تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ كَذَلِكَ وَزَوَّجْنَاهُم بِحُورٍ عِينٍ (الدخان/۵۴) ژباړه : (هو) جنتيان به داسې وي او “حورالعين” [=تکې سپينې او ښکلې غټ سترګې) به ورواده كړو.    په ژوند كې د خيال د ارامۍ، مينې، خوشحالۍ او نشاط له مهمو وزليو، د مناسب او له هر پلوه د كمال در لودونكي همسر (كه […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

كَذَلِكَ وَزَوَّجْنَاهُم بِحُورٍ عِينٍ (الدخان/۵۴)

ژباړه : (هو) جنتيان به داسې وي او “حورالعين” [=تکې سپينې او ښکلې غټ سترګې) به ورواده كړو.

 

 په ژوند كې د خيال د ارامۍ، مينې، خوشحالۍ او نشاط له مهمو وزليو، د مناسب او له هر پلوه د كمال در لودونكي همسر (كه نارينه وي يا ښځينه) درلودل دي، چې د ستونزو زغمل اسانولاى شي او د بنيادم ژوند ته ښېرازي، خوږلنى او خوشحالي وربښلاى شي. اپوټه، ددغسې همسر نه درلودل (يا د نامناسب همسر نه درلودل) كافي ده، چې د ژوند خواږه شات د انسان په كومي كې ترخه شي؛ كه څه له هر پلوه د ژوند نورې وزلې ورته چمتو وي. په بله وينا، مناسب، د كمال او فضيلت درلودونكى او مهربان همسر، يوازې د جسم د خوند اخستو لامل نه؛ بلكې د روحي خوند بنسټ هم دى. بې دليله نه دى، چې قرآن مجيد په ګڼ شمېر آيتونو كې د جنتي ډول ډول نعمتونو د يادولو په ترڅ كې، پر دې ټكي ډډه وهلې او په اړه يې په زړه پورې او شمېرلي تعبيرونه لري.د قرآن په څو ځايونو كې جنتي همسران په ((حورالعين)) نومول شوي دي.((حور))، د ((حوراء)) جمع ده او ((اَحور)) هغه ته ويل كېږي، چې د سترګو تور یې پوره تور او سپين يې پوره سپين، راڼه او ځلاند وي،چې دا د سترګو نهايي ښكلا ده. ځينو د غړيو پر سپينوالي مانا كړې ده او شونې ده دا تعبير يې هم د سترګو ښكلا او هم يې د غړيو سپينوالي ته اشاره وي. ((عين)) د ((اَعيَن)) جمع او ((عَيناء)) د غټو سترګو پر مانا ده او هغې ښځې يا هغه نارينه ته ويل كېږي، چې غتې، زړه راکښلې او ښكلې سترګې لري. قرآن يې؛ ځكه د سترګو پر ښكلا ډډه وهلې، چې تر هر څه وړاندې یې د انسان ښكلا، په سترګو كې ده او دا تعبير، د ټول بدن ښكلا ته يو تعبير دى. همدا راز پام مو وي، چې ((حور)) او ((عين)) پر مذكر او مؤنث دواړو اطلاقېږي؛ نو ځكه پراخ مفهوم لري، چې ټول جنتي همسران رانغاړي؛ مؤمنو نارينه وو ته ښځینه همسرانې او مؤمنو ښځو ته نارينه همسران[1].امام صادق (رح) وايي: ((كه يوه جنتي حوره د دنيا خلكو ته وويني او خپله څڼه ښكاره كړي، د دنيا په خلكو كې اړو دوړ راولاړېږي او سكه، چې څوك لمونځ كوي؛ نو كه له خدايه ونه غواړي، چې حور العين یې همسر شي؛ نو هغوى وايي: دا مو څومره په اړه بې رعبته دى!))[2]. په بل روايت كې ترې لولو: ((جنتيان، چې د ښځې او مېړه له ګډ ژوند یا زناشويۍ څومره خوند وړي تر بل څه يې نه وړي ان تر خوراك او څښاك)) البته مراد، د جنت د جسمي نعمتونو خوندونه دي؛ ځكه د قرآن له آيتونو او د پاكلمنو له رواياتو ګټنه كېږي، چې د جنتيانو د مانيز سوبتیا – معنوي حضور، الهي قرب او د خداى د رضا خوند تر هر خونده اوچت او خوندور دى[3]

[1] پيام قرآن، 6 ټ: 259 مخ

[2] وسائل ، 6 ټ: 466 مخ

[3] الميزان تفسیر، 3ټ: 136 مخ

 

 

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست