تبلیغات

  رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وويل : درې څيزونه دي،چې انسان څښتن (ج) ته رسوي . د ليكلو پر مهال ‏د پوهانو د قلم غږ . د جهاد په ډګر کې د مجاهد د پښى غږ. ( دهيواد د پولو خوندې کولو او د نظام جوړونى په جهاد کې د مجاهد اردو […]

  رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وويل :

درې څيزونه دي،چې انسان څښتن (ج) ته رسوي .

د ليكلو پر مهال ‏د پوهانو د قلم غږ .

د جهاد په ډګر کې د مجاهد د پښى غږ.

( دهيواد د پولو خوندې کولو او د نظام جوړونى په جهاد کې د مجاهد اردو د پښو غږ ) .

د پاک لمنې ښځې د څرخې غږ . (الشهاب فى الحکم والاداب، ۲۲ مخ)

لنډه شرح :

‏ څومره له مانا ډکه هېښنده خبره ده ! درې غږونه دي،چې له هستۍ تېرېږي او غږ يې تر ابديته رسي او ځان خدای ته رسوي : د پوهې او قلم غږ؛ که څه هم ټيټ دى.

د څښتن (ج) په لار کې د جهاد غږ او د هر کار غږ او همدا درې څيزونه دي، چې د ټولنې د سرلوړۍ لامل ګرځى: پوهه ، جهاد او کار.

 د روزۍ سرچینې

پېغمبراکرم(ص ) وويل :

روزي ترځمکې لاندې ولټوئ . (نهج الفصاحه)

لنډه شرح : په هغه وخت کې، چې خلکو ته لا د کانونو او په ځمکو کې د پټو خزانو ارزښت نه و معلوم،چې دا لارښوونه رسول اکرم(ص) وکړه،چې مسلمانان تر ځمکې لاندې په لټه کې شي او څه، چې ترې راوباسي خپل ژوند دې پرې ښکلى کړي. د پېغمبراکرم دا لارښوونه د اسلامي ښوونو ژورتيا راښي او هم مسلمانان دې ته هڅوي، چې پتمن ژوند وکړي.

پېغمبراکرم (ص) وويل :

يوازې د ځينو ډېر لمونځ کولو،روژه نيولو،حج کولو او له نورو سره نېکيو ته مه ګورئ (که څه هم دا په خپل ځاى کې مهم دي)؛بلکې ريښتنولۍ او امانت ته مو یې پام اوسه . (سفينة البحار )

د امام حسین شهادت

پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله وسلم وويل :   .

د امام حسين شهادت د مومنانو په زړه کې داسې اور بلوي،چې کله هم نه مړ کېږي . (مستدرک الوسائل ٢ / ٢١٧ .)

لنډه شرح : په نړۍ کې ډېری خونړۍ جګړې راپېښې شوې،چې ترڅو مياشتو او کلونو روسته هېر شول،د وخت تېرېدو پرې د هېرېدو خاورى واچولې؛خو هغوى چې د څښتن (ج) په لار کې د انسان آۤزادۍ ته او د پتیالۍ او فضيلت په لار کې له خپل هر څه تېر شول، کله به هم هېر نشي،چې امام حسين او توریالي ‏ياران يې ددې زنځير‏ لومړۍ کړۍ دي.

 لنډه شرح :

که انسان لږ زيار وباسي او اسلامي سرچينې ولولي؛نو ورجوته به شي،چې د رښتیني مسلمان څرګندې نښې “ريښتنولي ” او “امانتوالي” ده که څه هم نمونځ، روژه،حج د اسلام تر ټولو لوړ روزنيز پروګرامونه دي؛خو دا يوازې د اسلام نښې نه دي؛بلکې مسلمان بايد خپل نيمګړى ايمان په ريښتنولۍ او امانتوالۍ بشپړ کړي

د غوسې اور

 امام باقر وويل : شيطان د غوسې د اور سوځونکې لمبه د انسان په زړه کې بلوي. (بحارالانوار ٧٣ / ٢٨٧)

لنډه شرح:

ډېر لږ داسې پېښېږي،چې انسان په غوسه کې يو کار وکړي او يا يو هوډ يې کړی وي او بيا پرې پښېمانه نشي؛ځکه د غوسې په لمبو کې عقل خپل کار پرېږدي او اعصاب او ورپسې د انسان غړي پر يو داسې لورې روانېږى، چې ترې د راولاړې شويو پايلو سکینده- جبرانول يې يو عمر وخت غواړي؛نو ګرانو ښه به دا وي،چې د لګېدو په وخت کې دا شيطاني لمبه مړه کړو؛ځکه کېداى شي، چې د خپل او يا د نورو د ژوند درمن ته اور واچوو.

 

 

[ سرچینه : یکصدو پنجاه درس زندګي، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!