تبلیغات

  92 و 93 . أخبرني هارون بن عبد الله[البغدادي الحمّال [ ، قال: حدّثنا مصعب بن المقدام ، قال : حدّثنا فطر بن خليفة عن أبي الطفيل. و أخبرنا أبو داود ] سليمان بن سيف [ ، قال : حدّثنا محمّد بن سليمان ] بن أبي داود الحراني [ ، قال : حدّثنا فطر […]

 

92 و 93 . أخبرني هارون بن عبد الله[البغدادي الحمّال [ ، قال: حدّثنا مصعب بن المقدام ، قال : حدّثنا فطر بن خليفة عن أبي الطفيل.

و أخبرنا أبو داود ] سليمان بن سيف [ ، قال : حدّثنا محمّد بن سليمان ] بن أبي داود الحراني [ ، قال : حدّثنا فطر عن أبي الطفيل عامر بن واثلة ، قال : جمع عليّ النّاس في الرحبة فقال : « أنشد بالله كل امرئ سمع من رسول الله (ص) يقول يوم غدير خمّ ما سمع » . فقام أناس ، فشهدوا أنّ رسول الله (ص) قال يوم غدير خمّ : « ألستم تعملون أنّي أولي بالمؤمنين من أنفسهم » . و هو قائم ، ثمّ أخذ بيد عليّ فقال : « من كنت مولاه فعليّ مولاه ، اللهمّ و ال من والاه ، و عاد من عاداه » .

قال أبو الطفيل : فخرجت و في نفسي منه شيء ، فلقيت زيد بن أرقم ، فأخبرته فقال : و ما تنكر ؟ أنا سمعته من رسول الله (ص) .

 

خداى د علي(ک) پردوستۍ خوښېږي

92- حديث : ابوطفيل عامر بن واثله وايي:حضرت علي(ک) خلك په “رحبه”نومې ځاى كې راټول كړل او و يې ويل: پر خداى مو قسم ! د خم غدير پر ورځ ،چې تاسې زما په باب څه اورېدلي وي،وواياست؟ بيا يوه ډله پاڅېده او ګواهي يې وركړه ، چې رسول اکرم د خم غدير پر ورځ وويل:((پوهېږئ ،چې پر مؤمنانو له خپلو ځانو يې وړ يم)). پېغمبر اکرم ولاړ و،چې د علي(ک) لاس يې ونيو او ويې ويل: ((دچا،چې زه مولى يم؛نو علي هم مولى يې دى. خدايه! د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن اوسه.))

ابوطفيل وايي: چې له ډلې رابېل شوم؛په زړۀ كې مې په دې باب څه راوګرځېدل،چې حضرت زيد بن ارقم(رض) مې وليد او څه مې،چې په زړۀ کې وو ورته وويل. راته يې وويل: چرت مۀ خرابوه ! په دې خبره کې بېخي د انكار ځاى نۀ شته، ما هم له رسول اکرم څخه هماغسې اورېدلي دي .

 

92 حديث په نورو سر چينو كې : مسند احمد : ج 4 ، ص 370 ، ح 19302 ؛ فضائل احمد : ص 682 ، ح 289 ؛ كتاب السنه : ص 592 ، ح 1367 او 1368 ؛ مسند بزّار : ج 2 ، ص 632 ، ح 2544 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 445 ، ح 933 او 934 ؛ صحيح ابن حبّان :‌ ج 15 ، ص 375 ، ح 6931 او ص 372 ـ 373 ، ح 846 ـ 847 ؛ امالي طوسي : ص 255 ، ح 459 ؛ اسد الغابة :‌ج 5 ، ص 275 ؛ زين الفتي :‌ ج 1 ، ص 14 ، ح 3 او ج 2 ، ص 267 ، ح 475 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ‌ج 2 ، ص 6 ، ح 504 ؛ الاصابة : ج 4 ، ص 159 .

 

93- حديث : دا حديث هم د 92 حديث په څېر دى؛خو نسائي دا حديث په بل سند نقل كړى دى.

 

94 . أخبرني زكريّا بن يحيي ]السجستاني [ ، قال : حدثني محمّد بن عبد الرحيم قال:حدّثنا إبراهيم] بن المنذر[ قال:حدّثنا معن]بن عيسي[ ، قال: حدّثني موسي بن يعقوب عن المهاجر بن مسمار،عن عائشة بنت سعد و عامر بن سعد،عن سعد:أنّ رسول الله (ص) خطب النّاس فقال:« أمّا بعد:أيّها النّاس فإنّي وليّكم».قالوا صدقت.ثمّ أخذ بيد عليّ فرفعها،ثمّ قال:«هذا وليّي،و المؤدّي عنّي ، و ال الله من والاه ، و عاد من عاداه ».

 

94-حديث : حضرت سعد وايي: رسول اکرم خلكو ته له خطبې وروسته وويل: زه ستاسو ولي يم؟))

خلكو ورته وويل : همداسې ده، بيا يې د حضرت علي(ک) لاس جګ كړ او و يې ويل:((دا علي زما محبوب دى او زما د دندو سرته رسوونكى دى. خدايه! د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن اوسه.))

 

 

94 حديث په نورو سر چينو كې : كتاب السنه : ص 551 ، ح 1189 ؛ مناقب كوفي : ج 1 ، ص 444 ، ح 347 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 2 ، ص 53 ، ح 554 ؛ فرائد السمطين : ج 1 ، ص 70 . ح 47 ؛ البدايۍ و النهايۍ : ج 5 ، ص 187 و 212 ؛ مسند شاشي :‌ ج 1 ، ص 165 ، ح 106 .

 

95 . أخبرنا أحمد بن عثمان [لبصري [ أبو الجوزاء ، قال : حدّثنا ابن عثمة[و هو محمّد بن خالد البصري [ ، قال : حدّثنا موسي بن يعقوب عن المهاجر بن مسمار ،‌ عن عائشة بنت سعد ، عن سعد ، قال : أخذ رسول الله (ص) بيد عليّ ، فخطب ، فحمد الله و أثني عليه ثمّ قال: « ألستم تعلمون أنّي أولي بكم من أنفسكم» ؟ قالوا:‌نعم ، صدقت يا رسول الله . ثمّ أخذ بيد عليّ فرفعها ، فقال:« من كنت وليّه فهذا وليّه ، و إنّ الله يوالي من والاه و يعادي من عاداه ».

 

95- حديث : حضرت سعد وايي: رسول اکرم د حضرت علي(ک) لاس ونيو او خطبه يې وويله او د خداى له ستاېنې وروسته و يې ويل:((ايا نۀ پوهېږئ، چې زه پر مؤمنانو له خپلو ځانو يې غوره او وړ يم.)) خلكو ورته وويل : هو همداسې ده! بيا يې د حضرت علي لاس راجګ كړ او ويې ويل:((د چا چې زه ولي او مشر يم؛نو علي هم ولي او مشر يې دى، په دې کې شك نۀ شته چې د علي دښمن د خداى دښمن او دوست يې د خداى دوست دى.))

 

96 . أخبرني زكريّا بن يحيي ، قال : حدّثنا محمّد بن يحيي ] بن أبي عمر [ ، قال : حدّثنا يعقوب بن جعفر بن أبي كثير عن مهاجر بن مسمار ، قال : أخبرتني عائشة بنت سعد ، عن سعد، قال: كنّا مع رسول الله (ص) بطريق مكّة[إلي المدينة [ و هو متوجّه إليها ، فلمّا بلغ غدير خمّ وقّف النّاس ، ثمّ ردّ من مضي و لحقه من تخلّف ، فلمّا اجتمع النّاس إليه ، قال : « أيّها النّاس هل بلّغت » ؟ قالوا:‌ نعم. قال :‌ « اللهمّ اشهد » ثلاث مرّات يقولها ،‌ ثمّ قال : « أيّها النّاس من وليّكم » ؟ قالوا : « الله و رسوله » ثلاثاً ، ثمّ أخذ بيد عليّ فأقامه ، ثمّ قال : «من كان الله و رسوله وليّه فهذا وليّه ،‌ اللهمّ وال من والاه و عاد من عاداه».

 

96- حديث : حضرت سعد وايي: موږ له رسول اکرم سره له مكې نه مدينې ته روان وو ، چې د ” خم غدير ” په نامه ځاى ته ورسېدو، خلك يې ودرول. څوك چې مخکې تللي وو را و يې ګرځول او نورو ته يې صبر وكړ ، چې راورسېږي.خلك چې له رسول اکرم نه راټول شول؛ نو و يې ويل:((ايا تاسو ته مې (څه،چې د خداى له لوري و) در ورسول؟ )) خلكو وويل: هو همداسې ده. دا خبره يې درې ځل وويله:(( خدايه شاهد اوسه!)) بيا يې وويل:((خلكو ! ولي مو څوك دى؟)) درې ځل خلكو وويل: خداى او رسول يې. بيا رسول اکرم د حضرت علي لاس راونيو او جګ يې كړ او و يې ويل:(( د چا چې خداى او رسول يې ولي وي؛ نو علي به هم ولي يې وي. خدايه! له دوستانو سره يې دوست او له دښمنانو سره يې دښمن اوسه.))

 

95 حديث په نورو سر چينو كې : كتاب السنه : ص 551 ، ح 1189 ؛ او البدايۍ و النهايۍ : ج 5 ، ص 212 .

96 حديث په نورو سر چينو كې :د هماغه 94 حديث سرچينې دي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست