، چې كوم يو يې ډېر درد لري؟

حضرت عمر(رض): دواړو مې زړه ودرداوه!څوك نشته،چې خلافت ورته له هر څه سره وروسپارم .

حضرت ابوذر(رض) :په رښتيا،چې ډېره سخته دنده ده؛ خو زه اوس په  تا كې د نېكۍ څه نه وينم.

حضرت عمر(رض)د خلكو د چارو او د ژوند د ښه كولو لپاره ډېرې هلې ځلې كولې او له خپلو مامورينو سره به يې د ټكى پر ټكى حساب كاوه؛ يوه ورځ ترې خلكو وغوښتل،چې حضرت بلال(رض) ته د اذان ووايي .

حضرت بلال(رض) د رسول اكرم (ص) مؤذن و، چې دآنحضرت (ص) تر مرګ وروسته يې اذان و نه کړ . خلكو د پېغمبراکرم(ص)د ژوند د خاطرې د راژوندي کولو لپاره،غوښتل يو ځل بيا د حضرت بلال(رض) په خواږه غږ اذان واوري .

حضرت عمر(رض): بلاله ! اذان وكړه .

حضرت بلال(رض) پاڅېد او په خپل خواږه او سوځند غږ يې (چې په كلونو كلونو د مدينې خلك ورسره عادت و)  اذان پيل كړ.

د حضرت بلال(رض)اذان د حضرت ابوذر(رض) پر زړه اور ولګاوه او آنحضرت(ص) يې ورياد كړ،چې په نبوي جومات كې به يې له اصحابو سره خبرې كولې .

اشهد ان محمد رسول الله           اشهد ان محمد رسول الله

حضرت بلال(رض) چې څومره وس وكړ اذان پوره كړې؛ خو پوره يې نه كړاى شو؛ په ژړا شو، اذان يې نيمګړى پرېښود او د جومات په ګوټ كې  غلى كېناست .

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!