تبلیغات

د څېړونکي سریزه د ١٣٧٨ کال په دوبي کې مې “ارمغان خوشحال” ولوست،د لوستو په ترڅ کې مې پام شو،چې خوشال بابا د “خودي” په باب اوڅار – مطرح کړي مسالې تر ډېرو پوهانو ړومبى کښلي دي. خوشحال د خپلې ټولنې روڼ اندی،فيلسوف او اسلامپوه و او د “فرهنگي ټولنپوهنې”له اړخ ورته جوته وه،چې پښتانه […]

د څېړونکي سریزه

د ١٣٧٨ کال په دوبي کې مې “ارمغان خوشحال” ولوست،د لوستو په ترڅ کې مې پام شو،چې خوشال بابا د “خودي” په باب اوڅار – مطرح کړي مسالې تر ډېرو پوهانو ړومبى کښلي دي.

خوشحال د خپلې ټولنې روڼ اندی،فيلسوف او اسلامپوه و او د “فرهنگي ټولنپوهنې”له اړخ ورته جوته وه،چې پښتانه بايد ځان وپېژني؛ځکه يې “خودي” په عام فهمه ژبه؛ژوره مانا اوڅار کړه .

له تاريخي پلوه،چې د اندونو لېږد ته ځير شو؛نو څرګندېږي،چې “علامه اقبال لاهوري” او په لاروي یې؛ ډاکتر علي شريعتي، د “خودي” په مساله کې د “خوشحال بابا” پر پله تللي ،چې په درناوي کې یې وايي :

 

خوش سرود آن شاعر افغان شناس
آنکه بيند باز گويد بـــــــى هراس
ان حکيم ملـــــــــــــــــت افغانيان
راز قومــــــى ديد و
بى باکانه گفت
حرف حق با
خوشــــى رندانه گفت

 

“خوشحال بابا” د پښتو د اروایزو او ټولنيزو ځانګړنو پر يادولو سربېره يو لړ (( ګروهیزې – تاريخى )) پېښې اوڅار کړي،چې لوستونکي تاريخ لوستو ته اړباسي .

“خوشحال بابا”د “نصوصو” پر بنسټ پېښې څېړلي او بيا يې دريځ نيولى،چې دا يو کره دريځ دى .

 

خټک پرېږده په درست افغان کې
عجب که هسې فرهنگيالي راشي[1]

 

دا نادره عقيده لــــــــــــــکه زمـــــا ده
لا عجب که بل پيدا هسې افغان شي[2]

 

د کتاب له پای ته رسېدو سره سم مې،چې د ځينو دريځونو په باب ياددښتونه اخستي وو،په څېړنه مې لاس پورې کړ او بيا مې خپل هڅوبیز – فرهنګي زيار راټول کړ،دا دی درنو لوستونکيو ته يې وروړاندې کوم .

خوشحال بابا په خپلو اشعارو کې د “نبوي کورنۍ”، “دولس ګونو امامانو” او اصحابو کرامو درناوى کړى او دلته مې زيار ايستلى،چې دې اشعارو ته روايتي اسناد راټول کړم،تر لوستو وروسته جوتېږي،چې “خوشحال” څومره ستر عالم او د پښتنو هڅوبیز امام او مشر دى؛خو په خواشینۍ،چې په هر اړخيز ډول سم نه دى پېژندل شوى .

د پښتنو د پياوړيو او سترو پوهانو په ليکنو او آثارو کې ډېر داسې څه کتل کېږي،چې څېړونکيو ته د ځينو مسايلو په باب د جرړې سر په ګوتو ورځي؛نو څوک چې په خپله ټولنه کې اندیز- فکري او هڅوبیز کارندويي – فعاليت کوي او نيت يې دا وي،چې په ولس کې بنسټيز اوښتون او سمون راشي؛نو نژدې لار يې داده ،چې د خپلې ټولنې باوري اندیزې او هڅوبیزې سرچينې راوسپړي او په اوسنيو ادبياتو او د شته ستونزو په پامنيوي يې راڅرګندې کړي او دا د هر باخبره پازوال – مسوول او ژمن روڼ اندي دنده ده .

“خوشحال بابا” ( ١٠٢٢- ١١٠٠ هه مړ) له فقهي پلوه “حنفي مذهب”دى؛خو تاريخي دريځ يې د دولس ګونو امامانو د مشرۍ پر پلوۍ دى .

درست په دا پوهېږم چې څلور مذهبه حق دي
زه د حنــــــــــفي مذهب دعـــوى لرم محکمه[3]
د خوشحال خــــــــــټک دې حشــــــر له هغـو شي
چې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصــــــوم وي[4]
ترمهدي پورې يوولس دي يــا دولس
چــې همه واړه د دنيا د دين ســرور دي[5]
د امت يـــــې برګزين دي اثنــاعشر
په بزرګۍ د همه جهان مخــدوم دى[6]

 

او دا خورا مهمه مساله ده،چې فقهي لاروي او تاريخي دريځ يې کوشي کړى دى .ارواښاد علامه امير حمزه شينوارى (١٩٩٢ز ۱۳۷۱ ل مړ) پر همدې پله تللى او د ترکيې يو مشهور ستر عالم؛”قاضي بهلول بهجت افندي” ( ١٢٨٨- ١٣٥٠ س مړ) چې د طريقت له اړخه نقشبندي ،له فقهي پلوه شافعي؛خو تاريخي دريځ يې د “خوشحال بابا” په څېر و. دغسې د پوهې او هڅوب د ټاټوبي (افغانستان) د هجري درېيمې پېړۍ ستر حدیثپوه، ارواښاد شيخ “سليمان بن ابراهيم قندوزي يا بلخي” (١٢٩٤ هه مړ) له فقهي پلوه د حضرت امام ابوحنيفه (رح) لاروى دى؛خو تاريخي دریځ يې د “خوشحال بابا” پر ليکه دى . دا پوهان تاريخ د نصوصو په رڼا کې څېړي او تاريخ څنګه چې پېښ شوى،هغسې يې نه مني؛بلکې ګروهن دي،چې تاريخي بهير بايد د نبي اکرم (ص) د ارشاداتو په رڼا کې بهېدلى واى؛ دوى په القاءتو او حکومتي تبليغاتو پسې نه ځي ؛بلکې د سمې څېړنې او پلټنې له مخې يې خپل “تاريخي – ګروهیز” دریځ غوره کړی دی. تر پېغمبراکرم (ص) وروسته،موږ ته دين له دوو لارو رارسېدلى،يو لورى مدعي دى،چې د اهل البيتو عليهم السلام لارويان يو او ديني پوهه مو د “ثقلينو” د حديث پر بنسټ ولاړه ده او بل اړخ وايي، چې له اصحابو کرامو رضى الله عنهم لاروي کوو او په حقيقت کې دوى دواړه ځانونه د پېغمبراکرم د سنتو لارويان بولي .”خوشحال بابا” ددې لپاره ، چې “حق دين” په دوو څانګو وېشل شوى،بېرته يو شي؛نو خپلې هيلې داسې بيا نوي :

زه خو د زړه درد غـواړم په هر يو مذهــــب کې
تا زده ستا خبرې،چې نقلونه رنګارنګ کړې[7]

له دې ځايه جوتېږي،چې “خوشحال بابا” په ( ١٠٢٢س ١٦١٢ز- ١١٠٠س ١٦٨٨ز ) په اولسمه ميلادي پېړۍ کې په پښتنو او سيمه کې د (( اسلامي مذاهبو د پيوستون)) مخکښ او بنسټګر و، حال داچې موږ پر ١٩٤٧ ز کال په “قاهره” کې د ((جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه يا د اسلامي مذاهبو د پيوستن ټولنه)) ددې کار پيلامه بولو! که د خوشحال بابا په لاروۍ خپلې اسلامي پوهېدنې په خورا ښه ادبياتو،مناسب دود او طريقه او د پښتنو مزاج ته په پاملرنه راوړاندې کړو؛نو د تېر پېر دبدبه مو راژوندۍ شي.

“خوشحال بابا” امام او مشر و او هر اړخيز ( هڅوبیزه،تاريخي،شاعر،فيلسوف،توره،قلم او…) وګړه- شخصيت يې درلوده،تر اوسه يې ځينې اړخونه څېړل شوي او ځينې نور يې تر خاورو لاندې دي .

 

دا د سر په سترګو مه ګوره خوشحال ته
د باطن ســــــترګې پيدا کړه ته يې ګوره[8]

 

نوځکه پر پښتنو روڼ اندو لازمه ده، چې د خپلې ټولنې هڅوبیزې ودې او خړوبتيا ته “خوشحال” بابا ته په باطني او علمي سترګو وويني او د اوسنۍ نړۍ علمي پرمختياوو ته په پاملرنه له دې سمندره تر خپلې وسې، پوهېدنې راوړاندې کړې .

له دې هڅوبیز زياره مې موخه مذهبي ړندو تعصبونو ته لمن وهل نه دي؛ځکه دا مو دنده نه ده،موږ روڼ اندي يو، چې ټولنې ته بايد ډيوه په لاس ورکړو. د حمزه باباپه وينا :

 

شيعه د سترګو تور اهل ست مې دى لاس
په کار د اختلاف يې ماله نه دى احســـاس

 

مذهب يوه وسيله ده،چې سړى پرې حق وپېژني،موخه نه ده؛بلکې موخه دين دى؛نو ځکه له فقهې پلوه ډېرى پښتانه حنفي مذهبه دي او موږ هم په همدې ټولنې پورې تړاو لرو،چې هرومرو په همدې فقهي بهير کې روان يو. موږ بايد اوسني کهول ته “پښتنى ديني هڅوب” (چې د اسلام يو پاتوړی- ميراث دى او له نصوصو راولاړ شوى) د وخت په ژبه وروښيو، نور هغوى پوهېږي،چې څه وکړي او په چا پسې ولاړ شي.

د خوشحال خبره نغوږده پرې عمل کړه
تجربې يې دي لـــــــــــــــيدلې د روزګار[9]

 

خپلې خبرې

دا “برګ سبز تحفه درويش”،چې لولئ،موخه يې داده،چې :

١- ((إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا [10]= په حقيقت كې خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي) مؤمنانو! تاسې هم پرې درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره غاړه کېدئ .))

٢- ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى = ((زه له تاسې پر خپل رسالت هېڅ بدله نه غواړم؛خو له خپلوانو (= اهل بيتو) سره (مې) مينه (هرومرو غواړم))

۳-(( إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا = بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې((اهل البيت =نبوي كورنۍ))چټلي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي . ))

٤- ((قَالُواْ أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ اللّهِ رَحْمَتُ اللّهِ وَبَرَكَاتُهُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الْبَيْتِ إِنَّهُ حَمِيدٌ مَّجِيدٌ =( پرښتو) وويل :(( ايا د خداى پر كار تعجب كوې؟ دا د خداى رحمت او برکتونه ستاسې پر کورنۍ دي؛ځكه چې هغه ستايل شوى (او) د ستر شان څښتن دى ؛))

٥- حضرت ابوبکر (رض) ويلي : (( ارقبوا محمد صلى الله عليه واله وسلم فى اهل بيته؛يعنې د محمد (ص) په پار يې د اهل بيتودرناوى وکړئ .[11]))

٦- د پېغمبر اکرم (ص) له کورنۍ سره مينه،د ايمان یوه برخه ده،چې دا مينه يې پېژندنې ته سريزه ده؛نو موږ له “نبوي کورنۍ” سره د مينې لپاره دا څو کوښې ډالۍ کړې دي .

٧-په مسلمانانو کې يو ځانګړى مذهب د “نبوي کورنۍ” دفاع کوي او سړى داسې ګڼي،چې دا “سپېڅلې کورنۍ” يوازې په همدوى پورې تړاو لري او د نورو څه نه کېږي؛نو ځکه،موږ ددې انحصار د ماتولو لپاره د خپلې وسې هومره ګام پورته کړى او له اسلامي کتابونو مو د “نبوي کورنۍ” فضايل راټول کړي دي .

٨- تر څه بريده دا زموږ پړه ده،چې موږ د “نبوي کورنۍ” لاروي او دفاع او د فضايلو څرګندونه یې يو ځانګړي مذهب ته ورپرېښې او د مصري عالم او تاريخپوه؛ “احمد بن علي مقريزي” ( ٧٦٦- ٨٤٥ س مړ) په وينا، ډېر مسلمانان د “نبوي کورنۍ” په باب پړه دي؛نو موږ يې بايد په دې باب “حق” ادا کړو.

٩- د ” نبوي کورنۍ” سمه دفاع،د رښتينو مؤمنينو او اهل سنتو بنسټيزه دنده ده؛ځکه پر موږ لازمه ده،چې د نبوي احاديثو په رڼا کې يې د فضايلو د څرګندولو له لارې د پېغمبر اکرم(ص) درناوى وکړو.

١٠- د اهل سنتو په ټولو سرچینو او بنسټیزو کتابونو کې د “نبوي کورنۍ” فضايل کښل شوي؛خو په تبليغاتي او حکومتي غونډالونو کې،ددې سرچينو پر بنسټ دريځ نه دى نيول شوى؛نو ځکه موږ د هڅوبیزو منډو ترړو- فرهنګي مبارزې او سوليز – منطقي دود له مخې مسوول يو،چې خپل تبليغات د “قرآن” او “نبوي سنتو” له مخې وکړو.

١١- داچې يوه ليکنه د “نبوي کورنۍ” په فضايلو پورې تړاو لري؛نو داسې دې ونه انګېرل شي،چې يو ځانګړي مذهب ته لمن وهل دي؛ځکه په فقهي چارو کې لاروي ،د هرې ټولنې پر واکمن ((فقهي مذهب)) پورې اړه لري او روڼ اندی له خپلې ټولنې بيل، موجود نه دى،چې په ګوښه او اشرافيت کې ژوند وکړي!

١٢-موږ د پېغمبراکرم(ص) کورنۍ او اصحابو رضى الله عنهم ته د يو اډانیز- تشکيلاتي جوړښت په توګه ګروهن يو، هر يو ځانته مدارونه او مرتبې لري او د مراتبو په پامنيوي يې درناوى راباندې لازم دى او د ارواښاد امير حمزه بابا په لاروۍ چې :

د کور خلک برابر د پرديو نه دي
زه اول يم پنجتني بيا چار ياري
بلخوا موږ ته ديني مرجع پر “قرآن مجيد” سربېره “اهل البيت عليهم السلام” او “اصحاب کرام” دي؛ځکه موخه مو دين دى،له دواړو لارو چې رارسېدلى وي؛ لکه ارواښاد “خوشحال بابا” چې وايي :

زه خود زړه درد غواړم په هر يوه مذهـب کې

تا زده ستا خبرې چې نقلونه رنګا رنګ کړي [12]

١٣- په صحيح بخاري کې د اهل بيتو درناوي ته يې له نامې سره د ((عليهم السلام)) څرګندنه – اصطلاح راغلې او موږ په دې فرهنګي زيار کې په ځينو ځايونو کې د بخاري شريف لاروي کړې ده .[13]

١٤- موږ دلته د ((نبوي کورنۍ)) د لارويانو د ځينوعالمانو له کتابونو هم ګټنه کړې؛ځکه شيخ الاسلام ابن حجر هيثمي شافعي رحمة الله عليه په ((الصواعق المحرقه )) کې د ((نوح بېړۍ )) او له ((باب حطه )) سره د اهل بيتو ورته والى داسې تفسير کړى، چې ډاډه کړي يې يو،چې د هغوى د لارې عالمانو له ليکنو کار واخلو. بلخوا څوک چې د چا دفاع او لاروي کوي ؛نو ښه ده،چې پر نظر ياتو يې هم پوه شو.

١٥-هيله ده په دې نيمګړي فرهنګي زيار کې ،په سمو ګوتنيو نو مو خپلو تېروتنوته ځیر کړى.

 

ورور مو :

اجرالدین اقبال

[1] . ( ارمغان ٧٢مخ )

[2] . ( ارمغان ٤٢مخ )

 [3] . ( ارمغان ٥ مخ)

[4] . ( ارمغان ٥ مخ )

[5] . ( ارمغان ٥٦٩ مخ )

[6] . ( ارمغان ٥ مخ)

[7] . (ارمغان٣٩٣مخ)

[8] . ( ارمغان ٧٢٤مخ )

[9] . ( ارمغان ٩٨٥مخ )

 [10] . احزاب ٥٦آيت

[11] . وګورئ : دامام سيوطي درالمنشور ٦/٧

 [12] . ( ٣٩٣مخ – ارمغان خوشحال)

[13] . صحيح بخاري ٣/١٧١،کتاب البيوع د ((مکتبة الرياض الحديثه)) چاپ :

عن على عليه السلام قال: کانتلى شارف… فلمااردت آن ابنى بفاطمة عليها اسلام بنت رسول الله …

٢/١٢٦ وطرق النبي (ص) باب فاطمة وعليهما السلام ليلة للصلاة

٤/٤٨٦ کتاب المناقب: ((… رايت النبي وکان الحسن بن على عليهما السلام يشبهه ))

٩/٤١٨ کتاب التوحيد،باب المشينة والار ادة عن على بن الحسين عليهماالسلام اخبره …))

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!