تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت اويس قرني ( رض ) حال داچې د يمن د هېواد ځينې وګړي د بوت لمانځنې  په  سمندر کې  ډوب وو او ځينو بوتان جوړول او توږل؛ نو د هماغې سيمې د “قرن” په  سيمه کې يو ماشوم وزېږېد ، چې “اويس” نوم يې پرې کېښود او داچې  د “قرن” […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حضرت اويس قرني ( رض )

حال داچې د يمن د هېواد ځينې وګړي د بوت لمانځنې  په  سمندر کې  ډوب وو او ځينو بوتان جوړول او توږل؛ نو د هماغې سيمې د “قرن” په  سيمه کې يو ماشوم وزېږېد ، چې “اويس” نوم يې پرې کېښود او داچې  د “قرن” د ټبر و؛ نو  په  قرني مشهور شو.

حضرت اويس قرني (رض) خپل  ماشومتوب  د مؤمنې او د ايکي يو څښتن  د عبادت کوونکې مور په لمنه کې تېر کړ او له هماغه ماشومتوبه يې زده کړي وو،چې هغه څښتن دې ولمانځل شي،چې دا نړۍ يې پنځولې ده،هغه څښتن ،چې ستر او  وسمن دى .

حضرت اويس قرني (رض)،چې ځوان شو؛نو د کور د خرڅ  د پېدا کولو لپاره  يې  د اوښانو څرول پيل کړل .

حضرت اويس قرني (رض)،چې اوښان د څرا لپاره دښتې ته  وړل؛ نو اوښان به يې،چې پر څرا بوخت شول؛ نو په خپله به په يوه ګوټ کې کېناسته او سر يې په ګريوان کې ښکته کاوه او د خپل راتلونکي، تېرو وختونو، ځمکې، اسمانونو او د هستۍ په هکله يې فکر کاوه او بيا يې سجده کوله او له خپل څښتن سره يې راز او نياز او عبادت کاوه اد عبادت او فکر کولو پر مهال به دومره  ډوب او بې حرکته شو،چې ان مرغيو هم فکر نه کاوه،چې دا  انسان دى او راتلې او کېناستې پرې.

د بيديا د شپې په چوپتيا کې به د اسمان ستروالي او ستورو ته په ننداره  و او بيا به يې سجده کوله او سجدې به يې کله دومره اوږدې  شوې،چې کله به تر سهاره هم  پر سجده  و.

حضرت اويس قرني (رض) بې د چا له  لارښوونې او بې له دې چې د څښتن استازى وويني ، پر څښتن او د هغه پر استازي يې ايمان راوړى و او پېغمبر اکرم له رښتينو عاشقانو ځنې و،چې له پېغمبر سره يې ورځ په ورځ مينه ډېرېده او زړه يې غوښتل رسول اکرم وويني؛ خو نه يې شو کولاى،چې خپله مور ځان ته پرېږدي  او  د  څښتن  د  استازي  ليدو ته  ولاړ  شي.

يوه ورځ يې پېغمبر اکرم  ډېر پر زړه راوورېد؛ نو مور ته يې وويل: له کله نه مې،چې واورېدل،چې په مکه کې يو سړى انسانان  د  د ايکي يو خداى عبادت  ته رابلي او د هستۍ د خالق په باب خبرې کوي او خلکو ته وايي: خلکو! ووايئ : بې له الله بل څښتن نشته،چې نېکمرغه شئ؛ نو له هماغه وخته مې ايمان راووړ. مورجانې ! پر رسول اکرم مې زړه  بايللى او په زړه کې مې ورسره ورځ په ورځ مينه ډېرېږي،که اجازه مو وي، يو ځل به يې کتو ته ولاړ شم. 

مور يې،چې  پوه شوه زوى يې ډېر سخت زړه بايللى دى، و يې ويل : زويه ! ولاړ شه؛خو وعده راسره وکړه ،چې له نيمې  ورځې نه  به  ډېر  نه  ايسارېږى.

حضرت اويس قرني (رض)له خوشحالۍ نه من من غټ شو او داچې خپلې هيلې ته رسېدلاى و؛ نو د مور شرط ته يې غاړه کېښووه او  سفر تيارى يې ونيو.

بله ورځ روان شو او د لارې ګرمي او سختي يې د خپل محبوب د کتو  لپاره  پر ځان منلې وه.

حضرت اويس قرني (رض)،چې مدينې ته راورسېد؛نو د پېغمبر اکرم  د کور پوښتنه يې وکړه ؛نو پوه شو،چې  رسو الله په کور کې نشته او د يو مهم کار لپاره له کوره بهر وتلى دى.

حضرت اويس قرني (رض) د پېغمبر اکرم کتو ته راغلى و. د هغه پېغمبر کتو ته چې په کلونو کلونو يې عبادت کړى  و او تل يې دڅښتن د استازي  ديدن هيله وه او ددې ديدن لپاره يې په لاره کې څومره سختۍ وګاللې؛ خو اوس يې محبوب په کور کې نشته، بلخوا مور ته يې وعده ورکړې وه ،چې په مدينه کې به  له نيمې ورځې نه ډېر نه پاتې کېږي او اوس هم پر خپله کړې وعده ټينګ ولاړ دى؛ نو ناچاره دى،چې يمن  ته  ستون  شي.

رسول الله،چې کور ته راستون شو؛نو يوه رڼا يې وليده ، چې تر اوسه يې نه  وه ليدلې ؛نو له خپلې مېرمنې عايشې بي بي يې  وپوښتل: ايا څوک له موږ کره راغلى و؟

  بي بي ورته وويل : يو اوښ څرونکى له يمنه ستاسې کتو ته راغلى و او چې ورته مې وويل پېغمبر اکرم په کور کې نشته  او د يو مهم کار لپاره له ښاره بهر وتلى دى؛ نو خوار خپه شو،و يې ويل : پر  رسول الله  مې سلام ووايه او ورته ووايه،چې يو سړى له يمنه    کتو  ته مو  راغلى  و؛ خو مور يې  ورته  تر دې  ډېر په  مدينه کې د  پاتې کېدو اجازه نه وه ورکړې او بيا يې خداى پاماني وکړه او ولاړ.

 رسول اکرم وويل: دا رڼا د “اويس قرني” ده ،چې اوس هم زموږ په کور کې شته،هغه ولاړ ؛خو رڼا يې لا  نه ده تللې .

پېغمبر اکرم يو صحابي وپوښـتل : رسول الله! هغه څوک دى ؟

رسول اکرم وويل : “اويس قرني” هغه دى،چې دقيامت پر ورځ به زما د زر امتيانو شفاعت کوي.

– نو ولې تر اوسه درته نه دى راغلى؟

اويس قرني يوه ړنده مور لري،چې پالنه يې کوي،ورته خواړه تياروي او بيا يې پخپلو لاسونو ورکوي،د مور جامې وينځي او…..؛نو ځکه نشي کولاى  خپله مور ځان ته پرېږدي او ما ته راشي؛ځکه اسلام د مور و پلار د درناوي لپاره ډېره سپارښتنه کړې ده.

هو ګرانو! حضرت اويس قرني(رض) زاهد انسان  و ،چې وينا يې د ټولو پر زړونو اغېز درلود او زړه يې د څښتن او د څښتن د اولياو د مينې ځاى و.

حضرت اويس قرني(رض) تردې وروسته هېڅکله و نه شو کولاى،چې د څښتن استازى وويني،چې بالاخره په “صفين” جګړه کې د امام علي (ک) له يارانو سره شو او د معاويه بن ابوسفيان پر لښکر يې  بريدونه وکړل، مېړنې وجنګېد، تردې چې د دښمن په غشي شهيد شو.

رسول الله : عمار ياسر يو له  هغو څلورو تنو ځنې دى،چې جنت ورته په تمه دى .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست