تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت ابو ايوب انصاري(رض) د هيڅ ټبر ان د خپل ماما بلنه يې و نه منله،چې اوښ يې د “بني مالک بن النجار” کورونو ته ورسېد(هغه ځاى ، چې بيا د نبوي جومات ور شو) او هلته کېناست. رسول الله راکوز شو.خلک به راتلل او پېغمبر اکرم ته يې خپل کور […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حضرت ابو ايوب انصاري(رض)

د هيڅ ټبر ان د خپل ماما بلنه يې و نه منله،چې اوښ يې د “بني مالک بن النجار” کورونو ته ورسېد(هغه ځاى ، چې بيا د نبوي جومات ور شو) او هلته کېناست.

رسول الله راکوز شو.خلک به راتلل او پېغمبر اکرم ته يې خپل کور ته بلنه ورکوله او داچې پېغمبر اکرم سامان يې د حضرت ابو ايوب انصاري (رض) کور ته وړى و؛ نو رسول اکرم هم له هغه کره ولاړ.

رسول اکرم،چې مدينې ته راغى؛ نو د حضرت ابو ايوب انصاري (رض) مور ډېره خواشينې وه؛ځکه سترګې يې ړندې وې او نه يې شو کولاى،چې بختوره څېره يې وويني.

رسول اکرم ،چې د ابو ايوب انصاري(رض) د مور خبرې واورېدې؛نو پر سترګو يې ورته لاس راکښود او سترګې يې بينا شوې،چې په مدينه کې دا رسول اکرم لومړۍ معجزه وه،چې خلکو ليده.

د بي بي زهرا واده و،چې ابوايوب انصاري(رض) رسول اکرم ته د حلالې لپاره يو ګډ راووړ ،چې په دې وخت کې حضرت جبراييل راغى او رسول اکرم ته يې وويل : ابوايوب نشتمن دى،ګډ يې حلال نه کړې او بېرته يې ورکړه،چې ابو ايوب انصاري (رض) له دې هوډه خورا خپه شو او رسول اکرم هم ،چې وليدل ابوايوب انصاري(رض) خپه کېږي؛ نو د ګډ د حلالو حکم يې وکړ او تر پخولو وروسته يې د خوړو حکم وکړ او و يې ويل، چې هډوکي يې مات نه کړئ او بيا يې هډوکي په پوټکي کې واچول،و يې ويل: خدايه ! دا ګډ تا پيدا کړى و او پر ژوندي کولو يې ځواک لرى . خدايه ! چې بې له تا پرته بل څښتن نشته ! دا ګډ بېرته را ژوندى کړه.

ګډ راپاڅېده او روان شو.

حضرت ابوايوب انصاري د “بدر”،”احد” او په نورو ټولو غزوو کې د څښتن له استازي سره و.

ابوايوب انصاري (رض) مېړنى او د لوى ځيګر خاوند و، چې خلکو يې ډېرې مړانې ليدلې وې.

د “صفين” په جګړه کې و،چې د حضرت علي (ک) له لښکره را ووت او د “معاويه بن ابوسفيان” لښکر ته يې غږ کړ: که څوک نر وي؛ نو رامخې ته دې شي؛خو څوک يې مخې ته رانغى او بيا يې د معاويه بن ابوسفيان پر لښکر بريد وکړه، ډېر يې پکې ووژل او د معاويه بن ابي سفيان تر کېږدۍ مخکې ولاړ او بېرته راستون شو.

حضرت ابوبکر(رض)،چې د خلافت پر چوکۍ کېناست؛ نو ابوايوب انصاري(رض) يو له هغه 12 کسانو ځنې و ، چې د لومړي خليفه پر خلافت يې نيوکه درلوده.

ابوايوب انصاري(رض) و،چې راپاڅېد، ويې ويل: پېغمبر اکرم پر اهلبيتو تېرى مه کوئ، د څښتن له قهره ووېرېږئ،د هغوى حق (خلافت) ورکړئ او هغه څه چې څښتن ورکړي،تاسې يې ترې مه اخلئ،ښه پوهېږم، چې تاسې ټولو د اهلبيتو په باب پېغمبر اکرم سپارښتنې اورېدلي او تاسې ټولو د څښتن له استازي نه اورېدلي ، چې ((زما اهلبيت ستاسي امامان دي)).

بيا يې حضرت علي (ک) ته مخ کړ،و يې ويل: هغه دى د نېکچاريو امير او د کافرانو وژونکى؛ نو چا يې چې د ياري وکړه؛نو څښتن به يې ياري وکړي او چاچې ورسره مخالفت وکړ؛ نو څښتن به يې خوار کړي.))

حضرت ابوايوب انصاري د حضرت علي (ک) د خلافت پر مهال تل له حضرت علي (ک) سره و او په ټولو هغو جګړو کې يې برخه اخستې وه،چې حضرت علي (ک) ته راپېښې شوې وې،چې بالاخر د څښتن داستازي دا ستر صحابي په 50 او که پر 51 هجري کال د اسلام له دښمنانو سره په جګړه کې شهيد شو.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!