تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت فاطمة الزهرا او د پېغمبر اکرم (ص) مړينه      پېغمبراكرم د عمر په پاتې شپو ورځو كې پر ممبر كېناست او ويې وويل: (( د چا چې زه پوروړى يم، رادې شي او خپل پور دې واخلي.))  تر دې وروسته حضرت “بلال” (رض) د مدينې په كوڅو كې په لوړغږ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حضرت فاطمة الزهرا او د پېغمبر اکرم (ص) مړينه

    

پېغمبراكرم د عمر په پاتې شپو ورځو كې پر ممبر كېناست او ويې وويل: (( د چا چې زه پوروړى يم، رادې شي او خپل پور دې واخلي.))

 تر دې وروسته حضرت “بلال” (رض) د مدينې په كوڅو كې په لوړغږ وويل: ((خلكو! “محمد بن عبدالله”(ص) غواړي له قيامت مخكې قصاص شي. څوک چې پرې څه حق لري،رادې شي، ودې يې غواړي .))

 يو سړى راپورته شو او ويې ويل : (( رسول الله! د بدر په غزا كې،چې تاسې د سر تېرو ليکې سمولې؛ نو زه مو په لوڅه خېټه په دورو ووهلم.))

 پېغمبر اكرم وويل: (( راشه او قصاص مې كړه .))

سړي وويل: ((هماغه  دوره راوړئ.))

 پېغمبر اكرم ،حضرت بلال ته وويل: (( د فاطمې له كوره دې جنګي دوره راوړي؟))

 حضرت فاطمې بي بي وويل: (( بلاله! پلار مې د جګړې په دوره څه كوي؟ اوس خو د جګړې ورځې هم نه دي.))

 حضرت بلال ورته تېره کيسه وکړه،فاطمې بي بي چغه كړه او ويې ويل: (( واى پلاره! پر تا څرنګه غم راغى، بې له تا به بل څوك د بېوزليو او نشتمنو پر سر د مهربانۍ لاس را كاږي؟ د خداى دوسته!  او د ټولو د زړونو دوسته! بلاله ! زما زامنو حسن او حسين ته ووايه، چې هغه سړي ته ورشي او ورته ووايي،چې موږ قصاص كړه؛خو چې پېغمبر اكرم (ص) ونه ځوروي.[1]))

 پېغمبر اكرم  د ژوند په وروستيو شېبو كې و او حضرت علي، امام حسن،امام حسين او فاطمه  يي شاوخوا ته ناست ول . د پېغمبر اكرم اوښكې بهېدې،څه يې ويل غوښتل؛خو و يې نه ويلاى او بې سده شو. فاطمې بي بي چغې كړې،ويې ويل: ((رسول الله! ستا اوښكې،چې مې ولېدې؛نو زړه رانه ووت او ځيګر مې وسوز،وروستي ستر پېغمبره!د خداى نازوليه ! د خداى غوره پېغمبره! تر تا وروسته به زما پر اولادې څه پېښېږي؟ تر تا وروسته به پر موږ څرنګه كړاوونه راشي؟ تر تا وروسته به پر علي څه پېښ شي؟ هغه ستا ورور دى او د اسلام د دين ملاتړ به وي او تر تا وروسته به پر الهي وحې څه پېښ شي؟))

بيا فاطمه  د پېغمبر اكرم  پر سينه پرېوته او ژړل يې، خپل پلار يې ښكل كړ. په دې وخت كې پېغمبر اكرم  د فاطمې بي بي لاس د حضرت علي په لاس كې كېښود او ويې ويل: ((علي! فاطمه وساته،چې درسره د خداى او زما امانت دى.[2]))

    پېغمبر اكرم ،چې خاورو ته وسپارل شو؛نو فاطمې بي بي حضرت انس (رض) ته وويل (( انسه! ايا زړه دې كېده،چې پر رسول الله مو خاورې اچولې واى .[3]))

حضرت فاطمة الزهرا د پلار په وير کې

     د پېغمبر اكرم تر وفات وروسته اسلامي امت ويرجن شو.فاطمه  هم ويرجنه وه او ويل يې: (( پلاره! تر تا وروسته به د غونډو او ناستو تياره څومره ډېره وي،زه ځان ته پاتې شوم او زړه مې غواړي ژر درپسې درشم.ابالحسن ستا په غم كې ويرجن دى،ستا د دوو زامنو(حسن او حسين) پلار او ستا ورور،ملګرى او غوره كړاى شوى ،چې وړوكى دې رالوى كړ او بيا دې ورته ورور ووايه،پر وير دې اوښكې تويوي.هغه ستا له نږدې يارانو او غوره اصحابو و، تر ټولو مخكې اسلام يې راوړ،د دين ملاتړ شو او هجرت يې وكړ. پلاره! موږ ستا په وير كې اوښكې تويوو او ډېرې سختې شېبې راباندې راغلي دي،محمده!(ص) دوسته! پلاره! ابالقاسمه! احمده!ملګري او ملاتړ لږ دي ؛خو ستونزې او کړاوونه ډېر دي.[4]))

 فاطمې بي بي د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته ډېر ژړل او ويل يي: ((خوږ پلاره!تر تا وروسته بايد د زړونو دردونه جبراييل ته وويل شي. پلاره!تر تا وروسته وحې بنده شوه. پلاره! نور نو د خداى وحې بنده شوه.[5]))

حضرت “ورقه بن عبدالله ازدي” له حضرت فضه روايتوي: ((پېغمبر اكرم،چې خاورو ته وسپارل شو؛فاطمه  ډېره پرېشانه وه،په ژړا له كوره راووته او د تلو متره پكې نه وه، د پېغمبر اكرم قبر ته يې ځان ورساوه،سترګې يې ،چې پر محراب او د اذان كولو پر ځاى ولګېدې؛ نو بې سده پر ځمكه راوغورځېده،د مدينې ښځو يې پر مخ اوبه واچولې او په سد کې شوه، بيا د خپل پلار قبر ته ځير شوه او ويې ويل:” متره رانه تللې او د صبر كاسه مې نسكوره شوې او دنننى غم مې وژني. پلاره! زه يوازې پاتې شوم،حېرانه يم،مرۍ مې ټپه شوې. پلاره!تر تا وروسته د قرآن نازلېدل بند شول،د جبراييل د راښكته كېدو او د ميكائيل مكان له منځه ولاړ. پلاره! تر تا وروسته د انسانانو اړيكې بدلې شوې او ټول ورونه راباندې وتړل شول . تر تا وروسته مې له دنيا كركه كېږي اوچې ساه مې نه وي ختلي؛نو درپسې به ژاړم . پلاره! له تا سره مې مينه او تر تا وروسته  ويرمې نه ختمېدونكى دى .[6]))

حضرت فاطمې بي بي په ژړغوني غږ وويل: (( پلاره! ته چې وې؛نو په دنيا كې رڼا وه،نن ستا په وير كې رڼاګانې نشته او ټول ګلونه مړاوي دي،چې د تورو شپو نښه ده.پلاره! زړه به مې هله ارام شي،چې درپسې درشم. پلاره! له كومې شېبې،چې بېلتون راغى؛نو له سترګو مې خوب وتښتېد.پلاره! ته چې وې؛نو موږ درسره ستر او غوره وو؛ خو تر تا وروسته خپاره شو،تر تا وروسته داسې څوك نشته،چې ويرجن نه وي او په سترګو كې يې اوښكې نه وي .ته د دين پسرلى وې او د پېغمبرانو د سترګو تور  وې . پلاره! پر ستر مصيبت اخته شوم او دروند پېټى مې پر اوږو شو. پلاره! پرښتو ستا په غم كې اوښكې تويې كړې،منبر دې خالي شو او محراب دې هم تش تور دى .[7]“))

پېغمبر اکرم،چې خاورو ته وسپارل شو ؛نو فاطمې بي بي نړۍ داسې وښووه: (( پر اسمانو تپې تيارې خپرې شوې، د سهار او ماسپښين رڼا ولاړه ،د رسول الله (ص)  پر مړينه ځمکه ويرجنه ده،د اسلام د پېغمبر په وير کې بايد ختيځ او لويديځ اوښکې تويې کړي او د “مضر” او “يمان” ټبرونو ته هم په کار دي،چې اوښکې تويې کړي،په کار دي،چې د “طورغره” او د کعبې اسمان يې په وير کې اوښکې تويې کړي . د پېغمبرانو خاتمه! رڼا دې سپېڅلې ده،د خداى درود دې درباندې وي .[8]))

د پېغمبر اکرم تر مړينې وروسته به فاطمې بي بي تل د شپې او ورځې ژړل .ځينې خلک حضرت علي ته راغلل او ورته يې وويل : (( د فاطمې ژړا کابو کړه.)) بله ډله راغله او ويې ويل: (( فاطمه دې يا د شپې ژاړي يا د ورځې.))

 فاطمې بي بي ورته وويل: (( ابالحسنه! لږې مودې ته درسره يم او ډېر ژر به درنه ولاړه شم، پر خداى قسم،چې ژوندۍ يم، شپه او ورځ به ژاړم څو، له رسول الله سره يو ځاى شم.))

حضرت علي ورته وويل :(( څرنګه،چې دې خوښه وي؛هماغسې  وکړه.))

فاطمې بي بي ته يې په “بقيع” کې د “بيت الاحزان” په نامه يوه خونه جوړه کړه،چې وير پکې وکړي .[9]

حضرت فاطمه د پېغمبر اکرم په وير کې وايي: (( چا چې د رسول الله د قبر د خاورې ښکلى بوى، بوى کړى وي؛نو که په ټول عمر کې بل ښه څيز بوى نه کړي؛نو څه به وشي. غم او وير راباندې ورېږي،که  پر رڼا ورځو ورېدلى واى؛نو پر تپو تيارو به اوړېدلى واى، پلاره! زړه مې له غم او غوسې ډک دى،څومره به ښه وي،چې له هماغو غمونو سره زه هم تللې واى.پلاره! تر تا وروسته په ژوند کې  خير او نېکي نشته؛ ځکه ډېره ژاړم،چې تر تا وروسته ډېر عمر ونه کړم،پر زړه مې چې راوورېږې؛نو د قبر خواته دې ژاړم،ګيلې کوم؛خو ته راته ځواب نه راکوې .اى هغه چې په خاورو کې ارام ويده يې!ژړا خو تا راښوولې او چې دې راياد کړم؛نو ټول غمونه رانه هېر شي،که څه په خاورو کې رانه پټ يې؛خو له ويرجن زړه مې پټ نه يې.ای سترګو! اوښکې توى کړه. د خداى رسوله! د يتيمانو او بېوزليو غږ اورېدونکيه! غرونه،څاروي،مرغان او تر ځمکې وروسته،اسمان هم په غم کې ژاړي .زما سروره! د مکې ښار،رکن،مشعر او د بطحها ځمکه هم ژاړي،اسمان،محراب او ستا د قرآن  ښوونې ځاى سبا بېګا ستا په بېلتانه کې ژاړي . پلاره! که منبر ته دې وګورې؛نو تيارې پرې کېناستې . خدايه! ژر مرګ راکړې؛ځکه د دنيا ژوند راباندې تور او تياره شوى،غمونه راباندې ورېږي،که دا پر ورځو ورېدلى واى؛نو پر تپو تيارو به اوښتي واى . رسول الله،چې  ژوندى و؛نو زه يې تر سيوري او ملاتړ لاندې وم او له هيڅ دښمن او کينې نه ډارېدم . هغه مې ښکلا وه؛خو نن وېرېږم،چې که تېرى راباندې وشي؛نو تېرى کوونکى به په خپله لوپټه له ځانه وشړم.که کوتره د شپې د ونې پر ښاخ ژاړي؛نو زه په سهار کې ژاړم،تر تا وروسته مې وېره او غم له ځان سره مله کړى او له اوښکو مې ځان ته وسله جوړه کړې،ستا بېلتون راته ډېر ګران دى،د هغه محبوب په غم کې به ژاړم،چې لار يې راوښووله او ولاړ. اى سترګو! لاسنيوى مې وکړئ،ځکه زړه مې ډک دى او د خپل محبوب په غم کې به تل اوښکې تويوم.[10]

حضرت “ورقه بن عبدالله ازدي” له حضرت “فضه” روايتوي،چې حضرت فاطمې يوه ورځ د خپل پلار د قبر  تر څنګ وويل: ((ستا په وير کې مې غم تازه دى او پر خداى قسم، زړه مې  سخت عاشق دى،غم دې راباندې هره ورځ ډېرېږي او له زړه دې نه شم ايستاى،ستا مړينه ډېره ستره ده او اوښکې مې هره شېبه تازه کېږي.کوم زړه،چې ستا په وير کې صابر وي؛نو ډېر ټينګ او زغمناک به وي .[11]))

      فاطمه له خپلو زامنو سره ناسته وه او د  پېغمبر اكرم خوږې شېبې يي ورته يادولې : ((زما د دوو زامنو پلار چېرته دى،چې تاسې يې ډېر خوښ وئ او تل يې پر خپلو اوږو ګرځولئ او ځمكې ته به يې نه پرېښوولئ؟ ستاسې پلار چېرته دى،چې پر تاسې تر ټولو زيات زهير او مهربان و؟ بيا به يې په دې دنيا ونه وينو،چې ددې كور پر وره راننوځي اولكه د تل په شان مو په غېږ كې واخلي.[12]))

خوشال بابا وایي :

تر هلال او تر بلال يې صــــــــــدقه شم

ل رانجه مې د پله خاورې د بوذر دي [13]

سلمان و که بوذر و که مقداد و که عمار

هر يو زمونږه تاج و د دوى تاج د سر علي

حمزه بابا

 د پېغمبر اكرم تر مړينې وروسته فاطمې بي بي د مدينې د ښځو په يوه ټولي كي وويل:[(( انالله وانا اليه راجعون)) پېغمبر اكرم وفات شو او وحې هم ورسره بنده شوه.[14]]

     حضرت “سلمان فارسي”(رض) وايي: (( د حضرت علي په بلنه د فاطمې بي بي کور ته ولاړم او راته يې وويل:” سلمانه! د پلار تر مړينې وروسته دې راسره جفا وکړه”، بيا يې راته وويل:” کېنه څه درته وايم،پرون دلته ناسته وم،چې ناڅاپه درې ښکلې نجونې راننووتې؛ ورپاڅېدم او ومې پوښتلې : د مکې ياست، که د مدينې؟” ويې ويل : “د محمد(ص) لورې! موږ د مکې او مدينې نه يو،جنتي حورې يو او د ليدو عاشقانې دې يو او موږ پالونکي رالېږلي يو” يوه پکې غټه وه او د نامه پوښتنه مې ترې وکړه ويې ويل:”مقدودي.” ومې ويل:”مقدودي ولې؟” ويې ويل:”ځکه زه “مقداد بن اسود” ته پيدا شوې يم.”بله مې وپوښتله: ويې ويل:”ذره.”ومې ويل : “ته راته درنه ښکارې، نوم دې ولې ذره دى؟”ويي ويل:”زه ابوذر غفاري ته پيدا شوې يم.”درېمه مې وپوښتله، ويې ويل:”سلمي.” ومې ويل : سلمي ولې؟ ويې ويل:” خداى زه سلمان فارسي ته پيدا کړې يم. “وروسته حورو راته خوږبويه کجورې راکړى.”حضرت سلمان زياتوي: له دې کجورو يې لږې راته راکړې، کجورې مې راواخستې، په لار کې مې، چې هر اصحابي ليده؛نو راته به يې ويل: څومره ښکلى بوى دى،مشک درسره دي؟ حضرت سلمان فارسى زياتوي : حضرت فاطمې له جنتي حورو سره تر ليدنې وروسته راته لږې کجورې راکړى،چې ډير ښه بوى يې کاوه،په لار کې راته اصحابو کرامو وويل: څومره ښه عطر درسره دي؟ دا پېښه مې حضرت فاطمې بي بي ته وويله،چې خوشحاله او مسکۍ ښکارېده او ويې وويل:” دا جنتي خوږبويه کجورې د هغې ونې دي،چې زما له يوې دعا پيداشوي دي اودا دعا راته رسول الله (ص) ښوولې وه،چې داده:

بسم الله النور

بسم الله الذى يقول لشىء کن فيکون

بسم الله الذى يعلم خائن الاعين وما تخفى الصدور

بسم الله الذى خلق النور من النور

بسم الله الذى هو بالمعروف مذکور

بسم الله الذى انزل النور علي الطور بقدر فى کتاب مسطور، علي نبى محبور.[15]))

[1] . (وګورئ :(١)امالي؛ صدوق : 6 حديث .(٢) بحار الانوار: 22/508.

[2] . وګورئ: بحار الانوار 22/484 – كتاب عوالم 11/399.

[3] . وګورئ  :(١)صحيح بخاري 5/15 .(٢) سنن دارمي 5/40.

[4] . وګورئ :(١) رياحين الشريعه 1/249 .(٢)احقاق الحق  10/427-430 .

[5] . وګورئ : (١)بخاري؛صحيح  5/15 . (٢)احقاق الحق : 10.

[6] . وګورئ :(١) بحار الانوار 43/176 ، 7 باب .(٢)عوالم  11/487 – 2 باب .

[7] . وګورئ :(١)بحار الانوار 43/176 .(٢)عوالم  11/486 ، 12 باب .

[8] . وګورئ :(١)سيرة نبوي ٣/٣٦٤ .(٢)عوالم : ١١  مخ .

[9] . وګورئ :(١)بحارالانوار  ٤٣/١٧٧ .(٢) کوکب الدرى ١/٢٤٢ )

[10] . وګورئ :(١)ابن شهر اشوب؛ مناقب ١/٢٤٢ .(٢)اعلام النسا‌ء ١/١٢٥.(٣)کتاب عوالم  ١١/٤٥٤.(٤) احقاق الحق  ١٠/٤٨٣ .

[11] . وګورئ :(١)بحارالانوار ٤٣/١٧٦ .(٢) کوکب الدري ،لومړى جز / ٢٤٠.

[12] . وګورئ : (١)ابن شهر اشوب؛ مناقب: 3/362 .(٢)اعيان الشيعه : 1/319 .

[13] . ٥٦٩مخ : د خوشال ارمغان

[14] . وګورئ : احقاق الحق 10/435 .   

[15] . وګورئ :(١) بحار الانوار ٢٢/٣٥٢ – ٤٣/٦٦- ٩١/٣٢٦ .(٢) دلائل الامامة : ٨ مخ .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست