تبلیغات

حضرت علي (ك) په قرآن مجيدكې ستايل شوى د حضرت علي (ك) په هکله د نازل شويو آيتونو په شمېر کې سني او شيعه عالمان يو خوله دي،چې حضرت علي (ك) د پېغمبر اکرم په اصحابو كې يواځينى شخصيت دى،چې څښتن تعالى په قرآن شريف كې ستايلى دى. په دې باب ګڼ شمېر معتبر حديثونه […]

حضرت علي (ك) په قرآن مجيدكې ستايل شوى

د حضرت علي (ك) په هکله د نازل شويو آيتونو په شمېر کې سني او شيعه عالمان يو خوله دي،چې حضرت علي (ك) د پېغمبر اکرم په اصحابو كې يواځينى شخصيت دى،چې څښتن تعالى په قرآن شريف كې ستايلى دى. په دې باب ګڼ شمېر معتبر حديثونه شته، چې بېلګې يې دادي :

الف:”حافظ بن عسكري”،” ګنجي شافعي” ، “سيوطي ” ، “ابن حجر” او “خطيب بغدادي” د اهلسنتو له هغو عالمانو دي، چې پخپلو كتابونو كې يې د حضرت علي (ك) په هکله د نازل شويو آيتونو شمېر راښوولى دى :

٭ له حضرت ابن عباس څخه روايت دى، چې د حضرت علي (ك) په هکله 300 آيتونه نازل شوي دي[1].

٭ له يزيد بن رومان څخه روايت دى: (( كوم شمېر آيتونه،چې د حضرت علي په هکله نازل شوي،د بل هيڅ چا په هکله ندي نازل شوي))؛البته پورتنې حديث له حضرت ابن عباس څخه هم روايت شوى دى [2].

٭اصبغ بن نباته روايت کوي چې حضرت علي (ك) وويل:(( قرآن په څلورو برخو كې نازل شو؛يو پر څلورمه يې زموږ په هکله (اهلبيت) ده، يوه څلورمه يې زموږ د دښمنانو په هکله،درېمه يې د سنتونو او مثالونو په هکله او پاتې څلورمه يې واجبات او احكام دي؛نو د قرآن كريم،كرائم زموږ لپاره دي.[3]))

حضرت علي ( ک) په قرآن کريم کې

څېړونکى،چې د حضرت علي (ک) او قرآن ترمنځ اړيکه لټوي؛نو کله مومي، چې علي (ک) قرآن ليکه او راټولېدو ته يې پوره پام و او کله په دې پسې کېږي،چې علي ( ک) قرآن څنګه تفسيرکړى او د آيتونو پر شان نزول او تاويل ځان پوهوي :

سلونى عن کتاب الله فو الله ما من آية الا انا اعلم ابليل نزلت ام بنهار، ام فى سهل ام فى جبل = دکتاب الله په اړه مې وپوښتئ،پر خداى قسم،پر هر آيت پوهېږم،چې په شپه کې نازل شوى که د ورځې،په بېديا کې نازل شوى که په غره کې .[4]

اوکله د ګروهې او چلن له اړخه په علي (ک) کې د قرآن انځور پلټي، چې پېغمبراکرم يې په اړه وايي:

على مع القرآن و القرآن مع على لن يفترقا حتى يرد على الحوض = علي له قرآن سره دى او قرآن له علي سره دى،بيخي يو له بله نه بېلېږي،څو په کوثر ډنډ کې ماته راشي. [5]

په دې ويينه کې يوازې هغه شمېر آيتونو ته اشاره کوو،چې لاس ته مو راغلي دي؛ځکه خطيب بغدادي په خپل تاريخ [6] کې له حضرت ابن عباس څخه روايتوي،چې د حضرت على (ک) په باب درې سوه آيتونه نازل شوي دي،همداراز شبلنجي حنفي [7] له حضرت ابن عباس څخه روايتوي،چې د کتاب الله هومره برخه،چې د علي (ک) په باب نازله شوې ده، د بل چاپه باب نازله شوې نه ده .

دلته موږ د حضرت علي (ک) په اړه آيتونه په دولسو پوړيو ويشلي دي او د آيت شان نزول يا هغه پېښه مو راوړې،چې په علي (ک) پورې تړاو لري .

په دې ويينه کې د اهلسنتو او اماميه شيعه و د خورا مهو تفسيري او حديثي سرچينو ګټنه شوې ده.

 ١.د حضرت علي (ک) په باب آيتونه

الف) د انفاق آيت :

((الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلاَنِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ[8]= څوك چې خپل مالونه شپه و ورځ،په پټه او ښكاره نفقه كوي؛نو ثواب يې له خپل پالونكي سره دى،نه به پرې ډار وي او نه به غمجنېږي .))

عبدالوهاب بن مجاهد له ابن عباس څخه روايتوي : پورته آيت د امام علي (ک) په باب نازل شوى دى؛څلور درهمه يې درلودل،چې يو يې د شپې،يو يې د ورځې،يو يې په پټه او يو يې ښکاره نفقه کړ.[9]

 د ځان تېرېدنې آيت :

((وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَاللّهُ رَؤُوفٌ بِالْعِبَادِ[10]=او له خلکو هغه دى،چې د خداى د رضا د تر لاسه کولو لپاره ځان پلوري [لکه علي د پېغمبر په بستره کې] او خداى پر خپلو بندګانو خواخوږى دى .))

   عبدالرحمان بن ميمون طه له حضرت ابن عباس څخه روايتوي :

(( پرهغه شپه،چې رسول اکرم د غار پر لور ووت،علي يې پخپله بستره کې سملاوه . حضرت ابوبکر(رض) په پېغمبر اکرم پسې راغى او علي يې د پېغمبر له وتو خبر کړ. حضرت ابوبکر په آنحضرت پسې ولاړ او د قريشو پاسوالو حضرت علي [د پېغمبراکرم پر ځاى ] په نښه کړى و،چې ګهيځ شو،على يې په مخ کې ولاړ و، ويې ويل : محمد(ص) چېرې دى؟ علي وويل : زه ترې خبر نه يم. و يې ويل : موږ نه غوښتل،چې زيان در وروسو او و دې ځوروو،موخه مو محمد(ص) و؛ځکه هغه ځان په ګوزار او وهلو نه راتاووي؛نو خو ته ځان په ګوزار راتاووې،بيا يې په اړه پورته آيت نازل شو. پخپله امام علي په دې اړه شعر ويلى،چې پښتومفهوم يې دادى دى :

(( په خپل ځان مې په دې کاڼوکې ډېر غوره /   او د خونې زاير او خورا غوره پيدايښت مې وساته / ويده شوم او دښمنانوڅارلم،ځان مې وژنې او نيوو ته چمتو کړ،چې کله محمد(ص) يې په دسيسه پوه شو ، ستر لوراند خداى ترې وژغوره ،هو! رسول اکرم په غار کې خوندي او تل د خداى په پناه کې پاتې شو ))[11]

٢ – د اهلبيتو په اړه آيتونه

الف ) د هل اتى سورت :

مجاهدله ابن عباسه د دې سورت د شان نزول په اړه روايتوي :

((حسن او حسين ناروغه شول . رسول اکرم (ص) او ټول خلک يې پوښتنې ته ورغلل او علي ته يې وويل : اباالحسنه ! کاشکې زامنو ته دې نذر نيولى واى ! علي وويل : که روغ شول ؛نو د خداى په شکرانه کې به درې ورځې روژه شم . فاطمې بي بي او خادمې يې فضې هم دغسې وويل، حسن او حسين روغ شول. داچې د آل محمد (ص) په کور کې څه توښه نه وه؛نو علي شمعون ته ولاړاو درې پيمانې اوربشي يې پورکړې اوکور ته يې راوړې . فاطمې بي بي له يوې پيمانې يې روټه چمتو کړه .علي،چې په رسول اکرم (ص) پسې تر لمانځه وروسته کور ته راستون شو او خواړه يې مخې ته کېښودل (؛نو) يو مسکين د کور ورۀ ته راغى او ويې وويل :: پر تاسې د محمدپر اهل بيتو سلام،زه يو مسلمان بچى يم،خواړه راکړئ ،چې خداى له جنتي دسترخوانه خواړه درکړي . . علي وويل ، خواړه ورکړئ او پر هغه ورځ او شپه يې يوازې اوبه وڅښلې .

بله ورځ فاطمې بي بي يوه پيمانه اوړه کړه او روټه يې چمتو کړه او چې خواړه يې مخې ته کېښودل ، يو يتيم د کور وره ته ودرېد او و يې ويل : پر تاسې د محمد پر اهل بيتو دې سلام وي ، له مهاجرينو يو يتيم بچى يم ، چې پلار مې شهيد شوى دى . خواړه يې ورکړل اويوه بله ورځ يې هم زغم وکړ اويوازې يې اوبه څښلې .

درېمه ورځ فاطمې بي بي پاتې پيمانه هم اوړه کړه او روټه يې پخه کړه . علي،چې په رسول اکرم پسې له لمانځه کور ته راستون شو او همداچې خواړه يې مخې ته کېښودل يو بنديوان د کور وره ته ودرېداو ويې ويل : پر تاسې د نبوت پر اهل بيتو سلام ! بنديانوئ مو؛خو خواړه نه راکوئ ؟ خواړه راکړئ،چې نيول شوى يم . خواړه يې ورکړل او درې ورځې او شپې يې زغم وکړ او يوازې يې اوبه څښلې . رسول اکرم ، چې هغوى کره ولاړ او د هغو سخته لوږه يې وليده ( ؛نو) خداى دا آيتوته راولېږل : [12]

((بسم الله الرحمن الرحيم. هَلْ أَتَى عَلَى الْإِنسَانِ حِينٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْئًا مَّذْكُورًا .إِنَّا خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَّبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَاهُ سَمِيعًا بَصِيرًا .إِنَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا .إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ سَلَاسِلَا وَأَغْلَالًا وَسَعِيرًا .إِنَّ الْأَبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِن كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا .عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللَّهِ يُفَجِّرُونَهَا تَفْجِيرًا .يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا .وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا .إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا[13] = د لوراند او لورين څښتن په نامه . هو! پر انسان د روزگار يو (داسې) وخت (پړاو) تېر شوى،چې د يادونې وړ كوم څېز نه و؟ په حقيقت كې موږ انسان له ګډ شوي څاڅكي پيدا كړ،چې هغه وازمېيو (؛نو ځكه) موږ هغه اورېدونكى او ليدونكى وګرځاوه . په واقع كې موږ (سمه) لار وروښووه،كه منندوى وي (او ويې مني) يا نامنند وى ( او ويې نه مني). په حقيقت كې موږ كافرانو ته ځنځيرونه او غړوندي او سوځنده اور چمتو كړي دي! په حقيقت كې نېكان به (د شرابو) له هغو جامونو څښي،چې كافور ورسره ګډ شوي وي،(هماغه) چينه،چې د خداى [نېك] بندګان يې ترې څښي او پخپله خوښه يې هرې خوا ته بهولاى شي . هغوى (نېكان) خپل نذرونه پوره كوي او له هغې ورځې وېرېږي،چې شر (او عذاب) به يې هرې لوري ته خپور شوى وي . او (خپل) خواړه يې سره له دې،چې خوښېږي (او ورته اړتيا لري)،د خداى په بار “مسكين” او “يتيم” او “بندي” ته وركوي . (او وايي : ) موږ تاسې ته يوازې د خداى لپاره خواړه دركوو (او) له تاسې هېڅ بدله او مننه نه غواړو. ))

 ب ) د سرښندنې آيت

((أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ[14]= او نور تر خپلو ځانو (غوره او) لومړي ګڼي او كه څه هم هغوى پخپله ډېر اړمن وي ))

حضرت ابو هريره وايي : يو سړى پېغمبر اکرم ته راغى او ويې ويل ، چې وږى يم . پېغمبراکرم هغه له خپلو مېرمنوکره ولېږه ؛خو هغوى وويل : يوازې اوبه لرو . آنحضرت (ص) وويل : څوک نن شپه دا سړى پالي ؟ علي وويل : يا رسول الله زه ! على خپل کور ته راغى او فاطمه بي بي يې له دې حاله خبره کړه . هغې وويل : يوازې د دې کوچنۍ نجلى خواړه لرو؛خو مېلمانه پر ځان غوره بولو . علي وويل : نجلۍ دې ويده کړه او زه به د مېلمه له امله ډيوه مړه کړم . فاطمې بي بي همداسې وکړل او مېلمه ماښامنى وخوړ او چې ګهيځ شو؛نو خداى تعالى د حشر نهم آيت نازل کړ. [15]

 ج) د مباهلې آيت :

((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ[16]= ( د مسيح په باب ) چې وپوهېدې؛نو (بيا) هم كه څوك په دې اړه درسره شخړه كوي ؛ نو ورته ووايه:((راځئ،چې موږ به هم خپل زامن راوبلو او تاسې هم خپل زامن، موږ به هم خپلې ښځې راوبلواو تاسې هم خپلې ښځې،موږ به پخپله راشو او تاسې هم پخپله راشئ ؛نو بيا به مباهله (او دعا) وكړو او پر دروغجنو د خداى لعنت وغواړو.))

ابن حجر [17]له حضرت جابر بن عبدالله روايتوي: د نجران د مسيحيانو يو پلاوى ، رسول اکرم ته راغى او اسلام ته يې راوبلل . ويې ويل : موږ له تامخکې اسلام راوړى دى . پېغمبر اکرم ورته وويل : دروغ وايئ ، غواړئ له هغه څه موخبرکړم ، چې اسلام ترې منع کړي ياست ، و يې ويل : هو ! رسول اکرم (ص) وويل : له صليب سره مينه ، د شرابو څښل او د خوګ د غوښې خوړل .

بيايې مباهلې ته راوبلل او هغوى وعده وکړه ، چې سبا ګهيځ به مباهلې ته راشي . سبا ګهيځ ، رسول اکرم ، علي ، فاطمه ، حسن او حسين له لاسه نيولي ول او مسيحيان يې مباهلې ته راوبلل ؛خو هغوى ډډه وکړه او د خراج ورکړې ته يې غاړه کېښووله .

پېغمبراکرم وويل : پر هغه قسم،چې زه يې په حقه را استولى يم،که راغلي ول ؛نو پردې بېديا اورلګېده ، ورپسې پورته آيت نازل شو .

شعبي وايي : په آيت کې ابناءنا (( حسن وحسين )) نساء نا (( فاطمة )) او (( انفسنا)) (( علي بن ابى طالب )) دي .

ابن حجر زياتوي : (( دارقطني روايتوي، چې علي ، دشورا پر ورځ د شورا پر غړيو نيوکه وکړه،ويې ويل : پر خداى قسم درکوم ،چې په تاسې کې څوک شته،چې ترما رسول اکرم ته نژدې وي ؟ چې ، هغه پېغمبراکرم خپل ځان ګڼلى وي او اولاد ته يې خپل اولاد ويلى وي . ايا هغه بې له ما بل څوک دى ؟ ټولو وويل : همدا ته يې ، همداته يې ! ….))

 د ) د فائزون آيت

((إِنِّي جَزَيْتُهُمُ الْيَوْمَ بِمَا صَبَرُوا أَنَّهُمْ هُمُ الْفَائِزُونَ[18]= په رښتيا نن ما هغوى ته د خپل زغم له امله بدله وركړه،هغوى بريالي دي .))

له حضرت عبدالله بن مسعود(رض) نه روايت شوى، چې ” إِنِّي جَزَيْتُهُمُ الْيَوْمَ بِمَا صَبَرُوا أَنَّهُمْ هُمُ الْفَائِزُونَ ” له آيته مراد،علي ،فاطمه ، حسن او حسين دي، چې په نړۍ کې يې د خداى پر اطاعت ، نېستۍ او لوږې صبر وکړ او له ګناهونو يې ډډه وکړه او پر کړاوونو يې زغم وکړ . هو ! هغوى بريمن دي او له حسابه ژغورل شوي دي . [19]

 هه ) د سپېڅلتيا آيت

((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا = بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې((اهل البيت =نبوي كورنۍ))چټلي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي .))[20]

له ام سلمه بي بي روايت شوى چې :

(( پېغمبراکرم زماپه خونه کې و، چې فاطمه بي بي د خوړوله يوه لوښي سره راننووت او خپل پلار ته ولاړه . پلار يې ورته وويل : مېړه او زامن دې راوبوله ؛علي،حسن و حسين، پېغمبراکرم ته راغلل او خواړه يې وخوړل آنحضرت (ص) پر خپل پټو ناست و او ما پخپله خونه کې لمونځ کاوه ، چې خداى دا آيت نازل کړ: ” إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا “

ما خونې ته سر را دننه کړ،و مې ويل : يارسول الله ! زه هم درسره يم ؟ راته يې وويل : پاى او عاقبت دې ښه دى . )) [21]

له انس بن مالکه روايت شوى،چې پېغمبراکرم تر شپږو مياشتو پورې ، چې د ګهيځ لمانځه ته د فاطمې دکور له مخې تېرېده،ويل يې : (( اهل بيتو ! دلمانځه وخت دى ؛ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)) [22]

 و) د مرج البحرين يلتقيان آيتونه

((مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ . بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ . فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ .يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ [23]=   دوه (بېلابېل) سيندونه (تريو او خوږ، تود او سوړ) يې [داسې] بهولي دي،چې سره يو ځاى کېږې،چې ترمنځ يې پرده ده،چې يو هم ترې نه تېرېږي (او يو له بل سره نه ګډېږي)؛نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!   له هغو دواړو (سيندونو) ملغلرې او مرجانونه راووځي . ))

له ضحاک نه روايت شوى ، چې : له ((مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ)) نه مراد، علي او فاطمه دي له ((بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ)) نه مراد پېغمبراکرم دى او له (يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ)) مطلب حسن و حسين دي.[24]

 ز ) د ځوځات د يو ځاى کېدو آيت

((وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُم بِإِيمَانٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَمَا أَلَتْنَاهُم مِّنْ عَمَلِهِم مِّن شَيْءٍ كُلُّ امْرِئٍ بِمَا كَسَبَ رَهِينٌ [25]= او کومو کسانو،چې ايمان راوړى او اولادونو يې هم د “ايمان” لار ورپسې نيولى ده؛نو(په جنت كې) اولادونه يې ورسره يو ځاى كوو او د كړنو (له بدلې) يې هيڅ څيز نه كموو،هرڅوك د (خپلو) برياوو په بدل كې ښکېل دى . ))

له حضرت ابن عباس څخه روايت شوى،چې دا آيت د پېغمبر اکرم، علي، فاطمې ، حسن وحسين په اړه نازل شوى دى .

 ح) د مينې آيت

((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى[26]= ووايه : ((زه له تاسې په دې چار (رسالت) هېڅ بدله نه غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم))

له حضرت ابن عباس څخه روايت شوى،چې کله پورته آيت نازل شو، يوې ډلې وويل :رسول الله !خپلوان دې کوم دي،چې يې مينه راباندې واجبه شوې وه ؟ ورته يې وويل :علي ، فاطمه او د دواړو دوه زامن . [27]

همداراز له مکرمه روايت دى، چې د اسرء ٥٧ آيت ((أُولَـئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ ….)) د پېغمبر اکرم،علي، فاطمى، حسن و حسين په باب نازل شوى دى .

قربى څوك دي؟

په دې باب لاندې روايتونه تر كتنې لاندې نيسو:

الف: امام احمدبن حنبل د “فضائل الصحابه” په كتاب كې روايت کړى دى چې: د(( قل لا اسئلكم عليه اجرا)) آيت چې نازل شو؛نو اصحابو پېغمبر ته وويل:د څښتن رسوله!ستا خپلوان (اهلبيت) څوك دي،چې مينه يې پر موږ واجبه ده؟پېغمبر اکرم وويل:(( علي،فاطمه او دوه زامن يې.)) او د څښتن رسول دا خبره درې ځلې وويله.

ب: سيوطي په “الدرالمنثور” تفسير كې، تر پورتني آيت لاندې له ابن عباس څخه روايت كړى : پېغمبر د مودت د آيت په هکله وويل:(( كه زما حق ادا كوئ؛ نو زما له اهلبيتو سره مينه ولرئ….))

ج: زمخشري د”كشاف” په تفسير كې فخر رازي او قرطبى پخپلو تفسيرونو كې روايت کړى دى چې :

((پر آل محمد” عاشق مړ به شهيد له دنيا تللاى وي.خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ به له توبې سره له دنيا تللاى وي. خبر اوسئ ! پرآل محمد عاشق مړ به له پوره ايمان سره له دنيا تللاى وي.خبر اوسئ!پر آل محمد عاشق مړ باندې به د مرګ پرښته د جنت زېرې كوي او بيا پرې د “نكر او منكر” پرښته هم د جنت زېرې كوي. خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ به د ناوې غوندې په درناوي،جنت ته وړل كېږي. خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ ته به په قبر كې د جنت پر لور دوه ورونه پرانستل کېږي.خبر اوسئ! پر آل محمد عاشق د مړي قبر به د پرښتو زيارت وي.خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ پر سنت او جماعت له دنيا تللاى وي.خبر اوسئ ! څوك، چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍکې له دنيا ولاړ شي؛نو د قيامت پر ورځ به يې ورته پر تندي ليكلي وي:د څښتن له رحمته ناهيلې.خبر اوسئ ! څوك،چي له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا تللاى وي؛نو كافر به مړ شوى وي.خبر اوسئ څوك،چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې مړ شي؛نو د جنت بوي به پرې و نه لګي. ))

امام فخر رازي د آل محمد په هکله وايي:

((“آل محمد” هغوى دي، چې له پېغمبر اکرم سره يې اړيكې ټينګې وي او په دې كې شك نشته،چې فاطمه بي بي،علي (ک)،امام حسن او امام حسين تر ټولو زيات له پېغمبر اکرم سره ټينګ پيوند لري.له بېلابېلو احاديثو په استناد سره ويلى شم،چې دا خبره د كاڼي كرښه ده؛نو پکار ده چې هغوى ته “آل محمد” ووايو.))

بيا امام فخر رازي د خپلې خبرې د د لا پخلي لپاره لاندې روايت د كشاف له تفسيره رانقل كړى دى.دا آيت چې نازل شو؛نو خلكو رسول الله ته وويل: ستا خپلوان څوك دي،چې مينه يې راباندې واجب شوې ده.پېغمبر اکرم وويل : (( علي، فاطمه، حسن او حسين )) .[28]

د حضرت علي (ک) او د هغه د لارويانو په باب آيتونه

 الف ) خير البريه آيت

((إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ[29] = په واقع كې هغوى چې ايمان راوړى او ښې [چارې] يې كړې وي همدا(د خداى) غوره مخلوقات دي . ))

ابن عساکر له حضرت جابربن عبدالله ددې آيت په اړه روايتوي ، چې :

(( له پېغمبراکرم سره وو،چې راغى ،پېغمبراکرم وويل : پر هغه قسم ، چې ساه مې يې په لاس کې ده،په قيامت کې دا سړى او لارويان يې بريمين دي او پورته آيت نازل شو او بيا به چې اصحابابو علي ليده ؛نو ويل يې چې : (( خيرالبريه )) راغى . [30]

 ب) د مفلحون آيت

((…..وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ[31]=….. او همدوى بريالي دي))

له امام علي روايت شوى،چې : (( سلمان فارسي راته وويل : ابا الحسنه : هر وخت ،چې له ماسره د نبي اکرم (ص) مخې ته درېدلى يې؛نو په ولو به يې ټپولې او ويل يې : (( سلمانه ! دا سړى اوګوند يې برېمن دى))[32]

 د حضرت علي او نورو په اړه آيتونه

((وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَـئِكَ رَفِيقًا[33]= او څوك چې د خداى او پېغمبراطاعت وكړي ( د قيامت پر ورځ به ) د هغو خلكو ملګرى وي،چې خداى پرې نعمت لورولى دى(؛يعني) له پېغمبرانو او رښتينو او شهيدانو او نېكانو (سره به وي) او دوى ښه ملګري دي .))

داود بن سليمان وايي : (( علي بن موسى الرضا عليه اسلام له پلرونو،له علي راته روايت وکړ،چې پېغمبر ددې آيت په اړه وويل : ” مِّنَ النَّبِيِّينَ “څخه مراد محمد (ص) ،له “الصِّدِّيقِينَ” څخه مراد ((علي )) ،له ” وَالشُّهَدَاء ” څخه مطلب حمزه (رض)،له “الصَّالِحِينَ” څخه مراد حسن و حسين او له ” وَحَسُنَ أُولَـئِكَ رَفِيقًا ” امام مهدي دى . [34]

ب .((وَإِذَا جَاءكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِنَا فَقُلْ سَلاَمٌ عَلَيْكُمْ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ أَنَّهُ مَن عَمِلَ مِنكُمْ سُوءًا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِن بَعْدِهِ وَأَصْلَحَ فَأَنَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ[35]= او چې كله هغوى درته راشي،چې زموږ پر آيتونو ايمان لري؛ نو ورته ووايه :(( سلام پر تاسې! ستاسې پالونكي رحمت پرځان فرض كړى دى،كه له تاسې څوك په ناپوهۍ كې بد كار وكړي،بيا توبه وباسي او ځان سم كړي (؛نو خداى پرې رحمېږي؛ځكه) هغه ډېر بښونكى (او) مهربان دى .))

له ابن عباس نه روايت دى،چې دا آيت د علي،حمزه،جعفر او زيد په باب نازل شوى دى . [36]

ج: ((وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌ وَعَلَى الأَعْرَافِ رِجَالٌ يَعْرِفُونَ كُلاًّ بِسِيمَاهُمْ وَنَادَوْاْ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَن سَلاَمٌ عَلَيْكُمْ لَمْ يَدْخُلُوهَا وَهُمْ يَطْمَعُونَ ( اعراف/٤٦)= او د هغوى ترمنځ پوله ده او پر سر (اعراف) يې داسې سړي وي،چې هر يو يې له څېرو پېژنې او پر جنتيانو، چې لا تر اوسه جنت ته نه دي ننووتي(؛خو ورته) هيلمن دي،غږ کوي : (( سلام پر تاسې!))

ثعلبي په خپل تفسيرکې دا آيت له ابن عباسه روايتوي،چې:اعراف د صراط هسک ځاى دى،چې عباس،حمزه،علي او جعفر طيار ورباندې وي او مينوال يې د څېرې له رڼا پېژني او دښمنان يې له خړې څېرې (مينوالو ته يې څېره رڼا او دښمنانوته خړه ده .) [37]

د) ((ثُمَّ أَنَزلَ اللّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَنزَلَ جُنُودًا لَّمْ تَرَوْهَا وَعذَّبَ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَذَلِكَ جَزَاء الْكَافِرِينَ[38]= بيا خداى خپله ډاډېنه پرخپل پېغمبر او مؤمنانو نازله كړه او لښكرې يې راكوزې كړې،چې تاسې نه ليدې او كافران يې په رنځ او کړاو اخته کړل او دغسې ده د كافرانو سزا! ))

له ضحاک بن مزاحم روايت شوى،چې دا آيت د هغوى په باب نازل شوى،چې له رسول اکرم سره ټينګ پاتې دي : علي ،عباس او څوتنه بني هاشم .[39]

هه) ((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ[40]= واقعي مؤمنان يوازې هغوى دي،چې پر خداى او استازي يې ايمان راوړى دى بيا شكمن شوي نه دي او پخپلو مالونو او سرونو يې د خداى په لار كې جهاد كړى؛ همدوى رښتوني دي . ))

حضرت ابن عباس (رض) وايي: (( له ” إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا ” نه مطلب دادى : هغه ډله،چې خداى او رسول يې هغه تصديق کړه او په خپل ايمان کې بېخي شکمنه نشوه .دا آيت د علي،حمزه او جعفرطيارپه حق کې نازل شوى دى . ((“وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ “؛يعنې په خپل سر و مال يې د خداى په لار کې جهاد وکړ،چې خداى تعالى يې په ” أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ ” صدق او وفا تاييد کړه . ))[41]

و) – ((مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا [42]= په مؤمنانوكې داسې سړي شته،چې له خداى سره پركړيو ژمنو ټينګ ولاړ دي، ځينو خپله ژمنه پوره كړې (او په لار كې يې شهيدان شوي دي) او ځينې ( لا ورته) سترګې پر لار دي او له سره يې (خپله ژمنه) وا نه ړوله . ))

په دې اړه حافظ ذهبي وايي : (( علي دکوفې د جومات پر منبر ولاړ و ، چې وپوښتل شو: د” مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ ” آيت د چاپه باب نازل شوى دى ؟ ويې ويل ،خدايه بښنه غواړم) (( آيت زما او زما د ترونو ؛حمزه او عبيدة بن حارث بن عبدالمطلب په باب نازل شوى دى ، عبيده دبدر په غزا کې شهيد شو او حمزه په احد کې او زه سترګې پر لار يم ،چې ددې امت خورا بد مرغه به مې سر او ږيره په وينو ولړي،د هغې ژمنې له لارې ،چې دوست مې ابو القاسم راسره کړې ده، خبرکړى يې يم ))[43]

ز) – ((أَفَمَن وَعَدْنَاهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِيهِ كَمَن مَّتَّعْنَاهُ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ هُوَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنَ الْمُحْضَرِينَ [44]= ايا هغه چې موږ ورسره ښه وعده كړې او ورته به ورسېږي،د هغه چا په څېر دى، چې موږ ورته د دنيوي ژوند وسايل وركړي دي بيا د قيامت پر ورځ (د حساب او سزا لپاره) له وروستونيو وي؟! ))

له مجاهد روايت شوى،چې د ” أَفَمَن وَعَدْنَاهُ وَعْدًا حَسَنًا “آيت د علي او حمزه په باب نازل شوى او له ” َمَن مَّتَّعْنَاهُ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ” څخه مراد ابوجهل دى .[45]

 ٥. د حضرت علي د دښمنانو په اړه آيتونه

الف )- ((وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا[46]= او هغوى چې مؤمن نارينه او مؤمنې ښځې(بې ګناه او) بې له دې،چې(ناروا) يې کړى وي،ځوروي؛ نو په يقين چې د غټو دروغو او ښكاره ګناه پېټى يې پر اوږو كړى دى ))

له مقاتل نه روايت شوى،چې دا آيت د علي بن ابى طالب په باب نازل شوى؛ځکه يوې ډلې منافقينوځوراوه. [47]

ب) – ((إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُواْ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ . وَإِذَا مَرُّواْ بِهِمْ يَتَغَامَزُونَ[48]= په واقع كې (په دنيا كې) ګناهكارانو تل په مؤمنانو پورې خندل، او چې كله به پرې تېرېدل؛نو په هغو پورې يې د ملنډو سترګكونه وهل . ))

زمخشري وايي : علي (ک) له يو شمېر مسلمانانو سره يوې غونډې ته ننووتل او منافقينو ورپورې ملنډې ووهلې او و يې خندل او اشارې يې ورپورې وکړې او وروسته خپلو يارانو ته ولاړل او ويې ويل : نن مو اصلع ( دچاچې پرکپره ويښتان نه وي ) وليد. مخکې تردې ،چې علي، رسول اکرم ته ورسي،دا آيت نازل شو.[49]

ج) – ((فَلَمَّا رَأَوْهُ زُلْفَةً سِيئَتْ وُجُوهُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَقِيلَ هَذَا الَّذِي كُنتُم بِهِ تَدَّعُونَ[50]= نو چې كله دا (الهي وعده) له نژدې وويني،د كافرانو مخونه به کړغېړن واوړي او (ورته) ويل كېږي : ((دا هماغه څه دي،چې تل مو غوښتل!))

له اعمش څخه د دې آيت په باب روايت شوى، چې ويې ويل : چې کله کافران د علي مقام وويني ؛نوتريو تندي شي او څېرې يې اوړي . [51]

د)- ((فَسَتُبْصِرُ وَيُبْصِرُونَ . بِأَييِّكُمُ الْمَفْتُونُ[52]= نو ژر به ووينې او هغوى به هم ويني[چې] په تاسې كې كوم يوه ته لېونتوب (واقع شوى) دى!))

له کعب بن مسعود او عبدالله بن مسعود ( رضى الله عنها) په دې اړه روايت شوى،چې: رسول اکرم د علي په اړه وپوښتل شو، ويې ويل :

(( علي په اسلام کې ستاسې خورا مخکښ،په ايمان کې ستاسې خورا پوره، په علم کې ستاسې خورا غوره او د خداى لپاره په غوسه کې ستاسې خورا غوسناک دى،خپل علم مې وروښود او خپل راز مې وروسپاره او خپل چار مې ور پرېښود ، هغه په کورنۍ کې زما ځايناستى اوپه امت کې مې امين دى )) ځينو قريشو وويل : (( په رښتيا، چې علي ،رسول اکرم پر ځاى عاشق کړى دى،داسې چې هيڅ نيمګرتيا يې نه ويني )) او خداى پورته آيتونه راولېږل .[53]

هه) – ((سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ . لِّلْكَافِرينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ[54]= پوښتونكي پېښېدونكي عذاب وپوښت،چې پېښ شو. چې دا (عذاب) يوازې د كافرانو لپاره دى [او] هېڅوك يې مخه نشي نيولاى .))

امام صادق رضي الله عنه له امام علي روايتوي ،چې : (( هغه مهال ،چې رسول اکرم (ص) په ((خم )) ډڼدکې علي (ک) خپل ځايناستى منصوب کړ او ويې ويل،د چا چې زه مولا يم ؛نو داعلي يې هم مولا دى . دا وينا په ښارونو کې خپره شوه او نعمان بن حرث فهري ،نبي اکرم ته راغى او ويې ويل : د خداى له لوري دې راته حکم وکړ ،چې لااله الاالله ووايو او تا د خداى استازى وګڼو،راته دې وويل،چې جهاد وکړو او حج پر ځاى کړو،لمونځ وکړو، ذکات ورکړو او روژه ونيسو،دا ټول مو ستا ومنل؛ خو ته راضي نه شوې، تردې چې دا ځوان دې خپل ځانياستى کړ او و دې ويل : د چا چې زه مولا يم، دا علي يې هم مولا دى ،داستاپه خوښه ده که د خداى حکم دى ؟ پېغمبراکرم ورته وويل:پر هغه خداى قسم،چې يوازې هغه د لمانځنې وړ دى،دا چار د خداى له لوري دى . نعمان مخ واړاوه او ويل يې : خدايه ! که دا حق وي او ستاله لوري وي ؛نو له اسمانه راباندې يوه ډبره راوغورځوه يا راباندې دردناک عذاب راکېباسه ! خداى ډبره پرې راخوشې کړه او و يې واژه او پورته آيتونه يې راولېږل . [55]

و) – ((وَلَوْ نَشَاء لَأَرَيْنَاكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُم بِسِيمَاهُمْ وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُمْ[56]=او كه موږ وغواړو؛ نوهرومرو به يې روښيو،چې له (حقيقي) څېرو يې وپېژنې، که څه هم د خبرو اترو له طرزه يې هم پېژنداى شې او خداى ستاسې د كړنو [په ظاهر او باطن] پوهېږي .))

له حضرت ابو سعيد خدري روايت شوى ، چې له دې آيته د خداى مطلب ،له علي سره د منافقانو کينه ده . [57]

ز) – ((أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا لَّا يَسْتَوُونَ[58]= ايا څوك چې مؤمن وي،د سرغړاند په څېر کېداى شي؟(نه هېڅكله) برابر نه دي . ))

حضرت ابن عباس وايي : (( علي او وليد بن عقبه يو له بل سره خوله ووهله . وليد وويل : زه نېزه يم او تر تا تېز يم ،په خوله کې تر تا خوله ور يم او په لښکرکې مې تر تا مقام ل[59]وړ دى. علي ورته وويل : فاسقه چوپ شه ! او خداى پورته آيت راولېږه ))

ح) – ((أَلْقِيَا فِي جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِيدٍ[60]= [هغو دوو پرښتو ته ويل كېږي :] هر ناشكره كينه كښ په دوزخ كې وغورځوئ! ))

له شريک بن عبدالله ددې آيت په اړه روايت شوى،چې : (( له اعمش سره وم،چې ناروغ و . ابوحنيفه،ابن شبرمه او ابن ا بى ليلى ورته راغلل او ويې ويل : ابو محمده ! د عمر په وروستيو کې يې ! تل دې د علي په باب هاغسې احاديث روايتول؛نو اوس له دې چاره توبه وباسه او خداى ته راوګرځه! اعمش وويل : لږ مې را پورته کړئ، چې يې را پورته کړ،و يې ويل : ابو متوکل ناجي له ابو سعيد خدري روايت وکړ،چې رسول اکرم وويل : چې قيامت شي؛نو خداى ما اوعلي ته وايي : دښمنان موپه دوزخ کې وغورځوئ او دوستان مو جنت ته ننباسئ او دا هماغه د پاک خداى خبره ده ،چې يې وويل :أَلْقِيَا فِي جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِيدٍ ” ابوحنيفه خپلو ملګرو ته وويل :پاځئ، چې ولاړ شو ، چې تردې ډېر سخت څه و نه وايي.[61]

   ٦. له امام علي سره د ميني او د هغه د ولايت په اړه آيتونه

الف )- ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ[62]= مؤمنانو! د خداى (د فرمان له مخالفته ) ووېرېږئ او له رښتينو سره اوسئ . ))

اما باقرارض ) وويل :” يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ

“يعنې له علي سره وسئ .)) [63]

ب )- ((إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا [64]= دا باوري ده،هغوى چې ايمان راوړى او ښې چارې يې كړې دي،ژر به لوراند (خداى) هغو ته (د خلکوپه زړونوكې) مينه واچوي ))

ددې آيت په اړه له علي بن موسى الرضا له پلرونو له جابربن عبدالله روايتوي ،چې : (( رسول اکرم (ص) علي ( ک) ته وويل : علي ! ووايه ، خدايه ! زما مينه د مؤمنانو په زړونو کې واچوې . خدايه ! پخپله مې پالندوى شې . خدايه ! پخپله مې محبوب کړې او پاک خداى پورته آيت نازل کړ او دادى داسې مؤمن اومؤمنه به ونه مومې ، چې له زړه نه له اهل بيتو سره مينه و نه لري )) [65]

ج)- ((وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْلآ أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ[66]= او هغوى چې كافران شوي دي،وايي :(( ولې پرې د خپل پالونكي له لوري نښه (او كومه معجزه) نه ده نازله شوې؟!)) ته يوازې وېروونكى يې او هر قوم ته يو لارښود دى (او دا ټولې پلمې دي؛نه د حقيقت لټونه). ))

حضرت ابن عباس وايي : پېغمبر اکرم خپل لاس پخپله سينه کېښود او ويې ويل : زه ګواښنګرى يم بيا يې د علي اوږې ته اشاره وکړه او ويې ويل : ته لار ښود يې؛بلکې تر ما وروسته هدايت موندونکي په تا هدايت مومي )) [67]

د) – ((وَلَمَّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْيَمَ مَثَلًا إِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ يَصِدُّونَ[68] =او چې كله (د خداى د قدرت ښوولو لپاره) د مريمې د زوى (د پيدايښت) بېلګه وړاندې شوه،ناڅاپه ستا قوم ترې شور ځوږ جوړ كړ. ))

امام علي ( ک) وايي : (( يوه ورځ پېغمبراکرم ته ولاړم ، چې له قريشو سره ناست و . آنحضرت راوکتل او ويې ويل : علي په دې امت کې ستا بېلګه دى؛لکه د عيسى د مريمې د زوى ده ، يو شمېر يې مينوال شول او په اړه يې افراط او زياتى وکړ او يوه ډله يې دښمنه شوه او په اړه يې کمى او تفريط وکړ. هغه شمېر،چې له آنحضرت سره ناست ول،و يې خندل او ويې ويل : وګورئ ،چې څرنګه د خپل تره زوى له عيسى د مريمې له زوى سره ورته کوي . پدې وخت کې پورته آيت نازل شو . )) [69]

هه)–((مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِّنْهَا وَهُم مِّن فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ آمِنُونَ[70]=څوك چې له نېكۍ سره راشي؛نو تر هغه به غوره بدله وركړه شي او د همدې ورځې له ډاره به ډاډمن وي .))

امام محمدباقر وايي : (( ابو عبدالله جدلي اميرالمؤمنين علي (ک) ته ورغى او امام ورته وويل : اباعبدالله ! ” مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ ” آيت له تفسيره دې خبرکړم ؟ هو! خبرمې کړه .راته يې وويل : حسنه؛زموږ د اهل بيتو مينه ده او سيئه ؛له موږ سره کينه ده.بيا يې ټول آيت ولوست .))[71]

    ٧ . په اسلام کې د علي (ک) د مخکښۍ په اړه آيتونه

الف)- ((وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ[72]= او لمونځ (په ښه شان) وكړئ او زكات وركړئ او له ركوع كوونكيو سره ركوع وكړئ ( او لمونځ په جمع وكړئ) ))

له حضرت ابن عباس نه روايت شوى،چې : د آيت د رسول اکرم (ص) او حضرت علي ( ک) په حق کې نازل شوى دى؛دوى لومړي وګړي ول،چې لمونځ يې وکړ او رکوع يې وکړه .[73]

ب) – ((إِنَّ رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنَى مِن ثُلُثَيِ اللَّيْلِ وَنِصْفَهُ وَثُلُثَهُ وَطَائِفَةٌ مِّنَ الَّذِينَ مَعَكَ وَاللَّهُ يُقَدِّرُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ عَلِمَ أَن لَّن تُحْصُوهُ فَتَابَ عَلَيْكُمْ فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ عَلِمَ أَن سَيَكُونُ مِنكُم مَّرْضَى وَآخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِي الْأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِن فَضْلِ اللَّهِ وَآخَرُونَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ اللَّهِ هُوَ خَيْرًا وَأَعْظَمَ أَجْرًا وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ [74]= په واقع كې ستا پالونكى پوهېږي،چې په رښتيا ته د شپې دوې برخې يا يې نيمايي يا يې له درېو برخو په يوه يوه برخه کې [لمانځه ته] پاڅې او ستا له ملګرو يوه ډله هم (دغسې کوي) او خداى دى،چې شپه او ورځه اندازه کوي او هغه پوهېږي،چې تاسې (د عبادت لپاره) په (ځير) وخت نشئ حسابولاى؛نو و يې بښلئ؛نو له قرآنه څومره،چې درته (شونى او) اسان وي،ولولئ . (هغه) پوهېږي،چې ژر به په تاسې كې ځينې ناروغ شي او (يو شمېر) نور (به) پر سفر ووځي او الهي فضل (او روزى) به تر لاسه كوي او بله (ډله) به د خداى په لار كې جهاد كوي (او د قرآن له لوستو بې برخې كېږي)؛نو څومره،چې درته (شونى او) اسان وي،له قرآنه ولولئ . لمونځ وكړئ او زكات وركړئ او خداى ته غوره پور( قرض الحسنه) وركړئ [=د هغه په لاركې نفقه وركړئ] او (پوه شئ)،هره نېكي چې له مخكې خپلو ځانونو ته لېږئ (؛نو) له خداى سره به يې ډېر غوره او په ډېرې بدلې ومومئ او له خدايه بښنه وغواړئ [؛ځكه] چې خداى ډېر بښونكى [او] لورين دى .

له حضرت ابن عباس نه روايت دى،چې : علي لومړى تن و،چې په پخه شپه کې له پېغمبراکرم سره لمانځه ته پاڅېد او لومړى تن و،چې بيعت اوهجرت يې ورسره وکړ.

ج) – ((وَالَّذِي جَاء بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ [75]= او چا چې رښتيا(خبره) راوړه او (هغوى چې) باور يې پرې وكړ(؛نو) همدوى ځان ساتي او (پرهيزګاران)دي . ))

ابن طفيل له علي (ک) روايتوي: رسول اکرم و، چې رښتيا خبره يې راوړه او زه وم ،چې ورسره مې ومنله او بې له ما نور خلک دروغجن ګڼونکي او کافر ول . [76]

د) – ((الَّذِينَ آمَنُواْ وَلَمْ يَلْبِسُواْ إِيمَانَهُم بِظُلْمٍ أُوْلَـئِكَ لَهُمُ الأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ[77]= (هو) هغوى چې ايمان يې راوړى او خپل ايمان يې د(شرك) له ظلم سره نه وي ګډلى؛نو امن يوازې همدوى ته دى او همدوى پرسمه لار برابر دي!))

مجاهد له حضرت ابن عباس نه روايتوي ،چې له ” الَّذِينَ آمَنُواْ ” څخه مراد،علي (ک) دى او له ” بِظُلْمٍ ” نه مراد شرک دى. چا چې ايمان راوړى ؛ نو مخکې ترې شرک و؛خو بې له علي ، چې پر خداى يې ايمان راووړ او د سترګو د رپ هومره يې شرک ونه کړ.

هو! علي لومړى تن و،چې يې ايمان راووړ. [78]

هه) – ((وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَى اللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى وَإِلَى اللَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ[79]= اوڅوك چې ځان خداى ته وسپاري او نېك وي؛نو هغه په حقيقت كې پر پخې کړۍ منګولې ښخې كړې دي (او په ډاډمنه لاسوند يې تكيه كړې ده) او د چارو پاى يوازې د خداى لوري ته ده . ))

حضرت انس بن مالک وايي : دا آيت دعلي (ک) په حق کې نازل شوى دى،هغه لومړى تن و،چې خپل ايمان يې خداى ته نږه او ځاى يې خداى ته وقف کړ.[80]

و) – ((فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاء ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ .وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ .وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ [81]= اوڅوك چې بې له دې لارې نور څه وغواړي؛نو تېري كوونكي دي . او چې خپل امانتونه او خپلې ژمنې پالي؛او چې د خپلو لمونځونو ساتنه كوي؛))

ابوالاسود دئلى وايي : علي (ک) وويل : پرښتو کلونه او مياشتې درنګ وکړ او يوازې رسول اکرم او ماته يې بښنه غوښته او دوه آيتونه (( الذين يحملون العرش … انک انت العزيز الحکيم )) زموږ په حق کې نازل شوي دي .يو شمېر منافقانو وويل : د (( من اباسهم و ذرياتهم )) آيت د چا په باب نازل شوى دى ؟ علي ( ک) وويل : سبحان الله ! ايا ابراهيم، اسماعيل،اسحاق او يعقوب [ عليهم السلام ] زموږ پلرونه نه دي.[82]

ز) – ((وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ .أُوْلَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ[83]= او(درېمنۍ ډله) د مخكښانو مخكښان (دي)، همدوى (خداى ته) نژدې دي .))

حضرت ابن عباس ددې آيت په اړه وايي : سابقون دا دي : موسى ته يوشع بن نون ، عيسى ته شمعون بن يو حنا او پېغمبراکرم ( ص) ته علي بن ابيطالب دى ،چې دوى لومړني ايمان راوړوونکي ول . [84]

جابر جعفي له امام باقر روايتوي،چې علي (ک) وويل : حضرت محمد(ص) پر دوشنبه مبعوث شو او ما د سې شنبې پرګهيځ ايمان راووړ پېغمبر اکرم لمونځ کاوه او مايې ښي لوري ته کاوه او بې له مابل نارينه ورسره نه و ،چې خداى د (( واصحاب اليمين ….)) آيت نازل کړ.[85]

ح ) – ((وَالَّذِينَ جَاؤُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ[86] = او (همدااز) څوک چې تر هغوى [=مهاجرينو او انصارو] وروسته راغلي دي (او) وايي : (( پالونكيه! موږ او زموږ هغه وروڼه وبښه، چې له موږه مخكې يې ايمان راوړى دى او زموږ په زړونو كې مؤمنانو ته (هېڅ ډول) كينه مه اچوه . پالونكيه! ته خواخوږى لورين يې.))

په دې اړه حضرت ابن عباس وايي : په قرآن کې پر هر مسلمان وګړي علي ته بښنه غوښتل واجب شو ي دي ، دا چې وايي :” رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ “او يوازې علي (ک) په ايمان کې مخکښى دى . [87]

ط) – ((الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ اللّهِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ [88]= ايا تاسې حاجيانو ته اوبه وركول او د مسجدالحرام ابادول د هغه چا (د كار) په څېر ګڼلى دى،چې پر خداى او د قيامت پر ورځ يې ايمان راوړى او د خداى په لار كې يې جهاد كړى دى؟! ( نه، دا دواړه) د خداى پر وړاندې برابر نه دي او خداى ظالمانو ته سمه لار نه ښيي . ))

په دې اړه له حضرت انس بن مالک نه روايت شوى،چې : عباس او شيبه سره ناست ول او پر يو بل يې خپلې وياړنې زبادولې،عباس وويل : زه پر تا غوره يم ،زه د رسول اکرم تره يم ، د هغه د پلار وصي او د حاجيانو ساقي يم .شيبه وويل :زه تر تا غوره يم ، زه پر بيت الله د خداى امين او خزانه دار يم ؛ځکه څنګه يې،چې زه امين کړى يم،ته يې امين کړى نه يې؟ په دې وخت کې علي (ک) راغى او دوى له خپلو ناندريو خبر کړ.علي وويل : زه ترتاسې غوره يم .زه لومړى تن يم ،چې ايمان مې راووړ او هجرت مې وکړ. درې واړه رسول اکرم (ص) ته ولاړل او پېښه يې ورته وويله . آنحضرت ورته ځواب ور نه کړ او راستانه شول . څو ورځې وروسته وحې نازله شوه او پېغمبراکرم هغوى راوغوښتل او تېر آيت يې ولوست .[89]

 ٨.له پېغمبراکرم (ص) سره د علي (ک) د ملګرتوب په اړه آيتونه

الف) – ((إِن تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا وَإِن تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَلِكَ ظَهِيرٌ[90] = كه تاسې دواړه (د پېغمبر مېرمنې له خپل كاره) توبه وباسئ (ستاسې په ګټه ده؛ځكه په دې چار کې د خداى او د هغه د پېغمبر له اطاعته) مو زړونه كاږه شوي دي او كه دواړه د پېغمبر پر خلاف لاس يو كړئ (؛نو زيان ورته نشئ رسولاى)؛ځكه خداى يې پخپله مرستندوى دى او تر هغه وروسته يې جبرائيل او د مؤمنانو صالح او پرښتې ملاتړې دي . ))

رسول اکرم (ص) وويل : د مؤمنانو صالح ،علي بن ابيطالب دى . [91]

ب ) – ((وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي .هَارُونَ أَخِي .اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي .وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي[92]= او له كورنۍ مې راته يو وزير(مرستيال) وټاكه؛   هارون،چې ز ما ورور دى . ملا مې پرې ټينګه كړه؛ او په كار كې يې راسره برخوال كړه؛ ))

له حضرت اسماء بنت عميس څخه روايت شوى،چې : له رسول اکرم مې واورېدل ، چې يې ويل : پالونکيه ! زه هماغه وايم ، چې ورور مې موسى وويل : : خدايه ! له کورنۍ مې يو وزير راوټاکه؛ ورور مې علي . ملا مې پرې وتړه او زما په چارکې يې شريک کړه . [93]

ج) – ((وَقُل رَّبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَل لِّي مِن لَّدُنكَ سُلْطَانًا نَّصِيرًا[94]= او ووايه :(( پالونکيه! ما په (هر كا ركې) په سمه توګه ننباسه او په سمه توګه مې ترې راوباسه او ما ته له خپل لوري يو ملا تړ را پر برخه كړه .))

حضرت ابن عباس وايي : پر خداى قسم،چې خداى تعالى د خپل پېغمبر دعا قبول کړه او علي بن ابيطالب يې د دښمنانو پر وړاندې د ملاتړ ځواک په توګه ورډالۍ کړ. [95]

د) ((وَفِي الأَرْضِ قِطَعٌ مُّتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِّنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَى بِمَاء وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الأُكُلِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ[96]=او په ځمكه كې يو له بل سره نښتې بېلابېلې ټوټې دي او(همداراز) د انګورو باغونه او كښتونه او د كجورو ونې دي،د ځينو بېل بېل ښاخونه له يوه ډډه پورته شوي او ځينې يې له هر ډډه يوازې يوه ونه پورته شوې وي (اوهېښنده خو لا داده چې) دا ټولې په يو اوبو خړوبېږي!او( پردې سربېره)ځينې مېوې ( د خوند،ډول او څرنګوالي له اړخه) تر نورو ښې وي،بېشكه په دې (چارو) كې هغو خلكو ته (څرګند) دلايل دي،چې له عقله كار اخلي . ))

حضرت جابر بن عبدالله وايي : وا مې ورېدل،چې پېغمبر اکرم (ص)، علي (ک) ته ويل : علي ! خلکو له بېلابېلو ريښو ځنې دي او زه او ته له يوې ريښي يو . بيا رسول اکرم پورته آيت ولوست .[97]

هه) – ((أَفَمَن كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ وَمِن قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إَمَامًا وَرَحْمَةً أُوْلَـئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمَن يَكْفُرْ بِهِ مِنَ الأَحْزَابِ فَالنَّارُ مَوْعِدُهُ فَلاَ تَكُ فِي مِرْيَةٍ مِّنْهُ إِنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يُؤْمِنُونَ[98]= ايا څوك چې د خپل پالونكي له لوري څرګند دليل لري او په هغه پسې د خداى له لوري شاهد هم وي او مخكې ترې د موسى د لارښود او رحمت كتاب هم و (چې پر هغه يې ګواهي وركوله (؛نو) د هغه چا په څېر به وي،چې دغسې نه وي )؟! هغوى [=د حق پلويان اوحقيقت پال] پر هغه (چې دا ځانګړنې لري ) ايمان راوړي! او له بېلابېلو ډلو،چې څوك پر هغه كافر شي؛نو اور يې د وعدې ځاى دى! په هغه كې شك مه كوه (چې) هغه ستا د پالونكي له لوري حق دى؛ خو ډېرى خلك ايمان نه راوړي . ))

حضرت عباد بن عبدالله له علي (ک) رويتوي،چې له ” أَفَمَن كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ ” مراد رسول اکرم او په ” وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ ” کې له شاهده مراد زه يم.[99]

و) – ((وَإِن يُرِيدُواْ أَن يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللّهُ هُوَ الَّذِيَ أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ[100]= او كه وغواړي تا وغولوي؛نو په رښتيا چې خداى تا ته بس دى،الله هماغه دى، چې په خپله مرسته او په مؤمنانو يې ستا ملاتړ وکړ))

له حضرت ابوهريره نه روايت شوى،چې رسول اکرم وويل : پر هغه شپه يې،چې اسمان ته بوتلم،و مې ليدل ،چې پر عرش کښل شوي وو،بې له ما،يوازې او ايکي يو هيڅ معبود نشته،بيخي سيال نه لرم ، محمد زما بنده او استازى دى او په علي مې ملاتړ کړى دى .[101]

او په دې اړه د بقرې سورت ٢٠٧ آيت نازل شوى،چې مخکې مو په شان نزول کې يې د حضرت ابن عباس روايت ولوست .

ز) – ((خِتَامُهُ مِسْكٌ وَفِي ذَلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ [102]=[چې] د مشكو مهر پرې لګېدلى دى او ددې (جنتي نعمتونو د لاس ته راوړو لپاره)دې سيالان بايد يو له بله سره عزتمنه سيالي وکړي . ))

په دې اړه حضرت جابر انصاري وايي : پېغمبراکرم دطايف په غزا کې علي راوغوښت او ورسره ګوښه شو. بيا يې وويل :خلکو! تاسې وايئ ، چې له علي سره مې پسپسکې وکړې .نه ماورسره ندي کړي؛بلکې خداى ورسره پسپسکې وکړې:” وَفِي ذَلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ “.[103]

ح)- ((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَسْبُكَ اللّهُ وَمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ [104]= نبي! تا او ستا مؤمنو لارويانو ته خداى بس دى (؛يوازې پر همدوى ډډه لګوه) .))

امام صادق وايي: دا آيت د علي په حق کې نازل شوى دى .[105]

ى) – ((وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا[106]= او ووايه : ((حق راغى او باطل له منځه ولاړ(؛ځکه) باطل له منځه تلونكى دى .))

په دې اړه حضرت جابربن عبدالله وايي: له پېغمبراکرم سره مکې ته ننووتو،هلته ٣٦٠ بوتان ول،چې لمانځل کېدل ، پېغمبراکرم لارښوونه وکړه، چې ټول راوپرځوئ . پرکعبې د هبل بوت ايښوول شوى و. رسول اکرم ،علي ته وکتل او و يې ويل :

دهبل د راغورځولو لپاره، ته مې پر اوږو پورته کېږې يا زه دې پر اوږو پورته شم ؟

علي (ک) وويل :رسول الله ! زه دې پر اوږو پورته کېږم . پېغمبر اکرم ټيټ شو او پر اوږو يې پورته شوم . پر هغه قسم،چې دانه يې وچووه او انسان يې پيداکړ،که غوښتل مې،چې اسمان لمس کړم؛نو په خپل لاس مې لمسولاى شو.بيامې هبل را وغورځاوه او پاک خداى پورته آيت نازل کړ،ورپسې رسول اکرم بيت الله ته ننووت او دوه رکعته لمونځ يې وکړ.[107]

 ٩ . د حضرت علي کرم الله وجهه ولايت په اړه آيتونه

الف )- ((يَوْمَ يَقُومُ الرُّوحُ وَالْمَلَائِكَةُ صَفًّا لَّا يَتَكَلَّمُونَ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرحْمَنُ وَقَالَ صَوَابًا [108]= پر هغه ورځ،چې “روح” او “پرښتې” پر يوه ليكه درېږي او هېڅوك به د لوراند خداى له اجازې پرته خبرې نه كوي او (چې خبرې كوي؛ نو) حقې او رښتيا خبرې كوي . ))

ددې آيت په اړه امام باقر وايي :

(( په قيامت کې په تمځي او کله د حساب اخستو پر مهال له بندګانو د(( لا اله – الا الله )) کلمه له ياده وځي خو بې له هغه چې د علي پر ولايت يې اقرار کړى وي؛لکه چې خداى ويلي دي:” إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرحْمَنُ وَقَالَ صَوَابًا “؛خوهغه،چې دعلي د ولايت لاروى وي )) دوى ته د (( لا اله – الاالله )) دويلواجازه ورکړه شوې ده .))[109]

ب)- ((عَمَّ يَتَسَاءلُونَ . عَنِ النَّبَإِ الْعَظِيمِ [110]= د څه په باب يو بل پوښتي؟! د(قيامت) د ډېر لوى خبر (په باب)!))

له ابوحمزه ثمالي روايت شوى ، چې :له امام باقرعليه السلام نه مې ددې آيت په اړه وپوښتل . راته يې وويل :علي تل خپلو ملګرو ته ويل : ر خداى قسم،زه هغه ستر خبر يم؛هماغه،چې زماپه اړه ټولو امتونو په جلاجلا ژبو اړپيچ وکړ. پر خداى قسم،خداى ته تر ما آيت او ستر خبر نشته .)) [111]

عمروبن عاص د ((جلجليه)) په مشهوره قصيده کې د معاويه بن ابي سفيان په ټپسورۍ کې وايي :

نصرناک من جهلنا يابن هند – على النباالاعظم الافضل

(( دهندې بچيه ! له خپلې ناپوهۍ نه مې ستاملاتړ وکړ او د هغه ستر خبر او غوره پر ضد مې ښورښ وکړ.)) [112]

ج)–((وَقِفُوهُمْ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ[113]= او تم يې كړئ؛(ځكه) چې پوښتل كېږي .))

ديلمي له حضرت ابو سعيدخدري ( رض) روايتوي ، چې رسول اکرم وويل : (( له دې آيته مراد دادى ،چې دوى د علي د ولايت په اړه پوښتل کېږي .)) [114]

د) – ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَآمِنُوا بِرَسُولِهِ يُؤْتِكُمْ كِفْلَيْنِ مِن رَّحْمَتِهِ وَيَجْعَل لَّكُمْ نُورًا تَمْشُونَ بِهِ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ[115] = ايمانوالو! ( خپل ځانونه ) د خداى له (عذابه) وساتئ او پر استازي يې ايمان راوړئ،چې تاسې ته يې د خپل رحمت دوه برخې دركړي او تاسې ته به داسې رڼا دركړي،چې په [برکت] به يې [په دنيا او آخرت کې] پر لار سم ځئ او تاسې وبښي او خداى ډېر بښونكى مهربان دى . ))

سعدبن طريف روايتوي ،چې امام باقر د ” وَيَجْعَل لَّكُمْ نُورًا تَمْشُونَ بِهِ ” په اړه وويل : (( هغه به د رڼا خاوند وي،چې د علي پر ولايت يې منګولې ښخې کړي وي .)) [116]

هه ) – )) فَوَرَبِّكَ لَنَسْأَلَنَّهُمْ أَجْمَعِيْنَ[117]= نو ستا پر پالونكي قسم، چې موږ به ( په قيامت كې) له دې ټولو وپوښتو ((

له سدي روايت شوى،چې له دې ډلې د علي د ولايت په اړه پوښتنه ګروېګنه او کېږي . [118]

و) – ((يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ وَيُضِلُّ اللّهُ الظَّالِمِينَ وَيَفْعَلُ اللّهُ مَا يَشَاء[119]= خداى مؤمنانو ته په دنيا او آخرت كې د هغوى د ثابتو ويناوو او عقيدو له مخې ټيکاو ور پر برخه كوي او ظالمان بې لارې كوي (او خپل لطف ترې اخلي) او خداى،چې څه وغواړي (او مصلحت يې وبولي)،تر سره كوي يې .

حضرت ابن عباس وايي : ثابته وينا،د علي پرولايت ايمان دى . [120]

ز) – ((وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَـذَا الْبَلَدَ آمِنًا وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَن نَّعْبُدَ الأَصْنَامَ[121]= او (دريادكړه) چې كله ابراهيم وويل :(( پالونكيه ! دا ښار[=مكه ] امن كړه او ما او زما اولاد له بوت لمانځنې لرې وساته!))

له حضرت عبدالله بن مسعود څخه روايت شوى ، چې : (( رسول اکرم وويل : زه مې د پلار ابراهيم هيله يم . ورته مو وويل :څنګه؟ ويې ويل : خداى ابراهيم ته وحې وکړه او ويې ويل : زه دې د خلکو مشر کوم ، ابراهيم (ع) لږ خوشحاله شو او ويې ويل : خدايه ! له ځوځاته مې،په څېر مې امامان هم وي؟ خداى ورته وحې وکړه : ابراهيمه :داسې ژمنه درسره نه کوم ،چې وفا پرې و نه کړم . ابراهيم وويل : خدايه ! هغه به کومه ژمنه وي ،چې يې پوره نه کړې؟ ويې ويل : ستا د ځوځات ظالمانو ته مشرتوب نه ورکوم .ابراهيم وويل :دوى څوک دي ؟ ويې ويل : ستا د ځوځات ظالمانو ته مشرتوب نه ورکوم. ابراهيم وويل . دوى څوک دي ؟ ويې ويل : هغه ،چې زما پر ځاى بوت لمانځي ،د مشرتوب وړ نه دي . ابراهيم وويل : ” وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَن نَّعْبُدَ الأَصْنَامَ ” . په پاى کې د ابراهيم دعا ما او علي ته راورسېده؛ ځکه موږ يوه هم ،بيخي بوت ته سجده کړې نه ده ؛نو له همدې امله،خداى زه ((نبوت )) او علي (( وصايت )) ته غوره کړو. [122]

– ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ[123]= او خپل نژدې خپلوان دې وگواښه .))

حضرت براء بن عازب (رض) وايي : (( چې کله د ” وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ” آيت نازل شو . رسول اکرم د عبدالمطلب زامن راټول کړل ، چې څلوېښت تنه نارينه وو او هر يو ډېر خوراک څښاک غوښته او علي ته يې ويل ، چې د پسه ورون پوخ کړه . بيا يې دوى ته وويل :د خداى په نامه رامخې ته شئ ! لس لس تنه راغلل او ځانونه يې ماړه کړل . بيا يې د شلو کټوه او يو ګړوپ يې ترې وڅښلي . ابولهب ځان د شملو مچ کړ او و يې ويل :دې سړي خو درباندې په دې چار کوډې وکړې .

پېغمبراکرم پر هغه ورځ چوپ شو او خبرې يې و نه کړې او سبا يې بيا راوبلل او تر خوراک وروسته يې وګواښل او ويې ويل : د عبدالمطلب اولادې ! زه د خداى له لوري ستاسې ګواښنګرى يم او په هغه څه زيرى ورکوونکى يم،چې يو يې له تاسې ترسره کړئ . نو له دينا او آخرت مې درته راوړى دى . اسلام راوړئ او راپسې راشئ ، چې هدايت ومومئ . له تاسې کوم يو،له ماسره وروري کوئ،چې زما وزير،ولي او تر مرګ وروسته مې وصي کېږي او په کورنۍ کې مې ځاى ډکوي او پورونه مې ورکوي ؟ دوى ټول چوپ شول او آنحضرت (ص) دا خبره درې ځل وويله ؛ خو بيا هم چوپ ول او علي ويل : زه ! پېغمبر ورته وويل : ته يې ! ډلې په پاڅېدوکې ابوطالب ته يې وويل :په زوى پسې دې ولاړ شه،چې ستا مشر يې کړ. )) [124]

ط) – ((هُنَالِكَ الْوَلَايَةُ لِلَّهِ الْحَقِّ هُوَ خَيْرٌ ثَوَابًا وَخَيْرٌ عُقْبًا[125]= هلته په ډاګه شوه،چې ولايت (مرسته اوځواك ) يوازې په حق خداى پورې اړه لري او هغه( سرايښووونكيو) ته غوره بدله وركوي او غوره پايله يې په برخه كوي .))

اما باقر ددې آيت په اړه وويل : (( دا د حضرت علي ( ک) ولايت دى ، چې خداى پرې هر پېغمبر را لېږلى دى )) [126]

ى ) – ((فَلَعَلَّكَ تَارِكٌ بَعْضَ مَا يُوحَى إِلَيْكَ وَضَآئِقٌ بِهِ صَدْرُكَ أَن يَقُولُواْ لَوْلاَ أُنزِلَ عَلَيْهِ كَنزٌ أَوْ جَاء مَعَهُ مَلَكٌ إِنَّمَا أَنتَ نَذِيرٌ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ[127]= نو ښايي ځيني آيتونه،چې تاته وحې كېږي (او د نه منل كېدو له امله يې) ته (تبلېغول) پرېږدې ( او و يې ځنډوې ) او له دې ا مله سينه تنګى (او خپه) شي،چې وايي :(( ولې پرې كومه خزانه راتويې نه شوه او يا ولې ورسره كومه پرښته نه ده راغلې ؟)) (تبليغ وكړه او مه خپه كېږه؛ ځكه) ته يوازې خبر وركوونكى يې او ” الله ” پر هر څه څارن دى (او له هغوى سره به حساب وكړي) . ))

حضرت جابر بن ارقم له خپل ورور حضرت زيد بن ارقم څخه روايتوي، چې : (( جبرئيل امين، رسول اکرم ته د عرفې پر شپه د علي بن ابيطالب د ولايت له پيغام سره راغى .پېغمبراکرم په چورت کې شو،چې منافقين به يې په دروغو وګڼي. يو شمېر يې ، چې زه هم پکې وم،سلا مشورې ته راوبللو،چې د حج په موسم کې دا پيغام ترسره کړو او نه پوهېدو،چې څه ووايو . رسول اکرم وژړل او جبرئيل ورته وويل :محمده!د خداى د حکم له امله په ژړا شوې؟و يې ويل :نه!؛خو پالونکى مو پوهېږې،چې له قريشو مې څه ليدلي. زما رسالت يې و نه مانه او حکم يې راته وکړ، چې ورسره جهاد وکړم او پخپله يې له اسمانه راته لښکر راولېږه ،چې زما مرسته يې وکړه ؛نو اوس څنګه ترماوروسته د علي ولايت مني ؟   حضرت جبرئيل ستون شو او دا آيت پرې نازل شو” فَلَعَلَّكَ تَارِكٌ بَعْضَ مَا يُوحَى ” .[128]

ک) – ((إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ[129]= ستاسې ولي او پالندوى خو يوازې خداى، د هغه پېغمبراو هغه مؤمنان دي،چې لمونځونه كوي او د ركوع په حال كې زكات وركوي . ))

په دې اړه له حضرت عماربن ياسر( رض) څخه روايت شوى،چې:((علي، د نفلي لمانځه په رکوع کې و، چې يو بېوزله ورته ودرېد او هغه خپله ګوته راوايسته او ور يې کړه . بېوزلى،رسول اکرم ته راغى او دا پېښه يې ورته وويله او ورپسې دا آيت نازل شو” إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ ” پېغمبر اکرم دا آيت ولوست او ويې ويل : د چاچې زه مولا يم دا علي يې هم مولا دى . خدايه دوست يې دوست وګڼې او دښمن يې دښمن .))[130]

ل) – ((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ[131]= او پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پر تا نازل شوي،( ټول يې خلكو ته) ورسوه اوكه داسې و نه کړې؛نو د هغه پيغام دې نه دى رسولى،خداى تا د خلكو (له احتمالي زيانونو) ساتي، هو ! خداى،”خداى ناپېژاندو” ته سمه لار نه ښيي . ))

له حضرت ابن عباس او حضرت جابر( رضى الله عنمها) نه روايت شوى: ((خداى تعالى،پېغمبر اکرم ته حکم وکړ، چې علي پخپلې ځايناستۍ منصوب کړي او له ولايته يې خلک خبرکړي . رسول اکرم د خلکو له پړې ډارېده ، چې په ناحقه يې د خپل تره زوى وټاکه ؛نو خداى ورته وحې وکړه: ” يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ ” او د خداى رسول د خم په ډڼد کې د علي ولايت په ډاګه کړ. [132]

م) – ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا [133]= نن مې ستاسې دين تاسې ته بشپړ كړ او خپله لورنه مې درته پوره كړه او اسلام مې درته ستاسې (تلپاتې) دين غوره کړ ….))

ددې آيت په اړه له حضرت ابوسعيد حذري ( رض) نه روايت شوى،چې : پېغمبراکرم خلک د علي ولايت ته راوبلل او په دعا يې لاسونه پورته کړل او لا خپاره شوي نه ول ، چې د ” الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا ” آيت نازل شو . سواکرم وويل : الله اکبر؛ د دين پر اکمال، د نعمت په پوره کېدو او زما په رسالت او د علي په ولايت د خداى پر خوښۍ .بيا يې خلکو ته وويل : د چا چې زه مولا يم ، دا علي يې هم مولا دى .[134]

ن ) – ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً [135]= مؤمنانو! له خداى استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ او كه ستاسې ترمنځ په كومه [ديني] چار كې شخړه پېښه شي (؛نو د منځګړتوب لپاره د) خداى [کتاب] او د رسول [سنتو] ته مخه كړئ كه ( په رښتيا ) پرخداى او د اخرت پر ورځې ايمان لرئ . دا (كار) غوره او ښه پايله لري. ))

حضرت سليم بن قيس هلالي له حضرت علي ( ک) روايتوي،چې پېغمبراکرم وويل : (( زما شريکان هغوى دي،چې خداى هغوى له خپل ځان او ما سره راوړي دي او په اړه يې ويلي دي : ” يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ …. ” اوکه ډارېدئ ، چې ديوه څيز په اړه مو شخړه پيداکېږي؛نو پرېکړه يې خداى،د خداى استازي او اولوالامر ته پرېږدئ . رسول اکرم مو وپوښت : يا نبى الله ! اولوالا مرڅوک دي؟ ويې ويل : ته يې لومړنى يې . )) [136]

س)- ((وَيَسْتَنبِئُونَكَ أَحَقٌّ هُوَ قُلْ إِي وَرَبِّي إِنَّهُ لَحَقٌّ وَمَا أَنتُمْ بِمُعْجِزِينَ[137]= او تا پوښتي : (( ايا هغه ( د الهي مجازاتو وعده ) حق ده ؟)) (ورته) ووايه : ((هو! پر پالونكي مې قسم، چې بېخي رښتيا ده او تاسې يې مخه نشئ نيولاى .))

امام صادق ددې آيت په اړه وويل : پاک خداى وايي: محمده ! د مکې اوسېدونکې دې پوښتي،چې ايا علي بن ابى طالب امام دى؟ ووايه : هو! پر پالونکي مې قسم ، چې امام دى .))[138]

ع ) – ((وَاللّهُ يَدْعُو إِلَى دَارِ السَّلاَمِ وَيَهْدِي مَن يَشَاء إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ [139]= او خداى تاسې دارالسلام [د = سولې او سلامتيا كور] ته رابولي او څوك چې وغواړي (او وړيې وبولي؛ نو) سمه لار ورښيي . ))

حضرت ابن عباس وايي: ” وَاللّهُ يَدْعُو إِلَى دَارِ السَّلاَمِ “؛يعنې خداى خلک جنت ته رابولي. ” وَيَهْدِي مَن يَشَاء إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ” ؛يعنې هغوى دعلي په ولايت هدايتوي.[140]

 ١٠ . د حضرت علي ( ک) د جهاد په اړه آيتونه

الف ) – ((وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا [141]= او خداى كافران په غوسه ستانه كړل،بې له دې،چې له خپل كاره كومه پايله تر لاسه كړي،خداى (په دې ډګر كې) مؤمنان له جګړى مړه خوا كړل (او بريا يې ور پر برخه كړه) او خداى غښتلى ناماتى دى . ))

حضرت عبدالله بن مسعود ( رض )دا آيت داسې تفسيراوه : و کفى الله المؤمنين القتال – بعلي – وکان الله قويا عزيزا، همدراز ابن عباس وايي : د خندق په غزا کې،چې علي (ک) عمروبن عبدود وواژه؛نو خداى مؤمنان له جګړې مړه خوا کړل .[142]

حضرت حذيفه ( رض ) د خندق د غزاپه اړه وايي :

((په هغه جګړه کې عمرو عبدو له خندقه را تېر شو او د پېغمبراکرم د لښکر پر وړاندې ودرېد او سيال يې وغوښت . رسول اکرم وويل : کوم يو له عمرو سره مقابله کوئ؟ يوازې علي يې پر وړاندې خپل چمتووالى اعلان کړ،راپاڅېد او پېغمبر اکرم وويل : کېنه ! بيا يې ويل ،کوم يو له عمرو سره مقابله کوئ؟ بې له علي بل څوک پانڅيد. پېغمبراکرم وويل : کېنه! بيا يې ويل : کوم يو له عمرو سره مقابله کوئ ؟ هېڅوک پانڅيد؛ خو علي پاڅېد. پېغمبراکرم ورته وويل : هغه (( عمروعبدوو))دى . علي وويل : زه هم (( علي بن ابيطالب يم ))

پېغمبراکرم ورته خپله زغره، چې “ذات الفضول” نومېده واغوسته او خپله توره (( ذوالفقار)) يې ورکړه او خپل پټکى (( سحاب)) يې وروتاړه او ورته يې وويل : ځه ولاړ شه! چې وخوځېد؛پېغمبراکرم ورته دعاوکړه : خدايه ! تر مخکې وروسته ،له ښي اوکيڼ اړخ او له سره تر پښو يې وساتې .

علي ولاړ او مخامخ عمرو ته ودرېد ويې يل : څوک يې ؟ عمرو وويل : ګومان نه کوم،چې په داسې ځاى کې ودرېږم ، چې و نه پېژندل شم .زه عمروبن عبدو يم . ته څوک يې؟ علي ورته وويل : زه علي بن ابى طالب يم. ويې ويل : هماغه کوچنى هلک، چې د ابوطالب په غيږکې مې ، ليده ؟ ويې ويل :هو.عمرو وويل : پلار دې زما ملګرى و او ښه مې نه ايسي،چې و دې وژنم .علي وويل : خو ستاوژنه مې ښه ايسي .اورېدلي مې دي ،چې تا يو وخت د کعبې پرده نيولې وه او له خپل عزوجل خداى سره دې ژمنه وکړه،چې که چا در ته د درې چارو اختيار در کړ؛نو يو به يې ټاکې؟ ويې ويل : رښتيا يې ويلي دي .

علي وويل : له کومه چې راغلى يې ورستون شه ! و يې ويل : نه د قريشو په خولو کې لوېږم .

علي وويل : نو زموږ په دين شه ، چې څه زموږ وي ،ستابه هم وي او چې څه موږ ته ورسېدل، تاته به هم ورسي.و يې ويل:نه داهم نه منم . علي وويل : ته سپوريې او زه پياده .

عمرو له سپرلۍ راکوز شو او و يې ويل : له دې ځوانه مې،چې څه وليدل له چاچې هم نه دي ليدلي . بيا يې خپل اس په لاس وواهه او څنګ ته يې کړ او لوړ دنګ علي ته ودرېد.

علي،چې په کنډوکپر ځاى کې ولاړ و،وخوځيد،چې ځان ته سم ځاى پيداکړي. په دې ترڅ کې عمرو پرې د تورې ګوزار وکړ. علي په زغره ځان وساته او د توري څوکه يې په سر کې ولاړه او په همدې حال کې يې په خپل توره د عمرو دواړه پښې په تشه کړې او پر ځمکه يې راوغورځاوه او د دواړو د غږونو انګازې پورته شوې. ناڅاپه د علي د تکبير غږ پورته شو او پېغمبراکرم وويل : پر هغه قسم،چې ساه مې يې په لاس کې ده، علي، عمر ووواژه . نو لومړى تن،چې غږ يې پورته کړ، عمربن خطاب و، چې يې وليده،چې علي خپله توره د عمرو په زغره تېره کوي. عمر تکبير ووايه او و يې يل : رسول الله ! هغه يې وواژه !

علي،د عمرو سره جلا کړى و او لاسونه يې بډ وهلي ول،چې موږ ته راستون شو. پېغمبراکرم ورته ويل : علي! دا ډول تګ د خداى نه خوښېږي؛خو همدلته .

همداراز و يې ويل : علي ! پر تا دې زېرى وي،چې که د نن چار دې د محمد د امت له چار سره وسنجوي، چار دې پرې ورزياتېږي؛ځکه د عمر و بن عبدوو په وژنې ټول مسلمانان عزتمن شول .)) [143]

ب ) – ((إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُم بُنيَانٌ مَّرْصُوصٌ [144]= په حقيقت كې د خداى هغه كسان خوښ دي،چې په لار كې يې په ټينگو ليكو كې جنګېږي؛لكه چې هغوى له (سربو) جوړ ټينګ دېوال وي . ))

حضرت ابن عباس وپوښتل شو: هغوى څوک دي، چې خداى تعالى يې په اړه دغسې وويل ؟ و يې ويل : حمزه؛د خداى زمرى او د رسول الله زمرى، علي بن ابيطالب ، عبيدة بن حارث او مقداد بن اسود .[145]

ج) – ((وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ[146]= او محمد(ص) يوازې د خداى استازى دى او تر هغه مخكې هم (نور) استازي وو؛ نو كه (هغه) ومري يا ووژل شي؛ تاسې پر شا ګرځئ ؟ ( او اسلام پرېږدئ،جاهليت او كفر ته ورستنېږئ ؟!) او څوك چې (له خپلې عقيدې) واوړي (؛نو پوه دې شي،چې) خداى ته هيڅ زيان نشي رسولاى او خداى به ډېر ژر شكر ايستونكيو ( او د زغم خاوندانو ) ته بدله وركړي . ))

له حضرت حذيفه ( رض) نه ددې آيت په اړه نقل شوي :

(( د احد پېښه،چې وشوه،د رسول اکرم اصحاب وتښتېدل . علي او ابودجانه په خپلو تورو د پېغمبراکرم مخې ته ودرېدل او و يې ساته او مشرکان يې له رسول اکرم وشړل. خداى تعالى دا آيت راولېږه : ((وَلَقَدْ كُنتُمْ تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ مِن قَبْلِ أَن تَلْقَوْهُ فَقَدْ رَأَيْتُمُوهُ ……وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ…. يعنې له مرګ سره د مخېدو مخکې مو هيله کوله ، دادى اوس مو وليد….او خداى ډېر ژر منندويانو ته بدله ورکوي. په دې مانا ، چې علي او ابودجانه ته بدله ورکوي او هم يې دا آيت يې راولېږه : ((وَكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُواْ لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَمَا ضَعُفُواْ وَمَا اسْتَكَانُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ[147]= او څه ډېر پېغمبران،چې په ملاتړ كې يې ډېرى خداى پالونكي وجنګېدل او د خداى په لار كې،چې پرې كړاوونه راغلل؛ نو زړه ماتي او كمزوري نه شول ( او اېلېدو ته يې غاړه كېنښووله) او زغمونكي د خداى خوښ دي.))

په دې آيت کې له زغمناکو نه مراد علي او ابودجانه دي .[148]

د ) – ((وَأَنَّهُ هُوَ أَضْحَكَ وَأَبْكَى[149]= او داچې هماغه خندول کوي او هم ژړول))

له حضرت ابن عباسه روايت شوى،چې:خداى د بدر پر ورځ د کافرانو په وژنه،علي،حمزه او جعفر وخندول او د مکې کفار،يې په وژلو اور ته وغورځول شول؛ نو کفاريې وژړول .[150]

 ١١.د حضرت علي د علم په اړه آيتونه

الف) – ((وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَسْتَ مُرْسَلاً قُلْ كَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ[151]= او كافران، وايي :(( ته استازى نه يې .)) ووايه : (( چې زموږ او ستاسې تر منځ خداى او څوك چې په كتاب پوهېږي ( او پرقرآن هم خبروي ) د شاهدۍ لپاره بس دى .))

حضرت ابوسعيد حذري ( رض) وايي:(( رسول اکرم (ص) مې وپوښت : څوک دى هغه،چې د کتاب پوهه ورسره ده ؟ و يې ويل : هغه مې ورور؛ علي بن ابى طالب دى . ))[152]

ب) – ((إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِينَ[153]= بېشکه په دې (عبرتناكه پېښه) كې هوښيارانو او اشارت پوهو ته نښې دي . ))

جابر جعفي له امام باقرڅخه روايتوي : (( حضرت علي ( ک) دکوفې په جومات کې و،چې يوه مېرمن ورته راغله او له خپل مېړه يې شکايت وکړ.امام يې د مېړه په ګټه پرېکړه وکړه .ښځه په غوسه شوه او ويې ويل : پر خداى قسم، منځګرتوب دې په ناحقه دى، پرېکړه دې بې توله او حکمت دې ناعادلانه دى ، الهي محکمې ته دې را کاږم . امام علي (ک) ورته لږ وکتل او و يې ويل : بدخوى،بدخوى او بدچارې ! دروغ دې وويل : ښځه ناڅاپه وتښتېده ،عمروبن حريث ځان ورساوه او ورته يې وويل : له علي سره دې خبرې اترې وکړې او هغه ځواب درکړ او وتښتېدې ؟

و يې ويل : پر خداى قسم ، علي زه له هغه حقيقته خبرکړم ، چې له مېړه مې د واده له پيله پټ کړى و . عمرو، اميرالمؤمنين ته راستون شو او اورېدلي يې ورته وويل : اميرالمؤمنينه ! په کوډو دې نه پېژنم . امام ورته وويل : پر تا افسوس ! داچې څه دې له ما وليدل،کوډې نه دي؛ بلکې خداى په قرآن کريم کې ويلي دى : ” إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِينَ”. رسول اکرم پخپله ژور انديال و، او تر هغه وروسته زه او تر ما وروسته زما له ځوځاته امامان ټول ژور اند يالان يو او چې هغې ښځې ته مې وکتل؛نو له خپلې څېرې مې باخبره کړه . [154]

ج) – ((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلاَّ رِجَالاً نُّوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ[155]= او تر تا مخکې مو (هم) يوازې سړي لېږلي،چې وحې مو ورته کوله؛نو که نه پوهېږئ (د کتابيانو) پوهان وپوښتئ (چې تعجب و نه كړئ، دا سلام پېغمبر يوازې له همدې سړيو رالېږل شوى دى)  ))

په دې اړه حرث وايي : ددې آيت په اړه مې علي وپوښت؛و يې ويل : پر خداى قسم ، چې موږ (( اهل ذکر)) يو، موږ (( اهل علم )) يو او مونږ د ((تاويل کان )) يو،پخپله مې له رسول اکرمه واورېدل،چې يې ويل : زه د علم ښار يم او علي يې وردى او چې څوک علم غواړي؛نو له ورۀ دې يې ورننوځي . ))[156]

د)- ((لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةً وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ[157]= چې دا(پېښه) درته پند وګرځوو او اورېدونكي غوږونه يې واوري (اوپرې پوه شي). ))

په دې اړ له علي بن حوشب روايت شوى،چې : له مکحول مې واورېدل ، چې يې ويل : رسول اکرم د ” وَتَعِيَهَا ” آيت ولوست او و يې ويل : علي ! له خداى مې غوښتي،چې دا اورېدونکى غوږ ستاغوږ وي . علي وويل : تردې وروسته مې چې د رسول اکرم هر حديث او خبره اورېدلې،هېره کړې مې نه ده .[158]

همداراز له حضرت بريده اسلمي روايت شوى ، چې وا مې ورېدل،چې نبي کريم (ص) علي (ک) ته ويل : علي ! خداى راته حکم کړى،چې رانژدې دې کړم او لرې دې نه کړم،دروښيم يې او زده يې کړې . د خداى حکم دى،چې ته اخستونکى او ساتونکى شې،وروسته د ” وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ “آيت نازل شو. [159]

 ٥١. په قيامت کې د حضرت علي ( ک) د مقام په اړه آيتونه

الف ) ((وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌ وَعَلَى الأَعْرَافِ رِجَالٌ يَعْرِفُونَ كُلاًّ بِسِيمَاهُمْ وَنَادَوْاْ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَن سَلاَمٌ عَلَيْكُمْ لَمْ يَدْخُلُوهَا وَهُمْ يَطْمَعُونَ[160] = او د هغوى ترمنځ پوله ده او پر سر (اعراف) يې داسې سړي وي،چې هر يو يې له څېرو پېژنې او پر جنتيانو، چې لا تر اوسه جنت ته نه دي ننووتي(؛خو ورته) هيلمن دي،غږ کوي : (( سلام پر تاسې!))

ابن حجر،[161]له ثعالبي راخلي،چې پخپل تفسير کې يې له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى ،چې اعراف د صراط يو لوړ ځاى دى،چې عباس،حمزه،علي او جعفر طيار ورباندې دي او دوستان يې په نوراني څېره او دښمنان يې په تته او خړه څېره پېژني.

ب) – ((الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ طُوبَى لَهُمْ وَحُسْنُ مَآبٍ[162]= هغوى چې ايمان راوړى دى او ښه كارونه يې وكړل،نېکمرغي يې په برخه او ښه ځاى ته يې ورتګ دى . ))

په دې اړه له امام کاظم عليه السلام نه روايت شوى چې : رسول کريم وپوښتل شو: طوبى څه ته وايي ؟ و يې ويل : يوه ونه ده ، چې بېخ يې زما په کور کې او څانګې يې د جنتيانو پر سرونو دي . بيا يې وپوښتل ؛و يې ويل : دا ونه دعلي په کور کې ده : څرنګه ؟ و يې ويل : زما او د علي ځنتي کور په يوه ځاى کې دى .

ج) – ((وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَةٌ .ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌ[163]= پر هغه ورځ به ځينې مخونه ځلېږي،خندان او خوښ به وي . ))

ددې آيت په اړه له حضرت انس بن مالک څخه روايت شوى چې :

له رسول اکرم مې وپوښتل : څوک ” وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَةٌ ” دي ؟

ويې ويل : انسه ! مراد ترې زموږ د عبدالمطلب د اولادې څېرې دي : زه، علي،حمزه،جعفر،حسن ، حسين او فاطمه،هغه مهال ،چې د قيامت پر ورځ له خپلو قبرونو راوځوو او زموږ د څېرو رڼاګانې به د ټکنده غرمې د لمر په څېر وي . خداى تعالى ويلي : ” وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَةٌ”؛ يعنې رڼابه مو د قيامت سيمه رڼا کړي .له ” ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌ ” آيته مراد موږ يو؛يعنې خداى، چې د کوم ثواب ژمنه راسره کړې پرې خندني او خوشحال يو. [164]

د) – ((إِنَّ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي آيَاتِنَا لَا يَخْفَوْنَ عَلَيْنَا أَفَمَن يُلْقَى فِي النَّارِ خَيْرٌ أَم مَّن يَأْتِي آمِنًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ[165]= په حقيقت كې هغوى چې زموږ آيتونه (په پوهېدنې،مانا او ښوونه كې) اړوي،له موږه پټ نه دي، ايا څوك چې په اور كې غورځول كېږي،غوره دى که هغه چې د قيامت پر ورځ محشر ته ډاډمن راځي؟ څه چې غواړئ، و يې كړئ، بېشکه هغه مو د کړنو ليدونکى دى .))

له حضرت ابن عباس نه روايت شوى،چې : هغه چې په اور کې غورځول کېږي ، وليدبن مغيره دى او هغه چې د خداى له عذاب او غوسې خوندي محشر ته راځي؛علي بن ابيطالب دى . [166]

هه) – ((إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي ظِلَالٍ وَعُيُونٍ[167]=په حقيقت كې (پر هغه ورځ ځان ساتي) پرهيزګاران (د جنتي ونو) تر سيورو لاندې او د چينو (په غاړه كې) دي))

په دې اړه حضرت ابن عباس وايي : پرهيزکاران هغوى دي ،چې له شرک،کوچني او لويو ګناهونو ډډه کوي. هغوى علي،حسن و حسين دي، چې تر شنو ونو لاندې په ګوهري کېږديو او د بلورينو چينو ترڅنګ اوسېږي. [168]

و) – ((فَأَمَّا مَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ . فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ[169]= نو (پر هغه ورځ) چې د چا (دكړنو) تلې درنې شي؛نو په ښه ژوندكې به وي . ))

په دې اړه حضرت ابن عباس وايي : د قيامت په تله کې لومړى تن ، چې نېکۍ به يې پر بديو ورزياتېږي علي بن ابيطالب دى . په تله کې يې يوازې نېکۍ دي او د بديو تله يې تشه پاتېږي؛ځکه يوه شېبه يې د خداى له حکمه سرغړونه کړې نه ده. [170]

ز) – ((وَجَاءتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ[171]= او هر څوك (په داسې حال كې محشر ته) راځي،چې سيخوونکى او شاهد به ورسره وي . ))

له حضرت ام سلمه بي بي روايت شوى،چې : پر هغه ورځ رسول اکرم (ص) سوقوونکى او حضرت على ( ک) ګواهي ورکوونکى دى .[172]

 حضرت علي د “والعصر” په سورت كې

له حضرت ابن عباس څخه روايت دى: له “والعصر ان الانسان لفى خسر” نه مطلب “ابوجهل”دى او له ” الا الذين آمنو و علمو الصالحات و تواصو بالحق و تواصو بالصبر” نه مطلب “حضرت علي” دى[173].

 څښتن د پېغمبر اکرم (ص) پر آل سلام وايي

((سَلَامٌ عَلَى إِلْ يَاسِينَ [174]))

له حضرت ابن عباس څخه د پورتني آيت په هکله روايت دى :له ” آل ياسين ” نه مطلب ” آل محمد” دي[175].

[1] وګورئ : 1_ خطيب بغدادي، د بغداد تاريخ ؛ 6 ټوك، 22 مخ، 3275 ګڼه. 2 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة؛ 42 باب ، 148 مخ . 3 _ حافظ بن عساكر، ترجمه اميرالمؤمنين تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 431مخ، 941 حديث ،2 چاپ. 4_ ګنجي شافعي ، كفاية الطالب؛ 62 باب، 231 مخ . 5 _ سيوطي، تاريخ الخلفاء؛ 172 مخ او همداسې؛ اللئالي المصنوعه؛ لومړى ټوك، 192 مخ، لومړى چاپ . 6 _ ابن حجر ، صواعق؛ 76 مخ .

[2] وګورئ : 1_ ابن عساكر ، ترجمه امير المؤمنين من تاريخ دمشق؛ 2 ټوك،430مخ ، 940 حديث، 2 چاپ. 2 _ ابن حجر ، صواعق؛ 76 مخ .3 _ سيوطي ، تاريخ الخلفاء؛ 171 مخ . 4 _ حافظ الحسكاني؛ شواهد التنزيل : لومړى ټوك، 39مخ،50 حديث د پينځم فصل سريزه ،لومړى چاپ او همداسې د همغه كتاب؛ 41 مخ 55 حديث . 5 _ ګنجي شافعي ، کفاية الطالب؛ 62 باب ، 253 مخ . 6 _ شبلنجي، نورالابصار؛ 73 مخ .

[3] وګورئ : 1 _ حافظ الحسكاني، شواهد التنزيل ؛ لومړى ټوك ، 43 مخ، 58 حديث، لومړى چاپ. 2 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 42 باب، 148 مخ .

[4] . متقي هندي،علي،کنزالمعال :٢ټ: ٢٥٧-٢٥٨ مخونه .

[5] . حاکم نيشاپوري،المستدرک على الصحيحين :٣ټ:١٢٤مخ

[6] . (بغداد :٦ټ،٢٢١مخ )

[7] . ( نورالابصار،٧٣مخ )

[8] (بقره/٢٧٤)

[9] . وګورئ : ( ابن عساکر،تاريخ مدينة دمشق،٣٨ټ:٢٠٨مخ ب)

[10] (بقره/٢٠٧)

[11] . امام احمد حنبل،المسند:اټ، ٣٣٠مخ .( ٢)   حاکم نېشاپوري،المستدرک على الصحيحين : ٣ټ ، ١٢٣مخ . ( ٣) امام نسايي ،حضايص علي بن ابيطالب ،١٦مخ .

[12] . ابن اثير ، اسد الغابد : ٥ټ : ٥٣٠ مخ .

[13] (انسان/ ١-٩)

[14] (حشر/٩ )

[15] . حاکم حسکاني ، شواهد التنزيل : ٢ټ ، ٢٤٦مخ .

[16] (آل عمران/٦١)=

[17] . ابن حجر الصورعق المحرقه ( ٩٣مخ )

[18] (مؤمنون /١١١)

[19] . حاکم حسکاني ، شو اهد التنزيل : اټ : ٤مخ

[20] . احزاب : ٣٣ آيت

 [21] . ( امام احمد حنبل لالمسند، ٦ټ : ٣٩٣ مخ او صحيح مسلم هم داروايت راوړى دى .

[22] . وګورئ : بلاذري ، احمد بن يحيى ، النساب الا شراف : اټ : ٢١٥مخ

 [23] (رحمن/ ١٩ – ٢٠)

[24] . وګورئ : حاکم حسکاني ، شواهد التنزيل : ٢ټ : ٢٠٨ مخ .

[25] (طور/٢١ )

[26] (شورى/٢٣)

[27] . ( ١) طري،محب الدين ، ذخائرالعقبى ، ٢٥ مخ .( ٢) ابن حجر،الصواعق المحرقه ، ١٠١مخ .( ٣) شبلنجى حنفي ، نور الابصار: ١٠١مخ .

[28] وګورئ :1 _ زمخشري، د كشاف تفسير؛ 4ټوك، 219مخ كې تر پورتني آيت لاندې .2 _ بيضاوي ، د بيضاوي تفسير؛ 2ټوك، 362مخ كې تر پورتني آيت لاندې .3 _ ابن كثير پخپل تفسير كې؛ 4ټوك، 112مخ .4 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة ؛ 32باب، 123 او 444 مخونه. 5 _ ابن مغازلي؛ مناقب علي ؛ 307مخ، 352 حديث.6 _ حافظ حسكاني، شواهد التنزيل؛2ټوك،130مخ، 822 حديث ،لومړى چاپ.7 _ عبدالله بن احمد بن حنبل، الفضايل؛ باب فضائل اميرالمؤمنين علي ؛ 187مخ، 263 حديث، لومړى چاپ. 8 _ هيثمي، مجمع الزوايد؛ باب فضايل اهل بيت؛ 9ټوك، 168مخ.9 _ سيوطي ، د الدرالمنثور تفسير؛ 6ټوك، 7 – 8 مخونو كې تر پورتني آيت لاندې .10 _ فخر رازي، كبير تفسير؛ 27ټوك، 166مخ كې تر پورتني آيت لاندې .11 _ ګنجي شافعي، كفاية الطالب؛ 86 باب.12_ حمويى، فرائدالسمطين؛ 2ټوك، 26باب،120مخ.13 _ ابن اثير، اسدالغابه؛ 5ټوك، 367مخ.14 _ حاكم، المستدرك؛ 3ټوك، 172مخ.

[29] (بينه/٧)

[30] . سيوطي ،عبدالرحمان ،الدرالمنثور،ترپورته آيت لاندې .

[31] (بقره/٥آيت)

[32] . حاکم حسکاني حنفي شواهد التنزيل : لومړک ټوک ،٦٨مخ

[33] (نساء/٦٩)

[34] . وګورئ :بحراني ،سيدها شم،البرهان فى تفسيرالقرآن،لوډک ټوک،٣٩٣مخ .

 [35] (انعام/٥٤)

[36] . فرات کوفي،تفسيرفرات الکوفي:٤٢مخ

[37] . ابن حجر،الصواعق المحرقه : ١٠١مخ .

 [38] (توبه/ ٢٦)

[39] . طبرسي،فضل بن حسن،مجمع البيان ،٣ټ:١٧مخ

[40] (حجرات/١٥)

[41] . حاکم حسکاني حفي ،شواهدالتنزيل : ٢ټ ،٨٦مخ .

[42] (احزاب/٢٣)

[43] . فيروزآبادي ،سيدمرتضى،افضايل الخمسه ،اټ:٢٨٧مخ ، له ابن حجر،الصواعق امحرقه،٨٠مخ راخستې ،اوشبلنجي حنفي،نورالابصار:٩٧مخ ،له ابن مباغ، الفصول المهمه راخستې ده .

[44] (قصص/٦١)

[45] . حاکم حسکاني ، شواهدالتنزيل : ١ټ، ٤٣٧مخ

[46] ( احزاب/٥٨)

[47] . وګورئ : واحدي نيشاپوري ،اسباب النزول ،٢٧٣ مخ .

[48] (مطففين/٢٩ – ٣٠)

[49] . زمخشرى محمدبن عمر،انکشاف ،فخررازي،التفسيرابکيرترهمدې آيت لاندې.

[50] (ملک/٢٧)

[51] . حاکم حسکانى : شواهد التنزيل :٢ټ: ٢٦٥مخ

[52] (قلم/٥-٦)

[53] . حاکم ،حسکاني،شواهد التنزيل : ٢ټ ٢٦٧ مخ

[54] (معارج /١-٢)

[55] . طبرسي ،فضل بن حسن ،مجمع البيان فى تفسيرالقرآن ،ترهمدې آيتونو لاندې .

[56] (محمد/٣٠ )

[57] . ابن مغازلي شافعي ،مناقب على بن ابى طالب . ٨٠ مخ

[58] (سجده/١٨)

[59] . حاکم حسکاني ، شو اهد التنزيل : لومړى ټوک ، ٤٤٦مخ واحدي، نيشاپوري، اسباب النزول،٢٦٣مخ .

[60] (ق/٢٤)

[61] . حاکم حسکاني،شواهد التنزيل : ٢ټ : ١٨٩ مخ .

[62] ( توبه/١١٩)

[63] . ګنجي شافعي،کفاية الطالب، ٢٣٦مخ

[64] (مريم/٩٦)

[65] . بحراني،سيدهاشم ،غابة الحرام ، ٣٧٣ مخ

[66] (رعد/٧)

[67] . وګورئ : طبري ،محمد بن جرير،جامع البيان فى تاويل اى القرآن ( التفسيرالطبري ) ١٣ ټ ، ٧٩مخ + فخررازي ، التفسير ابکير، ترپورته آيت لاندې .

[68] (زخرف/٥٧)

[69] . حاکم حسکاني ، شواهد التنزيل : ٢ټ : ١٦٠ مخ .

[70] (نمل/٨٩)

[71] . طبرسي،فضلبن حسن ،مجمع البيان،پورته آيت ترتفسير لاندې .

[72] (بقره/٤٣)

[73] . بحراني ،سيدهاشم ،البرهان فى تفسير القرآن ،لومړى ټوک ،٩٢مخ . حاکم حسکاني ، شواهد التنزيل : ٢ټ ٢٩٢مخ .

[74] مزمل/٢٠)

[75] (زمر/٣٣)

[76] . حاکم حسکاني،شواهد التنزيل : ٢ټ . ١٧٧مخ

[77] (انعام/٨٢)

[78] . حاکم ،حسکانى وشواهد -: لومړى ټک د ١٩٧مخ

[79] (لقمان/٢٢)

[80] . بحراني ، سيدهاشم ،نماية الحرام ،٤٣٤ مخ .

[81] (مؤمن/٧-٩)

[82] . ابن عساکر،تاريخ مدينة دمشق ، ٣٧ ټ ، ٢٩ مخ .

[83] (واقعه/١٠-١١)

[84] . حاکم ، حسکاني ؛٢ټ : ٢١٧مخ .

 [85] . حاکم ،حسکاني ، شواهد التنزيل : ٢ټ : ٢٢٠ مخ.

[86] (حشر/١٠)

[87] . حاکم ، حسکاني ، شواهد التنزيل : ٢ټ ٢٤٩مخ .

[88] (توبه/١٩)

[89] . سيوطي ، عبدالرحمن ، الادرالمنثور،تر پورته آيت لاندې.

[90] (تحريم/٤)

[91] . متقي هندي ، علي کنز العمال : اټ ، ٢٧٣ مخ .

[92] (طه/٢٩ -٣٤)

[93] . طبري ، محب الدين ، رياض النضره : ٢ټ : ١٦٣ مخ .

[94] (اسراء/٨٠)

[95] . حاکم حسکاني ، شو اهد التنز يل : اټ : ٣٤٩ مخ .

 [96] (رعد/٤)

[97] . حاکم نيشاپروري،المستدرک على الصحيحين ،٢ټ:٢٤١مخ .

[98] (هود/١٧)

[99] . حاکم حسکاني ، شواهد التنزيل : اټ : ٢٧٦مخ .

[100] (انفال/٦٢)

[101] . ګنجي شافعي،کفاية الطالب،٢٣٤مخ + متقي هندي،علي، کنزالمعال :٦ټ ١٥٨مخ

[102] (مطففين/٢٦)

[103] . حاکم حسکاني ، شواهد التنزيل:٢ټ:٣٢٥مخ.

[104] (انفال/٦٤)

[105] . بحراني،سيدهاشم،البرهان فى تفسيرالقرآن ،ترتېرآيت لاندې .

[106] ( اسراء/٨١)

[107] . بحراني ،سيدهاشم ،البرهان فى تفسيرالقرآن،ترهمدې آيت لاندې .

[108] (نباء/٣٨)

[109] . حاکم حسکانيوشواهد التنذيل : ٢ټ ،٣٢٢مخ+ فرات کوفي،تفسيرفرات الکوفي ،٢٠٣مخ .

[110] (نباء/١-٢)

[111]. فرات کوفي ،تفسيرفرات الکوفي:٢٠٢مخ

[112] . حاکم حسکاني ، شواهد التنزيل : ٢ټ:٣١٨مخ .

[113] (صافات/٢٤)

[114] . ابن حجر،الصواعق المجرقه : ٨٩مخ .

[115] (حديد/٢٨)

[116] . حاکم حسکاني ،شواهد التنزيل : ٢ټ ، ٢٢٨ مخ .

[117] (حجر/١٩٢)

[118] . حاکم حسکانى ،شواهد… : اټ ، ٣٢٥ مخ .

[119] (ابراهيم/٢٧)

[120] . بحراني ، سيدهاشم ، البرهان في تفسيرالقرآن : ٢ټ ٣١٥ مخ

[121] (ابراهيم/٣٥)

[122] . شيخ طوسي،الامالي : ٣٨٨مخ .

[123] (شعراء/ ٢١٤)

[124] . حاکم حسکاني ، شواهد التنزيل : ١ټ ، ٢٤ مخ +طبرسي ، فضل بن حسن ، مجمع البيان د پورته آيت په تفسير کې .

[125] (کهف/٤٤)

[126] . حاکم حسکاني،شواهد التنزيل : اټ ،٣٥٦ مخ .

[127] (هود/١٢)

[128] . بحراني ،سيدهاشم،البرهان فى تفسيرالقرآن ،دهمدې آيت په تفسيرکې.

[129] (مائده/٥٥)

[130] . هيثمي ، علي بن ابى بکر، مجمع الزوايد : ٧ ټ ، ١٧ مخ .

[131] (مائده/٦٧)

[132] . حاکم حسکاني ، شواهد النزيل : اټ : ١٩٤مخ + طبرسي ، فضل بن حسن ، مجمع البيان، فى تفسيرالقرآن، ٢ټ ، ٢٢٣مخ .حاکم حسکاني په شواهدالتزيل ( ١\١٩٠ ) کې وايي : (( داحديث په (( دعاءالهداة الى ادا ءحق الموالاة )) کتاب کې ژورڅېړل شوى دى .

[133] (مائده/٣)

[134] . حاکم حسکاني،شواهد التنزيل: اټ: ١٥٨مخ .

[135] (نساء/٥٩)

[136] . حاکم حسکانيي ، شواهد التنزيل : اټ : ١٤٨مخ .

[137] يونس/٥٣)

[138] . بحراني ، سيدهاشم ، البرهان فى تفسير القرآن ، دهمدې آيت په تفسيرکې

[139] (يونس/ ٢٥)

[140] . پورته سرچينه : دويم ټوک ،١٨٣مخ.

[141] (احزاب/٢٥)

[142] . حسکاني،شواهد… : ٢: ٥٧ مخ

 [143] . حاکم حسکاني، شواهدالتنزيل : ٢ټ :٥٧ مخ .

 [144] (صف/٤)

[145] . حاکم حسکاني ، شواهد التنزيل : ٢ټ ، ٢٥١مخ .

[146] (آل عمران/١٤٤)

[147] (آل عمران/١٤٦)

[148] . حاکم حسکاني، شواهد التنزيل : اټ : ١٣٦ مخ

[149] (نجم/٤٣ آيت)

[150] . حاکم حسکاني ،شواهد التنزيل : ٢ټ : ٢٠٧مخ

[151] (رعد/٤٣)

[152] . بحراني ،سيدهاشم ، البرهان فى تفسيرالقرآن ، دهمدې آيت په تفسيرکې .

[153] (حجر/٧٥)

[154] . فرات کوفي ، تفسير فرات الکوفي ، ٨١مخ .

[155] (نحل/٤٣)

[156] . حاکم حسکاني ، شواهد … اټ ، ٣٣٤مخ .

[157] (حاقه/١٢)

[158] . بلاذري ، احمدبن يحي ، انساب لا شرافت ، ٢ټ : ١٢١مخ .

[159] . طبري،محمدبن جرير، جامع البيان فى تاويل آى القرآن ( تفسيرالبطري)

٢٩ټ، ٥٦مخ .

[160] (اعراف/٤٦)

[161] . ( الصواعق المحرقه ، ١٠١مخ )

[162] (رعد/٢٩)

[163] (عبس/٣٨ – ٣٩)

[164] . حاکم حسکاني ،شواهد التنزيل : ٢ټ :٣٢٤مخ

[165] (فصلت/٤٠)

[166] . حاکم حسکاني ، شواهد التنزيل ٢ټ ١٢٩ مخ .

[167] (مرسلات/٤١)

[168] . حاکم حسکاني،شواهد… ٢ټ ، ٣٦٧مخ .

[169] قارعه/٦- ٧)

[170] . حاکم حسکانى ، شواهد … ٢ټ ٣٧٦مخ

[171] (ق/٢١)

[172] . حاکم حسکاني ، شواهد التنزيل ، ٢ټ : ١٨٨ مخ .

[173] وګورئ : 1 _ سيوطي، د الدرالمنثور تفسر؛6ټوك، 439مخ. 2 _ حافظ الحسكاني؛ شواهد التنزيل : 2ټوك، 373مخ، 1156حديث، لومړى چاپ . 3 _ حافظ ابي نعيم اصبهاني، ما نزل من القران فى علي كې تر پورتنې آيت لاندې .

[174] =صافات :130)

[175] وګورئ : 1 _ حافظ ابي نعيم اصبهاني، “ما نزل من القران فى علي ” كې تر پورتني آيت لاندې . 2 _ ابن حجر هيثمي، صواعق المحرقه؛ 76مخ . 3 _ حافظ الحسكاني؛ شواهد التنزيل : 793ګڼه، 2ټوك .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست