تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت “ايوب” عليه السلام حضرت “ايوب” (ع) ډېر مهربان او د ډېرې شتمنۍ خاوند پېغمبر و، سره له دې ،چې خورا مال او شتمني يې درلوده، پر څښتن ډېر مين و، خلك يې د خداى(ج) عبادت او د حضرت “ابراهيم” عليه السلام دين ته رابلل . پر خپل شاوخوا او هغوى […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حضرت “ايوب” عليه السلام

حضرت “ايوب” (ع) ډېر مهربان او د ډېرې شتمنۍ خاوند پېغمبر و، سره له دې ،چې خورا مال او شتمني يې درلوده، پر څښتن ډېر مين و، خلك يې د خداى(ج) عبادت او د حضرت “ابراهيم” عليه السلام دين ته رابلل .

پر خپل شاوخوا او هغوى چې تر لاس لاندې يې كار كاوه، ډېر مهربان  و او تر هغې يې په خپله خواړه نه خوړل ،چې وږي يې نه ول ماړه كړي، که څه د وخت خلك يې ډېر ناشكره وو او په اولس كالوكې يوازې درې تنو پرې ايمان راووړ؛خو  حضرت”ايوب” يې له تېريو تنګ نشو او خپل ټبر ته يې ښېرې ونه کړې . “هغه د صبر بېلګه وه .”

حضرت “ايوب” د نورو ډېرو پېغمبرانو په څېر پر شپونولۍ بوخت و، چې له دې لارې د ډېر مال او شتمنۍ خاوند شوى و او له خپلې ښځې، زامنو او درې لوڼو سره يې ارام او هوسا ژوند درلود. ډېرى وخت يې دبېوزليو په مړولو، د بنديانو په خلاصولو او بې برخو ته په بښنه كې تېرېده او تل به د څښتن پر عبادت بوخت و، تردې چې عبادت او شكر ايستنې يې ان پرښتې هم حيرانې كړې او ټولو پرښتو وويل : ” پر ځمكه د “ايوب” په څېر بل پاك او سم سړى نشته .”

شيطان ،چې د پرښتو دا خبرې واورېدې،خپه شو؛ ځكه شيطان سخت خپه كېږي ،چې يو انسان ايمان ولري،د څښتن عبادت وكړي او څښتن ته نږدې وي .

 شيطان ،چې ونه شو كړاى حضرت”ايوب”  تېرباسي او بې لارې يې كړي؛ نو نهيلى څښتن ته ورغى،ورته يې وويل : ” خدايه! ايوب درباندې ايمان نه لري، دروغ وايي او  ځکه دې ستايي او عبادت دې كوي،چې خورا نعمتونه دې وركړي،عبادت يې د وېرې له امله دى، دوستي يې د مطلب ده . د هغه پر ځاى ،چې دې هر چا ته په زرګونو پسونه،غوايان، غواګانې، اوښان او د كښت ځمكې وركړې؛نو همدا كار به يې كړى و، ته ترې دا نعمتونه واخله؛ نو و به وګورې ،چې څنګه دې له عبادته لاس اخلي .”

څښتن شيطان ته وويل :” زه خپل بنده ډېر ښه پېژنم، هغه زما اخلاصي بنده دى او ځکه مې عبادت كوي ،چې د عبادت وړ يم، هغه د مال او نعمتونولپاره زما عبادت نه کوي؛ خو داچې خلكو ته د صبر او ايمان بېلګه شي،ورشه او هر څه ترې واخله؛ نو وبه ګورې،چې په عبادت او چلن كې به يې هېڅ توپير را نشي.”

شيطان له خوشحالۍ ټوپونه وهل او د حضرت “ايوب” د نعمتونو په ورکولو يې لاس پورې كړ، تردې چې  حضرت”ايوب” نشتمن شو.

 شيطان بيا ځان د بوډا او حکيم په بڼه كړ او  حضرت”ايوب” ته ورغى ورته يې وويل :” په ښار كې مې آوازه واورېده،چې د “ايوب” عبادتونه  له غرور او ريا ډك ول،چې دا ورځ پرې راغله او له يوه بله مې واورېدل : “ايوب” چې د كوم څښتن عبادت كاوه؛ددې بدې ورځې د راتو مخنيوى يې كړاى شو” او درېم  سړي راته وويل :” څښتن دا كار د “ايوب” د دښمنانو  خوشحالولو ته كړى دى .”

 شيطان فكر كاوه ،چې د حضرت”ايوب” ايمان به د خلكو د خبرو په اورېدو سست شي؛ خو پر څښتن د حضرت”ايوب” ايمان او باور دومره  پياوړى و،چې دې خبرو پرې هېڅ اغېز ونه کړ.

حضرت “ايوب” شيطان ته وويل :” هغه نعمتونه ،چې څښتن راكړي ول، د څښتن امانت و،چې راسره و. هغه مهال ،چې نعمتونه راسره وو، د څښتن شكر مې ايسته او اوس، چې يې رانه اخستي؛ نو بيا يې هم منندوى يم او صبر به وكړم؛ ځکه  هغه د هر څه مالك دى او هر چا ته چې يې خوښه وي نعمت وركوي او چا ته چې يې خوښه وي نعمت ترې اخلي .”

 بيا حضرت ايوب (ع) څښتن ته د شكر سجده وكړه.

شيطان ،چې ماتې خوړلې وه، نهيلى څښتن ته ورغى،ورته يې وويل : “خدايه! كه “ايوب” اوس هم ستا شكر باسي؛ نو د اخلاص له مخې يې نه باسي؛بلكې د هغو زامنو له امله يې باسي ،چې تا وركړي؛ ځكه هيلمن دى،کوم مالونه،چې يې له لاسه وركړي،په خپلو زامنو يې بېرته لاس ته راوړاى شي؛ نو كه زامن دې هم ترې واخستل؛ نو له عبادت او شكره به دې لاس واخلي.

 څښتن ورته وويل :” زه “ايوب” تر هر چا ښه پېژنم؛ خو بيا هم يو ځل بيا د ازمېينې مهلت دركوم،كړاى شې زامن يې هم واخلې؛ خو ډېر ژر به پوه شې،چې په ايمان كې يې پوټى توپير هم نه دى راغلى. شيطان خوشحاله ولاړ .

د  حضرت”ايوب” ټوله اولاده د خوشحالۍ په يوه غونډه كې را ټوله شوې وه ،چې شيطان ولاړ او د غونډې ستنې يې وخوځولې او د حضرت”ايوب” پر زامنو يې راچپه كړې او ټول تر خاورو لاندې مړه شول .

 بيا شيطان له ځانه يو نا اشنا زوړ سړى جوړ كړ او  حضرت”ايوب” ته ورغى،ورته يې وويل :” نه وې،چې بچي دې تر خاورو لاندې مړه کېدل او له تا يې مرسته غوښته . څومره عبادتونه دې وكړل ،چې بالاخره څښتن يې داسې ځواب وركړ.

 حضرت”ايوب”،چې د خپلو بچو د مرګ وير ته ناست و، وويل : ” اولاد هم د څښتن راكړه وه او څښتن را څخه بېرته واخستل. زه پر دې پېښې خپه نه يم او بيا هم د څښتن شكر ادا كوم .”  دا يې وويل او سجده يې وکړه .

شيطان غوسه څښتن ته ورغى،ورته يې وويل :” خدايه! د “ايوب” بچي او مال له منځه ولاړل؛ خو پخپله لا روغ رمټ دى او ځکه دې عبادت كوي،چې يوه ورځ به بيا ورته نعمتونه، مال او زامن وركړې . اجازه راكړه روغتيا هم ترې واخلم،چې دردونو او رنځونو پرې دباو راووړ؛ نو په خپله به دې عبادت پرېږدي .

 شيطان ولاړ او د حضرت “ايوب” روغې رمټې تنې ته يې زهرجن پوكى وركړ او د  حضرت”ايوب” ټول بدن يې له ناوليو او بدو ټپونو ډك كړ، تردې  چې د “ايوب” د ټپونو بوى به هر څوك کړول؛ خو دې ناروغۍ د حضرت”ايوب” پر عبادت او شكرونو هېڅ اغېز ونه کړ او حضرت “ايوب” هماغسې د پخوا په څېر د څښتن عبادت كاوه .

 شيطان ،چې نور له غوسې چاودېده، له ځان سره يې وويل :” نور بايد لږ صبر وكړم ،چې  حضرت”ايوب” پوزې ته راورسي؛ نو كېداى شي د وخت په تېرېدو د څښتن له عبادته سر غړونه وکړي؛ خو هره ورځ ،چې تېرېده، هومره د حضرت “ايوب” صبر، ايمان، عبادتونه  او  شکرونه  هم ډېرېدل .

 کلونه کلونه تېر شول، حضرت”ايوب” ناروغۍ  ډنګر او ژېړ كړ او دومره دردونه پرې ول ،چې ويدېداى نشو. ټولو خپلوانو ځان ته پرېښود او هېچا ورسره ناسته پاسته او تګ راتګ نه درلود؛ خو پتمنې مېرمن يوازې پرې نه ښود او پالنه يې كوله .

 حضرت “ايوب” ددې   لپاره ،چې نارغي يې نور خلك په عذاب نه کړي؛ نو له ښاره ووت .

 مېرمنې “رحيمې” له ښاره بهر يو څپرګى جوړ كړ او  حضرت”ايوب” يې پکې كېناوه او په خپله به خوړو اخستو ته ښار ته راته؛ يوه داسې ښځه ،چې يوه ورځ يې خپل خادمان درلودل او د ښار لومړۍ مېرمن وه او ډېرو بېوزليو او نشتمنو ته يې خواړه وركول؛خو اوس د خلكو په كورونو كې جامې وينځي او خلكو به پېغورونه  هم  وركول،ورته يې ويل :” ګوره څښتن دې درسره څه وكړل! دروغجنو!هسې مو له خلكو سره دروغجنې ژمنې کولې؟

شيطان ،چې ډېر خپه و او د حضرت “ايوب” صبر او ايمان سخته ماتې وركړې وه؛ نو له ځان سره يې وويل :

 هماغسې مې ،چې “آدم” پر “حوا” تېرايسته؛ نو “ايوب” به هم پر مېرمن يې تېرباسم .

 بيا شيطان ځان د يوه ښه سړي په بڼه كړ او “رحيمې” ته ورغى،ورته يې وويل : پخوا دې څومره ښه وخت او ژوند درلود او  دا هر څه درباندې د ايوب د ګناهونو له امله راغلي دي .”

 شيطان د  حضرت”ايوب” مېرمن راوپاروله او دومره يې وپړسوله،چې   حضرت”ايوب” ته ورغله،ورته يې وويل : ولې له خدايه نه غواړې، چې روغ شې؟ كه رښتيا وايې ، چې د څښتن دوست يې؛ نو ولې ترې نه غواړې ،چې له دې بدو ورځو دې راوباسي؟

حضرت”ايوب” ورته وويل :” ته شيطان تېرايستې يې، فكر كوم پر څښتن دې ايمان کمزورى شوى او د ازمېينې وس يې نه لرې، زه ولاړه شه او له ما لرې شه؛ نور دې له لاسه نه ډوډۍ خورم او نه اوبه څښم او  چې روغ شوم؛ نو سل كوړې به دې  ووهم .”

 ښځه غريبه يې،چې له خپلې خبرې ډېره پښېمانه شوې وه، د خپل مېړه خبره يې ومنله او ترې بېله شوه؛ځكه مېړه يې ښه پېژنده او پوهېده،چې كه ورسره پاتې شي؛ نو نور به هم خپه او غوسه شي؛ خو همداچې د حضرت ايوب  مهربانه ښځه ولاړه او “ايوب”(ع) يوازې شو؛ نو لاسونه يې اسمان ته پورته كړل،ويې ويل :” خدايه! دردونه،غمونه او کړاوونه راباندې راغلي او ته تر ټولو مهربان يې” او دا هغه وخت و،چې د شيطان پر وړاندې د  حضرت”ايوب” د ازمېينې وخت پاى ته رسېدلى و؛ نو څښتن وحې وكړه،ويې ويل :” زما ښه،زغمناک او شاکر بنده! ايوبه! پښه دې پر ځمكه ووهه! تر پښې لاندې به دې يوه  چينه راووځي؛ نو له هغه چينې اوبه وڅښه او ځان پرې ووينځه ،چې روغ رمټ شې .”

حضرت “ايوب” د څښتن خبره ومنله او روغ رمټ شو.

 د  حضرت”ايوب” مېرمن ،چې د خپل مېړه بېلتون نشو زغملاى؛ نو بېرته په حضرت ايوب (ع) پسې راغله؛ خو په حيرانتيا يې وليدل ،چې ناروغ ايوب بېرته ځوان شوى دى .

 “رحيمې” لومړى خپل مېړه و نه پېژانده؛ خو چې كله پر كيسه پوه شوه؛ نو د څښتن شكر يې وكړ او په هغه چينه كې يې ولامبل او بېرته ځوانه او ښکلې شوه.

 حضرت”ايوب” ته د مېرمن د سلو كوړو د وهلو په هکله څښتن وويل : “د کجورې د ونې يوه لخته را واخله او مېرمن دې پرې په ووهه ،چې  ژمنه دې عملي كړې وي .

 څښتن  حضرت”ايوب” ته د صبر او زغم له امله بېرته ډېره شتمني وركړه او بچي يې هم ورته را ژوندي كړل .

حضرت ايوب (ع) تر هغه وروسته سل كاله په خپل قوم كې ژوند وكړ او خلكو ته يې لار ښووله .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!