تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت عمار ياسر (رض) له  دوو نورو ورونو؛ مالک او حارث  سره د هغه ورور په  لټون کې را وتلي ول،چې د وچکالۍ او د يمن د حکومت له فساده را مهاجر شوى و. درې واړه ورونه،چې د خپل ورک شوي ورور له پېدا کولو نهيلي شول؛ نو مالک او حارث […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حضرت عمار ياسر (رض)

له  دوو نورو ورونو؛ مالک او حارث  سره د هغه ورور په  لټون کې را وتلي ول،چې د وچکالۍ او د يمن د حکومت له فساده را مهاجر شوى و.

درې واړه ورونه،چې د خپل ورک شوي ورور له پېدا کولو نهيلي شول؛ نو مالک او حارث بېرته  ستانه  شول؛ خو  ياسر په مکه کې ځکه لپاره پاتې شو،چې امن ځاى و او د “ابوحذيفه” د “بني مخدوم” د ټبر هم ژمنى شو.

ابو حذيفه،چې د ياسر  پت او خدمتونه وليدل،خپله  يوه  وينځه؛”سميه” يې ور واده کړه،چې څه موده وروسته  يې    حضرت عمار ( رض) و زېږاوه.

حضرت عمار (رض) له هماغه پيله  چوپ  و او ټوله  ورځ يې  په  فکر تېروله او پر هغه څيزونو يې چورت نه و خراب،چې نورو ته يې خورا ازښت درلود.

حضرت عمار (رض) د مکې د شتمنو له بدوچاريو ډېر خپه و او هيله يې وه،چې هغه ورځ به کله وي،چې دې تېري او فسادونو ته د پاى ټکې کېښوول شي.

دې درې کسيزې کورنۍ  د حضرت محمد(ص) د رسالت په پيل کې ايمان راووړ او داچې په مکه کې يې له ايمان او حضرت محمد(ص) سره  له مينې او پېژندګلو پرته  هيڅ  نه  درلودل؛ نو ابوجهل  هم  ورپسې راواخسته  او  ډول  ډول عذابونه او کړاونه يې ورکړل.

هره ورځ يې تنکى عمار (رض) او د هغه زاړه موروپلار له ښاره بهر د مسلمانانو د کړولو ځانګړي ځاى ته وړل او ډول ډول کړاوونه يې ورکول.

رسول الله هم هر ورځ  ددې کړاوونو ځاى ته تله او د خپلو يارانو خبر يې اخسته او هغوى ته يې تسل ورکاوه او ورته يې ويل : زغم و لرئ او سينه مو پراخه کړئ؛ خو يوه ورځ،  چې راغى؛ نو يوه زړه دردونکې پېښه يې وليده او و يې ليدل،چې ياسر او سميه تر کړاوونو او عذابونو  لاندې  شهيدان  شوي دي

سميه؛دې تورې مېړنۍ مېرمن پر خپل زغم او پراخې سينې ابوجهل  دومره  ورا خطا او غوسه کړى و،چې د ډېر تاو او غوسې له  امله يې په نېزه سميه او مېړه يې  مخامخ شهيدان کړل او سميه د اسلام لومړۍ شهيده مېرمن شوه .

د کړاوونو شدت دومره و ،چې تنکي عمار (رض) نور و نه شو زغملاى او د کفارو  په  غوښتنه  يې د  څښتن استازي ته کنځلې او د بوتانو ستاينه وکړه او تر کړاوونو وروسته،چې خپه  پېغمبر اکرم ته راغى او کيسه يې ورته وکړه؛ نو رسول الله ورته وويل : په زړه کې دى څه دي؟

حضرت عمار (رض) : زړه مې له ايمانه ډک دى.

رسول اکرم وويل : که داسې وي؛ نو که بيا يې هم وکړولې؛نو بيا يې هم خوشحالۍ ته دا کار وکړه .

 ( انساب لاشراف١/159)

حضرت عمار (رض) هله د ابوجهل له کړاوونو خلاصى وموند،چې حبشې ته يې هجرت وکړ، هغه دمسلمانانو له دويم کاروان سره حبشې ته ولاړ او هلته يې د کفارو له لاسه ارامه ساه واخسته .

 حضرت عمار (رض) تر هغې په حبشې کې اوسېده،چې رسول اکرم  مدينې ته  هجرت وکړ،چې تر دې وروسته حضرت عمار (رض) له نورو مهاجرو سره مدينې ته راغى او هلته پېغمبر اکرم په چوپړ کې د جومات او د شاوخوا کورونو په  جوړولو کې مرستيال و او پردې  سربېره  له پېغمبر اکرم سره په ټولو جګړو کې و.

د رسول الله تر  وفات  وروسته  د حضرت علي (ک) له پلويانو ځنې شو او له حضرت سلمان (رض)،حضرت ابوذر غفاري(رض) ، حضرت مقداد (رض)  سره په يوه ډله کې شو او دا هغه ډله وه ،چې پر رښتيا يې  زړه  پر اسلام  خوږېده او د اسلام د پر مختګ لپاره يې تل هلې ځلې کولې،چې دا کسان د اسلام په تاريخ کې ځانګړى مقام لري .

حضرت عمار (رض) د لومړي خليفه د خلافت پر مهال تر سارنې لاندې و؛خو دويم خليفه د خپل خلافت پر مهال د کوفې والي کړ.

 واکمنۍ حضرت عمار (رض) پوټى هم بدل نه کړ او له ځواکه يې يوازې ددې لپاره ګټه اخسته،چې د کوم مظلوم حق و نه لتاړل شي .

حضرت عمار (رض) به چې د خلکو د ستونزو له هواري فارغ شو؛ نو بيا به هماغه چوپ او انديال-متفکر عمار و.

حضرت عمار (رض) نه کوم ساتندوى درلود او نه کوم خدمتکار؛بلکې په خلکو کې يې د عادي انسان په څېر ژوند کاوه.

ابن سعد وايي : يوه ورځ حضرت عمار (رض) په يو درهم واښه وپېرل او له پلورونکي يې هغه رسۍ هم وغوښته چې دا واښه پرې تړل شوي وو؛خو پلورونکي رسۍ ور نه کړه، حضرت عمار (رض) رسۍ دوه برخې کړه او پر يوه برخه يې واښه وتړل او  حال داچې  د کوفې والي و او د وښو پنډ يې وتاړه او پر اوږه يې کړ او کور ته روان شو.

حضرت عمار (رض) سره له دې چې  مات مخى او خاکسار و؛خو هومره  پرېکنده هم و او پر خلکو خورا ګران و،چې د واکمنۍ پر مهال يې په کوفه کې يوه ناوړه پېښه هم راپېښه نه شوه ؛ځکه هوښيار او متقي  و ،چې د اسلام د احکامو له مخې يي عمل کاوه او د زهد يوه نښانه يې دا وه ،چې د جمعې په خطبه کې به يې د “يس”  سورت تلاوتاوه .

څه موده  وروسته  خليفه د يو نامالوم علت له  امله له دې مقامه ګوښه کړ او مدينې ته يې راوغوښت.

حضرت عمار (رض) مدينې ته ولاړ او هلته يې له حضرت علي (ک) نه د علم او معرفت زده کړې ته  ملا وتړله.

تر حضرت عمر (رض) وروسته حضرت عثمان  خليفه  شو،چې درېم خليفه پر حضرت عمار (رض) خوار زيات غوسه  شو او علت يې دا و،چې حضرت عمار (رض) به تل د خليفه پر ناسمو چارو نيوکې کولې او د هغه حکومت به غيرقانوني ګاڼه او خلکو ته يې په جومات کې وينا کوله او ويل يې: په اسلامي  خلافت کې څه کارونه دي،چې نه کېږي !!!

يوه ورځ پېغمبر اکرم ځينو اصحابانو؛لکه حضرت زبير، حضرت مقداد او حضرت طلحه خليفه ته ليک وليکه،چې بس دى نور دې له دې ناروا چارو لاس واخله او له حکومته استعفا وکړه .

حضرت عمار (رض) هم دا ليک پخپله خليفه ته يووړ او همداچې خليفه له دې ليکه خبر شو؛ نو ساتندويانو ته يې حکم وکړ ،چې له حضرت عمار (رض) نه د بوسو خوسې جوړ کړئ  او حضرت عمار (رض) يې دومره وواهه ،چې بېسده شو او بيا ځنګولۍ ځنګولۍ يې کوڅې ته راګوزار کړ او هغه خلک،چې ددې پېښې شاهدان وو، حضرت عمار (رض) يې پراوږو کړ او له ام سلمه بي بي کره يې يووړ او حضرت عمار (رض) د بي بي په کور کې څو ورځې بېسده و،چې بيا وروپه سد کې شو .

د خليفه دې کار خلک غوسه کړل،چې هشام خليفه ته وويل: پر څښتن که عمار ومړ؛نو په بدل کې به يې د بني اميه يو مشر ووژنم،چې بالاخره درېم خليفه هم خلکو  وواژه او د خلکو پر ټينګار حضرت علي (ک) خليفه شو،چې حضرت علي (ک) هم د ناچارۍ له مخې د خلافت چارې و منلې  او د حضرت علي (ک) د حکومت پر مهال حضرت عمار (رض) يې وزير و ،چې پرېکنده يې له منافقينو او د اسلام له دښمنانو سره مبارزه کوله،چې بالاخره حضرت عمار (رض) د صفين په جګره کې تر اوږدې مېړنۍ جګړې  وروسته پر 37 ه کال د معاويه بن ابي سفيان له لوري شهيد شو،چې تر شهادت وروسته يې حضرت علي (ک) وويل: عمار په هماغه صفين کې خخ کړئ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!