تبلیغات

بسم الله الرحمن الرحيم   ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پوښتنه : چې کله د ښځمنو د ستونزو، انساني شخصيت او ټولنيزمقام په هکله خبرې کېږي،ښايي د يو معلوم او مشخصو اصولو په چوکاټ کې وڅېړل شي . ستاسې له نظره دا معلوم اصول او چوکاټ يې کوم دى ؟ ځواب : زه د ښځمنو د ستونزو د څېړلو […]

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پوښتنه :

چې کله د ښځمنو د ستونزو، انساني شخصيت او ټولنيزمقام په هکله خبرې کېږي،ښايي د يو معلوم او مشخصو اصولو په چوکاټ کې وڅېړل شي .

ستاسې له نظره دا معلوم اصول او چوکاټ يې کوم دى ؟

ځواب :

زه د ښځمنو د ستونزو د څېړلو او لوست لپاره له قرآني ليارې ګټه اخلم. قرآن د ښځې او سړى پر انساني مقام باندى يوشان ټنيګارکوى او هغه دواړه انساني عناصرګڼى ، چې دانساني ارزښت له کبله پريوبل باندى لوړوالى نه لرى .

قرآن په دى هکله وايې : (( الذى خلقکم من نفس واحدة وخلق منهازوجها))

سورت نساء \١- هغه تاسى له يوه تن څخه پيداکړى اوله هغه تن څخه دهغه ښځى هم )) داآيت دى ته اشاره کوى ، چې ښځه او سړى ديوبل بشپړکوونکى دى . دانساني بشپړديوبل بشپړکوونکى دى .دانساني بشپړتيا په بهيرکې سړى .

دښځى ميړه اوښځه يې ميرمن ده . دزوجيت معنى هم داده . زوجيت په دى معنى هم داده . زوجيت په دى معنى نه دى ، چې دوه بيل شوى اومختلف څيزونه له يوبل سره نږدى کيښودل شى ، بلکى معنى يې داده ، چې دوه تړلى اوډول ډول څيزونه له يوب نږدى کيښودل شوى دى سره ؛نوداخبره به مفهوم ونهلرى که دتيږى اوونى دزوجيت په هکله خبرى وکړوځکه ددى دواړو اړيکى سره هيڅ مفهوم نه لرى . يادمثال په توګه کله ، چې خداى انسان ته خطاب کوى ؛نو يوازى سړى ته خطاب نه ، بلکى رواړوته خطاب کوى : دى ونى ته نږدى نه شئ ))

اووروسته خداى وايې : (( دواړوله هغى وخوړه )) بيا خداى وايې : (( نو شيطان هغوى دواړه تيروتنى ته اړکړل اوپه کوم جنت کې چې وه ترى ويې شړل))

ددى آيت له مخى داسلام اومسيحيت نظريه له جرړى يوبل سره توپيرلرى . مسيحيت نظريه له جرړى يوبل سره توپيرلرى .

مسيحيت دتيروتنى ټوله پړه په ښځى اچوى اوهغه دبى لارى يوازينى لامل بولى . اسلام آدم اوحوا دواړه ددى .

تيروتنى مسوؤل بولى ، چې پايله يې له جنت څخه ددواړو را ويستل و. دموؤليت څخه پرته ښځه اوسړى په اخلاقى ارزښتونو کې هم له يوبل سره توپيرنه لرى .

(( انى لا اضيع عمل عامل منکم من ذکراوانثى )) زه ستاسى دهيڅ يو . سړى اوښځى کار نه ضايعه کوم )) آل عمران \١٩٥

دښځى اوسړى دمسوؤليت په مثبتواو منفى ياديلوکى هم هيڅ توپيرنشته (( الزانية والزانى فاجلدواکل واحد ((منها ماة جلدة )) ( سورت نور \٢)

( زناکارښځه اوسړى هريوسل خريى ووهئ ) (( والسارق والسارقة فاقطعوا ايديهما )) ( سورت مايده \ ٣٨)

( دغل سړى اوغلى ښځى لاس پريکړئ )

(( ان المسلمين والملمات والمومنين والمومنات والقانتين ولقانتات والعارقين والعادقات والعابرين والعابرات ولخاشفين وانخاشعات والمنصدقين والمصدقات ولصائعين والعا ئمات والحافظين فروجهم والحافظات والذاکرين الله کثيراً والذاکرات اعدالله لهم مغفرة واجراُ عظيما ً ) سورت احزاب ٣٥)

خداى دمسلمانو سړواومسلمانو ښځمنو، مومنوسړو اوه سو منوښځمنو،داهل اطاعت سړو اواهل اطاعت ښځمنورښتياوبونکى کړى اورښتياويوونکى ښځى ، صبره که سړى اوصبرناکى ښځى ، له خداى ويرودوکى سړى اوله خداى ويرودونکى ښځ . صدقه ورکوونکى ښځى اوسړى ، روژه لرونکى ښځى اوسړى اوهغه سړى ، چې خپل شرم ځايونه پټوى اوهغه ښځى شرم ځايونه پټوى (( هغه سړى چې خداى زيات يادوى اوهغه ښځى ،چې خداى زيات يادوى دوى لپاره يې بخښنى اوستراجرونه ساتلى دى ))

وينو چې خداى کافرښځه دکافروښځمنو اوسړولپاره بيلګه ګرځوى اومومنۀ ښځه يې دمومنو ښځمنواوسړو لپاره بيلګه ګرځولى ده ؛نوښځه دټولو سړو اوښځمنو دمنفى اومثبتواخلاقى ارزښتونولپاره ضرب المثل دى . سورت تحريم \١٠ (( خداى دکارانو لپاره دنوح اودلوط دښځى مثال راوړى دا دواړه ځمونږ ددوو صالحوبندګانو ښځى وى او دواړوسره يې خيانت وکړاو هغوى ونه شو کړاى ، چې خپلى ښځى له عذابه وژغورى اوورته وويل شو ؛له نورسره په اورکى ورداخل شئ )) اودټولو مومنو ښځمنواوسړو لپاره دمثبتواخلاقو دازرښتونو بيلګه بيا هم يوه ښځه معرفى شوى ده .

سورت همان \١١ (( خداى دهغه چا لپاره چې ايمان راوړى دفرعون دښځى مثال راوړى ، هغه وخت يې وويل : اى ځما پرودګارا ! ما لپاره په جنت کې له خپل ځان سره نږدى يوکور جوړکړه اوماله فرعون اودهغه له عمله وژغوره اوماله تيرى کوونکيو خلکو څخه خلاصه کړه ))

؛نودارزښت له پلوه په ښځه اوسړى کې هيڅ توپير نشته اوداسى نه ده ګنى چې سړى به اصل اومحوروى اوښځى دى ورپسى اقتدا ووکړى .

دښځى او سړى مقام يوشان دى اوانسا دشخصيت معيار اخلاقى ارزښتونه دى . حضرت خديجه حضرت فاطمه اوحضرت زينب دښځمنو اوسړو لپاره غوره بيلګى دى ؛نو د خداى په وړاندى دسړى مقام له ښځى لوړنه دى . او دنده يې هم له ښځى لوړه اوباارزښته نه ده .

دشخصيت برابرى او د حقوقو نابرابرى

پوښتنه ٢

دخداى پروړاندى دښځى اوسړى دانساني شخصيت برابرى اوپه حقوقو اوبرخمنتوب کې يې نابرابرى څرنګه توجيه کيداى شى ؟

ځواب : کله داسى نيوکى کېږي ، چې په ارث کې قرآن دسړو برخه له ښځمنوډير ټاکلى . سورت نساء \١ د زوى برخه ، دلور دوه برابره ده ) . خوکله ، چې حاديثوته مخه کړو ؛نودا امر د ښځى په وړاندى د سړى لپاره يو ډول امتيازنه ګڼل کېږي ، بلکې ديو توازن ښکارندوى کوى .،ځکه چې ښځه دنفقى په لاس ته راوړلو کې هيڅ مکلفيت نه لرى ښځه دمادى مسووليت پروړاندى هيڅ مکلفيت نه لرى . نه به د ميړه نفقه ورکوى اونه داولاداو حتى دژوند خرڅ هم ددى پرغاړه نه دى .

په پورتنى ټولو خرڅونو کې دښځى نه ګډون پردى معنا دى ، چې کوم څه ترى دسړى له لارى اخستل شوى ددى لارى ورته بيرته هرڅه راګرځول کېږي ځينى ظرفيفان وايې : دا دسړوحق دى ، چې دښځمنواوسړو ترمنځ دبرابرى نعرى راپورته کړى داځکه ، چې دښځى برخه له سړو ډيره ده .

پوښتنه ٣

دسړى درياست حدود .

(( الرجال قوامون على انساء سورت نساء \١١ دښځى اوسړى برابرى له پورتنى آيت سره څرنګه هم اړخه ياسارګاره بولى ))

ځواب : –   ځينى پردى معتقد دى ، چې دا آيت سړى دښځى اودهغى دچارو مسوؤل اوولى ګڼى ؛خو ځمانظرداشان نه دى . زه معتقديم چې دآيت دښځى اوسړى په ګډژوندکې دښځى په پرتله دسړى ((دقوامت )) يامديريت په هکله خبرى کوى . اوعلت يې داسى بيان شوى دى : (( ددى له پلوه خداى ځينى پر ځينو باندى لوړکړى اوداله دى کبله دى ، چې له خپل مال څخه نفقه ورکوى )) سورت نساء \٣٤ مونږ پوهيږوچې سړى ، ښځى باندى يوازى دګډژوند په دايره کې قوامتيامديريت لرى . ؛نوپه هيڅ حالت کې دسړى دصفت په لرلو ،سړى نه شى کولاى پرښځه ، چې ښځينه صفت لرى ، واکمنى دلرى ، يوازى د ګډژوند په حالت کې دا حالت صدق کوى .

(( فالصالحات قانتات حافظات للغيي به حفظلاالله دوالاتى تخافو نشوزهن فعظوهن ))

سورت همان .(( غوره ښځى منوونکى وى او د ميړه په غيبت کې عفيض اوپاک لمنى وى اودخداى فرمان له سترګونه غورځوى اوهغه ښځى ، چې له نه منولو يې يره لى ورته نصيحت وکړى )) داآيت له پايله ترآخره دگډ ژوند په دايره کې د سرپرستى اوواکمنى خبره کوى اوداامر دطلاق په هکله ، چې دسړى حق دى راښکاره کوى . طلاق يې ځکه دسړى لاس ته ورکړى ځکه ، چې هغه په ژوندکې دانفقى دپيداکيدو مسوؤل دى .

له دى دايرى څخه به رواکمنئ تزسرپرستى هيڅ معنانه نه لرى .

خاوندله اجازى پرته کورڅخه دښځى بهروتل ، يوازى دسړى دجنسى ملاحظى حق دى . ځمونږ فقهى رائى هم داده په دى هکله زه له آيت الله خوليى سره يوخوله يم .

که ښځه دميړه په اجازه له کوره ووځى ؛نو حرام به نه وى .

دسړوقيموميت ياسرپرستى ياواکمنى پرښځمنوباندى عموميت نه لرى اودا سرپرستى يوازى دښځى اوسړى دګډژوند پورى تړاولرى . ممکن وويل شى ، چې دسړو لپاره دواکمنئ ځانګړنه په دى معنى ده ، چې ښځى دى هيڅ سرپرستى اوواکمنئ ونه لرى . ؛خو زه فکرکوم دا مسئله له شخړى ډکه ده . او داچې ښځه کولاى شى دصدرات يارياست واکمنى په غاړه واخلى . په دى اړه خورا بحثونه شوى دى . دمثال په توګه آيا ښځه ددى حق لرى ، چې مرجع تقليدشى .

ځينى علماء وؤپه خپل فقهى کتابونو کې ليګلى : (( که عالم ته دجاهل ورتګ تقليدوى ؛نو په دى هکله هيڅ کوم توپير نشته ؛ځکه دلته جنسى عضر، نارينه ياښځينه هيڅ رول نه لرۍ .(( ولهن مثل الذى عليهن وللرجال عليهن درجة )) ( بقره \٢٢٧)

( ژباړه : دښځمنولپاره غوره حقوق شته دى ، څرنګه هغه ونده ، چې دهغوى پرغاړه ده ؛خوپرښځمنوباندى سړى درجه اومرتبه لرى )

دلته ځنى فقهاء وايې ، چې ددى آيت پراساس سړى پرښځمنوباندى غوڅ لوړوالى لرى ؛خو مونږ وايوچې دامرتبه اودرجه يوازى دطلاق په هکله ده او دښځى په پرتله سړى يوازى دطلاق دورکړى حق لى . اوداآيت هم دواړه په هکله نازل شوى . داآيت راښائى کوم وظايف چې سړى لى ښځى يې هم لرى .

ممکن وويل شى ، چې سړى جنسى حق لرى ؛خوښځه داحق نه لرى ؛خوکه دواره په هکله احدايثو ته کتنه وکړو نوداسى وايې : خداى ښځى اوسړى ته دواړه له لارى امتيازورپه برخه کړه .

–   واده دعفت اوپاک لمنى لامل دى .

–   غوره ده چې جلى ژرواده وکړى ترڅولکه دميوى پرڅيرپه ونه کى ورسته نه شى .

چې کله داشان احاديث ونيو ؛نو ګورچې واده دعفاف اوپاک لمنئ دبرابرولو اودهغه دخو ند يتوب لپاره ټاکل شوى . زما پو ښتنه داده . ځينى فقها وايې : پرسړى باندى دښځى حق دادى ،چې هرڅلور مياشت يوځل دى ورسره څملى اوپرته له دى چې خوندترۍ واخلى )) .

آيانضافت اوپاکى لمنى په ځاى شوى ؟

آيا دواره حکمت يوازى دادى چې وايې ښځه بايدپه کامل کى درى ځله جنسى نږدى والى وکړى ، اوخوندترى وانخلى ؟!

عجيبه خوداده ځنى فقهاوايې : که ديوى ښځى ميړه مسافردى ؛نودهغه ددرى ځلو جنسى نږدى والى حق هم نه لرى آيا داحکم دواړه له حکمت سره اړخ لګوى ؟ ځمونږ ځواب منفى دى .

مونږ دسورت بقره ٢٢٨ آيت له مخى اوهغه احاديث ، چې دواره حکمت بيا نوى دى پايلى ته رسو : يوحديث (( کى راغلى : کې يو څوک څوښځى ولرى اوله هغوى سره جنسى نږدى والى ونه کرى که دوى ښځمنوپرزنالاس پورى کړه ؛نوپړه اوګناه په يې دميړه پرغاړه وى )) مونږ ددى قياس له مخى نه ،بلکې دملاک له مخى ګټه پورته کوو اووايو که يو سړى له يوى ښځى سره واده وکړى ؛خو دهغى جنسى اړتياوى پوره نه کړى اوکه دى ښځى زناوکړه ؛نو ګڼاه به يې دميړه پرغاړه وى .

(( دښځى ايمان اوعقل ))

پوښتنه ( ٤) په نهج البلاغه کې دښځى اوسړى دشخصيت ، عقل اوايمان ترمنځ نابرابر ى راغلى تاسى يى څرنګه توجيه کوى.

ځواب : نهج البلاغه کې داسى راغلى . ښځى دنيمګړى برخى اودناقص عقل او ايمان لرونکى دى .

دښځى دعقل دناقص يانيمګړتيادليل دادى ، چې په شهادت يامثاهدى کى ددووه ښځمنوشاهدى ديو سړى دشاهدى په توګه منل کېږي .

دبرخى ناقصوالى يې دادى ، چې : سړى په ارث کې دښځمنوپه پرته دوه برخى وړى .

دايمان ناقصوالى يې دادى ، چې : دحيض په ورځوکې له لمونځ اوروژ معاف ده .

زما نظردادى ، چې ددى حديث پلټنه بايد دهغو څيړونکيو اواهلوته پريږدو . که دامسئله ( دښځى ناقص عقل ) په مطلقه توګه اوپرته له کوم علت څخه بيان شوى وى ؛نوممکن چې دتعبدله رويه موهغه منلى وى ؛ خوچې کله ددى امرعلت داسى بيا نيږى چې ددو ښځمنوشهادت له يو سړى سره برابر دى له ځان سره فکر کوو، چې دشهادت يامشاهدى ( ګواهى ) عالم ، په نقل کې دامانت اوحس عالم دى ؛خو دعقل عالم له تفکرپلټنى اومطالعى سره تړاولرى .او دشاهدى ياګواهى عالم اودعقل دعالم ترمنځ هيڅ اړيکه نشته . دا امر له دى آيت څخه لاس ته راځى (( ان تضل احد اهمافنذکړ)) سورت همان \ ٢٨٢ يعنى که له ياده يې ووتل اوياهم دعاطفى تراغيزى لاندى راغله ؛ﻻه دى ورياده کړى ))

دلته ګوروښځى ګواهى ياشاهدى بشپړه کوى . اوس څرنګه ممکن دى ، چې يو ناقص بل ناقص بشپړکوى ؟

ځما نظردادى ، چې يو سړى سره ددوو ښځى ګواهى يادشاهدى برابروالى په عدالت کې دلا احتياط په موخه دى . نه داچې دښځى په مقام کې کوم نقص شته .

دزناپه دثبات کوى هم دوو اوياهم څلورو شاهدانوته ضروت دى ؛نو دلته آيا دا امر دسړى دعقل ناقصو الى اوکم ارزښتى راښائى په دى اړه يوازى ديو سړى شاهدى کافى نه ده دلته موخه داده ، چې په عدالت کې احتياط شوى وى .

دښځى دايمان ناقصوالى هم همداشان دى .

دايمان دنقص معنى په ايمان احساس کې ستى ده . په دى پوهيږ و ، چې دحيض په ورځوکى د روژى اولمونځ څخه دډه د خداى په حکم ده . او د الهى امر څخه اطاعت دايمان دکمى نښه نه ، بلکې دايمان دزياتى نښه ده . ځينى ښځى د اميد وارى يا حاملګى نددواګانى خورى ترڅو عادت پرى رانه شى اودوى نه غواړى لمونځ اوروژه يې پاتى شى ؛نو داهم له ايمان څخه کم نه دى ، بلکى دشرعى سره هماهنګ دى .

لکه څرنګه ،چې دواجبو پرځاى کول دخداى امردى ؛نو همدارنګه له حرامو ډډه هم دخداى په امر ده . اوڅوک ،چې داسى وکړى خداى به ترى راخى وى .

ممکن څوک داسى ووايې ، چې دحيض په ورځوکى له لمونځ اوورو ژى څخه دښځى محروميت دهغى لپاره عملاً نقص دى اوپه عملى لحاظ يې هم ايمان ناقص دى . ددى په ځواب کې بايد وويل شى : آيا دمسافر به هم ايمان ناقص وى ، چې په سفر کې نيم لمونځ کوى ؟ دناروغه په هکله تاسى څه وايې ؟ آيا که ناروغه دروژى په مياشت کې روژه نه نيسى ؛نوايمان به يې ناقص وى ؟

دارث په هکله هم مونږ مخکى خبرى وکړى .

چې کله خداى ښځه اوسړى داعمالوله پلوه يوشان ګڼى . علت يې دادى ، چې خداى دادواړه يوپربل باندى مکلف کړى اوکه دښځى عقل له سړى څخه کم وى ؛نو عدالت به داحکم نه و کړى ، چې دښځى تکليف دى سړى پرڅير يو شان وى .

دجهاد اوداسى نورو چاروڅخه دښځى معاف کيدل ، ښايى دبدنى اوجسمانى شارئيطو له پلوه وى .

خداصه داچې په قرآن کې پرښځه باندى دسړى عقلى برترى اولوړوالى .

په هکله کوم دليل نشته . په عکس يې ځينى دلايل لرو ، چې دښځى عقل له سړى څخه غوره او اوچت دى .

په قرآن کې دملکه سباپه داستان کې داسى راغلى : هغى دسليمان دخط له ليدو وروسته خپل قوم لا ټول کړ اوورته يې وويل :

(( اى مشرانو! غوره ليک ماته راغلى دسليمان ليک ، چې په کې يې ليکلى : دبخښوونکى اومهربان خداى په نامه . پرمامه غوره کېږي اودتسليم لپاره ماته راشئ . ښځى وويل : اى مشرانو ځما کارته رائ راکړى ، که تاسى حاضر نه ياستى ؛نوزه به هيڅ کار فيصله ناکړم )) سورت نمل ٢٩-٣٢

ملکه سباله هغوى وغوښتل ترڅوفکر ملاتړيې وکړى ؛خومشرانو ورته خپلى منټى وښودلى اوداکارله عقل څخه لرى بريښى .

دسباملکى دسليمان په خطکې دهغه اونورپاچايانوتوپيرپه ښکاره وليده اوداسى يې وويل : (( پاچايان ،چې په کليو ورننو ځى هغه ورانوى ، دخلک يې خواروى )) سورت همان \٣٤ کله ،چې سليمان ته لاړه اودهغه خبرى يې واوريدى ؛نو ايمان يې راوړاوويې وويل : (( اواوس له سليمان سره دپروردګار پروړاندى تسليمه شو م )) سورت همان \ ٤٤

دابيلګه ، چې قران مونږ ته وړاند ى کوى هغن ښځه دهى ، چې په عاطفى نه ؛بلکې ، پرعقل باندى مخى ته ځى .

که څه هم مضبوط خلک يې ترڅنګ ولاړدى ؛خو دوى ټول پرعقل نه ، بلکې پرعواطفو باندى فکر کوى .

؛نوقرآن غواړى ، چې ووايې ممکن دښځ عقل له سړى زيات وى . دايې بيلګه ده . نورى بيلګى يې دفرعون ښځه اوحضرت مريم ده .

يوبل آيت دى ، چې ممکن دښځى دشخصيت د کمزورتيا لپاره ددليل په توګه راوړل شى : (( اومن نيشافى الحلية وهوفى الخصام غيرمبين )) آيا هغه ، چې په ښکلااسينګار سره روزل شوى اود شخړى ترمنځ نه ښکاريږ ى دخداى به وى . ))

( سورت زخرف \١٨×

داآيت دجلى دروزى په هکله دى ، دهغى له ذاته نه دى . جلى چې کله کوچنى وى ؛نو سينګاريږى ، ويل کېږي ، چې ښځه له سړى څخه کمزورى ده ؛خو قرآن دانسان له کمزروى څخه خبرى کوى ؛نه دښځى له کمزورى څخه . (( خلق الانسان ضعيفا ً )) ( نساء \٢٨×

(( انسان کمزورى پيداشوى دى )) . ؛نو په قرآن کريم ک دسړى په پرتله دښخى دکمزورتيا په هکله څه ذکرشوى نه دى .

اوپه دى هم پوهيږو،چې دوزى له لارى ښځه دسړى نه هم قوى کيږ ى .

مونږ معتقد يو ؛ځمونږ دکار ښااواساس قرآن دى . که ځينى احاديث بل شان ويل شوى وى ، ښائى داسى يې ولولو، چې له قرآنى مفاهيمو سره اړخ ولګوى .

پوښتنه : اسلام اودزان مقتضيات

دننئ زمانى دشرايطو اوستونزو داوارى لپاره آيا کومه اسلامى طرصه شته ؟

ځواب : زه معتقد يم چې دزمانى دستونزو داوارى لپاره دوه اسلامى لارى شته. يوه طرصه چې مونږ ورسره مخالف يو ، چې وايې : دننئ انسان دستونزوداوارى لارداده چې اسلام دزمانى د معيارونو تابع کړو .

اودخلکو دخوښى لپاره . اسلام بايد له خپلو انديشو راوړوو . مونږ دالپاره رده وو.

لکه څرنګه چې خداى وايې : (( ولن ترضى عنک اليهود ولارالنهارى حتى تتبع ملتهم )) سورت بقره \١١٥

يهوداونصارا به له تاخوشاله نه ستى ، نګردا ، چې ته دهغوى لارى ته واوړى ))

؛نو اسلام بايد په خپل ماهيت ، حقيقت اوهويت باندى پاتى شى .کله ، چې وايواسلام دننئ انسان ستونزى اواره ولى شى ددى خبرى معقوم دادى که ننى انسان اوژوند وڅيرو اواسالم هم وڅيړو ؛نووبه وينو چې اسلام په مادى اومعنوى اړخونوکې د تعادل په راوړلو سره کولاى شى ، چې دننئ انسان ستونزه اواره کړى .ځينى وايې : (( چې زما داسى تقاضا لرى زما ن داسې ايجابوى )) ددى خبرى پرمفهوم ځمونږ سرنه دى خلاص شوى . ځکه مونږ معتقد يوچې په طبيعى اوذاتى توګه عصراوزمان کوم څيزنه فرضوى .

؟؟

؛نوبنا پردى مونږ معتقد يو کوم

پرمختګونه چې هم لاس ته راځى ، له طبيعت اودزمانى له ذاته نه دى ننئ وخت له تير شو پرون سره دزمانى اړخه له پلوه هيڅ توپيرنه لرى داڅومره مادى بشپړتيا ، چې ونيو، لامل يې دادى ، چې بشرخپله انديشه پرننئ زمانى اوانسان واکمنه کړى ده .

تيرى شوى وخت هم همداشان وه .

مونږ وايوهرننى انديشه چې له اسلامى سره يې ضديت درلود له هغى سره به جنګيږو .

کله ، چې مونږ اسلامى په نړيواله کچه مطرح کوو ؛نو غواړو ، چې جهان اسلامى کړو ؛نه دا چې اسلامى له جهان سره سازګاره وښايو .

پرمادى وضع باندى دمعنوى دلوليدنى اغيزى .

پوښتنه : آيا معنوى رالويدنى دټولنوپر مادى وضعى باندى اغيزمنى دى ؟

ځواب : هواغيزمنى دى . دمثال په توګه معنوى اړخ په انساني ارزښتونو ټنيګار کوى اوپه دى توګه دعلم په موخوکى هم لا سوهنه کوى اوانسان له دى څخه منع کوى ، چې دعلم له لارى دجهان اودنورو دويرانى وسايل برابرکړى .

معنوى اړخ په کورنى اودانسان په مادى نحرايزوکى هم لاسوهنه اورضالت کوى ترڅو انسان جنس مسائل ديوى موخى په توګه نه ؛بلکې ديوى وسيلى په توګه وپيژنى .

پوښتنه : دشرقى ښځى هويت

پوښتنه : دشرقى ښځمنواوپه ځانګړى توګه داسلامى هيوادونو دښځمنوپه کورني ، ملي ، اواولسي جوړښت اودهغې په ساتنه کې اولسي ، رسم اورواجونودلويد يځوښځمنوپه پرتله غوره رول لوبولې دى .تاسې داځانګړنه څرنګه ځيډى اوکه وغواړئ ، چې په تفصيل سره شرقي اوغربي ښځى سره مقايسه کړى ؛نوکوم ټکى به موپام ځان ته راوړوى ؟

ځواب : چې کله شرقي ښځى ته کتنه کوو؛نودين ټولنه او واکمن رسم اورواجونه پردى توانيدلي ، چې ښځه په يو جنسى انضباط کې وساتي . شرقى ښځه جنسى انحراف ديوعامې خبرې شوې پديدې په حيث نه پيژنى ؛بلکې داخلاقو ، شرافت اورسم اورواجونوڅخه يوډول تيروتنه بولي . شرقي فرهنګ پردى هم توانيدلى ،چې ښځه دى ته اړکړى ، چېله خپلى کورنى ، بيره ، اودادونو ، ټولنى ، نږدى اولرى خپل خپلوانوسره ، انساني تعهد، روحى اوعاطفى اړيکى ټينګى وساتي . اوښځه په دى ټولنه کې دعمومى ارزښتونوانساني احساساتوله پلوه دټولنى جزو اوجوړښت ګڼل کېږي .

؛خوشرقې ښځه په خپله ټولنه کې له يوى ستونزى سرټکوى اوهغه داچې په علمومې توګه سړى ورته دويمى درجى دانسان په سترګه ګوري . شرقى سړى يا پلارغالباً دا احساس کوى ، چې دخپلى لوردومره واک يې په لاس کې دى ، چې دهغى شخصيت اوغوښتني په بشپړتوګه له پامه وغورځوى . وينوچې پلاردلوردواړه په هلکه دومره لاسوهنه کوى ، چې دهغى له غوښتنى پرته پرى واده ورتپى او که لوريې په خپله خوښه واده کوى ته يې پريږدى .

دلته ډير پلاران پردى آند دى ، چې لورګانى اوحتى ځامن يې هم دپلارله نظرسره دبحث اومخالفت حق نه لرى اويوازى پلارپه دى هکله هراړخيزه تصميم نيولى شى اوځامن يې په دى اړه دينوکى اومخالفت حق نه لرى . داطبعيى ده ، چې دا مستبدانه چلن دځوى په پرتله له لورسره ډيرکېږي ،ځکه داتفکردجاهليت څخه پلرونوپه مغزوکى لاتروسه پاتې دى .ددى تفکرى له مخى جلى دکورنى . دشرافت سمبول اونماد اوهمدارنګه تيروتنه اوانحراف يې دکورنى لپاره ننګ بلل کېږي .

په داسې حال کې ، چې دهلک ياځوى تيروتنى اوانحراف ته درومره اهميت نه ورکول کيږي . له همدى کبله که ځوى يې له کومې ښځې سره زنا وکړى ؛نو ترى په ټينګه ملاتړکېږي او که لور يې کوچنئ غير شرعى اړيکه ولرى ؛نو سمدستې يې وژنې . داځکه ، چې دجلى مسئله دکورنى دناموس اوشرافت سره تړلى ده او دځوى تيروتنى دکورنې له شرافت سره هيڅ تړاونه لرى .

چې کله جلې واده شې ؛نو همداتفکريې له ميړسره هم وې اوميړبه له خپلې ښځې سره هغه شان چلن کوى . کوم يې چې پلاردهغه له موراوخورسره کاوه ؛نووينو،چې اکثرسړى خپلوښځمنوته په عامواو خاصو حالتونه کې دلږ څه نظردورکولو حق هم نه ورکوى . اوعين تردى ، چې ميړه خبره لاپسې سختوې اودشرعي پرخلاف خپلى ښځى وهى او ښځه د خپل انساني شخصيت اظهارنه شى کولاى .

دلته ميړه دښځې لپاره ديو قانون جوړونکى حيثيت پيداکوى .

اوښځه بايد په هر څه کې له ميړه څخه فرمانبردارى وکړى . که څه هم پوهيږو ، چې اسلام ښځه تشو يقوى ، چې له ميړه څخه دې اطاعت وکړى اويوازى په ګډژوندکې ښځه له ميړه څخه اطاعت کوى اوله دى پرته ښځه لکه دسړى په شان په مالى اونوروچاروکى آزاده اومستقله ده .

زه فکرکوم ، چې ښځه په شرقې ټولنو کې لاتراوسه هم ددويمى درجى انسان شميرل کېږي اوښځه خپله هم باورلرې ، چې دويمه درجه انسان دى اودا احساس لرى ، چې فکراوديځونه يې بايددخپل ميړه په شان وې ا وحتى په ټول ټاکنوکې هم بايد دميړه په نظررائ واچوى . زه معتقديم ، چې دښځى اوسړى ګډژونددى متعادل اومتوازن وي . يو حديث کې راغلي (( دښځى جهاد ، دميړه ښه چوپړدى )) . په يوبل حديث کې له پېغمبر څخه روايت شوى : (( ستاسى غوره هغه څوک دې ، چې له خپلى کورنى سره ښه وى او له تاسى ټولوڅخه زه له خپل کورنى سره غور اوښه يم ))

زه معتقديم چې ګډ ژوند بايد داسى وې لکه څرنګه ، چې خداى په قرآن کې ويلي : (( ومين اياتهه ان خلق لکم من انفسکم ازواجاً لشکنوااليهاوجعل بينکم مودة ورحمة ( سورت روم\ ٢١)

(( اودهغه له نښانو داده ، چې له تاسى يې تاسوته همسرانى پيداکړى ، تر څودهغوى له لارى آرام شئ اوستاسى په مينځ کې يې دوستى اورحمت کيښود))

زما په نظرښځى بايد تشويق کړو ، چې په عقيدتې ، فقهې ، سياسى اوټولنيزو ؛اروکې دځانګړى اوآزاد نظرخاوندانى شى داحاحلت به ددى لامل شې ،چې ښځى پرخپل انسانې شخصيت باندى پاتى شى ، پياوړى يې کړى او شخصيت يې دسړو شخصيت لاپسى بشپړکړى . خداى په دى هکله وايې : (( والمؤمنون والمومنات بعضهم اولياً بعض يامرون بالمعروف وينهون عن المنکر [ توبه \١٧١ ] ))

(( باايماننه سړى اوښځى ديوبل دوستان دى . ،چې په غوره کارونوپسى ځې اوله ناوړه کارونو ډډه کوى ))

کله ، چې پوه شو ((معروف )) هرمثبت امر ته وايې ، چې په کې دانسان مصلحت او دخداى رضاوى او(( منکر )) هر منفى امرته وايې و چې دانسان د مصلحت اودخداى درضاپرضدوى ؛نو خپله به مودى ټکى ته پام شى ، چې دښځى دونډى پراختيا دجهان دپرخوالى په اندازه ده ، اوسړى هم داشان ظرفيت لرى . جاهله ، بې خبره اوهغه ښځه ، چې پرنفس باندې اعتماد نه لرې اوتل دسيورى په شان له سړى سره ژوند کوى و ، هيڅ کله نه شى کولاى په کورنى اوټولنيزژوند کې بدلون اوغوځښت راوحې اولاپسى يې پياوړى کړى . په غرب کې ښځه داستقلال خاوند ه ده وځان له سړى هم کچه بولې ؛خوداستقلال دومره پيچيده اوکړکيچن شوى اوله ښځې يې دااحساس اخيستى ، چې هغه دسړى بشپړکوونکي اوسړى هم دهغى بشپړکوونکې دى – اوخبره دى حدته رسيدلى ، چې ښځه اوسړى بيل بيل اوسيږي .

له ظاهرى يوځاى کيدو، دوستى اوانساني مينى بې برخې پاتې کيږي ، داحالت ددواړو اړيکى دومره محدوده وى ، چې يوازى پر جنسى چارواکتفاء کوي .

مونږ دټولوشرقي اونحربي ښځمنو خبرى نه کوو ؛بلکې يوازى د خواهروپه هکله يې خبرى کوو .

(( اسلام او د ښځى آزادى ))

پوښتنه : څرنګه کيداى شي،چې دښځمنودى وضعيت کې بدلون راشې ؟ آيااسلام دښځى له آزادى سره لکه دغلامانو دآزادى په څير يوتدريجى معامله نه ده کړى يعنى دا ، چې وريې سم نه دى پرانيسئ ، چې ټول غلامان بازارته راشې آيا داسلام په پيل کې دغلامانود آزادى اودشرقى ښځى دآزادى ترمنځ ورته والى شته ؟

ځواب : مونږ معتقد يو ، چې په دې دواړو کې توپيرشته .

چې کله اسلام رانمې دغلامى ټولې زيرمې اولاملونه يې له منځه ويوړل او غلامې يې يوازى په جنګ کې پريښودله . اوپه واقعى توګه يې هم نه شو کولاى ، چې غلامې له منځه ويسې وځکه کفارو کوښښ کاوه ، چې مسلمانان په جنګ په بنديتوب اوغلامى دينى ، به دى ترتيب اسلام د غلامى دجرړى دديستلولپاره عملې ګام پورته کړ. که ځيرشو ؛نووبه نيو ، چې دغلامى ستونزه په اسلامى ټاټوبوکې پرته له دى ، چې دغلامى دآزادى پاڅون اوانقلاب رامنځ ته شى دشرعى احکاموله لارى ، چې ديوى ويسلى بڼه يې لرله دغلامانو دآزادى اوخوشى کولو بهيرپيل شو وبالاخره جرړى يې له نڅه لاړى .

ښځه اوسړى پرهغه قوانينواوليارو ، چې اسلام ورته شودلى اوپه کې دهريولپاره حق اودنده ټاکل شوى بايد ،پل کيږدې اوپه هر اړخ کې ښځه اوسړى دواړه بايدالهى حدود په پام کې ونيسى .

اسلام له انسان څخه غوښتى ، هڅه دى وکړې ، چې پر الهې حدود دى عمل وکړى اوکه چيرى داسى يې کړل ؛نو ټولنيزژوند به هيڅ کله دبحارن اوکړ کيچ سره مخ نه شې .

وايو: طبعيى ده کوموانسانانو ، چې کلونه کلونه په رسم اورواجونوکې تير کړې وې ؛نو ديوتدريجى ، ستراومنظم پلان له مخى بايد په دى اخلاقو کې بدلون داونو دکورنې جرړى اوجوړښت په يوحديث کې له پېغمبرڅخه نقل شوى : (( په اسلام کې دخداى پروړاندى هيچ جوړښت اوښيان له کورنى غوره نه دى ))

تاسى له دى جوړښت اوښيان څخه څه برداشت لرى ؟

ځواب : داحديث داراښائى ، چې واده ، سړى او ښځه له انحراف اوتيروتنى څخه ژغوړې همدارنګه دکورنى دجوړيدولپاره هم ده ، اوزلمى واده کولوته رابولى .که واده اسلام له نظره وځيړو وبه ونيو ، چې اسلام دښځى اوسړى پرمعنوي اوانساني اړخ خورا ټينګار لرى . دقرآن په يوآيت کې داسى راغلى : (( دهغه له نښانويوداهم ده ، چې تاسو ته يې له تاسى ( ښځى) همسرانى پيداکړى ترڅوورسره آرامه وسئ اوددوى په مينځ کې يې دوستى اورحمت پيداکړى سورت روم \ ٢١ داآيت واده دروانى څوکالى اوآرام ژونددبرابرولويوه وسيله بولى . اوښځه اوسړى پريوبل باندى اطمينان کوى اوديوبل دزړه مرحم وى .

يودبل پرزړه پوهيدل ، يودبل دذهن درک اودکمزورنتياواونينګرتياوؤ خپلى جرړى غځوى . دکورنى جرړى اوجوړښت بايد ددوستى اورحمت پرښټ وى – اوکورنى بايد دښځى اوسړې دواړو لپاره دروانى اوعاطفى څوکالى اومينى ، لرکزوى .

قرآن کريم په يوبل آيت کې دښځې او ميړه اړيکى داسى بيان کړى : (( هن لباس لکم وانتم لباس لهن )) (( تاسى دهغوى اوهغوى تاسى لپاره لباس دى ))

داآيت سړى ته داسې وايې : خپلى ښځى سره اړيکې تالپاره ديو پوښاوستر په معنى دى .لکه څرنګه ، چې جامى بې دانسان له بدن سره لرى اوښځه هم بايد داشان احساس ولرى کله ، چې په ګډ ژوند کې اوداد اوشى ؛ بايد پام مووې ، چې اولاد مور اوپلارسره دخداى امانت دې ؛نو انسان دخپل اولاد دپالنى ستاتنى اوروزنى مسوؤل دى ، ترڅو، ګړندى ، غوره اوګټور اولاد ټولنى ته وړاندى کړى .

اسلام کورنئ ښځى اوسړى دانساني شخصيت اوعواطفو اوهمدارنګه داولاد دروزنى يو ستر اومهم روزنتون ګڼلى دى . سړى بايد له خپل ذهنى چوکات اوفردى چلن څخه راووځى اوخپله ښځه درک کړى او ښځى ته هم اسلام لارښوونه کوې ، چې همداشان دى وى . اوداولاد په ووړاندى دواړه له خپل فردى چلن اوچوکاتونوڅخه تيرشى ، خپل اولاددى درک کړى اوداتعال ټکى دى خپل اولاد وټاکى ترڅواولاد خپل ځان دموراوپلار د عاطفى اوانساني څارنې لاندى احساس کړي ؛نوداجوتيږى ، چې کورنى لومړنى ټولنيز واحد ، چې په هغه کې انسان دازده کوى ، چې څرنګه له ځان څخه پورته وخو ځيږم . اوکه پراخى لمنى ته ويوړل شو ؛نو تل به بريالى وى او دګوچنى ټولنى ( کورنى) اوسترى ټولنى ( ټولنيزچاپيريال ) لپاره به ګټوروى .

دګډژوند حقوق اواخلاق

پوښتنه : تل داسى ويل کېږي ، چې په ګډژوند کې ښځه يوازى په ځانګړو يعنې جنسى چاروکې ښائې له ميړه څخه اطاعت وکړى اوميړهم يوازى دژونددخرڅ اونفقى په برابرولومکلف دى ؛خوښائې ، چې دادواړه حالتونه دهغه دوستى اورحمت پرضدوى کوم ،چې په قرآن کې راغلى .

ځواب : دلته دوه بيلى بيلى موضوع ګانى دى . په ګډژوند کې يوالزامې اړخ دى ، چې د هغى پربنسټ هريود ځانګړى حق خاوندان دي اوکولاې شې ، چې پريوبل باندى فشار راوړى . ښځه کولاې شې ، چې پرميړه باندى زور راوړي ، چې نفقه يې ورکړي اوکه ميړه يې نفقه ورنه کړه ، ښځه کولاې شې ، چې دطلاق غوښتنه وکړې او که يا يې جنسى غوښتني پرځاى نه کړى ؛نو په دى صورت کې ځينى علماً وايې ، چې کولاې شې دطلاق غوشتنه وکړى همداشان که ښځه دميړه جنسى غوښتنى په ځاى نه کړى ؛ سړى کولاى ش ، چې دنفقى له ورکړى ډډه اوياهم طلاق ورکړى . (( واللاتى تخاغفون نشوزهن فعضوهن واهجروهن فى المضاجع )) نساً \ ٣٤

(( که دهغوى ښځمنو له نافرمانى څخه ويده لرى ( لومړى ) بايد هغوى ته نصيحت وکړى او [ وروسته ] ترى خپل کوټ بيل کړى [ اوکه اانجزيې ونه کړ ه] ويې وهن ))

داد ګډژوند داړيکو اقتضاء هم ده . بل غير الزامې اړخ دې . اسلام ښځى ته وايې : ته دګډژوند يوازې په مادى اړخ اوهمدارنګه دخپل حق په غوښتو کې ځان بايد محدودنه کړى ؛بلکې لازمه ده ، چې دميړه سره دمهربانئ مينى اودوستى چلن اواظهار وکړى اوله دې لارې دخداې رضا لاس ته راوړى . او همداشان خطاب سړى ته هم کوي .

دلته د (( مودت )) او رحمت

پراخى لمني پرانستل کېږي .

په دې جهان کې ، چې ځينى انسانان غواړې ګډژوند وکړې او سره اړيکې ټينکې کړې لازمه ده يوداسې قانون وضع شې ، چې مادى اومعنوى دواړه اړخونه په نظرکې ونيسى . کله ، چې دښځى له خوا خپل ميړه سره دمينى اومحبت اظهار وشې ؛نو ميړه پوهيږى ، چې ښځې يې ورسره له خپل واجباتوڅخه لازياته ميښه اودوستى کړى او سړى هم بايد داشان له ښځى سره وکړى .

ګډژوند په مينى اودوستى روان وى اوپه کورکې دکارويش اوډول ډول دندى ترسره کول هم بايد عاطفى بڼه ولرى .

دغوري کورنئ بيلګه :

پوښتنه: دحضرت على اوحضرت فاطمى کورنى دټولوکورينو لپاره بيلګه ده . دانسانانو فرهنګ اوژوند تل دبدلون په حال کې دى . هغه ځانګړني ، چې داکورنئ يې دتل لپاره بيلګه ګرځولى کومى دى او ځمونږ ښځى څرنګه کولاى شى دحضرت فاطمى زهرا له غوره ارزښتونو درس واخلى ؟

ځواب : دحضرت فاطمى شخصيت يو معنوى شخصيت و هغه ټوله دخداى مطيعه وه . ټول ژوند يې دخداى ، اودهغه درسول . دخپل ميړه اواولاد په خدمت کې تير کړ اوهيڅ مادى انګيزه يې نه لرله .

يوه ورځې حضرت على له حضرت فاطمى وغوښتل ، چې دواړه به پېغمبرته ورشو ، چې دکور په کارونوکې دلاسنيوى لپاره راته څوک راکړي ، په ځينو روايتو نو کې راغلي ، چې حضرت فاطمى له دې کار څخه انکار وکړ ؛ خو دحضرت على ددرنا و ى په خاطر يې ومنله . کله ، چې حضرت على دپېغمبرپه وړاندى دحضرت فاطمى دکور دکړاو نو خبرې پيل کړې ؛نو پېغمبرورته وويل : آياخوښ نه اوسئ داسى يو څيز درته درکړم که ترسره يې کړى ؛نو د خدمتکارڅخه به درته غوره وى ؟

دويده کيدو پرمهال دريديرش ځله سبحان الله ، دريديرش ځله الحمد اوڅلور ديرش ځله الله اکبر ووايې .

حضرت فاطمى وويل :دخداى اودهغه درسول په رضاباند راځى يم . ))

ددى حديث مفهوم دادى ،چې حضرت زهرا به دا ټول کړاوونه پرځان منل ؛خوله پلار څخه به يې خدمتکار نه غوښتنه . په يوبل روايت کې راغلي يوه ورځ پېغمبرله سفره راستون شو اودحضرت فاطمى کورته لاړ ويې ليدل ، چې پرده يې راځوړنده کړى او ځينى روايات وايې ، چې حضرت فاطمى دوه دسپين زرو بنګړى اخيستى و پېغمبرپرې هيڅ ځان پوه نه کړ او بيرته ووت . حضرت فاطمه پوه شو ، چې پلاريې خپه لاړ . حضرت فاطمى کومه خطا اوتيروتنه نه وه کړى داهغه ډالى وې حضرت على ته دجنګى غنايمؤ له لارى ورپه برخه شوې وې ،حضرت فاطمى داهرڅه خپلو ځامنو امام حسن اوامام حسين ته ورکړى اوورته يې وويل : (( پلارته مى سلام ورسوى ،اوورته ووايه له دى پرته مونږ نور څه نه لرو ، اوس داستاسى په واک کې شول .))

پېغمبرډيرخوشاله شو اودرى وارى يې دا جمله تکرارکړه : پلاردى ترى ځارشى آل محمددنيا سره څه کار ؟ دوى دآخرت لپاره پيداى شوى .))

دلته وينو چې حضرت فاطمى له کومى پريشانى پرته دخپل کورټول تامان خپل پلارته ورکړ، تر څو پربې وزلو يې وويشې هغه پوهيده ، چې په دى قربانى کې د رسول الله خوشالى ده .

دحضرت فاطمى دى قربانى ته قرآن هم اشاره کوى (( ويطمعون الطعام على جبه مکيناً ويتيماً واسيراً . انمانطعمکم لوجة الله لانريد منکم جزاً ولا شکور اً )) (همان \ ٨\٩ او ددخداى سره ) ددوستى له کبله بى وزلو يتيم اوبنديو انو ته خواړه ورکول ،داکارمونږ دخداى درضا لپاره کوواوله تاسى کوم اجرنه غواړوى .

دحضرت فاطمى کور له معنويت څخه ډک واودکورټولې درندې جارى يې پرغاړه لرلى ، ترڅودنړى ښځمنوته وښائې ،چې دکورکاردشخصيت دخوارى لامل نه ؛بلکې انساني اواسلامى ارزښت دى . دننئ ښځى دکورکار له خپل کرامت اوشخصيت سره انډول نه بولى حضرت زهرابه هم ښځمنو ته زده کړى کولى او هم به يې داولا روزنه کوله .

په سياسى ډګرکې هم حضرت فاطمه دحضرت على کلکه ملاتړى وه .

په جومات اوکورونو، دسينځواوسړو په مينځ کې يې دعلى له غصب شوى حق څخه په غوڅه ملاتړ کوي ؛نوله دى مخى دحضرت فاطمى په شخصيت کې سياسى ، روز نيز، تبليغى اومعنوى اړخونه ډير په ښکاره توګه ترسترګوکېږي .

دمعنوى اوعبادت اړخه ، حضرت امام حسن دحضرت فاطمى په هکله وايې : مورمى ټوله شپه ترسهار ه مومنوښځمنواوسړوته دعا ګانې کولې ؛نو ورځخه مى پوښتنه وکړه : مورى ! ولى دځان لپاره دعانه کوي ؟ راته يې وويل : ځويه ! لومړى ګاونډيک دى اوبيا مونږ )) زه معتقديم که څه هم حضرت زهرا له عمره کمه وه ؛خو دمعنوى اخلاقى ، علمى ، سياسى ، او ټولنيزتوان په لرلو سره دټولو ښځمنولپاره بيلګه ده. ځکه داټول اړخونه يې دکمال له لارى په ځان کې پيداکړى و . حضرت على له حضرت فاطمى سره عجيب روحى تړاو درلود .

زه معتقديم ، چې دعلى ، فاطمى ، حسن ، حسين ، زينب اوام کلتوم کورنى دټولو لپاره بيلګه ده . دکاراوددندى دويش له پلوه هم داکورنى دپام وړده .

حضرت على به حسن اواوبه راوړلى اودکور جارواوپاکوالى يې هم پرغاړه و .

حضرت فاطمى به مى چينه اواخلى پخلى کاوه . له دى داجوتيږى که سړى په کورکې جاروووهى اوپه پاکوالې کې ونډه واخلى ؛نو دهغه حيثيت اوشخصيت ته به هيڅ تاوان ونه رسيږى .

خداى ددى کورني په هکله وايې : ( انمايريدالله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت ويطهرکم تطيهراً ) خداى غواړى چې ستاسى له کورنى څخه ناپاکى لرلى کړى اوتاسى پاک اوسپيڅل کرى ( احزاب \ ٣٣)

په اسلام کې دښځى دحقوقواو دهغى له مقام څخه يو نوى برداشت

پوښتنه :

مونږ نن دلته دحضرت فاطمى دزيږيدنى دورځى په وړياړراټول شوى ياستو. دامناسبت ډيرمهم اوارزښتمن پيغمامونه له ځان سره لرى مهم پيغام يې دې ته ګوته نيسى ، چې ښځه سترالئائې کرامت دى ، چې کولاې شې ، خپل شخصيت اواستعداد را وغوړى .

په اسلام کې دښځى دمقام په هکله ډير ليکنى اوخبرى شوى ؛خو عمل پرى ډير لږ شوې دې .داځکه ،چې دښځى داتراوسه پورى په کورنئ ، ټولنه ، ټولنيزونها دونو اوسياسى اسلامى حرکتونو و کې سپکاوى کېږي . او داسپکاوى په ډول ډول کچوکې ترسترګوکېږي له ښځى سره د کمزورى ناتوانه موجودپه حيث چلن کېږي اوتل دبل ( سړى ) وکالت ته اړتيا لري .

ښځى ته رامنفى مقام له کوم ځايه ور په برخه شو ؟ اودانظرترکومه حده له قرآنى نص سره يوه خوله دى ، چې انسان يې غوره ګڼلى اوورته يې آزادى ورکړى .

څوک دادزچى دى ((ديدګاه )) او ((روح )) ترمنځ دى لاپسى پراخه اوژوروى ؟ اوترکومه حده بايد دکلى اوسترنظر،چې دقرآن روح او عام شريعيت په پام کې ينى اودهغه تنګ اوجتهادى نظرترمنځه دادرزلاپسى ژورشى اوپراختياومومى ؟

ښائې اساسى ستونزه هماغه وى ، چې په عمومى توګه په اجتمادى فقهه اوپه ځانګړى توګه دښځى په فقه کې منځ ته راغلى اولامل يې هم ښائې داوى چې انسان او حيات نه اجتهادى انديشى يوکلى نظرنه لرى ځمونږ دننئ غونډى عنوان دښځى دحقوقوله فقى څخه يو نوى برداشت دى .

کله ، چې دپيړيو په اوږدو کې مجتهدانوفقهى اوحقوقى مسائل څيړل ؛نودوى به دعقل اوفهم له لارى يو ځانګړى پايلى ته رسيدل اوداپايلى به دښځى ذهن ته وليدلى ؛نودا غونډه يو هڅه ده ترځو په دى پايلوکې پرشته ستونزواوالهامونه باندى رڼاواچوو. داخوداکړکيچنى ستونزى دى ، چې ځمونږ ذهن ته ديوى مسلمانى ښځى په توګه راننوتى دى . زه هيله منه يم ،چې د ښځى دحقوقو پرفقه ، چې کوم ګرداوغبارناست دى لرى کړو او دشريعت دعمومى موخو په پام کې نيولوسره داکارله متونوڅخه ديو نوى برداشت له لارى ممکن بريښى . د شريعت عمومى موخى دقانون ايښودنى بنسټ اوداجتمادضابطه ده اوله رواياتو اومتونو څخه تبحيض آميزه برداشت نه لرى اويوازى د برترى روايت يامتن نه قرآئت کوى اودالهى موخواوشريعت پرضد حکم نه صادروى .

ډيراورو اولولو، چې اسلام ښځى ته آزادى ورکړى اوله بند يې خلاصه کړى ده . دمثلاً په توګه ښځه ته يې دزده کړى اوکار حق ورکړى دى .

ډيرفقهاپردى قايل دى ، چې ښځه بايد دميړه په اجازه له کوره ووځى ؛نو دښځى دزړه کړى اوکار حق له دى فتواسره څه ورته والى اوهماهنګى لرى . يا ښځه څرنګه باورکړي و چې په اسلام کې مستقل اومحترم شخصيت لرى په داسى حال کې ، چې اجتماعى فقه دشهادت په امرکى اوهمدارنګه دروژى دمياشتى دليدلو پرمهال دښځى پرنه لياقتوب اوناشايستګى باندى حکم کوى .

داسى فتواګانى هم شته ، چې دخون يا وينى په هکله دمعيز ( ليونى ؟؟   ) هلک شهادت ته درناوى کيږي ؛خو د ښځمنوشهادت که څه هم دعقل خاوندان ، مومنې اوعادلې وي . مردودګڼى . فقى پو ښتنى اوستونزلاتراوسه له يوى زهدان ( جرګۍ ) څخه په هماهنګو اويوشان قالبونوکې راوزى (( چې دډيرو پوښتنهونو ګوته ورته نيول کيږ ي .ځينو دخپل علمى هڅوپه ترڅ کې له دى تکرارى څرخ څخه بهرووتل ترڅوووايې : هغه څه ، چې دپيړيو په اوږدو په بشپړه توګه بد يهى شيمرل کيدل ، لکه دحکومت لپاره دښځى ناشايستګى نن بداهت نه لرى ؛خو دمرجعيت ، قضاوت ، ارث، شهادت اودپه هکله څرنګه ؟؟

داهغه موضوعات دى ، چې دتړلو حکم يې شوى دى . په داسى حال کې ، چې دتړلو حکم يې شوى دى . په داس حال کې وچې ددى موضوع ګانو پوښتنى علمى او څيړنيزه بڼه لرى .،آيا ددى تړل شويو موضوعاتو د خلاصيدولپاره کومه لپاره شته ؟

آيا دومره آزادى اوجراًت به ولرو ، چې په خپله وروسته پاتى ټولنه کې ددى څيړ نو اظهار وکړويانه ؟ ښځه حق لري ، چې خپل حقوق وپيژنى اوداد ټولنى دنده ده ، چې ددى حقوقودرناوې وکړي .

آيت الله سيدمحمدحسين فضل الله دښځى له حقوقى فقى څخه په يوى نوى برداشت کې هڅه کړى ، پردى مسئلى رڼاواچوى اومفهوم يې وڅيړي )) ځمونږ نورى خويندى هم که کومه پوښتنه لرى ؛نوترى وبه يې کړى .

ځواب : ځمونږ په اعتقاد ، تيرشوى وخت اوهغه انديشى ، چې تيرشويو لاس ته راوړى وى تقدس بخښوونکى نه دى هغه څه ، چې په تيرشوى زمانه کې تيرشوى ، يو زمان نامنوونکى حقيقت وه . داځکه چې حقيقت له حياته راپيداکېږي اودايمانى معنى له مخى نبوت په هستى کې تلپاتى اوثابت حقيقت دى .

اوتيرشوى وخت يوازى ددى حقيقت لپاره يو مکانى اوزمانى لوښى ياظرف وه .

ځمونږ داعتقادله مخى پېغمبرديوى ځانګړى زمانى انسان نه ؛بلکې دتلپاتى ژوند انسان دى .

که څه هم دهغه ژوند دزمان په لمن کې پيدااوپه همدى لمن کې پاى ته ورسيد ؛نوپرته له دى ، چې حقيقت زمان نه منوونکى دى ټول هغه څه ، چې په تير شوى وخت کې تير شوى دخدشى وړدى . حتى هغه نص ،چې متغير حقيقت يې بيان کړى اوثابتو الى يې نه دى .

اثبات شوى ، دمناقشى وړدې ،ځکه دا نص که څه هم چې دثابت اوتلپاتو حروفو اوکلماتو لرونکى وى ؛خوضرورى نه ده ، چې مفهوم اومعنا دى هم ثابته اوتلپاتى پاتى شى .انسانانو دنصوصو په فهم کې اختلاف وکړ . ځينى يې په لغوى اوحرفى بڼه ټينګار کوى اومعتقددى ، چې ديوى کلمى ټولومعنا هماغه ده ، چې په قاموسى کې راغلى . ځينى نص متغير بولى اوپه دى لټه کې دى ، چې نص اړيکه له نص سره پيداکړى .

ځينى داسى کسان هم شته ، چې دمعنى ګانو په لمن کې لا مبووهى ، تر څو له دى معنى ګانو کومى نوى نښى پيداکړى .

مونږ پوهيږ و چې ژبه يوازى په قاموس کې شته کلمات نه دى داځکه ، چې کلمى دانساني تاريخ په اوږدوروانى اودانسانو له بدلون سره سم ،بدلون مومى .

ديوې دلغوي معنى پرپوهيدو سربيره مونږ بايد هڅه وکړودلفت د اشاراتو پر فهم هم ځان پوه کړو .

ځکه انسان ، چې کومه کلمه کاروى ، معنى يې په خپل احساس ،شعور او آګاهى کې روزى اوهغه دکلام په شکل کې نه داوباسى .

؛نو هرکلمه په خپل دننه کې دمفهومى اشاراتو تاريخ لرونکى ده اوډول ډول معنى ګانى لرى . اودالفظ نه شى کولاى ، چې خپله وخعى معنى معلومه کړى .

دښځى فقى ته دقاعدى اړتيا –

که غواړوچې دښځى له حقوقى فقى څخه برداشت ولرو؛نو ورته يومعلومه منبابايد ولرو؛ځکه هرډول حقوقى استښاط بايد دهغى قاعدى پراساس وى ،چې د ټول حقوقى نظام بنسټ وى . اوس پوښتنه داده اسلام ، چې د قانون جوړولوښټ دى آياکولاى شو دښځى اوسړى دانسانيت حقيقت په دوه برخو ، مذکراو مونث باندى وويثو؟؟

زه دانسانيت په مفهوم کې دوه والې نه وينم ، چې پر ښځه اوسړى دى ويشل شوى وي . انسان يوازى يونفس دى . )) الذى خلقم من نفس واحد ة وخلق منهازوجها [ ((هغه تاسى له يونفس څخه پيداکړى اوجفت يې هم ور څخه پيداکړ)) . سورت نساء ١]

دزوج ټکى سړى اوښځى دواړو ته اطلاق کېږي په دې آيت کې ((نفس واحده )) راغلى،چې دزوجيت په معنى دى . او زوجيت يو متنوع اوډولا ډول واحد دې .

نفس واحد ښځه اوسړې . پام مووى تله څرنګه ، چې نفس واحده دډول ډول آفاقو لرونکى دى ؛نو همدارنګه ډول ډول وجودى مظاهرهم لرى .

دنفس واحده په وجودى مظاهروکې دووالى نشته اوخپله دنفس دکلمى په مفهوم کې هم دووالى نه ترسترګوکېږي .

ددى توضيحاتوله مخى پوهيږ وکله ،چې خداى دشرعى قانون راوليږ ه مخاطب يې انسان ( مذکر- مونث) دى . کله ، چې انسان دخلقت په پيل کې په جنت کې ميشته و؛نودواړو سړى اوښځى پرګډه ژوندکاو . دشيطان چل اوټګى هم په يوه کچه دواړو ته و . شيطان وايې : (( انى لکمالمن الناصحين )) (( زه ستاسى له خيرغوښتوونکى ځنى يم )) اعراف \١٢.

ښځى اوسړى په ګډه ژوند کاوه ، نه پړه پرآدم اچولى شو ، چې ووايو ، هغه حوا دى کارته اړ کړه اونه يې پرطواچولى شو ، چې هغى ادم دى کارته اړکړ. اصل ستونزه دانسان يعنى ښځى اوسړى دطبيعت خعيضوالى اوکمزورتيا ده .دددى دواړو په دننه کې خليف عناصر اغکل شوى دى . (( وخلق الانسان حفيضاً )) انسان ناتوانه پيداشوى .سورت نساء \٢٨

قرآن يوازى ښځه دکمزورى اوحفيفه صفت په حيث نه ده غندلى ؛بلکې ضعف اوکمزورى يې دانسان صفت ګڼلى دې . داهغه عامل دى ، چې انسان تيروتنى اوپه آخره کې دانحراف لورى ته راوبولى . چې کله آدم اوحواځمکى ته دا ښګته شول خداى ښځى اوسړى دواړوته خطاب وکړ: (( اماياتيئکم منى هدى فمن تبع هداى فلا خوف عليهم ولاهم يحزنون )) که زما له خوا تاسى ته لارښونه درورسيده . کوم ،چې ځمادلارښوونې پلوى وکړى ؛نوغمګين کېږي دى نه او بيم يې نشته )) بقره \٣٦

؛نوڅرنګده شوه ، چې داسلامى شريعت دقوانينو منطق دانسانې نفس دوحدت پربسټ جوړ شوى دى . دا ډول ليدنه مونږ دى انديشى ته رابولى و چې دانسان ستونزى سره ګډې دي او داوارى لپاره يې بايد په ګډه لپاره پيداکړو .

عنوان : دتکليف عموميت : قران داحکامو په کلى چوکات کې ، کوم حکم دښځى اوياسړى لپاره نه دى ځانګړى کړى ، دکلى چوکات نه مطلب هغه (( ايجابې )) دندى اومسؤليتونه دى ،چې خداى له انسانانو غوښتى ، چې پرى يا يښدووسئ اوهمدارنګه سبلى مسووليتونه ، چې خداى له انسانانوغوښتى ،چې ترى مخ واړوى . دانسان دايجابى مسوؤليت عنصرپه سورت احزاب ٣٥ آيت کې راغلې دې .

(( ان المسلمين وام لمسلمات والمؤمنين والمومنات والقانتين والقانتات والها دقين والصادقات والصابرين والصابرات والخاشعين ولاخاشعات والمتصدقين ولامتصدقات والحافظين فروجهم والحافظات ولذا کرين الله والذاکرات اعدالله لهم مغفرة واجراً عظيما )

خداى دمسلمان سړى اومسلمانى ښځى ، مومنوسړو اومنوښځمنو، داطاعت سړواو ښځمنورښتنى ښځى اوسړى صبرناکه ښځى اوسړى ، دخداى څخه ويردونکى ښځى اوسړى ، صدقه ورکوونکى ښځى اوسړى ، روژه داوښځى اوسړى هغه ښځى وسړى ، چې خپل شرم ځايونه پټوى ، هغه ښځى او سړى ، چې خداى ډيريادوى ددوى لپاره ستراجرشته دى ))

په دې آيت کې آيادښځى اوسړى ترمنځ دالهى ارزښتونو په وړاندى کوم توپيرليدل کېږي ؟

دښځى اوسړى لپاره دخداى په وړاندى اجريوشان دى .

دماکان لمؤمن اومؤمنۀ اذاقضى الله ورسوله امر اُ ان يکون لهم الخيرۀ من امر هم [ احزاب \ ٣٦]

 

کله ،چې دعمل خبره راځى ؛نو خداى وايې : (( انى لا رضيع عمل عامل منکم من ذکران اوانثى )) [ آل عمران\١٩٥] (( زه به ستا دهريوسړى اوښځى عمل تباه نه کړم )) (( والزانية والزانى فاجلد واکل واحد منهماماة جلدة )) (( هرزناکارسړى اوښځه سل اورى ووهئ )) [ سورت نور\] (( والسارق والسارقه فاقطعواابديهما ً ( سړى اوښځى که غلاکړى وى و لاسونة يې پرى کړى ) سورت مايدة \٣١٧

دبيلګى په هکله وايې : ضرب الله مثلاً للذين کعروا امراة نوح وامراًة لوط کانتاتحت عبدين من عبادناصالحين فخا نتا همافلم يغينا عنهمامن الله شياً وقيل ادخلاالنارمع الدا خلين . وضرب الله مثلاً للذين امنوامراة فرعون اذاقال رب ابن لى عندک فى الجنة وتجمنى من فرعون وعمله ونجنى من القوم الظالمين ومريم ابنة عمران التى احصنت فرجها فنفخنافيه من روضاوصدقت بکمات ربها وکتبه وکانت من القانتين [ تحريم \ ١٢- ١٥ ]

( خداى هغوکسانوته چې کافرشول دنوح اودلوط دښځمنومثال داوړى دواړه ځمونږ دوو غوره بندګانو ښځى وى ؛خو خيانت يې ورسره وکړاو ( مړونو) لاسه يې کوم کار دخداى په وړاندى ونه شو . اوورته وويل شو : ددوزخ اورته ننوځى . کوم کسانوچې ايمان راوړى خداى ورته دفرعون دښځى مثال راوړى اوهغه وخت يې چې وويل : خدايه ماته په جنت کې له ځان سره نږدى يوکورجوړکړه اومادفرعون له کارونواوتيرى کوونکيوڅخه وژغوره اومريم دعمران لورچې ځان يې پاک لمنئ وساتله اوپه هغه کې موخپل روح دم کړ .

دخداى خبرى اودهغه کتابونه يې تصديق کړل اود فرمانبردارانو ځنى وه . ))

له پورتنى ددوآيتونه دا جوتيږى ، چې مخرفه ښځه دکافرانو لپاره بيلګه بلل شوى اوغوره ښځه ، چې له واکمن فساد سره يې مبارزه کړى دمومنى ښځى اوسړى دواړولپاره دبيلګى په ټوګه ياده شوى . په قرآن کريم کې له داسى فکرى خط سره نه مخامخ کيږ و ، چې مړى يې له دندواودهغى دپايلو له پلوه پرښځه باندى غوره ګڼلى وى . (( يا ايها الناس انا خلقناکم من ذکروانتى وجعلناکم شعوباً وقبائل لکارفوان اکرمکم عندالله ائقاکم )) ( حجرات \٣)

(( اى خلکو ! مونږ تاسى له ښځى اوسړى پيداکړى ياستواوبياموو ملت ، ملت اوقبيله قبيله کړى ترڅو يوب وپيژنى په حقيقت کې دخداى په وړاندى هغه څوک ، چې پرهيزګاره وى غوره دى ))

په پورتنى آيت که له يوانساني مفهوم سره مخ يو او ددى تشريح له مخى دښځى اوسړى حقوق معلوم او بيليږى .

دسړى دسرپرستى مفهوم :

اوس داسى مسايل څيړو ، چې خلک ورته حقوقى خلاً ګانى وايې . دقرآنى دځينعاً آيتونو په هکله ځينى ګونګوسيانى رامنځ ته کېږي .

(( الرجال قوامون على النساء ))(( سړى دښځمنو سرپرست دى )) سورت نساء \ ٣٤.

ځينو دقوامت ياسترپرست له ټکى داسى برداشت کړى ، چې داسرپرستى په ټولوچاروکې ده ؛نو سړى تل په لومړى درجه کر دى اودښځى دچاروسرپرست دى او ښځه تل دويمه ده ؛خوځمونږ داستښاط له مخى داشان نه ده .

پورتنى سرپرستى يوازى دښځى اوسړى ګډ ژوند پورى تړلى اوبس . (( الرجال قوامون على النساء بمافضل الله بعصهم على بعض وبما انفقوامن اموالهم )) (( سړى دښځمنوسرپرست دى ، ځکه خداى ځينى له دوى برځينى نوروباندى غوره کړى ، داځکه ، چې ددوى مالونه خرچ کوى ) نساء \ ٣٤

سړى يوازى په يوحالت کې ،چې هغه واده دى دخپل نارينه توب له کبله پرى واجب دى ، چې د ښځى خرڅ ورکړى . دپلارهم را دندى ، چې دځاموخرڅ ورکړى . دلته خبره دمذکراومونث نه ده .

دګډژوند مسوؤليت اوسرستى يوه شخصى مسئله نه ، بلکې فردى مسئله ده دګډ ژوند لمن دومره پراخه نه ده ، چې دوه کسان يې مديريت وکړى دلته بايد يو نفر مديريت وکړى ؛نو له دى امله دځينو جسمى روانى تکوينى او دخرڅ اونفقى ورکولو اړخونوله مخى دامديريت سړى ته سپارل شوى . که دمديريت دامسله دومره کړ کيچينه شوى وى اوذهنونو لپاره روښانه نه وى اوحتى دا ، چې دانساني شخصيت دسپکاوى لامل شوى وى .

؛نو داځمونږ دنده ده ، چې دټولو هغو عنوانو او مقامونو سره مبارزه وکړو په کوم کې ، چې مديرلومړى درجه مسوؤل اونوريې دلاس لاندى کارکوى .

ولهن مثل الذى عليهن بالمعروف وللرجال عليهن درجه ( بقره \ ٢٢٨)

په دى آيت کې ، چې کومه مرتبه راغلى . يوازى په ګؤ ژوند کې سړى ته اشاره کوى اوهغه هم دطلاق حق دى . دادبرترى درجه انساني درجه نه ؛بلکې دګډ ژوند د اقتضاۍ له مخى په روزنيزژوند کې يوه اجرائې بڼه لرى .

د ارث مسله

دامسله هم دډيرونيوکو لاندى راغلى ده . قرآن وايې : (( للذکرمثل حظ الا نثيي )) ( دهلک برخه ددوو جلوپه اندازه ده ) نساء \١١)

داموضوع وويې پورى هم تړاوپيداکوى . آيا دا نيوکى وايې ، چې ښځه له سړى نيمه ده ، سړى بشپړدى او دښځى انساني حقيقت نيم دى ؟؟ طبعيى ده ، چې الهى قوانين پردى بسټ نه دى دځينى ځانګړ نوپرته کومى دندى ، چې سړى ته ورکړل شوى ،ښځى ته هم ورکړل شوى . ؛نوښځه اوسړى دبشپړانساني شخصيت په لرلوهريو خپلى دندى اومسووليتونه سرته رسوى ؛اوس دارث مسله څرنګه تفسيرکړو ؟

دمادى حقوقو په مسايلوکې پرتوان بايد ټنيګاروشى . له هرڅه مخکى داپوښتنه منځ ته راځى کله ، چې ماتاسى ته يو څه درکړل ، آيا تاسى لازم وينى فکروکړى ، چې په مقابل کې ماله تاسى څه واخستل ؟آيا په دى هکله بايد دتلى دواړه اړخونه يو شان وى ؟

دمثال په توګه يوکس ماته ١٠٠٠ ډالره راکوى او ړ ٢٠٠٠ ډالروپه اندازه خرڅ ځما پر اوږوږدى او تاسى ته ٥٠٠ ډالره درکوى ؛خوهيڅ مالى پيټى ستاسى پراوږونه ږدى . په دى دواړو حالتونوکې کوم يو غوره دى ؟

بيرته واقعيت ته راګر ځو . که خداى دښځى برخه دسړى په پرتله نيمه ګرځولى ؛نو له بلى خو يې پرى هيڅ مالى مکلفيت نه دى ايښى ؛خو په سړى يې دکور ، اولاد اوښځى خرڅونه ايښى دى دسړى په مشتوالى کې ښځه داولاد دخرڅ اونفقى په ورکولو مکلفه نه ده . ماپه يو مطبوعاتى خبروکې هم ويلى و احق دادى ، چې سړى بايد وغوړى ، چې له ښځمنوسره يې حقوق يوشان شى . داسمه ده ، چې اسلام له ښځى څخه نيمه برخه اخيستى اوسړى ته يې ورکړى ؛خوله بلى خط يې ښځى ته مهر اوخړڅ وربخښلى اوله هرډول مالى مسوؤليت څخه يې معافه کړى ده او سړى ته يې ، دروند مالى مسوؤليت ورسپارلى دى .

اوس پوښتنه داده ،. چې ددى ستونزى انساني خلاً چيرته ده؟ دا رث قانون دانه وايې ، چې دښځى انسانيت دسړى په پرتله نقصان اوعيب لرى ؛بلکې غواړى ،چې دحقوقو او وظايف ترمنځ تعادل رامنځ ته کړى .

کله ،چې زه خپل حقوقوته پاملرنه کوم خپل وظايف اوواجبات هم بايد وپيژنم اوداهم بايد وځيړ م ،چې څرنګه دحقوقو او وظيفو ( دخل اوخرڅ ) ترمنځ تعادل رامنځ ته کړم . دخبرى اصلى ټکى هم دادى .

ښائى وويل شى ،چې داتوضيحات دګډ ژوند په هکله دمنلو وړوى ؛خو د ديې په هکله څه ځواب لرى ؟دلته خبره له مړينى وروسته ده . اسلامى شريعت ځان لپاره يوه معلومه قاعده لرى ، چې دهغى پربنسټ دسړى اقتصادى دندى اومسووليتونه له ښځى ډيرګڼى ؛نو څرګنده ده ، چې دسړى ديه به هم له ښځى ډيره وى .

کوم مادى زيان اوتاوان ، چې د سړى کورنى ته رسى ، دښځى دمادى تاوان په پرتله خودازيات دى .

داتوازن ځکه راغلى ، چې دسړى مسوؤليت دخپلواولادونو په وړاندى له ښځى زيات دى .

پايله داشوه ، چې د يې دمسلئى موخه دښځى دانسانى شخصيت نقص نه ؛بلکې داقانون دحقوقواووظيفوپه کچه کې توازن رامنځ ته کوى اوداتوازن يوازى په مادى چارو کې دى .

نهايت داچې ښځه اوسړى يودى . (( ولهن مثل الذى عليهن )) هماغه ( وظيفى ) ، چې دښځوپرغاړه دى ؛نو په غوره توګه دهغوى په ګټه ( سړى ) هم دى سورت بقره \٢٢٨

(( هن لباس لکم وانتم لباس لهن ))

تاسى دهغوى لپاره لباس ياستى اوهغوى ستاسى لپاره لباس دى . [ همان \ ٨٧ ]

دښځى شهادت :

اسلام په کلى توګه دښځى شهادت منلى اوخداى وايې ، چې دښځى شهادت منم .

خداى ديو سړى په مقابل کې ددوښځو شهادت رامنځ ته کړى دى ، علت يې هم دانه دى ګنى ښځه دسړى په وړاندى نيمه ده . خداى وايې: (( آن تضل احد يهما فنذکر احد اهما الاخرى )) محاکه يو له دوى ( ښځو) هيرکړ بله دى ورته راياده کړى . [ همان \٢٨٢]

دى الهى قانون ته ،چې کوم دليل وړاندى کولاى شو هغه دادى ، چې په ځينو حالاتواو شخړو کې د انسان عاطفه له توران کس څخه ملاتړکوى . په دى هکله دښځى عاطفى اواحساس بڼه له سړى ډيره ده او په طبيعى توګه ډيره تر اغيزى لاندى راځى . اوداطبيعت دهغى دموروالى ښځى توب اقتضاً ده . بل ټکى دادى ، چې ديو ښځ شهادت دبلى ښځى دشهات بشپړ کوونکى يامکمل دى اوداموضوع کله دسړو په شهادت کى هم ترسترګوکيږى .

دمثال په توګه په ((بينه )) کې دوه عادل شاهدان بايد ګواهى ورکړى . ديوکس شهادت په يوازى ولى کافى نه دى ؟ ځواب دادي ، چې داشرط دعدالت په پلى کيدوکې يو ډول احتياط دى . په شخړو کې ديوکس شهادت نه ؛بلکې ددووعادلو کسانو شهادت اوګواهى دمنلو وړده . آيا ددى خبرى مفهوم دادى ، چې دشخړى يادعوى په مقام کې دادواړه سړى دانسانى شخصيت له پلو کوم نقص لرى ؟ – نه د لته خبره دانسانى شخصيت دسپکاوى نه ؛بلکې دعدالت په پلى کيدولى احتياط دى .

داچې ويل کيږى قنل په هکله دښځى شهادت نه منل کيږى . بايد ووايم دى مسله کې اختلاف دى . حضرت على ( ک) په دى هکله وايې : (( دمسلمان انسان وينه به بې ځايه لاړه نه شى )) ؛نود ښځى شهادت په دى هکله منل کيږى .

په ځينو شرائيطوکې دښځى شهادت اوګواهى ښه اوغوره نه بريښى . لکه پرزنا دښځى شهادت ځکه په دى اړه غالب حدود په اسلام کې يوډول دژغورنى بڼه لرى اونه غواړى ، چې دانسانانو پام دى دى مسله راوړى . [ ((حدودد شبهاتوله کبله لغوکيږى )) دايوفقى قاعدده . ]

البته ځينى ډيرکم حالتونه شته ، چې په کې دښځى شهادت اوګواهى نه شته اوعلت يې هم خپله د موضوع ځينى ځانګړنى دى .

همدارنګه ځينى داسى ستونزى هم شته ، چې د ښځولپاره ځانګړى شوى اودښځى ګواهى اوشهادت په کې په يوازى منل کيږى اودسړى ګواهى ته په کې اړتيا نه شته .

نهايت دا، چې داسلام له نظره ښځه يوانسان دى ، چې اوبشپړهحقوقوڅخه برخمنه ده .

قضاوت :

بله ستونزه دښځى دقضاوت اوحکومت په هکله ده . داستونزه يا مسله په اصل کې دبخارى له يو حديث څخه راپورته شوى ده . داروايت داماميه شيعه په کتابونو کې هم راغلى ده .

حديث داسى دى کله ،چې پېغمبرخبرشو ، چې دايرنيانو يوقوم يوه ښځه پرحکومت اوواکمنى منلى ده .

؛نوويې ويل : (( پرهغه قوم ،چې ښځه واکمنئ کوى . رستګاره به نه شى .)) له دى حديث پرته کوم بل حديث نه لرو . داجمله په يوځانګړى شرايطوکې ويل شوى اوفقهاوو له دى حديث څخه داقاعده جوړه کړى ، چې ښځه دحکومت اوواکمنى لياقت نه لرى . ځينوفقهاوو په دى اړه لاپسى ډيرغورکړى .لومړى دا چې دا مسئله په داسى شرايطو کې پيښه شو ، چې حقيقت يې مونږ ته په بشپړتوګه روښانه اوڅرګند نه دى ، او په داسى حال کې ، چې دهغه وخت حکومت او ددى زمانى حکومت سره خودا توپيرلرى په تيرشو يو حکومتونوکې واکمن کس به ټول واک په خپل لاس کې لره او ټول خلک به يوازى يواواکمن ته ورتلل ؛خو ځمونږ په شرائيطو کې داسې نه ده اوواکمن ټول واک نه لرى ځکه ، چې يوقانون شته اوواکمن دقانون له مخى واکمنى کوى او ځينى داسى ارادى شته که واکمن له قانون څخه سرغړونه وکړى ؛نو هغه سمدستى محاکمه کوى . که داحديث سم وى ؛نو دادهغه وخت دښځودحکومت حکم بيانوى ؛ځکه ، چې تيرشوى اوننئ حکومتونه سره خوداتوپيرلرى .

دهغه وخت خلکو به له دى حديث څخه دابرداشت کاوه ، چې ښځه دحکومت لپاره مديريتى عقل نه لرى .

په داسى حال کې ، چې په قرآن کې دښځى يوه بيلګه ذکرشوى ، چې په عقل اوپروګرام جوړونه کې له سړوپياوړى ښودل شوى اوهغه دسبا ملکه ده . اوکله ، چې دسليمان خط ورته ورسيد وويې وويل : ( سورت نمل \ ٣٢) (( قالت ايا ايها الملاً افتونى فى امرى )) (( اى دمملکت ) خلکو! په کار کې ماته نظرراکوئ ))

خلکو روته دفکراوانديشى پرځاى دجسم مټى وښودى اوويې وويل : (( مونږ ډيرپياوړى او زړورياستو؛خواختيار اوواک ستالاس کې دى وايه څه حکم کوى ؟)) قالو نحن اولوقوة والولباس شديد والامراليک فانظرى ماذاتامرين )) [ همان \ ٣٣] دهغه وخت مشرانو قبيله اى شخصيت درلود ، نه يې غوښتل ،چې ددئ ورکړى ، ځکه دهغوى احساس داوه ، چې ددائى داظهارحق نه لري .

بلقيس وايې : ان الملوک اذا دخلو اقريه افسدوها و جعلوااعزة اهلها اذله وکذلک يفعلون وانى مرسلة اليهم بهدية فناظرة بما يرجع المرسلون : ( همان \ ٣٥ -٣٤ )

(( پاچايان ،چې کله ښارونوته ننوځى ، هغه تباه کوى او خلک يې خواروى : زه ورته ډالي ليږم اووينم ، چې ( قاصدان يا ) تلوونکى له څه سره پيرته راګرځى . ))

بلقيس له لدى لارى غوښتل پوه شى ، چې آيا خط راليږونکى پادشاه دى ، چې ښارونه ورانوى اوکه پېغمبردى اوخلک دحق ليارى ته راوبولى ؟ دبلقيس عقل لانورهم پسى کارکوى ، عين تردى ، چې سليمان ته ځى اودهغه له لارى اسلام راوړى . (( واسلمت مع سليمان لله رب العالمين )) [ همان \ ٤٤] ( ملکى وويل: ) له سليمان سره دخداى په وړاندى تسليم شوم . ))

؛نو له عقل ، باور اوانديشى له لارى يي اسلام ومنه . کله ، چې قرآن دښځى دواکمنى داشان بيلګه مونږ ته راښائى ؛نو څرنګه کيداى شى ، چې اسلامى انديشه داحديث ځان لپاره له بنسټ په توګه وپيژنى ؟

آيا ښځه نهشى کولاى ، چې دخپل طبيعت اوعقل له مخى پرټولنه باندى واکمنى وکړى اوياهم ټولنيزمسووليت ومنى ؟

په هرحال مونږ د فقيهانوددى فتوا په وړاندى دتحفظ رعايت کوو، ځکه معتقديم ، چې حديث داسى کوم دلالت نه کوى اوقرآن هم مونږ ته ددى پرضدپوهه راکوى .

دښځى دقضاوت په هکله – يوازى يو حديث شته ، چې وايې : (( ښځه دقضاء واکمن پرغاړ نه اخلى . ))

دايوضعيف حديث دى . ځينو په دى هکله هڅه کړى ، چې ددوښځوايو سړى دشهادت له تساوى څخه داشان برداشت ولرى ، دابرداشت هم لکه څرنګه ،چې مخکى موويل سم نه دى . ځينو په دى هکله پلټنى پيل کړى په دى کې يو موسوى اردبيلى هم دى . دى پخپل کتاب فقه القضاء دکتاب ، سنت ، او اجماع له لارى دانظردکړى دى .

په دى اړه ، چې کوم احاديث راغلى ضيعفه ښکاراوپه محتواکې يې دمناقشى امکان شته اودى حقيقت ته مو پام وى ، چې قضاوت دوو محهموعنصرو لکه علم اوتضواته اړتيالرى که ښځه ددى شرط لرونکى و؛نوکولاى شى دځينى تحفظاتو په پام کې نيولو سره قضاوت پرغاړه واخلى . مهمه داده چې دامسئله دفتوا مسئله نه ده ؛خو مونږ وايو چې دقضاوت مسئله دبحث اوځيړنې وړده . تر اوسه ، چې څه وويل شو دشيعه عالمانو نظرو؛خو داهل سنتو داډيرعلماء لکه ( امام ) احمد حنبل ، ( امام ) ملک او (امام )شافعى وايې (( دښځى قضاوت جايزاوسم نه دي ))

امام ابو حنيفه وايې : (( لکه څرنګه ، چې ښځه داموالو په هکله شهادت ورکولاى شى او شهادت يې منل کيږى ؛نو داموالو په هکله قضاوت هم کولاى شى . ))

طبرى وايې : (( دښځى قضاوت اوحکم په هر امرکې جايزدى )) – هغه دافتوا له يو اصل سره ستند کوى – هغه اصل ، چې داپرى استنادکوى دادى ، چې هرڅوک دخلکو دشخړى داوارى لپاره ګام پورته کړى ، حکم يې نافذدى .

؛خو پرته درهبرى ،چې اجماع هغه مستثنا کړى ده خلاصه خبره داده ، چې دښځى قضاوت په اسلامى فقه کې په دووبرخوديعنى استدالل اوفتوا کې په غوڅه توګه لا منفى نه دى ګڼل شوى .

اود فقى باب ددى مسئلى په هکله دنورو آراواونظرياتوپه وړاندى مفتوح دى .

دګار دآزادى په هکله په ښځه او سړى کې هيڅ توپيرنه شته . که سړى پلاروى ميړه چاورور وى په دى هکله دښځى په حق کې هيڅ ډول لاسونه نه شى کولاى . (( للرجال نصيب ممااکتسبو وللنساء نصيب ممااکتبن )) [ نساء \٣٢]

(( سړوچې څه لاس ته راوړى وى ؛نو ګټه دى ترى واخلى اوښځو ،چې څه لاس ته راوړى ؛نو ګټه دى ترى واخلى )) يعنى هغه خه چې سړى ګټلى ، دښځى په کې حق اونصيب نه شته اودخپلو لاس ته وړوګټواختيار ورسره دى ، ښځه هم همداشان ده .

له دى داجوتيږى ، چې دښځود حقوقى مسائيلو دتشريع دا طريقه په ښپړه توګه له سياسى اواجتماعى واقعياتوسره اړخ لګوى . (( والمومنون والمؤمنات بعضهم اولياء بعض يا مرون بالمعروف وينهون عن المنار)) [ توبه \ ٧١]

(( با ايمانه ښځى اوسړى ديوبل دوستان دى ، چې پرښوکارونو امر کولى اوله ناوړه کارونو ډډه کوى ))

که لږ څه پام وکړو معروف لمن خوراپراخه ده و چې هر مثبت اوغوره کار يې په ډله کې راځى اومنکر ټولو منفى چاروته ويل کيږى . ؛نودى ټکى ته به موپام شى ، چې اسلام دژوند ور په ټولو اړخونو کې څومره خلاص پرانيستى اودښځى اوسړى بشپړتيا يې ديوبل سره دلاسنيوى اوګډکارپر بنسټ ايښى ده . خداى ،چې ښځه اوسړى پيداکړ اداره يې وکړه ، چې دواړه دى .

دګډ کارله مخى دژوند بنسټ ايښودونکى وى اوغوښتى دى ، چې دانسانى ارزښتونودبهيراوژوند په لپاره کې دبشپړتيا پړاو ته ورسيږى .

سړى يوازى اوځان ته موجودنه دى دهغه په دننئ هستى کې ښځه هم شته او ښځه هم همداشان ده او دواړه ديوبل بشپړکوونکى اودواړه له ښځى اوسړى څخه زيږيدلى دى .

لورهم دسړى وى اوهم دښځى ، ځوى هم دسړى وى اوهم دښځى دمور اوپلارځانګړنى دلور او ځوى په عاطفى اواحساس کى ورننوځى . ځمونږ په دننه کې دښځى اوسړى عنصر ګرندى دى ؛ ښائى ظاهراً يو له دى عنصرپربل باندى غالب وى .

آيا کله مو پام نه دى کړى ، چې مونږ دوه ډوله عقل لرو ، ظاهرى عقل اوباطنى عقل دباطن عقل له لارى دبشپړتيا پر دننى لپاره باندى روان يو اودظاهرى عقل له لارى يې ځانګړنى را برسيره کوو.

( داکتردلال عباس ) سوال :

کومى ستونزى ، چې ښځى ترى نن سرټکوى ، جرړه يې په نصوصوکې نه ده ، ځکه هيڅ څوک دنص په عدالت اوياهم دشريعت په موخو کې کوم ترديدنه لرى ؛خو ستونز ه يا جرړه دنص څخه دفهم اودهغى دتطبيق دڅرنګوالى په هکله ده . غواړم يو لنډ تاريخى راپور تاسى ته وړاندى کړم وداووايم ، چې کوم حقوق اسلام ښځى ته ورکړى ، بل هيڅ دين به پخوا اونن ورته نه وى ورکړى اوس پوښتنه داده کومى ستونزوچې مسلمانه ښځ ترى سر ټکوى له کوم ځايه راپيدا شوى ؟ ددى ځواب په هکله لازمه ده ووايم ، چې مونږ دخپل برداشت خطا بايد اصلاح کړو .

اوپه اسلام کې دښځى آزادى دپېغمبرله وختونو پيل شوى ده ؛خو دالپاره لا پاى ته نه ده رسيدلى .

لکه څرنګه دخداى مسئله په مدينه کې پاى ته ورسيده و دښځى آزادى هم په مدينه کې پيل شوه ، او يوډول تاريخ اوعملى بڼه لې درولوده اوغوره به دا وه ، چې نورو ورته دوام ورکړى وى .

؛خوپردى هم پوهيږوچې ټولوحکومتونوله امويانوڅخه نيولى ترعثمانيانوترپايه ، ټولو ددى په ځاى ، چې دين يې لاپسى پياورړى کړى وى ، له دين څخه يې ديوى وسيلى په توګه کار واخيست ترڅو دخپل واک جرړى لاپسى پياوړى کړى اوخپل حکومتونو ته دمشروعيت جامى ورواغوندى څومره يې چې کولاى شول ددين له حيثيت سره يې لوبى وکړى او خلافت له خپل واقعى حدڅخه ښپى لاپسى اوغزولى اودخلکو په مينځ کې دعظمت اودبدبى دبيلګى په توګه وښودل شو .

په داسى حالى کې هغه فقيهان ، چې له واکمن ځواب څخه ګوښه وه ، دشريعت دتطبيق په هڅه کې و اوداسى اسلامى حکومت هم نه و ،چې الهى قوانينو ته يې عملى بڼه ورکړى دى .

قرآن کريم انسانان دى ته رابولى ، چې دخپلو پلورونواونيکو نو عقايد وپسى لاړنه شى اودنوى ايمان اواعتقاد ډګر ته دى ننوځى ؛ خوتاريخ مونږ ته راښائې چې داهدف ديواوړآرمان په حدکې پاتى شوى اوتراوسه لاسى ته نه دى راغلى .

هودى ستر ټولنيزآرمان ، دمدينى يعنى دپېغمبرله وختونو پرته په کوم بل وخت کې عملى بڼه ونه موندله .

نستې اوقبيله اى تعصبونو داسلامى دولت دتاريخ په اوږدوکى خپلى لمنئ ته دوام ورکړ، که داسلام په احکاموسم عمل شوى وى ؛ نوددعوت څخه وروسته به په دوومنلونو کې دغلامى جرړى له منځه تللى وى اوښه پوهيږو، چې اسلام مسلمانان دى ته هڅوى ، چې غلامان آزاد کړى ؛خود شريعت ستر اولوړى موخى سرچپه شوى اودغلامى دنظام جرړى لاپسى پياوړى شوى .

اوډير دتاسف ځاى دادى ، چې داسلام څخه دولس پيړى وروسته په امريکاکى دغلامى آزادى عملى شوه ؛خوپه اسلامى ټاټوبوکې يې لاتراوسه عملى بڼه نه ده اخيستى . دبردګى دى نظام له هرڅه مخکى پرمسلمانى ښځى تيرى رواګڼلى دى . او دااستثمار له (( وماملکت ايمانکم )) نساء \٢٦

څخه دواکمنوسو برداشت دى اوهمدارنګه ټولو جللى . خبرواواوحاديثودښځى شان اومقام انحطاطه ته کش کړى دى . داټول هرڅه دهغه ټولنى تاريخى شرائيط راپه ګوته کوى ، چې بنسټ يې طبقانى نظام اودنورو په غلامى نيول و. يوحديث دى ، چې وايې : (( المراً ة فتنه )) (( ښځه دفتنى جرړه ده ))

داهغه جمله ده ،چې برده فروشانويا غلام پلورونکيوبه خپلو کنيز انوته ويله . اوداطبعيى ده کله ، چې کنيزته ديوانسان په شکل نه ليدل کيږى ؛نو هغه به هرچل ول اومکر کاردى ترڅو ژوندى پاتې شي . مونږ به له هغو آزادو ښځو څخه ، چې په کور کې بندى پاتى دى ، له علم او پوهى بى برخى دى اوعين تردى ، چې دومره دآزادى عمل نه لرى ، چې دومره دآزادى عمل نه لرى ، چې خپل ګاونډيان ووينى ؛نو له دى ښځوبه مونږ څه توقع ولور؟ دلته يو فکراوانديشه راپيداکيږى ، چې وايې : (( ان المراة فتنة الرجل )) ښځه د سړى دفريب جرړه ده ))

په داسى حال کې ، چې سړى دپيړيو په اوږدو کې ښځى ته دومره حق ورنه کړ ، چې له دى مقامه ووځى .

قرآن کې هيڅ کله نه دى ويلى ، چې ښځه فتنه ده ؛بلکى ډيرپه يو لطيف تعبير کې يې ويلى : (( هن لباس لکم وانتم لباس لهن )) سورت \ بقره : (( هغوى تاسى لپاره لباس دى اوتاسى هغوى لپاره لباس ياستى )) .

ټول هغه حديثونه ، چې پېغمبر، امامانو وياهم حجابه کرام پورى تړل شوى له سپکاوى ډک دى اودمغمونى اوشکلى بڼى له پلوه قرآن سره تناقص لرى . دااحاديث دښځى انسانى مقام ته زيان رسوى اوله ټولنى څخه يې ګوښه کوى .

دااحاديث په يو حانګرى سياسى ، ټولنيز اواخلاقى شرائيطوکې ، کله چې بغداد مخولو ونيو اوصليبيا نو شام ونيواوبنى اوميو ښځى او سړى يوشان آزادوول ؛نودااحاديث رامنځ ته شول . ددى پړاو ټول فقيهان قستربون ( مستحجران ) واويوازى په مستحياتو پسى نخښستى و.

همدارنګه پهدى پړاوکې داخلاقى ازمعنوى واکمنى پرځاى دځور واکمنى مشروعيت وموند اوټول خلک يې له هغولوړو موخو ، چې قرآن بيان کړى وو او دپېغمبر په وخت کې په مدينه کې پلى شوى وو ، بى برخى کړل .

مسلمانه ښځه له دى لپاره ، چې ځان ته دژوند لارى چارى جوړى کړى ، هغه ځه غواړى ، چې په اسلام باب يعنى قرآن کې راغلى ، نه هغه څه ، چې معمول دى . دمصريودينى عالم د دجلى دسنتيد وڅخه ملاتړکړى وه . دارسم تراوسه په مصرکې رواج لرى اودفرعون له وختونو پاتى دى او دا دښځى د شخصيت سپکاوى دى .

په اسلامى ټولنوکې دداڅير رواجونوجرړى له اسلام څخه مخکى راپيداشوى دى .

فقى نصوص له زمان اومکانى سره ژورى اړيکى لرى ،اسلام راغلى ترڅوانسانانو تته حيات وربخښى اوداطبيعى ده ، چې اسلام په هر مکان اوزمان کې دانسانانو له ژوندانه سره تناسب لرى .

څوک چې دخداى اودهغه درسول له امر څخه سرغړونه وکړى ، نه الهى حدودوبه تير شوى وى ، آيا امکان لرى ، چې دښځى په هکله ټولو آيتونه اوسپارښتنى دحدودو د آيا تو نه په ضمن کې راغلى وى ؟

ځينى څيړوونکي وايې : حدود په دى معنى دى ، چې خداى په يو معلوم اومعين حکم کې اعلاحداوادناحد ټاکلى دى . دمثال په توګه دارث په هکله دښځى ټيټترين حددخپل ورور نيمه برخه اودا ترهغه وخته دى ، چې سړى دښځى نفقه ورکوى ؛خو کله په شرايئطو او مقتضياتو کې بدلون راځى ، فقيه کولاى شى دآيت له مضمون اوياهم دشرعى حکم له مضمون څخه يو داسى قانون راوباسى ، چې له موجوده حال سره اړخ ولګوى .ددى ځانګړى شرائيطو يو بيلګه ديوى جلى نقل دى ،چې وايې : يو سړى پراخه ځمکه لى يوځوى اولورلرى . ځوى يې په اروپاکې زده کړى کوى اولور يې په ځمکو کې له موراوپلارسره کارکوى ، پلاريې مرى دارث په ويشى کې ځوى ته دلور په پرتله دوه برخى ورکول کيږى دلته لور توليدى کارکوى ؛خوکله چې ځوى بيرته راځى ؛نودجلى دکارحاصل اخلى ځمونږ سوال دلته دادى ، چې آيادلته پر جلى باندى تيرى نه دى شوى؟

آيت الله فضل الله :

دلته دوه مسئلى دى يو حقوقى بهير دى اوبل هغه شته واقعيتونه دى ، چې جړه يې د ښحى اوسړى په ګډى وروستو الى کې ده . دنيوکله ،چې مسلمانان له نورو سره مخامخ کيږى دنورو خلکو فرهنګ ددوى ژوند ته راننوځى ، او دوى هم ددى کار لپاره هيڅ چمتوالى نه لرى . له همدى ځليه ډيرى داسلامى ضد مفکورى دومسلمانانو ژوند ته راننوتى اوپرمسلمانانو وتپل شوى .

کله چې نوى خلکو اسلام ته مخه کړه ؛نوددى نويو خلکو رسم اورواجونه هم اسلام ته راننوتل .

له همدى کبله ورسته پاتى سياسى واقيعت پرانسان اوو ر وسته پاتى ټولنى باندى په ټولو اړخونوکى واکمن شو . وروسته پاتى کيدل دښځى اوسړى ګډه ستونزه ده . کله ،چې په يو ټولنه کې وروسته پاتى کيدنه راننووځى ؛ عقلانيت اوذهنيت ترى اخل ى، ترڅو دهغوى رسم اورواجونه دانحطاط لورى ته کش کړى .

دلته مونږ دفرهنګى آګاهى يو هڅى ته اړتيا لروترڅوداسلام له نظره دښځى اوسړى اودهغوى داړيکو هنداړه انځور کړى .

په دى هکله ، چې کوم احاديث راغلى له هر څه مخکى بايد چاڼ شى ، دوثاقت کچه يې معلومه شى ترڅو صحيح اوغير صحيح يې وپيژندل شى . له دى وروسته دااحاديث له محتوا او دلالت له لحاظه هم بايد چاڼ اووځيړل شى ، ځکه کيداى شى ، چې دحديث دلالتونو اواشاراتونو دريځ مختلفولوروته وى .

تاسى دخپلو خبروپه پاى کې دحدودو مسئلى ته اشاره وکړه . بايد ووايم ،چې دقانون بل نوم حدود دى . (( ومن يتعدحدودالله )) ( ((اوهغه کسان ، چې له الهى حدودو تيريږى )) بقره \ ٢٢٩)

له حدودوڅخه موخه هغه قوانين دې ، چې خداى وضع کړى ، ترڅودالهى شريعت په رڼا کې دانسان دکړووړوپولى معلومى وى ؛خوادناحد اواعلاحد ( لوړاوټټ حد ) شرعى بڼه اووجه نه لرى .

مونږ بايد دنص تابع ووسو،اونص وايې : (( للذکرمثل حظ الا نثيين )) دهلک برخه دجلى دوه برابره ده . نساء \١١

طبيعى ده ، چې دادلوړ اوټيټ حد مسئله نه ؛بلکې ديوى عامى اوپراخى مسئلى نه ؛بلکې ديوى عامى اوپراخى مسئلى په توګه فرض شوى ده .

دهغوى ناوړه پايلوپه هکله ،چې په ځينو شرايطوکې ترسترګوکيږى بايد ووايم ، چې هيڅ قانون سل په سلو کې مثبت نه دى .

طبعيى ده کله ،چې کوم قانون پلى کوو ؛نوهغه به په عامواوکلى اړخونوکې پلى کوو ، ترڅو انسان دهغى به رڼاکې دچاروترمنځ تعادل رامنځ ته کړى . ددى مطلب په توضيح کې بايد ووايم ښائى داقانون منفى پايلى هم ولرى .

که فرض کړو ، چې يو سړى مړشو اوارث يې هم نه دى پريښى آيا دلته پرجلى اوهلک دواوو باندى تيرى شوى ؟ که فرض کړو ، چې دى سړى په ژوندکې خپله ټوله شتمنى په خيرپه چاروکى لګولى اوڅه يې ذخيره کړى هم نه دى ، ددى مسلى پايله به څه وى؟

بايد پاملرنه وکړو ، چې داسى نادر اوکوچنى موارد عام نظام نه شى خوزولى ځکه داعام نظام په حقوقواووظيفو کې دکلى توازن پربنسټ ايښودل شوى دى .

داطبعى ده ، چې دمثبتو نښونښانوترڅنګ حدود ، منفى پايلى هم لرلى شى ؛نو يوازى ديوى پيښى دناوړه پايلو دنښى نښانو له کبله دقانون حکمت له منځه نه شى تللى اومونږ ته هم دهغى دماتولو اجازه نه راکوى .

هو! کولاى شوچې داستونزى دټولنيز و طريقوله لارى اوارمى کړو لکه قانونى جريمه ، ياددولت له اړخه داسى ښځو ملاتړ ، چې دکورنى غړى يې له لاسه ورکړى وى ، داستونزى په ټولنيزوچاروکې راځى اوله سمى اودقيقى پلټنى له لارى داخلاً ګانى جبرانيږى .

دغلامى مسئله دمسلمانانو په ژوندکې پاتى شوه ، نه يوازى داغلامى له منځه لانه ړه ، بلکى دښځى له کنيزئ څخه دسړى پربندتوب باندى هم بدله شوه . مونږ په غوڅه توګه پوهيږو ، چې اسلام دغلام ساتنى .

قانون وضع نه کړ ،بلکې کله ، چې يې ظهور وکړ، هغه يې دټولنى په ټولنيز ژوندکې ديوژوندى واقعيت په حيث وليد په قراره يې دغلامى له منځه وړلو لپاره هڅه وکړه اودغلامانو د آزادى لپاره يې اخلاقى حدود او قانونى اصول وضع کړل .

پرته له دى ، چې

دغلامانو دآزادى انقلاب اوپاڅون رامنځ ته شى ، اسلام دعملى ګامونو له لارى دغلام ساتنى پرښځوباندى د راغلو ځينو احاديثوپه هکله دښځوپه هکله دراغليو احاديثوپه اړه ټغرله اسلامى ټولنى ټول کړ.

له پلټنى اوڅيړنى پرته تورلګول او دهغوى په هکله قطعى حکم صادرول به له علمى کار څخ لرى وى . احاديث دوثاقت له اړخه بايد وڅيړل شىاو مضمونى دلالت يې بايد له قرآنى مفاهيمو سره مقايسه شى او همدارنګه ددى احاديثو نرموالى هم بايد له زمانى اومکانى ځانګړنو سره وځيړل شى .

( ميرمن سوسن عواد! )

پوښتنه :

دننئ ژوند اړتيا وو اوپراخه فقر، چې په ټول جهان کې غوزيدلى اقتصادى . او ټولنيزو فشارونو ځمونږ دټولنوجوړښت ګډوډکړى اوټول انسانان يې دى ته اړکړى چې کاروکړى ؛نوټول دژوند دخرڅ په پيداکيدو کې سره ګډه دنده لرو.

ددى ټولنيز بدلون له کبله ښځه که دپلارپه کوروى يادميړه په کور دکار ډګرته يې دادانعکلى اوپه اقتصادى چارو کې يې ونډه اخيستى آيا بياهم د ارث په حکم کې بدلون نه شى راتلى ؟

ځواب :

که فرض کړو ، چې ښځه اوږه په اوږه له سړى سره کار کوى اوزما په ګومان دا کومه نوى موضوع نه د : له ډير پخواڅخه به ښځو په کرنه اوجامو ګنډ لو کې ونډه اخيسته . لکه داوس په شان ښځى به پخواهم کارکاوه .

کله ، چې مونږ غواړو يو موضوع وڅيړو بايد دوينوچې په کوم نظام کې ژوند کوو؟؟

دمثال په توګه بايدوګورو آيا فرض دادى ، چې ښځه بايد يوازى اومستقل ژوند وکړى او دکورنى غړى دى نه وسى ؟ آيادګورنئ موضوع ځمونږ په انديشه اوحقوقى بناکې دحقوقو اووطايفو له اړخه کومه ځاى لرى که نه دکورنى په هکله موکوم فکر او حساب کړى ؟

غرب دکوردبنسټ پرورانولو داستونز اواره کړى . زه نه وايم ، چې په غرب کې به ټول داسى وى ؛خوپلارخپل ځوى اومورخپله لور له ځانه شړى ، ځکه دوى يې دمسوؤليت پيټى پرځاى نه منى .

کله چې يوځيزلاس ته داوړو بايد له ځان سره فکروکړو ، چې څه څيزموله لاسه ورکړ؟ مامخکى دحقوقوا و وظايفوپه بحث کې ورته اشاره وکړه . کله چې مونږ وايو ښځه کارکوى .بايد وګورو چې دکار انداز يې څومره ده ؟ که وغواړو ، چې په کارګمارل شويو ښځو شميره ځمونږ په ټولنه [ نبان ] کې لاس ته راوړو ، فکر نه کووم که په سلوکې له پنځوهم جيګه وى .

داهم دستونزى داوارى لپاره نه دى .هغه ښځه ، چې مورهم ده کله ،چې کار ته ځى آياخپل اولادبه کومى بى ښځى ته پريږدى اوياکه دموروالى احساس نه کوى ؟ کله ،چې مو داټول هرخه وڅيړل ، کولاى شووچې دښځى اوسړى برابرى دهغوى دکار له مقام څخه وڅيړو؟

کله ځينى وايې سړى پلاردى اوښځه مور . لا سمه ده ؛خو دښځى موروالى دهغى دجسم له لارى دى. مورماشوم په ګيډه ګرځوى ، مورشوده ورکوى ، مورروزنه کوى دارواحپوهنى علم اوعملى تجربى مونږ ته واسې : کوم ماشومان ، چې دمورپه غيږکې روزل کيږى ؛نو هغه به جسماً اوروحاً ارضاوى اوپه راتلوونکى کې به يې دانښى نښانى دهغه په شخصيت کې ترسترګوشى .

که خپل ماشومان وړوکتون ته ورکرو نودمور له مينى به بى برخى وى .

که غواړو، چې مسائل په دقيقه توګه وڅيړو ؛نو دلته به له يوى ستونزى سره مخ شو اوهغه ستونز وته ديو عامل ( تک عاملى )

په توګه ليدل دى .

دبيلګى په توګه ځينى متفکرين لکه مارکس جهان يوازى داقتصادى عامل په توګه ځيړى ، فرويد يې له جنسى عامله ځيړى .

داشان ليدونه سم نه دى ؛ځکه ، چې انسان يوازى له يو عنصر څخه نه دى جوړشوى ژوندهم ويوازى له يوعنصرڅخه نه دى جوړه . څو، څو لاملونه سره په ګډه ځمونږ په غوځښت اوهڅه کې ونډه لرى . ؛نوکله ، چې غواړو ووايو ،چې دموراوکورنى شان ساتل غواړو ، هغه معادله ،چې دخلکو په ذهن کې ده تکان خورى .

کله چې مو ومنل دمور ونډى اودکورنى شته والى ته اړتياده ؛نوپوه به شو ، چې دموروالى شان ښځه دى ته اړکوى ، چې ديو معلوم وخت لپاره دى خپل کار ودروى که څه هم دهغى په تاوان وى .

اسلام نه غواړى دبى کورى اوتشويش اونه يې خوښوى ، چې ښځه دى د په حالت کې وې اسلام دښځى له کار سره مخالفت نه کوى . مونږ معتقديو ، چې خداى اراده کړى ترڅو ښځه دى په طبيعى توګه خپله دنده ترسره کړى ، مادى مسوؤليتونه يې دسړى پراوږو اچولى اودښځو اوږى يې له دى کارونو سپکى کړى دى .

البته په دى امر کې منفى ټکى هم شته ؛خواسلام دښځى اوسړى کلى مسلحتونوته په يو کچه ګورى په ځينو شرائيطوکې ښځه کولاى شى سړى سره دنفقى په برابرولو کې ګډون وکړى ؛خوښځه مکلفه نه ده ، چې دا کارترسره کړى . ؛ځکه ښځه دکورنى مسووليت ترڅنګ مالى مسوؤليتونه پرغاړه نه شى اخستلى .

له بلى خوا دامسلۀ له ارث سره هيڅ تړاو نه لرى ځکه ارث هغه نصيب دى ، چې دپلارله اړه خه لوراوځوى ته پاتى کيږى .

مونږ مخکى هم وويل ،چې دارث ويش دحقوقو اووظيفو دطبيعت دملاحظى له امله منځ ته راغلى .

ترڅو چې کلى نظام وى دا مسلۀ به دهغه مقياس سره څيړل کيږى نه دجزئ مواردوسره

 

دپريانو په هکله معلومات راکړى

پيريان هم مسلمان اوکافرلرى . علامه طباطبانى دپيريانونوله خولى وايې : په مونږ کې سنى پيريان نشته ، ځکه په مونږ کې ځينى داسى کسان تراوسه پوى شته ، چې دغديرپه ورځى هلته موجودوو . دپيريانوددرک کچه له انسانانو ټيټه ده ؛خوتحرک يې له انسان څخه زيات دى .

تراوسه نه دى نقل شوى ، چې آيا دوى هم پېغمبر لرى اوکه نه . ددى ځمونږ دپېغمبراميئان دى ډيرپيريان دانسانانو په خدمت کې دى او مزاحم نه دى . له پيرى څخه ويره اودپيريانو کيناستل پرانسان باندى سمه نه ده . په هغوى کې هم ستر ى ښځى و سړى شته ؛خو دنبوت اوامامت مقام ته نه شى رسيدلى .

سوال : ٢

داشان آيتونه لکه (( تعزمن تشاء دتذل من تشا ء )) پا (( يرزق من يشاً بغيرحساب )) ښائى ،چې خداى هر چاته وغواړى يا عزت ورکوى يا ذلعت ،همدارنګه په قرآن کې داسى هم شته : (( ان الحکم الالله )) دخداى له حکم پرته بل حکم نشته )) په دى ځاى کې دبنده اوعبد رول څه دى ؟ آياانسان په خپل ذلت اوعزت کې کوم رول لرئ .

ځواب :

پورتنى آيتونه دخلکو دخالت اورول نه نفى کوى (( ان الحکم الا الله )) يعنى داچې يوازى دهغه حکم نافذدى ؛نو دټول جهان حاکم خداى دى .

دايوکلى اصل دى ؛خو خداى په خپله حکم کړى که چازيار وويست ؛نو اجربه يې ورکړم او پيروزى به پى وکړم . او که زياريې ونکړځماله پيرزونوبه بى برخى وى . دادخداى حکم دى اوووايې : (( ان عدتم عدنا ))

(( ان تعودو انعد)) جنت اودوزخ ته دخلکوليږل هم دخداى په حکم سره دى .

چاچې ايمان داوړى دى اونيک عمل ترسره کړى ؛نو جنت به ځى . او څوک چې د ورائئ پرلاره لاړل ؛نودوزخ ته به ځى .

دزمينى چمتوکوول هم دخداى دحکم پراساس دى .خداى حکم کړى که چازمينه چمتوکړه ؛نوزه به ورته ډيررزق اوخورا عزت ورکړم .

سوال : ٣

قرآن وايې : (( وکان عرشه على الماء )) دخداى عرش پراوبوباندى دى ددى معنى څه ده ؟

اوبه يو جامع مفهوم دى او ډير مصداقونه لرى . علم هم داوبوله مصاديقو ځنى دى . علم په حقيقت کې د ژوند اوبه دى اوعالم تل لپاره ژوندى دى . ((( العلماً ياقون کما بقى الذه)) ددى علم څخه مطلب د تدبيراو فرماندروايې علم دى .

(( وکان عرشه على الماء )) يا (( ثم استوى على العرش )) دژوند اوبه اودحيات اوبه علم اوالهى قدرت دى . دټولو چارو زيرښاعالم دى نه ظاهرى اوبه ؛ځکه چې ظاهرى اوبه هم لکه دخاورى اوهواپه شان وروسته منځ ته راغلى دى . ظاهرى اوبه يو ډول حقيقت لرى ،چې عرش پرى ولاړدى .

لکه څرنګه ، چې اورهوااوخاورى هم داوبو پرسرباندى وى ؛نو بناپردى هغه اوبه چې عرش ورباندى ولاړدى ، يومادى څيزنه ؛بلکې يو معنوى حقيقت کيدلى شى .

وعلم ادم الاسهاء کلها ثهم عرضهم على المﻻئکة فقال انبونى باسماء هولا وان کنتم صادقين ))

په دى آيت کې دتعليم اسما څخه مطلب څه وى؟ تعليم په دوه ډوله دى .

١–   رسمى علم ، چې پوهنتونونوکې يې زده کړى کيږى . استاديوخبره کوى او مخاطب يې اورى يا کتاب معرفى کوى اوښوونکى يې لرلى دلته د علم د انتقال ذريعه اووسيله الفاظ اومفاهيم دى . داعلوم مسلکى علوم دى کله ورسره عمل وى اوکله نه . کله دعمرترپايه پاتى کيږى اوکله هم له ياده وځى داعلم پړ حقايقو وپوهيد لواوفهم وسيله ده .

٢–   بل علم داسى دى ، چې له لفظ اومفهوم سره کارنه لرى . داعلم دسازپرڅيرنه دى ، چې واوريدل شى . نقش نه دى ، چې وليدل شى ، مفهوم نه دى ، چې ذهن پرى پوه شى . دلته لارى وزړه دى . کله انسان دلمر کلمه ليکى اويايې هم عکس رسوى ترڅوبل پوه کړى ، چې لمر څه ته وايې : (( اوکله يوه آئينه لمرته نيسى ترڅو دلمر وړانګى يې سترګوته راورسيږى که څه هم هغه نيغ په نيغه لمر نشى ليدلى ؛خو دآئينى ددى انعکاس له لارى رڼاوينى ددى رڼا له لارى پرحقيقت باندى پوهيږى .

هغه علم چې خداى خپلواوليا ووته ورکړى ، عبرى ،عربى اوفاسى نه دى ، لفظ اومفهوم هم نه دى . داهغه علم دى ، چې ټول حقيقت يو بشپړانسان ته ښائى که انسان دلوړظرفيت خاوندوى ، خداى ورته داحقيقت نيغ په نيغه ښائى اوکه لوړظرفيت ونه لرى ، حقيقت ورته دآئينى له لاررى ښائى . که يو څوک توان ولرى ؛نو نيغ په نيغه په خپلوسترګو لمرته ګورى که ويې نشو کړاى دځانګړو عنيکوله لارى لمرته ګورى ، دى ته شهورت ياحصورى علوم وايې دلته انسان پردى ځان پوهوى ،چې لمر له کومو وړانګو جوړشوى ، لمر څرنګه وليکى ، دهغه اوږدوالى اوپلتوالى څومره دى ؛خو دا علوم انسان ته رڼا نه ورکوى .

(( تعليم رسماء)) حصولى علوم نه دى . خداى خپل اسماى حسنا بشپړانسان ته وروښودل . حضوت آدم عليه اسلام دبشپړانسان يوغوره بيلګه ده ، دننى زمان ى آدم حضرت مهدى او پراسماى لاهى باندى پوهيږى . اسماء يعنى سمتة ؛ دعلامت اونښى پرمعنى دى . ټول جهان الهى اسما اودهغه دذات نښى نښانى دى ؛نو پردى اساس داسماء حقايق خداى بشپړانسان ته وښودل . دټول پيغمبران اوامامان له دى څخه برخمن شوى . (( البته ټول يو شان اوپه يوه درجه کى نه دى ) دلته څوټکى روښانه شول .

١– دتعليم اسماء څخه موخه دحقايقوحضورى شهوددى .

٢– اسماء يعنى دخدى ا نښى نښانى.

٣– آدم يعنى بشپړانسان هرڅوک ، چې انسانيت ته نږدى شو ؛نوپه حقيقت کې داسماء زدکړى ته نږدى کيږى .

٤– تعليم اسماء يوه تا ريخي پيښه نه ده چې په يوځانګړى وخت کې به پاى ته رسيدلى وى . دايوه تلپاتى حقيقت دى دا ټوتلنى به تل وى ، چې به په کى خداى ښوونکى اوبشپړانسان زده کوونکى وى او لوست موضوع به هم اسماى صنه وى .

که يوانسان په دى ټونګى کې د ګډون شرائيط لرل ؛نو ددى ټولګى دده کوونکى به شى اووابه ورى ، چې خداى په کې خبرى کوى . او دازده کوونکى به له پر يښتوسره اړيکى لرى . دامقام دټولو اناسانانو لپاره تل شته ، يعنى دا کو يوانسان دځناورتوب له پړاوڅخه تير شو اوانسان شو ؛نودا انسان به داسما ء حسنه په تولګى کې دګډون حق پيداکړى . دا ټولګى دزمان اومکان په محدوده که نه دى اودحقايقو سره دآشنائى په ترڅ کې انسان درڼا خاوند کيږى .

داانسان به سرلوړى وى اوهيڅکله به دپوچى اوبى موخى احساس ونه کړى که انسان له پاکى شه والى او طهارت څخه خوندواخلى ؛نو جوته ده ، چې لمر يې څه حده پورى ليد لردى .

که په ټول عالم کې سازونه اواوزونه وى ؛نو دهغه چالپاره ، چې اوريدونکى غوږونه نه لرى ورته هيڅ ګټه نه رسوى . که څوک ليدونکى سترګى ونه لرى ؛نورڼا ورځ او شين اسمان دهغه لپاره ګټورنه دى .

ټول زيار له دى لپاره دى ، چې مونږ داسى غوږونه اوسترګى ولرو ، چې دهغه بل عالم حقايق پرى درک کړو . ځينى داسى ستر خلک شته ، چې په دى دنياکې ورته پاتى کيدل خوراګران دى ا وداځکه ، چې داسى حقايق اوښکلايې ليدلى ، چې په دى نړى کې يې بوى هم شته . شيطان ،چې تل لپاره دخداى له دربارڅخه وشړل شو ، لام يې دانه ده ، چې آدم ته يې سجده ونه کړه .

دشيطان جرم اواصولاً شيطانت دادى ، چې انسان ددى پرځاى ، چې د ((الله نورالسماوات والارض )) رڼا ووينى ، خپل ځان وينى اوکه نه ديوى سجدى پريښودل دومره تلپاتى عذاب نه لرى ، دټولوانبياوو زيارهمداو ، چې مونږ پوه کړى ترڅودخداى پرلاره روان شو او نوى لپاره جوړه نه کړو. ګناه دالاهى اسماء دحقايقو دليد ولپاره تړلى ستاتى . ټول عبادت سپارښتنى اواحکام ددى لپاره دى ، چې مونږ خپله لپاره تړلى ونه ساتو.

(( يضل من يشاء ويهدى من يشاء ))

ددى آيت مطلب څه دى ؟ په ظاهره خوله دى آيته داڅرګنده يږى ، چې خداى هرچاته وغواړى لارښوونه کوى اوچاته ، چې وغواړى هغه بى لارى کوى .

دخداى لارښوونه په دوه ډوله ده لومړنى ياابتدائى لارښوونه او پاداشى ياداجرلارښوونه لومړنى ياابتدائى لارښوونه هغه ده ، چې خداى دعقل ،فطرت ، وحى اوښوت له لارى انسان ته وربخښلى ده ؛نوپردى اساس خداى ټول خلک ددننى اوبهرنى شتمينوله لارى پر سمه لارلارښودکړى ، هغه کسان چې پردى لار سم لاړشى ؛نو خداى به پرى پيرزونى وکړى .

اوداخلک به تل په سمه اودخيرپرلاره روان وى . ګمراهى دخداى په ذات کې نشته خداى هيڅکله څوک نه دى بى لارى کړى اونه به يې وکړى. هغه خداى ، چې ګران پېغمبرعلى اودهغه کورنى يې ځمونږ دلارښوونى لپاره را ليږلى ؛نو هيڅکله به هم څوک بې لارى نه کړى . که څوک ددى لارښوونى سره سره هم . بى لارى شو؛نوخداى ورته دتوبى اوبيرته را ستنيدو ورپرانيستى پريخى اوس چې دتوبى ورتل پرانيستى دى اوانسان بياهم په خپلى بى لارئ ټينګار کوى ؛نو له دى وروسته به خداى هغه بى لارى کړى . آيا ددى مطلب دادى ، چې خداى هغه بى لارى کړ ؟نه ؛ځکه چې بى لارى يوعدمى امردى . بى لارى يې کړ يعنى دا چې خداى ترى خپل لطف اخلى اوهغه په خپل حال کې پريږدى ؛نوله دى وروسته هغه کس پاتيږى اودهغه شهوت اوغصه . ؛نو شهوت اوغصه دواړه انسان ځان ته رابولى اوپه واقع کې دګناه پردورى حرکت کوى . دابتدائى يالومړينى لارښوونوله مخى خداى پرته له کومى استقناو ټولو خلکو ته لارښوونه کړى ده .

سوال :       اخلاقي پوښتنې

١– که څوک امر په معروف کوى اوخپله پرى عمل ونه کړى ؛نوآيا يوازى دويلو ثواب ورته ورسئ ؟

ځواب : لومړى بايد زياراوباسى ،چې عمل پرى وکړى ، چې خبره يې ځاى وينسى . که عمل پرى نه کوى ؛نو مثال يې ديوى شمعى پرڅيردى ، چې خپله سوځى خونوورته رڼا ورکوى ؛په هرحال دثواب خاوند به شى که څه هم عمل ونه کړى .

٢–   دبلاددفعى اورفعى ترمنځ توپيرڅه دى ؟ دلته صدقه څه رول لرى ؟

ځواب : دبلادفع کول يعنى دمثال په توګه انسان ديوى ځانکړى ناروغى دمخنيوى لپاره واکسين کوى ، چې پرى اخته هه شى دا يو مخنيوونکى عمل دى .

دبلارفع کول داسى دى ، چې يوبلاراغلى اوهغه بايد لرى کړاى شى . دمثال په توګه يوکس ناروغه شو او بايد درمل شى ، صدقه دادواړه کارونه ترسره کوى .

سوال :

٣: په قيامت کې دپل حراط حقيقت څه دى ؟ په رواياتوکې د دوو صراط نو ذکرشوى . يو په دنياکې چې امامت دى اوبل په قيامت کې ، چې دين دى . امام ددين شارم او مغردى . دصراط پل دعارى پلونو پرڅيرنه دى .

هرڅوک ، چې په دى دنياکې داهل بيتود لارښونو سره سم حرکت وکړى اوخپل کړره وړه او چلن يې له اهل بيعتو سره ترڅه حده يوشان وى په آخرت کې به له پل صراطه څخه تيرشى او د دوزخ له اوره به وژغورل شى . هر څوک ، چې په دى دنياکې له دينى دستوراتوځان لرى کړى په قيامت کې به هم له اهلبيتو لرى وى اوڅومره ، چې يې فاصله ډيره وى په هماغه کچه به يې عذاب هم ډيروى .

سوال :

٤: دښځو داعتکاف په هکله معلومات راکړى .

ځواب : په رواياتوکې داسى راغلى هرڅوک ، چې څلويښت ورځى د خپلو اعمالو اواخلاقوپاملرنه وکړى وى . يعنى داچې حرام ونه خوارى ، ونه ګورى اوحرام فکرونه کړى له دنياګوښه شى ، نه داچې له خلکو ګوښه شى ؛نوپه دى هکله دښځى او سړى ترمنځ توپيرنشته . اعتکاف يعنى داچې يوکس ځان له دنيا څخه ګوښه کړى نه داچې ځان له خلکو ګوښه کړى انسان که مزدورکاريا مامور بايد خپل کارکې بوخت وى ؛خوکارونه يې بايد دالله لپاره وى ؛نو هغه څوک ، چې اعتکاف کوى ؛نو بايد ډيرکاراوفعاليت وکړى ، لوست وکړى ، ځکه چې کار، لوست اوڅيړنه خپله آخرت دى . نه دنيا .

دخداى درضالپاره دټولنى خدمت هم آخرت دى .

سوال :

٦–   کله ناکله دخداى له توفيقا تو بى برخى کيږو ددى بى برخى کيدو جرړه بايد څرنګه پيداکړو؟

ځواب :

څوڅيزونه په څوڅيز ونو کې پټ وى دقدر شپه په څوشبو کې پټه ده ؛نو ښائى انسان ددى تولوشپودرناوى وکړى ترخو دقدر شپه وپيژنى . خداى به ځمونږ کوم يو عبادت قبلوى معلومه نه ده ؛ نو پردى اساس انسان بايد ټولو عباداتو ته مخه کړى . کوم ګناهونه به خداى بخښى لا معلومه نه ده ؛نو انسان بايد ټولو ګناهانو ته شاکړى .

دخداى اولياهم په خلکو کې پټ دى ، معلومه نه ده ، چې څوک په وى ؛نو پردى اساس هيڅ حق نلرو ، چې ديو چاسپکاوى وکړو .

سوال :

٧: ولى ځينى کسان برزخى ليدلرى او مونږ ترى محروم ياستو؟

دامساله دټولو لپاره دپام وړده . هرچاچې مونږ ته دهغى نړى په هکله کوم خبرراکړ. بايد ويې منواوځان ترى خبرکړو . داکارخوراستونزمن دى ځکه چې دهغه نړى پراحوالوځان خبرول دوه لارى لرى . يوه داچې انسان د کوښښ اوزيارله لارى ځان خبرى کړى . بل داچې تل بايد تياراو هوښيار اووسى .

اصلى خبره داده که يو څوک دغيبو پراسرارو پوه شو ؛نو داکسان به هيڅ تحمل اوطاقت ونه کړى . ديوسف دښکلاروښاسيت په هکله مونږ ټولو ډير څه اوريدلى . کله چې دمصر ښځو هغه اوليد؛نو ناڅاپه يې خپلى ګوتى غوسى کړى . ديوسف دوجود شال داسى دى که يو څوک دسپوږمى عکس يريوکاغذ باندى رسم کړى . دا عکس به څومره دسپوږمى حقيقت مونږ ته بيان کړى .

هغه څوک چې له پردى شااصلى حقيقت ووينى ؛نو دادنياپه بيا ورته خوند ورکړى ؟

ځمونږ ډير خداى بخښلي له دى نړى څخه تللى دى ، نه راته خوب کې راځى اونه ځمونږ عالم ته پام کوى . په دى چې مونږ ورپسى ډيرخپه يو ، ورته دعاګانى کوو ورپسى خيراتونه کوو . علت يې دادى ، چې هغوى داسى يو ځاى ته تللى ، چې دادنيا ، چې له ياده وتلى ده . ؛نو دابه ډيره سخته وى که يو څوک په دى نړى کې دهغه بلى نړى پراسرارو باندى پوه شى . اوکه يې وهم وينى .

؛نودانړى به ورته هيڅ خوندورنکړى اودلته به دپاتى کيدوتوان هم ونه لرى .

سوال :

٨: آيا عرفانى موسقيى اواشعارمونږ . خداى ته نږدى کولاى شى ؟

ځواب : دانسان يوه برخه ښيش اوعلم دى اوبله برخه يې ګرايش دى . د ښيش اوعلم له پلوه ډير کسان کولاى شى پرمختګ وکړى . يعنى دا استعدادپه مونږ کې شته ،چې ښه اوبدوپيژنو . دااستعداد له لوست اوبحث له لارى لاپسى غوړه يږى .

؛نودا ځمونږ دښيش اودانش پورى مربوطيږى . دښواوبدو په پيژندلو کې مونږ په يو ګډه پوله کې يو ، يعنى داچې بدهم ښه پيژنواوښه هم .

؛خو دګرايش په برخه کې داسى نه ده ، چې مونږ به دښواوبدو پروړاندى يوشان ګرايش ولرو .مونږ ښوکارونوته بشپړګرايش لرو ؛خوبدوکارونو ته يې اصلاً نه لرو . يعنى داچې ځمونږ په دننه کې بدو اوښوته ګرايش يو شان نه دى . دښواوبدو پروړاندى ځمونږ ښيش يوشان دى ؛خو ګرايش مو داڅيرنه دى . دبيلګى په توګه مونږ دښو،بوګټوراو زيانمنو خواړو تشطيص يوشان کوو.

خوځمونږ دهاضمى سيستم ګرايش به دى خوړو ته يوشان نه وى .دهاضمى سيستم ښه خواړه ډير په آسانى سره همغوى اوسموم خواړه بيرته راګراځوى .

داپديد ه په روح کى هم شته.

ځمونږ روح هم ښه اوبد اخلاق ، عدل ، ظلم ، امانت خيانت ، رښتيا اودروغ په يوکچه پيژنى . ؛خودوى ته په يو کچه ګرايش نه لرى روح عدل ، امانت ، او رښتيا پسى ځى . له همدى کبله دى کله ، چې يو ماشوم په لومړى ځل دروغ ووايې ؛نو ټول وجوديې لړزيږى ؛خو په رښتيا ويول کې په ډاډ سره غږ يږى .

له دى لپاره چې ځمونږبښش او دانش ( نظرى عقل ) سم تنظيم شى ، ښائ د برهانى لارولکه فلسفه ، رياضى ، حکمت ، کلام اوعرفان پسى لاړشو .

اوله دى لپاره ، چې ځمونږ دګرايش برخه ( عملى عقلى ) تنظيم شى ؛ښا ئ په عملى کارونو پسى لاړوشو.

عملى عقل چې کا يې ګرايش دى . ټولو تصميمونه نيسى و اوعزم ، اراده ، محبت اخلاق اونيت داټولى چارى سميالوى اودهغى مديرګڼل کيږى .

که مونږ دا مديرنرم خويه کړ؛نو دنظرى عقل پروړاندى تسليمږى ،يعنى که هر کارغواړى له نظرى عقل څخه فتوااخلى .

که چيرى دا مدير( عملى عقل ) خپل سرى وى ، له نظرى عقل څخه لارښوونى نه اخلى .

له خپلولاندينومامورانولکه شهون او غضب څخه لارښوونى ترلاسه کوئ .

له دى لپاره چې عملى عقل را نرم کړز . له دعملى عقل دنرمولو لپاره ډول ډول ليارى شته . لکه څرنګه چې په دعاى کميل ذکرشوى ددښمن پروړاندى دمومن بهرنى وسله اوسپنه اودننى وسله يې ژړا اواوښکى دى .

؛نو که دمومن باطن داوښکواوژړاپروسله سمبال وى ؛نو دغضب اوشهوت پروړاندى ودريږى . اوکه سمبال نه وى لاروى يې کوى او دغصى اوشهوت له مخى تصميم نيسى . ځينى وايې زماچې څه زړه وغواړى هغه کوم چاپورى مى کارنشته ، ددى معنى داده ، چې انسان دشهوت اوغضب ترقومندى لاندى دى .

موسقيى اوسندرى هم کولاى شى ،چې پرعملى عقل اغيزى وکړى . څوک ،چې په دعاګانو کې اوښکى تويوى ؛عملى عقل به يې نرم وى ؛ اوداکس به هيڅ کله دخداى درضا پرته کوم بل کارونه کړى . شعرا و په زړه پورى نژونه دعملى عقل په نرميتاخورااغيزمن پريښى .

مونږ بايد کوښښ وکړو ، چې له سندرو څخه دشعرويلو په لورى وخوځو ،داځکه چې کيداى شى په سندرو کې يوډول کاذبه نرمتيا اواوښکى را پيداشى . لکه څرنګه ، چې کاذبه اوصادقه ضندالرو ؛نو همداشان کاذبه اوصادقه ژړاهم لرو . کله ديوى لطيفى په اوريدو انسان خاندى ؛نو دا صادقه خندا ده . کله يوکس دتښتيدو له امله خاندى ؛نو داضندا کاذبه اوبى ارزښته ده . ژړا هم همداشان ده . سندرى هم کولاى شى ، چې له داسى ګواښ سره يو ځاى وى ، يعنى دا چې کاذبى اښکى اونرسوالى رامنځ ته کوى اومونږ ګومان کوو ، چې ځمونږ داسى نه ده . ځينى موسقيى زياتوونکى اغيزى لرى اوددى لامل کيږى ، چې عمل عقلى له نظرى عقل څخه لاروى نه کوى او انسان دګناه ډنډه ته غورځوى .

سوال :

٩: انسان کله داسى يو پړاوته رسيږى ، چې دپوچى احساس کوى ولى ؟

– کله چې انسان خپله موخه له لاسه ورکړى ؛نو داحالت رامنځ ته کيږى .

دانسان مثال دطلاديومعدن پرڅيردى ، چې په ځان کې ګوهرلرى .

؛نو انسان بايد ددى ګوهرروزنه وکړى ، اوهيڅ کله هم داګوهرله بهرڅخه نه شى روزل کيدلى .

سوال :

١٢: انسان په فطرى توګه له عبادت سره مينه لرى ؛نوولى مونږ له خپل عبادت څخه خوندنه اخلو؟

ځواب : دخداى لورى ته ځمونږ مخه يوفطرى عمل دى ؛خوشهوت ، اوغضب هم ديوى وسيلى په توګه دانسان په خټه کې ايښودل شوى دى . عقلمن انسان دادواړه .

دتعطيلولو پرځاى هغه تعديلوى . جاهل انسان شهوت اوغضب دخپل فطرت مشرګرځوى ؛نوپه دى حال کې فطرت بندى کيږى اودغرايزو په مينځ کې خښيږى او خښ شوى فطرت هيڅ نشى کولى اوله عبادت څخه هم خوند نه شى اوختلاى ،کله ، چې فطرت پاک شى اووغوړيږى ؛نوله عبادته به خوند واخلى . که غواړو چې له عبادت څخه خوندواخلو بايدله حرامو ډډه وکړو . څوک چې په حلالوپسى ځى ؛نو حتماً به له عبادت څخه خوند اخلى .

څوک چې په زکام اخته شى ؛پوزه يې هم بنديږى ؛نو داکس له ښه بوى څخه خوند نه اخلى اوکمزورى سترګى هم دښايسته منظرى څخه خوند نه شى اخيستى ؛نوپردى توګه ګنهکارانسان هم له عبادت څخه خوند نه شى اخيستى .

سوال :

١٥: څرنګه بايد ځان دشيطان له وسوسوخلاص کړو ؟

ځواب : ابليس دانسان بهرنى دښمن دى اوله بهرڅخه بريدکوى ، ترڅو چې انسانان په خپله ورته دننى زمينه چمتو نه کړى ؛نو دانسان په دننه کې نه شى ننوتى . دشيطان کار دا دى ، چې دانسان وجودته زهر ورننه باسى زهربايد دانسان دينى ته داخل شى ترڅوخپل اغيزى ولرى ، که همدازهرله هغه مى سيتم څخه بيرته راوګرځول شى ؛نوهيڅ اغيزى به ونه لرى .وسوسى هم همدا څيردى . د هوا هوس اوشهوت سپکى څپى په تنکى زلمواو درنى څپى يې په غټا نوکې ترستر ګوکيږى ، چې په ځاى اونظام پسى منډى وهى .

؛نودا نښى نښانى دهماغه زهربن و زهر جنى وسوسى ؛نو داهر څه دهماغه زهر جنووسوسو نښى نښانى دى . که يو څوک دچاستاينه وکړى اوپه يوځانګړى لقب ورته غږوکړى اومخاطب کس ترى خوندواخلى ؛نوله دى څخه داڅرګنديږى ، چې دوسوسوزهرويې په بدن کې اغيزه کړى ده . او که څوک له دى خبروخوندنه اخلى ؛نو بايد دخداى شکردى اوباسى . حضرت على په يوخط کې مالک اشترته داسى ليکى : (( شيطان تل دبريد په حال کې چمتو نامت وى ؛خو کله ،چې څوک ستا ستاينه کوى ؛نوشيطان دبريدلپاره لاپسى چمتوکيږى اوپه دى مهال بايد ويښ ووسو.))

پېغمبروايې : (( ستاسى ترټولو سرسخت دښمن ستاسى نفس دى .))

بهرنى دښمن څه کوى ؟ يوازى کورونه وارنوى خلک وژنى . داټول هر څه دجسم پورى محمدود دى . سړى ممکن شهيدشى ، او شهيدخواصلاً زيان نه وينى . علامه طباطبانى وايې : شهيد ، چې دجنګ په ميدان کې غشى خورى اوپه خپلو وينوکې رغړى ، خلک به ګومان کوى ، چې ښاى سخت په عذاب کې دى .

حال داچې واکس ډير دآرامى احساس کوى که هغه خبرى کولاى شوى ؛نو ويلى به وى ، چې روح يې ډير آرامه دى .))

سوال :

١٦: ولى نفس دانسان ترټولو بد دښمن دى ؟

ځواب : نفس پټ دښمن په سترګونه ليدل کيږى اوپه دننه کې دى اوبهرنه ښکارى .

٢- نفس يو مکاراوقهاردښمن دى . مونږ وينى خومونږ يې نه شوليدلى .

٣– دنفس دښمن تلپاتى وى اولنډ مهاله نه وى .

٤– زځمونږ ترټول غوره سامان اوکالى لکه ايمان اوعقل راڅخه وړى ، ځمونږ کور اومادى مال سره دوسره کارنه لرى .

٥– دادښمن له ټولو دښمنانو سره توپيرلرى دمثال په توګه دښمن کيداى شى ماروى ، ځناوروى ، ليوه وى ، لړم اوياهم انسان وى که دښمن ليوه ، ماراوياهم پسى وى . کله ، چې انسان ورته څه ورکړى سمدستى دڅه مودى آراميږى .

؛خودننى دښمن داشان نه دى که څه ورهم کړى نه آراميږى که مودهغه په غوښتنه عمل وکړ او څه يې ، چې رانه وغوښتل ورموکړل . بريد ونه يې لاپسى زياتيږى اونورهم پرمختګ کوى ، دنورو دښمنانو په شان شاتګ نه کوى .

کلامي پوښتنې ( ٣)

سوال :انسان په دى دنياکى دلنډى مودى لپاره ګناه کوى؛نو ولى دتل لپاره په عذاب اخته کيږى ؟ آيا راخبره دخداى له عدل سره اړخ لګوى ؟

ځواب : که څوک مسلمان وى اوګناه يې ترسوکړه ؛نوپه توبه يې ګناه له منځه ځى اووينځل کيږى . که پاک نه شوپه برزخ او قيامت کې پاکيږى . که هلته هم پاک نه شو ؛نو دوزخ ته ليږل کيږى ؛خودژغورنى په ډله کې به حسابيږى او به ژغورل شى .که څوک په دى نړى کې ځان له ګناه څخه پاک نه کړى ؛نوپه هغه دنياکې په پاک شى ؛خودادواړه پاکول سره خودا توپيرلرى . په هغه دنياکى انسان داور دلمبوپه واسطه پاکيږى . دځينوانسانانومړينه ډيره سخته وى لامل يې هم دادى . دبليګلى په توګه که ديو انسان غاښ له بى حسى پرته وويستل شى ؛نوڅومره درد وونکى به وى ت. اوس که پرته بدن تخديره روح وويستل شى ، څومره کړاوو کې به وى او سړى به څومره پړتکى وهى و دانسان تعلق اوتړاوچې هرڅومره له بدن څخه کم وى ؛نو روح به يې په آسانى له بدن څخه ووځى .

کلامي پوښتنې ( ٤)

انسان ددى لپاره ، چې عصمت لاس ته راوړى ؛نو داظرفيت به په کې خداى ټاکى اوکه انسان به يې پخپله لاس ته راوړى ؟

خداى ټول انسانان دعدالت دظرفيت لپاره چمتوکړى دى . عادل هغه څوک دى ، چې واجبات ترسره اوله حراموډډه وکړى ؛دا حداقل دهر مسلمان دنده ده.خداى مونږ ته دعدالت دلاس ته راوړلواستعداد داکړى اودهغى لپاره يې هم راښودلى ده . عدالت پړاوونه لرى لومړنى ضعيف پړاو يې دواجباتو ترسره کول اوله محرماتوډډه کول اوآخرنيى يې دعصمت مقام ته نږدى والى دى . عادل ممکن سمواً هم تيروتنه وکړى ؛خومعصوم سمواً هم تيروتنه نه کوى . که څوک په دى لپاره کې هڅه وکړى ؛نو په قراره کولاى شى ، چې دعصمت پولى ته ځان لږدى کړى ، يعنى که مخکى معصوم نه و اوس کولاى شى ، چې معصوم شى . عصمت هم خودادرجى لرى . معصوم کيدل ديوځانګړى کس لپاره نه دى داهل بيتوډيره اولاده لکه حضرت زينب اوحضرت ابو العقل دعصمت د ځينو ځانګړو دا جوخاوندانوو ؛خو خدا ى مهم مقامو نه لکه نبوت ، امانت اوخلافت ځانګړو خلکو ته ورکوى .

داکسان کولاى شى ، چې تيروځى خونه تيروځى . حضرت على په هکله وايې .

که اووه آسمانونه ماته ورکړى اوراته ووايې ، چې تيرى وکړه ؛نه يې کوم . پردى چې زه داکار کولاى شهم ؛خو تيرى نه کوم .

کلامي پوښتنې ( ٢٠)

شيطان له اوره پيدا شوى ؛نوڅرنګه په ددوزخ په لمبو کې وسوزى ؟

دشيطان اصلى خلقت له اوره دى ؛خو ځينى نورو عناصر يې هم په جوړيدکې ونډه لرى دمثال په توګه دانسان اصلى وجودله خاورى جوړدى ؛خوځنى نورعناصر يې هم په وجول کې ليدل کيږى . غوښه اوپوستکى يې له خاورى جوړشوى ؛خو درک کوونکى اوحساسه قوه په کې هم اچول شوى .

ترڅوداداحساس کړى . که پولوته له يو بلى لوټى سره ولګيږى ؛نو نرميږى لوټه درک نه لرى ؛نوله همدى ليکه درد هم نه لرى .

که خاورى درک لرلى ؛نو حتمايې دردهم احساسو . شيطان هم همداشان دى . يعنى داچې له اوره اودرکوونکى قوى پيداشوى دى که پرشيطان هم څه اغيزه وکړى ؛نو هغه درک کوى ؛نو بناپردى شيطا له اوره پيداشوى او داچې دروح او اوراکى قدرت لرونکى هم دى ددوزخ اور به يې وسوزى .

کلامي پوښتنې ( ٢١)

ښځى ولى نه شى کولاى ، چې دمرجعيت مقام ته ورسيږى .؟

دمرجعيت اوفقاهت ترمنځ بايد توپيروکړو. ښځه له دى پلوه ، چې يو مجردروح ؛نودانسانى حقيقت له مخى سړى سره کوم توپيرنه لرى داځکه چې دپېغمبرانو دبحث اصلى محور ښځه او سړى نه ؛بلکې انسان دى . دانسان انسانيت دهغه روح وى اوروح نه سړى دى اونه ښځه دايوازى بدن ،چې مذکراومونث لرى .هغه دندى ، چې بدن پورى اړه لرى ؛نو دښځى اوسړى ترمنځ توپيرراپيداکيږى ؛ خوعلمى کمالات ، عقايد ، اخلاق اومعنويت روح پورى تړاولرى او مذکراومونث پورى هيڅ اړه نه لرى . له همدى کبله بايد فقاهت ، چې يوعلمى مقام دى اومرجعيت ، چې يواجرائ کار دى له يوبل سره بايد توپيرولرى .

په فقاهت کې هيڅ شرط نشته . ښځه کولاى ، چې په علمى بحثونو کې دفقاهت بشپړپړاوته ورسيږى وډيرشاګرادن ولرى ؛خومرجعيت يواجرائې مقام دى . خلک مراجعه اومعافحه کوى اوداد ښځى له مقام سره اړخ نه لګوى .

کلامي پوښتنې( ٨)

په دى پوهيږى وچې مړينه دمومن لپاره خوړه وى مومن مړينه په ورين تندى منى اوهيڅ ډول عذاب نه لرى ؛خوپه يوبل روايت کې راغلى چې ټول به دقبرعذاب وينى ختى کله چې فاطمه بنست اسل له دنيا سترګى پتى کړى و پېغمبريې په قبرکې سملاست ترڅو دقبرفشار هغه په آزارنه کړى . په دى هکله معلومات راکړى ؟دقبرفشاريو ډول عذاب دى . سوچه مومن دقبرعذاب نه لرى که مومن ځينى تيروتنى ولرى ، کيداى شى ، چې دمړرينى پرمهال اوياهم په قبرکى لږ شان سختى ووينى ، چې پاک اوسوتره شى . که يو مومن دسوچه ايمان خاوندو؛نوښائى ،چې دمړيني پرمهال اوياهم په قبرکې عذاب ونه وينى .

ددى نړى ځينى چارى دکړاو حکم لرى نه دعذاب دمثال په توګه لکه د زوړوالى کړبنسټ اوياهم دناروغى کړښت .

دفاطمه بنست اسدپه قبرکې دپېغمبرملامته اويا يې دهغى پرمخ دپېغمبرله خوا دخپل قميص اچول دقبردعذاب کموالى دى .

کيداى شى دمړينى پرمهال ديوازيتوب احساس ولرو ؛خوپه رواياتوکې راغلى ، چې اهل بيت دمومن مخى ته راځى اومومن يې په ليده دومره خوشاله کيږى ، چې په ورين تندى دمړينى هرکل کوى .

دلته بايد دوو ټکوته پام وشى .

١—دقبرله عذاب څخه ويره دانسان دژغورنى لامل دى .

٢– دقبرعذاب دټولو مومنانو لپاره نه بلکى دځينو لپاره دى .

اخلاقي پوښتنې  ( ١٩)

سوا ل: څرلګه کولاى شو ، چې دزړه له خلاصه لمونځ وکړو ياپه لمونځ کې حضورقلب ولرو.

ځواب : مونږ هريو ديو جماعت يا ټولګى مثال لرو ، چې يوامام لرى .

په دى نړى کې ددى جماعت امام ځمونږ دننى ځان دى ،چې کيداى شى ياعقل وى يا خيال ، ياوهم ، يا عشق ، خلاصه داچې هرڅوک خپل امام جماعت پيژنى . دبدن ټول اعضاء اوحسونه ددى امامت ترڅارنى لاندى کارکوى . يعنى داکه يوانسان دبشپړتياپړاو ته رسيدلى وى ، دهغه ټولى دننئ او بهرنى قوى دعقل په امامت کارکوى .

عاقل انسان خپلى دننى اوبهرنى قوى ، کړه وړه اووينا دعقل پربنسټ تدبيراو تنظيموى .

که غواړو ،چې ووينو ځمونږ دننى امام عقل دى که نفس ؛نو دخپلوکړو وړو او چلن څخه بايد پوه شوه .

يعنى داچې دانسان ويناء چلن ، ليکنى ، اوټول هرڅه دهغه دننى امام ښکارندوى کوى .

مونږ له کوم ځاى څخه پوه شو ، چې هغه سرى ښه دى که بد؟ وينو،چې هغه سړى بنى خبرى کوى ، ښه کارونه ترسره کوى ، خبرى يې له عمل سره اړخ لګوى ، پرچايې بدنه دى پيرزو . پټ اوښکار يې يوشان دى .ددى کس ټول کړه وړه سره راټولو و او له ځان سره وايو ، چې ددى کس په دننه کې يو رڼا ځليږى .

کې ديوکس دننئ امام خارتن و ؛نوپه کړووړوکى به يې ټګى برګى اودروغ ترسترګو کيږى ؛نو بنا پردى که دچا کړه وړه سم و ؛نو ديو داسى نيک اوښه دننى امام ښکارندوى کوى ،چې مخ پرقبله ولاړوى .

اولمونځ کوى . که ديو کس لاسونه پرفساد اوګناه ککړو ؛نو ديو داسى دننئ امام ښکاروند وى کوى ، چې قبلى ته يې شاکړى اولمونځ کوى .

څوک ، چې لاړلى خوى ولرى؛نوپه قيامت کې به يې قواره دپسى په څيروى اودهغه دوجودټول غړى به پرى شاهدى ورکوى ، چې هغه يوداړلى موجودوه . او هغه کس ، چې ډيره طمع ولرى ؛نوپه قيامت کې به يې قواره دمنګک په شان وى .

ځينى خلک عاقلانه ژوند؛بلکې مختالانه ( خيالى ) ژوند کوى . په قرآن کې داسى راغلى : (( ان الله لايحب کل مختال فخور)) مختال اومتخيل يعنى دا، چې يو څوک په خيال کې ژوندکوى .څوک ، چې په عقل نه ؛بلکې په خيال ژوندکوى ، دخداى محبوب اودوست نه دى .

دلنډمهاله ارزښتونوپسى ژړه تړل ،يوډول خيال باقى ده . هرچاچې په دى چارو پورى زړه وتړه اوخداى يې خير کړ ؛نو مختال به وى . مختال هغه کس دى ، چې عاقلانه ژونداولمونځ ونه لرى . عاقلانه لمونځ هغه څوک کوى دلمونځ څخه بهريې ټولى قوى تطهيراوپاکى کړى وى . نارواخبرى ، چلن اوکړه وړه مونږ د عاقلانه لمونځ څخه بى برخى کوى . که انسان هڅه اوزياراوباسى ،چې دژوند په ټولو اړخونوکى خپله کړوړوچلن اوفکرترقابو لاندى راولى ؛نوپه غوڅه توګه دزړه له خلاصه لمونځ وکړى او ياپه بله وينا په لمونځ کې به حضورقلب ولرى .

هغه څوک چې تل خداى په زړه کې لرى اوځان دهغه په محضرکې وينى ؛نوپه ډيره آسانى به دزړه له خلاصه لمونځ وکړى ؛خوهغه څوک ، چې دشپى اوورځى اوورځى پرته له خداى دهر څه په فکرکې وى ، نه شى کولاى ، چې دزړه له خلاصه لمونځ وکړى .

اخلاقي پوښتنې  ( ١٨)

سوال : په دينى احکامو کې دشپى اودسحرپرپاځيدوباندى ولى ډيرټينګار شوى ؟

ځواب : دورځى دانسان مصروفيتو نه ډير وى ، تګ راتګ ، ليدني ، کتني اوخبرى اترى ډيرى وى ؛خوسحرآرام وى . له چاسره موخبرى نه وى .

دچادرسره کارنه کوى اوستاسى هم له چاسره کار نشته ؛نوپردى ګړى کولاى شى له حقيقى دوست يعنى خداى سره خبرى اترى وکړى ؛خوداخبرى اترى مونږپه دى شرط کولاى شوچې ، د ورځى مونږ ځنى مزاحمونه خپل دننى وجود ته ونيسو، دومره څيزونه زړه ته وينسو، چې په سحرکى دخبرواترو پرمهال خپل سرونه راپورته کړى .

هغه خبرى ،اوريدنى اوبحثونه ، چې مونږپورى اړه نه لرى ، هيڅ ګټور نه دى . ولى خپل عمرتلف کړو . قرآن وايې : (( فهم فى اميرمريج )) مريچ د هرج اومرج معنى ورکوى .داشان خلک که خوب هم وينى ؛خو ب به يې رضعاث احلام وى ، ياپربله دنيا دشپى په ګډوډخوبونه ګورى .

اخلاقي پوښتنې  ( ١٣)

سوال : ويل کيږى که څوک غيبت وکړى ؛نودزړخاوندان هغوى وينى چې له خوله يې اوربا ديږى . داخبره دخداى د (( ستار)) والى سړه منافات نه لرى ؟

ځواب : خداى ستارالعيوب دى . پوهيږى ، چې کوم ځاى کې ستارى وکړى اوکوم ځاى کې يې ونه کړى که څوک دنوروستارعيوب وى ا وپه عين حال کې په پټه پرګناه ککړشى ، خداى به اجازه ورنه کړى ، چې اسرارلى دنورمخکى ښکاره شى . ختى په قيامت کې هم کوم کسان ، چې له يوبل سره نږدى ولاړه دى دخداى په حکم اواجازى هغوى به ديوبل له اعمالوڅخه خبرته شى .

؛نوبناپردى خپله دشخص عمل ډيرمهم دى . که څوک دبل چاپرده خونل ى وساتى اوپه ښکاره پرګناه ککړنه شى ؛نوخداى به هم دهغه پرده خوندى وساتى .

اخلاقي پوښتنې  ( ١٤)

سوال : داخلاقوعلم بايد له کوم ځاى څخه پيل کړو ؟

په داسى حال کې ، چې داخلاقو استاد هم ونه لرو .

ځواب : داخلاقوعلم يو نظرى برخه ده اوبله عملى . نظرى يې دلوست ، مطالعى اوبحث له لارى لاس ته راځى اوعملى برخه يې د اخلاقودښوونکى له لارښودولو لاس ته راځى . انسان په هغه څه ، چې پوهيږى عمل وکړى ؛نولومړى ددى اعمالوبشتى اغيزى رابرسيره کيږى .

دويم داچې خداى به ورته هغه څه ورزده کړى ،چې پرى نه پوهيده.که څوک پرعلم باندى عمل وکړى ؛نودا علم به تلپاتى وى اولاپسى به وغوړيږى . که انسان هڅه وکړى ، چې واجبات ترسره کړى . مستجات هم تريوحده پورى ترسره کړى . له محرماتوډډه وکړى اودتوان په حدکې له مکروهاتوهم ډډه وکړى اوکړه وړه يې افراط اوتفريط ونه لرى ؛نوداحالت ډيراغيزمن پريښى .

 

 

سرچینه : لبناني علام، شیخ فضل الله

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست