تبلیغات

خدايه ! ډېر راباندې ګران يې يو سپېڅلي انسان کوښښ درلود،چې خداى وپېژني . سپېڅليو او مقدسو کتابونو او اثارو ته يې مخه کړه؛خو څومره يې،چې معلومات ډېرېدل؛نو هومره به ګنګسېده؛ يوه ورځ ما زيګر يې ، چې کتابونه وتړل ؛نو د تازه هوا لپاره د سمندر غاړې ته ولاړ. هلته يې يو ماشوم وليد،چې […]

خدايه ! ډېر راباندې ګران يې

يو سپېڅلي انسان کوښښ درلود،چې خداى وپېژني . سپېڅليو او مقدسو کتابونو او اثارو ته يې مخه کړه؛خو څومره يې،چې معلومات ډېرېدل؛نو هومره به ګنګسېده؛ يوه ورځ ما زيګر يې ، چې کتابونه وتړل ؛نو د تازه هوا لپاره د سمندر غاړې ته ولاړ. هلته يې يو ماشوم وليد،چې په شږو کې يې يوه سوړه ايستلې او له سمندره ه يې اوبه راخستې او په سوړه کې يې اچولې؛په حيرانتيا يې ماشوم وپوښت : بچيه ! څه کوې؟ ما شوم : غواړم سمندر په دې سوړه کې واچوم . سړي وويل : دا چار ناشونى دى؛ ته نشې کړاى دا ستر سمندر په دې وړوکې سوړه کې واچوې . له ماشوم سره پر خبرو و؛ راياد يې شول،چې هغه هم ددې ماشوم په څېر پر يوه کار بوخت دى .

په واقع کې هغه کوښښ درلود،چې د خداى ناپايه پوهه، په خپل وړوکي انساني ما غزو کې ځاى کړي .

سادو واسواني ويلي دي : خداى مو نه پوښتي،چې ايا د ساسنکريت،لاتين ،يونانى يا عربي ژبه دې زده کړې که نه ؛ خداى به مو پو ښتي : ايا دا ټکي؛(م+ي+ن+ه ) دې زده کړې که نه ؟ په خدايي چارو کې د تدبر له لارې مو خپله ښکلا او مينه روزلې که نه ؟

د ژوند موخه خداى دى او “هغه” بايد ولټول شي؛ “هغه” پېژندل او د “هغه” په باب يوازې خبرې کول بسيا نه دي، زموږ ډېرى دعاګانې،ذکرونه،تلاوتونه او عبادتونه په پرېشانه ما غزو کېږي . ډېر وخت دى،چې خداى مو له خپل ژونده ايستلى دى او اوس،يې وخت رارسېدلى،چې بيا ورته غږ وکړو او خپل ژوند ته يې را ننباسو .

“هولمن هانت” يو ستر هنر منددى، چې د حضرت عيسى يو انځور يې کښلى دى چې په يو بڼ کې ولاړ دى،چې په يولاس کې يو فانوس لري او په بل لاس يو ور ټکوي . د “هانت” يو ملګري ورته وويل : (( هولمن ! ته په دې انځور کې په يو ځاى کې تېروتى يې،دا ور دستګيره نه لري)) هانت : زه نه يم تېروتى؛ځکه دا د بشر د زړه ور دى،چې يوازې له دننه پرانستل کېږي .

د خداى پر لور د حرکت لپاره په کار نه دي،چې ور پرانځو او خداى ته اجازه ورکړو،چې په خير راغلئ ! دا چار هله شونى دى،چې انسان خداى ته خپل اړينتوب وننګېري او د زړه له کومې ووايې : خدايه ! اړمن دې يم ،بې له تا ژوند نشم کولاى .

دا روحاني ويښتيا ده، چې په زړه کې مو بدلون راځي، ژوند مو تازه کېږي او د مينې له ګرمۍ،ښادۍ او ارامشه ډکېږي . تاسې به پوه شئ،چې ستاسې تېر ژوند يوازې د هوساينې،وياړ،ځواک او شتمنۍ لپاره و او هېڅکله يو واقعي ژوند نه و؛نو هله به وي،چې له “تولستوى” سره به همغږي اوهم اندي شئ،چې وايي : د خداى پېژندل؛يعنې ژوند .

لاندې وړانديزونه ګټوردي :

١_ د نوي ژوند راز د خداى مينه ده؛دا مينه،چې څومره ډېره وي؛نو وده يې هم ښه وي؛مينه انسان ته ورکړ شوى نعمت دى؛نو تل داسې دعا وکړئ :

(( خدايه ،درسره مينه لرم! غواړم تردې هم خورا مينه درسره وکړم ! غواړم د مينې په شرابو دې مست شم! پاکه او سپېڅلې مينه او اخلاق راکړې،چې دا غولونکې دنيا مې تېرنه باسي ! ګرانه خدايه ! ته مې د بېوزليو د ټپ مرهم،د زړه ټکور او ورته د مرستې رسونې وسيله کړې .))

يو ځوان وپوښتلم : که پرله پسې ووايو : خدايه مينه درسره کوم ؛نو ايا”هغه” به له دې تکراره ستړى نشي ؟ ورته مې وويل : نن دې څو ځلې خپلې مېرمنې ته وويل، چې مينه ورسره کوې ؟ ځوان : ډېر زيات . ورته مې وويل : پرون دې څو ځل ورته ويلي وو ؟ ځوان : ډېر . و مې پوښت : ايا له دې تکراري او پر له پسې خبرو له اورېدو ستړې نه شوه ؟ ځوان : نه ؛بلکې ډېره خوشحاله هم شوه . ورته مې وويل : پخپله دې خپلې پوښتنې ته ځو اب ورکړ.

٢_داسې وخت به راورسي،چې په يو وخت کې نشوکولاى ، چې د دوو بادارانو خدمت وکړو؛نو بايد هوډ وکړو : خداى که دنيا؟ د دواړو ساتل سخت دي اوسوله هم په کار نه ده .

د خداى پلټونکى په فکر، کړنو او ټولو چلنونو کې په حقيقت پسې دى ؛که څه هغه حقيقت يې په ګټه نه وي .

٣_که له يو چا سره مو بدي کړې وي؛نو سمونې ته يې وخت له لاسه مه ورکوئ . ايا چا ته مو تاوان ور رسولى دى ؟ ايا څوک مو تېرايستي دي ؟ ايا په چا پسې مو سپکې سپورې ويلي دي ؟ ايا د ځاني غوښتنو لپاره مو څوک استثمار کړي دي ؟نو د يو پاى ته رسېدلي او تېر شوي کار د سمونې لپاره وخت له لاسه مه ورکوئ .

نانک يو ستر مذهبي مشر و،چې اجازه يې ورکړه د مريانو په بازار کې وپلورل شي . يو شپون په دوو اسونو وپېره . هغه “مير” نومېده او ډېر ژر پوه شو،چې نانک يو ستر انسان دى . “مير” ورته وويل : خدايي انسانه ! زما مننه کوه . نانک: تا ډېرى ښځې او سړي مريان کړي دي او ډېر خلک دې زورولي دي اوپه واقع کې د خپل بند لپاره دې زنځيرونه جوړکړي،چې پېټى دې ډېر درون دى . مير وويل : زما له تېروتنو تېر شه او راته ووايه،چې څنګه ځان خلاص کړم . نانک ورته وويل : تا خپل کور ته په داسې حال کې اور اچولى،چې په خپله هم پکې ويده يې؛څه چې دې له ناوړو لارو ګوتو ته راوړي، پر بېوزليو يې وايشه او مريان دې ازاد کړه . مريان ازاد شول او مير يو نوى انسان شو .

٤_ ايا چا درسره بد کړي دي ؟ و يې بښه ! ان مخکې له دې، بښنه درنه وغوړاي؛نو هله به وي،چې ذهن به مو ارام وي او شاوخو ټول طبيعت به درته موسکى وي .

وايي : د کربلا اتل شهيد؛ امام حسين يوه ورځ خواړه خوړل،چې د مريي په لاس کې کاسه يې ترې د امام پر پښه راوغورځيده . مريى وارخطا شو او د قرآن د ا آيت يې تلاوت کړ : جنت د هغوى دى،چې پر خپله غوسه برلاسي شي )) امام : غوسه شوى نه يم . مريى : جنت د هغوى دى،چې خپل ورور وبښي . امام : بښلى مې يې . مريى : نو ځکه خداى له ښېګڼه کوونکيو سره مينه کوي . امام : ته مې ازاد کړې اونور مريى نه يې .

٥_هر کار کوچنى وي که ستر، د خداى لپاره يې کوئ .

٦_له خداى سره مو چې څومره اړيکې پياوړې وي؛نو هومره به ارام ياست او د خداى ښادي به په تاسې نورو ته ولېږدول شي . له ټولو هغو سره پر مهربانۍ چلن وکړئ،چې درسره ناسته پاسته،راکړه ورکړه،تګ را تګ ، مړى ژوندى ، خپلوي، دښمنى او …. لري .

يوه ورځ پر يوه کار سخت بوخت وم،چې يو ملګرى مې راغى او زما کار يې پرېکړ ،چې دې کار خورا خپه کړم؛خو اوس ډاډمن يم،چې هر ځنډ خداى ټاکي او اوس پو هېږم ، چې د خداى لاروى څومره خوشحاله اوښاد وي .

٧_له نورو سره يې د ژوند د پېټي په اوچتولو کې مرسته وکړئ، د ژوند په لار کې ډېر دي داسې،چې درانه باورنه يې پر اوږو ايښوول شوي دي . دا بارونه مادي او توکيز نه دي ، ډېرى په خپلو زړونو کې د خپګان،وېرې او وارخطايۍ بارونه حملوي، د هغوى بار سپک کړي،د هغه بار د وړو ځواک او زغم ولرئ .

پر هغه ورځ مو چې د خداى له کوم مخلوق سره مرسته نه وي کړې؛نو هغه ورځ له لاسه وتلې وګڼئ. ژوند؛يعنې له نورسره مرسته او تر دې بله ستره ښادي نه وي،چې انسان له نورو سره مرسته وکړي .

د انسان مذهب د خدمت مذهب دى؛نو راځئ،چې له بېوزليو سره له بې شميره لارو، بې شميره مرستې و کړو . هر هغه څه چې د خدا ى په اړه نه وي، له ما غزو يې لرې ګوزار کړئ؛پاڅه ! ويښ شه ! او تر هغه مه کېنه،چې ځان دې خداى ته نه وي رسولى .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست