تبلیغات

حضرت علي (ك) د انبياوو او اديانو له نظره د قرآنى آيتونو او نبوى احاديثو له اړخه مو د حضرت علي (ك) د شخصيت په هکله تېر څپركى ولوست؛اوس د تېرو پېغمبرانو او اديانو له نظره پر شخصيت يې ځان پوهوو.  د حضرت بابا آدم (ع) توسل له جنته د حضرت آدم (ع) او بي […]

حضرت علي (ك) د انبياوو او اديانو له نظره

د قرآنى آيتونو او نبوى احاديثو له اړخه مو د حضرت علي (ك) د شخصيت په هکله تېر څپركى ولوست؛اوس د تېرو پېغمبرانو او اديانو له نظره پر شخصيت يې ځان پوهوو.

 د حضرت بابا آدم (ع) توسل

له جنته د حضرت آدم (ع) او بي بي حوا شړل كېدل د قرآن له مهمو كيسو ده او داسې څوك به نه وي،چې په دې باب معلومات ونلري. حضرت آدم او بي بي حواچې له جنته وشړل شول او ځمكې ته استوګنې ته راولېږدول شول؛نو حضرت آدم (ع) په كلونو كلونو وژړل،چې څښتن يې وبښي،تردې چې پر حضرت محمد (ص)، حضرت علي (ک) ، حضرت فاطمې بي بي، امام حسن او امام حسين يې توسل وكړ او توبه يې ومنل شوه. د ” فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ” آيت هم دې موضوع ته اشاره كوي[1]. په دې باب روايتونو ته پام وكړئ :له حضرت عبدالله بن عباس څخه روايت دى،چې ويې ويل :له حضرت محمد(ص)څخه د هغو ټکيو په هکله پوښتنه وشوه، چې څښتن پرې حضرت آدم (ع) وباښه.حضرت محمد (ص) ورته وويل :(( له لوى څښتنه يې د محمد، علي،فاطمه،حسن او حسين په جات بښنه و غوښته او څښتن هم د هغه له ګناه تېر شو او ويې وباښه. [2]))

په دې اړه يو بل روايت:

پاک نبي (ص) وويل:((څښتن تعالى چې حضرت آدم پېدا كړ او خپل روح يې پکې پو کړ؛نو آدم د عرش ښي اړخ ته پينځه نومونه وكتل، چې په سجدې او ركوع كې وو.حضرت بابا آدم (ع) پوښتنه وكړه:خدايه! زما تر پېدا كولو مخكې هم دې څوك، له خاورې پېداكړي دي؟ څښتن ورته وويل:نه! حضرت بابا آدم ورته وويل:

(( دا پينځه رڼا ګانې څوك دي،چې زما په بڼه دي؟ څښتن تعالى ورته وويل:دا پينځه تنه ستا له ځوځاته دي.كه دوى نه واى؛نو ته به مې هم نه واى پېداكړى. ما له خپلو نومونو پر هغوى ايښې دي .كه دا پينځه تنه نه واى؛نو نه به مې ځمكه پېدا كړى واى او نه اسمان،نه عرش او نه كرسۍ، نه جنت او نه دوزخ،نه پرښتې او انسانان او نه پيريان؛نو زه يم “محمود” او دا “محمد” دى؛ زه يم “عالي” او دا “علي ” دى؛ زه يم ” فاطر ” او دا “فاطمه” ده؛ زه يم “احسان” او دا “حسن” او زه “محسن” يم او هغه “حسين” دى. پر خپل عزت او جلال مې قسم! د چا چې يوه ذره كينه ورسره وه؛ نو په دوزخ كې به يې واچوم. آدمه ! دا پينځه تنه زما غوره دي، د هر چا نېكمرغي او بدمرغي له دوى سره په مينې او كينې پورې اړه لري. آدمه ! له ما چې څه غواړې؛ نو د دوى په خاطر يې غواړه.[3] ))

 د پېغمبرانو د بعثت لامل د پېغمبر(ص) او حضرت علي ولايت دي

٭ اسود له حضرت عبدالله بن مسعود نه روايت کوي:پېغمبر اکرم وويل: (( عبدالله! پرښته راغله او راته يې وويل:محمده!له خپل ځانه تر مخكې پېغمبرانو په هکله وپوښته،چې ولې مبعوث شوي وو؟ حضرت محمد (ص) وويل:و مې پوښتل چې څه ته مبعوث شوې وو؟ پرښتې وويل:ستا او د علي د ولايت لپاره. [4]))

 حضرت علي د الهي پېغمبرانو په كتابونو او ليكونو كې

 ١ _ په انجيل كې د حضرت علي نوم:

په پخوانيو سپېڅليوكتابونوكې د حضرت محمد بن عبدالله (ص) او حضرت علي (ک) نومونه راغلي دي؛خو د اسلام دښمنانو پر حقيقت پرده اچولې او نه غواړي چې خلكو ته دا حقيقت ښكاره شي( ؛خو لمر په ګوته نه پټېږي).

د ساري په توګه : انجيل د “غزل الغزلاتك صحيفه: 5 باب، 1 – 10 آيتونه،1800ميلادى كا ل، په لندن چاپ كې د حضرت محمد او حضرت علي په هکله د حضرت سليمان ناڅرګندې او په وروستيوكې څرګندې خبرې راغلي چې وايي :((خلو محمد يم” (هغه زما دوست او محبوب؛محمد دى)؛خو هغه انجيلونه چې تر1800ميلادى كال وروسته چاپ شوي، د “خلو محمديم) جمله ترې لرې شوې ده او همداسې د “ايليا” يا “ايلي” يا “اليا” ټکي په پخوانيو سپېڅليو كتابونو كې راغلي؛خو د حق مخالفان غواړي، چې ووايي: لدغو ټكيو مطلب “څښتن” يا “الياس” يا “مسيح” يا “يوحنا” دى؛ نه حضرت علي؛خو د يادونې وړ ده، چې ځينو باانصافه مسيحى روحانيانو هم بې له تعصبه د “ايليا” يا “ايلى” يا “اليا” په هکله څېړنې كړي او دا حقيقت يې بيان كړى، چې له هغوى Mr. J. B GALTDON وايي:

 In the language of oldest and present habrew the word “ALLIA” or “AILLE” is not in the meanings of God or Alla but this word is showing that in next and last time of this world any one will become nominates allia or ailee

ژباړه: په پخوانۍ عبراني ژبه كې “ايليا” يا “ايلى” د څښتن يا الله لپاره ندي كارول شوى او نه كارول كېږي؛بلكې دا ټکى راښيي،چې په آخره زمانه كې به يو سړى راځي چې نوم به يې “ايليا” يا “ايلى” وي.[5]

 ٢ _ د حضرت علي په هکله د حضرت داوود (ع) وړاندوينه :

په زبوركې د حضرت علي نوم د لمر غوندې ځلېږي. هغه مهال حضرت داود (ع ) د حضرت علي د زوكړې په هکله پر جزياتو خبرې كړي دي؛د “علي و پېغمبر ان” په كتاب كې د زبور له زړې نسخې،چې د شاماتو د مسيحيانو له ديني مشر “احسان الله دمشقى” وه، په لاندې توګه را اخلي.

((مطعنى شل قثو تينمر قث پاهينوا فى وز “ايلى” متازه امطغ ملغ شلو شمائت پزانان همنيقته خلذ وقث فل، “حدار” كمر توه شيهو پلت انى قاء بوتاه حزيماه رث جين “كعاباه” بنه اشو د كليامه كاذو قثوقتمر تى عندو بريما برينم فل خلذ ملغ خايوشتنى پم مغلينم عت جنحاريون)).

ژباړه: (( له هغه بزرګواره اطاعت واجب دى،چې نوم يې “ايلي” دى او په هغه پسې د دين او دنيا ټول كارونه سموي.هغه د ستر مقام خاوند ته “حدار” (حيدر) هم وايي .هغه د زمريو زمرى او د بېوزلېو لاس نيوونكى دى. زور او قدرت يې ډېر او زوكړه به يې په “كعابا” (كعبه) كې وي؛نو پر ټولو واجب دي چې د مريانو غوندې،لاس پر سينه اطاعت يې وكړي؛نو ټول غوږونه، عقلونه، زړونه او ماغزه دې پوه شي،چې تېر وخت بېرته نه راستنيږي. [6]))

 حضرت علي او حضرت سليمان (ع)

په لومړۍ نړيواله جګړه كې (1914م) چې د انګليس سرتېري د بيت المقدس په څوكيلومټرۍ كې د “اونتره” په وړوكي كلي كې د سنګر جوړولو په حال كې وو،د سپينو زرو تخته پېدا كړه، چې په سرو زرو پرې ليكل شوي وو او هغه يې خپل قومندان “ميجر اى ان ګريندل” ته يوړه؛ خو د هغه پرې سر خلاص نشو او يواځې دومره پوه شول،چې په پخوانۍ ژبه پرې كښل شوي دي.بالاخره دا تخته لاس په لاس شوه او د “برتانيا” د لښکر مشر (ګلدستون Gladistone ) ته ورسېده او هغه هم د بريتانيا لرغون پوهانوته وسپارله. له جګړې وروسته (1918م) ددې تختې په هکله څېړنې پېل شوې، چې دې كار ته يې كوميټه جوړه كړه، چې د اروپايي هېوادونو لرغون پوهان او ژبپوهان پکې راټول شول او تر څو مياشتو څېړنو وروسته د جنورۍ پر درېم 1920م كال كې معلومه شوه،چې ددې تختې نوم د “سليمان تخته ” ده، چې په “عبراني” ژبه پرې لاندې ټکي ليكل شوي دي .

الله

احمد                                     ايلى

باهتول

حاسن                                حاسين

ياه احمده! مقذا = احمده! ته راورسېږې.

يا ايلى! انصطاه = علي! ته مې مرستندوى شې.

ياه باهتول! كاشئ = بتول! د رحمت نظر راباندې وكړه.

يا حاسن! اضومظع = حسن! كرم وكړه.

يا حاسين! بارفو = حسين ! ته مې خوشحاله كړې.

امو سليمن صوه عئخب زالهداد اقتا = دا سليمان اوس ددې پنځو تنو په نوم استغاثه كوي.

بذات الله كم ايلى = او علي د څښتن قدرت دى.

دا خبر چې دانګلستان ستر اسقف ((LORDBISHOP)) ته ورسېد؛نو كوميټې ته يې پټ فرمان وليكه چې پکې راغلي:كه دا تخته مو په موزيم كې كېښووه او خلكو وليده؛نو پخپلو لاسونو به مو د “مسيحيت” قبر ايستلاى وي او پر خپلو اوږو به مو د مسيحيت جنازه د تاريخ په هديره كې ښخه كړې وي؛ نو ښه به داوي، چې د انګلستان په كليسا كې په پټو اسنادو كې كېښوول شي او څوك ترې خبر نشي [7].

 حضرت علي او د حضرت نوح (ع) بېړۍ

د 1951م كال په جنورۍ كې روسي كان پوهان د كان په لټه كې وو، چې ناڅاپه يې سترګې پر څو ورستو شويو تختو ولګېدې …. پوه شول ، چې غېر عادي او تاريخي تخته ده…چې پکې مستطيلي ډوله تخته هم وه، چې ټول يې هک پک كړل؛ځكه د وخت په تېريدو تختې ورستې شوې وې؛خو دا تخته چې څوارلس انچه اوږده او لس انچه پلنه وه او څه پرې ليكل شوې وو، چې پرې نه پوهېدل.ددې تختې په هکله د څېړنو لپاره د 1953م كال د فبرورى پر 27مه كوميټه جوړه شوه (دكتاب مولف دكوميټې د غړيو نومونه هم راوړي دي)، چې بالاخره تر اتو مياشتو څېړنو وروسته معلومه شوه، چې پردې تخته مدد او مرستې ته څه ليكل شوي وو، چې بيا پر بېړۍ ځړول شوې وه چې موږ هم د هغه د ليكنو انځور لوستونكيو ته راوړى دى. نوموړې كوميټې تر اتو مياشتو څيړنو او زيارونو وروسته وكولاى شول، چې دا ليكنې پر روسي ژبه واړوي،چې بيا بريتانوي لرغونپوهانو پر انګليسى وژباړلې چې لولو يې:

O my God , my helper.Keep my hand with mercy and with your holybodies:Mohamad ,Alia , shabbar , fatema .They all are biggests and houourables .The world established for them . Help me by their names . you can reform to right.

ژباړه:زما خدايه! زما مرستندويه! پخپل رحمت او پېروز او د “محمد”، “ايليا”، “شبر”، “شبير” او “فاطمې” په خاطر مې لاس ونيسه. دا پينځه تنه تر ټولو د ستر مقام خاوندان او د احترام وړ دي او ټوله نړۍ د دوى لپاره جوړه شوې ده.زما څښتنه! د دوى په جات مې مرسته وكړې؛ ځكه يواځې ته كولاى شې چې خلك نېغې لارې ته هدايت كړې.

د يادونې وړ ده چې د روسۍ ژبې ژباړه هم د علي و پيامبران د كتاب په 40 – 41 مخونو كې راخستل شوې ده.

انګليسى ژباړه يې د لندن په Star of Britinia ورځپاڼه كې د 1954كال په جنورۍ كې راغلى ده[8] .

 حضرت موسى (ع) او د حضرت علي شهادت

خداى بخښلي علامه مجلسي په “جلاء العيون” (لومړي ټوك،276مخ) كې ليكي :”ابن بايويه” له امام محمد باقر نه په معتبر سن روايت كړى، چې د يهودو له عالمانو يو تن حضرت علي ته راغى اود ځينو مثالو په هکله يي وپوښته چې ځينې يې داسې وې:ستاسې د پېغمبر وصي به څو كاله ژوند كوي؟ حضرت علي ورته وويل : 30كاله.بيا يې پوښتنه وكړه: هغه به پر خپل مرګ مري كه وژني به يې؟حضرت علي ورته وويل: هغه به وژل كېږي. پر سر به يې پر توره ووهي،چې وينه به يې ټوله ږيره سره كړي. يهودي ورته وويل: رښتيا دې وويل!پر څښتن قسم، څه چې دې وويل،ما د موسى (ع) په كتاب كې لوستي وو، چې هارون ليكلي وو.

 حضرت ابراهيم خليل الله (ع) او حضرت علي

حضرت جابر له امام صادق نه روايت كوي:څښتن تعالى چې حضرت ابراهيم ته ملكوت وښود؛نو د عرش په څنګ كې رڼا وليده او له خدايه يې ددې رڼا پوښتنه وكړه:څښتن ورته وويل:((دا رڼا “محمد” دى،چې په مخلوقاتو كې مې غوره دى.)) بيا يې د هغې رڼا په هکله چې وپوښتل چې د “محمد” د رڼا په څنګ كې وه؛ورته وويل شول چې هغه “علي بن ابيطالب” زما د دين مرستندوى دى. بيا يې د هغو دوو رڼاګانو په هکله پوښتنه وکړه، چې د دوى په څنګ كې وې ؟ ورته وويل شول:هغه “فاطمه” ده، چې دوستان يې له اوره ژغورل شوي دي او هغه دوه يې ځامن “حسن” او “حسين” دي. بيا حضرت ابراهيم وويل: يو څو نورې رڼاګانې يې هم په څنګ كې وينم؟ ورته وويل شول:هغوى امامان دي،چې د علي او فاطمې له ځوځاته دي.حضرت ابراهيم وويل:خدايه!د هغو پينځه تنو په خاطر يې راوپېژنه.څښتن ورته وويل: لومړى يې علي بن الحسين ، ورپسې يې زوى محمد، ورپسې يې زوى جعفر، ورپسې يې زوى محمد، ورپسې يې زوى علي، ورپسې يې زوى حسن او ورپسې د هغه زوى حجت مهدي دى[9].

حضرت ابراهيم له څښتنه وغوښتل،چې ما هم د هغوى له لارويانو كړى؛لكه څنګه چې د الصافات د سورت د 83آيت په تفسير كې راغلي دي: ” و ان من شيعته لابراهيم” په رښتيا، چې د هغوى له لارويانو ابراهيم هم دى[10] .

  له حضرت علي سره د حضرت خضر دوستي

ستر محدث “اغمش” وايي: په مدينه منوره كې يوه توره ړنده مينځه وه، چې خلكو ته به يې اوبه وركولې او ويل يې:د حضرت علي بن ابيطالب د دوستۍ لپاره اوبه وڅښكئ. ومې ليده،چې سترګې يې خلاصې شوې او پرې يې ليدلاى شول او ويل يې:اوبه د هغه چا د دوستۍ په خاطر وڅښئ، چې په خاطر يې زما سترګې بينا شوې او اوس ليدلاى شم.اغمش وايي : پوښتنه مې ترې وكړه او راته يې وويل :يو سړى راغى او راته يې وويل: جاريه ! ته هغه مينځه يې،چې له حضرت علي بن ابيطالب سره مينه لرې؟ ورته يې وويل: هو پخپله يم ! و يې ويل :خدايه ! كه دا مينځه له حضرت علي سره په دوستۍ كې رښتينې وي؛نو سترګې يې روغې كړې.پر څښتن قسم پر همغه وخت مې پر سترګو رڼا شوه. پوښتنه مې ترې وكړه: ته څوك يې؟ راته يې وويل : زه خضر او د علي لاروى يم[11].

يادونه : حضرت خضر د يو شتمن زوى و؛خو دا چې له علم او حكمت سره يې بى كچه مينه وه؛نو همدا لار يې ونيوه او په پايله كې پېغمبرۍ ته هم ورسېد او د “ذوالقرنين” د قوم د لارښوونې دنده ورکړل شوه؛ “ذوالقرنين” هم په نړيوالو شرايطو پوه و او د خضر درناوى يې وكړ او بيا وروسته حضرت موسى (ع) هم له خصر (ع) سره بلد شو او له هغه يې زده كړې تر لاسه كړې. حضرت خضر (ع) د حق تعالى په قدرت د ژوند اوبه وڅښلې او د همشېني عمر خاوند شو او ژوندى دى او كله هم له ورك شويو سره مرسته او لارښوونه هم كوي [12].

[1] . (بقره 37 آيت)

[2] وګورئ : 1_ ابن مغازلي؛ مناقب علي : 63مخ، 89 حديث. 2 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينابيع المودة : 24باب، 111 او 283مخونه ، 55حديث . 3 _ سيوطي ؛ الدرالمنثور. 4 _ تفسير نمونه؛ لومړى ټوك، 199مخ . 5 _ د الميزان تفسير؛ لومړى ټوك، 149مخ .

[3] وګورئ : 1 _ د فاطمه الزهرا كتاب:40مخ، د علامه امينى ويناوې 2 _ د الميزان تفسير؛ لومړى ټوك او مجمع البيان؛ لومړى ټوك، د “فتلقى آدم من ربه كلمات” تر آيت لاندې .

[4] وګورئ : 1 _ ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 97مخ، 602حديث. 2 _ حاكم نيشابوري، المعرقه؛ د عبدالله بن مسعود پر سند.

 [5] وګورئ : A note book on old and new testaments of Bibi. لومړى ټوك، 428مخ، د لندن چاپ، 1908م . علي و پېغمبر ان، حكيم سيالكوټى، د سيد محمد مختاري ژباړه، 16، 17، 18مخونه.

 [6] وګورئ : علي و پيامبران، 20مخ حكيم سيالكوټى؛ د سيد محمد مختاري ژباړه.

[7] په دې   باب د نورو معلوماتو د لاس ته راوړلو لپاره وګورئ : Wonderful stories of Islam ، د لندن چاپ، 249مخ او همداسې وګورئ: علي و پيامبران، حكيم سيالكوټي، 27 – 34مخونه.

 [8] (علي و پيامبران – 42مخ). علي و پيامبران، حكيم سيد محمود سيالكوټي، د سيد محمد مختاري ژباړه، 35 – 42 مخونه.

 [9] وګورئ : زندګانى فاطمه الزهرا، آيت الله شهيد دستغيب، 127مخ، چې د برهان له تفسيره يې را اخستې دى

[10] وګورئ : همغه سرچينه: 126مخ.

[11] وګورئ : ١_ سيد ابوتراب صفائي آملي، شرح زندګى حضرت خضر؛ 120مخ . 2 _ شهيد آيت الله دستغيب، زندګانى فاطمه الزهرا؛ 162مخ، چې له سفينه البحار، لومړي ټوك، 391مخه يې راخستې ده.

[12] وګورئ : قصه هاى قرآن، 120مخ، د سيد ابوتراب صفائي ليكنه.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!