تبلیغات

دا چې د بشري کورنۍ د ټولو غړيو ذاتي حیثیت د یوشان او نه انتقالېدونکیو حقوقو پېژندنه، د ازادۍ ،عدالت او سولې بنسټ جوړوي . دا چې د بشر د حقوقو نه پېژنده او سپکاوي یې د وحشیانه کړنو لامل شوی،چې د بشریت روح یې سرکښۍ ته اړ ایستلی او د داسې نړۍ رامنځ ته […]

دا چې د بشري کورنۍ د ټولو غړيو ذاتي حیثیت د یوشان او نه انتقالېدونکیو حقوقو پېژندنه، د ازادۍ ،عدالت او سولې بنسټ جوړوي .

دا چې د بشر د حقوقو نه پېژنده او سپکاوي یې د وحشیانه کړنو لامل شوی،چې د بشریت روح یې سرکښۍ ته اړ ایستلی او د داسې نړۍ رامنځ ته کېدنه یې د بشر تر ټولو لوړه هیله ښول شوې ده،چې پکې بشري وګړي د عقیدې په بیانولو کې ازاد او له وېرې او بېوزلۍ خلاص وي .دا چې له انساني حقوقو باید د قانون د پلي کېدو له لارې ملاتړ وشي،چې بشر دې ته اړ نشي،چې د درملنې د وروستۍ لارۍ په توګه د ظلم او دباو پر ضد راپاڅېږي .دا چې له بیخه لازم دي،د ملتونو تر منځ دې د دوستانه اړیکو پراختیا وهڅول شي . دا چې د ملګرو ملتونو خلکو د بشر د حقوقو او د انساني وګړو د ارزښت او د ښځې او سړي د یو شان حقوقو په هکله په منشور کې یو ځل بیا خپل ایمان څرګند کړ او غوڅ هوډ یې ونیو،چې له ټولنیز پرمختګ سره مرسته وکړي او په لا ازاد چاپېریال کې د ژوند غوره وضع رامنځ ته کړي .دا چې عمومي غونډه،د بشر د حقوقو دا نړیواله اعلامیه د ټولو خلکو او ملتونو ګډ ارمان اعلانوي،چې ټول وګړي او د ټولنې ارکان دې دا اعلامیه تل په پام کې ونیسي او هڅه دې وکړي،چې د ښوونې او روزنې له لارې دا حقوق پراختیا ومومي او د ملي او نړیوالو تدریجي تدابیرو له لارې یې رښتیني پلي کېدنه پر غړي ملتونو او یا هم هغه ملتونه،چې تر ولکې لاندې یې دي،ترسره شي.

پورتنۍ د سرو زرو جملې د بشر د حقوقو د نړيوالې اعلامیې سریزه ده، دهغې اعلامیې سریزه،چې په هکله یې ویل کېږي :” دا ستر توفیق دی،چې تر دې ورځې د انساني حقوقو په هکله د بشریت په برخه شوی دی .”

په هر ټکي او غونډله یې کار شوی او؛ لکه چې مخکې مې هم وویل : د نړۍ د حقوق پوهانو او ازادي اړیو فلاسفه وو د څو پېړو د افکارو ښکاروندوی ده .

د بشر د حقوقو د اعلامیې د سرېزې د پام وړ ټکي

دا اعلامیه په ۳۰ مادو کې تنظیم شوې ده.

او د سریزې د پام وړ څو ټکي یې دا دي :

۱- بشر له یو ډول حیثیت،درناوي او د ذاتي او غیر قابل انتقال حقوقو برخمن دی .

۲- د بشر حیثیت،احترام او ذاتي حقوق،ټولیز او عمومي دي، ټول انساني وګړي رانغاړي،تبغیض پکې نشته، سپین او تور ،لوړ او ټیټ، ښځه او سړی ترې یوشان برخمن دي؛ لکه څرنګه،چې د کورنۍ په غړیو کې یو هم خپل ګوهر تر نورو غړیو اصیل او شریف نشي ګڼلای؛نو دا شان د بشر ټول وګړي هم د لوی او سترې کورنۍ غړي او د یوې تنې غړي دي،د شرافت له حیثه برابر دي،څوک هم نشي کړای،چې ځان له نورو وګړیو ښه شریف او اصیل وګڼي.

۳- د ازادۍ،سولې او عدالت بنسټ دا دی،چې ټول وګړي دې د خپل وجدان په تل کې په دې حقیقت (د ټولو انسانانو ذاتي درناوی او حیثیت) ایمان او منښته-اعتراف ولري .

اعلامیه وایي : ټول هغه خپګانونه یې موندلي،چې بشري وګړي یې یو بل ته رامنځ ته کوي . د جګړو،ظلمونو،تېریو،د یو بل پر وړاندې د وګړیو او قومو د وحشیانه کړنو جرړه د انسان د ذاتي درناوي او حیثیت نه پېژندنه ده. د یوې ډلې له خوا د دې نه پېژندنه،مقابل لوری سرکښۍ ته اړباسي او له همدې لارې سوله او امنیت په خطر کې لوېږي .

۴- تر ټولو لوړه هیله دا ده،چې ټول یې باید رامنځ ته کېدنې ته هلې ځلې وکړي،د داسې نړۍ راښکاره کېدل دي،چې پکې په بشپړ ډول د عقیدې ازادۍ،امنیت او توکیزه-مادي سوکالي وي او د زندۍ کېدنې،وېرې او بېوزلۍ جرړه پکې را ایستل شوي وي . د اعلامیې دېرش واڼه مواد ددې هیلې لاس ته راوړنې ته تنظیم شوي دي.

۵- د انسانانو په ذاتي حیثیت ایمان او د نه نفې کېدونکیو او نه انتقالیدونکیو حقوقو درناوی یې د وخت په تېرېدو سره د ښوونې او روزنې له لارې په ټولو وګړیو کې رامنځ ته شي .

 

د انسان مقام او درناوی

دا چې د بشر د حقوقو اعلامیه،انسانیت ته د درناوۍ،ازادۍ او مساواتو پر بنسټ تنظیم شوې او د بشر د حقوقو بیا راژوندي کېدو ته رامنځ ته شوې؛نو د هر باوجدانه انسان د درناوۍ وړه ده. موږ ختیځوالو له پخوا د انسان د درناوي،مقام او ارزښت په هکله ادعا کوله؛لکه مخکې مې چې هم وویل : د اسلام دین انسان، د انسان حقوقو، ازادۍ او مساواتو ته په نهایت درناوي او ارزښت ګوري . ددې اعلامیې تنظیموونکي او همداراز هغه فیلسوفان،چې په حقیقت کې ددې اعلامیې د لیکوالو الهاموونکي دي،موږ یې ستاینه او درناوی کوو. خو اعلامیه یو فلسفي متن دی،پرېښتو نه؛بلکې د بشر په لاس کښل شوی،د بشر د یوې ډلې استنباط دی،هر فیلسوف حق لري،چې شننه یې وکړي او که کمزوري ټکي په کې ویني،یادونه یې وکړي .

دا اعلامیه له کمزورو ټکیو تشه نه ده؛خو په دې مقاله کې کمزوريو ټکیو ته یې ګوته نه نیسو؛بلکې پیاوړیو ته یې نیسو.

ددې اعلاميې ډډه د “انسان پر ذاتي مقام” د انسان په ذاتي حیثیت او شرافت ده. ددې اعلامیې له انده انسان،په ځان پورې اړوند یو لړ ځانګړى عزت او شرافت لري او یو لړ ازادۍ او حقوق ورکړل شوي،چې نور ساکښ ددې ذاتي کرامت،شرافت او حیثیت په نه درلودو له دا شان حقوقو بې برخې دي . ددې اعلامیې مضبوط ټکي هم دا دي.

 

 

په لوېدیځو فلسفو کې د انسان لوېدنه او ټیټه

دلته بیا له یوې زړې فلسفي مسئالې سره مخېږو: د انسان ارزونه، د نورو مخلوقاتو په پرتله د انسان شرافت او مقام، د انسان د درناوي وړ شخصیت .

باید وپوښتو : هغه ذاتي انساني حیثیت څه دی،چې انسان ته په حقوقي منشاء بدل شوی او هغه یې له اس،غوا، پسه او کوترې غوره کړی دی؟ همدلته د بشر د حقوقو د اعلامیې او د لویديځ په فلسفه کې د انسان ترمنځ روښانه تناقص راښکاره کېږي .

کلونه کېږي،چې د غرب په فلسفه کې انسان له ارزښت او اعتباره لوېدلی دی . هغه خبرې ،چې د انسان او غوره مقام په هکله یې کېدې او ددې ټولو جرړه په ختیځ کې وه؛ نو نن زیاتره د لویدیځ په فلسفو کې پرې ملنډې وهل کېږي .

د لویدیځ له نظره انسان د ماشین تر پولو رالوېدلی،د روح او اصالت یې نمښته شوې ده. په نهايي- غايي علت ګروهه او دا چې طبیعت موخه لري؛نو دا یوه وروسته پاتې ګروهه ګڼل کېږي .

دا چې انسان د مخلوقاتو اشرف دی؛نو په لویدیځ کې په دې اړه څوک خبرې نشي کړای؛ ځکه د دوی په ګروهه، څوک چې ګروهمن دي انسان د مخلوقاتو اشرف دی او نور مخلوقات انسان ته اېل- تسخیر کړای شوي؛نو دا له زړې “بطلیموسي” ګروهې راولاړ شوي،چې د ځمکې، اسمان،د ځمکې د مرکزیت او پر شاوخوا یې د اسماني کوراتو د ګرځېدنې په اړه ده . ددې ګروهې په له منځه تګ سره،د انسان اشرف مخلوقاتوالي ته څه نه پاتې کېږي . د لویدیځ له انده دا ټولې ځانمنۍ وې،چې بشر پرې ککړ شوی و، بشر نن متواضع او سر ټیټی دی، له نورو ژویو په څېر ځان بې له یوې موټې خاورې بل څه نه ګڼي، له خاورې پیدا شوی او بېرته به خاورو ته ورګرځي او همدلته پای ته رسي.

لویدیځ د انسان روح د انسانه له وجوده بېل د پایښت وړ حقیقت نه ګڼي او په دې برخه کې د ځان، بوټي او څاروی ترمنځ کوم توپیر نه ویني . د منځپانګې له اړخه غربي انسان د فکري او روحي کړنو او د ډبرو سکرو د تودوخې ترمنځ کوم توپیر نه ویني،ټول د مادې او انرژۍ مظاهر او ښکارندوی ویني .

د لویديځ له نظره د ژوند ډګر ټولو ساکښو او ان انسان ته خونړی ډګر دی، چې د ژوند نه غوڅېدونکې شخړې یې رامنځ ته کړې دیي . د “تنازع بقا” بنسټیز آر پر ساکښو او انسانانو واکمن دی . انسان تل هڅه کوي،چې په شخړه کې ځان وژغوري. عدالت،نیکي، لاسنیوی، خیرغوښتنه او نور اخلاقي او انساني مفاهیم،ټول د “تنازع بقا”د بنسټیز آر زېږنده دي او بشر دا مفاهیم،خپل موقیعت ساتنې ته رامنځ ته کړي دي .

د ځینو پیاوړو لویدځو فلسفو له انده،انسان هغه ماشین دی،چې بې له اقتصادي ګټو بل څه یې محرک نه دی . دین، اخلاق، فلسفه، علم، ادبیات او هنر دا ټول هغه مخ بناوې دي،چې بیخ بینا یې د تولید ډول او د شتمنۍ خپرېدنه او ویش دی،دا ټول د انسان د اقتصادي ژوند اړخونه او مظاهر دي . نه! دا هم انسان ته ډېر دي، د انسان د فعالیتو او حرکتو اصلي انګېزه او محرک،جنسي ځواک دى . اخلاق، فلسفه، علم، دین او هنر ټول د انسان د جود د جنسي لامل د اړول شوي شکل ځلېدنه او ښکاره کېدنه ده .

زه نه پوهېږم که د خلقت له موخې درلودو منکر شو او ګروهمن شو،چې طبیعت خپل بهیرونه په ړندو سترګو پر مخ بیايي،که د ساکښو د ژوند د ضمانت يوازېنی قانون د “تنازع بقا” وي او د غوره ټاکل او بدلونونه په بشپړ ډول تصادفي دي او د انسان پایښت او شتوالی د څو میلیوني کلونو د جنایاتو د لړۍ تصادفي او بې موخې بدلونونه وي،چې نیکونو یې د نورو پر وړاندې روا ګڼل او تر ننه په همدې بڼه پاتې دی،که ګروهمن یو،چې انسان د هغه ماشین یوه بېلګه ده،چې اوس یې پخپل لاس جوړوي او که په روح،اصالت او پایښت یې ګروهه د ځان په اړه ځانمني،ښنده- مبالغه او اغراق وي،که د بشر په ټولو کارو کې اصلي لمسوونکی- محرک او انګېزه،اقتصادي،جنسي او د ځان د غوره والي چارې وي،که نېک او بد په ټولیز ډول نسبي مفاهیم وي او فطري او وجداني الهامات تشې لاپې وګڼل شي،که انسان د جنس له نظره د شهوتونو او ځاني غوښتنو بنده وي او بې له زوره بل څه ته سر ټیټ نه کړي؛نو څرنګه د انسان د حیثیت او انساني شرافت او د هغه د نه نفې کېدونکیو حقوقو او د درناوي وړ شخصیت په هکله خبرې وکړو او د خپلو ټولو فعالیتو بنسټ یې وګڼو؟!

لویدیځ د انسان په هکله له تناقض سره مخ دی

د لویدیځ په فلسفه کې تر هغه،چې شونې وه،د انسان ذاتي حیثیت ټکنی شوی او د انسان مقام راکښته شوی دی . ومو ویل : لویدیځې نړۍ انسان د پنځونې له اړخه او هغه لاملونه،چې انسان یې رامنځ ته کړى،د هغه په اړه د پنځوونکي په سیستم کې د بې موخۍ له اړخه، د وجود او جوړښت له اړخه،په اعمالو کې یې د انګېزې او محرک له اړخه او د وجدان له اړخه یې انسان څومره راټیټ کړی دی.

بیا یې د نه انتقالېدونکيو او سپېڅليو حقوقو او د انسان د مقام ، کرامت،شرافت او ارزښت په هکله نوموړې ستره اعلامیه خپروي او ټول بشر ته بلنه ورکوي،چې پر دې سترې اعلامیې ایمان راوړي .

لویدیځ ته اړینه وه،چې لومړی یې په هغه تفسیر کې بیا کتنه کړې وای،چې له انسانه یې کوي او بیا یې د بشر د فطري او سپېڅلو حقوقو په اړه اعلامیې خپرې کړې وای .

زه منم،چې د لویدیځ ټولو فیلسوفانو؛لکه څرنګه چې انسان شرح شو،هماغسې یې نه دې تفسیر کړی،ځینو یې انسان هماغسې تفسیر کړ؛لکه څرنګه یې،چې ختیځ تفسیروي .موخه مې هغه اند دی،چې د لویدیځ په ډېری خلکو کې رامنځ ته شوی او د نړۍ خلک یې تر اغیز لاندې راوړي دي .

د بشر د حقوقو اعلامیه دې هغه څوک خپره کړي،چې انسان له ماشیني مادي ترکیبه پورته ګڼي،د انسان محرکونه او انګېزې یوازې په حیواني او شخصي چارو پورې و نه تړي او انسان ته په وجداني انسان ګروهمن وي . د بشر د حقوقو اعلامیه باید ختیځ خپره کړي،چې د “إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً “ په آر ایمان لري او په انسان کې یې د الوهیت د مظاهرو بېلګه لیدلې ده.هغه باید د بشر د حقوقو خبرې وکړي،چې تر سرمنزل پورې په انسان کې د سیر و سفر په شرنګ ګروهه ولري . “ يَاأَيُّهَا الْإِنسَانُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَى‏ رَبِّكَ كَدْحاً فَمُلاَقِيهِ . ( انشقاق/۶) = انسانه! په حقيقت كې ته د خپل پالونكي لوري ته پوره هڅې كوې (او كړاوونه ګالې)؛نو ورسره به مخ شې.”

د بشر د حقوقو اعلامیه د هغه فلسفي سیستم وړتیا لري‎،چې د “وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا.فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا ( شمس/۷/۸)= پر( انساني ) نفس او سموونكي يې قسم! نو هغه (نفس) ته يې د هغه بدي او پرهېزګاري الهام كړه (او په زړه کې ور واچوله”) د حکم له مخې د انسان په خټه کې د نېکۍ لوري ته په لېوالتیا ګروهمن وي.

د بشر د حقوقو علامیه باید هغه خپره کړي،چې د بشر ‏خټې ته خوشبین دی او د “لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ (تین/۴) = [چې] په يقين موږ انسان په ډېره ښکلې بڼه پيداكړى دى” د حکم له مخې یې تر ټولو بشپړ او معتدله خټه ګڼي .

څه چې د لویدیځ په تفکر کې د انسان له تفسیر سره ښه ښکاري د بشر د حقوقو اعلامیه نه ده؛بلکې هماغه چلن دی،چې لویدیځ یې په عملی بڼه له انسان سره روا ګڼي؛یعنې د ټولو انساني عواطفو وژل، د بشري ممیزاتو لوبڅي کول،له انسانه ‏د شتمنۍ غوروای،پیسو ته په بشر لومړیت ورکول،د موټر معبودېدل،د شتمنۍ مطلقه واکمني،د انسانانو زبېښاک، د پانګې بې نهایته ځواک،که څوک تر ځان وروسته ټوله شتمني خپل ګران سپي ته ورډالۍ کړي؛نو دا سپی له انسانانو ډېر درناوی پیدا کوي، انسانان د شتمن سپي په چوپړ کې کېږي،یوه یې منشي وي،بل یې دفتردار او ورته لاس په سینه ولاړ وي .

 

لویديځ هم ځان هېر کړی او هم خپل خدای

نن د بشر مهمه مسئاله دا ده،چې د قرآن په تعبیر،بشر هم “ځان” هېر کړی او هم یې خپل خدای . مهمه مسئاله دا ده،چې د “ځان” سپکاوی یې کړی دی، له دنننه ليدنې،باطن او وجدان ته له پاملرنې غافل شوی او ټوله پاملرنه یې یوازې په حسي او مادي نړۍ پورې تړلې ده. بې د مادیاتو له خوند اخستنې،ځانته بله موخه نه ویني او نه یې پېژني، خلقت خوشې او بابېزه ګڼي، له ځانه نمښته-انکار کوي او خپل روح یې له لاسه ورکړی دی .

د ننني بشر ډېری بدمرغۍ له همدې فکره راټوکېدلي او په خواشینۍ هغه وخت نږدې دی،چې ټوله نړۍ راونغاړي او بشریت ورک او پوپناه کړي . د انسان په هکله دا شان تفکر ددې لامل شوی،څومره چې تمدن پراختیا ومومي او ستر شي؛نو متمدن به سپکاوۍ ته لېوالېږي . د انسان په هکله دا شان فکر ددې لامل شوی،چې رښتیني انسانان باید په تېرو کې وپلټو او نننی ستر تمدن بې له انسان جوړونې د هر ستر څیز په جوړولو وسمن دی .

“ګاندي” وايي: “ لویدیځوال؛ځکه ددې وړ دي،چې د ځمکې د خدای لقب ورکړ شي،چې د ځمکې د ټولو امکاناتو څستن دی . هغه د ځمکې په داسې کارو وسمن دی،چې نور ملتونه یې د خدای په ځواک کې شمېري ؛خو له یو څیزه عاجز دي او هغه د خپل باطن په ګرېوان کې سر ښکته کول دي،یوازې همدا موضوع د نوي تمدن د دروغجنې ځلا بابېزۍ- پوچوالي ته بسیا ده . د لویدیځ تمدن ځکه لویدیځوال شراب څښلو او د جنسي اعمالو پاملرنې ته اړ باسي،چې د “ځان پلټنې” پر ځای یې د ځان په ورکېدو پسې راخستې ده . د جګړیزو اوزارو په جوړولو کې موندنې او اختراعات،پر ځان واکمني او ځواک نه؛ بلکې له “ځانه- خودۍ” يې تېښته ده . له یوازیتوب ‏ او چوپتیا وېره او د پیسو لمن نیول، غربی انسان له خپل باطن غږ اورېدنې بې برخې کړی او د همېشني فعالیت انګېزه یې همدا ده . د نړۍ تر واک لاندې راوستو او فتح کېدو اصلي محرک یې “پر ځان د واکمنۍ” بېوسي ده؛ځکه غربي انسان په ګرده نړۍ کې د اړ دوړ او فساد رامنځ ته کوونکی دی ، چې کله انسان خپل روح له لاسه ورکړي؛نو د نړۍ فتح به ورته څه ګټه ولري او دوی ته انجیل ښوونه کړې،چې په نړۍ کې د حقیقت،سولې او مینې زېرې ورکوونکي اوسئ؛خو دوی په سرو زرو او مریانو پسې ګرځي او ددې پر ځاې ،چې د انجیل د ښوونو له مخې د خدای پر ځمکه ‏‏ د بښنې او عدالت په لټه کې وی،خپلو ګناهونو پټولو ته،دین ‏ د وسیلې په توګه کاروي او د الهي کلام د خپرولو پر ځای،په ملتونو بمونه وروي .”

نو ځکه د بشر د حقوقو اعلامیه تر ټولو ډېره او تر ټولو مخکې خپله د لویدیځ له خوا تر پښو لاندې شوې ده . هغه فلسفه،چې لویدیځ یې په عملي بڼه په ژوند کې پلي کوي، د بشر د حقوقو د اعلامیې په ماتې پسې راخستې ده .

 

سرچینه : نظام حقوقي زن در اسلام، لیکوال مرتضی مطهري

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!