تبلیغات
|

حمد   ربه! ته یې مهربانه په قدرت کې نمایانه هم واحد یې زما غفاره ساری نلرې رحمانه برکماله خالق ته یې د هر چا روزي رسانه حاکم ته یې پر حکّامو سلطان یې پر سلطانه منزه یې له عیبونو مقدس یې عالي شانه پر کونینو ستا فرمان دی ثاني نلرې سبحانه پادشاهی و تا […]

حمد

 

ربه! ته یې مهربانه

په قدرت کې نمایانه

هم واحد یې زما غفاره

ساری نلرې رحمانه

برکماله خالق ته یې

د هر چا روزي رسانه

حاکم ته یې پر حکّامو

سلطان یې پر سلطانه

منزه یې له عیبونو

مقدس یې عالي شانه

پر کونینو ستا فرمان دی

ثاني نلرې سبحانه

پادشاهی و تا ته ښايي

هر موجود کړي دا بیانه

و هر چاته رسنده یې

هر زمان په هر مکانه

یمه زه په معصیت کې

په کردار سوم سرګردانه

ورکه سوې راڅه لار ده

ځکه سوی یم پريشانه

عفوه غواړمه کریمه

شرمنده یمه ناتوانه

هدایت مې کړې پر سمه

توفیقه غواړمه له تا نه

ته کریم او هم رحیم یې

برخه راکړه له دې خوا نه

طبیب ته یې زه رنځوره

دوا راکړه مهربانه

نجات راکړې له شرکونو

آیینه مې شې روښانه

رحمتو ته دې احتیاج یم

دریدلی یم حیرانه

نه پاتېږم په دنیا کې

و عقبا ته یې روانه

چې سوالونه را څه وسي

ګونګی ژبه کړې ګویانه

محمد شفاعت ګر دی

امتیان یې په ارمانه

شفاعت یې رانصیب کړې

له دوزخ شم په امانه

له غمونو امان راکې

هم له مخکې هم آسمانه

پوهیار وايي په ژړا بیا

مشکلات مو کړې آسانه

 

سرچینه : ګلونه رنګارنګ، شاعر: الحاج راز محمد پوهیار فاریابي

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست