تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   دا برخه د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري له نثري اثر ((ژوند)) ځنې اخستل شوې ده: (درېیمه برخه)   حیوانیت د مطلق وجود هغه اعیان یا معلومات چې په مطلق کې عین ذات وو، یعنې د اطلاق په درجه کې کې وو، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

دا برخه د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري له نثري اثر ((ژوند)) ځنې اخستل شوې ده:

(درېیمه برخه)

 

حیوانیت

د مطلق وجود هغه اعیان یا معلومات چې په مطلق کې عین ذات وو، یعنې د اطلاق په درجه کې کې وو، کوم وخت چې “فکر” ته رامنتقل شول؛ نو د معلوماتو او اعیانو په حیثیت یې خپل خپل انفرادیت څرګند شو. خو په “فکر” کې هم هغه ټول اعیان په مجرد حیثیت وو، یعنې د هغوی دپاره “فکر” هم یو داسې مطلق وجود وه چې هغوی یو بل ته مخامخ نه وو چې په فکر کې هم د خارجي جهان تصور پیدا شوی وای. البته دومره وه چې هغوی په مطلق وجود د خپل ځان په حقله د مطلق احساس لرلو، لکه څاڅکې چې په سمندر کې د خپل مطلقیت احساس لري. لیکن په “فکر” کې د هغوی د مطلقیت احساس ختم شو، هغوی وس خپل ځان مطلق نه، بلکه متعین ګڼلو او د تعیین په دې درجه کې هغوی د مجردو انفرادیتونو په حیثیت موجود وو او بیا چې د “فکر” نه د “عقل” دنیا ته راغلل؛ نو د هر یو په وجود کې د جوهریت آثار پیدا شول، انساني اعیان د “عقل” په عالم کې د روح اعظم په حیثیت دغه معلومات څرګندول شروع کړل. روح اعظم د یو طاقت په حیثیت د کیف نه کم ته میلان شروع کړل. هر یو علمي صورت، کوم ته چې مونږ یو انفرادیت وایو ورو ورو یو بل ته څرګند شو. او څنګه چې موږ روسته ویلي دي د هر انفرادیت سره دهغه مربوب انفرادیتونه متعلق شول او د “څیز” معنوي وجود د عقلي وجود نه ظاهر شو. دې معنوي عالم ته عالم مثال یا صور افلاطوني هم وايي او صوفیه ورته عالم ملکوت وايي. بیا دا معنوي وجودونه د پرله پسې تنزل په وجه د تکمیل موندلو او ترکیب اخستو نه پس په مادي حیثیت څرګند شول. ګویا، طاقت ورو ورو دهغو وړو ذراتو صورت اختیار کړو کوم ته چې مونږ انو او پرمانو ویلی دی. او بیا دهغو د متحد کېدو شیان په جامد صورت کې څرګند شول. دې ته عالم مادیت، عالم شهادت او صوفیه ورته عالم ناسوت وايي.

ددې نه وړاندې مونږ په دې بحث کې پریوتل غوره نه ګڼو چې مادې نه عناصر څرنګه پیدا شول. په تېرو صفحو کې مونږ دې ته اشاره کړې وه او هم مو د اجرامو په تخلیق مختصره غوندې رڼا غورځولې ده. خو د فکر وړ سوال دا دی چې د صرف یو جنس نه داسې رنګارنګ څیزونه څنګه پیدا شول چې اکثر په کې د یو بل د پاره ضد دي. که دا ټول څیزونه د مادې په اصل کې د اول نه په عقلي او معنوي حیثیت موجود نه وو؛ نو د ترکیب نه پس څرنګه ترې پیدا شول. د طبعیاتو علماء لګیا دي په دې کار کوي او دا کار دی هم دهغوي. تراوسه هغوی په دې کې ډېر کار کړی دی. او لا به یې کوي؛ خو مونږ د هغوی دا کار په سېر کې پوڼۍ هم نه ګڼو.  دهغوی کار ځکه ورو ورو روان دی او حقیقت ته زر نه رسي چې هغوی د عالم خالق نه مني او هر څیز ته په مادي چشمو ګوري او په دې وجه دهغوی بصیرت همه ګیر نه دی، بلکه علمي استعداد یې د یو اړخیز تاثر اظهار کوي. په دې وجه د هغوی مزل ډېر لوی دی، دا د هغوی کار دی او زمونږ چې ددې بیان نه کوم مقصد دی هغه د انساني ژوند په ترڅ کې څېړنه ده. په دې کې به تر څه حده دا خبره پخپله څرګنده شي چې د یو جنس نه دا رنګانګ څیزونه څرنګه څرګند شول. څه نا څه مونږ په تېر بیان کې هم د انفرادیتونو په سلسله کې لږ وضاحت کړی دی، ځکه دلته زمونږ مقصد د کایناتو د اشیاء وجودي څیړنه نه ده، ددې دپاره نور خلق دي. مونږ ورو ورو د پاس نه ښکته راځو او انساني بدن ته ځان رارسوو.

د عناصرو د پیدا کېدو نه پس د اجرامو ترکیب شروع شو. د روح اعظم یا عقل په اراده دا کار روان وه. په لاحده فضا کې بېشماره اجرام پیدا کېدل شروع شول او لا روان دې پېدا کېږي او صرف پیدا کېږي نه بلکه فنا کېږي هم، ځکه چې د اجرامو د تعمیر او تخریب دواړو کار باید چې روان وي.

زمونږ د مزکې د کاملېدو نه پس چې کوم وخت د خاورو او اوبو د امتزاج نه نباتات او بیا حیوانات ظاهر شول؛ نو تر دې ځایه بېشماره اعیانو یا صفاتو د یو بل سره امتزاج موندلی وه او د یو بل د امتزاج په وجه یو یو څیز مشخص شوی وه. ددې مثال به داسې وي لکه چې مونږ د چا نه تپوس وکړو چې مڼه څه ته وايي، نو هغه به جواب راکړي چې په کوم څیز کې چې یو دا قسم بوی، وزن، سختي او ګردوالی او ذایقه وي؛ نو هغې ته مڼه وايي. اوس ښکاره خبره ده چې رنګ، بوی، وزن، سختی او ګردوالی او ذایقه دا ټول صفات دي او که دا صفات د یو بل سره متحد شوي نه وای نو د مڼې دا موجوده شکل او تشخص هیچرې پیدا نه وه. د دغو ټولو صفاتو د اجتماع او اتحاد نه پس چې کوم څیز مشخص شو هغه ته مونږ مڼه وايو. دا مڼه د نورو میوو په څېر په خوند او رنګ کې بیخې د نورو نه جدا ده، ځکه مڼه ځان ته خپل انفرادیت هم لری او دا نور صفات یې اضافات دي چې هغې ته یې د تجربو نه تشخص ورکړی دی اوهغه یې په محسوس رنګ کې ښکاره کړې ده. خو د مڼې خپل انفرادیت د اضافاتو په مقابل کې قوي دی ځکه هغه دهغو اضافاتو مربی دی ګویا د مڼې حقیقي ذات اوس هم زموږ د پوهې نه اوچت دی. دغه شان د مڼې هغه نور اضافات یا مرستیال صفات هم چې ځان ځان ته او په مجرد حیثیت وي د پېژندنې جوګه به نه وي. او که په دغو اضافاتو کې کوم یو د مڼې مربوب نه وای؛ نو ځان ته تشخص به یې لرلو. او دهغه دپاره به نور مربوب و مرستیال صفات دهغه د تشخص د څرګندولو دپاره راتلی.

نو هم په دې ډول د نړۍ د ټولو اشیاوو حیثیت ګڼل پکار دي چې په دغو اشياء کې یو شی هم په مجرد حیثیت نشته او هر شی په هر شي کې دی او په دې حقله به په راتلونکو صفحو کې څېړنه کېږي. هر شی د یو څو صفاتو غونډه ده او په هره غونډه کې دهغه څیز خپل حقیقي وجود غالب او څرګند وي، خو دا یاد لرل پکار دي، چې دا غالب او څرګند څیز به په نورو شیانو کې د اضافي او مرستیال یا صفت په حیثیت وي او ددې څېړنه به پسته کېږي.

دا شیان یا انفرادیتونه چې څرګند شول؛ نو د تجربو په عالم کې خپل انفرادیت نه پرېږدي. دغسې د ترکیب په عالم کې هم خپل ځان ته انفرادیت قایم ساتي او هغه ترکیب په عالم کې داسې محسوسوي لکه په طعام کې مالګه .

د نړۍ په دغو بې انتها شیانو کې یو شی انسان هم دی چې ددې نوع هر فرد ځان ته یو انفرادیت لري او هغه هم د یو څو صفاتو غونډه ګڼل پکار دي چې په دې اجتماع یا غونډه کې د هر انسان خپل انفرادیت څرګند او معلوم وي. څرنګه چې مونږ د مڼې په مثال کې ویلي دي د هر انسان سره هم څه اضافات وي او په دغو ټولو اضافاتو کې د هر انسان خپل انفرادیت څرګند وي. دلته انسان د خپل حقیقت نه ډېر رالرې وتلی وي او چې د کوم عالم نه بل عالم ته منتقل شوی وی، دهغه په حواسو د جدا جدا عالم حواسو خورون کړی وي.

په دې مادي جسم کې هغه اوس د درې ډوله حواسو لرونکی وي عقلي، مثالي او مادي. هغه په مادي کالبوت کې کټ مټ یو مادي ذات وي، دهغه مادي حواس په نورو حواسو داسې ورخواره وي چې هغه نور دوه ډوله حواس یې د احساس او وجدان دپاره هم دغو مادي حواسو ته محتاج وي. د انساني ذهن چشمې مادیت وي، دهغه محیط بیخي مادي وي او دهغه ټول ضروریات دهغه په مخکې وي او هغه د مادیت په لاس کې یو ګوډاګی غوندې وي. لیکن ددې مطلب دا هیچرې نه دی چې دهغه عقلي او مثالي حواس بیخې معطل شوي وي، هغه هم په خپل کار بوخت وي او وخت په وخت غلبه هم پیدا کوي او اثرات یې مادي حواسو ته رارسېږي.

 د انسان دې مادي رجحان ته مونږ بهیمیت یا حیوانیت وایو ځکه چې دا حالت په ټولو حیواناتو کې موجود دی. دا کالبوت د ارتقاء هغه اخري څیز دی کوم چې د ” فکر” ، “عقل” یا د روح اعظم د پرتو صحیح محل وي. دلته “فکر” د ذهن په حیثیت موجود دی. د انساني جسم نه سوا په نړۍ کې بل یو څیز هم ددې قابل نه وه چې د “فکر” دپاره صحیح محل ثابت شوی وي. او چې مونږ فکر وکړو نو معلومه به شي چې کوم څیز ته زمونږ د زمانې مادیین ارتقا وايي هغه په حقیقت کې تنزل دی. د انساني وجود د تکمیل نه پس صحیح ارتقاء شروع کېږي، ځکه چې د ارتقاء ابتدا د نقض او خامۍ نه باید چې اوشي. ارتقاء د کامل او مکمل ذات دپاره هیڅ معنی نلري او د هر انفرادیت سره د اضافاتو وجود ددې خبرې ثبوت دی چې ترڅو د دغو اضافاتو نه مجرد نه شي هغه خپل حقیقت ته نه شي رسیدلی او نه د کایناتو په راز پوهېدای شي .

 که مونږ غور اوکړو نو پوهه به شو چې انسان د خپلو اضافاتو نه د خپل علم تنده سړوي او په دې وجه هغه د خپلو اضافاتو نه متاثر وي او چې متاثر وي؛ نو ورته محتاج هم وي او ددې احتیاج نتیجه دا شي چې هغه د خپلو اضافاتو محکوم شي، ټول عمر یې د خواهشاتو په چپو کې تېر شي، زرګونه خواهشات یې پوره هم شي، خو آخر چې فکر وکړي نو هم هغه شان غیر مطمین او پریشان وي. ددې وجه دا وي چې هغه په مادي کالبوت کې په خپل حقیقي او وجودي حیثیت په نورو اضافاتو کې ګېر وي او که په هغو اضافاتو کې ډېر داسې وي چې د هغه انفرادیت سره سمون نه خوري، نو دی ترې همیشه پریشان وي. ترڅو چې د اضافاتو د غلبې نه اوزګار نه شي او پخپلو ټولو اضافاتو غالب نشي، نو هغه د ذهني ارتقاء په مزل کې کامیابي نشي حاصلولی.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!