تبلیغات

حضرت علي (ک) د علماوو له نظره   حضرت ابن عباس (رض ) ٭ حضرت ابن عباس د خپل عمر په وروستيو شېبو كې وويل:پالونکيه! د علي د دوستۍ په خاطر مې ځان ته رانږدې كړه[1] . حضرت امام ابوحنيفه (ره) چا چې له حضرت علي سره جګړې كړي؛نو حضرت علي ترې پکی حق و. […]

حضرت علي (ک)

د علماوو له نظره

 

حضرت ابن عباس (رض )

٭ حضرت ابن عباس د خپل عمر په وروستيو شېبو كې وويل:پالونکيه! د علي د دوستۍ په خاطر مې ځان ته رانږدې كړه[1] .

حضرت امام ابوحنيفه (ره)

چا چې له حضرت علي سره جګړې كړي؛نو حضرت علي ترې پکی حق و. كه حضرت علي لدې خلكو سره مقابله نه واى کړې؛نو څوك به نه پوهېداى، چې ددې ډلو ترمنځ شرعي تكليف څه دى[2].

 امام شافعي(ره)

كه ” علي مرتضى” خلكو ته خپل باطني حقيقت څرګند كړي؛نو خلك به كافر كړي؛د څښتن په شك به ورته په سجده شي،چې څښتن دى او پر سجده به شي.د هغه فضايلو ته همدا بس،چې ځينې يې په هکله په شك كې دي، چې څښتن دى او كه مخلوق؟[3]

امام احمد بن حنبل (ره)[4]

محمد ابن منصور وايي: موږ له امام احمد بن حنبل سره وو،چې يو سړي ورته وويل: اباعبدالله! ته له حضرت علي د روايت شوي حديث (( انا قسيم النار=زه د دوزخ د اور ويشونكى يم)) په هکله څه وايې ؟ احمد بن حنبل ورته وويل: “و ما تنكرون من ذا؟” (ولى ترې انكار كوئ) آيا دا روايت مو ندى اورېدلاى چې پېغمبر اکرم حضرت علي ته وويل:(( مؤمن به درسره مينه لري او منافق به درسره كينه.)) ورته مو وويل:اورېدلاى مو دى .احمد بن حنبل وويل:نو د مؤمن ځاى چېرته دى؟ ورته مو وويل: جنت. و يې ويل: د منافق ځاى چېرته دى؟ ورته مو وويل: دوزخ . بيا احمد بن حنبل وويل؛ نو علي د دوزخ د اور ويشونكى دى [5].

٭ عبدالله بن احمد بن حنبل وايي: له پلاره مې د حضرت علي او معاويه بن ابوسفيان په هکله وپوښتل.په ځواب كې يې وويل:حضرت علي ډېر دښمنان لرل،ډېرې خوارۍ يې وكړې،چې په حضرت علي كې نيمګړنى راوباسي؛ خو پېدا يې نه کړى؛نو د حضرت علي د تتولو او منځه وړو په موخه يې، د هغه د دښمنانو ستاينې پېل كړى[6].

٭ څومره روايتونه چې د حضرت علي د فضايلو په هکله راغلي،د بل يو صحابي په هکله هم ندي راغلي[7].

٭ علي تل له حق و او حق هم تل له علي سره و[8].

٭ عبدالله بن احمد بن حنبل وايي:يوه ورځ له پلار سره ناست وم، چې يوه ډله راغله او د حضرت ابوبكر، حضرت عمر او حضرت عثمان د خلافت په هکله خبره رامنځ ته شوه؛نو د حضرت علي د خلافت خبره شوه؛پلار مې وويل: په رښتيا چې خلافت حضرت علي ته ښكلا ورنه کړه؛خو حضرت علي خلافت ته ښكلا ور وبښله[9] .

٭ عبدالله بن احمد بن حنبل وايي: له پلاره مې د پېغمبر اکرم د اصحابو د فضيلت په هکله وپوښتل،چې راته يې وويل:حضرت ابوبكر، حضرت عمر او حضرت عثمان(؛يعنى لومړى حضرت ابوبكر، دويم حضرت عمر، درېم حضرت عثمان)؛ نو ورته مې وويل:حضرت علي دلته څه مرتبه لري؟ را ته يې وويل: حضرت علي له اهلبيتو دى او لدوى سره د پرتلې او قياس وړ ندى.[10]

 ابن ابي الحديد معتزلي شافعي

٭ “…. څه ووايم د هغه په هکله چې ټول انساني فضايل پکې رانغښتل شوي او ټولې اسلامې فرقې په ځان پورې تړي. هغه د فضائلو سرچينه ده،د فضل برهانونه ترې راولاړ شوي دي[11].

او همداز ابن ابي الحديد په “عينيه” قصيده،كې كښلي:ما هغې رڼا ته، چې د شپې تياره يې له منځه يوړه، وويل:رڼا!كه د عزى (نجف) له خاورې تېرېږئ؛نو هغې پاكې خاورې ته ووايه:آيا پوهېږئ،چې څوك يې درسره امانت ايښى دى؟ حضرت “موسى بن عمران”،حضرت “عيسى مسيح” او د اسلام پېغمبر همدلته دي؛بلكې د څښتن رڼا په تاكې ده. كه څوك د بصيرت سترګې لري؛نو را دې شي او و دې ګوري. ( تر څو وايي) پر څښتن قسم كه حضرت علي نه واى؛نو نه به نړۍ واى او نه به د ځمكې پر سر خلك واى . زموږ حساب به د قيامت پر ورځ “هغه”څښتن ته وړاندې كوي. “هغه” به پر هغه وېرونكى ورځ زموږ پناهتون او ملاتړ وي. زه پخپله معتزلي يم؛ خو ستا په خاطر ستا ټول لارويان راباندې ډېر ګران دي [12].

او په بل ځاى كې وايي: تر ټولو غوره او د ملكوت خاوره هغه ده، چې ستا بدن پکې ښخ دى.كه ته حدوث شوى نه واى؛نو ويلي به مې واى، چې ته په بدنونو كې روح اچوې.كه مړ شوى نه واى؛نو ويلي به مې واى، چې ته د ټولو روزي وركوونكى يي. ته يې هر څنګه،چې وغواړې زياتوې او كموې او دومره پوهېږم چې د دين د بېرغ ځړولو ته به ستا زوى “مهدي” راځي او په نړۍ كې به مطلق عدالت راولي او زه د هغې ورځې په تمه يم[13].

ابن ابي الحديد د نهج البلاغه په شرح كې ليكلي:نه يواځې د نص له امله؛ بلكې د فضيلت له امله د ولايت چارو ته حضرت علي تر ټولو غوره و. هغه له رسول الله وروسته تر ټولو غوره بشر و او ولايت يې حق و[14].

 امام ابوحامد غزالي  (د شافعي مذهب ستر عالم)

ابو حامد محمد ابن محمد غزالي د “سرالعالمين” په كتاب كې ليكلي: د دليل له څېرې حجاب لرې شو او ټول مسلمانان د “خم د غدير” پر واقعه يوه خوله دي چې پر هغه ورځ پېغمبر اکرم وويل: (( د چا چې زه مولى يم؛ نو علي يې هم مولى دى .)) چې پر هغه ورځ حضرت عمر بن خطاب وويل: مبارك دې شه ! مبارك دې شه ! ابوالحسنه ! په رښتيا،چې ته زما او د هر مؤمن او مؤمنې مولى يې. پداسې توګه مباركي ويل؛يعنې:پردې حکم راضي يم، چې د حضرت علي د خلافت په هکله صادرشوې دى(؛خو له خواشينۍ ) تر هغه وروسته ” اماره نفس” پرې د رياست طلبۍ او د خلافت چارو نيولو ته غلبه وكړه[15].

ابو حامد غزالي د ” غدير” په هکله وايي:كه څه هم د رسول الله د “من كنت مولى فعلى مولى” وينا ډېرو علماوو رانقل كړې،چې حضرت عمر لدې خطبې وروسته وويل : “بخ بخ لك يا اميرالمؤمنين اصبحت مولاى و مولاى كل مؤمن و مؤمنه”، چې په دې توګه مباركي،د حضرت علي د ولايت منل دي؛خو وروسته، رياست طلبۍ او خلافت غوښتنې پرې برلاسې شوه او لشكر كشۍ او فتوحاتو ورته د هوى او هوس كاسه په لاس وركړه او همدا وو، چې بېرته له اسلامه مخكې وخت ته ورستانه شول او دا تړون او ژمنه يې په ناڅيزه بيه وپلورله . “فبئس ما يشترون[16]

عبدالفتاح عبدالمقصود (مشهور مصرى ليكوال او عالم)

… بې د پېغمبر اکرم د زامنو له پلار حضرت علي بن ابيطالب نه مې تر محمد عليه السلام وروسته،څوك ددې وړ و نه ليد،چې پر پل يې قدم كېږدي او ځايناستى يې شي. زه پردې خبره له تشيع دفاع نکوم؛بلكې دا هغه نظر دى،چې تاريخ يې نارې وهي، چې حضرت علي تر ټولوغوره انسان دى چې د هغه غوندې به هېڅكله، بل د روزګار مور ونه زېږوي او نېغه لار غوښتونكي چې د هغه په خبرو پسې ولاړ شي؛نو هره خبره به يې ورته د لمر غوندې ځلېږي. هو! هغه د بشريت په قالب كې دکمال جوړه شوې مجسمه وه[17].

 امام فخر رازي(مشهور مفسر او عالم)

د پېغمبر اکرم ددې خبرې له امله: پالونکيه !علي چې هر څنګه وي، حق پرې راڅرخاوه؛نو ځكه كه څوك په ديني مسالوكې حضرت علي خپل مشر كړي؛ نو نېكمرغه به وي.[18]

زمخشري (په اصولو كې معتزلي؛خو په فروعو كې حنفي )

زه به د داسې سړي د فضيلتونو په هکله څه ووايم،چې دښمنان يې له فضيلتونو د كينې له امله انكاري شول او د دوستانو يې هم د ډار له امله فضايل پټ كړل؛خو سره لدې فضيلتونو په نړۍ كې دومره خپاره شول، چې په لويديځ او ختيځ پورې ورسېدل. زمخشري قدسي حديث راوړي:(( څوك، چې له حضرت علي سره مينه ولري؛هغه به جنتي كړم،كه څه هم زما نافرماني يې كړى وي او كه چا ورسره دښمني وكړه؛نو دوزخي به يې كړم، كه څه هم زما اطاعت يې كړى وي.)) له حضرت علي سره مينه او د ولايت منل يې د ايمان د كمال لامل دى او د ايمان په كمال کې، كه څوك په فرعو كې څه ګناه وكړي؛نو زيانمن ندى؛خو له حضرت علي سره مينه نلرل او د ولايت يې نه منل،ايمان نيمګړى كوى؛نو ځكه د دوزخ د اور وړ دى [19].

 حافظ ابونعيم د اهل سنتو ستر عالم

حضرت علي بن ابيطالب د قوم مشر، پر خداى عاشق اوګران ، د محمد د علم د ښار ور،د قرآن شريف د ايمان د آيتونو مخاطب،د قرآن د اشارو استنباطونكى، د سمى لارې بېرغ ، په ايمان راوړلوكې تر ټولو ړومبى، د عدالت غوښتونكيو مشر،په قضاوت تر ټولو پوه،د صبر غونډۍ، د علم خزانه؛” علي بن ابيطالب”،د متقيانو مشر او د عارفانو ښكلا، د توحيد د حقايقو خبرونكى،د توحيد د علم د بېرغ ځړونكى،له علم او عقله ډك،د حق ويونكې ژبې او حق اورېدونكيو غوږونو خاوند،پر وفا كوونكى، د فتنو ځپونكى،د څښتن له ازموينو سرلوړى راوتونكى، ناكثان يې دفع، قاسطان يې ذليل او مارقان يې وځپل،”حضرت علي” هغه دى،چې د څښتن د دين په هکله سخت دريځ او د څښتن په ذات كې فاني دى.[20]

 ابن صباغ (مالکي مذهبى عالم)

تر خولې يې حكمت راوته،په سينه كې يې ښكاره او پټ علمونه وو،له سينې يې د علم سيندونه بهېدل،چې څپې يې دومره څپانده وې، چې پېغمبر اکرم يې په هکله وويل: “زه د علم ښار او حضرت علي يې ور دى.[21]

 شبلنجي (مصرى شافعي مذهبى عالم)

د څښتن شكرونه چې د نعمتونو جامې يې پوره راواغوستلې او حضرت محمد يې پر ټولو عربو او عجمو غوره وټاكه او اهلبيت يې پخپل فضل او كرم پر ټولو مخلوقاتو غوره كړل،چې د دنيا او آخرت په سيادت كې تر ټولو مخكې ولاړل او ځانونه يې ښكاره او پټوكمالاتو ته ورسول،چې د سترو وياړنو او فضيلتونو خاوندان شول[22].

 ابوعلم (شافعي مذهبى عالم)

د يوې داسې كورنۍ په هکله څه فكر كوئ، چې څښتن تعالى يې په هکله وويل :”انما يريد الله ليذهب عنكم الرجس اهل البيت و يطهركم تطهيرا ” چې له ګناه پاك دي او په رحماني قدرت د څښتن عبادت ته چمتو دي او د دې پاكې كورنۍ دوستي يې پر ټولو واجبه كړه او هغوى يې د ايمان بسټونه كړل او ويې ويل: “قل لا اسئلكم عليه اجرا الا الموده فى القربى” او پېغمبر اکرم په څرګنده وويل:(( اهلبيت په انحرافاتو او هلاكت كې له ډوبېدو د ژغورنې بېړۍ ده.[23]))

 خطيب خوارزمي (مشهور حنفي مذهبى عالم)

هغه؛اميرالمؤمنين،د سړيتوب او ځوانۍ د كړۍ قطب و، د نبوت د علم ميراث و، په قضاوت كې تر ټولو اصحابو غوره، امين خليفه ، كلك سنګر و،د ځمكې د پاسه او تر اسمان لاندې تر ټولو انسانانو پوه و. د څښتن د رسول ورور او د تره زوى،د پېغمبر اکرم د زړه د غمونو د وريځو لرې كوونكى، وينه يې د پېغمبر اکرم وينه، غوښه يې د پېغمبر اکرم غوښه، زامن يې د پېغمبر اکرم زامن،هډوكي يې د پېغمبر اکرم هډوكي او علم يې د پېغمبر اکرم علم دى.له علي سره سوله،له پېغمبر اکرم سره سوله ده او ورسره جګړه له پېغمبر سره جګړه ده.د دنيا د فضائلو ويالې د هغه له فضايلو رابهېدلې او د توحيد او عدل ګلزار د هغه د باغ خبرې او ليكلنې دي. هغه د هدايت د كړۍ قطب دى،د ضلالت د تيارو چراغ، د عقلونو حقيقت او… له سره تر پښو پورې حضرت جبرائيل امين ستايلى او پر فضيلتونو يې ګواه دى [24].

آيا د ابوتراب غوندې ځوانمرد،بل څوك شته؟ آيا پر ځمكه د هغه غوندې پاك سړى شته؟ چې كله زما سترګې درد كوي؛ نو شفا يې د حضرت علي د قدمونو خاورې دي. حضرت علي همغه دى، چې د شپې په محراب كې به يې ژړل او د لمر غوندې به ځلېده او د ورځې به په خندا او خوشحاله څېره د جګړې د ميدان په دوړو كې ډوب و. لاس يې د بيت المال له سرو او سپينو زرو خالي و. هغه د بوتانو ماتوونكى و، چې د پېغمبر اکرم پر اوږو يې پښه كېښووله. ټول خلك د مېوې د پوټکي مثال لري او حضرت علي د مېوې د زڼي[25].

 ابن حجر عسقلاني(مشهور شافعي مذهبى عالم)

امام علي بن ابيطالب د جمل، صفين او…. په جګړو كې پر حقه و.[26]

 حمويي (حنفي عالم)

د څښتن شكرونه چې نبوت او رسالت يې پر محمد مصطفى، امين او د امن د مقام پر خاوند پاى ته ورساوه او ولايت يې د هغه پر ورور پيل كړ ، چې د هغه وينه ده. هغه چې مقام يې محمد ته داسې و؛ لكه د هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير چې نبي نه و.د علم د پټې خزانې ور، د بښنې او احسان ډيوه، د حكمت او عرفان د خپرېدو سرچېنه، د قرآن پر اسرارو پوه، د فرقان پر معناو پوه،پر ښكاره او پټو علمونو پوه،څه چې پټ دي،هغه ته ښكاره دي، چې ولايت يې پر خپل زوى امام مهدي پاى ته ورسېد[27].

 فواد فاروقي (ليكوال او عالم)

ما دې څښتن له حضرت علي ځار كړي، چې په زړه زړورتيا، په مټو كې زور او په سترګو كې نړۍ غم لري….او د هغه په وير كې اوښكې تويوي، چې په دې دنيا كې د خپلې لور فاطمې او مېړه هومره ورته څوك نه و ګران[28].

…. د اسلامي نړۍ ستر انسان (حضرت علي ) پر زړونو حكومت كاوه؛نه يواځې پخپل وخت كې؛بلكې له هغه څو پېړۍ وروسته هم د هغه په حكومت كې هېڅ خلل ندى راغلى [29].

حضرت علي داسې ځانګړنې لري،چې بل يو مسلمان يې هم نه لري: علي لومړى تن و،چې اسلام يې ومانه،په كعبه كې زيږېدلاى؛نو ځكه ډېر مورخان او څېړونكي ورته د كعبې زوى وايي.[30]

بل فضيلت چې څښتن علي ته ور په برخه كړ:په وړوكتوب كې د پېغمبر (ص) په كور كې ميشت کېدل،چې د پېغمبر اکرم او بي بي خديجى تر نېغې څارنې لاندې لوى شو[31].

په دې كې شك نشته چې حضرت علي له پېغمبر اکرم وروسته،ځان د خلافت چارو ته وړ باله؛خو سره لدې، تاريخ د خلافت د چارو پاڼه بل ډول واړوله؛ خو بيا هم حضرت علي مخالفت ونښوده؛ځكه اسلام پرې تر خلافته ډېر ګران و[32].

مشران او عالمان به چې د ستونزو په خټو كې ونښتل؛نو په حضرت علي پسې به تلل؛په هغه چا پسې چې پېغمبر (ص) به يې تل قضاوتونه تایيدول.

په ژوند كې يې د اسلام او مسلمانانو خدمت ته ډېر زيارونه وګالل؛ څه د پېغمبر اکرم پر ژوند،چې د اسلام خپرېدو ته يې توره وهله او څه د خلفاو په وخت كې او څه پخپل وخت كې؛خو تاريخ په دې ګواه دى چې پر حضرت علي د خپل خلافت په وخت كې له پخوا ډېر کړاوونه تېر شول؛ځكه هغه بېلګه وه او د هغه اصولو مراعاتول يې، چې پر مسلمانانو د عدالت د راوستولو لپاره كول؛تر هغه سل ځل زياتې يې پر خپل ځان او خپلې كورنۍ كولې، څو پر عدالت يې كوچنۍ نيوكه هم ونشي او همدا دليل دى،چې حضرت علي تر پېړيو وروسته هم د خلكو پر زړونو حكومت كوي؛نوم دې تل ژوندى وي[33].

 شيخ عبدالله شبراوي (شافعي عالم)

د هاشمي لړۍ رڼا، نړۍ روښانه كړې ده چې پکې نبوي كورنۍ،علويان او دولس تنه معصوم راځي؛دوى ستر محمدي فضائل او عزت نفس لري[34].

 ابوهذيل (د ابن ابي الحديد معتزلي استاد)

ابن ابي الحديد د نهج البلاغې په شرح كې ليكلي: له استاد (ابوهذيل) څخه پوښتنه وشوه:څښتن ته حضرت علي افضل دى كه حضرت ابوبكر؟ ويې و يل : پر څښتن قسم ! د “خندق” پر ورځ له “عمروبن عبدو” سره د حضرت علي مبارزه، كه د تلې په يوه خوا كې او د مهاجرو او انصارو ټول عبادتونه د تلې په بله خوا كې كېږدئ ؛نو د حضرت علي د مبارزې ثواب به ترې دروند وي. ته خو لا ځانته حضرت ابوبكر ښى[35].

 ابن مغازلي (شافعي عالم)

د څښتن او رسول تر ستاينې وروسته يې ليكلي:سلام او درود دې پر حضرت علي؛پر اميرالمؤمنان،د مسلمانانو پر ښاغلي،د سپېڅليو پر مشر، د نېكانو پر مبارك پلار وي او درود او سلام دې پر حضرت فاطمې زهراى بتول وي؛د حق د رڼا پر رسۍ، د څښتن د رسول پر لور او درود او سلام دې پر امام حسن او امام حسين؛د جنت د ځوانانو پر ښاغليو وي[36].

 عبدالروف مناوي (شافعي عالم)

ټول لومړني او وروستني مخلوقات په دې پوه دي،چې پر “كتاب الله” يواځې علي پوهېږي [37].

جاحظ (معتزلي مذهبي عالم)

…. علي (كرم الله وجهه) پر منبر وويل:(( زموږ كورنۍ (اهلبيت) له هېڅ شي سره د قياس او پرتلې وړ نده.)) هغه رښتيا وويل:ته به څنګه څوك له هغه كورنۍ سره په پرتله كړې،چې د څښتن رسول او دوه پاك شخصيتونه (حضرت علي او حضرت فاطمه بي بي ) او د پېغمبر اکرم دوه زامن (امام حسن او امام حسين) او د څښتن د لارې دوه شهيدان (د څښتن زمرى “حمزه” او د جنت د دوو وزرونو خاوند “جعفر”) له هغوى دي[38] .

په رښتيا چې جګړې او كينې د اخلاقو او عقل د زيان لامل دي او همداسې پر اهلبيتو نور خلك افضل ګڼل هم د عقل او اخلاقو د زيان لامل ګرځي؛ نو پر موږ واجب دي، چې ړانده تعصبونه او له نفسه پلوي پرېږدو او له حقه پلوي وكړو؛د څښتن رضا او د اهلبيتو د فضايلو بيانول پر موږ واجب دي[39].

[1] وګورئ :”سيدالشهدا” ، شهيد آيت الله دستغيب؛ 119مخ.

[2] وګورئ : مهدي فقيه ايماني؛ حق با حضرت علي است: 214مخ، چې هغه هم د خوارزمي د مناقب ابوحنيفه، 2/ 83د حيدر آباد له چاپه راخستى دى .

[3] وګورئ : “چكيده انديشه ها” سيد عيسى برقعى، 297مخ.

 [4] . د څېړونکي یادونه:ددې کتاب په یوه څپرکي کې مو د حضرت امام احمدبن حنبل ره له مسنده د حضرت امام علي کرم الله وجهه د ځانګړنو ټولګه هم راخستې ده.

[5] وګورئ :١_ آثارالصادقين؛ 14ټوك، 440مخ، چې د “الامام الصادق” له 4ټوك، 503مخ، طبقات الحنابله راخستى دى .

[6] وګورئ : “شيعه”؛ د علامه طباطبائي او پروفسور هانرى كربن مذاكره، 429مخ او همداسې: شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة، 3فصل، 344مخ.

[7] شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 59باب، 335مخ، او همداسې ؛ حاكم، المستدرك؛ 3ټوك، 107مخ ابن عساكر، شرح حال امام علي، من تاريخ دمشق، 3ټوك 63مخ، 1108حديث (د محمودي شرح)

[8] وګورئ :بوستان معرفت، سيد هاشم حسيني تهرانى، 680مخ ، چې د ابن عساكر د تاريخ له 3ټوك، 84مخ، 1117حديثه يي راخستى دى.

[9] وګورئ :ابن عساكر،شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛ 3ټوك، 114مخ، 1153حديث (د محمودي شرح) او خطيب، بغداد تاريخ؛ لومړى ټوك، 135مخ.

[10] وګورئ : بوستان معرفت، 634مخ د قندوزي د ينابيع المودة له 52باب، 152مخه او له 56باب، 253مخه يې راخستى دى.

[11] وګورئ :ابن ابي الحديد؛ شرح نهج البلاغه:لومړى ټوك،16مخ.

[12] وګورئ :ابن ابي الحديد؛”علي چهره درخشان اسلام”، د علي دواني ژباړه، 9مخ.

[13] وګورئ : “داستان غدير”، 285مخ، د “المراجعات السبع العلويات” د 43مخه يې راخستى دى.

[14] وګورئ : شبهاى پيشاور: 480مخ، چې له شرح نهج البلاغه ابن ابي الحديد له لومړي ټوك، 46مخه يې راخستى دى .

[15] وګورئ : شبهاى پيشاور: 608مخ، چې هغه د سرالعالمين غزالي نه دا خبره رانقل كړې ده.

[16] وګورئ : سيرى درصحيحين: محمدصادق نجمي؛ 2ټوك، 189مخ چې د “سرالعالمين” د كتاب له 21مخ لومړى چاپه راخستى دى .

[17] وګورئ : “داستان غدير”، 291مخ، چې د “الغدير” له 6ټوكه يې راخستى دى.

[18] وګورئ :داستان غدير:285مخ، چې هغه هم د فخر رازي د تفسير له لومړي ټوك، 111مخ او د الغدير له 3ټوك، 179مخه راخستى دى.

[19] وګورئ :داستان غدير: 284مخ، چې د “زندګاني اميرالمؤمنين” 5 مخه يې اخستى دى “مباحثي در معارف اسلامي: سيد علي بهباني، 169مخ.

[20] وګورئ : حافظ ابونعيم؛ حلية الاولياء: لومړى ټوك، 61مخ.

[21] وګورئ : بوستان معرفت: 698مخ، چې د فصول المهمه د ابن صباغ د ليكنې له لومړى فصل، 18مخه راخستې دى.

[22] وګورئ :بوستان معرفت : 699مخ، چې شبلنجي د نورالابصار له ليكنې يې راخستې دى.

[23] وګورئ : بوستان معرفت، 702مخ، چې د “اهل البيت” ، ابوعلم شافعي له ليكنې يې راخستې دى.

 [24] بوستان معرفت: سيد هاشم حسيني تهرانى؛ 698مخ، چې هغه هم دخوارزمي له مناقبو راخستى دى .

[25] وګورئ :داستان غدير، 286مخ چې هغه هم د “الغدير” له 4ټوك، 385مخه راخستى دى. دا مطالب د خوارزمي عقيده ده.

[26] وګورئ: “حق با علي است” مهدى فقيه ايمانى، 215مخ، چې د فتح الباري شرح ، صحيح بخارى، 12/ 244 څخه اخستل شوى دى.

[27] وګورئ : بوستان معرفت؛ 696مخ، د حمويي له فرايد السمطين نه راخستى دى.

[28] وګورئ : فواد فاروقي، بيست و پنج سال سكوت علي ، 16مخ .

[29] وګورئ : بيست و پنج سال سكوت علي ، فواد فاروقي، 25.

[30] وګورئ : بيست و پنج سال سكوت علي ، فواد فاروقي؛ 38مخ.

[31] وګورئ: بيست و پنج سال سكوت علي ، فواد فاورقي؛ 137مخ.

[32] وګورئ: بيست و پنج سال سكوت علي ، فواد فاروقي؛ 39مخ.

[33] وګورئ : بيست و پنج سال سكوت علي ، فواد فاروقي؛ 271مخ.

[34] وګورئ : ائمه اثنى عشري، شيخ احمد بن عبدالله بن عياض، 45مخ، چې له شيخ عبدالله شبراوي شافعي “الاتحاف بحب الاشراف” يې راخستې دى .

[35] وګورئ : “چرا شيعه شدم” د محمد رازي ليكنه، چې د ابن ابي الحديد د نهج البلاغې له شرح (4/334) يې اخستى دى.

[36] وګورئ : بوستان معرفت، 694مخ ، چې ابن مغازلي؛ له مناقبو يې راخستى دى.

[37] وګورئ : بو ستان معرفت، 680مخ، چې د مناوي د فيض القدير له 3ټوك، 47مخه يې راخستى دى.

[38] بوستان معرفت، 668مخ چې د شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة، له 52 بابه يې راخستى دى.

[39] وګورئ : بوستان معرفت، 999مخ، چې د شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة له 52 بابه يې راخستى دى . د بوستان معرفت، 690مخ چې د خوارزمي د مناقبو له 24فصل، 271مخه يې راخستى دى

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست