تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت عُزير  عليه السلام چې کله “بخت النصر” پر “بيت المقدس”يرغل  وکړ او ښار يې له خاورو سره خاورې کړ؛ نو له دې ځايه يې ډېر ماشومان او ښځې هم له ځان سره “بابل” ښار ته بنديان بوتلل،چې پکې د پېغمبرانو له ځوځاته حضرت “عُزير” هم و. حضرت “عُزير” له ماشومتوبه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حضرت عُزير  عليه السلام

چې کله “بخت النصر” پر “بيت المقدس”يرغل  وکړ او ښار يې له خاورو سره خاورې کړ؛ نو له دې ځايه يې ډېر ماشومان او ښځې هم له ځان سره “بابل” ښار ته بنديان بوتلل،چې پکې د پېغمبرانو له ځوځاته حضرت “عُزير” هم و.

حضرت “عُزير” له ماشومتوبه ډېر تکړه و او تورات يې يادکړى و او ددې تر څنګ يې نورې پوهې هم لاس ته راوړې وې او د خپل هوښيارتوب له امله ورته د “بخت النصر” پام شو اوکلونه کلونه ورسره و، څو د ايراني پاچا”کوروش” دربار ته يې لار پيدا کړه.

په هغه وخت کې د پاچا د سلطنت اتم کال و.

حضرت ((عُزير)) له پاچا وغوښتل ،چې هغه او  ((بني اسراييلو)) ته چې په ((شوشتر)) کې اوسېږي، اجازه ورکړي ،چې “بيت المقدس”ته ستانه شي.

کوروش د حضرت ((عُزير)) دا وړانديز ومانه او د”بيت المقدس”واکمن ته يې ليک واستاوه ،چې له حضرت ((عُزير)) سره په درناوي چلن وکړي او د((مسجد الاقصى)) د جومات په بيا رغاونه کې يې لاسنيوى وکړي.

حضرت ((عُزير)) له 1676 تنو ((بني اسراييلو)) او له هغو جواهراتو سره،چې ((بخت النصر)) له “بيت المقدس”څخه لوټ کړي وو، د “بيت المقدس”پر لور روان شول او چې کله “بيت المقدس”ته ورسېدل؛ نو تر ټولو ړومبى يې خپاره وار ((بني اسراييل)) را ټول کړل او وروسته يې ((تورات))،چې يوازې هغه په يادو يادکړى و، خپل قوم ته ووايه او قوم يې هم “تورات” د هغه د وينا له مخې وليکه او د کتاب په بڼه يې کړ ،چې ((بني اسراييل)) ترې ګټه واخلي او خلکو هم ددې ازادۍ د نعمت په شکرانه کې اوه ورځې خوشحالي وکړه.

تر دې پېښې څو کاله وروسته حضرت ((عُزير)) خپل باغونو ته ولاړ ،چې له “بيت المقدس”څخه لرې پراته وو؛ باغ ته چې ننووت؛ نو له مېوو ډکې ونې يې وليدې،چې مرغيو پکې چڼار کاوه او يو ساعت وروسته يې يوه ټوکرۍ له انګورو او بله ټوکرۍ له انځرو ډکه کړه او پر خره يې بار کړل او د خپل کور پر لور روان شو. په لار کې د تل په څېر حضرت “عُزير”د پيداېښت ستروالي ته ډوب سوچ  وړى و،چې ناڅاپه په سد کې شو او پوه  شو ،چې لار يې ورکه کړې ده او له  وريه يې سترګې پر يوې کنډرې ولګېدې او د هماغې کنډرې پر لور ور روان شو،هلته چې ورسېد،له ويجاړو دېوالونو څرګندېدل ،چې له کلونو کلونو را هيسې چا دلته ژوند نه دى کړى .

حضرت “عُزير”له خره  راکوز شو او ټوکرۍ يې هم ترې  راښکته او د خره پړى يې په يوه موګي پورې وتاړه او په خپله هم د دمې لپاره يو دېوال ته تکيه شو .

نرې باد لګېده او چوپه چوپتيا واکمنه وه،چې ناڅا په د حضرت “عُزير”سترګې پر رژېدليو هډوکو ولګېدې،سر يې په ګرېوان  کې کړ او په فکر کې ډوب شو او له ځان سره يې وويل : زما څښتنه ! ښه مې له زړه خبر يې ،چې ښه پوره ايمان درباندې لرم؛ خو پر دې خبره مې سر نه خلاصېږي،چې څنګه کولاى شې تر کلونو کلونو ورسته، چې هډوکي وراسته شي او ورژېږي،دا مړي بېرته را ژوندي کړې ؟!

په همدې سوچ کې و ،چې د لارې د ستړيا له امله ډوب ويده شو .

سلونه  کلونه  له دې پېښې تېر شول؛ ماشومان بوډاګان او بوډاګان مړه شول او ټولې ابادۍ ويجاړې شوې او د حضرت “عُزير”بې روحه مړى هم د نورو مړيو په څېر ورژېد او باد، ګلۍ او بارانونو يې وراسته او رژېدلي هډوکي شيندلي وو،چې څښتن اراده  وکړه د هغه خلکو سر پر دې خبره خلاص کړي ،چې د مړيو په ژوندي کېدو کې يې شک درلود؛ نو د حضرت “عُزير”شيندل شوي هډوکي يې را ټول او بيا يې پکې ساه واچوله ،چې ناڅاپه حضرت “عُزير”ژوندى شو او له خپل ځايه راپاڅېد او حضرت “عُزير”هم فکر کاوه ،چې د تل په څېر له خوبه راويخ شوي دى؛سترګې يې مښلې او خوله وازي يې کوله؛ د ستړيا احساس يې درلود او خپل شاوخوا ته يې  وکتل؛ خو خر او هغه مېوې نه وې،چې له ځان سره يې راوړې وې؛ وارخطا په فکر کې شو او له ځان سره يې وويل : زما خر او مېوې چا وړې دي ؟

په همدې  وخت کې يوه پرښته راغله ورته يې وويل : ګومان کوې،چې د څومره وخت لپاره ويده وې ؟

حضرت “عُزير”: د څو ساعتو لپاره .

پرښتې وويل : عُزيره ! سل کاله ويده وې او وګوره ،چې تر سلو کالو تېرېدو وروسته مېوې نه دي ورستې شوې؛ نو اوس وګوره،چې څنګه څښتن هډوکي بېرته را ژوندي کوي ،چې ته د قيامت پر ورځ ډاډ پېدا کړې او پر قيامت دې  ايمان نور هم پياوړى شي او څښتن دې خلکو ته د خپل ځواک آيت کړي،چې شک له زړونو ووځي او ايمانونه پياوړي شي .

حضرت “عُزير”نه پوهېده ،چې څه پرې شوي او  څه ورته را پېښ شوي او په حيرانتيا يې وليدل ،چې د خره وراسته رژېدلي هډوکي ورک شول او د پخوا په څېر (د سل کاله پخوا په څېر) يې مخې ته ودرېدل او انګور او انځر پرې ايښي دي. حضرت “عُزير”بې واکه پر سجده شو و يې ويل : زما څښتنه ! پر هغه څه په همدې  يوه شېبه کې پوه شوم ،چې کلونه  کلونه مې پرې فکر کاوه او پوره ډاډ مې پيدا کړ ،چې ته هر څه کولاى شې او بيا پر خپل خره  سپور او د خپل کور پر لور روان شو اوچې کله ښار ته را ورسېد؛ نو پام يې شو،چې د ښار ټوله ابادي بدله شوې او د خلکو د جامو بڼه هم اوښتې ده او خلک هم د پخوا په څېر نه دي ،چې بالاخره په ډېره سخته يې خپل کور پيدا کړ؛ ور يې وواهه ،چې يوې ډنګرې بوډۍ ور پرانست .

حضرت “عُزير”وويل : دا د “عُزير”کور دى ؟

دا بوډۍ د حضرت “عُزير”وينځه وه او د وخت په تېرېده يې د سترګو ليد له لاسه ورکړى و او حال داچې  اوښکې يې په سترګو کې را ټولې شوې وې، و يې ويل :

د حضرت “عُزير” تر بې درکه کېده وروسته دا لومړى ځل دى ،چې څوک يې پوښتنه کوي .څوک يې او څه کار لرې؟

حضرت “عُزير”ځان ور وپېژانده ،و يې ويل : سل کاله مخکې څښتن مړ کړم او بيا يې را ژوندى کړم .

بوډۍ  باور نه کاوه او پر حيرانتيا يې وويل : حضرت “عُزير”ډېر صالح انسان و او هر څه يې ،چې له څښتنه غوښتل،څښتن ورکول؛ نو که رښتيا وايې ،چې حضرت “عُزير”يې؛ نو له څښتنه وغواړه ،چې سترګې بينا کړي .

حضرت “عُزير”ورته دعا وکړه او د بوډۍ سترګې بينا شوې او تر دې پېښې ورسته حال داچې  له خوشحالۍ  په جامو کې نه ځايېده، له خپلوانو او دوستانو کره ولاړه او ټوله کيسه يې ورته وکړه،و يې ويل :

 حضرت “عُزير”،چې سل کاله مخکې بې درکه شوى و، اوس پيدا شوى او له موږ سره دى .

خلکو ورسره و نه منله ،چې په دې خلکو کې يو د حضرت “عُزير”زوى هم و،چې و يې ويل : زما پلار پر  ولي يو خال درلود، اجازه راکړه وګورم ،چې پر ولي خال لرې که نه؟

حضرت “عُزير”هم له خپل ولي کميس کوز کړ او ټولو وليدل ،چې پر ولي يې خال دى؛ خو په ډله کې ناستو خلکو د خپل زړه د بشپړ ډاډ لپاره وويل : موږ اورېدلي ول: ((بخت النصر ))،چې پر “بيت المقدس”يرغل وکړ او ټول توراتونه يې وسوځول؛ نو يوازې څو کسان د تورات حافظان وو ،چې يو يې هم حضرت “عُزير”و؛ نو اوس که ته حضرت “عُزير”يې؛ نو تورات راته ووايه .

حضرت “عُزير”هم ورته ټول تورات ووايه او ټولو ورسره ومنله ،چې حضرت “عُزير”دى او تر هغې وروسته حضرت “عُزير”د څښتن له لوري خپل ټبر؛ “بني اسراييلو ” ته “نبي” وټاکل شو او خلک يې د حضرت موسى عليه السلام دين ته رابلل .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!