تبلیغات

  زه دوســتدارد ده دآل يم             په دوستۍ کې يې خوشــحال يم[1]   د رسول الله (ص) اهلبيت د حضرت نوح (ع) د بېړۍ په څېر دي ( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،٣٤٣ مخ ) په خپل سند د حنش کناني له خولې وايي : حضرت اباذر غفاري مې وليد، حال داچې د کعبې ور […]

 

زه دوســتدارد ده دآل يم             په دوستۍ کې يې خوشــحال يم[1]

 

د رسول الله (ص) اهلبيت د حضرت نوح (ع) د بېړۍ په څېر دي

( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،٣٤٣ مخ ) په خپل سند د حنش کناني له خولې وايي : حضرت اباذر غفاري مې وليد، حال داچې د کعبې ور يې نيولى و او په جيګ غږ يې ويل : (( خلکو ! څوک مې چې پېژني؛نو پېژني مې او که څوک مې نه پېژني؛نو پوه دې شي،چې زه ابي  ذر يم او د خداى له استازي مې اورېدلي : (( زما د اهلبيتو مثال د نوح د بېړۍ په څېر دى، که څوک پکې سپاره شول؛نو خلاصون به يې موندلاى وي او که چا ترې سرغړونه وکړه؛نو غرق به وي . ))

دا روايت يې د درېم ټوک په ١٥٠ مخ کې هم له بلې لارې راوړى؛متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٦ مخ کې . هيثمي؛مجمع: نهم ټوک،١٤٨ مخ . علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په ٦١٠ مخ کې. حلية الاولياء د څلورم ټوک په ٣٠٦ مخ کې له سعيد بن جبير څخه او محب طبري د ذخاير په ٢٠ مخ کې او د هغه وينا له مخې ملا هم په خپله سيره کې او بزار له حضرت ابن عباس او ابن زبير (رض) څخه نقل کړى دى .

 خطيب بغدادي ( دولسم ټوک،١٩ مخ ) له حضرت انس بن مالک او سيوطي په درمنثور کې تر [وَإِذْ قُلْنَا ادْخُلُواْ هَذِهِ الْقَرْيَةَ فَكُلُواْ مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَادْخُلُواْ الْبَابَ سُجَّدًا وَقُولُواْ حِطَّةٌ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ وَسَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ (بقره/۵۸) لاندې له ابن ابي  شيبه له علي بن ابيطالب څخه روايت کړى چې وايي : (( موږ په دې امت کې د نوح بېړۍ او “باب حطه” يو. ))

همدې مضمون ته نږدې يو بل روايت هم کنزالعمال د لومړي ټوک په ٢٥٠ مخ کې له عباد بن عبدالله اسدي او شپږم ټوک په ٢١٦ مخ کې له طبراني له ابي ذر (رض) څخه نقل کړى دى او همداراز هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٦٨ مخ کې له حضرت ابي سعيد خدري روايت نقل کړى،چې په پاى کې يې راغلي دي : (( لکه څنګه چې که بني اسراييل باب خطه ته ورننووتي وو؛نو بښل شوي به وو (نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ)؛نو همداراز که څوک زما په امت کې هم پر اهلبيتو منګولې ولګوي؛نو و به بښل شي .))

 ذخاير العقبى هم په ٢٠ مخ کې دې مضمون ته ورته يو بل روايت له علي (ک) نقل کړى او همداراز کنوزالحقايق په ١٣٢ مخ کې او فيض القدير(درېم ټوک،٣٥٦ مخ ) او مناوي په فيض القدير کې د حديث تر نقلولو وروسته ويلي : (( يعنې لکه څنګه چې خداى باب خطه د بني اسراييلو لپاره د بښنې وسيله ګرځولې وه ؛نو که څوک ورته په تواضع او سجده ورننووتي واى؛نو بښل شوي به واى؛نو په دې امت کې که څوک له علي سره مينه وکړي او کړلار يې خپله کړي او پر لارښوونه يې ولاړ شي؛نو جنتي او له اوره به خلاص شي .

 پېغمبراکرم (ص) په علي ،فاطمه ،حسن او حسين مباهله وکړه

صحيح مسلم د فضايل الصحابه د کتاب د ( من فضايل علي بن ابيطالب ) په باب کې پر خپل سند له عامر بن سعد بن ابي وقاص له خپل پلار روايت کړى،چې ويلي يې دي : معاويه بن ابوسفيان، سعد (رض) ته امر وکړ،چې علي ته کنځل وکړي .سعد (رض) ورته وويل : هر کله مې چې د علي په اړه  د خداى د استازي درې ويناوې  يادې وي؛نو هېڅکله به ورته کنځل و نه کړم او که  په هغو درېو خبرو کې يوه هم زما په اړه  وه؛نو تر هغه څه به راته ښه واى،چې پر ځمکه پرې لمر لګي :1_  په يو جګړه کې  د خداى استازي،علي خپل ځايناستى کړ او جګړې ته يې له ځان سره يو نه وړ ؛ نو علي خپه شو او ګيله يې وکړه، چې ښځو اوماشومانو ته يې پرېږدې  او د جهاد له ثوابه مې بې برخې کوې؛نو د خداى استازي ورته وويل : خوښ يې ،چې مقام دې راته داسې وي؛لکه د هارون،چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته څه نبوت نشته.

2_د خيبر پر ورځ مې واورېدل،چې رسول اکرم (ص) وويل : سبا به د جګړې بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او استازي يې ګران دى؛نو ټول پر تمه ول، چې پېغمبر اکرم به هغوى ښيي؛خو چې سبا شو؛نو وا مې ورېدل،چې علي ته يې غږ کړ او چې علي يې ورته راوست؛ نو سترګې يې خوږېدې؛نو پېغمبر اکرم ورته په سترګو خپلې توکاڼې وموږلې  او د جګړې بېرغ يې ورکړ اوکلا هم د علي په لاس سوبه شوه .

3_ چې کله د ( قل تعالوا ندع ابنائنا و ابنائکم )آيت نازل شو؛نو د خداى استازي علي،فاطمه ،حسن او حسين راوغوښتل او ويې ويل : خدايه ! دوى زما اهلبيت دي .

دا روايت ترمذي؛صحيح :2 ټوک،300 مخ ، احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک،185 مخ ،سيوطي په درالمنثور:کې د آل عمران د سورت د مباهلې تر آيت لاندې  او درېمه جمله يې صحيح ترمذي :2ټوک،166 مخ پر خپل سند له عامر بن عباس بن سعد بن ابي  وقاص له پلار او حاکم ؛مستدرک:3ټوک،150 مخ ( هغه دا حديث د ټولو هغو شرايطو خاوند ګڼلې،چې  مسلم او  بخاري يې د حديث د صحت لپاره غواړي )  بيهقي؛سنن :7ټوک،63 مخ او زمخشري په کشاف کې او فخر رازي دواړو د مباهلې تر آيت لاندې  او شبلنجي؛ نورالابصار: 100 مخ  کې  راوړى دى او د شبلنجي عبارت دا دى: (( مفسرينو ويلي دي : رسول اکرم (ص) چې کله دا آيت له نجرانه راغلي مسيحي پلاوي ته ووايه او مباهلې ته يې راوبلل؛نو هغوى ورته وويل : موږ به په خپل کار کې سوچ وکړ او سبا به ځواب درکړو او تر سلا مشورې وروسته خپل مشر ته هم ورغلل،چې څه ورته وايي،هغه ورته وويل : نصاراو ! تاسې ښه پوهېږئ،چې محمد پېغمبر دى او که مباهله مو ورسره وکړه؛نو هلاک به شو ))

 او په يوه بل روايت کې يې ويلي دي : پر خداى هر قوم،چې له کو پېغمبر سره مباهله وکړه ؛نو تر وروستي تنه هلاک شوي دي، که زما منئ،ايمان پرې راوړئ که زما خبره نه منئ او مباهله کوئ ؛ نو لږ تر لږه دا خبره خو مې واورئ،چې ولاړ شئ او له هغه سره خداى پاماني وکړئ او بيا خپلې سيمې ته ستانه شئ . د نجران پلاوى پېغمبر ته ورغلل؛و يې ليدل چې حسين يې په غېږ کې راخستى او حسن يې له لاسه رانيولې او فاطمه په پېغمبر پسې او علي هم په فاطمې پسې را روان دى؛نو د خداى استازي وويل : چې کله ما دعا وکړه ؛ نو تاسې آمين ووياست . چې کله د نجران اسقف دا حالات وليدل؛نو و يې ويل: د نجران نصاراوو ! کومې څېرې،چې وينم که له خدايه وغواړي غر ورته له ځايه را ونه ړوي؛نو خداى به دا کار وکړي؛ نو مباهله و نه کړئ،چې هلاک به شئ او د قيامت تر ورځې پورې به يو نصارا هم پر ځمکه پاتې نشي؛نو نصاراوو له ناکامه وويل : ابا القاسمه ! زموږ خوښه پر دې راغله،چې مباهله و نه کړو او تا پر خپل دين پرېږدو او ته هم موږ پر خپل دين پرېږدې. رسول اکرم (ص) ورته وويل : اوس چې حاضر نه ياست،چې اسلام راوړئ او مباهله وکړئ ؛نو په ګټه او تاوان کې له مسلمانانو سره شريک شئ؛خو نصاراو و نه منله؛ نو رسول اکرم (ص) ورته وويل : بايد جګړې ته چمتو شئ . نصارارو وويل : موږ له عربو سره د جګړې وس نه لرو؛ خو سوله به درسره وکړو او داچې راسره  و نه جنګېږې او و مو نه وېروې  او و مو نه ګواښې او له خپل دينه مو وا نه ړوې؛نو موږ به هر کال دوه  زره توپه ټوټه درکوو،چې زر توپه به يې د صفر په مياشت او نوره به يې د رجب په مياشت کې درکوو ( او په يوه نقل کې راغلي )، 33 زره ،33 نر اوښان ، 34 جنګي اسونه  به درکوو، چې رسول اکرم (ص) يې دا وړانديز ومنه او سوله يې ورسره وکړه  او و يې ويل : پر هغه خداى قسم،چې ژوند مې د هغه په لاس کې دى،چې عذاب  تر نجران پورې رسېدلى و او که سوله يې نه وه کړې؛نو ټول به د بيزو او خوک پر بڼه شوي ول او دښته به ورته سور اور شوې وه او خداى به ان د نجران ونې او چرګان هم له منځه وړي  واى او په کال کې دننه دننه به پر ځمکه ټول نصارا له منځه تللي واى .

زمخشري ددې روايت تر نقلولو وروسته وايي : دا آيت د اهل کساء د فضيلت ښکارندوى دى، چې هېڅ دليل يې قوت ته نه رسي او همداراز د رسول اکرم (ص) د نبوت يو ښکاره دليل دى؛ځکه نه مخالف او نه  موافق داسې کوم روايت نقل کړى،چې د نجران نصاراو مباهله وکړه .

فخر رازي هم ددې روايت تر نقلولو وروسته وايي : دا آيت دلالت کوي،چې حسنين د خداى داستازي زامن دي؛ځکه  کله رسول اکرم (ص) ته دنده ورکړه شوه، چې خپلو زامنو ته په مباهله کې ګډون ورکړي؛نو د خداى استازي هغه دواړه راوړل؛نو فرضېږي،چې ووايو هغه دواړه د رسول اکرم (ص) زامن دي .

بيا وايي : او هغه آيت چې پردې مانا ټينګار کوي، د انعام د سورت دا آيت دى : (وَمِن ذُرِّيَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ _ تردې چې وايي : و زکريا و يحيى ) چې معلومه ده،چې عيسى د مور له پلوه ابراهيم ته منتسب دى؛نه د پلار له لوري؛نو جوتېږي،چې کله د لور زامن هم د انسان خپل اولاد ګڼل کېږي او تر يوې خبرې وروسته وايي : روايت شوى، چې ابا جعفر باقر له حجاج بن يوسف سره پردې آيت استدلال کړى دى .

او همداراز د بقرې د سورت د (وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا) آيت په تفسير کې ليکي: له شعبي نقل شوي دي،چې ويلي يې دي :زه له حجاج سره وم،چې خراساني فقيه  “يحيى بن يغمر” يې پر زنځيرونو تړلى له بلخه  راوست؛ نو ورته يې وويل : تا ويلي،چې حسن او حسين د خداى د استازي زامن دي . و يې ويل : هو !. حجاج وويل : يا بايد د خپلې خبرې لپاره د خداى له کتابه واضح دليل راوړى او يا به دې د بدن يو غړى غوڅوم . يحيى ورته وويل: حجاجه ! د خداى له کتابه به درته داسې ښـکاره دليل راوړم،چې ته هم ورته حيران شې. حجاج يې جرات ډېر زيات حيران کړ،چې په نوم يې ورته غږ وکړ او و يې ويل، چې د ((نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ)) پر آيت استدلال و نه کړې . يحيى : تر دې به هم روښانه دليل راوړم او ويې ويل : (وَنُوحًا هَدَيْنَا مِن قَبْلُ وَمِن ذُرِّيَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ _ تردې چې وايي _ و زکريا و يحيى و عيسى ) چې په دې  آيت کې عيسى د نوح ځوځات ښوول شوې دی ؛نو ته راته ووايه، چې د عيسى پلار څوک و،حجاج د څو شيبو لپاره غلى شو او بيا يې وويل :ته وا دا آيت مې تر اوسه اورېدلى نه و او بيا يې حکم وکړ: زنځير يې له پښو او لاسونو خلاص کړئ او دومره انعام هم ورکړئ .

دا کيسه سيوطي هم په درالمنثورکې د انعام د سورت ((وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ كُلاًّ هَدَيْنَا وَنُوحًا هَدَيْنَا مِن قَبْلُ وَمِن ذُرِّيَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ) په آيت کې له دوو لارو،چې يو يې  ابن ابي  حاتم له ابي  حرب بن اسود او بل يې له ابي  الشيخ ،حاکم ،او بيهقي له عبدالملک بن عميره نه نقل کړې ده .

( تفسير ابن جرير طبري :3ټوک ،212 مخ ) له زيد او بيا په 212 مخ کې له سدى نه او په 213 مخ کې  له علباء بن ،احمر يشکري او بيا په هماعه مخ کې له زيد نه په دې اړه  روايت نقلوي، چې رسول اکرم(ص)،علي ،فاطمه ،حسن او حسين په مباهلې کې ګډون کړى و.

( سيوطي په درالمنثور کې د آل عمران د سورت د مباهلې د آيت په تفسير کې ) وايي : حاکم ( هغه دا حديث صحيح ګڼي) او ابن مردويه او ابو نعيم په دلايل کې له جابر (رض) څخه روايت کړى،چې ويې ويل : عاقب او سيد ،رسول اکرم (ص) ته راغلل ؛نو د خداى استازي دواړه اسلام ته راوبلل، چې دواړو ورته وويل : محمده ! موږ اسلام راوړى دى . د خداى استازي ورته وويل: دروغ وياست او که زړه مو غواړي ؛ نو درته به ووايم، چې ولې اسلام نه راوړئ . ورته يې وويل : ووايه. رسول اکرم (ص) ورته وويل : کومه مينه، چې تاسې له صليب،شرابو او د خوک له غوښې سره لرئ ؛ نو نه مو پرېږدي،چې اسلام راوړئ  او بيا رسول اکرم (ص) ورته د مباهلې بلنه ورکړه او هغوى دواړو هم د سبا وعده ورکړه،چې بله ورځ رسول اکرم (ص) علي ،فاطمه ،حسن او حسين  راوستل او پيغام يې ورولېږه،چې راشئ ؛ خو را نه غلل او د رسول اکرم (ص) پر نبوت يې منښته وکړه . د خداى استازي وويل : قسم پر هغه خداى،چې زه يې استازى رالېږلى يم که منښته يې نه وه کړې؛نو خداى به پرې په دښته کې اور راورلى و .

جابر (رض) وايي : د ((تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا)) آيت په دې  پېښه کې نازل شوى او همداراز وايي : له (أَنفُسَنَا) څخه مراد پېغمبر اکرم (ص) او علي او له (أَبْنَاءنَا) څخه مراد حسنين او له (نِسَاءنَا) څخه مراد فاطمه ده .

( صواعق محرقه :93 مخ )وايي : دار قطني روايت کړى،چې علي د شورى پر ورځ هغه کسانو ته،چې هلته ناست ول،داسې وينا وکړه : پر خداى قسم درکوم، چې په تاسې کې تر ما رسول اکرم (ص) ته نږدې شته ؟ او څوک شته،چې خداى هغه د رسول اکرم  (ص) نفس او زامن يې د رسول اکرم زامن او مېرمن يې د خداى د استازي ښځې ښوولې وي ؛ نو ټولو  منښته وکړه، چې شهد الله ،نه ( د حديث تر پايه )

نورې سرچینې یې دا دي:

مجمع البيان 2/452 ، الكامل في التاريخ 2/23 ، روح البيان 2/44، د امام ثعلبي تفسير 95 مخ ، امام سيوطي ، دارالمنثور 4/38 ، ابن مغازي الشافي ، المناقب 263 مخ ،صحيح مسلم ٧\١٢٠،مسند احمد حنبل ١\١٨٥،تفسير طبري ٣ ټ،مستدرک ٣\١٥٠،معرفة علوم حديث ٥٠مخ،دلايل النبوة ٢٩٧ مخ د حيدرآباد چاپ،اسباب النزول ٧٤ مخ،معالم التنزيل١\٣٠٢،مصابيح السنة ٢\٢٠٤، تذکرة الخواص ١٧ مخ،جامع الاحکام القرآن قرطبي ٣\١٠٤،تفسير بيضاوي ٢\٢٢،ذخاير العقبى ٢٥مخ،تفسير نيشاپوري ٣\٢٠٦، البحر المحيط ٢\٤٧٩، د اسماعيل بن کثير القرشي تفسير ١\٣٧٠،الاصابة ٢\٥٠٣، خلاصة الصواعق ٨٩ باب،ينابيع المودة ٢٩٥-٢٩٩مخونه،احقاق الحق ٣\٥٩، فتح القدير٣١٦ مخ،تفسيير روح المعاني ٣\١٦٧،الجواهر في تفسير القرآن الکريم ١\١٢٧-١٢٦،د کشف الاسرار تفسير ٢\١٤٧-١٥١

[1] .        ارمغان- ٨٠٤مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست