تبلیغات

له خپلې مېرمنې سره د کوروالي پر مهال بیړه مه کوئ، درنگ وکړئ،چې هغه هم په شهوت او شوق راشي. د چا سترګې چې پر پردۍ ښځې ولګېدې او ښه یې راغله؛ نو له خپلې مېرمنې سره دې کوروالی وکړي؛ ځکه څه یې چې لیدلي په مېرمن کې یې شته او په هېڅ ډول اجازه […]

له خپلې مېرمنې سره د کوروالي پر مهال بیړه مه کوئ، درنگ وکړئ،چې هغه هم په شهوت او شوق راشي.

د چا سترګې چې پر پردۍ ښځې ولګېدې او ښه یې راغله؛ نو له خپلې مېرمنې سره دې کوروالی وکړي؛ ځکه څه یې چې لیدلي په مېرمن کې یې شته او په هېڅ ډول اجازه مه ورکوئ،چې شیطان مو زړه ته لار ومومي او باید سترګې له هغې نامحرمې واړوئ او که ښځه نه لرئ؛ نو دوه رکعته نمونځ وکړئ او خدای ډېر وستایئ.

له خپلې مېرمنې سره دکوروالی پر مهال خبرې کوئ، چې په دې حال کې خبرې کول د اولاد د ګونګۍ لاملېږي.

د خپلې مېرمنې دننني عورت ته مه ګورئ، چط د پیس ناروغۍ لاملېږي.

له خپلې مېرمنې سره دکوروالي پر مهال وواست: خدایه ! دا ښځه مې ستا په امر ځان ته حلاله کړه او ستا امانت مې قبول کړی؛ نو که اولاد دې راته ټاکلی وي؛ نو ښکلی اندامه هلک یې کړه او شیطان ترې بې برخې کړه.

((اماله)) یو له څلورګونو څیزونو ده، چې پېغمبراکرم (ص) یې سپارښتنه کړې ده. غوره درملنه اماله ده، چې ګېډه پراخوي، دنننی درد لرې کوي او بدن غښتلی کوي.

له بنفشي انفیه جوړه کړه : پېغمبر اکرم (ص) ویلي :که خلک د بنفشي پر ځانګړنو پوهېدای؛ نو په ګوټ ګوټ یې څښله.

له مېرمنو سره مو د میاشتې په لومړیو او منځنیو شپو کې له کوروالي ډډه وکړئ،چې شیطان په دې دوو وختونو کې په څاڅکي کې برخوالېږي .

د چهارشنبې او جمعې پر ورځو له حجامته ډډه وکړئ؛ځکه چارشنبه تل سپېره ورځ ده او د دوزخ پکې پیدا شوی او د جمعې پر ورځ داسې یو ساعت شته، چې که څوک حجامت پکې وکړي؛ نو مري.

سرچینه

د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست