تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَّابِيًا وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَاء حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِّثْلُهُ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاء وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الأَرْضِ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللّهُ الأَمْثَالَ ( الرعد/۱۷)   ژباړ ه: (خداى) له اسمانه اوبه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَّابِيًا وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَاء حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِّثْلُهُ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاء وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الأَرْضِ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللّهُ الأَمْثَالَ ( الرعد/۱۷)

 

ژباړ ه: (خداى) له اسمانه اوبه وورولې او په هره دره او خوړ كې یې د وړتيا هومره نېز وبهېد؛نو نېز اوچت ځګ پر سر واخست او همدغسې ځګ د هغو څيزونو پر مخ هم راځي،چې ( په بټيو كې يې) د ګاڼو او يا نورو وزلو جوړولو ته ويلي كوي او خداى دغسې د حق او باطل بېلګه وړاندې كوي؛خو ځګ دباندې غورځي (او) له منځه ځي؛خو څه چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا سوچه فلز] په ځمكه كې تمېږي، خداى دغسې بېلګې څرګندوي .

 

د حق او باطل د انځور يوه ښكلې بېلګه

په دې مانا ډكې بېلګې كې، چې په انډولو الفاظو او عباراتو ويل شوې او د حق او باطل منظره يې په ښه بڼه انځور كړې، ډېر حقايق پكې پراته دي، چې دلته درېيو ټكيو ته اشاره كېږي:

1_ (( فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَّابِيًا؛ نو نېز اوچت ځګ پرسر واخيست)): پوهېږو، چې پر رڼو اوبو ډېر لږ ځګ ښكاري؛ ځكه ځګ هله راپيدا كېږي، چې اوبه له بهرنيو اجسامو سره ګډې شي. له دې ځايه روښانېږي كه حق پخپلې ارېزې پاكۍ پاتې شي، نو په شاوخوا كې يې باطل ځګونه نه راښكاره كېږي؛ خو چې حق له ككړو چاپېريالونو سره په مخامخېدو د چاپېريال رنګ واخيست او حقيقت له خرافې، سم و ناسم، پاكۍ او نا پاكۍ سره ګډوډ شو، په څنګ كې يې باطل ځګونه راښكاره كېږي. داهماغه څه دي، چې علي (كرم الله وجهه) يې په اړه ويلي دي: ((كه باطل له حق سره نه ورګډېده؛ نو حق لټوونكيو ته نه پټېده او كه حق په باطل نه پوښل كېداى د اوتو بوتو ويوونكيو دښمنانو ژبه ترې پرې كېده)).

2_(( فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا؛ او په هره دره او خوړ كې يې د وړتيا هومره نېز وبهېد)) له دې غونډلې ګټنه كېږي، چې د الهي فيض و بركت په سرچينه كې، هيڅ ډول كنجوسي، محدوديت او ممنوعيت نشته؛ لكه چې پر هر ځاى د اسمان ورېځې بې شرطه ورېږي او دا د ځمكې ټوټې او درې دي،چې هر يو د خپل وجود د پراخوالي هومره ترې ګټه اخلي. د كوچنۍ ځمكې، ګټه لږه او د پراخې ځمكې، برخه ډېره ده. دغسې د خداى د فيض او بركت پر وړاندې د بنيادمو زړونه هم دي.

3_ (( وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الأَرْضِ؛ خوڅه، چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا سوچه فلز] په ځمكه كې تمېږي)): لكه، چې له اوبو او ځګه يې او د ويلو فلزاتو او ځګونو يې، رڼې اوبه او نږه فلز پاتې كېږي، انسانان، ډلې، ښوونځي او كړنلارې هم دومره، چې ګټورې وي د پاينې او ژوند حق لري. كه وينو كوم يو باطل انسان يا ښوونځى پاتې كېږي، د هغه هومره حق په پار دى، چې په ځان كې يې راګډ كړى دى (نمونه تفسیر، 10 ټوک 167 مخ)

 

سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!