تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  حضرت ابوذر غفاري(رض) دوبي و او سوځنده ګرمۍ د غفار د ټبر خلک سخت وار خطا کړي وو او ټولو يو بل پوښتل: ولې څښتن يې (منات ) هغوى هېر کړي  او باران پرې نه  وروي . پرېکړه  وشوه ،چې د غفار د ټبر مشران او خلک يو ځاى منات ته […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

حضرت ابوذر غفاري(رض)

دوبي و او سوځنده ګرمۍ د غفار د ټبر خلک سخت وار خطا کړي وو او ټولو يو بل پوښتل:

ولې څښتن يې (منات ) هغوى هېر کړي  او باران پرې نه  وروي .

پرېکړه  وشوه ،چې د غفار د ټبر مشران او خلک يو ځاى منات ته ولاړ شي او باران ترې وغواړي.

بله  ورځ  ټول تګ ته چمتو شول او د “انيس” پام شو،چې  ورور يې نه دى راغلى. چټک کور ته راستون شو و يې ويل : ابوذره !  ژر کوه ! ګنې له کاروانه به  وروسته  پاتې  شو.

حضرت ابوذر غفاري (رض) زړه نا زړه  او د ورور پر ټينګار پر اوښ سپور شو او راوان شو.

انيس وويل : ګوره پام دې وسه،چې د عقيدې په باب دې  چا ته څه څرګندونه  ونه کړې؛ځکه  خلک خو  هسې  هم  په سره  دي او کېداى شي و  دې کړوي.

د غفار د ټبر خلک تر څو ورځو وروسته منات ته ورسېدل. د مراسمو تر سر ته رسولو او دعاګانو وروسته،ټولو خپلې راوړې قربانۍ وکړې او د خپل  څښتن  د  مرستې  په تمه  شول.

شپه  را ورسېده او خلک ډلې ډلې  ناست وو او د خپلو خدايانو  په  هکله  پر خبرو  بوخت  وو.

په هغوى کې يو وويل : له  هغه  سړي خبر شوي ياست،چې  “سعد” ته يې کنځلې کړې دي ؟

_  نه مړه ! دا څه  وايې، څه يې ويلي دي ؟

_ يو سړي خپل اوښان سعد ته ډالۍ کوي او همداچې سعد ته  ور ورسېدل؛ نو اوښان ترې و تښتېدل او هر اوښ يوې خوا هى کړل . سړى پخپله په اوښانو پسې ووت؛خو تش لاس  راستون شو او د خپګان او غوسې د ډېروالي له امله يې يو کاڼى را واخست او سعد يې پرې وايشت ورته يې وويل:  ته هيڅ نشى کولاى! ته ټوټه تيږه  يې،چې  دلته پرته يې ! نور دې عبادت نه کوم.

يو له هغوى وويل :پر څښتن،چې ددې سړي خوله پخپل واک کې نه ده اوکافر شوى! د سعد څښتن به يې ووهي. يو بل سړي وويل: پر هغه سړي څه وشول؟

_هيڅ هم پرې و نشول!

_ يعنې داچې …….

ټول هک پک شول او په فکر کې  ډوب شول؛نه پوهېدل څه ووايي او څه….. بيا هر يو کېږدۍ ته  دمې  ته  ولاړ.

حضرت ابوذر غفاري( رض) احساس کړل،چې پر زړه يې يخې اوبه  واړول شوې، روح يې  ارام  شوى؛خو سترګو ته يې  خوب رانغى.سترګې  يې اسمان  او ستورو ته نيولې وې او د بوتانو په فکر کې ډوب و،چې نا څاپه يې ماغزو ته فکر راغى، ورو ورو  له  خپل  ځايه  پاڅېد او د منات  پر  لور روان  شو؛د منات مخې ته ودرېد او پر خپګان يې وويل: نه کوم ځواک لرې او نه واک، ته ټوټه تيږه  يې؛نو ولې دې خلک عبادت وکړي او قربانۍ درته وکړي. په رښتيا،چې  زما  د ټبر خلک پر ناسمه  دي او بيا  ورو خپل ځاى  ته  راستون  شو او سملاست .

بله ورځ بيا خلک  راټول  شول او د منات طواف يې وکړ او د تګ لپاره چمتو شول .حضرت ابوذر غفاري (رض) هم په ګوټ کې ولاړ و،چې انيس راغى او يوه شېبه ورته چوپه خوله ځير شو .

حضرت ابوذر غفاري (رض) پخپلو خيالونو کې ډوب، له کاروان سره د غفار پر لور روان  و او له ځان سره يې ويل:دا غرونه چا پر ځاى درولي دي؟ داځمکه څرنګه داسې پراخه پرته ده؟ اسمانونه اوستوري چا ينځولي دي او ……..؟

لمر پرېوتې و،چې غفار ته را ورسېدل .

 حضرت ابوذر غفاري (رض) خپلې کوټې ته ولاړ،چې ويده شي؛خو خوب ور نه غى، اسمانونو، ستورو، غرونو او دښتو ته فکر وړى و او له ځان سره يې ويل: نه ! هېڅکله يې نشم  منلاى،چې ټوټه تيږه  دې څښتن وي . نه! هېڅکله نشي کېداى؛شک نشته چې  د اسمانونو پنځوونکى تر اسمانونو هم ستر دى او د انسان خالق  تر انسانه هم ستر دى. نا څاپه يې په زړه کې د لېوالتيا او مينې لمبه را پورته شوه، سترګې يې  له اوښکو ډکې شوې، سر يې پر ځمکه کېښود او د نړۍ پال څښتن ته  يې سجده  وکړه.

په دې  وخت کې انيس کوټې  ته  راننووت  او پر حيرانتيا يې وپوښتل: څه کوې؟!

_  لمونځ کوم !

_  د چا لپاره لمونځ کوې ؟

_  د الله لپاره ! زما وروره ! په دې پراخه هستۍ کې مې داسې نښې  نښانې  وموندې،چې ستا له  څښتن  پرته  مې  بل  څښتن  ته  را کاږي او  هغه  ستر او وسمن دى.

ورځې او مياشتې تيرې شوى،حضرت ابوذر غفاري (رض) د خپل ورک شوي په  تمه  و. ابوذر هغه چا ته  سترګې پر لاره و،چې د څښتن په هکله ورته خبرې وکړي او د حقيقت پر رمزو يې سر خلاص کړي او ……….

يوه  ورځ  حضرت ابوذر غفاري (رض) له خپل  ورور انيس سره د کور مخې ته ناست  و ،چې يو  سړى  له  مکې نه  را  ورسېد او خبر يې راووړ،چې په مکه کې يو سړى ځان پېغمبر بولي، وايي : له اسمانونو نه ورته خبر راځي .

وا وا ! حضرت ابوذر غفاري (رض) ؛خو په همدې خبرو پسې په اسمانونو کې ګرځېده،چې خداى پر ځمکه ورکړې .

ځاى پر ځاى يې له انيسه وغوښتل،چې مکې ته ولاړ شي او ددې سړي په  باب  ورته سم مالومات راوړي او پر سور بور يې ځان  پوه کړي .

ورور يې ولاړ،راستون هم شو؛خو د ورور راوړيو خبرو قانع نه کړ او پخپله ووت .

 مکې ته چې ورسېد؛ نو داچې رسول اکرم  په هغه ورځو کې په  پټه  بلنه کوله؛ نو هوډ يې وکړ،چې جومات ته ولاړ شي او هلته  د څښتن  د  استازي  پر درک  ځان  پوه کړي .

حضرت علي (ک) بې له دې،چې حضرت ابوذر غفاري (رض) وپېژني، درې  ورځې  پر له  پسې يې خپل کور ته يووړ؛خو پر درېمه شپه  پرې  پوه شو او حضرت ابوذر غفاري (رض) يې له ځان سره د حضرت ابن ارقم (رض) کور ته  يووړ ،چې د خداى(ج) استازى ورکره و  .

د حضرت ابن ارقم ( رض) په کور کې حضرت ابوذر غفاري (رض) پېغمبر اکرم په مخ کې ايمان راووړ، مسلمان شو،و يې ويل : ګواهي ورکوم ،چې بې له الله بل څښتن نشته او محمد يې استازى دى.

رسول اکرم  وويل : ابوذره ! دا خبره دې زموږ او ستا په  منځ  کې وي  او  اوس  زه خپلې سيمې ته ولاړ شه او د خپلې سيمې خلک هم اسلام ته را  وبله اوچې  وخت يې راغى؛ نو خبر به  دې کړم .

حضرت ابوذر غفاري (رض) احساس کړل،چې د حقيقت پلټنې تنده يې ماته شوې او د  زړه تيارې يې پر رڼا بدلې شوې دي .

حضرت ابوذر غفاري (رض) حضرت  پېغمبراکرم ته چورت وړى و او ځان يې پوهول  غوښتل،چې  دې د  لارښوونې چينې ،چې هغه يې  له تيارو نه راايستى، څنګه موجود دى؟رڼا ده؟ جسم دى ؟  اسماني  يا ملکوتي مخلوق دى که عادي بشر دى. ورو يې خپل لاس ور مخکې کړ او رسول اکرم  پر اوږو يې کېښود، احساس يې کړل،چې وجود يې له نېکمرغۍ ډک شوى دى .

حضرت ابوذر غفاري (رض) د څښتن له استازي سره تر کتو وروسته د کعبې او د کعبې بوتانو ته مخامخ ودرېد او د قريشو په  مخ کې يې چغې کړې : ګواهي ورکوم،چې  بې له الله بل څښتن نشته او محمد يې استازى  دى !!! .

د حضرت ابوذر غفاري (رض) پر خبره،کفارو پرې  راودانګل او دومره يې وواهه،چې که  د پېغمبر اکرم  تره  عباس  نه و رارسېدلاى او حضرت ابوذر غفاري (رض) يې د هغوې له  بې رحمه منګولو  نه و ژغورلاى؛نو ژوندى به يې نه  و پرېښى.

رسول اکرم حضرت ابوذر غفاري (رض) راوغوښت او ترې يې وغوښتل ،چې غفار ته ستون شي .

حضرت ابوذر غفاري (رض) هم د څښتن داستازي خبره ومنله او غفار ته ستون شو .

مور او ورور يې هم د حضرت ابوذر غفاري (رض) په تمه وو،چې حضرت ابوذر غفاري (رض) راورسېد او چغې يې کړى _ تسليم شوم او ومې مانه !

مور يې وويل :څه  دې  وليدل؟

_يو سړى مې وليد،چې  ورته رښتين ( امين ) ويل کېږي، خلک يې د يو څښتن  عبادت  ته  رابلل  او له خلکو غواړي  له بديو  لاس  واخلئ  او پر يو بل مهربانه شئ،  ظلم  مه  کوئ  او …….. ما هم ګواهي ورکړه ،چې بې له  الله بل څښتن نشته او حضرت محمد(ص) هم د څښتن استازى دى .

مور يې وويل : ما هم له دې دين سره اشنا کړه .

انيس وويل : زه هم ستا پر څښتن ايمان راوړم او ګواهي ورکوم ،چې حضرت محمد (ص)د څښتن استازى دى.

 حضرت ابوذر غفاري (رض) د خپلې کورنۍ مسلمانېدو خورا خوشحاله کړ او هغه شپه له دې نوي دين سره ارام ويده شو.

د غفار ټبر هم ورو ورو د حضرت ابوذر غفاري (رض) پر لارښوونو مسلمان شو او له بوت لمانځنې يې لاس واخست .

حضرت ابوذر غفاري (رض) تر څه مودې وروسته رسول اکرم ته ورغى او د حضرت پېغمبراکرم له صميمي،پتمنو او نږدې يارانو ځنې شو او د څښتن له استازي  نه  يې  ډېرڅه  زده کړل .

حضرت ابوذر غفاري (رض) په مدينه کې هم چوتره مېشت صحابي (اهل صفه) و او په جومات کې به وسېده.

پېغمبر اکرم تر مړينې نه وروسته يې له ښاره بهر کېږدۍ ووهله،ځان ته يې ژوند کاوه او دڅښتن پر عبادت بوخت و.

د درېم خليفه د خلافت پر مهال داچې حضرت ابوذر غفاري (رض) له معاويه بن ابوسفيان سره مبارزه کوله؛ نو خليفه د ربذې دښتې ته وشاړه او هملته يې ځان ته ژوند کاوه او ځان ته ومړ .

 رسول اکرم د حضرت ابوذر غفاري (رض) په باب ويلي وو:

 ابوذر! ځان ته ژوند کوي ،ځان ته به مري او د قيامت پر ورځ به ځان ته را پاڅي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!